د چاپیریال ساتني لپاره تدابیر

            

 

 

د افغانستان حکومت

د لوړو زده کړو وزارت

 

 

 

 

 

 

 

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ

د لوړو زده کړو د وزارت د ملي ستراتيژۍ دويم پلان

او

د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه

وروستی راپور

د ۲۰۱۵ کال د مارچ ۵ مه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

1. پيليزه

1.1.د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ تګلاره او عمل

2. د پروژې شرحه او شاليد  ­­­

2.1.د لوړو زده کړو د وزارت د ټولې ستراتيژۍ بيا کتنه

2.2.د پروژې هدف

2.3د پروژې برخې

2.4.  له پروژې څخه ګټه اخيستونکي

2.5  وړانديز شوې پانګونې

3. محيطيکليدي مسائل

3.1اجتماعي او محيطي لومړني اطلاعات

4. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت طریقې او اړین شرایط

4.1.  د نړیوال بانګ حفاظتي شرایط او تګلارې

4.2   د افغانستان د ژوندانه چاپېريال د مديريت له پاره حقوقي چوکاټ او تګلاره

 

5.  د اجتماعي مديريت د چوکاټ د پلي کېدو او ژوندانه د چاپېریال له پاره سازماني او پلې کېدونکي هوکړې

 

5.1   د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ له پاره دندې او مسوليتونه

6. د خلکو مشورې

6.1 له مشورو څخه تر لاسه شوی لنډیز

7.  د ګواښونو د کمښت له پاره د وړانديز شوو اقداماتو او اغېزو شننه

7.1   تر دې پروژې پورې تړلي اجتماعي او محيطي کليدي مسائل او اغېزې

7.2اجتماعيې او محيطي مثبتې اغېزې

7.3 د چا پېریال او ټولنې ځوامنې منفي اغېزې

7.4د ساختماني کار او فعاليت په وخت کې عمومي، محيطي او اجتماعيې اندېښنې

7.5دوه ګونې ځواکمنې اغېزې

7.6 د څارنې او ګواښونو د کمښت وړانديز شوي اقدامات

8. د فرعي پروژې د تیاري بهير، پلي کول او څارنه

8.1 د ارزونې او سروې بهير

8.2ارزونه او منظوري

8.3د خلکو مشورې او د معلوماتو وړاندې کول

8.4کلني راپورونه او څارنه

8.5کلنۍ ارزونې

9. شکايتونو ته د رسېدومیکانیزم

9.1 د میکانیزم موخه شکایتونو ته رسېدل

9.2 د شکايتونو ډولونه

9.3 شکايتونو ته د رسېدنېسېستم

9.4اصول،کړنلارې او د ژمنې ورکولو وخت

10. د وړتيا او زده کړو لوړوالی

10.1د ژوندانه د چاپېریال او ټولنېدساتنېد پوهانو ټاکل

10.2زده کړه

11.د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د پلي کولو بوديجه

لومړۍ ضمیمه:  د لوړو زده کړو له پاره د ملي ستراتيژئ د دويم پلان د (بيا استوګن کېدو) د سکتوري تګلارې چوکاټ  

دويمه ضمیمه: په کابل کې له اړوندو مراجعو سره مشوره له اګسټ څخه د(۲۰۱۴) کال تر اکتوبر پورې)

درېيمه ضمیمه: تخنيکي لارښودونه

څلورمه ضمیمه: د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان د اجتماعيې او ژوندانه د  چاپېريال سروې

پنځمه ضمیمه: د فرعي پروژې کاري شرایط چې اجتماعي ارزونو ته اړتيا ولري.

شپږمه ضمیمه: د محيطي اغېزو د ارزوې د ترسره کولو ډولونه

اوومه ضمیمه: د ژوندانه چاپېريال د مديريت د پلان د ترسره کولو ډولونه او بېلګه

آتمه ضمیمه: د ساختماني چارو له پاره د قرارداد د مادو بېلګې

نهمه ضمیمه: د ځمکنيو ماينونو د ګواښ د مديريت کولو کړنلارې

لسمه ضمیمه: د ژوندانه د چاپېریال او اجتماعي مديريت د چارچوب په اړه د خبر ورکولوپاڼه

يوولسمه ضمیمه: د عام مشورتې پلان ډول

دوولسمه ضمیمه: د معلوماتو د وړاندې کولو د خبرتيا ډول

ديارلسمه ضمیمه:د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژئ د دويم پلان له پاره د ژوندانه د چاپېريال د کلني راپور ډول

څوارلسمه ضمیمه: د چاپېريال ساتنې او مرستندويې ډلې د برخې د متخصص د ترسره کولو ډول، څارنه او کړنه

پنځه لسمه ضمیمه: د کړنې او څارنې د مرستندويې ډلې د اجتماعيې ساتنې د برخې د متخصص د ترسره کولو ډول

 

 

شکلونه او جدولونه

3.1 جدول// د جنیسیت او وړتيا په بنسټ د پوهنتونونو علمي کارکوونکي........................................14

5.1  جدول// د مسولو ارګانونو عمده فعاليتونه ........................................................................23

5.2 جدول// د ژوندانه د چاپېريال د مديريت له پاره سازماني رول او مسولیتونه.............................25

8.1 جدول// د پلي کولو، اجتماعي او محيطي فرعي پروژې په پلانولو کې رول او مسوليتونه................34

8.1 شکل// د ژوندانه د چاپېريال د فرعي پروژو د اجتماعيې سروې دياګرام.................................34

9.1 شکل//  شکايتونو ته د رسېدنې د ميکانيزم له پاره د پروسې ډول..........................................43

10.1 جدول// د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د پلي کېدو له پاره د زده کړې وړانديز شوی ډول....47

11.1 جدول// د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي چوکاټ د مديريت د پلي کېدو له پاره د بوديجې اټکل..48

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د کړنو خلاصه

شالید

 

د لوړو زده کړو وزارت له ۲۰۱۵ څخه تر ۲۰۲۰ کلونو له پاره د دويم ملي ستراتيژيک پلان  مسوده برابره کړې ده. په دې پلان کې څرګندونې، ماموريت، د حکومت ارزښتونه، ستراتيژۍ او د لوړو زده کړو د پراختيا د هدفونو د ترلاسه کولو اقدامات بيان شوي دي. د لوړو زده کړو د دویم ملي ستراتيژيک پلان هدف د لوړو زده کړو د اقتصادي سکتور د کیفیت ښه والی، د لوړو زده کړو د ګډون لوړوالی چې د زده کړو د بازار د کار له پاره په يوه ځانګړې پاملرنه باندې څرخي. نړيوال بانګ د افغانستان د حکومت د لوړو زده کړو له دویم ملي ستراتيژيک پلان څخه د ملاتړ په منظور حاضر دی چې د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه د افغانستان د بيارغونې د وجهي صندوق له لارې تمويل کړي.

 

د پروژې تشرېح

 

د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه به د دوو برخو لرونکې وي: (۱) د لوړو زده کړو د پراختيا برخه، (۲) د پروژې د مديريت، د وړتياوو د لوړولو او څارنې او ارزونې برخه. دغه برخې او اړوند فعاليتونه د لوړو زده کړو وزارت، ماليې وزارت، پوهنتونونو، د لوړو زده کړو موسسو، دولتي او خصوصي استخدام کوونکو مراجعو، استادان، څېړونکي او د پراختيا په برخه کې له نورو ملاتړو مراجعو سره د همکارۍ او د مشورې ورکولو د پروسې له لارې برابرېږي.

 

 

د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه به د پانګونې د پرژې د تمويل د سند له مخې او د تمويل د بېلګې په بنسټ چې په پايله به ولاړه وي استفاده وکړي. تر لومړۍ برخې لاندې (په پايلو ولاړه د تمويل برخه)، د لوړو زده کړو وزارت په کلنۍ بوديجې کې د مشخصو بنسټيزو اقلامو په وړاندې د پروژې لارې (د لګښت وړ شرایطو پروګرامونه) تر مشخصو ورکړل شوو پيسو پورې او د هوکړه شو او اړوندو شاخصونو له مخې به د ورکړې له پاره برابره شي. لومړۍ برخه، د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پرمختيايي پلان له پروګرام څخه ملاتړ کوي او په ډېره کره پايله به تمرکز کړي. دويمه برخه به د لوړو زده کړو د وزارت د ارزونې، څارنې او همغږۍ به برخه کې د پلي کولو وړتيا پياوړې کوي او د لوړو زده کړو وزارت د توانا کولو له پاره به د مشخصې وړتيا له پاره اړتياوې د هوکړه شوو پايلو له پاره چې د ورکړې شاخص به هم تر پوښښ لاندې ونيسي. دويمه برخه د دوديزې پانګونې د پروژې د تمويل په توګه ورکوي او د لومړۍ برخې فعاليتونه بشپړوي.  

 

 

نړيوال بانګ له همکارو حکومتي ادارو سره په مشوره، د لوړو زده کړو د سکتور بشپړ پروګرام، د لګښت د شرایطو وړ ټاکل شوي پروګرامونه د داسې توکو لرونکي چې د پوهېدو وړ نه وي، خبرې اترې پرې کوي. د لګښت د شرایطو وړ ټاکل شوي پروګرامونه عبارت دي له (الف) معاشونه او برخې، (ب) بورسونه، او (ج) د څېړنې له پاره مرستې. د بانک د مالي مديريت لارښودونه به په ټولو پروژو د پلی کېدو وړ وي. د بانک د تدارکاتو لارښودونه يوازې پر دويمې برخې د پلي کېدو وړ دي، ځکه چې د لومړۍ برخې توکي د پيداکېدو وړ نه دي. تر لومړۍ برخې لاندې، حکومت د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دویم پلان له مخې د بنسټيزو اصلاحاتو له پاره ملاتړ کوي. سره له دې چې د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق د لوړو زده کړو د پراختيا تر دويمې پروژې لاندې، مدني کارونه په نېغ ډول برابروي. هيله کېږي چې د حکومت د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ دويم پلان هم چې په پوهنتون کې د لکچر د کوټو، معلوماتي تکنالوژۍ، لابراتوارونو، کتابتونونو، اوبو، روغتیا، د اوسېدو سيمې، د شته آسانتياوو او ليليو جوړولو په ځانګړې توګه د نجونو له پاره په ټول هېواد کې په ډېرو پوهنتونونو کې مرسته وکړي. په دې فعاليتونو کې د ساده ودانيو جوړول او مدني چارې دي چې طرحه کول، جوړول او ترسره کول يې پېچلي نه وي.

 

د دې فعاليتونو ځای او سيمه تر اوسه معلوم نه دي او تر ډېرې کچې د مالي سرچينو تر شته والي او تر راتلونکو ارزونو پورې تړلي دي. هيله کېږي چې احتمالي سيمه ييزې اغېزې او بنسټيز فعاليتونه چې ټاکل شوې ده چې د حکومت تر پروګرام لاندې يې ملاتړ وشي، لږ دي او تر سيمې پورې به تړلي وي. تر دويمې څانګې لاندې، نوموړې پروژه د تخنيکي همکاريو فعاليتونه په ځانګړې توګه د تګلارې طرحه کول، د پروژې د مديريت، څارنې او ارزونې لاندې کوی.

 

ډېری ځوانان چې په پوهنتونونو کې زده کړې کوي او ډېر د پوهنتون استادان او مديران به له دې پروژې څخه ګټه واخلي. سربېره پردې به نورډېر مراجع له دې پروژې څخه په غيرمستقیمه توګه ګټه واخلي. چې له لاندې مراجعو څخه عبارت دي: (الف) تر خصوصي سکتور پورې اړوند استخدام کوونکي مراجع چې وبه کولای شي په راتلونکي کې له پوهنتون څخه فارغ کسان په کار وګماري، (ب) حکومت چې د ملکي خدمتونو او د عامه خدمتونو په بېلابېلو برخو کې د پوهنتونونو د لايقو فارغانو د جذبولو توانايي لري، (ج(د پوهنتونونو زده کوونکي او کارکوونکي چې په راتلونکي کې به د لوړو زده کړو له پراختيايي سیستم څخه ګټه واخلي، (د) د خدمتونو او جنس برابروونکي چې د يادې پروژې له خوا به تمويل شي.

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي چوکاټ د مديريت هدف

دا چې وروستۍ ټاکنه او د حفظ او مراقبت او د ودانيو د جوړولو پرلپسې او مفصلې طرحې يوازې د کال په پيل او يا هم د پروژې به بهير کې پراختيا مومي، يو چوکاټ په نظر کې ورته نيول شوی چې د وړانديز شوو اجتماعي او محيطيفعالیتونو احتمالي اغېزې به په اغېزمنه توګه مديريت کړي. همدا راز، له قانوني معيارونو سره سم ځينې اسناد په ځانګړې توګه اجتماعي او محيطي لکه (۱) د اجتماعي مديریت او چاپېريال ساتنې چوکاټ او (۲) د چاپېريال ساتنې په برخه کې د نړيوال بانګ، افغانستان حکومت او نړيوالو منل شوو معيارونو سره سم د بیا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ، برابر شوي دي. دغه اسناد په راتلونکي کې د لوړو زده کړو تر دويم ملي ستراتيژيک ملي پلان لاندې د فرعي پروژې اړوندو ممکنه محيطي او اجتماعي مسايلو د مديريت له پاره به عملي لارښود برابر کړي. 

 

 

دغه سند د اجتماعي او محيطي مديريت چوکاټ چې ټاکل شوې ده د لوړو زده کړو د وزارت په واسطه وکارول شي برابروي. دوی ډاډ تر لاسه کوي چې د اجتماع او چاپېريال ساتنې اړوندو ټولو مسايلو ته په ښه توګه لاسرسی وشي. د دې چوکاټ اساسي هدف له چاپېريال او اجتماع څخه د را ولاړې شوې اغېزې له لاندې لارو څخه لږ کچې ته رسول او يا کمول دي: (الف) د ارزونې له پاره څرګندې لارې او د کړنلارو رامنځ ته کول، (ب) د مناسبو رولونو او مسوليتونو مشخص کول او د پروژې د پانګونې اړوند د محيطي او اجتماعي اندېښنو د څارنې له پاره د راپور ورکونې د مديريت کړنلاره او طرح کول، (ج) د زده کړې د پروګرام ټاکل، د ياد شوي چوکاټ د بريالي پلي کېدو له پاره لازمه تخنيکي مرسته او ظرفيت جوړونه، او (د) د اجتماعي او محيطي مديريت د چوکاټ د پلي کېدو له پاره د عملي معلوماتو د سرچينو برابرول.

 

 

(الف) د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ برابرول

د لوړو زده کړو د وزرات د ملي ستراتيژۍ په دويم پلان کې، د ځمکې د استملاک په اړه وړاندوينه نه ده شوې. خو په محدودو چارو کې به کېدای شي د ځمکې استملاک ضروري وي. د اجتماعي او ژوندانه د چاپېريال ساتنې د مديريت چوکاټ، همداراز د بيا استوګن کېدو د يوې تګلارې په چوکاټ کې د يوې ضميمې په توګه په داسې حالت کې چې د ځمکې استملاک د منلو وړ نه وي شامل او د ځمکې د استملاک، استحقاق او جبران، د  ۲۰۰۹ ز کال د تصويب شوي قانون او د ځمکو د چارو د مديريت د ۲۰۰۸ ز کال د تصويب شوي قانون له احکامو سره سم  د لارښودونو لرونکی دی، همداراز د داوطلبانه بيا استوګن کېدو په اړه د نړيوال بانګ له ۴.۱۲ عملياتي تګلارې سره سم دی.

 

 

قانوني چوکاټ

د افغانستان د ۲۰۰۷ م کال د ژوندانه د چاپېريال قانون، د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د مديريت له پاره اصل قانون دی. ځينې ملاتړي اسناد لکه: د ۲۰۰۹ ز کال د ځمکو د استملاک قانون، د ۲۰۰۸ ز کال د ځمکو د مديريت قانون، د ۲۰۰۴ ز کال د افغانستان د فرهنګي او تاریخي ميراثونو د ساتنې قانون، د ۲۰۰۹ ز کال د اوبو قانون او د افغانستان د دولت د اوبو د سکتور د ستراتيژۍ ده.

 

د چاپېريال ساتنې او نړيوال بانګ له شرایطو سره سم د لاندې عملیاتي تګلارو په واسطه د يادې پروژې په واسطه عملي شوې او د چاپېريال ساتنې په برخه کې به مشخصو احکامو ته اړتيا ولري: محيطيارزونه (۴.۰۱ عملياتي تګلاره)، فرهنګي سرچينې (۴.۱۱ عملياتي تګلاره) او غیر داوطلبانه بیا استوګن کېدل (۴.۱۲ عملياتي تګلاره).

 

 

 

سازماني رول او مسوليتونه

نوموړې پروژه د لوړو زده کړو وزرات له لوري پلې کېږي. یاد وزارت به په مستقیمه توګه او ملي کچه، د ستراتيژۍ د جوړښت، پروګرام، څارنې او ارزونې او تخنيکي مرستې د فعاليتونو د پلي کېدو مسول وي. پوهنتونونه چې د لوړو زده کړو وزارت تر نظر لاندې فعاليت لري، په مستقيمه توګه به خپل بنسټيز فعاليتونه لکه د داخلي کيفيت ارزونه، د استادانو او مديرانو د بشري سرچينو پراختیا، نوي زده کول او د تدريس منل پلې کوي.

 

د لوړو زده کړو د پراختيايي پروژې څارنه او اجراآت به، له لوړو زده کړو وزارت سره مرسته وکړي چې عملياتي ملاتړ برابر کړي او د پوهنتون په کچه به د پروژې فعاليتونه همغږي او له هغې به څارنه وکړي. یاده پروژه به د رهبرۍ يوه کمېټه ولري چې د تګلارې او پروژې له تګلوري څارنه وکړي. د لوړو زده کړو د پراختيا د پروژې د رهبرۍ کمېټه به د لوړو زده کړو د وزير تر رياست او غړي به يې د وزارت مرستيالان، د وزارت د پلان او پاليسۍ رييس، د وزارت مالي او اداري رييس، د پروژې رييس او د پروژې د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله به وي. د پروژې رييس د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله به همداراز د لوړو زده کړو د پراختيايي پروژې د چلوونکي په توګه کار وکړي. هر پوهنتون د خپل پوهنتون په کچه د پلان جوړونې، تصميم نيونې، څارنې او ارزونې او پروژې د فعاليتونو له پاره د رهبرۍ يوه کمېټه لري (د پوهنتون د رهبرۍ کمېټه) چې د پوهنتون د رييس په مشرۍ به جوړېږي.

 

 

د چاپيريالي او اجتماعي مديریت تر چوچاټ لاندې څو وړانديز شوي مرکزونه شته دي چې د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره دا چې ميکانیزمونه او د چاپيريالي او اجتماعي مديریت د چوکاټ ليست شوي وړانديزونه په سمه او اغېزمنه توګه پلي شي کليدي رول لوبوي. په ملي کچه، د لوړو زده کړو وزارت مسول دی ډاډ تر لاسه کړي چې د چاپيريالي او اجتماعي مديریت چوکاټ په ټوله پانګونه کې چې د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ تر دویم پلان لاندې تمويلېږي او همدارنګه په راتلونکي تعليمي سکتور کې پروژې ترسره شي. د ژوندانه د چاپېريال ملي اداره، د پلې کوونکې ادارې په توګه د محيطي مديريت مسووله ده او د ارزونې په کار او د چاپيريالي او اجتماعي اغېزو ESIAs)) د ارزونې د منظورۍ چې د اړتيا په صورت کې د فرعي پروژو له پاره برابرېږي، لاس لري.

 

د ولايت او ولسوالۍ په کچه به د ژوندانه د چاپېريال مسولين د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلانونو په څارنه او ارزونه کې لاس ولري. د پروژې په کچه به د څارنې او اجراآتو ملاتړې ډله د اجتماعي او چاپيريالي مديريت د شرایطو همغږې  او څارنه به وکړي. د دې هدف له پاره له ټاکل شوو مسوليتونو سره د چاپېریال ساتنې د متخصص او اجتماعي حفاظت د متخصص چې د محيطي او اجتماعي مديريت د چوکاټ او بيا استوګن کېدو د تګلارې د پلي کېدو څارنه وکړي معرفي کېږي او بايد ډاډ تر لاسه شي چې د ژوندانه د چاپېريال پلانونه او د مديريت اړوند پلانونه له هغې سره سم پلي کېږي.

 

د ساتنې د څانګې او لوړو زده کړو اړوند کارکوونکي، ادارې، پلي کوونکي سلاکاران او قرادادیان د محيطي او اجتماعي مديريت د چوکاټ او د ژوندانه د چاپېريال د مديريت په پلانونو کې د عملي کولو په برخه، د زده کړې تر تړلې سيمې پورې ترلاسه کړي. د ساتنې د برخې کارکوونکي به د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې د رييس په مرسته به د محيطي او اجتماعي اجراآتو چې د لوړو زده کړو د پراختيايي ستراتيژۍ (۲۰۱۵- ۲۰۲۰) له خوا يې ملاتړ کېږي، مسول وي.

 

 

د بيا ليدنې د ارزونې پروسه او د محيطي اغېزو د پلان برابرلو/ د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان

 

د اجتماعي مديريت او چاپېريال ساتنې چوکاټ، د محيطياغېزو کړنلارې، د راپور ورکولو سيستمونه او هغه مسوليتونه چې د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان په بهير کې به د پلي کوونکو ادارو په واسطه ومنل شي تشريح کوي. په وسایلو او برابر شوو ميکانيزمونو کې لاندې توکي شامل دي:

·         د فرعي وړانديز شوو پروژو سروې؛

·         هغه ګامونه چې د اجتماعي او محيطياغېزو له پاره اخيستل کېږي. لکه د محيطيمنظورۍ له پاره غوښتنه او د اړتيا به صورت کې د بیا استوګن کېدو له پاره د يوه کاري پلان برابرول.

·         د اجتماعي او چاپيريالي مديريت له پاره د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان کلنۍ ارزونه؛

·         د اجتماعي او چاپيريالي مديريت د احتمالي فرعي پروژو د اغېزو له پاره لارښودونه؛

·         شکايتونو ته د رسېدنې ميکانيزم؛

·         د اطاعت د منننې ميکانيزم ؛ او

·         د مسوليتونو او رولونو تشرېح کول

د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ، د پلانونو پلي کول يې او د پروسې تياری چې تر سيمې پورې تړلي دي تشريح کوي.

 

 

د وړانديز شوو پروژو د پانګونو اجتماعي او چاپيريالي اصلي اغېزې

د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان د بدو اجتماعي او چاپېریالي ستونزو لامل نه کېږي. یاد پروګرام د سيمه ييزو ناوړه احتمالي چاپيريالي اغېزو لرونکی او تر سيمې پورې تړلی دی چې د ودانيو د بيارغونې، علمي مرکزونو، اړونده آسانتياوو او روغتيايي خدمتونو پورې اړه لري. دغه اغېزې د ودانيزو توکو د ضايعاتو، خاورې، شور ماشور او د ساختماني کار په بهير کې د کثافاتو راپيداکېدل، د ساختماني کار د ډېرېدو له امله د کار ګڼه ګوڼه، د کارکوونکو له پاره د لنډ مهاله پنډغالو (کيمپونو) د جوړېدو له امله روغتيايي او اجتماعيې اغېزې  او داسې نور دي. دا ډول اغېزې ډېری څرګندې وي او کولای شي چې په قرارداد کې د مدني چارو او ساختماني منل شوو معيارونو له مخې څرګندې او کمې شي.

 

د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان له مخې به ټولې زېربناوې به دولتي ځمکو جوړې شي چې د ځمکې استملاک ته به هېڅ اړتيا نه وي. د بيا استوګن کېدو غیر داوطلبانه خطر يا هم د ځمکو استملاک به ډېر لږ وي خو له فزيکي کار څخه مخکې، داسې اسنادو ته اړتيا ده چې له غصب، ناقانونه اوسېدنې او يا هم نورو ناقانونه کړنو څخه د ځمکې پاکوالی وښيي او ياده ځمکه د له اړوندو مراجعوڅخه لېږدول شوې وي.

 

کولای شئ اغېزې د ساختماني کارونو اړوند د چاپيريالي او اجتماعي اجراآتو په اغېزو چې په مشخصه توګه د فرعي پروژو په څرنګوالي او پراختيا، همداراز په اجتماعي او محيطي شرایطو چې په هغې کې فرعي پروژې رامنځ ته کېږي شته وي. په ټوليزه توګه به د لوړو زده کړو د وړانديز شوي دويم ملي ستراتيژيک پلان پلي کېدنه، به د پروګرام له پاره ځينې اجتماعي او محيطي اغېزې رامنځ ته کړي. کېدای شي ځينې اغېزې یې منفي او ناوړه وي خو ځينې به يې مثبتې او ګټورې وي.

