د  فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست راغلي پلاوي د شیخ زاید پوهنتون رئیس شیخ محمد یعقوب نیازي سره د ریاست مقام په دفتر کې ولیدل.

szu_admin
سه‌شنبه ۱۴۰۲/۲/۲۶ - ۸:۴۴
szu

نن ورځ ۱۴۰۲ هـ.ش کال د ثور میاشتې ۲۱مه نیټه، چې د ۱۴۴۴ هـ.ق کال د شوال میاشتې ۲۰مې نیټې سره برابره ده، د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست هیئت مشر ښاغلي مولوي نقیب الله مصلح او ورسره مل پلاوي د شیخ زاید پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي، د پوهنتون معاونینو او د پوهنتون استادانو سره ناسته ترسره کړه.

szu2


ناسته د مالي او اداري چارو مرستیال حافظ محمد ناکیم سعید لخوا د قرآن کریم د څو مبارکو آیتونو په تلاوت سره پیل شوه، ورپسې د پوهنتون رئیس ښاغلي شیخ محمد یعقوب نیازي راغلي پلاوي ته ښه راغلاست ووایه او راغلي هیئت پلاوي ته یې ډاډ ورکړ چې د شیخ زاید پوهنتون ټول استادان، آمرین او مامورین پوره ژمن دي چې ټول فرامین، احکام او لوایح په اداراتو کې عملي کړي.
ښاغلي نیازي وویل ا میـ.رالمؤمنین شپه او ورځ د ملت سوکالۍ، امنیت، آبادۍ او ښیګړې په فکر کې مصروف وي نو افتخار ګڼو چې ټول فرامین، احکام  او د رهبرۍ هدایات عملي کوو.

123
د راغلي هیئت مشر ښاغلي مولوي نقیب الله مصلح د فرمانونو او حکمونو د تعقیب او نظارت لوی ریاست په تاریخچه او مسؤلیتونو معلومات وړاندې کړل او زیاته یې کړه چې یاد ریاست ټول فرامین، احکام او د رهبرۍ هدایات د افغانستان په ټولو وزارتونو، ادارو او په خصوصي سکتورونو کې څېړي، چې تر کومه عملي او یا نه دي عملي شوي، د نه عملي کیدو په صورت کې اړوندو ادارو ته استعلامونه ورکول کیږي. ناسته د دعاء په ویلو سره پای ته ورسیده.

szu
د نشراتو، اطلاعاتو او عامه اړیکو آمریت

تازه خبرونه

پنجشنبه ۱۴۰۲/۶/۳۰ - ۹:۲۵
Background image

د محصلانو بدني او ذهني غښتلتیا په موخه د فوټبال سيالیو لړۍ پیل شوه.

شیخ زاید پوهنتون کې د (خپل وطن خوږ وطن) تر نامه لاندې د فوټبال سيالۍ د ۱۲ پوهنځیو او اداري مامورینو لوبډلو ترمنځ پیل شوې.

د پیل په مراسمو کې د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو مرستيال. . .

سه‌شنبه ۱۴۰۲/۶/۲۸ - ۱۵:۴۲
Background image

​ شیخ زاید پوهنتون کې د سويل ختيځ زون پوهنتونونو لپاره د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو د علمي پروګرامونو او چوکاټ څلور ورځينی روزنيز ورکشاپ پیل شو. ​

دوشنبه چې د ۱۴۰۲هـ.ش کال د سنبلې ۲۷مه، د ۱۴۴۵هـ.ق د ربیع الاول له ۳مې سره برابره ده، شیخ زاید پوهنتون کې د تضمین کیفیت او اعتبار ورکولو...

دوشنبه ۱۴۰۲/۶/۲۰ - ۱۰:۴۴
Background image

شیخ زاید پوهنتون کې د والیبال سیالیو پای لوبه تر سره شوه.

د استقلال تر نامه لاندې د والیبال سیالۍ شیخ زاید پوهنتون کې د دوولسو پوهنځیو لوبډلو تر منځ پیل شوې وې، پای لوبه  د ښونې او روزنې او د وترنري پوهنځيو لوبډلو ترمنځ تر سره شوه ...

BACK TO NEWS