د ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.

szu_admin
Sun, May 24 2026 11:43 AM
یزبقاغفتغت

د شيخ زايد پوهنتون ټولنيزو علومو پوهنځي محصلانو د څلورو استادانو په ملتيا کندهار ولایت ته علمي سفر تر سره کړ.
د ياد علمي سفر په ترڅ کې د کندهار پوهنتون بېلا بېلو برخو تر څنګ، د ميرويس نيکه، د لوی امپراطور احمد شاه بابا او د بابا ولي تاريخي مقبرو څخه لېدنې وشوې، همدا ډول د شېر سورخ تاريخي سيمې، د ميرهزار تاريخي مسجد، د چهل زینې تاریخي غر، د کندهار ولايت اطلاعاتو او کلتور ریاست له نندارتون، د کوهاک تاريخي سيمې او د لارې په اوږدو کې د غزني پوهنتون او سلطان محمود غزنوي مقبرې څخه هم لېدنې تر سره شوې.
د لېدنو پر مهال محصلانو ته د لارښود استادانو او مسؤلینو لخوا د يادو سیمو تاریخي قدامت، اهميت او سپیڅلتيا په اړه مفصل معلومات ورکول کېدل؛ چې د محصلانو علمي لوړتيا او ذکاوت زياتوالي لپاره مهم او ګټور وه.
نېټه: یکشنبه
۱۴۴۷ هـ.ق کال د ذوالحجة الحرام اوومه
 ۱۴۰۵ هـ.ش کال د جوزا درېیمه
 ۲۰۲۶ م کال مې د ۲۴مه
نشراتو او عامه اړیکو آمریت

Latest news

Thu, Nov 20 2025 3:13 PM
Background image

Medicines Worth 5.5 Million Afghanis Purchased for The Teaching Hospital

A total of 149 types of medicines worth 5.5 million Afghanis have been purchased for the Sheikh Zayed University Teaching Hospital. These medicines include various types of drugs that. . .

Tue, Nov 15 2022 11:37 AM
Background image

National Symposium of Natural Science at Shaikh Zayed university- Khost

About conference: National Symposium of Natural Science which will be held at Sheikh Zayed University (Khost). The conference provides a platform for professionals involved in natural. . .

BACK TO NEWS