 

د ځمکو استملاک به د نويو مدني فعاليتونو د سيمو په څنګ کې چې د حکومت له خوا د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان په جريان کې تمويلېږي، ترسره نه شي. د نويو آسانتياوو په اړه، د زېربنا پراختيا په هغو ځمکو واقع کېږي چې له مخکې څخه د لوړو زده کړو د وزارت او يا هم دولتي پوهنتونونو په مالکيت کې وي. د داسې عملي کارونو له پيل مخکې، د لوړو زده کړو وزارت به د ځمکې دولتي والی تاييدوي، دوی به داسې اسناد برابروي چې ځمکه له غصب، ناقانونه اوسېدنې، دعوو او يا هم له غیرقانوني تصرف څخه پاکه ده. د شته آسانتياوو په نوي کولو يا هم د نوو ودانيو په جوړولو سره به د لوړو زده کړو وزارت د معلولو کسانو د اړتياوو په پام کې نيولو سره، د نړيوالو معيارونو له مخې برابر کړي.

 

په ټوليزه توګه، د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان کېدای شي يو څه اجتماعي او محيطي اغېزې ولري. خو، څو نورې فرعي پروژې د حکومت په نورو فعاليتونو او يا هم خصوصي سکتور سره کولای شي ډېره او ارزښت لرونکې اغېزه ولري. دغه اغېزې کېدای شي د کرنې، د ځمکې د اوبو د خالي کېدو يا هم د سطحي اوبو د کثافت د احتمالي له منځه تلو له امله، رامنځ ته کېږي.

 

 

د ګواښونو د کمېدو له پاره پلانونه

د ځينو فرعي پروژې د پلي کېدو په عنوان سره به د اړتيا په وخت کې د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلانونه برابر شي. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلانونه په اغېزمنه توګه پلي کېدل ډاډ ورکوي چې د ضررونو د کمښت وړ اقدامات شوي او یا هم د اغېزو کمښت د وړانديز شوي فعالیت له مخې ترسره شوي دي. د لوړو زده کړو وزارت به د پروژې له مسولينو او سيمه ييزو دفترونو سرهد ژوندانه د چاپېريال پلاند پروژې په عمومي پلان کې د څارنې له پاره هوکړه وکړي.د وړاندوېينې شوو اغېزو د اواري له پاره د وړانديز شوو ضررونو د کمښت اقدامات د لاندې توکو د جوړولو او ترسره کولو په اړه دي:

 

 

·         د کرنې او نوي کار د ځای د پرانيستې برخې باید ترسره شي څو د خندق د راتلو مخنيوی وشي او خاورې ته ثبات ورکړي.

·         د نباتاتو له منځه وړل بايد په پاملرنې سره ترسره شي او هغه ونې چې د پروژې ساختماني کار نه ترې اغېزمن کېږي په ځای پاتې شي.

·         په ځانګړې توګه د هغه خوراکي نباتاتو سپارښتنه کېږي چې د خاورې د ساتنې څرنګوالی ولري،. له همدې امله، د سملاسي سبزي پوښښ ته اړتيا ده چې د اوږدمهاله ناتوانۍ د نه کنټرول لامل کېږي.

·         د فضله اوبو د خالي کولو يو اغېزمن سېستم د ناتوانۍ په کنټرول کې کليدي رول لري چې ارزونې او د ناتوانۍ پوښښ په مهندسي طرحو کې طرحه شوې دي.

·         د فرسايش د کنټرول دېوالونه، خټې، د خاورې د فرسايش د کنټرول له پاره له پوښ پرته د سطحې پوښښ.

·         په بنسټ کې بايد سخت مواد وکارول شي، څو ودانۍ په ځمکه محکمه راشي.

·         سطحي ژورغالي بايد جوړ کړل شي چې د سيمې د فاضله اوبو په خالي کولو کې مرسته وکړي او د سېلاب مخه ونيسيږ

·         د مدني چارو سم مديريت له ساختماني فعاليتونو څخه رامنځ ته کېدونکې منفي اغېزې کموي يا يې هم له منځه وړي. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان به د پروژې په ټولو پړاوونو لکه (برابرول، ساختماني کار، اجراآت او پای) پلي شی.

 

همداراز، د ژوندانه د چاپېريال او کليدي سيمو د مديريت د پلان له پاره هوکړې چې څارنه پرې کېږي خلاصه کړي لکه د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلي کېدو په وړاندې مهم ګواښونه او دا چې دا ډول ګواښونه د څارنې د پلي کېدو په وخت کې څه ډول رامنځ ته شوي چې له مسول کس سره به هوکړه پرې وشي. که چېرې د يوې فرعي پروژې په توګه د سروې د پروسې له لارې وپېژندل شي، د بيا استوګن کېدو د کار پلانول او يا هم د فرهنګي سرچينو، د موکو د ترلاسه کولو د کړنلارو د مديريت پلان او يا هم د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د بنسټيز پلان د يوې برخې په توګه برابرېږي.

 

 

د بيا استوګن کېدو د کاري پلانونو برابرول

د بيا استوګن کېدو کاري مختصر پلانونه، د هرې پروژې اړتيا ده چې کېدای شي سرچينو ته د لاسرسي خنډ وګرځي. ولايتي دفترونه او يا هم په ولايتونو کې دولتي پوهنتونونه چې د فرعي پروژو د پلي کېدو او پلان جوړونې مسوليت به ولري، له لوړو زده کړو وزارت سره به د بيا استوګن کېدو د پلان په جوړولو کې همغږي ولري.

 

 

شکايتونو ته د رسېدنې میکانیزم

د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژي د دويم پلان، د لوړو زده کړو د پراختيايي پروژې  له حساب ورکونې او روڼوالي څخه د ډاډمن کېدو له پاره به د لوړو زده کړو وزارت د شکاياتو د اورېدو له پاره يو داسې ميکانيزم جوړ کړي چې د يو اندازه اهدافو او روښانه مقصدونو په څېر تعريف شوي وي پلي کړي چې د ترلاسه کولو، ثبت او شکايتونو ته د رسېدو له باره ټولې کړنلارې ولري رامنځ ته شي. دغه کار شکايتونو ته د رسېدو د کميټې چې د لوړو زده کړو رييس، د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه، د اجراآتو او څارنې ډله، د پروژې سيمه ييز او اجتماعي متخصصين، د اجتماعي منګړيتوب د بورډ رييس، د غيردولتي موسساتو يو غړی او د ټولنې مشر وي رهبري به شي. شکايتونو ته د رسېدو کمېټه بايد د شرایطو او تجربې لرونکي او توانا کسان وي چې وکولای شي د اغېزمنو ټولنو باور او درناوی ترلاسه کړي.

 

د وړتيا او زده کړې لوړوالی

 

د لوړو زده کړو د اجراآتو او نظارت ډله، د سازماني توافقاتو د ورکولو چې د ژوندانه د چاپېريال د مديريت په چوکاټ کې تعريف شوي دي مرسته کوي. د څارنې او اجراآتو ملاتړې ډله به د ژوندانه د چاپېريال او د اجتماعي حفاظت په برخه کې يو متخصص په کار وګماري چې دوی به د پروژې په بهير کې د بيا استوګن کېدو او ژوندانه د چاپېريال د مديريت د چوکاټ د پلي کېدو مسوليت ولري. هغوی به د اجتماعي او محيطي مديريت له پاره تر سيمې پورې تړلي د پلانونو د برابرولو له پاره که چېرې اړتيا وليدل شي نو د پروژې په جريان کې به د هر ډول جوړولو د فعاليت له پاره به د کارکوونکو د ظرفيت د لوړولو او کوم کارکوونکي چې د لوړو زده کړو د وزارت او پوهنتونونو، د اجتماعي او محيطي مديريت له پاره چې تر پلان او پاليسي پورې اړه لري.د لوړو زده کړو په وزارت کې قناعت کوونکي توافقات ولري او همکاري کوي. هغوی همداراز د لوړو زده کړو او پوهنتونونو کارکوونکي د ګواښونو د کمښت او د اقداماتو د تطبيق او څارنې له پاره همکاري کوي. هغوی به اړونده څانګې د پروژې د اطاعت په اړه د اجتماعي او محيطي مديريت او ژوندانه د چاپېريال د پلانونو په برخه کې چې د پروژې د پرمختګ په برخه کې به منظم راپور ولري، دا به د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا برابرېږي ترسره کړي.

 

اړوندو مراجعو ته به بلنه ورکړل شي چې د اجتماعي او محيطي مديريت د چوکاټ د پلي کېدو په ورکشاپ کې په ۹.۱ جدول کې وړانديز شوی، ګډون وکړي. د پروژې د څارنې په بهير کې، د لوړو زده کړو وزارت د نړيوال بانګ په ګډون د څو شريکانو په همکارۍ سره د ياد چوکاټ پلي کېدل په مستقيمه توګه يا هم د درېیمې ډلې په وسيله و ارزول شي او د اړتيا په صورت کې به د ډېر ملاتړ وړانديز وکړي.

 

د اجتماعي او محيطي مديريت په چوکاټ کې د پلي کېدو په وړتيا په پياوړې کولو له پاره به دوه سازمانه د ظرفيت جوړونې له پاره اړتيا ولري: د ژوندانه د چاپېريال ساتنې ملي اداره او د لوړو زده کړو د وزارت د پاليسۍ او انجنيرۍ پوهنځي. د زده کړې قسمتي پلان د لوړو زده کړو د پراختيايي پروژې له پاره يو عمومي پلان دی.

 

د لوړو زده کړو د وزارت او د ژوندانه د چاپېريال د چارو رياست سيمه ييزې غونډې به، د ځمکو اداره، د ارزښت ټاکل، تنظيم او آسانتيا له پاره ګټورې شي. ياد ورکشاپ به ګډون کوونکو ته د لارښودونو د پلي کېدو په منظور چې د اجتماعي او محيطي مديريت په چوکاټ کې اساسي لاره، له وړ وسايلو څخه کار اخيستل لکه د سروې پاڼه، د محيطي مديريت پاڼه او د کلني راپور پاڼه به د اجتماعي او محيطي مديريت چوکاټ برابروي. د پېژندلو کورسونه به د پروژې په جریان کې له اړتيا سره سم جوړ کړل شي.

 

دغه ورکشاپ د تخنيکي تجربې په لرلو سره له وړانديز شوو موضوعاتو سره ترتیب او مخته وړل شوی او ګډون کوونکي د پراختيا اړوند اجتماعي او محیطي مسايلو سره چې ښه مطالعه او معلومات تر لاسه کړي په بشپړه توګه آشنا کوي.

 

ارزونه

د اجتماعي او محيطي مديريت چوکاټ، د اجتماعي او محيطي مديریت د چوکاټ د پلي کېدو لپاره يوه اندازه شاخصونه ټاکي چې د عمومي پروژې څارنه په کې شاملېږي تشريح کوي. سربېره پردې، د محيطي او اجتماعي مديريت د چوکاټ له پاره د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا يوه کلنۍ ارزونه برابره او د لوړو زده کړو وزارت او نړيوال بانګ ته به وړاندې کېږي.

 

 

د پروژې د پلي کولو وړانديز شوې بوديجه

هيله کېږي چې په لوړو زده کړو وزارت کې به د اجتماعي او محيطي مديريت د چوکاټ د پلي کېدو له پاره عملياتي لګښت د ۳۵۰۰۰۰$ ډالر د پروژې په جريان کې وي چې د دوو کارکوونکو لګښتونه چې ساتونکي او په پوهنتونونو کې د ظرفيت د لوړولو د زده کړې پروګرامونه به وړاندې کوي او همداراز به د اجتماعي او محيطي مديريت د تطبيق پلان څاري په کې شامل دي. واقعي لګښتونه کېدای شي بدلون وکړي او د اجتماعي او محيطي مديريت په تطبيق پورې اړه لري چې چېرته او څه ډول ترسره کېږي. د يادو لګښتونو پيسې به د لوړو زده کړو د وزارت د پراختيايي پروژې د تخنيکي مرستې له څانګې واخيستل شي.

 

 

عامه مشورې او د معلوماتو وړاندې کول

د لوړو زده کړو وزارت د محيطي او اجتماعي مديريت د چوکاټ برابرول، د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان له پاره د يوه اندازه مشورتي مجلسونو له لارې له اړوندو مراجعو سره تر بحث لاندې نيسي چې د لوړو زده کړو د وزارت استازی ، د ژوندانه د چاپېريال د ملي پاليسۍ قانون، د کرنې وزارت، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت او د نړيوال بانګ له متخصصين به په کې شامل وي د اجتماعي او محیطي د موضوعاتو په اړه غونډه کوي. له نړيوال بانګ سره په مشخصه توګه په دې مشوره کوي چې په نورو هېوادونو کې د اجتماعي او محیطي مديريت په اړه يې تجربې څه دي. همداراز سازماني او نظارتي هوکړې يې د اجتماعي او محيطي مديريت د تطبيق په اړه خبرو اترو ته وړاندې کوي. د مشورو لاسته راوړې ښيي چې د وړانديز شوې پانګونې په اړه مثبتې اغېزې شته دي او منفي ممکنه اجتماعي او محيطي اغېزې د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلان او د بيا استوګنې د کاري پلان د پلي کېدو په واسطه په آسانۍ سره ترسره کېږي. 

 

د لوړو زده کړو وزارت به د عامه معلوماتو او معلوماتو د وړاندې کولو له پاره يو ساده سېستم له بېلابېلو موخو سره رامنځ ته کړي، څو له هغو پروسو څخه چې د شکايتونو د ثبت له پاره ضروري دي خبر شي. د لوړو زده کړو وزارت به دغه د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت پراختيايي پروژېد تمويل او تطبيق کېدوله تاييد څخه مخکې چې د څو ارګانونو لکه نړيوال بانګ او نورو څخه وي تطبيق شي.

 

د اجتماعي مديريت او ژوندانه چاپېريال چوکاټ به په پښتو، دري او انګليسي ژبو له خوا تکثير شي او د لوړو زده کړو په وېبپاڼه (www.mohe.gov.af) کې به خپور شي. دغه چوکاټ به له ارزونې مخکې د نړيوال بانګ د معلوماتو په دفتر کې په انګليسي او سيمه ييزو ژبو خپور شي.

 

 

لنډ نومونه (Acronyms)

 

 

د افغانستان د معلوماتي مديريت سېستم(AIMS)

 

د افغانستان د بيارغونې وجهي صندوق (ARTF)

 

د افغانستان د ملي سازۍ کړنلارې  (ANBC)

د افغانستان د لوړو زده کړو ملي ستراتيژي (ANHES)

له پېښو سره د مبارزې د تياري ملي ریاست (ANDMA)

 

د افغانستان د ملي پراخيتا ستراتيژي (ANDS)

د معيارونو په ځانګړې توګه د اغېزمنو اشخاصو اداره (ANSAAP)

د آسیا د آرام سمندر د سيمې د کيفيت په اړه د ډاډ شورا (APQAC)

سوداګريز پلانونه (BPs)

د شکايتونو د اورېدو سېستم(CHS)

 

د ټولنيزې پراختيا شورا (CDC)

 

د سيمه ييزو اغېزو ارزونه (EIA)

 

محیطياو اجتماعي(E&S)

سيمه ييز خونديتوب او روغتيا (EHS)

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ (ESMF)

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت (ESMP)

 

د  افغانستان حکومت (GoA)

د شکايتونو د اورېدو کمېټه (GRC)

 

د نوم ليکنې د ټولګې نسبت (GER)

 

د خاوې د ناتوانۍ نړيواله ارزونه (GLASOD)

 

شکايتونو ته د رسېدو میکانېزم(GRM)

 

د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه (HEDP)

 

د لوړو زده کړو د پراختيا ستراتيژي (HEDS)

 

د بشري پراختيا شاخص (HDI)

 

د نړيوالې پراختيا اتحادیه (IDA)

 

نړيواله مالي اداره (IFC)

 

د اوبو د سرچينو عمومي مدیریت (IWRM)

 

د کرنې وزارت، اوبو لګولو او مالدارۍ (MAIL)

 

د افغانستان د ماين پاکونې پروګرام (MAPA)

 

د پوهنې وزارت (MoE)

 

د لوړو زده کړو وزارت (MoHE)

 

د ژوندانه د چاپېریال ساتنې ملي اداره(NEPA)

د ژوندانه د چاپېريال ملي معیارونه (NES)

 

د ادارې او مديريت ملي انستیتیوت (NIMA)

 

نادولتي موسسې (NGOs)

 

د ملي ۱ د لومړيتوب پروګرام (NPP1)

 

د ښوونې او روزنې د ملي ستراتيژۍ دويم پلان (NESPII)

 

نایتروجن مونېکسېد (NOX)

 

د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله (OMST)

 

عملياتي پالیسي/د بانګ کړنلاره (OP/BP)

 

اجراآت، حفظ او مراقبت(O&M)

 

د عامه پوهاوي کمپاين (PAC)

 

د پروژې د همغږۍ څانګه (PCU)

 

ټاکل شوې موضوع ګانې (PM)

 

له پروژې څخه اغېزمن کسان (PAP)

پرله پسې ککړوونکي  عضوي توکي (POP)

ګډې او په اجراآتو ولاړې هوکړې (PPAs)

 

د پروژې د پراختيا هدفونه (PDO)

 

د پروژې د مديريت د معلوماتو سېستم(PMIS)

 

سلفر ډای اوکساید (PMIS)

 

د ژوندانه د چاپېريال وضعیت (SO2)

 

د پوهنتونونو د ملاتړ پروګرام او د بشري ځواک وده (SoE)

 

د روغتيا نړيواله اداره (WHO)

 

اوبه رسول او روغتيا (WSS)

 

نړيوال بانګ (WB)

 

د ښوونکې د روزنې تخنيکي انستیتیوت(3TI)

 

اغېزمن کس (AP)

 

د آسيا د آرام سمندرګي د سيمې له کیفيت څخه د ډاډ شورا (APQAC)

 

سوداګريز پلانونه (BPs)

 

شکايتونو ته د رسېدنې سېستم (CHS)

 

 

1.     پيليزه

 

دغه د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ سند (ESMF) د افغانستان د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان له پاره (NHESP II) وړاندې کوي او د بيا استوګن کېدو د پاليسۍ د چوکاټ تر څنګ (RPF) د اړتيا وړ وسيلو د يوه ترکيب په توګه د عمل د دقت له پاره د اجتماعي او محيطي اغېزو مديريت ته د رسېدو له پاره له ياد شوي پلان سره تړلي برابر شوي دي. د افغانستان د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان د اجتماعي او ژوندانه د چاپېريال د مديريت چوکاټ په بشپړه توګه تر پوښښ لاندې دی او پرې پلی کېږي.

 

دغه چوکات د دې له پاره برابر شوی دی چې د نړيوال بانګ د ساتونکې تګلارې لازم شرایط او د افغانستان د حکومت د ژوندانه د چاپېريال کړنلارې وکاروي او د پروژې د ارزونې د بهير د يوې برخې په توګه يې دې معرفي کړي. د لوړو زده کړو وزارت(MoHE) يو ارګان دی چې د احکامو د پلي کېدو مسوليت او مشخص شوي وړانديزونه د اجتماعي مديريت او ژوندانه د چاپېريال په چوکاټ کې په غاړه لري.

 

1.1.           د ژوندانه چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ لاره او عمل

 

1.1.1.د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ اهدف

 

دغه پروژه د (ب) د کتګورۍ په څېر ډلبندي شوې ده، د نړيوال بانګ له ساتونکې تګلارې سره سم د دې هیله نه کېږي کوم فعاليتونه چې تر دې پروژې لاندې بايد تمويل شي، ځانګړې محيطي او اجتماعي اغېزې دې ولري. هر ډول وړاندوېينه شوې اغېزې کولای شي په آسانۍ سره د ګواښونو د کمښت د مناسبو اقداماتو له لارې او هغه مديريت چې تر پروژې پورې اړوند فعاليتونه، پلي کېدل او طرحه کېدل په کې شامل دي تر کار لاندې ونيول شي. خو له هغه ځايه چې په اوس وخت کې د دې فعاليتونو پراخوالی او ځای معلوم نه دی او تر ډېره حده تر اضافي مالي سرچينو او راتلونکو ارزونو پورې تکيه لري، د لوړو زده کړو وزارت مکلف دی چې د نړيوال بانګ له مقررې سره سم د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت له پاره يو چوکاټ برابر کړي.

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ هدف دا دی چې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماع پورې اړوند د يوه اغېزمن مديريت له پاره د افغانستان د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان يو چوکاټ ( NHESP II) جوړ کړو. دغه چوکاټ د دې په لټه کې دی چې د دې پروژې محيطي او اجتماعي ګټو ته زياتوالی ورکړي او هر ډول ناوړه اغېزو ته له تګلارو او د افغانستان د حکومت او نړيوال بانګله لارښودونو سره سم د ژوندانه چاپېريال او اجتماعي پراختيا کموالی ومومي. د هغو احتمالي زيربناوو د ځای او وخت په اړه چې بايد تر دې پروژې لاندې تمويل شي د پروژې د تطبيق په بهير کې به مشخصې شي.

 

1.1.2.د بیا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ برابرول

سربېره پردې، د ځمکې د بالقوه استملاک په اړه او د ځمکو او اوسنيو قوانينو د کموالي په اړه، د لوړو زده کړو وزارت هم د نوي استوګن کېدو (RPF) يوه تګلاره برابره کړې ده. (لومړۍ، ضميمه). د بیا استوګن کېدو د تګلارې له چوکاټ څخه هدف دا دی چې هغه اصول، سازماني هوکړې او طراحي شوي معیارونه څرګند کړي چې د لوړو زده کړو د وزارت په واسطه د پانګونې په فعاليتونو په ځانګړې توګه زيربناوو تطبيق شي. په دې ترتيب سره د بيا استوګن کېدو له پاره له يوې جوړېدونکې لارې څخه، د ټولو فعاليتونو له پاره چې د ځمکې په استملاک او د ځای د بدلون له پاره ډاډ ترلاسه کړي.

 

د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ هغه عمومي اصول او احکام بیانوي چې بايد په هغه کې د ځمکې هر ډول استملاک او بيا استوګن کېدل چې د پوهنتونونو او يا هم د لوړو زده کړو انستیتیوتونو په څېر د پروژې د پلي کېدو چې د لوړو زده کړو وزارت په مرسته به کېږي، پلي شي. د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ د نوي بيا استوګن کېدو دتګلارې يوه تعديل شوې نسخه وه چې د استملاک د ۲۰۰۹ ز کال د قانون له احکامو او د ځمکو د مديريت د ۲۰۰۸ ز کال او همداراز د نړيوال بانګ له ۴.۱۲ عملياتي تګلارې سره سم په بيا استوګن کېدو کې غيرعمدي ده. د بيا استوګن کېدو د تګلارې اصلي چوکاټ د انرژي او اوبو د وزارت په واسطه رامنځ ته شوی او د وزراتونو تر منځ د کمېټې په واسطه د ۲۰۱۰ ز کال په دسمبر کې منظور، ورپسې د بېلو وزارتونو او انستیتیوتونو لکه، DABS، د کار او ټولنیزو چارو وزارت، د کانونو او پټرولو وزارت او کابل ښاروالۍ له خوا يې په خپل زړه تیارېږي. د بيا استوګن کېدو د تګلارې حاضر چوکاټ  جنوبي آسيا ته د مرکزي آسيا د برېښنا د لېږد (کاسا ۱۰۰۰) د پروژې په بنسټ دی.

 

1.1.3.لاره (میتودولوژي)

د اجتماعي مديريت او د ژوندانه چاپېريال د مديريت چوکاټ د يوې داسې وسيلې په توګه جوړ شوی چې په اجتماعي او محيطي اغېزو د خبرو اترو له پاره چې په زيربنايي فعاليتونو پورې تړلي وي د وړانديزونو په پلي کولو سره چې بايد د لوړو زده کړو تر دويم ستراتيژيک پلان لاندې (NHESP II) تمويل شي کارول کېږي. له دې چوکاټ څخه مقصد دا دی چې: (الف) د ازونې، څارنې، منظورۍ او د پانګونو د پلي کولو له پاره څرګندې لارې او کړنلارې چې بايد د دې پروژې له خوا څخه تمويل شي، رامنځ ته کوي. (ب) مناسب رولونه او مسوليتونه مشخص کوي او د پروژې د پانګونې په اړه د محيطي او اجتماعي اندېښنو د څارنې له پاره د روښانه او د راپور ورکونې لازمې کړنلارې خلاصه کوي. (ج) د زده کړې اړتياوې، تخنيکي مرستې او د ظرفيت لوړوالی به د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د احکامو د ښه او بريالي تطبيق له پاره مشخص کوي او (د) د کار وړ او ګټورو معلوماتو سرچينه به د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق له پاره برابره کړي.

 

1.1.4.د سيمې بيا کتنه او مشورې

د لوړو زده کړو وزرات د افغانستان د لوړو زده کړو (NHESP II)د دويم ملي ستراتيژيک پلان له پاره د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ برابرول، له بېلابېلو ګډون کوونکو سره د يوه کال پرلپسې مشورو په لړ کې چې د نړيوال بانګ د اجتماعي مسايلو او ژوندانه د چاپېريال کارپوهان په کې و خبرې اترې وکړې. په ځانګړې توګه دا چې په نورو هېوادونو کې نړيوال د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ په اړه کومې تجربې لري، همداراز د سازماني هوکړو او څارنې د توافقاتو په ځانګړې توګه د ژوندانه د چاپېريال د مديريت (EMP) د تطبيق به اړه به چورلي.د مشورتي غونډو لاسته راوړنو وښوده چې تر وړانديز شوې پانګونې پورې تړلې مثبتې اغېزې شته دي او بالقوه منفي محيطي او اجتماعي اغېزې کولای شي په آسانۍ سره د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د يوه پلان له لارې کمښت ورکړل شي. د دې مشورتي مجلسونو خلاصه په شپږمه برخه کې یاده شوې ده.

