د کادري روغتون چارو څخه څارنه ترسره شوه

szu_admin
شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۳:۲۳
SZU

د شيخ زايد پوهنتون رئيس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نيازي د شیخ زايد پوهنتون د تدريسي روغتون له چارو څخه لیدنه وکړه، ښاغلي نيازي د ياد روغتون د روغتيایي کارکوونکو او ناروغانو ستونزې له نږدې واورېدې او د حل لپاره یې ژمنه وکړه، نوموړي د یاد روغتون د کارونو د لا ښه کیدو لپاره د ياد روغتون روغتيایي او اداري کارکوونکو ته لازمې لارښوونې او سپارښتنې وکړې.

SZU
د يادولو وړ ده چې د شيخ زايد پوهنتون تدريسي روغتون تېر کال د (I.C.R.C) مؤسسې د پوهنتون سره په هماهنګۍ په مالي کومک فعاليت پیل کړی، چې تر دې دمه یې هېوادوالو ته په زياته اندازه صحي خدمات وړاندې کړي دي او په دوامداره توګه هره ورځ سلګونه بې وزله ناروغان د ياد روغتون له صحي خدماتو څخه برخمن کیږي.
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۳ - ۱۱:۱۴
Background image

د لوړو زده کړو وزارت د بشري سرچینو هیئت له شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړه.

نن ورځ د لوړو زده کړو وزارت هیئت له شیخ زاید پوهنتون له بېلا بېلو پوهنځیو څخه لیدنه وکړه. یاد هیئت چې د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال پوهنمل عبدالطیف رحیمي، مالي او او اداري چارو. . .

چهارشنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱۲ - ۱۲:۲۴
Background image

شيخ زاید پوهنتون کې د لوړو زده کړو وزارت د تضمين کیفيت پلاوي خپل کار په برياليتوب سره پای ته ورساوه.

نن ورځ د ۱۴۰۱ هـ. ش کال د سلواغې مياشتې ۱۱مه د لوړو زده کړو وزارت څخه راغلي د تضمين کيفيت پلاوي د شيخ زاید پوهنتون د ارزونې چارې پای ته ورسولې. پدې اړه هغه ناسته چې نن ورځ ناوخته د شیخ. . .

شنبه ۱۴۰۱/۱۱/۱ - ۱۳:۲۳
Background image

د کادري روغتون چارو څخه څارنه ترسره شوه

د شيخ زايد پوهنتون رئيس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نيازي د شیخ زايد پوهنتون د تدريسي روغتون له چارو څخه لیدنه وکړه، ښاغلي نيازي د ياد روغتون د روغتيایي کارکوونکو او ناروغانو ستونزې له نږدې. . .

BACK TO NEWS