د شیخ زاید پوهنتون علمي چارو مرستیال:

پوهنمل: شفیع ګل شفیقي

ګرځنده شمیره : 93773521933+

بريښنالیک  shafigul123@gmail.comvicechancellor@szu.edu.af

دا چې شیخ زاید پوهنتون یو علمي مرکز دی او ټولنې ته په اکاډمیکه برخه کې چوپړ ترسره کوي، نو د خپلو هغو دندو له مخې چې علمي معاونیت ته سپارل شوې دي، په پوره ژمنتیا او ډاډ ترسره کوي، تر څو د شیخ زاید پوهنتون اداره او د لوړو زده‌کړو محترم وزارت په دې مهمه برخه کې ټاکل شویو ستراتېژیکو موخو ته ورسیږي.

شیخ زاید پوهنتون علمي  معاونیت له خپلو شته امکاناتو او اسانتیاوو څخه په اعظمي، موثره او ګټوره توګه ګټه اخلي او هڅه کوي چې د خپل ځوان پرسونل پر مټ د دې ادارې ټاکل شوې موخې ترلاسه کړي.

علمي معاون د پوهنتون د تدریسي او تحصیلي چارو د لا بهبود او معیاري کېدو لپاره بېلابېلې ستراتېژۍ، پالیسۍ، لوایح، طرزالعملونه، لارښودونه او مېکانېزمونه ترتیبوي  او د خپلو ټاکل شویو موخو په لاسته راوړلو کې ترې ګټه اخلي.

همدا ډول د یادو شویو موخو د ترلاسه کولو لپاره د لوړو زده‌کړو محترم وزارت او په ټوله کې په پوهنتون کې د افغانستان د نافذه قوانینو له تطبیق څخه څار او نظارت ترسره کوی او په ضمن کې د هېواد ټول نافذه قوانین په خپله برخه کې په بشپړه ژمنتیا او ډاډ رعایتوي. د پوهنتون د ارتقا‌ء او پرمختګ په موخه له بېلابېلو داخلي او خارجي موسسو سره اکاډمیک پروتوکولونه او تفاهم لیکونه لاسلیکوي.

څرنګه چې شیخ زاید پوهنتون د کیفیت لوړونې او اعتبار ورکونې په برخه کې د هېواد په کچه ښه او ځلېدلی نوم لري او له لوړو زده‌کړو محترم وزارت څخه یې د (سکوا) مقام اېوارد هم ترلاسه کړی دی، د پوهنتون اداره او په ځانګړې توګه علمي معاونیت په پوره لېوالتیا او د ځوان اکاډمیک او اداري پرسونل پر مټ هڅه کوي چې د کیفیت تضمین په برخه کې له لوړو زده‌کړو محترم وزارت څخه بشپړ اکاډمیک اعتبار تر لاسه کړي او د سیمې په کچه یو معتبر پوهنتون و ګڼل شي.

د شیخ زاید پوهنتون ادارې او په ځانګړي ډول د علمي  چارو معاونیت هڅه او زیار دا دی چې د افغانستان اکادمیکې کورنۍ ته د خپل مسؤلیت په اندازه د پرمختګ ویاړ ور وبښي.

شیخ زاید پوهنتون اداره او په ځانګړي ډول علمي معاونیت د خپل ځوان اکاډمیک او اداري پرسونل په مرسته زیار باسي چې خپلو درنو او ګلالیو محصلانو ته یو داسې زده‌کړه‌ییز چاپېریال برابر کړي چې د نوي عصر ټولو اکاډمیکو غوښتنو ته ځواب ووایي او پر مټ یې داسې ځوان کادرونه وروزي چې پر سپېڅلې اسلامي او ملي روحیه سمبال او د دغې ځورېدلې ټولنې ستونزې درک او په پوره صداقت، مسولیت او ایماندارۍ سره یې خدمت وکړي او د دې هېواد طوفان ځپلې بېړۍ د ساحل تر غاړو ورسوي.

په پای کې  خپلې زورېدلې ټولنې  ته په پوره ژمنتیا ډاډ ورکوم چې خپلې دغې ژمنې ته به تر هغې وفادار وم چې د هېواد د هوا یو دم ساه مې هم د بدن غړو ته د حرکت قوت ورکوي.