 

1.1.5.خلکو ته معلومات

د لوړو زده کړو د پراختيا (HEDP)او د نړيوال بانګ تګلاره د پروژې په څېر پروژو له پاره، چې معلوماتو ته د لاسرسي له پاره ټينګار کوي او دا چې د ساتنې وړ اسناد بايد تر ارزونې مخکې (الف) د معلوماتو په دفتر کې او (ب) په داسې عامه ځايونو کې چې د ټولو خلکو د لاسرسي وړ وي شريک شي.

 

د لوړو زده کړو وزارت له خلکو او ګډون والو سره د معلوماتو د شریکولو له پاره يو آسانه سیستم په عامه ځای کې جوړوي چې د هغې پروسې په اړه چې بايد د شکايتونو د ثبت له پاره ترې پيروي وشي خبرتيا ترلاسه کړي. د لوړو زده کړو وزارت به د اجتماعي مديريت او د ژوندانه چاپېريال د مديريت چوکاټ به د څو اړخيزو ارګانونو لکه نړيوال بانګ په واسطه مخکې د هرې پروژې تر منل کېدو پلی کړي.

 

د اجتماعي مديريت او ژوندانه چاپېريال چوکاټ به په پښتو، دري او انګليسي ژبو له خوا تکثير شي او د لوړو زده کړو په وېبپاڼه (www.mohe.gov.af) کې به خپور شي.

 

 

 

2.     د پروژې تشريح او شاليد

2.1.           په بشپړه توګه د لوړو زده کړو د ستراتيژۍ بيا کتنه

په اوس وخت کې د لوړو زده کړو وزارت د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژي د دويم پلان (۲۰۲۰-۲۰۱۵) طرحه تر کار لاندې لري. د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان اصلي هدف دا دی چې په افغانستان کې د لوړو زده کړو د سیستم کنټرول، مديريت او کيفيت ته لاسرسی وشي.

 

د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان هدف په افغانستان کې د د لوړو زده کړو د سیستم پياوړي کول دي چې د افغانستان د پرمختګ او ودې د اړتياوو ځواب ويونکی وي. همداراز د لوړو زده کړو دويم ملي ستراتيژيک پلان د لوړو زده کړو له ارګانونو سره په ځان د بسيا کېدو مرسته کوي چې لايق او د شرايطو لرونکي کسان فارغ کړي. په ځانګړې توګه، د لوړو زده کړو ملي ستراتيژيک پلان غواړي لاندې هدفونه په جمعي توګه د پراختيايي پروګرامونو له لارې لاس ته راوړي:

 

·         د اکادميکو کارکوونکو د تجربو او پوهې ډېروالی

·         د زده کړې او درس ورکولو د لارو چارو پياوړي کول

·         معلوماتي او مخابراتي زېربناوې او د کتابتون سرچينې

·         د نویو زېربناوو او تاسيساتو جوړول

·         د دولتي پوهنتونونو د څارنې او ارزونې له کيفيت څخه ډاډه کېدل

·         په افغانستان کې د لوړو زده کړو دولتي او خصوصي سیستم رامنځ ته کول او وده ورکول، د مالي او اکادميکو خپلسريو په بنسټ سره او د هېواد د اوسنيو او راتلونکو اړتياوو رلرې کول.

·         د زده کړو د سرچينو د ښه والي او همداراز د مطالعې او څېړنو له پاره له ډاډمنې فضا څخه ډاډه کېدلو له پاره د نویو ودانيو بيا رغونه او جوړول.

·         د پوهنتونونو او لوړو زده کړو د انستیتیوتونو د زېربناوو او اکادميکو پوهنځيو د ظرفيت وده.

·         پوهنځيو ته د تلو له پاره، د کانکور د آزموينې له پاره د يوه خپلواک رياست د جوړولو مرسته چې په نړيواله کچه د کانکور له آزموينې څخه ډاډمن شو.

·         د هېواد کورنيو او نړيوالو اکادميکو اړتياوو له پاره د زده کړو د يوه ځواب ويونکي نصاب رامنځ ته کول.

·         د کار د بازار له اړتياوو سره سم د نويو څېړنيزو او د زده کړې د سيمو رامنځ ته کول.

·         د هېواد د لوړو زده کړو په ارګانونو کې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو د ايجاد له پاره مرسته.

·         په پوهنتونونو کې د د تحقيقي او تدريسي لابراتوارونو ښه والی

·         په ليليو (شپه غالو) کې د محصلينو د ژوند او زده کړو د شرایطو ښه والی

·         په نړيوالو معيارونو سره د اوږدمهاله اهدافو په توګه د لوړو زده کړو د اررګانونو د کيفيت له ښه والي ډاډه کېدل

·         د ولسواکۍ، مساواتو او برابرۍ له اصولو سره سم د بشري حقوقو د اصولو ترويجول

 

2.2.           د پروژې هدف

د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان په ملاتړ، د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه د دوو عمده عنصرو په بنسټ ترتیب کېږي: (الف) د لوړو زده کړو د پراختيا پروګرام او (ب) ابتکار، د ظرفيت لوړول، همغږي او څارنه او په مشخصه توګه د لوړو زده کړو د پراختيايي ستراتيژۍ د تطبيق له پاره له لوړو زده کړو وزارت سره مرسته کول دي. دغه عناصر او تر کار لاندې فعاليتونه يې د يوې مشورتي پروسې له لارې البته د لوړو زده کړو وزارت، ماليې وزارت، پوهنتونونو، د لوړو زده کړو ارګانونه، دولتي او خصوصي کار ورکوونکي، اکادميک او محققين او  د ټولو شريکانو په مشوره سره برابرېږي.

 

 

2.3.           د پروژې برخې


لومړۍ برخه: د لوړو زده کړو د پراختيا پروګرام

دغه يوه جامع او ستراتيژيکه برخه چې د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان څخه به ملاتړ وکړي. دغه برخه په شپږو نورو برخو تکيه لري:

(الف) د کيفيت ښه والی او د زده کړې او درس ورکولو اړيکې؛

(ب) د اکادميکو کارکوونکو مسلکي وړتياوو ښه والی؛

 (ج) په عصري توګه جوړول، له کيفيت او باور څخه ډاډه کېدل؛

 (د) د لوړو زده کړو د سکتور د ادارې د ډول پياوړي کول؛

 (هـ) برابر ګډون رواجول، په ځانګړې توګه د هلکانو او نجونو ګډون؛ او

 (و) د نوښت او تحقيق هڅونه. دويمه برخه د تخنيکي مرستې، د څارنې او ظرفيت د لوړولو او ارزونې له لارې د لومړۍ برخې په تطبيقولو کې مرسته وکړي. هيله کېږي چې د ظرفيت لوړول به د لوړو زده کړو د وزارت او لوړو زده کړو د انفرادي موسسو په ګټه وي.

 

1.1 برخه: د کيفيت ښه والی او د زده کړې او درس ورکولو اړيکې

په افغانستان کې سملاسي اړتيا ده چې په پوهنتونونو کې د زده کړې او درس ورکولو کيفيف ښه کړل شي. په اوس وخت کې، په پوهنتونونو کې درس ورکول په عمده توګه د معلم د ستني ميتود په ډول دی. دغه پروژه له پوهنتونونو سره مرسته کوي چې په پايله ولاړ درسي ميتود عملي او داسې تدريسې سيستم رامنځ ته کړي چې شاګرد په کې محور وي. د اکادميکو کارکوونکو د زده کړې دغه فرعي برخه چې زده کړې يې په پايلو او داسې چې شاګرد په کې محور وي ملاتړ کوي. همدارنګه د زده کړو دا ډول پروګرامونه له پوهنتونو سره مرسته کوي چې له زده کړو او تدريس څخه ورځ په ورځ ډېره ګټه ترلاسه او د ګډې زده کړې په لور حرکت وکړي چې به هغې کې به د ديجيټلي سرچينو په مرسته زده کوونکي له استادانو سره مخامخ اړيکې نيسي.

 

 

 

1.2 برخه:د اکادميکو کارکوونکو د مسلکي وړتياوو ښه والی

اکادميک، په شرایطو پوره او لايق کار کوونکي د لوړو زده کړو د هر ډول کیفيت لرونکي سیستم له پاره د ارزښت وړ دي. په دې برخه کې، يو سملاسي پلان شته دی چې د افغانستان په پوهنتونونو کې شته بشري سرچينې وده وکړي. په اوس وخت کې د پوهنتونونو اکادميک غړي له ۴۰ سلنه لږ د ماسټرۍ او يا له ماسټرۍ لوړې زده کړې لري. سربېره پردې، ډېری اداري او تخنيکي کار کوونکي بايد خپلې وړتياوې لوړې کړي، څو پوهنتونونه په خپلواکۍ سره په ځان متکي او تر مديريت، کړنلارې او ادارې پورې يې وتړي. دغه پروژه به د اکادميکو کارکوونکو له پاره د بشري سرچينو د پراختيا له پروګرام څخه، د ماسټرۍ او دوکتورا د بورسونو په برخه کې مرسته وکړي. کسانو ته به په ځانګړې توګه ترجيع ورکړل شي: (الف) د مشخص شوو درجو له پروګرام څخه به اکادميک کارکوونکي د اقتصادي پراختيا له پاره لومړيتوب ولري، او (ب) د پوهنتونونو استادانې. هدف د پوهنتونونو د ټول وخت کاروکوونکې دي.

 

1.3برخه:په عصري توګه جوړول، له کيفيت او باور څخه ډاډه کېدل

د لوړو زده کړو پروژه به له دولتي او خصوصي پوهنتونو سره د سیستم د رامنځ ته کولو په برخه کې د ننني کيفيت ملاتړ وکړي. دا کار به په پوهنتونو کې د داخلي کيفيت د ښه کولو چې اوس يې نه لري شي، په هغو پوهنتونونو کې د داخلي کيفيت جوړونې د واحدونو رامنځ ته کول چې د ابتدايي واحدونو لرونکي دي، په پوهنتونونو سره د طرحې په برخه کې مرسته کول، پلان جوړونه او سازماني ارزونو ترسره کول، د پوهنتونونو د پراختيايي پلانونو د طرحې او تطبيقولو له پاره د پوښتنو او ځواب ورکولو له ارزونو څخه د لاسته راوړنو راوړل او په پوهنتونونو کې د زده کړو او تدريس د پرله پسې کيفيت د پروسې د ښه والي بنسټيزه کول دي. له کيفيت څخه د ډاډ ورکولو د واحدونو سیستم به د ملي او نړيوالو تجربه لرونکو ارزوونکو له ملاتړ څخه د لوړو زده کړو د پراختيايي پروژې د تمويل له لارې برخه من شي.

 

 

په ملي کچه، د لوړو زده کړو د رياست پراختيا پروژه به د کيفيت او باور د ډاډ له پاره د يوې نړيوالې شبکې په ملاتړ او اعتبار(لکه، د آسيا د آرام سمندرګي د سيمې له کيفيت څخه د ډاډ شورا (APQN)) به د ارزولو او تخنيکي معلوماتو د وړاندې کولو په برخه کې مرسته وکړي. د دولتي او خصوصي پوهنتونونو له پاره به د اعتبار سیستم هم رامنځ ته شي، البته د پروتوکولونو او کړنلارې له لارې به د لوړو زده کړو د وزارت د کارکوونکو د زده کړې چې وکولای شي د جواز د صادرېدو او ثبت کليدي پړاوونه، له کيفيت څخه ډاډ او په پای کې د موسسو په وړانډې باور پيداکول هم د روښانه معيارونو له مخې و ارزوي او مخته يوسي. د کيفيت، باور جوړولو او د ګډو هڅو له پاره د ډاډ له نړيوالو شبکو سره، د ډاډ د يوه خپلواک رياست جوړول، د دې له پاره چې کيفيت او ارزښت د ډاډ په برخه کې و ارزوي. دا چې په افغانستان کې د دولتي او خصوصي لوړو زده کړو د موسسو باور پيداکولو پروسه، له منل شوو نړيوالو معيارونو سره سم مخته يوړل شي مرسته کوي.

 

1.4 برخه:د لوړو زده کړو د سکتور د ادارې د ډول پياوړي کول

اوس وخت په افغانستان کې د لوړو زده کړو د ادارې ډول تر ډېره مرکزي دی. غيرمرکزي اداري ډول ته د لوړو زده کړو د سیستم بدلول چې له مخې يې پوهنتونونه له اکادميک، کړنلارې او مالي پلوه ډېره خپلواکي ولري، د تګلارې له مخې څنګه چې د لوړو زده کړو به د ملي ستراتيژۍ په دويم پلان کې يې انعکاس کړی د لوړو زده کړو يو مهم هدف شمېرل کېږي. دې هدف ته د رسېدو په برخه کې به له څو اصلي لارو د نوموړې پروژې ملاتړ وشي. لومړی، دغه پروژه پوهنتونونه د پراختيايي ستراتيژيکو پلانونو د برابرولو او تطبيق په برخه کې چې ليدلوری، ماموريتونه او فعاليتونه يې د يوه منځني مالي چوکاټ په ګډون، د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان سره سم په څرګنده توګه بيانوي، ملاتړ کوي. د کار د پرمختګ کلني راپورونه اجازه ورکوي چې د کار له پرمختګ او له ابتدايي هدفونو څخه د سرغړونې په صورت کې د لازمو اصلاحي اقدامونو په نيولو سره منظمه څارنه کېږي.

 

دويم، د پوهنتونونو سازماني پراختيا به د استادانو او سلاکارانو د يوه پروګرام له لارې پياوړې شي. د پوهنتون مخکښ استادان به د پوهنتونونو د ستراتيژيک پراختيايي پلانونو اهدافو ته د لاسرسي له پاره د زده کوونکو په څېر عمل وکړي. له استادانو هيله کېږي چې د پوهنتون له مخکښو مسولينو سره نیږدې اړيکې ټينګې کړي. خپلواکي به تر تشويقي کړنلاړو پورې تړلې او په ځان متکي وي. په ځان متکي خپلواکي به د پوهنتونونو تر منځ د درسي پروګرامونو، د ارزونې په لارو کې لازم بدلونونه، د زده کړې او درس ورکولو فعاليتونه او همدارنګه د درسي موادو لرونکې وي.

 

درېيم، له پوهنتون سره به ياده پروژه، د پوهنتون په کچه د لازمو مديريتي وړتياوو، لکه پلان جوړونه، بوديجه جوړولو، اداره، تهيه او تدارکات، مالي مديريت او څارنې په برخه کې مرسته وکړي. د پوهنتونونو دغه ملاتړ به د ډېرې خپلواکۍ لور ته د تللو او همدارنګه ترلاسه شوی صلاحيت، تحقیق، د يوه منشور له خوا برابر شوي پراختيايي کورسونه او مشورتي خدمتونو له لارو څخه ګټه اخيستل چې په وروستيو کې د پارلمان له خوا تصويب شوي مرسته کېږي.

 

څلورم، د ستراتيژيکې پلان جوړونېنه موجوديت له امله، د بوديجې اجرا او برابرول، مديريت، د لوړو زده کړو د نظام له اصلاحاتو څخه د ملاتړ اداره او د لوړو زده کړو په وزارت کې به د ستراتيژيکې پلان جوړونې يو وړوکی دفتر جوړ کړل شي. دغه دفتر به له پوهنتونونو سره د خپلواکۍ په لور د تلو مشوره او مرسته کوي او په عيني حال کې به د ځواب ورکولو کافي سطحې وساتي.

 

1.5برخه:د برابر ګډون ترويجول

د لوړو زده کړو په وزارت د پام وړ فشار شته دی چې په پوهنتونونو کې د شاګردانو د شموليت کچه لوړه کړي، ځکه چې په اوس وختونو د شاګردانو د جذب کچه ډېره ټيټه ده. د لوړو زده کړو وزارت په نظر کې لري چې د لوړو زده کړو په دولتي او خصوصي موسسو کې د شموليت کچه لوړه کړي خو سره له دې چې د بې کنټروله ډېر شموليت څخه چې د کيفيت له ګواښونو سره به مخ وي هم په وېره کې دی. همداراز، د لوړو زده کړو د وزارت د ستراتيژۍ لومړيتوب د کار له بازار سره تړلی دی. د افغانستان د حکومت د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه به د يوې مناسبې پروژې د تطبيق له پاره د پلان جوړونې د پروسې او د شاګردانو د جذب د پراختيا د مديريت په برخه کې مرسته کوي. د زده کړو له پاره به په پوهنتونونو کې د نجونو د ګډون د محدوديتونو د کمښت له پاره به ډېر اقدامات وشي. د پروژې د تيارېدو په بهير کې مشورې ښيي چې د نجونو د فعال ګډون د پرمختګ له پاره ډېر عوامل شته دي چې پوهنتون ته تر تلو مخکې د ښځو د پوهېدو له پاره پروګرامونه لکه امنيت او ټرانسپورت، د اوسېدو مناسبې آسانتياوې او روغتيا شامل دي. په تحصيلي پروګرامونو کې له بې وزله محصلو نجونو سره مالي مرسته چې دا هم د دې هدف د ترلاسه کولو له پاره يو ګټور ګام دی. د يوې پروژې له خوا به د دې فعاليتونو ملاتړ وشي. فزيکي آسانتياوې او لازم تجهيزات، کله چې د شموليت کچه لوړېږي، د لوړو زده کړو د وزارت د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان له خوا به برابر شي.

 

 

1.6برخه: د څېړنې او نوښت دودول او هڅول

د څو لسيزو جګړو له امله د پوهنتون ډېری تکړه استادان او په پوهنتونونو کې د څېړنې فرهنګ له منځه تللی دی. د لوړو زده کړو وزارت په نظر کې لري چې د څېړني فرهنګ يو ځل بيا رامنځ ته کړي. د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه به د لوړو زده کړو وزارت د دغه پروګرام له بېلابېلو لارو څخه ملاتړ وکړي.د فوق لسانس تحصيلي بورسونو له پاره، د پوهنتونونو او زده کړو له پاره د تحقیق بوديجه چې اکادميک کارکوونکي تحقیق په کې وکړي، په نظر کې نيول شوې ده. دغه پروژه به همداراز د تحقيق د يوه رقابتي وجهي صندوق د جوړولو له پاره هم مرسته وکړي. دغه بوديجه به د تحقیق متفکرانه پروګرامونه چې د ماسټرۍ او دوکتورا د پروګرامونو نوماندان، په بهر کې له پوهنتونونو سره تحقيقي ګډون، د تحقیق له لارې د پوهنتونونو د عوايدو ډېرېدل او فعاليتونو ملاتړ به وشي. یاده بوديجه به د دولتي پوهنتونونو او د خصوصي لوړو زده کړو د موسسو په وړاندې سيالۍ ته وړاندې شي. د معيارونو کړنلارې، په يوه لارښود کې عيني او رڼېټاکنې چې کېدای شي د پروژې د تطبيق په لومړي کال کې برابر شي چې د نړيوالو منل شوو معيارونو انعکاس کوونکی دی، تشريح شي.

 

 

دويمه برخه:د پروژې د مديريت، ظرفيت لوړولو، څارنې او ارزونې برخه

 

د دې برخې مقصد دا دی چې د لوړو زده کړو او پوهنتونونو وړتيا لوړه کړي چې د زده کړو د پراختيا د پروژې اهدافو ته ورسېږي. دغه برخه د لاندې سيمو ملاتړ کوي: د پروژې همغږي، تخنيکي مرسته، څارنه او ارزونه، څېړه او د تګلارې مطالعې او محکمه غوښتنه او اړيکې. د تګلارې مطالعې کولای شي د ګټه اخيستونکو د خوښۍ سروې ګانې که هغه د لوړو زده کړو شاګردان او که کار کوونکي دي او همدارنګه د دې پروژې له خوا ملاتړ شوي کسان او د فارغينو په اړه مطالعې اړينې دي چې په بازار کې يې د کار تجربه څنګه ده.

 

 

د محکمې غوښتلو او اړيکو له پاره سرچينې کولای شي د لوړو زده کړو د موسسو مالکان په دې وتوانوي، ډاډ ورکړي چې د دوی د پراختيا نوښتونه په مناسبه توګه چارواکو، پاليسي جوړوونکو، د پوهنتون اکادميک غړي او محقیقین، شاګردانو او له عامو خلکو سره شريک کړل شي. همداراز دا برخه له  لوړو زده کړو وزارت سره مرسته کوي چې د پاليسي اصلاحات لکه د آزمويښتي ابتکاري ارزونو پروګرام چې څه ډول کولای شو نجونې د لومړيتوب په پروګرامونو کې شاملې کړو. دغه برخه له اجراآتو او څارنې څخه د ملاتړ عملياتي لګښت چې ټاکل شوې ده د لوړو زده کړو په وزارت کې رامنځ ته شي، برابر کړي.

2.4       له پروژې ګټه اخيستونکي کسان

په پوهنتونونو کې ډېری افغان ځوانان د پوهنتونونو استادان، د پروژې د مديريت د برخې کارکوونکي به د فعاليت په جريان کې ګټه ترې واخلي. ډېری غيرمستقيم ګټه اخيستونکي په لاندې ډول دي: (الف) د خصوصي سکتورونو کار کوونکي چې وبه کولای شي لايق او د شرایطو وړ فارغين په مسلکي، مديريتي او فني دندو وګماري، (ب) د افغانستان حکومت چې وبه کولای شي تکړه فارغين د ملکي خدمتونو او د عامه خدمتونو په بېلابېلو برخو کې په کار وګماري، (ج) د پوهنتونونو د کارکوونکو او راتلونکي نسل د شاګردانو چې د لوړو زده کړو د سيستم له رامنځ ته کېدو څخه به ګټه اخلي، (د) د خدمتونو او اجناسو وړاندې کوونکي چې له پروژې سره به تمويل شي.

 

 

2.5       وړانديز شوې پانګونې

د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه به د پانګونې د تمويل له سند څخه د تمويل د مدل په بنسټ چې په پايلو به ولاړه وي استفاده وکړي. تر لومړۍ برخې لاندې (په پايلو ولاړه د تمويل برخه)، دلوړو زده کړو د وزارت په کلنۍ بوديجه کې د مشخصو اساسي اقلامو په وړاندې د پروژې طريقې (د لګښت د شرایطو وړ پروګرامونه) تر مشخصو پيسو پورې ورکړل شوي او تر اړونده توافق شوو شاخصونو له مخې به تنظيم کړل شي. لومړۍ برخه،  د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان له پراختيايي پروګرامونو څخه ملاتړ کوي او په پايلو ژوره کتنه کوي. نړيوال بانګ، له همکارو حکومتي ادارو سره په مشوره، د لوړو زده کړو د سکتور بشپړ پروګرام او د لګښت د شرایطو لرونکي ټاکل شوي پروګرامونه چې د لوړو زده کړو د بوديجې د نه برابرښت په اقلامو خبرې اترې کوي. د لګښت د شرایطو لرونکي ټاکل شوي پروګرامونه عبارت دي له (الف) معاشونه او سهميې، (ب) بورسونه، (ج) د څېړنې له پاره مرستې. دويمه برخه د دوديزې پروژې د پانګونې د تمويل په توګه ورکوي او د لومړۍ برخې فعاليتونه بشپړوي.

 

 

سره له دې چې د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه مدني کارونه په مستقيمه توګه نه تمويلوي، هيله کېږي چې د حکومت د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژي د دويم پلان په پوهنتون کې د لکچر د کوټو، د معلواتي تکنالوژۍ مرکزونه، لابراتوارونه، کتابتونونه، اوبه، روغتيا، د اوسېدو سيمې، د موجودو آسانتياوو نوي کول، ليليه، په ځانګړې توګه د نجونو له پاره د ټول هېواد په کچه په څو پوهنتونو کې، د جوړولو له پاره، مرسته وکړي. دغه فعاليتونه د ساده ودانيو د جوړولو او مدني چارو له پاره و چې د جوړولو طرحه يې پېچلې نه وي.

 

د دې ډول فعاليتونو پراخي او موقعيت معلوم نه دی چې تر ډېرې کچې د لاسرسي وړ ډېرو مالي سرچينو او راتلونکو ارزونو اتکا کوي.  هيله کېږي چې محیطي بالقوه اغېزې او زېربنايي فعاليتونه چې بايد د حکومت تر پروګرامونو لاندې يې ملاتړ وشي، معتدل او سيمه ييز وي. د دې پروژې تر دويمې برخې لاندې د  تګلارې د طرحې د ملاتړ، د پروژې مديريت، څارنه او ارزونه او تخنيکي مرستې فعاليتونه تمويل کېږي.

