شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون کې هره ورځ یوسل او پنځوس ناروغان تداوي کېږي

szu_admin
یکشنبه ۱۴۰۱/۵/۳۰ - ۱۱:۵۶
szu Teaching Hospital

د شیخ زاید پوهنتون تدریسي روغتون چې څه موده وړاندې یې د پوهنتون د رهبرۍ په هلوځلو سره په فعالیت پیل کړی، چې تر دې دمه یې هیوادوالو ته په صحي برخه کې د پام وړ خدمات وړاندې کړي دي، دا په داسي حال کې ده چې د ا.ا.ا څخه د مخه یاد روغتون چارې په ټپه دریدلي وې، چې خوشبختانه د ا.ا.ا په راتګ سره یې ټول فعالیتونه په سم ډول تنظیم شول او په ياد روغتون کې شته امکانات په کار واچول شول، چې هره ورځ پکې تر ۱۵۰ پوري ناروغان تداوي کیږي.

szu teaching hospital

د یاد روغتون د فعالیت له پیل څخه تردې دمه ۱۳ زره ۴ سوه ۸۰ ناروغان تداوي شوي ، ۱۵ سوه ۲۹ناروغان بستر، یوسل او لس ولادتونه او ۵۰ ناروغان عملیات شوي دي.

د یادونې وړ ده، چې شیخ زاید پوهنتون رهبري کلک هوډ لري، چې د یاد روغتون له لارې په صحي برخه کې د هیواد ځورېدلو بچیانو لپاره نه ستړي کیدونکي خدمات ترسره کړي.

د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو امریت

 

تازه خبرونه

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۶
Background image

د لوړو زده کړو وزارت لخوا د مرکزي او ولایتي تحصیلي بنسټونو مسؤلینو لپاره په مالي او تدارکاتي برخه کې پنځه ورځنی روزنيز پروګرام پای ته ورسېد.

یاد روزنيز پروګرام کې د نورو ولایتي تحصیلي بنسټونو تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ الحدیث مسلمین راشد، معاونینو، تدارکاتو او مالي مسؤلینو هم برخه لرله.

 په دغه پنځه ورځني ورکشاپ کې. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۱۲/۱ - ۱۱:۱
Background image

شیخ زايد پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو ریاست مسلکي کتونکو لخوا ارزونه پیل شوه.

نن ورځ یکشنبه د ۱۴۰۲ هـ. ش کال د سلواغې مياشتې۲۹مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د شعبان المعظم مياشتې له ۷مې نيتې سره برابره ده، د شیخ زايد پوهنتون د اعتبار ورکولو د سند خوندیتوب ارزونه د. . .

پنجشنبه ۱۴۰۲/۱۰/۲۱ - ۹:۴۹
Background image

د لوړو زده کړو وزارت مديریتي او معلوماتي سيستم په اړه یو ورځنی ورکشاپ وړاندې شو.

نن چهار شنبه د ۱۴۰۲ هـ.ش کال د مرغومي ۲۰مه، چې د ۱۴۴۵ هـ.ق کال د جمادي الثاني له ۲۸مې نيټې سره سمون لري، د شيخ زايد پوهنتون د دوولسو پوهنځيو د څانګو آمرينو، تدريسي او اجرائیه مديرانو. . .

BACK TO NEWS