شیخ زاید پوهنتون علمي شورا ناسته تر سره شوه.

szu_admin
123

د روان ۱۴۰۲ هـ.ش کال د تلې مياشتې ۳۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د ربیع الثاني مياشتې له ۷مې نيټې سره سمون لري، شیخ زاید پوهنتون د علمي شورا نوبتي ناسته علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعيل روحاني تر مشرۍ لاندې تر سره شوه، چې د ښاغلي روحاني سربېره، پوهنتون معاونینو، پوهنځيو رئیسانو او استادانو پکې ګډون کړی و.

m

د قرآن عظیم الشان څو مبارکو آیتونو له تلاوت وروسته، د شیخ زاید پوهنتون علمي مرستيال او سرپرست سید اسماعیل روحاني پرانیستونکې خبرې وکړې او ګډونوالو ته یې د تضمين کیفیت پروسې په اړه چې په نږدې راتلونکي کې به پیل شي معلومات ورکړل.

په یاده ناسته کې د دوهم سمستر آزموینې په اړه بحث وشو او پرېکړه وشوه، چې د لوړو زده کړو وزارت هدايت سره سم به د روان ۱۴۰۲ هـ.ش کال د عقرب مياشتې په شپږمه(۶) نيټه پيل شي، همدارنګه د ځینو استادانو په علمي ترفیعاتو او یو شمېر متفرقه مسائلو باندې بحث ترسره شو، چې په اړه یې لازمې پرېکړې وشوې او ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

ورستی خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۴:۵۷
Background image

روان(1402) کال  حوت   میاشتې(24) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (3)قلمه مایع ګاز، اکسیجن او مبلائیلو  قرارداد چاپي شرطپاڼه

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال  حوت   میاشتې(24) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (3)قلمه . . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۴:۵۳
Background image

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي

دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه دروان(1402) کال  حوت   میاشتې(24) نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د (2)قلمه . . .

یکشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۳ - ۱۱:۳۱
Background image

  دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال جدي  میاشتې(23)نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د شیخ زاید پوهنتون د دولتي برق د وصل لپاره د ترانسفارمر، پایو، کیبل او نورو تجهیزاتو  پ

    دشیخ زاید پوهنتون اداره  ټولو په شرایطو برابرو داوطلبانو ته بلنه ورکوي، چې  د اعلان د نشر له نیټې څخه د روان(1402) کال جدي  میاشتې(23)نیټې د ماذدیګر تر 3:30 بجو پوري د شیخ زاید . . .

Back to announcements