 

د ښار جوړولو د نويو فعاليتونو په بنسټ، حکومت د لوړو زده کړو د پروژې د تطبيق په جريان کې د ځمکې هېڅ ډول استملاک نه تمويلوي. په ځانګړې توګه نوې آسانتياوې، په ځمکه د زېربناوو پراختيا چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو د وزارت او دولتي پوهنتونونو په ملکيت کې واقع شوي وي ترسره کېږي. د فزيکي کار تر پيل مخکې، د لوړو زده کړو وزارت د ټاکل شوې ځمکې دولتي مالکيت تصديقوي. همدارنګه اسناد برابروي چې وښيي ځمکه له هر ډول غصب او نورو ستونزو پاکه ده. د موجودو آسانتياو يا هم نويو ودانيو په جوړولو او بيارغونه کې، د لوړو زده کړو وزرات لازمې آسانتياوې برابروي، څو د معلوليت لرونکو کسانو اړتياوې له نړيوالو معيارونو سره سمې رفع کړي.

 

2.5.1    له پروژې بهر فعاليتونه

د فرعي پروژو ملاتړ چې د لاندې ليست شوو ځانګړتياوو لرونکې وي، د لوړو زده کړو تر پراختيايي ستراتيژۍ (۲۰۲۰-۲۰۱۵) لاندې په افغانستان کې د منلو وړ دي.

 

 

 

عمومي ځانګړنې

 

د کتنې وړ طبيعي مهمو ځايونو بدلون او يا ويجاړول، نه هر ډول فعاليتونو لکه:

§                     د وحشي الوتوکو د را ټولېدو د ځای ولاړې اوبه؛

§                     د آجر دره (وړانديز شوې) د وحشيانو تر ژوند پورې ځانګړې شوې؛

§                     د ناور دښته د وحشي الوتونکو د اوسېدو سيمه؛

§                     لوی پيغمبر (وړانديز شوی) د وحشي حيواناتو پناه ځای؛

§                     د امير بند ملي پارک؛

§                     د حشمت خان کول(وړانديز شوی) د وحشي حيواناتو پناه ځای؛

 

د فرهنګي ځمکو ويجاړول نه منونکي تکرار، هر ډول فعاليت نه چې لاندې سيمې ترې اغېزمنې شی:

§                     د هرات تاريخي ودانۍ (د جمعه مسجد په ګډون، د سراميکي کاشيو کارخانه، د مصلاح مجتمع، پنځه مناره، د ګوهرشاد مقبره، علي شېر نوابي او د شهزاده ګانو د مقبرو مجموعه)؛

§                     د باميانو تاريخي ودانۍ (د فولادي په ګډون، ککرک، د غلغلې ښار او ضحاک ښار)؛

§                     د آی خانم تاريخي سيمه؛

§                     د غزني سيمې او تاريخي ودانۍ؛

§                     د جام منار؛

§                     د حاجي پاينده مسجد / نهه ګنبدې، د بلخ ولایت؛

§                     د ګلدرې سټوپه او ګنبده؛

§                     د لښکري بازار تاريخي ودانۍ او سيمې، بوست؛

§                     د سره کوتل تاريخي سيمې

د ځمکې غيرارادي استملاک / بېړه لازمه ده او يا هم دخلکو هر ډول بيا استوګن کېدل

د ناکاره  پرې شوي لرګي کارول يا هم د سون لرګي په کې شامل دي.

زيان لرونکې مادې په کې شاملې دي.

 

 

 

 

 

3.محيطي کليدي مسائل     

 

3.1  اجتماعي او محیطي ابتدايي اطلاعات

افغانستان د (افغانستان اسلامي جمهوريت) په نوم سره تر وچې پورې تړلی هېواد دی چې د آسيا په مرکزي او جنوبه خوا کې موقعيت لري. دغه له ۳۰ څخه تر ۳۵ ميليون پورې نفوس لري. تقريباً ۸۰ سلنه نفوس يې په مستقيمه توګه د اکو سېستم په خدمتونو ولاړ دی، له بده مرغه چې د اکو سیستم خدمتونه په افغانستان کې په سختۍ د مديريت په سطحه پېژندل کېږي. (GEF-NEPA-UNEP-2009). هغه عمده خنډونه چې په اوس وخت کې افغانستان ورسره لاس او ګرېوان دی، عبارت دي د دې سرچينو په لګښت کې له افراط څخه کار اخيستل، لکه (ځنګلونه او اوبه)، طبيعي آفتونه، طبيعي سرچينو ته لږ لاسرسی، د توغنديو په زهري موادو سره د سون د توکو ککړتیا، د تېلو تيت پرک کېدل، ځمکني ماينونه او د ځمکې د بې ثباته کارونې چټک بدلونونه. د افغانستان د ملي پراختيا ستراتيژي ANDS 2008 لومړیتوب لرونکي محیطي مسائل چې پاملرنې او کړنې ته ډېره اړتيا لري، مشخص کړي دي:

§         د اوبو سرچينې

§         څړځايونه، ځنګلونه او د اوسېدو بېلابېل ځايونه

§         له ځمکې، خاورو او کرنې څخه استفاده کړل

§         د ژوندانه ښاري چاپېريال

§         طبيعي فاجعې او د اقليم بدلون

د معلوماتو د کمښت له امله سخته ده چې په اوس وخت کې د افغانستان د ژوندانه د چاپېريال يو روښانه تصوير ترلاسه کړو. د ژوندانه د چاپېريال او پراختيا په اړه د سرچينو د ککړوالي او همدارنګه يې له ناروغيو او د خلکو له روغتيا سره لېږد او تړل چې په دې کې شک او ترديد ډېر شته دی. د ځمکې د ککړتيا د ناتوانۍ ډېرېدل، همدارنګه د هغې معلوماتو اقتصادي پايله هم په لاس کې ده.

3.     د ژوندانه د مديريت طريقې او لازم شرطونه

 

دغه سند د نړيوال بانګ له حفاظتي تګلارې، د افغانستان د اسلامي جمهوريت او څنګه چې لاندې خلاصه شوې ده، سره سم جوړه شوې ده. په داسې ځای کې چې د  نننيو مقررو او نړيوال بانګ د تګلارې تر منځ يو تفاوت شته وي، د نړيوال بانګ تګلارې ته ترجع ورکول کېږي.

 

4.          

5.          

5.1.           د نړيوال بانګ حفاظتي شرطونه او تګلارې

د لوړو زده کړو د پراختيا پروژه په دې فرضيې سره چې هیله نه کېږي، د وړانديز شوو فعاليتونو ډول دې څرګند ناوړه محیطي او اجتماعي اغېزې ولري او هغه اغېزې چې پېژندل شوې دي کولای شي د کمښت ورکوونکو او کافي نظارتي، محیطي او اجتماعي اقداماتو له لارې ترسره شی. د (ب) په کتګورۍ کې د ژوندانه د چاپېريال ارزونې ځای به ځای شوې دي. د تطبيق وړ دوې تګلارې عبارت دي له:

 

د بيا استوګن کېدو ۴.۱۲ عملياتي تګلاره په داوطلبانه توګه ترسره کېږي. د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان له مخې ټولې زېربناوې په دولتي ځمکه جوړېږي، په دې برخه کې هېڅ استثنا نشته چې دغه پروژه به د ځمکې استملاک تمويل کړي. له همدې امله په نظر کې ده چې د بيا استوګن کېدو غيرارادي احتمالي ګواښ، یا هم د ځمکې استملاک ډېر لږ دی. د نويو آسانتياوو په اړه، د زېربنا پراختيا په داسې يوه ځمکه کېږي چې تر دې وړاندې د لوړو زده کړو، دولتي پوهنتونونو او يا هم نورو دولتي ځمکو په ملکيت کې وي. د همداسې زېربنا د جوړولو په پيل کې به د لوړو زده کړو وزارت د ځمکې تصديق راوړي او داسې اسناد به وړاندې کوي چې نوموړې ځمکه د غصب او نورو ستونزو څخه پاکه ده.

 

خو په ډېرو لږو پېښو کې، چېرته چې د ځمکې استملاک لازمي وي، د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ د بيا استوګن کېدو يوه تګلاره تر کار لاندې نيسي چې په هغې کې د پانګې د استملاک، ځمکې، استحقاق او جبرانول، د افغانستان له اوسنيو قوانينو له احکامو سره سم د ځمکې د مصادرې، له پاره لارښودونه چې احکام يې په ۲۰۰۹ ز کال کې نافذ شوي او د ځمکنيو چارو د مديريت قانون  ۲۰۰۸ ز کال (چې دواړه تر تعديل لاندې دي) او همداراز د نړيوال بانګ د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې سره سم چې په غير ارادي توګه بيا استوګن کېدل په کې شامل دي. په هغه ځای کې چې دولتي ځمکه د ودانۍ د جوړول له پاره په کارېږي، اسناد به يې دا ښيي چې دغه ځمکې له ناقانونه اوسېدونکو او نورو ګډوډۍ راوړونکو مسايلو څخه پاکه ده، پر دې سربېره د ځمکې په قانون کې ځينې کمزورۍ هم شته دي. د دوی عمده کمزوري دا حقيقت دی چې تر اوسه يوازې يو پر درې برخه ځمکې د املاکو په دفتر کې ثبت شوې دي او دا چې په ښاري سيمو کې ډېری ځمکې تر عرفي قوالې لاندې په غيررسمي توګه ودانې دي.

 

د لوړو زده کړو د وزارت له خوا د بيا استوګن کېدو د تګلارې (RPF)چوکاټ، د اوسنۍ تګلارې د چوکاټ په اساس چې د بېلابېلو وزارتونو له خوا لکه (د کلیو د پراختيا او بيارغونې وزارت، د اوبو او برېښنا وزارت، د کابل ښاروالي) رامنځ ته شي، طرح شوی دی. په قانون کې (چې اوس تر تعديل لاندې دی) د اوسنيو نيمګړتياوو په نظر کې نيولو سره، د لوړو زده کړو وزارت د سکتوري بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ د اوسني بيا استوګن کېدو د تګلارې په بنسټ برابره شوې ده. (لومړۍ ضميمې ته مراجعه وکړئ.)

 

(۴.۱۱ عملياتي تګلاره) فزيکي او فرهنګي سرچينې نه ترسره کېږي او د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ د يوه منفي ليست لرونکی دی چې په هغه کې ټول هغه فرهنګي ميراثونه او سيمې چې په هغې کې د فعاليت اجازه نشته ليست شوې دي. د افغانستان د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژي د دويم پلان مدني چارې کېدای شي چې فزيکي او فرهنګي چارې او درېيمه ضميمه وګوري. د ۶مې شمېرې تخنيکي لارښود، د نړيوال بانګ له تګلارو او د افغانستان له نافذه قوانينو سره سم د آثارو د کتلو له پلاره کړنلارې لري. د اجتماعي مديريت چوکاټ، ژوندانه چاپېريال او د سیمه ييزو اغېزو د برابرولو چې د بالقوه اغېزو د ارزونې، فزيکي او فرهنګي سرچينو او د آثارو د کتنې له پاره به لارښودونه ولري.

 

 

د ژوندانه د چاپېريال ارزونه (عملياتي تګلاره/ د بانګ کړنلاره /GP 4.01)

دا چې وروستۍ ټاکنه او د ساتنې او جوړولو پرلپسې فعاليتونو مفصلې طرحې د ارزونې په وخت کې نه مطرح کېږي، د ښاري خدمتونو ځانګړنې او دقیق موقعيتونه تر اوسه هم بايد مشخص کړل شي، په همدې سره يو کاري چوکاټ جوړېږي چې بالقوه سيمه ييزې او اجتماعي اغېزې او وړانديز شوي فعاليتونه مديريت کړي. نو ځکه هم د ژوندانه تر چاپېريال پورې اړوند ځينې سندونه، يعنې (الف) د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ او (ب) له بهترينو نړيوالو تګلارو سره سم د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ، همداراز د نړيوال بانګ حفاظتي تګلاره او د افغانستان د حکومت له مقرراتو سره برابره شوې ده. د عملي لارښودونو دغه اسناد تر راتلونکو فرعي پروژو پورې اړوند د اجتماعي او محیطي بالقوه مسايلو د مديريت له پاره د افغانستان د لوړو زده کړو تر دويم ملي ستراتيژيک پلان لاندې او همدارنګه د لوړو زده کړو د وزارت (NHESP II) ټولې پروژې برابروي.

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ سند د لوړو زده کړود وزارت په واسطه کارول کېږي څو ډاډ ترلاسه شي چې اجتماعي او محیطي حفاظت په کافي اندازه په نظر کې ونيول شي. د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ اصلی موخه دا ده چې (الف) د ژوندانه د چاپېريال او اجتماع د ارزونې، څارنې، منظورۍ او پانګونو د تطبيق له پاره چې بايد تر دې پروژې لاندې تمويل شي، څرګندې کړنلارې او طریقې ولري، (ب) مشخص مسوليتونه او دندې مشخصوي او د مديريت له پاره د راپور ورکونې لازمي کړنلارې او د محیطي او اجتماعي څارنې د اندېښنو اړوند به د پروژې له پانګونې سره طرحه کړي، د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت، د زده کړې د پروګرامونو او وړتيا د لوړولو د احکامو د بريالي تطبيق له پاره به لازمې تخنيکي مرستې وټاکي، او (د) د کار وړ معلوماتي سرچينې به د اجتماعي مديريت او ژوندانه د چاپېريال د تطبيق له پاره برابر کړي.

 

 

 

4.2       د افغانستان د ژوندانه د چاپېريال د مديرت له پاره حقوقي چوکاټ او تګلاره

اړوند لومړني قوانين او مقررات چې اجتماعي او محیطي مسايل په څنګ کې نيسي عبارت دي له: د افغانستان د ژوندانه د چاپېريال قانون (۲۰۰۷) ز کال، د ژوندانه د چابېريال ملي ستراتيژي (۲۰۰۸)، د ژوندانه د چابېريا د اغېزو د ارزونو ملي مقررات، د اوبو قانون (۲۰۰۹)، د اوبو د سکتور اړوند د افغانستان د حکومت ستراتيژي، د ځمکې د صادرېدو قانون (۲۰۰۵) او د تاريخي او فرهنګي ميراثونو د ساتنې قانون (۲۰۰۴).

 

4.2.1    د افغانستان د ژوندانه د چاپېريال قانون (۲۰۰۷)

د افغانستان د ژوندانه د چاپېريال قانون چې په ۲۰۰۷ ز کال کې په رسمي توګه تصويب شو، په بشپړه توګه يو جامع قانون دی چې د طبيعي سرچينو د مديريت ډېر بعدونه تر پوښښ لاندې لري. دغه قانون همداراز تاکيد کوي چې د تلپاتې پایښت، بیارغونې، تاريخي میراثونو د ساتنې، ځنګلونو، څړځايونه او ټولې طبيعي سرچينې، د هوا د ککړتيا مخنيوي او کنټرول او له منفي اغېزو څخه د ژوندانه د چاپېريال د بيارغونې او ساتنې له پاره پلان جوړونه، بايد چې له ځمکې څخه د کار اخيستو د ټولو ملي او سيمه ييزو پلانونو او د ټولو وزارتونو او ملي ارګانونو له خوا د طبيعي سرچينو د طرحه شوو پلانونو له پاره يو الزامي عنصر ولرو. (۲۳ مه ماده). همداراز د افغانستان د ژوندانه د چاپېريال قانون د سيمې د ساتنې او لوړو زده کړو وزارت د ستراتيژۍ د پراختيا له پاره يو بشپړ چوکاټ (۲۰۲۰-۲۰۱۵) برابروي.

         

سربېره پردې، دا قانون څرګندوي چې د سيمې خلک بايد د طبيعي سرچينو د مديريت له پاره د تصميم نيونې په بهير کې شامل شي (۲۳ مه ماده، ۱۰ مه فقره) او اغېزمنو کسانو ته بايد فرصت ورکړل شي چې د دې پروژې به هر پړاو کې برخه واخلي (۱،۱۹ ماده)

 

 

4.2.2    د ژوندانه د چاپېريال ملي ستراتيژي (۲۰۰۸)

 

د ژوندانه د چاپېريال ملي ستراتيژي د افغانستان د ملي پراختيا د ستراتيژۍ يوه برخه ده چې د ستراتيژۍ يو لارښود د امنيت، حکومت دارۍ، اقتصادي ودې او فقر د له منځه وړلو مسايلو ته د رسېدنې تګلاره برابروي.

 

د ژوندانه د چاپېريال د ملي ستراتيژۍ هدف د افغانستان په انکشافي پلان کې د ژوندانه د چاپېريال تګلارې او اندېښنو له منځه وړل دي. د تلپاتې اقتصاد او پراختيا د دغې شريکې ستراتيژۍ هدف له زوال پرته په طبيعي محیط ټينګار کوي او همداراز په سکتوري تګلارو کې  د محیطي ستراتيژۍ مسائلو په شاملولو ټينګار کوي، تر دې چې د پروژو په ډيزاين، تطبیق او څارنه کې په نظر کې ونيول شی. همدارنګه دغه ستراتيژي د چاپېريال ساتنې مسائلو ته د رسېدو له پاره په پراختيايي پروژه کې له يوې څېړنيزې کړنلارې څخه د تصميم نيونې په بهير کې ملاتړ کوي تر دې چې د ژوندانه د چاپېريال منفي اغېزې کمې شي.

 

4.2.3    د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې ملي مقررات

د ژوندانه د چاپېريال د ارزونې مقررات د ژوندانه د چاپېريال د قانون له ۲۲ مې مادې سره سم صادرېږي او منفي اغېزه لرونکو فعاليتونو سره تطبيق کيږي. د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې مقررات د چاپېريال ساتنې ملي ادارې (NEPA) ته اختيار ورکوي چې د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو ارزونې د هغو پروژو له پاره چې بالقوه محیطي منفي اغېزې لري، وارزوي او يوه د تطبيق تصديق پاڼه صادره کړي او يا يې هم صادره نه کړي. همداراز د ژوندانه د چاپېريال قراداديان او تطبيقوونکې اداري هڅوي چې د پروژو د فعاليتونو د منفي اغېزو د کمښت په وخت کې تر ټولو ښې نړيوالې لارې عملي کړي.

همدارنګه د ژوندانه د چاپېريال ملي اداره صلاحيت لري چې د پراختيايي پروژې د سروې ټول راپورونه واخلي او د راپورونو له اخيستلو ۳۵ ورځې وروسته تصميم ونيسي. د تطبيق تصديق پاڼه به په ۴۵ ورځو کې د ژوندانه د چاپېريال د ادارې له خوا د اغېزو د ارزونې د وروستيو راپورونو له ترلاسه کولو وروسته صادره شي.

 

د لوړ زده کړو پراختيايي پروګرام د لوړو زده کړو د وزارت د وړو بيارغونو کارونو ته اړتيا نه لري، له همدې امله د دې پروژې فعاليتونه د سيمه ييزو اغېزو د مقرراتو د ارزونو له مخې په دويمه کتګورۍ کې راځي، يعنې هغه فعاليتونه چې د انسان د ژوندانه په چاپېريال کې د پام وړ منفي اغېزې لري او يا هم له محیطي پلوه حساسې سيمې چې تر سيمې پورې اړه ولري په ډېرو حالاتو کې نه ګرځېدونکې دي. پر دې سربېره، پراختيايي اړتياوو ته په پام سره، د ژوندانه د چاپېريال ملي اداره تصديقوي چې د محیطي ارزونو اغېزې نه بايد چې د پراختيايي اجندا په اوږو ډېر دروند بار وي. يوه لنډمهاله پروسه طرحه کېږي چې د بې ځايه ځنډ مخنيوی وشي له همدې امله شکايت کېږي چې د پروژو د تطبيق د محیطي اغېزو ارزونې به له ځنډ سره مخ کړي (د محیطي ارزونو د اغېزې، ۲۰۰۸).

 

 

4.2.5    د ځمکې د استملاک قانون ۲۰۰۵

دغه قانون د عامه ګټو او هغو ودانيو په اړه چې له وړاندې جوړې شوې وي، د ځمکې د استملاک د مصادرې د مديريت احکام، د دولتي زیربناوو جوړول يا د هغې ځمکې استملاک چې فرهنګي يا علمي ارزښت ولري او هغه چې ښه حاصل ورکوي او لوی باغونه وي وضع کوي. د دې تر څنګ دا قانون څرګندوي چې: (الف) د دولتي استفادې له باره د يوې ټوټې ځمکې يا د يوې ټوټې ځمکې د يوې برخې ځمکې استملاکول چې د وزيرانو د شورا له خوا به يې په اړه تصميم نيول کېږي او په يوه باانصافه بيه چې له بازار سره سمه وي (۲ مه ماده) جبران کېږي،  (ب) د ځمکې د استفاده کوونکي يا مالک حق، د ودانيز کار له پيل څخه درې مياشتې مخکې او کله چې د ځمکې مالک ته ټولې پيسې ورکړي پای مومي. (۶مه ماده)، (ج) د ځمکې ارزښت، په ځمکه کې د جوړو شوو کورونو او ودانيو ارزښت او په هغې ځمکه کې د ونو او نورو پانګونو ارزښت، د جبران له پاره په پام کې نيول کېږي، (۸مه ماده) جبران به د وزيرانو د شورا له خوا ټاکل کېږي. په اوس وخت کې دغه قانون تر تعديل لاندې دی.

 

خو دغه قانون، د بيا استوګن کېدو په برخه کې غلی پاتې شوی. دغه قانون د بيا استوګن کېدو له پاره هېڅ ډول ځانګړی حکم نه لري يا په بله وينا دوی د بيا استوګن کېدو له پاره کوم تدابير نه لري. په ۶مه برخه کې د صادر شوي قانون د احکامو او د نړیوال بانګ د علمياتي کړنلارې تر منځ يوه پرتله کېږی.

 

4.2.6    د ځمکې د چارو د مديريت قانون(۲۰۰۸)

په افغانستان کې د ځمکو حقوق د مدني قوانينو، سنتي او ديني اصولو يوه ګډوله اداره کوي په داسې حال کې چې يوزاې يو پر درېيمه برخه ځمکه د املاکو په دفتر کې ثبت شوې ده. د وزيرانو شورا به ۲۰۰۷ ز کال کې د ځمکې تګلاره جوړه کړه چې د غيررسمي اوسېدنې حقوق رسمي کړي او هڅه يې وکړه چې په دې اړه ادارې مداخلې ته لاسرسی پيداکړي. په ۲۰۰۸ ز کال کې، د ځمکې چارو د مديريت قانون تاييد شو چې په اوس وخت کې تر تعديل لاندې دی. د ځمکو چارو د مديريت قانون څو ډوله ځمکې تعریف کړې وې چې د ځمکې څه ډول دعوه په رسميت پېژندل کېږي.

 

 

4.2.7    د تاريخي او فرهنګي ځايونو د ساتنې قانون (۲۰۰۴)

د فرهنګي او تاريخي ځايونو د ساتنې قانون په ۲۰۰۴ ز کال کې تصويب شو. دغه قانون د اساسي قانون د نهمې مادې له مخې تصويب شوی دی. دغه قانون فرهنګي او تاريخي ځايونه دا ډول تعريفوي:

"(1) د انساني کار هر ډول محصول، منقول او غيرمنقول، چې د پام وړ تاريخي، هنري، علمي او فرهنګي ارزښت لرونکی وي او لږ تر لږه سل کاله عمر ولري، فرهنګي او تاريخي بلل کېږي"

"(2) هغه چې له سلو کلونو لږ عمر ولري، خو د علمي، هنري او فرهنګي ارزښت له مخې بايد د ساتنې وړ توکو په څېر وپېژندل شي."

له قانون سره سم، د افغانستان خلک د فرهنګي او تاريخي آثارو لرونکي دي، په داسې حال کې چې دولت او خلک دواړه د فرهنګي او تاريخي آثارو د ساتنې مسوليت لري. د داسې تاريخي او فرهنګي آثارو د ليدو ياد پراختيايي کارونو د تطبيق په وخت بايد لاندې لارښودونه په نظر کې ونيول شي:

  1. د آثارو د پېژندنې کمېټه د ټولو تاريخي او فرهنګي ارزښت لرونکو سيمو د ارزونې، ساتنې او مراقبت مسوليت په غاړه لري.
  2. که چېرې کوم کس له تاريخي او فرهنګي آثارو سره مخ کېږي بايد چې د آثارو د پېژندنې کمېټې ته خبر ورکړي. که چېرې تاريخي او فرهنګي آثار د پروژې د کار له امله له ګواښ سره مخ کېږي، بايد چې د لازمو پلانونو تر نيولو پورې د پروژې کار د هغې مصنوعاتو د ساتنې له پاره ودروي.
  3. د هر ډول تصنعي اثر د ليدو په وخت کې بايد تر دوو اونيو پورې سيمه ييزو او ولايتي چارواکو ته خبر ورکړل شي، وروسته به نوموړي چارواکي د تاريخي آثارو د پېژندې کمېټّ خبروي. (۱۱)
  4. که چېرې د داسې توکو د ليدو په وخت کې چارواکو ته خبر ورنه کړي، داسې کس ته به د ټاکل شوي وخت په تېرېدو سره به له قانون سره سم جزا ورکول کېږي.

د تاريخي او فرهنګي آثارو د ليدو په وخت کې، د تصنعي آثارو د ساتنې تطبيقوونکې کمېټه، تر هغې چې د تاريخي آثارو پېژندونکې کمېټې ته نه وي رسېدلي د غلا او ضرر ورته د رسېدو مخنيوی کوي.

4.3   د لوړو زده کړو تر دويم ملي ستراتيژيک پلان لاندې د فرعي پروژو د ژوندانه د چاپېریال ارزونه (NHESPII)

د لوړو زده کړو د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د پراختيا د پروژې له چوکاټ او له سيمه ييز مقرراتو سره سم، د فرعي پروژو د لاندې کتګوريو په اړه به اجراآت ترسره شي. کتګورۍ په دې ډول دي:

 

·         الف کتگوريهغوی ته ويل کېږي چې (نظر په ميزان، ډول او د پانګونې په موقعيت) د پام وړ محيطي او اجتماعي اغېزې په ځای پرېږدي او د منظورۍ له پاره به سيمې ته په کتو سره د محيطي اغېزو د شننې اړتيا وي.د لوړو زده کړو د پراختيا د پروژې د ملاتړ له پاره داسې فعاليتونه د منلو وړ نه دي.

 

·         ب کتگوري (د بېلګې په توګه د نويو درسي ټولګيو جوړول، آسانتياوې، د موجودو اسانتياوو بيارغونه او ليليه) متوسطې او محدودې اجتماعي او محيطي اغېزې لري چې کولای شي د ژوندانه چاپېريال د مديريت د يوه پلان له مخې (EMP) او د حفاظت د مديريت د پلانونو له لارې مديريت شي. د بېلګې په توګه، د پوهنتون له پاره د يوې ودانۍ جوړول کېدای شي د ډيزاين او د فرعي پروژې د تيارېدو په وخت کې د ژوندانه د چاپېريال د پلان مديريت ته اړتيا ولري څو ډاډ تر لاسه شي چې له محیطي پلوه يې امکان لرل او د انجنيرۍ د انتخاب په نظر کې نيولو سره ډاډه دی.

 

·         ج کتگوري (د بېلګې په توګه د تکنالوژي، فرنيچر او د معلوماتي تکنالوژي د وسايلو برابرول او نور) محیطي او اجتماعي منفي اغېزې ډېرې لږې او يا هم هېڅ منفي اغېز نه لري. په ودانيزو او څارونکو قراردادونو کې د ژوندانه په چاپېريال پورې اړوندې فقرې ځای په ځای کول کفايت کوي.

 

 

هيله کېږي چې د لوړو زده کړو د پراختيا د پروژې اکثريت پانګونې د ب په کتګورۍ کې په پام کې ونيول شي او وکولای شي د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د يوه پلان په واسطه او په هغه ځای کې چې د تطبيق وړ وي د حفاظتي مديريت د پلانونو په واسطه په اغېزمنه توګه مديريت کړل شي.

 

 

 

6.      د اجتماعي او محیطي مديريت په چوکاټ کې سازماني هوکړې، رول او مسوليتونه

 

د لوړو زده کړو وزارت مسول دی ډاډ ورکړي چې د ژوندانه چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ د لوړو زده کړو (NHESP II) د دويم ملي ستراتيژيک پلان له مخې له ټولو تمويل شوو پانګونو سره يو ځای به په تحصيلي سکتور کې راتلونکې پروژې هم عملي شي. د چاپېريال ساتنې ملي اداره په افغانستان کې د ژوندانه د چاپېريال له پاره تطبيق کوونکی او مسوول ارګان دی چې د لزوم په وخت کې به د ژوندانه د چاپېريال د تيارو شوو اغېزو په منظورۍ او ارزونه کې د فرعي پروژو له پاره برخه واخلي.

په ولايتي او سیمه ييزه کچه، د ژوندانه د چاپېريال اړوند کارکوونکي د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پروژو په څارنه او ارزونه کې برخه اخلي.

                                             

د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله به د لوړو زده کړو د وزارت د بيا استوګن کېدو د کاري پلانونو او ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق او سازماني هوکړو په ترسره کولو کې همکاري وکړي. په لوړو زده کړو وزارت کې د پلان او پالیسۍ رياست، د ټولو هغو پروژو چې د لوړو زده کړو وزارت او د دولتي پوهنتونونو په غاړه دي د عمومي ارزونې او ساتنې مسلويت لري. د اجراآتو او څار ملاتړې ډله به د ژوندانه د چاپېريال د ساتنې يو متخصص او يو اجتماعي حفاظتي متخصص په کار وګماري چې د پروژې په جريان کې به د ژوندانه د چاپېريال، د اجتماعي مديريت چوکاټ او د بیا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ د تطبيق مسوليت ولري او دوی به د لوړو زده کړو د وزارت د پاليسۍ او پلان رييس او د اجراآتو او څار د ډلې رييس ته راپور ورکوي. دوی د لوړو زده کړو په وزارت کې د ژوندانه د چاپېريال دمديريت د پلانونو د برابرولو او تر ساحې پورې تړلي د مديريت اړوندو پلانونو له پاره د قناعت ورکوونکو هوکړو د رامنځ ته کولو په برخه کې او د اړتيا په وخت کې د رغنده فعاليتونو له پاره د پروژې په جريان کې له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري کوي او همدارنګه د لوړو زده کړو د وزارت او پوهنتونونو د پلان او پاليسۍ په چوکاټ کې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي اړخونو د مديريت په برخه کې د اړوندو کارکوونکو د ظرفيت لوړولو مرسته وکړي. دوی به همداراز د لوړو زده کړو او پوهنتونونو کارکوونکي د ژوندانه چاپېريال د مديريت د پلانونو او د ژوندانه د چاپېريال د اړوندو پلانونو د ګواښونو د کمښت له پاره د تطبيق د څار په برخه همکاري وکړي. دوی د پروژې د اطاعت منلو په برخه کې اړوندې برخې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت په قناعت ورکوونکي تطبيق سره، د کار د پرمختګ په راپورونو کې د شموليت له پاره چې د اجراآتو او څار د ډلې له خوا به برابر شي مرسته کوي.

 

 

د لوړو زده کړو د وزارت اړوند، ژوندانه د چاپېريال، ارګانونو، تطبيق کوونکي سلاکاران او قراردادي کارکوونکي د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ په تطبيق او تر سيمې پورې تړلي د ژوندانه چاپېريال د پلانونو په مديريت کې زده کړې وکړي. د ژوندانه د چاپېريال کارکوونکي، د اجراآتو او څار د ډلې د رييس په همکارۍ، د ژوندانه د چاپېريال د څار مسول او د ملاتړ شوو اجتماعي اړخونو د کارونو به د لوړو زده کړو د دويم پراختيايي ستراتيژيک پلان  په واسطه کېږي.

 

 

6. د خلکو مشورې

6.1  د مشورو د پايلو خلاصه

 

د اجتماعي او محیطي څارنې او اجراآتو ملاتړې ډله د افغانستان د حکومت د لاس لرونکو نمايندګي کوونکو، په کابل کې د لوړو زده کړو لوړپوړو چارواکو او د پوهنتون له استازو سره ملاقات درلود. د ننګرهار او بدخشان ساحوي پوهنتونونو څخه ليدنه وشوه چې له دولتي پوهنتون سره د نژدې اوسېدونکو د سترګو له ليدلي حال څخه خبر شي.

 

د مشورتي مجلسونو په جريان وليدل شول چې د پوهنتون د کارکوونکو او د شاوخوا اوسېدونکو تر منځ د اجتماعي او محیطي اغېزو په اړه د پوهې کچه ډېره ټيټه ده. په کابل کې د لوړو زده کړو د وزارت له لوړپوړي چارواکي سره د خبرو په وخت کې خبر ورکړل شو چې د لوړو زده کړو وزارت د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټونو تجربه نه لري. د لوړو زده کړو وزارت د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ مفکورې ته ښه راغلاست ووايه او د دې کار ملاتړ يې وکړ. د لوړو زده کړو د وزارت اصلي اندېښنه د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي چوکاټ د تطبيق د وړتيا په اړه ده چې وروسته به د لوړو زده کړو د پراختيايي پروژو په مرسته رامنځ ته شي. د لوړو زده کړو وزارت غوښته وکړه چې نړيوال بانګ بايد په لوړو زده کړو وزرات کې د د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د ايجاد له پاره مالي تخنيکي مرسته وکړه.

 

د مشورو، څېړنو او ارزونو په بنسټ، د دولتي پوهنتونونو د جغرافيايي موقعيت، دغې ډلې د پام وړ منفي بالقوه اغېزو سره د پوهنتونونو موقعيت پيدانکړ. د خبرو مشورتي خلاصه به د ۲ ضميمې په څېر برابر کړي.

4.

5.

6.

7.  د ګواښونو د کمولو د وړانديز شوو اقداماتو د اغېزو شننه

 

فکر نه کېږي چې د لوړو زده کړو پراختيايي وړانديز شوې پروژه له پام وړ اجتماعي او محیطي منفي اغېزو سره مخ شي کېدای شي دغه پروژه د بيارغونې يا عمران له امله تر سيمې پورې د تړلو منفي اغېزو لرونکې وي چې د ساختماني کثافت ټوکره يو، د دوړې او خاورې ککړوالي، غږيز ککړوالی يعنې د جوړولو په وخت کې چيغې او شور، د ساختماني مواد د لېږد رالېږد د ډېروالي اغېزې، اجتماعي او روغتيايي اغېزې او نور به د کارکوونکو د لنډمهاله پنډغالو له امله وي. د دې اغېزو ډېرې يې مشهورې دي چې کولای شي د ساختماني ښو او معیاري لارو په کارونې سره د ښار جوړونې د چارو په قراردادونو کې کمښت ورته راشي.

 

 

7.1   کليدي اجتماعي او محیطي مسائل او تر دې پروژې پورې تړلې اغېزې

لاندې برخه کليدي اجتماعي او محیطي مسائل چې تر وړانديز شوې پروژې پورې اړه لري، د يوې دفتري ارزونېپه بنسټ، له ساحوي پوهنتونو (ننګرهار، بدخشان او کابل) څخه کتنه، د ۲۰۱۴ ز کال د اګسټ او اکتوبر په منځ کې له لاس لرونکو مراجعو سره مشورتي مجلسونه جوړول. کليدي پېژندل شوي مسائل تعلق لري لکه: اوبه، ځمکه، عمومي ناآراموونکي (چيغې، غږ، هوا او کثافات) وړانديز شوې حل لارې هرې وړې او منځنۍ زېربنا ته د تطبيق وړ دي او په نظارتي او د اقداماتو د کمښت تطبيق ته پوره اړتيا لري.اغېزې کولای شي تر جوړېدو او اجراآتو پورې تړلي اجتماعي او منفي اغېزو ووېشل شي، چې په ځانګړې توګه د لاسوهنې په اندازه او ډول، د ساحې موقعيت، او اغېزمن لوري لکه: (خلک او ټول لاس لرونکي) اړوند کېږي.

 

7.2       مثبتې محیطي او اجتماعي اغېزې

 

 

د وړانديز شوې پروژې هدف دا دی چې د پوهنتونونو د زده کړو پيوسته والي او کيفيت ته ښه والي ورکړي، تر دې چې زده کوونکي کارېدونکې وړتياوې زده او د کار د بازار غوښتنه هم پوره شي.

 

په لوړو زده کړو پانګونه د اجتماعي او خصوصي ګټو د خوندونو د بېلابېل والی لامل کېږي. په ټولو بشري ثابتو پانګونو کې لوړې زده کړې تر ټول لوړ عاید لري او په عمومي توګه د پوهنتونونو تر منځ د عايداتو کچه لووړه وي. همداراز په لوړو زده کړو کې په کيفيت پانګونه د تحصيلي سکتور په ټيټ ترين رديف هم اغېزه لري. پوهنتونونه د ښوونځيو او لېسو له پاره د ډېرې ډلې لايقو ښوونکو په فارغ کولو کې یو مهم رول لوبوي. د لېسو هغه ښوونکي چې له پوهنتون څخه د فراغت سند لري په ډېر احتمال سره په ښه کيفيت سره درس ورکوي او په پای کې د ليسې د شاګردانو تر منځ د زده کړو پايلې ښه والی مومي. په دې سره، په لوړو زده کړو په پانګونې سره ترلاسه شوې ګټه د زده کړو په ټولو سکتورونو مثبته اغېزه لری.

 

 

 

 

د بیارغونې او ساختماني کارونو د په غاړه اخیستلو په اړه، ځينې مثبتې اغېزې شته دي چې د ساختماني او تاسیساتي چارو لکه د سيمه ييزو کارکوونکو په کار ګمارنه، د دندې ترلاسه کول، د شته زيربناوو شته والی لکه (فرعي سرکونه، د پلې لارو بیارغونه، د کثافت ټوکريو د ځای په ځای کولو امکانات او روغتيايي آسانتياوې) او د ساختماني کار په بهير کې د وړو خامو موادو په وړاندې کوونکو اقتصادي مثبتې اغېزې دي.

 

7.3       محیي او اجتماعي بالقوه منفي اغېزې

دا چې ډېری فعاليتونه په عمده توګه ساختماني کارونه د موجودو پوهنتونونو په سيمو کې کېږي، بالقوه اغېزې يې چې کېدای شي ورسره مخ شو، په لاندې ډول دي:

 

·         د سيمې پاکول:د سيمې د پاکولو په بهير کې، هر ډول بوټي چې په سمه توګه له منځه يونه وړل شي کولای شي لښتي او د اوبو لارې بندې کړي او همدارنګه کولای شي ډول ډول مزاحمت کوونکي توکي جوړ کړي.

 

·         د خاورې کمزوري کېدل او د اوبو ککړېدل:که چېرې شګه او يا لېږدول شوې خاوره په ښه توګه ذخيره نه شي او د طبيعي عناصرو په وړاندې واقع شي کولای شي ويالو، د کرنې وړ ځمکې، سمندرونه او يا هم له سمندر ښکته سطحه کې خپرې شي چې د رسوب لامل کېږي. په سيمه کې د باران له امله د فاضله اوبو تراکم کولای، د ښوونځيو او ساختماني کارونو د مزاحمت او ناراحتي لامل شي. د مکتبونو او لابراتوارونو ناوړه ځای کولای شي په ويالو کې د ځمکې د اوبو او د څښلو د اوبو د سرچينو د ناراحتۍ او مزاحمت لامل شي. همداراز د ساختماني کار په جریان او د کارکوونکو په کمپونو کې توليد شوې فاضله اوبه کولای شي د څښلو د اوبو سرچينې ککړې کړي که چېرې په سمه توګه کنټرول نه کړل شی.

 

·         د فاضله موادو توليد او کثافات ټوکرۍ:په پوهنتونونو کې د بیارغونې کار کولای شي، د ضررمنو پوهنځيو بيارغونه وي چې له امله يې خځلې او کثافات ډېرې چې بايد لرې واچول شي. له اړوندو فعاليتونو څخه زیات شوي او پاتې مواد به د ودانۍ په کاري ساحه او د کارکوونکو په کمپ کې په ځای پاتې شي که چېرې يې مديريت په سمه توګه ونه شي کولای شي د يوې پرېشانۍ لامل شي. سربېره پردې، کثافات او اضافي توکي که چېرې په سمه توګه پرځای او لرې وانه چول شي، کولای شي په سيمه کې د ناروغيو د خپرېدو او اوبو د خرابېدو لامل شي.

 

·         ټرانسپورت:د ښوونځي د درسي ساعتونو په وخت کې سيمې ته د موادو لېږدول د مزاحمت لامل کېږي او همداراز کېدای شي د ماشومانو د ټپي کېدو لامل شي او په سيمه کې د ټرافيکو د راټولېدو لامل شي.

 

·         د کار کوونکو د اوسېدو ځای کمپونه (پنډغالي):دا چې ساختماني کار په ډېرو ځايونو کې د ښوونځي په سيمه کې کېږي، که چېرې د کارکوونکو کمپ ته اړتيا پېښه شي، د کارکوونکو او شاګردانو سروکار به منفي اجتماعي اغېزې ولري. سربېره پردې، د کارکوونکو په کمپونو کې د کارکوونکو چلند کولای شي په نېغه توګه اجتماعات او فرعي ټولنې اغېزمنې کړي چې منفي لوري ته به يې د رسنيو پام شي او خلکو ته به د ځواکمنو امنيتي ګواښونو لامل شي.

 

·         په امن يا محفوظ کېدل:د کارکوونکو، شاګردانو او د سيمې د خلکو امنيت ساتل به يوه مسئله وي. تر ساختماني کار پورې اړوند اجراآت کولای شي کارکوونکو ته د ګواښونو د رامنځ ته کولو لامل شي. کله چې د ښوونځي په چاپېريال کې ساختماني کارونه وشي، که چېرې کاري سيمه په حفاظتي کمربند ونه تړل شي، کولای شي شاګردانو او د شاوخوا سيمو خلکو ته د ګواښ لامل شي.

 

·         شور او غږ:د کار د سيمې تیارول او يا هم د ساختماني کار په جريان کې، د ساختمان د جوړېدو د اړوندو کارونو له امله شور او زوږ راپورته کېږي. دغه شور غږونه د ښوونځي د درسي ساعتونو په بهير کې د شاګردانو د صنفي فعاليتونو د اخلال لامل کېږي او همداراز د شاوخوا اوسېدونکو خلکو د پرېشانۍ سبب کېږي.

 

·         خاورې او دوړه:د ساختمان د پاکولو او کار په وخت کې د هغو شاګردانو له پاره چې په تنفسي سېستم کې ستونزه لري له ستونزو سره مخ کړي او د شاګردانو په درسي ساعتونو کې د شاګردانو د درس د اخلال لامل کېږي. خاوره، رېګ او يا جغل چې د اوږده وخت له پاره له وړ پوښښ پرته ساتل کېږي هم کېدای شي د خاورې او دوړې لامل شي چې د درسي ساعتونو په جريان کې به د شاګردانو او سيمې د خلکو د پرېشانۍ لامل شي. کاري سيمې ته د کاري توکو وړل هم د خاورې او دوړې لامل کېږي. د ودانۍ ړنګول هم د خاورې او دوړې لامل کېږي چې روغتيا ته ډېر ضرر لري.

 

7.4       د ساختماني کار او فعاليتونو په بهير کې اجتماعي او محیطي اندېښنې

که د وړو او منځنيو زيربناوو له جوړولو څخه رامنځ ته شوې اغېزې په پام سره مديريت شي، د يادولو وړ اندېښې نه شي رامنځ ته کوی. دغه اندېښنې په معمولي توګه، بوخت کېدل، روغتيا او خونديتوب (OHS) او د مديريت وړ وي او کولای شي په آسانۍ د ساختماني چارو په قراردادونو کې په کموونکو اقداماتو سره ورته رسېدنه وشي.

 

په ځانګړې توګه ساختماني کار په څنګ کې لاندې اجتماعي منفي اغېزې لری:

 

§         د ساختماني کارونو له پلوه د شور او چيغو، د کثافت ټوکريو جوړول، اضافي مواد او کثافات او نورګواښونه، په سوداګريزو مرکزونو او کورونو کې لنډمهاله اغېزې بللی شو؛

§         کښتونو، د ژوندانه نورو سرچينو او پانګو ته د لاسرسي محدوديت؛

§         تاريخي او د اوسېدو ځايونو او نورو سيمو ته ګواښ؛

§         د خلکو خپل منځي شخړې؛

§         له سيمې څخه د بهرنيو کارکوونکو له پاره امنيتي ستونزې؛

§         په ګاونډ کې د ډېرو شاګردانو حضور کولای شي، اجتماعي ژوند يا هم د خلکو دودونه (فرهنګي، اقتصادي او اجتماعي) ګډوډ کړي؛ 

§         د بوخت کېدو، روغتيا، او خونديتوب (OHS) ګواښونه چې د بوختيا، روغتيا او خونديتوب کافي اقدامات نه وي کارول کېږي به داسې حال کې چې د شخصي ساتنې وسايل هم نه وي.

§         د کار او کارکوونکو شرایط، د کار د نړيوال کنوانسيون په ګډون د ملي قوانينو منل، د په کار ګمارنې دودونه او د کار له معيارونو څخه سرغړونه.

 

د کار په بهير کې عمومي مسائل په لاندې ډول دي:

 

·         د فعالو روغتيا امکاناتو چې مراقبت شوي وي موجوديت، (چې د اوبو د کمښت له امله نه شي فعال کېدای)؛

·         د فاضله اوبو لرې اچول (د بېلګې په توګه: په يوه ودانۍ کې د ساختماني کارونو په بهير کې کېدای شي فاضله اوبه د ژوندانه د چاپېريال له ارزونې پرته په ژورو ځايونو کې لاړې شي، نو مهمه ده چې د حساسيت کچه يې وپېژندل شي او وليدل شي چې ځواکمن محیطي او روغتيايي ګواښونه لري کنه)؛ او

·         د دې پروژې او (نورو ځواکمنو سرچينو) له خوا د رامنځ ته شوو جامدو کثافاتو ناوړه مديريت. د دې پايله داده چې د پروژې شاخوا کثافات ونيسي.

·         د روغتیا او خونديتوب ګواښونه د کافي امنيتي اقداماتو په نشتوالي پورې تړلي دي (د بېلګې په توګه: له اور اخيستنې څخه د ژوند او خونديتوب پلان، د بېړنيو حالاتو له پاره تياری او نور)

 

7.5       راټولې شوې ځواکمنې اغېزې

 

په عمومي توګه، د افغانستان د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ دویم پلان کولای شي په يوازې توګه هم لږې منفي، محيطي او اجتماعي اغېزې ولري. خو د متعددو فرعي پروژو په څنګ يا هم د له بېلابېلو حکومتي او د خصوصي سکتور له فعاليتونو سره کولای شي یوه دوه ګونې لويه او ډېره اغېزه ولري. دغه اغېزې په ډېر احتمال سره د بوټو او د ځمکې لاندې د اوبو په پاکولو او يا هم د سطحي اوبو په ککړتيا سره رامنځ ته شي.

 

په ځانګړې توګه به دغه اغېزې په ډېرې شونتیا سره لاندې چارې وي:

·         په ساختماني چارو او کورونو په جوړولو کې د کارولو له پاره د ځنګلونو وهل. د لوړو زده کړو (NHESP II) دويم ملي ستراتيژيک پلان به لازم اقدامات ونيسي څو ډاډه شي چې د ځنګلونو وهل او له سرچينو يې ګټه اخيستل له جواز پرته مخنیوی وشي او د امکان تر کچې پورې يې حد اقل ته ورسوي؛

·         د ساختماني کارونو له امله د ځمکې لاندې اوبو کمېدل؛

·         د ساختماني کارونو د برابرولو له امله د اوبو د سطحې ټيټېدل؛

 

سربېره پردې، دغه بيا استوګن کېدل د ځمکې د استملاک له امله کولای شي، د سيمې خلک د (خدمتونو، کار او نورو) له امله کډوالۍ ته اړباسي او په ځانګړو ځايونو کې په طبيعي سرچينو ډېر فشار راوړي.  د دوه ګونو اغېزو د مخنيوي له پاره اړتيا ده چې: د انفرادي پروژې د اغېزو مخنيوی، د لازمې تخنيکي پوهې په بنسټ محتاطانه پلان جوړونه، موقعيت، اندازه او د زېربنايي پروژو لازم توکي.

 

 

7.6       د څارنې او ګواښونو له پاره وړانديز شوي اقدامات

تر دې پروژې لاندې فعاليتونو پورې تړلو اغېزو مخنيوی او يا هم ډېرې لږې کچې ته رسول، د کمښت اقدامات بايد د فرعي پروژې د اجراآتو او ساختمان د يوې برخې په توګه تطبيق کړل شي څو له ملي، نړيوالو، محیطي او اجتماعي معيارونو له لارښودونو څخه اطاعت وشي. دغه اقدامات بايد د ژوندانه چاپېريال د مديريت د پلان د يوې فرعې پروژې په توګه وشمېرل شي او د هرې فرعي پروژې په تخنيکي ځانګړنو کې بايد بوديجه وکړل شي.

 

تخنيکي لارښودونه،تیاری نيول شوی چې د کمښت له پاره لازم اقدامات محيطي او اجتماعي اغېزو ته د ځواب ويل خلاصه کوي. (۳مې ضمیمې تهدې مراجعه وشي.). دغه لارښودونه بايد وکارول شي چې د ژوندانه د چاپېريال او د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د شننې په تيارولو کې مرسته وکړي او لاندې چارې په کې شاملې وي:   

 

1: د خاورې د خرابېدو مخنيوی او ساتنه

2: د ځمکې د ښويېدو ساتنه او مخنيوی

3: د کان له ډبرې استفاده

4: د ضرر لرونکو مادو په ګډون د خوسا شوو توکو دفع کول او يا لرې اچول.

5: د دوړې او خاورې مدیریت

6: د فرهنګي او تاريخي ځايونو ساتنه

7: د سون توکو او تېلو مدیریت

8: روغتيا او سلامتي

 

پر دې سربېره، سپارښتنه کېږي چې د بوخت کېدو، روغتيا او خوندیتوب له پاره تر ټولو ښه لارښودونه، څنګه چې د (آی، اېف، سي) په بوختيا، روغتيا او خونديتوب  http://www.ifc.org/wps/wcm/connect/554e8d80488658e4b76af76a6515bb18/Final+-+General+EHS+Guidelines.pdf?MOD=AJPERES

کې خلاصه شوي دي عملي کړي. په دې لارښودونو کې تر ټولو ښې نړيوالې طریقې په پام کې نيول شوې دي چې د ډيزاين، ساختمان او هر ډول زېربنايي پروژو له پاره کارول کېږی.

 

د څارنې يوه اندازه شاخصونه تر کار لاندې نیول کېږي چې ملي او نړيوال معيارونه تصديق کړي او د ناتوانه فرعي پروژو له پاره د کار اصلاحي کچه او د دې معيارونو پوره کول وپېژندل شي. دغه شاخصونه د نظارتي کلنيو راپورونو د جوړولو په وخت کې تطبیق کړل شي.

6۰د تطبيق او څارنې د فرعي پروژې د تیارولو بهير

 

د محیطي او اجتماعي د کړنلارو دغه برخه، د راپور ورکولو سېستم او هغه مسوليتونه چې بايد د تطبيق کوونکو ارګانونو په واسطه د لوړو زده کړو (NHESP II) د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان له پاره رامنځ ته شي بيانوي. د ارزونې د دې سیستم ډيزاين د نړيوال بانګ له حفاظتي تګلارې او د افغانستان د حکوت د چاپېريال ساتنې د اغېزو د ارزونې او اړوندو لارښودونو له مقررې سره سم ترسره شوي دي.

 

دغه برخه د هغو مسائلو په جزیاتو سره چې بايد ترسره کړل شي او ټاکل شوي وروستي ګامونه چې بايد واخيستل شي پيل شوې او د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د اجرايي لارښودونو او وسيلو په توګه د برابر شوو وسايلو او لارښودونو په واسطه يې ملاتړ کېږي. دغه برخه د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ بېلابېل عناصر چې لاندې چارې په کې شاملې دي څرګندوي.

 

·         هغه ګامونه چې بايد د څارنې، ارزونې، وړانديز شوو غوښتنو او د پانګونې د ارزونې له پاره واخيستل شي؛

·         د فرعي پروژو له پاره د اړوند مديريت او د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلانونو د تيارولو له پاره کړنلارې؛

·         د پروژې د پانګونې په اړه د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي اغېزو لارښودونه؛ او

·         د اجابت میکانیزم

 

لاندې جدول د فرعي پروژې د څارنې، ارزونې او د اجتماعي مديريت تر چوکاټ لاندې د څارنې لازم شرایط او د تطبيق رولونه او کليدي مسوليتونه خلاصه کوي.

 

8.1 جدول، د فرعي پروژې تطبيق او د ژوندانه د چاپېريا ل او اجتماعي پلان جوړونې رول او مسوليتونه

فعالیت

شخص / مسوله اداره

سروې او په سيمه کې ابتدايي ټاکنه

د ژوندانه د چاپېريال د ساتنې متخصص، د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله او د ټولنيز محافظت متخصص

د ژوندانه د چاپېريال کتګوري

د ژوندانه د چاپېريال د ساتنې متخصص، د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله

د سروې د پايلو تحليل او ټاکل اود ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د تحليل تيارول، د ژوندانه د مديريت پلانونه، د اجتماعي اغېزو تحليلونه او د بيا استوګن کېدو کاري پلانونه

د لوړو زده کړو د وزارت مشاورين، د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله او خپلواک سلاکاران

د ژوندانه د چاپېريال د جواز صادرول چې ثابته کړي د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو تحليل قناعت ورکوونکی دی.

د ژوندانه د چاپېريال د ساتنې ملي اداره

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلانونو تطبيق او د بيا استوګن کېدو کاري پلانونه

خپلواک قراردادي

د ژوندانه د چاپېريال نظارت

د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله، د لوړو زده کړو وزارت، د ولسواليو په کچه د ژوندانه د چاپېريال دفترونه

 

 

ټاکنه، ډيزاين، قرارداد کړل، له لارښودونو سره د د افغانستان د حکومت تر نظر لاندې ساختماني پروژې، لاندې فرمانونه او مقررې دي:

§         يو استثنايي ليست چې وښيي آيا وړانديز شوې فرعي پروژه د ملاتړ له لازمو شرایطو بې برخې ده کنه؛

§         د سروې يوه فورمه او د ژوندانه د چاپېريال او اجتماع ټاکل؛

§         د ژوندانه د چاپېريال پلان او د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې يو نمونوي تمپلېت؛

§         د بيا استوګن کېدو کاري پلان؛

§         د عمومي مشورې او شريکېدو پلان؛

§         هغه لازم شرایط چې د ماين پاکونې د مرکز له لارې تصديق کېږي دا چې تر کار لاندې سيمې چې بايد هلته ساختماني کار وشي له ماينونه پاک دي؛

§         د قرارداديانو سره د ژوندانه د چاپېريال لارښودونه؛

§         د بدلون د کړنلارو او د فرهنګي ځايونو په اړه لارښودونه؛

§         له پروژې څخه د اغېزمنو کسانو د بيا استوګن کېدو له پاره لنډ کاري پلان.

 

6.          

7.          

6.1.           د ارزونې او سروې پروسه

 

د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ (NHESP II) دویم پلان د يوه کتګوري شوي پروګرام (ب) په توګه ډلبندي کېږي؛ خو هغه پانګې چې بايد د لوړو زده کړو تر پراختيايي پروژې لاندې تمويل کېږي، کېدای شي ډېرې لږ ې منفي اغېزې ولري او ځينې نور يې د منځنيو اجتماعي او محیطي اغېزو لرونکي دي چې سروې ته اړتيا لري چې د اغېزو پراخي يې وټاکي.

 

دا چې په اوس وخت کې د بيارغونې او نويو ساختماني کارونو موقعيت معلوم نه دی، د ژوندانه د چاپېريال او اجتماع د سروې بهير (د سروې پروسه) د انجنيري، د نويو آسانتياو او د موجودو آسانتياوو د بيارغونې له پاره د پلانونو ارزونه او منظوري ضروري ده. د سروې د بهیر هدفونه عبارت دي له:

 

 

·         د لازم ژوندانه د چاپېريال د کار د کچې معلومول (یعنې: آيا دغه اروزنه د لازم ژوندانه د چاپېريال ده کنه؛ لازم شرایط او د ژوندانه د چاپېريال د ساحې پلان بايد برابر شي؛ آيا د ساده اقداماتو تطبیق به کافي کمښت وي؛ يا دا چې د ژوندانه د چاپېريال په برخه کې هېڅ اضافي کار لازم نه دی)؛

·         که چېرې لازم وي نو د اغېزو د تحليل د سطحې جوړول (یعنې: آيا د اجتماعي اغېزو يوې ارزونې ته اړتيا ده)؛

·         منفي اغېزو ته د رسېدو له پاره د کمښت د وړ اقداماتو معلومول؛

·         د دې معلومول چې په ډېرې شونتيا سره د بيارغونې او ساختماني چارو کوم فعاليتونه د ځواکمنو اجتماعي او محیطي منفي اغېزو لرونکي دي؛

·         د فرعي پروژو د سروې د پايلو د منظورۍ او ارزونې آسانتيا؛

·         د ساختماني چارو، بيارغونې او د فرعي پروژې د اجراآتو په بهير کې د محیطي او اجتماعي پارامترونو د څارنې له پاره د لارښودونو تيارول؛

 

 

همدا چې يوه فرعي پروژه د تمويل له پاره وړاندې کوي، پانګونه د سروې له پاڼې څخه په ګټه اخیستو چې په ۴مه ضميمه کې وړاندې شوي، آزمويل کېږي. کله چې د سروې پاڼه بشپړېږي، د يوې مناسبې محیطي کتګورۍ (الف، ب يا ج) د ټاکلو په اړه معلومات چې يو ځانګړی فعاليت ولري، د نويو آسانتياوو د برابرولو له پاره يا هم د موجوده ودانيو بيارغونه کوي.

 

 

د سروې په جريان کې، د ساتنې متخصص هم ټاکي چې آيا د اجتماعي اغېزو يوې ارزونې ته اړتيا ده که نه. د اجتماعي اغېزو د ارزونې له پاره د فعاليت محدوده په ۵مه ضميمه کې ياده شوې ده.

 

 

 

 

 

 

 

8.1 شکل،  د فرعي پروژو د اجتماعي او محیطي سروې ګانو د ياګرام جريان

 

درېيم پړاو: د ژوندانه چاپېريال د مديريت د پلان تيارول، د د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو ارزونه او د بيا استوګن کېدو کاري پلان(د لازمېدو په صورت کې)

 

دويم پړاو:د محيطي ډلبندیو مشخص کول او د ژوندانه د چاپېريال او د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلان له پاره د فعاليت ساحه تیارول، د اجتماعي او محیطي اغېزو ارزونه (د اړتیا په وخت کې) (د تمويل له پاره د الف کتګوري د منلو وړ نه ده)

لومړی پړاو: د وړانديز شوې پانګونې پېژندنه د لوړو زده کړو او اجتماعي او محیطي سروې لاندې د ملي ستراتيژۍ تر پلان لاندې

پنځم پړاو: د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزولو له پاره له خلکو سره مشوره او شريکول

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلانونه، د نړيوال بانګ له لارښودونو سره سم او د بيا استوګن کېدو کاري پلانونه شريکولو ته اړتيا نه لري.

 

شپږم پړاو:د ژوندانه د چاپېريال د ساتنې د متخصص په واسطه څارنه او تطبیق

 

 

فرعي رشد شوې پروژې. دلوړو زده کړو د وزارت معينيت ته بېرته ګرځېدونکې

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

                                      

 

څلورم پړاو: د ژوندانه د چاپېريال له ملي ادارې څخه د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې منظوري او ارزونه.  د (ب) کتګوري پروژې، د ژوندانه د چاپېريال د مديريت له پلانونو سره منظورۍ ته اړتيا نه لري.

 

                                                                    

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

8.2 منظوري او ارزونه

 

8.2.1    ارزونه

د برابرو شوو معلوماتو له ارزونې وروسته د اجتماعي او محيطي سروې په پاڼه کې، د محیطي وړ کتګورۍ له ټاکلو وروسته د ژوندانه د چاپېريال ساتنې متخصص ټاکي چې آيا (الف) په تخنيکي لارښودونو کې د کمښت د ساده اقداماتو تطبيق به کافي وي؛ (ب) د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو يوه ارزونه بايد ترسره شي، د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې د ملي لارښودونو په کارولو يا هم د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د يوه پلان تيارول؛ يا (ج) د ژوندانه تر چاپېريال پورې به تړلی هېڅ اضافي کار لازم نه وي.

 

8.2.2   د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي اغېزو د ارزونې له پاره د يوې ارزونې تيارول

د پروژې د فعاليتونو له پاره لکه، زېربنايي خدمتونه چې د (ب) د کتګورۍ د يوې پروژې په څېر سروې او کتګوري شوې وي، د کار د ترسره کولو مسول مکلف کېږي چې د ژوندانه د چاپېريال یو پلان تيار کړي. که د (ب) په کتګورۍ کې وي، ډېره شونتيا ده چې د ځينو منفي محیطي او اجتماعي اغېزو لرونکی وي، نو په دې صورت کې د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو يوې ارزونې ته اړتيا ده. د ژوندانه د چاپېريال اجتماعي او محیطي ځواکمنې اغېزې د خپلو پلان شوو فعاليتونو له پاره پېژني او اروزي، د بديل حل لارې ارزوي او د څار او مديريت له پاره د کمښت اقدامات وړاندې کوي. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت په پلان کې دغه اقدامات     يا هم د بيا استوګن کېدو کاري پلان چې د هرې فرعي پروژې له پاره تیارېږي نقل کېږي. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان او د محیطي اغېزو د ارزونې تیارول او يا به هم د ټولو لاس لرونکو اړوندو مراجعو او له پروژې له اغېزمنو خلکو سره په مشوره د بيا استوګن کېدو کاري پلان ترسره شي.

 

د اجتماعي اغېزو يوه ارزونه ترسره کېږي که هيله وشي چې فرعي پروژه به په ګاونډيو اجتماعاتو د پام وړ اغېزه ولري (يعنې هغه ډلې چې د کارکوونکو له راتلو او د اقتصادي انډول له نابرابرۍ څخه به اغېزمن شي)، په کار کې اخلال او د ساختماني کار په جريان کې سيمه ييز فعاليتونه، روغتيا، عام خونديتوب او نور. د محیطي اغېزو د ارزونې د ترسره کول د ډول جزيات په ۶مه ضميمه کې او د اجتماعي اغېزو د ارزونې له پاره په ۵مه ضميمه کې برابرېږي.

 

8.2.3    د ژوندانه چاپېريال د مديريت د يوه پلان تيارول

 

د کار د ترسره کولو مسول د ژوندانه د چاپېريال له متخصص سره په مشوره سره ارزيابۍ ترسره کوي. د ژوندانه د چاپېریال د اغېزو ارزونه او د ژوندانه د چاپېریال د مديريت پلان د اجتماعي او محیطي ابتدايي سروې له پايلو څخه برابرېږي.

 

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلانونو له پاره شکل، په ۴.۰۱ عملياتي پلان کې درج شوي لازم شرايط او د ژوندانه د چاپېريال د ساتنې په ملي اداره کې د درج شوو شرایطو سره ورته والی لري. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلانونه بايد د ژوندانه د چاپېريال د ارزونې د بهير د يوې برخې په توګه برابر شي او د (ب) کتګورۍ د پروژو له پاره تطبيق شي. د هغو فرعي پروژو له پاره چې د فرهنګي ځمکو په اړه حفاظتي تګلارې ته اړتيا لري، يوه پلان ته اړتيا ده (د بېلګې په توګه د فرهنګي سرچينو د مديريت پلان). د ژوندانه د چاپېريال پلان بايد یو خلص او آسانه له (۵ څخه تر۱۰ پاڼو) پورې وي او څه ډول چې په ۷مه ضميمه کې ښودل شوې ده بايد اړينې برخې ولري. د کمښت او څارنې اقدامات د اجرايي او تخنيکي په بهترينو لارښودونو مشخص کيږې.

 

د ژوندانه د چاپېريال د قرارداد فقرې بايد په تخنيکي مشخصاتو کې شامې وي او د فرعي پروژو د پانګونې د تطبيق د ټولې بوديجې د يوې برخې په توګه ځواب ويونکې وي. د همداسې فقرو بېلګه په ۸مه ضميمه کې او د ځمکنيو ماينونو ګواښ په ۹مه ضميمه کې راغلي دي.

 

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلان اغېزمن تطبيق به ډاډ ورکړي چې د هر ډول ځواک لرونکو اغېزو د مخنيوي له پاره چې له وړانديز شوو فعالیتونو څخه رامنځ ته شوي او يا هم د کمښت د مناسبو اقداماتو د کمولو له پاره کارول شوي دي.

 

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان د هرې پانګونې له پاره لازمه او مناسبه بوديجه ځانګړې کوي چې د کمښت اقدامات او څارنه تطبيق شي. همدارنګه دغه پلان د زده کړې لګښت او د ظرفيت لوړولو لازم پروګرامونه هم راښيي. لګښتونه بايد د برابر شوو اټکلونو له مخې او د قرارداديانو په واسطه د کمښت د هر ډول لازمو اقداماتو له پاره د ساختماني چارو د کارونو په جريان کې محاسبه کړل شي. د بېلګې په توګه:

 

·         د مناسبو ميکانيزمونو له پاره لګښت او د کيندنو د کار په وخت کې خاوره او دوړه بايد محاسبه کړل شي او د داوطلبۍ په اسنادو کې شامل کړل شي؛  

·         د وسيلو د له منځه تلو  د کنټرول لګښت بايد د انجنيرۍ د لګښتونو د يوې برخې په توګه آټکل کړل شي؛

·         د محیطي، عملياتي، روغتيا او خونديتوب د مسايلو په اړه کارکوونکو ته زده کړه ورکول بايد په مفصله توګه خلاصه کړل شي؛ او

·         د ساختماني کار په جريان کې د شور او غږ لګښتونه بايد د نظارت د شمېر او وسايلو د لګښت په توګه محاسبه کړل شي.

 

8.2.4   د مديريت د پلانونو تيارول تر بيا استوګن کېدو پورې اړوند او فزيکي او فرهنګي سرچينې

           که د سروې د پروسې له لارې د فرعي پروژې له پاره د يوه لازم شرط په توګه په نظر کې ونيول شي، د بيا استوګن کېدو کاري پلان او د آثارو د څرګندېدو کړنلارې په څنګ يا هم د فرعي پروژو د مديريت د پلان د يوې نه پرې کېدونکې برخې په توګه برابر کړل شي.

  1. د بيا استوګن کېدو کاري پلان

 

که چېرې د اجتماعي اغېزو ارزونه وښي چې د پروژې له امله خلک ځمکه، پانګه او ژوند له لاسه ورکوي او په منفي توګه اغېزمن کېږي، د بيا استوګن کېدو کاري پلان به جوړ شي. لومړۍ ضميمه د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ کړنلارې لري چې لارښودونه او کړنلارې چې باید تعقيب کړل شي مطرح کوي په داسې حال کې چې د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان د فرعي پروژو له پاره د بيا استوګن کېدو کاري پلان ته اړتيا شي.

 

  1. د فزيکي او فرهنګي سرچينو مدیریت

 

دا چې د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک (NHESP II) پلان پانګونه کېدای شي د کيندنې او ساختماني کار په جريان کې په فرهنګي ځمکو اغېزې ولري، نو مهمه ده چې د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو ارزونه هم اغېزو ته د رسېدو بهير يا پروسه د آثارو د کتلو د کړنلارو له لارې مشخصه کړي. اقدامات بايد د ژوندانه د چاپېريال په پلان کې شامل کړل شي چې لاندې ساحو ته رسېدنه وشي:

 

·         د په نښه شوو منفي اغېزو کمښت يا مخنيوی؛

·         د آثارو د څرګندېدو له پاره مقررې؛

·         د اداري وړتياوو د پياوړي کولو له پاره اقدامات؛ او

·         د دې فعاليتونو د پرمختګ د تعقيب له پاره نظارتي سیستمونه.

 

دغه پلان بايد د افغانستان د جامعې تګلارې د چوکاټ او ملي قانون، د نړيوال بانګ عملياتي پلان ۴.۱۱ د فزيکي او فرهنګۍ سرچينو له پاره جوړ دی او بايد چې تر مديريت او د فرهنګي او فزيکي سرچينو د ساتنې په اړه توانایۍ په نظر کې ونيول شي.

 

8.2.5    منظوري

د اجراآتو او نظارت په ملاتړې ډله کې (د ژوندانه د چاپېريال ساتنې له ملي ادارې سره په مشوره) د ژوندانه د چاپېريال د حفاظت متخصص د ژوندانه د چاپېريال پلانونه او که لازم وي د ژوندانه د چاپېريال د اغېزې ارزونې ارزوي، څو ډاډ ترلاسه شي چې ټولې محیطي او اجتماعي اغېزې پېژندل شوې دي او د کمښت اغېزمن اقدامات وړانديز شوي او په فرعي پروژو کې کارول شوي دي بايد چې په اړونده بوديجې د ژوندانه د چاپېريال د مديريت يو پلان برابر شي. که د محيطي اغېزو ارزونې لازم وي، بايد و ارزول شي او د شريکولو له پاره بايد نړيوال بانګ او د ژوندانه د چاپېريال ساتنې ملي ادارې ته څرګند شي. په ۱۰مه ضميمه کې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تصفيې د ابلاغ له پاره برابر شوي دي.

 

مهمه ده، پام ولرو چې دغه د ارزونې او منظورۍ پروسه بايد د تخنيکي، اقتصادي، مالي، منظورۍ او ارزونې سره په موازي توګه ترسره شي. د فرعي پروژو تطبيق نه شي کولای د اجتماعي او محیطي ابعادو تر ارزونې او د کمښت د وړ اقداماتو تر نيولو پورې پيل شي.

 

دا چې د ځمکې استملاک په څنګ کې اجتماعي اغېزې لري نو د فرعي پروژو تطبيق نه شي کولای د بيا استوګن کېدو او جبران د پلانونو تر تطبيق پورې پيل شي

 

8.3       د خلکو مشورې او معلوماتو وړاندې کول

د افغانستان د حکومت د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې د مقرراتو او نړيوال بانګ له لارښودونو سره سم، د فرعي پروژو له پاره چې له مخې يې د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو ارزونه ضروري وي، د عمومي ارزونې له پاره د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې سند په داسې يوه ځای چې د سيمې خلک لاسرسی ورته ولري (د بېلګې په توګه، په هغې سيمه کې دولتي دفتر)، په يوه ډول، طريقه او ژبه چې هغوی پرې پوه شي ورته ورسېږي. د عمومي مشورتي پلان له پاره يو تمپليت په ۱۱مه ضميمه کې برابرېږي او د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې له پاره د نمونه ابلاغيې يو يادښت په ۱۲مه ضميمه کې وړاندې شوی دی. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت او د مشورې له پاره د بيا استوګن کېدو کاري پلانونه او دا چې خلک په کې شريک کړل شي د محیطي اغېزو د ارزونې د بهير پيروۍ ته اړتيا نه لري.

 

7.1

8.4       کلني راپورونه او نظارت

د اجراآتو او څار ملاتړې ډله په ولسواليو کې د اړونده رياستونو په هکارۍ، د ژوندانه تر چاپېريال پورې تړلی د کمښت د اقداماتو تطبيق، د فرعي پروژو د قرارردادي پلانونو په بنسټ وڅاري.

 

8.4.1    د فرعي پروژو د مديريت او ګواښونو د کمښت د پلانونو راپور ورکول او نظارت

د اجراآتو او څار ملاتړې ډله/ د لوړو زده کړو د وزارت تطبيق کوونکي ارګانونه( پوهنتونونه) چې د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ په دويم پلان کې ګډون کوي، لازم بولي چې يو مناسب محیطي نظارتي پلان جوړ کړي او د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان د فرعي پروژې له پاره د سرتاسري پلان په چوکاټ کې نظارت شي. له دې امله، د ژوندانه د چاپېريال د پلان له پاره د نظارت هوکړې د مديريت د پلان د تطبيق د جدي ګواښونو، د نظارت څرنګوالی همداراز د پروژې په تطبيق کې ګواښونه او د کار د سرته رسوونکي سره به په هوکړو تمرکز وکړي.

 

د ژوندانه د چاپېريال د مدیريت د پلان نظارت، د پروژې په ټولو اړخونو کې، د نظارت، اروزنې او راپور ورکونې په څنګ کې نيوونکی او ورته طرحه شوې ده چې:

·         مشخصه کړي چې آيا دا پروژه د ژوندانه له چاپېريال او قانوني هوکړو سره سمه ترسره کېږي؛

·         ستونزې دې په نښه کړي ځکه چې دا ستونزې د پېښې د تطبيق په جريان کې هم پېښېږي او د دې ستونزو له پاره د حل لارو سپارښتنه هم وکړي؛

·         د پروژې د ډيزاين او د ترسره کولو طريقې په اړه بدلونونه، څه ډول چې مناسب وي او نظر د پروژې په بشپړوالي او يا هم د شرایطو په بدلېدو سره دې وړانديز وکړي او د پروژې په پايښت سره دې جدي ګواښونه په نښه کړي او د خطر د مديريت د مناسبو ستراتيژيو په اړه دې د کار د ترسره کولو مسول ته سپارښتنه وکړي.

 

مهمه ده چې په څرګندو هدفونو سره دې يو محیطي مناسب پلان جوړ شي چې ډاډ ترلاسه شي چې د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلان تطبيق په بريالي توګه ترسره شو.

 

د اجراآتو او نظارت ملاتړې ډله به په ولسواليو کې د کمښت د اقداماتو د تطبيق له ځای په ځای شوو دفترونو سره چې د ژوندانه تر چاپېريال پورې تړلي دي، په يوه نمونه فرعي پروژه کې په ربعواره توګه نظارت کوي او په هره ربع کې به نړیوال بانګ ته د پايلو راپور ورکوي. د اجراآتو او څار ملاتړې ډله د لوړو زده کړو له وزارت سره په هکارۍ هر کال د فرعي پروژې د اجراآتو يوه داخلي ارزونه د پروژو د بشپړ نظارت د پروګرام په توګه ترسره کوي.

 

 

 

 

د اجراآتو او څار ملاتړې ډله د پروژې له ترسره کوونکي سره د پروژې د تطبيق د همغږي کېدو او د ژوندانه د چاپېريال د مديريت په پلان کې، د کمښت د اقداماتو او د نورو اړوندو مديريتي پلانونو څارنه کوي. د اجراآتو او څار د ملاتړې ډلې د ژوندانه د چاپېريال د ساتنې متخصص، د انجنيرۍ له ډلې سره په همکارۍ د څارنې له پروژو څخه د منظمې څارنې، د راتلونکو اصلاحي اقداماتو تعقیب، څنګه چې لازم دي مسوليت يې په غاړه لري. دغه څارنه د ساختماني فعاليتونو د ځای کتنه ده څو تصديق شي چې پېژندل شوي اقدامات د ژوندانه د چاپېريال د پلان په بندونو او د سند په فقرو کې شامل دي او تطبیق دې شي. دغه څارنه د يوه نظارت کوونکي انجنير له عادي دندو سره ورته والی لري. د انجنير دنده د هغې څارنه ده چې د کار له کيفیت څخه ډاډه شي او وګوري چې د قراردادي اجراآت له معيار سره سم دي.

 

د فرعي پروژې د تطبيق په پيل کېدو سره بايد د څارنې منظم ماموريتونه اجرا شي، (درېيم شخص ته ترجېح ورکول کېږي) او د څارنې کلنی راپور بايد د لوړو زده کړو وزارت، د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډلې او نړيوال بانګ ته د ارزونې له پاره ولېږل شي.

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت په چوکاټ کې د څارنې او تطبيق لګښت د لوړو زده کړو وزرات د تمويل شوو پروژو په ټوله بوديجه کې، په ځانګړې توګه د ژوندانه د چاپېريال يو متخصص د اجراآتو او نظارت په ملاتړې ډله  او د وړتياوو د لوړولو د فعاليتونو په تطبيق کې شامل دی.

 

8.5       کلنۍ ارزونې

هر کال د ژوندانه د چاپېريال او اجتماع يوه خپلواکه ارزونه کېږي. د ارزونې ډله د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډلې او نړيوال بانګ، د لازمو اصلاحي هر ډول اقداماتو رهبري کوونکو ته راپور ورکوي. يوې ارزونې ته اړتيا ده چې ډاډ حاصل شي(i) چې د اجتماعي مديريت چوکاټ او د ژوندانه چاپېريال بهير په مناسبه توګه تطبيق شي(ii) او د کمښت اقدامات وپېژندل او تطبيق شي. دغه ارزونه کولای شي د اجتماعي مديريت او ژوندانه د چاپېريال د طريقې په چوکاټ کې هر ډول تعديل چې د اغېزمنتيا ښه والي ته اړتيا لري په نښه کړي.

 

د کلنۍ ارزونې په راپور کې لاندې توکي شامل دي:

 

·      د لوړو زده کړو د دويم ملي ستراتيژيک پلان (NHESP II) او ژوندانه تر چاپېريال پورې تړلو اجراآتو خلاصه د اجتماعي اغېزو او ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلانونو د ارزونو پر بنسټ؛

·      د فرعي پروژو د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلانونو د تطبيق د يوه پرزنتیشن وړاندې کول؛

·      د ژوندانه د چاپېريال د مديريت يا هم د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې له پلانونو څخه د سرغړونې د کتبي اخطارونو شمېر د پروژې د ترسره کولو مسول ته؛

·         د فرعي انفرادي پروژو د نظارت کوونکو اقداماتو او د ژوندانه د چاپېريال د څارنې د پايلو يوه خلاصه (څنګه چې د ژوندانه د چاپېريال په مديريت کې، د ژوندانه د اغېزو ازونې څرګندې شوې دي.)

 

همداراز د اجراآتو او څارنې ملاتړې دله (د قراردايانو له لارې) د فرعي پروژو يوه کلنۍ ارزونه د ژوندانه د چاپېريال او اجتماع د ارزونې د پاڼې په استفادې سره په ۱۳مه ضميمه کې ترسره او لوړو زده کړو وزارت ته يې سپاري.

 

7.     شکايتونو ته د رسېدنې ميکانېزم

 

د هرې ورځې په ډېرېدو سره په اګاهانه توګه د برخه اخيستنې تمرکز، هغوی چې له هرې پروژې څخه لکه هغه يوه پروژه چې د لوړو زده کړو په پراختيايي ستراتيژي (۲۰۲۰-۲۰۱۵) کې وپېژندل شوه، اغېزمن شي وجود لري. د مدني ټولنې ارګانونه په همداسې حالتونو کې د مهمو فعالينو په څېر په نظر کې نيول کېږي. له ډلې څخه يې هغه لارې دي چې د پراختيايي ارګانونو په واسطه د شخړې وړ مسائلو د حل له پاره هڅول کېږي، شکايتونو ته د رسېدنې لاره لومړی او لویه لاره ده چې د يوې شخړې د پورته کېدو مخنيوی وکړي، په دې طريقه د خبرو او اورېدو له لارې د يوې جنجالي مسئلې حل کولای شي ډېری سرچينې وساتي چې په خلاف د دې هغه سرچينې په آسانۍ سره يوه شخړه کېږي. همداراز دغه کار عملياتي ګواښونه کموي چې په پايله کې کولای شو د عملياتي فعاليت له پاره ډېرې سرچينې وساتو.

 

9.1       شکايتونو ته د رسېدنې د ميکانېزم هدف

د لوړو زده کړو د وزارت د دويم ستراتيژيک پلان په تطبيق کې د شفافيت او ځواب ورکونې څخه د ډاډه کېدو په معنی، د لوړو زده کړو وزارت شکايتونو ته د رسېدو له پاره په بشپړو څرګندو هدفونو سره او همداراز به د ثبت او شکايتونو ته د رسېدو له پاره د کړنلارو ټولګه رامنځ ته کېږي. د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق  له پاره د اړوندو شکايتونو د رسېدو له پاره د لوړو زده کړو وزارت يوه کمېټه جوړه کړي چې د لوړو زده کړو يو کس رييس، د لوړو زده کړو په وزارت کې د پلان او پاليسۍ د لوړو زده کړو د پراخيتايي پروژې له پاره د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله، د پروژې د اجتماعي او محیطي حفاظي متخصصين، په ټولنه پورې اړوند استازي او يا ګروپ او يا غړی د داسې يوې موسسې چې خپله تر اوسه پېژندل شوې نه ده  او د سيمې يو مشر کس دی. له شریطو وړ شکايتونو ته د رسېدو د کميټې غړي، تجربه لرونکي، او لايق کسان به وي چې وکولای شي د اغېزمنو کسانو احترام او باور تر لاسه کړو. شکايتونو ته د رسېدو ميکانيزم بايد په لاندې کړنلارو کې وی:

 

·      ثبت ، يادښت او د شکايتونو ډلبندي؛

·      د شکايتونو د لومړنۍ ترسره کېدنې يوه اجرا؛

·      اړوند کس يا برخو ته د شکايتونو بېرته ګرځېدل؛

·      له کاره د ګوښه کېدو او حل مشخص کول؛

·      د پارامترونو او د تصميم نيونې له پاره دقيق تصميم نيول،

·      د تصميمونو د ترسره کولو له پاره د اړونده مسولو ارګانونو هدايت کول؛

·      د شکايت کوونکو خبرول او د شاوخوا اغېزمن کسان او د شکايت کوونکو خبرول، د برطرفيو د بهير او پايلې؛ او

·      پلټنه، څارنه، داسنادو برابرول او ارزونه

 

د شکايتونو له څرنګوالي څخه د دوی په نوعيت او شدت، شکايتونو ته د رسېدو کمېټه، له پروژې څخه له اغېزمنو کسانو سره مشوره به شکايتونو ته د رسېدو يوه لاره وپېژني او د هغې له مخې به تصميم ونيسي. کوم ځای چې وړ وي، اغېزمن شوو کسانو ته به وخت ورکړل شي چې خپل عرض او د خپل جبران غوښتنه وړاندې کړي. له پروژې څخه اغېزمنو کسانو ته به همداراز دا توان ورکړل شي او د جبران په ترلاسه کولو کې به له دوی سره مرسته وشي.

 

د وړو زېربناوو لرونکو پروژو کې کېدای شي د ساختماني کار اړوند شکايتونه ډول ډول وي او تطبيق کوونکي ارګان او يا قرارداد له مخې يې د مديريت مسئوليت قراردادي ته متوجه دی. دا ډول شکايتونه معمولاً د محیطي اغېزو په توګه تعريف کېږي. دا ډول مسائل عبارت دي له خاورې او دوړې، سېلاب، انفجار (شور، ټکان او تخليه)، د لاسرسي له لاسه ورکول، ژوند ته ګواښ، د ثقيله وسايلو له امله عامه سرکونو ته زيان رسېدل، د اوبو د اندازې او کيفيت خرابول، جايداد او حاصلاتو ته زيان رسول، د خاورې سولېدل او نور دي.

 

9.2       د شکايتونو ډولونه

 

د زېربنايي پروژو له تطبیق څخه رامنځ ته شوي شکايتونه کولای شي پېښېدونکي او د منلو وړ نه وي. څنګه چې تر اوسه څرګنده ده چې ډېری شکايتونه د سيمه ييزو چارواکو او يا هم د لوړو زده کړو د وزارت له خوا اوار شوي وي. نور شکايتونه که چېرې په ياد شوو ځايونو کې حل نه شي، بايد چې د شکايتونو د رسېدو کمېټې ته راجع شي او د شکايت د ثبت د يوې پروسې تابع شي. دا چې ډېری شکايتونه د اوسېدونکو له خوا کېږي، امکان لري د برابروونکو ارګانونو کسانو خدمتونه او يا هم له فرعي پروژې بهر ټول ارګانونه هم شکايتونه وکړي. شکايتونه کېدای شي په لاندې ډول وي:

 

  1. د خلکو تر منځ شخړې: د پروژې تطبیق کولای شي د خلکو په ژوند او پانګونو مستقيمې او غيرمستقيمې اغېزې ولري.
  2. تدارکاتي په ځانګړې توګه داخلي مسائل: تطبيقي کړنلارې، د رقابتي مناقصې د بهير له لارې له خصوصي ساختماني شرکتونو سره قرارداد کول څرګندوي. دغه کار کولای شي د ټاکنو او قراردادونو د مديريت، يا په ساحه کې د ترسره شوو کارونو او انتقال شوو موادو په کيفيت سره پای ومومي.
  3. د بهير ځنډېدل: د پراختيايي او اجتماعي پروژو د بېلابېلو پروسو په تطبیق کې کېدای شي ځند پيداشي چې دا کار به د سيمو د خلکو له پاره ځوروونکی وي.
  4. د امنيتي ځواکونو له حضور څخه راپيداشوي شکايتونه
  5. په ساحه کې د ښځو شکايتونه
  6. د خدمتونو د وړاندې کولو شکايتونه
  7. له ساختماني کار څخه راپيداشوي شکايتونه
  8. د قومونو د لويانو تر منځ شکايتونه، هغه کسان چې پوهنتون ته د خپل فرهنګ او دودونو په وړاندې د تهديد په سترګه ګوري.

 

9.3       شکايتونو ته د رسېدنې سیستم

په ځانګړې توګه د پوهنتون د جوړېدو په اړه يوه څرګندونه او يا هم په شفاهي او کتبي توګه له وړاندې شوو خدمتونو او آسانتياوو څخه ناخوښي، له لږ او يا ناسم کار کولو څخه اندېښنه ښودل چې دا کولای شي په انفرادي او ډله ييزه توګه ترسره شي. شکايتونه کولای شي د پوښتنې يا هم د څرنګوالي په اړه استعلام وړاندې کړي او يا هم د وړانديزونو په توګه چې کولای شي په هغه کې کوم مقصد تر لاسه شي مطرح کېږي. (۹.۱ شکل ته دې مراجعه وشي).

 

شکايتونو ته د رسېدو د سیستم مقصد دا دی څو ډاډه شو چې له ساختماني کار او د پوهنتون د فعاليتونه د ترسره کولو په اړه د اغیزمنو کسانو اندېښنو او څرګندونو ته غوږ ونيول شي بيا د يوې رڼې او اغېزمنې لارې څخه هغې ته رسيدنه وشي.

 

په څرګنده توګه دا ممکنه نه ده چې شکايتونو ته د رسېدو له پاره له وړانديز شوي سیستم څخه ټولو او يا هم يو څه شکايتونو ته رسېدنه وشي چې کولای شي د يوې ډلې کسانو مخه ونيسي چې اختلافات يا هم نه توافق يې نه يوازې دا چې کولای شي د پروژې فعالیتونه اغېزمن کړي، بلکې د پروژې د کارکوونکو له توانه به وتلې وي. په همدې دليل، څنګه چې د شکايتونو د سیستم وړانديز کېږي. په لومړيو کې هغه مسايل تر کار لاندې نيسي چې د پوهنتون له ساختماني فعاليتونو څخه راپيداشوي وي، يا هم کولای شي چې د توجيه وړ وي او د يوې لاسته راوړنې په توګه تشريح شي.

 

دا مهمه ده چې شکايتونو ته د رسېدو او ثبت ډله په جدي توګه همدې میکانيزم ته ژمنه ده دوی له پروژې بهر شکايتونه نه اخلي څو وکولای شي خپله بې طرفي وساتي.

 

 

2. شکايتونو ته د رسېدنې د کمېټې په کچه

·          د سيمې د خلکو تر منځ خبرې او اورېدل

•           د شکايتونو حل

•          یا، شکايتونو ته د سېدنې کمېټې ته ورګرځېدل

1.        د ساحې کارکوونکی

•          شکايت ترلاسه کول

•          په ډيټابیس کې ثبت کول

•          د يوه رسيد صادرول

 

5. د شکايتونو د اورېد بورډ

•          قضيو ته رسېدنه

•          د ښاغلي وزير لاسليک

•           

 

4. د مرکزي دفترونو په کچه د پروژې مديريت

•           تحليلي مسائل

•           د کېدونکي حل لارو پيداکول

•          د لوړو زده کړو وزارت په رهبرۍ بحث

3.د دفتر په کچه د شکايتونو د اورېدو کمېټه

•          د شکايتونو ارزونه

•          د لازمو اقداماتو مشخص کول

•          د پلټونکي مسول شخص ټاکل

 

3 ورځې

۱ اونۍ

 1

محکمه

قانوني پلټه

يوه مياشت

د ساحې کارکوونکي

د شکايتونو تر لاسه کول او حلول

شکایتونه

1 –د اجتماعي پراخيتا د شورا مديريت،

2 –د ټولنو تر منځ شخړې،

3- د مالي او تخنيکي بهير ځڼډ

 

 

1 اونۍ

Left Arrow: د شکايتونو د بېرته راګرځېدو مجراDown Arrow: شکايتونو ته د رسېدو له پاره د نظرونو ورکړه

 

9.1 شکل،                       شکايتونو ته د رسېدنې د ميکانېزم مډل

9.4       اصول، کړنلارې او د وخت ميعاد

لاندې چارو ته درسېدو له پاره بايد وړانديز شوي سیستمونه د دريوو ابتدايي (خدمتي معيارونو) په واسطه ترسره شي:  

 

أ‌)        په ليکل شوي توګه ټول وړاندېز شوي شکايتونه، ګمارل شوو کارکوونکو ته په رسمي ډول شکايتونو ته د رسېدو د ميکانیزم په توګه ثبتېږي او يو تحريري تصديق يې صادرېږي.

ب‌)    شکايتونو ته د پيوسته کېدو په بنسټ رسېدنه کېږي؛ هغه شکايتونه چې په سيمه ييزه توګه حل کېدای شي او هغه شکايتونه چې په سيمه ييزه توګه حل کېدای نه شي، د شکايتونو کمېټې ته دې راجع کړل شي. په داسې حال کې چې نړيوال بانګ تل د دې بهير، پايلو او د خنډونو په اړه ځان خبروي.

ت‌)    هر ډول هڅه دې وشي چې شکايتونه په يوه ټاکلي وخت کې حل شي، دا به يو شاخص وي چې د هغو اجراآتو په اړه شکايتونو ته د رسیدو سیستم و ارزول شي:

 

o       ليکل شوی شکايت به  تصديق په ۵ کاري ورځو کې شکايت کوونکي ته صادر شي.

o       که چېرې شکايت په لومړي سر کې د څارنې د کارکوونکو له خوا د کار په ځای کې حل نه شو، په ۴اونيو کې د شکايت له ثبت او يا هم په ليکلي توګه له ترلاسه کولو وروسته، د خبرو له پاره د شکايتونو کمېټې ته د بحث له پاره لېږل کېږي.

o       که شکايتونو ته د رسېدو کمېټې مشکل په وخت او قناعت کوونکې توګه حل نه کړ، شکايت په ۲اونيو کې د آجراآتو او څارنې د ډلې له خوا د لوړو زده کړو وزارت ته لېږل کېږي.

 

10.       د زده کړې او وړتيا لوړوالی

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ تطبيق به تکيه ولري پر: (الف) د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې د توانايي لوړول څو ډاډه شو چې فرعي پروژې په مناسبه او سمه توګه سروې او ارزول کېږي؛ او (ب) منظمه څارنه او راپور ورکول چې د فرعي پروژو له اجراآتو څخه څارنه وشي. د پروژې کارکوونکي، د لوړو زده کړو په وزارت کې د ننه او د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله له پروژې څارنه اوهمغږې کوي. سره له دې چې د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله د پروژې د همغږۍ مسوليت لري خو له يوه متخصص او زده کړي کس پرته به د کار حجم ته د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت په چوکاټ کې په رسېدو ونه توانېږي څو دغه برخه د ژوندانه د چاپېريال  او اجتماعي مديريت د چوکاټ په تطبيق کې مرسته وکړي.

 

له دې څخه ډاډه کېدل چې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ احکام، د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې او لوړو زده کړو د وزارت تر منځ په څرګنده او رڼه توګه وپېژندل شي. د کړنلارو او د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ محتوياتو د توضیح کولو له پاره بايد د پروژې د پيل په لومړۍ مياشت کې د تطبيق کوونکو ارګانونو له پاره د وړتياوو د لوړولو د پروګرام د  يوې برخې په توګه يو ورکشاپ جوړ کړل شي. د وړتياوو د لوړولو او زده کړو پرلپسې تمويل شوي پروګرامونه به د همدې پروژې تکميلوونکي وي.

 

7.

8.

10.1    د ژوندانه د چاپېريال ساتنې او اجتماعي مديريت د متخصصينو ټاکل

 

د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله د لوړو زده کړو له وزارت سره د تعريف شوو سازماني هوکړو ځای په ځای کولو کې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت په چوکاټ کې همکاري کوي. د اجراآتو او څارنې ډله د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ يو يو متخصص په کار ګماري چې د پروژې په جريان کې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ تطبيق په غاړه واخلي. هغوی به تر ساحې پورې تړلي د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د  پلانونو د برابرولو له پاره د لوړو زده کړو په وزرات کې د قناعت کوونکو هوکړو په رامنځ ته کولو چې د دې پروژې د تطبيق په وخت کې هر ډول ساختماني فعاليتونو ته اړتيا پيداشي مرسته وکړي. او د لوړو زده کړو د وزارت او پوهنتونونو د پلان او پاليسۍ د ادارې په چوکاټ کې  د کارکوونکو د وړتيا د لوړولو په برخه کې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت په چوکاټ کې مرسته کوی. هغوی د پروژې د برابرولو په اړه اړونده برخې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ او ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلانونه برابروي چې د پروژې د بهير په راپورونو کې د شاملېدو له پاره د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا برابرېږي.

 

په اوږده مهال کې د کارکوونکو د وړتياوو د لوړولو د پيل په منظور د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي محافظت له پاره، د ځمکې او اړوندو سيمو مديریت په هغو لومړيتوب لرونکو پروګرامونو کې چې تر دې پروژې لاندې بايد ترويج شي، شاملوي.

 

10.2    زده کړه

د اجتماعي او محیطي ساتنې مختصص به د لوړزو زده کړو د وزارت په واسطه د تمويل شوو پروژو د انجنيرۍ د ډلې له اړوندو کارکوونکو سره، د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق په برخه کې د ورکشاپ په توګه چې په ۹.۱ برخه کې يې وړانديز شوی زده کړې وکړي. له پروژې څخه د څارنې په وخت کې، د لوړو زده کړو وزارت د خپلو څو مليتي همکارانو په مرسته لکه، نړيوال بانګ، د چوکاټ تطبيق په مستقيمه توګه او يا هم د درېيمګړي له خوا ارزول کېږي او که لازمه وه د ډېر ملاتړ وړانديز به وکړي.

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ په تطبيق کې د وړتيا د ودې په منظوربه د وړتيا لوړولو ته دوه ارګانه اړتيا ولري: د ژوندانه د چاپېريال د ملي تګلارې قانون او د لوړو زده کړو د انجنيرۍ او پاليسۍ ادارې.

 

د ورکشاپ ګډون کوونکی به دځنګلونو د برخو د سيمه ييزې شورا، د ژوندانه چاپېريال، کرنې، روغتيا او اوبو څخه پنځه کسه مسولين وي. د لوړو زده کړو وزارت په واسطه ساحوي غونډې، د ژوندانه د چاپېريال اداره، د ځمکو اداره او د ارزښت ټاکلو ته به آسانتيا او تنظيم ورکړل شي. په ورکشاپ کې به د ګډون کوونکو له پاره د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت په چوکاټ کې د ثبت شوو لارښودونو او د ابتدايي تطبيق، د مناسبو وسايلو په کارولو لکه، د سروې پاڼه، د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان، د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د کلني راپور ورکولو پاڼه او نور تدريس کړل شي. د اړتيا په صورت کې به لنډمهاله مقدماتي کورسونه د پروژې په جريان کې جوړ کړل شي.

 

ياد ورکشاپ به د سيمه ييز مشاور په واسطه چې په وړانديز شوو برخو کې به کافي تجربه ولري چې همداراز د E&S اړوند د زېربناوو په پراختيا کې ډېره تجربه ولري ترتيب او مخته يوړل شي څو د مطالې له پاره يوه ښه موکه برابره شي.

 

10.1جدول   د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق له پاره د زده کړې وړانديز شوی پروګرام

 

بېلګه

وخت

لومړۍ ورځ

 

پېژندنه

يوه ورځ

 

 

  • د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت او د بیا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ هدف
  • هغه اړونده مراجع چې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت او د بیا استوګن کېدو د تګلارې په چوکاټکې رول لري.
  • د نړيوال بانګ د حفاظتي تګلارو نظم او تحکيم او تقنيني اسناد
  • د اړوندو دولتي او غیردولتي موسسو جوړښت او د ادارو رول چې د علمي آسانتياوو په برابرولو کې لاس ولري.

 

 

 

 

 

 

دويمه ورځ

 

د فرعي پروژو د لارښودونو خلاصه

يوه ورځ

 

 

 

 

  • سروې
  • ارزونه او منظوري
  • افشأ
  • کلنۍ اروزنه

کلنۍ راپور ورکونه

 

 

 

 

 

 

 

د وړتيا د لوړولو شرایط

0.5

 

 

د ژوندانه د چاپېريال د پلانونو، د مديريت اړوندو پلانونو، د ژوندانه د چاپېريال د مديریت پلانونه او د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ټولو مديريتي پلانونو له پاره د درجې ټاکل

0.5

مجموعه

۳ ورځې

 

 

 

11.              د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق بودجه

 

د لوړو زده کړو په وزارت کې به د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ کلنۍ بوديجه ۳۵۰۰۰۰ امريکايي ډالره وي چې ددوو تنو کارکوونکو لګښت او د يوه کال په موده کې به اړوندو ادارو ته د وړتياوو د لوړولو او زده کړې د پروګرامونو د وړاندې کولو لګښت شامل وي. هيله کېږي چې دغه بوديجه به د زده کړو پروګرامونه او د وړتياوو د لوړولو پروګرامونه په ټولو ۱۳ دولتي پوهنتونونو کې او د زده کړو پروګرامونه به په ملي کچه تر پوښښ لاندې ونيسي. ياده بوديجه به همداراز د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د پلان د متخصص لګښت او د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د پلان د تطبيق له پاره به يو تن کارکوونکی د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ په دويم پلان کې شامل کړل شي. کوم موضوعات چې تر پوښښ لاندې نيول کېږي په لاندې توګه دي:

 

·         د لوړو زده کړو د ستراتيژۍ له پلان (۲۰۲۰-۲۰۱۵) سره سم د زېربناوو د فعاليتونو پراختيا

·         د اجتماعي او محیطي سروې د پروسې له پاره لارښودونه؛

·         د بیارغونې او ساختماني کارونو له پاره د ژوندانه د مديريت د پلانونو تيارول؛ او

·         جنسيتي ارزونه او د پروژې د کاري فعاليتونو آسانتيا.

 

لاندې چې کوم لګښتونه ياد شوي کېدای شي د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق په ډول او وخت په نظر کې نيولو سره بدلون وکړي، له همدې امله هيله کولی شو چې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ وړانديز شوې بوديجه به کېدای شي له منل شوي کاري پلان سره ډېره او يا لږه شي.

 

 

 11.1 جدول            د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټدتطبيق له پاره اټکل شوې بوديجه

 

1.                     د لوړو زده کړو په وزارت کې د ژوندانه د چاپېريال د حفاظتي متخصص او اجتماعي د حفاظتي متخصص په کار ګمارل= $200,000

 

2. په پوهنتون کې له اړوندو مراجعو، ملي او سيمه ييزه کچه د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق له پاره د ورکشاپونو جوړول، = $50,000

 

3. د اجتماعي اغېزو د ارزونې د تطبيق او څارنه/ د محیطي مديريت پلان/ د وړانديز شوو پوهنتونونو له پاره د محیطي اغېزو ارزونه/ کتنې =$100,000

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ

 

د لوړو زده کړو پراختيايي پروژه

 

 

عملياتي وسايل او تخنيکي لارښودونه

 

د افغانستان حکومت

د لوړو زده کړو وزارت


 

 

 

لومړۍ ضمیمه: د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان له پاره د بيااستوګن کېدو د تګلارې سکتوري چوکاټ

د بيااستوګن کېدو د تګلارې د دغه چوکاټ، عمومي اصول او هغه ګامونه چې د ځمکې د هر ډول استملاک او بيا استوګن کېدو په اړه وي او د ځينو پروژو د تطبيق په جريان لکه پوهنتون، د لوړو زده کړو موسسې يا هم د لوړو زده کړو د وزارت په همکارۍ رامنځ ته کېږي تشريح کوي. د لوړو زده کړو د وزارت د بيا استوګن کېدو د پاليسۍ له چوکاټ او  د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ چې د مرکزي او جنوبي آسیا (CASA 1000)د برېښنا د لېږد د پروژې له پاره طرحه شوی، د بيا استوګن کېدو د تګلارې په بنسټ واضح شوی او د يوې بين الوزارتي کميټې په واسطه د ۲۰۱۰ ز کال په ډسمبر مياشت کې د اوبو او انرژۍ وزارت له پاره تنظيم شوی دی.

په حکومت کې د بيا استوګن کېدو معمول معيارونه او طريقې د دې ډول پروګرامونو د مديريت اغېزمنتيا ډېروي. مسولين په آسانۍ سره کولای شي څه ته يې چې اړتيا وي ترلاسه کړي؛ ظرفيت کولای شي وده وکړي او اغېزمن کسان به په ټولو پروژو کې ډېر باور ولري چې له دوی سره د انصاف له مخې چلند کېږي، نو د ناخوښيو احتمال، د حقوقو خنډونه او نورې ټولې ستونزې د بيا استوګن کېدو په لاره کې چې کولای شي د پروژو تطبيق وځنډوي کمېږي. د استفادې وړ معمول معيارونه، همداراز د بيا استوګن کېډو د يو ملي قانون رامنځ ته کول به هغه وخت چې دولت هغه لوري ته د تلو تصميم ونيسي اسانه کوي.

د بيا استوګن کېدو د تګلارې په چوګاټ کې د استفادې وړ عباراتو او اصلاحاتو تعریف

اغېزمن کسان(APs):د بيا استوګن کېدو د تګلارې د دې چوکاټ له مخې، ټول هغه کسان دي چې په مستقيمه توګه د پروژې اړوندې ځمکې د استملاک له امله اغېزمنې شوې وي چې دغه کار په فزيکي توګه بې ځايه کېدل، د پانګې له لاسه ورکول او يا هم پانګې ته لاسرسی خو په ژوندانه د بدې اغېزې په لرلو سره تمامېږي.دغه اغېزمن کېدل د اشخاصو او کورنيو دي چې( ځينې وخت له پروژې څخه د اغېزمنې شوې کورنۍ په نوم سره يادېږي) شرکتونه يا خصوصي او عمومي ارګانونه چې د پروژې د اړوندو ځمکو د استملاک له امله يې (i) د ژوند کچه ډېره اغېزمنه شوې وي، (ii) حق، استحقاق يا منافع په ټولو يا د يو کور په هره برخه، ځمکه (د اوسېدو، سوداګريزو، د خپلواکو معدن کاري ځمکو،کرنيزو ځمکو، ځنګلونو او د حيوانانو د څړځايونو په ګډون) د اوبو سرچينې يا ټولې منقولې پانګې يا ثابتې او استملاک شوې، ملکيت شوې، يا هم په کوم بل ډول ډېرې اغېزمنې دي، يوه اندازه يا هم په بشپړه توګه، به دايمي يا هم په لنډمهاله توګه؛(iii) او يا کار، دنده، د کار ځای یا سکونت، يا هم دا چې داستوګنې سيمې ډېرې اغېزمنې شوې يا هم له بې ځايه شوو پرته دي. له همدې امله اغېمن کسان هغه دي چې په مستقيمه توګه اغېزمن شوي،(i) دوی د لارې له حق او يا هم د ساختماني کار له سيمې بې برخې شوي دي؛ (ii) هغه کسان چې کرنيزې ځمکې يا هم نورې توليدي دارایۍ لکه د کانونو د استخراج سيمه ونې او غلې دانې يې اغېزمنې شوې دي؛(iii) هغه کسان چې فعاليتونه يې اغېزمن شوي دي چې کېدای شي د ځمکې د استملاک له امله دعوايدو ضرر وويني؛(iv)  هغه کسان چې دندې يې د پروژې اړوند ځمکو د استملاک له امله له لاسه ورکوي؛ او (v)هغه کسان چې تر پروژې اړوند ځمکې د استملاک له امله د اجتماعي دارايي سرچينو ته لاسرسی له لاسه ورکوي.

سرشماري:له ارزونې مخکې د احتمالي اغېزمنو کسانو له نفوس شمېرنې څخه عبارت ده. چې د کلي له مخې د شمېرلو او يا هم د کلي له مخې يا نورو اطلاعاتو په بنسټ برابرېږي.

جبران:عبارت دی له نقدي يا غير نقدي ورکولو څخه چې يوه دارايي د پروژې يا پانګونې له امله اغېزمنه کېږي.

د وخت تېرېدل:عبارت له هغه نېټې څخه دی چې په هغه کې د جبران د شرایطو لرونکي نه حسابېږي، په دې شرط سره چې هغه د اغېزمنو کسانو په ليست کې څنګه چې د سرشمېرنې په تعريف کې ياد شوي نه دي شامل شوي.

بې ځايه کېدل: د فزيکي يا اقتصادي بې ځايه کېدو څخه عبارت دي چې په مستقيمه توګه تر پروژې پورې د اړوندو ځمکو له استملاک څخه عبارت دي.

د مفصل پرتله کولو سروې:د ضررونو له مفصلې موجودۍ څخه عبارت دي چې له مفصلې طرحې او د پروژې د سرحدونو له ټاکلو وروسته بشپړېږي.

تجاوزکوونکي:له هغو کسانو څخه عبارت دي چې دوخت او نېټې له تېرېدو وروسته د پروژې ساحې ته ننوزي نو له همدې امله هغه پرتله کونې او د شرایطو وړ جبران چې د پروژې له خوا برابر شوی وي نه وي.

استحقاق:له يو لړ نقدي او غیرنقدي د جبران له پرتلې څخه عبارت دي، د عايد د جوړولو مرسته، د لېږد مرسته، د عايد ځای په ځای کول، د اغېزمنو کسانو او سوداګرۍ د برابرولو له امله بې ځايه کېدل، له ډول سره سم، د هغوی د ضررونو څرنګوالی او کچه، اقتصادي او اجتماعي بنسټ يې برابروي.

د ژوند برابرول: د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره چې اغېزمن شوي کسان حد اقل د ژوند بديل لري، که چېرې يې ژوند نه وي برابر شوی او سرچينې يې په اختيار کې وي . د ټولو اغېزمنو خلکو د ژوند برابرول د نړيوال بانګ د بیااستوګن کېدو د تګلارې له کليدي هدفونو څخه دي. دغه کار لازموي چې د خلکو له پاره لازمې مرستې او وسايل برابر شي څو د دوی ژوند او د ژوند شرایط يې به پروژې مخکې حالت څخه ښه او يا هم حد اقل حیا شوي وي.

د ضررونو موجودي:د داراييو له ارزونو مخکې موجودي لکه د اغېزمنو شوو يا له منځه تللو داراييو لومړنی ياددښت.

جرېبد افغانستان د اندازه اخيستنې د لومړي واحد په معنی دی. يو جريب د دوه سوه زره متره مربع ځمکې معادل دی. يو هکتار ځمکه له پنځه جرېبه ځمکې سره برابره ده.

د ځمکې استملاک:عبارت له هغې پروسې څخه دی چې له مخې يې يو کس د يوې عامه ادارې په واسطه اړ کېږي د خپلې شخصي ځمکې يوه برخه يا ټوله ځمکه د عامه ګټې اخيستنې يا د سملاسي او منصفانه جبران په مقابل کې ورکړي. په دغه استملاک کې مستقيم او د ارتفاق يا جوړښت حق شامل دي.

غیرمستقيم کسان:د هغو کسانو په معنی دي چې حقوق او يا هم د تشخيص وړ ځمکې چې اخلي يې دعوه ولري او هغه کسان شامل دي چې له اجازې پرته له شخصي او يا دولتي ځمکې کار اخلي.

فقير کسان:هغه کسان دي چې د ملګرو ملتونو د پرتلنې له مخې تر فقر لاندې دي هغه داسې چې ورځنی عاید يې يو امريکايي ډالر چې د ۵۷ افغانیو معادل دی ولري.

بیا استوګن کېدل:د سيمې څخه اغېزمنو اشخاصو له فزيکي لېږد څخه عبارت دی چې د پروژې له تطبيق مخکې په کې اوسېدل او فعاليت يې لاره.

احیأ:له ډېرو اغېزمنو کسانو سره له برابرې شوې مرستې څخه عبارت دی چې د استملاک شوو داراييو د جبران د بشپړوالي له پاره، يا هم لږ تر لږه د دوی د ژوند د ټولو هغو معيارونو بشپړ برابرولو چې د پروژې تر تطبيق وړاندې يې ګټه ترې اخيسته.

د بېرته په ځای کولو لګښت:د داراييو د ارزښت د ټاکلو له تګلارې څخه عبارت دی چې د له لاسه تللې دارايي د بېرته په ځای کېدو له پاره د کافي پيسو په ټاکلو کې مرسته وکړي او د معاملې لګښتونه تر پوښښ لاندې ونيسي. د ارزښت د ټاکلو د تطبيق په دې طريقه کې، د ودانيو استهلاک او دارایۍ نه بايد په پام کې ونيول شي. د هغو ضررونو له پاره چې په آسانۍ سره نه شو کولای هغه پرتله او يا يې د پيسو په بدل کې جبران کړو (لکه، عامه خدمتونو ته لاسرسی، پيرودونکي، وړاندې کوونکي، يا هم د کانونو د راويستنې ځايونو ته لاسرسی، د کب نيونې سيمې، څړځايونه يا ځنګلونه)، هڅې کېږي چې په د هغې په معادل او يا يې د منلو وړ سرچينو په اړه له فرهنګي او عايداتي فرصتونو له لوري لاسرسی ورته پيداشي.

بيااستوګن کېدل:له ټولو دايمي، اجتماعي او اقتصادي اغېزو(i) څخه عبارت دی چې د ځمکې استملاک او ټولې ثابتې (ii) دارايۍ، له ځمکې د استفادې تغيير، يا (iii) هم د پروژې د تطبیق په پايله کې په ځمکه وضع شوي محدوديتونه يې لامل شوي دي.

د بيا استوګن کېدو پلان:د مشخص کاري زماني چوکاټ څخه عبارت دی، په هغې بوديجې سره چې د بيااستوګن کېدو ستراتژيو هدفونه، حقوق، اقدامات، مسوليتونه او څارنه او ارزونه په کې تشريح شوې وي.

 

ډېر اغېزمن شوي کسان:له هغو کسانو څخه عبارت دي چې په لاندې تعريف کې له ځای په ځای شوې پاملرنې له اغېزو څخه اغېزمن شوي وي.

د پام وړ اغېزې:په دې معنی چې تر پروژې پورې اړوند (i) اغېزمن شوي کسان په فزيکي توګه له خپلو کورونو څخه بې ځایه شوي وي، (ii) يا يې هم له لسو یا له لس سلنه ډېره توليدي دارايي (عايداتي دارايي) له لاسه ورکړې وي.

برخه لرونکي کروندګر او اجاره لرونکی بزګر:هغه چاته وايي چې د ځمکې خاوند ورسره نه وي خو د دواړو د هوکړې له مخې د کښت يوه برخه حاصل اخلي.

ودانۍ:له ټولو هغو ودانيو څخه عبارت دي چې د پروژې په واسطه اغېزمنې يا استملاک شوې دي لکه د اوسېدو کورونه، څاګانې، لاسي پمپونه (بمبې)، کرنيزې ودانۍ ځکه چې د وريجو ذخيرې، د حيواناتو غوجل، امبارونه، سوداګريزې ودانۍ د دکانونو او د سرک د غاړې د لاسوهنو په ګډون.

غیرقانوني اوسېدونکي:د غيرمستحقو کسانو په معنی دي، يعنې داسې کسان دي چې له قانوني حق پرته، ځمکه يا ودانۍ تصرف کوي او کار ترې اخلي. د نړيوال بانګ تګلاره حکم کوي، د ژوندانه د جوړولو په برخه کې له داسې کسانو سره مرسته کول، چې دوی خپله هم له دې انکار نه شي کولی چې حق نه لري.

لنډمهاله بې ځايه کېدل:د داسې بې ځايه کېدو په معنی دي چې په هغې کې يو تصرف کوونکی يا د ځمکې مالک د ځمکې د خالي کولو له پاره د يوې محدودې دورې له پاره وټاکل شي چې د عامه چارو ترسره کولو ته آسانتيا برابره شي چې بيا وروسته کولای شي ځمکې ته بېرته راشي او له ځمکې څخه له بې ځایه کېدو د مخکې په څېر ګټه واخلي.

ضررمن کسان:د هغو کسانو په معنی دي چې کېدای شي ډېر اغېزمن شوي وي ياهم د بيااستوګن کېدو په پايله کې په حاشيه کې د پاتې کېدو له ستونزې سره مخ شي، يعنې (i) داسې کورنۍ چې يو کس په کې وي له خپلوانو سره، (ii) هغه کورنۍ چې په کور معلوليت ولري، (iii) بېوزله کورنۍ، (iv) د بې عايده سپين ږيرو کورنۍ، هغه کورنۍ چې ځمکه ونه لري (v) او يا هم د دندې امنيت ونه لري (vi) او قومي اقليتونه.

 

1. د بيا استوګن کېدو د چوکاټ هدفونه او د پروژې شاليد

1.1                    د پروژې منځپانګه (محتوا)

د لوړو زده کړو وزارت تصميم لري چې لوړو زده کړو ته په ټول افغانستان کې پراختيا ورکړي، ارګانونه او تمويل کوونکو موسسو د زده کړو له پاره د اړتياوو په رڼا کې، له دې وزارت سره مرسته او تخنيکي ملاتړ پراخ کړی څو دغه وزارت خپل پلانونه له نړيوالو معيارونو سره سم پلي کړي.

د پوهنتونونو يا لوړو زده کړو د موسسو په جوړولو سره کېدای شي په يوه سيمه کې خلک بې ځايه شي او په اتوماته توګه ددې لامل کېږي چې د ځينو ټاکلو نړيوالو او سازماني معيارونو پيروي وشي. د لوړو زده کړو د يوې موسسې جوړول يوه هېواد او يوې ټولنې ته ډېرې ګټې لري له همدې امله بايد د اجتماعي شديدو اغېزو د احتمال مخه ونيسو څو ډېرې لږې شي.

1.2        وړانديز شوی هدف

له بيااستوګن کېدو سره د پروژو سروې او نفوس شمېرنې کړنلارې د نورو اکثريتو پروژو د کړنلارو په پرتله، په عمده توګه توپير کوي: وروستۍ تخنيکي طرحې تر هغې چې د پروژې په شرايطو پوه نه شو، نه شي کولای په معمولي توګه معلومه شي، نو همدا د پوهنتون يا لوړو زده کړو د موسسې هدف دی. د حل لاره داده چې نفوس شمېرنې او عمده سروې ګانو ته پراختيا ورکړل شي څو په اعظمي توګه د اغېزو پوښښ په کې شامل شي يا هم د پروژو د تطبيق په ساحو کې د بيااستوګن کېدو اغېزه اټکل کړل شي.

د پوهنتون جوړول کېدای شي د بې ځايه کېدو لامل شي. د جوړولو کار به پراختيا او همداراز کولای شي د ملکيت استفاده اغېزمنه کړي. له ځمکې څخه د استفادې محدوديتونه کولای شي عوايد اغېزمن کړي. لکه د ځمکې د استملاک جبران چې يو فيس يې د ارتفاق حق کېږي همدارنګه غله جاتو ته په واردو شوو زيانونو، کېدای شي د دوره يي لاسرسي د جبران مناسبه لاره وي. د ارتفاق د حق فيس له پنځو څخه تر شل سلنه پورې د اغېزمنې ځمکې د ځای په ځای کېدو لګښت جوړوي. په ډېرو مواردو کې، د ساختمان د جوړولو په پايله او د ملکيت د ارزښت د کمښت له پاره هېڅ ډول جبراني پيسې نه ورکول کېږی.

د بيا استوګن کېدو د پاليسۍ چوکاټ، پورته يادو شوو مسائلو ته د رسېدو په هدف طرح شوې، د ارزونې، د جبران او ضررونو کمښت، د بيااستوګن کېدو له فعالتونو څخه د راولاړو شويو شخړو د حل په صورت کې که چېرې په ځينو مواردو کې لنډمهاله هم وي، يو څرګند چوکاټ تشريح کړی دي.

 

 1.3      د بيااستوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ هدف

هغه فعاليتونه چې ټاکل شوې د لوړو زده کړو د وزارت د دويم پلان د ملي ستراتيژۍ په واسطه تمويل شي په دې پړاو کې وروستي شوي نه دي او نه شي کولای وروستي شي، نو په دې پړاو کې امکان نه لري چې تر سيمې پورې د اړوند،د بيا استوګن کېدو یو پلان، په ټولو جزياتو سره، ټول هغه اغېزمن کسان چې باید احتمالاً کډه شي يا هم تر پروژې پورې اړوندو ځمکو د استملاک له اغېزو څخه ضررمن شي، رامنځ ته کړي. د لېږد د کرښې د فعاليت برخې چې د هغې له پاره د بيااستوګن کېدو د پاليسۍ چوکاټ لازم دی عبارت دي د ځمکې له پېرودلو، د ارتفاق د حق فيس، د بې ځايه کېدلو ځينې نور موارد په هغو ځايونو کې چې کېدای شي له هغې لارې د لېږد کرښه تېره شي. د لېږد کرښه په دې وخت کې وروستۍ شوې نه ده او نه شي کولای چې وروستۍ شي، نو په دې پړاو کې امکان نه لري چې تر ساحې پورې تړلی يو پلان رامنځ ته کړو، داسې يو پلان چې د ټولو اغېزمنو کسانو جزيات چې کېدای شي په نورو سيمو کې ځای په ځای کړل شي، يا هم د پروژې اړوند ځمکو د استملاک له سختو اغېزو څخه ضررمنې شوې وی. د بيااستوګن کېدو د پاليسۍ له چوکاټ څخه هدف د بيا استوګن کېدو د اصولو څرګندول، سازماني هوکړې او د لېږد د کرښې په مشخصو فعاليتونو د تطبیق وړ طرحې معيارونه هغه وخت کې ترسره کېږي وي. په همدې ډول، د بيااستوګن کېدو د کار يوه ثابته لاره، د بې ځايه شوو او ځمکې د استملاک د ټولو فعالیتونو له پاره به تعقيب شي.

 

سربېره پردې، د بيااستوګن کېدو د پاليسۍ يو چوکاټ کولای شي د لوړو زده کړو په وزارت کې د تخنيکي وړتيا د پراختيا له پاره په لاندې ډولونو سره مرسته وکړي:

(i)         د پروژې د همغږۍ له برخې سره د تخنيکي همکارۍ برابرول:په وزارت او ساحوي دفترونو کې يې چې د پروژې د تطبيق، د پروژې مديريت، تدارکات، د قراردادونو مديريت، مالي مديريت، د سروې له جوړښت څخه څارنه او د کنټرول کيفيت، اجتماعي او محيطي مديريت،  په برخه کې لاس ولري.

(ii)        د لوړو زده کړو په بېلابېلو برخو کې د وړتیاوو د لوړولو ملاتړ: د تدارکاتو په برخه کې تخنيک، د قراردادونو مديريت، مالي مديريت، داخلي تفتیش، څارنه او ارزونه او د محيطي او اجتماعي مسايلو مديريت

(iii)       د سيمه ييزو ارګانونو د وړتيا د لوړولو ملاتړ: د اجتماعي ډلو په ګډون، پوهنځي، سيمه ييز صنايع او ساختماني

(iv)       د څارنې او ارزونې د فعاليتونو د پياوړتيا او ادامې ملاتړ:د موادو، محصول، پروسې او له پايلو څخه د څارنې په ګډون به د بېلابېلو برخو د کار له پرمختګ څخه، د پروژې د څارنې د تطبيق د يوې عمده برخې په توګه ترسره شي. د پروژې د همغږۍ برخه به د راپورونو د تطبيق او فزيکي پرمختګ د څارنې مسوله وي. د څارنې او ارزونې د برخې په واسطه د پايلو څارنه چې په خپلواکه توګه د پروژې د همغږۍ له برخې څخه دي ترسره کېږی. دغه برخه د هئيت د اطلاعاتو د تحليل او راټولونې مسوله، د موردي مطالعو د محدود شمېر ترسره کول او د پروژې د همغږۍ د برخې له پاره د پرلپسې نظرونو برابرول به د پروژې همغږې کوونکې برخه وي.

د څارنې او ارزونې برخه به د کارکوونکو او متخصصينو د برابرولو او زده کړو له لارې پياوړې شي.

څو اړوندې مسئلې شته دي چې بايد تګلارې د پېژندنې له لارې حل شي. لومړی، د بيااستوګن کېدو د تګلارې چوکاټ لازم دی چې د نړيوال بانګ له ۴.۱۲ عملياتي تګلارې سره چې بايد له غيرداوطلبانه بيا استوګن کېدو او موجودو داخلي قوانينو او تګلارو سره ورته والی ولري. هر وخت کې د دې دواړو تر منځ ورته والی نه وي، د نړیوال بانګ تګلاره ارجحيت لري خو دا چې سيمه ييز شرایط د اغېزمن کس له پاره لوړه ګټه يا لوړ معيار وټاکي.

دويم، مخکې تر دې چې د بيا استوګن کېدو تګلارې د چوکاټ جزيات طرحه او تشريح کړل شي، کېدای شي اساسي اصول او د بيااستوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ هدفونه وټاکل شي خو له هغه ځايه چې د ۴.۱۲ عملياتي تګلاره د داسې اصولو او هدفونو لرونکې ده، په افغانستان کې هېڅ قانون او تګلاره، بيااستوګن کېدو ته رسېدنه نه کوي. اړوند قوانين شته دي چې وروسته به خبرې پرې وشي. په بنسټيزه توګه د ۲۰۰۸ ز کال د ځمکو د چارو د مديريت قانون چې تعديل شوی دی (د وړانديز شوو تعدیلاتو په ګډون) او د ځمکې د استملاک د ۲۰۰۹ ز کال قانون، خو له دې قوانينو څخه هېڅ یو هم د غیرداوطلبانه بيا استوګن کېدو ته رسېدنه نه کوي. نو د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ د اصولو ټاکل، په پيل کې يو له هغو څخه رامنځ ته کول، له شک پرته د بيا استوګن کېدو په اړه د نړيوال بانګ تګلارې ته لومړيتوب ورکوي.

د بيااستوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ اصول په لاندې توګه دي:

  • لومړی، په کورنيو او اشخاصو سختې اغېزې چې شونې ده د پروژې په واسطه به اغېزمن شي، مخه ونيسي او يايې ډېر کوچني حالت ته ورسوي، ډاډ ترلاسه شي په داسې حال کې چې د ځمکې له استملاک څخه ځان نه شي ساتل کېدای.
    • د پروژې د ترسره کولو په اړه له اغېزمنو کسانو سره مشوره کېږي،
    • اغېزمن کسان د له لاسه وتلو داراييو جبران د ځای په ځای کېدو پانګې سره ترلاسه کړي،
    • له اغېزمنو کسانو سره دې مرسته وشي څو د دوی ژوند او د ژوند معيارونه، که چېرې بې ځايه شوي وي، بېرته هغه حالت ته ورسېږي چې تر بې ځايه کېدو مخکې يې لرل.

د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ تشريح کوي چې دا اصول به څه ډول ورکړل شي. په پيل کې بايد وويل شي چې د افغانستان قوانين کېدای شي دا موضوعات په مفصله توګه تشريح نه کړای شي، کېدای شي په يادو قوانينو کې کوم حکم نه وي چې د دې اصولو د تطبيق خنډ شي.

2. د بيا استوګن کېدو له پاره تګلاره او حقوقي چوکاټ

2.1 د ځمکو د استملاک په اړه د افغانستان تګلاره او قانون

په افغانستان کې تر دې هېواد پورې ځانګړې د بيا استوګن کېدو هېڅ ډول تګلاره نه شته. په ۲۰۰۷ ز کال کې د ځمکې يوه جامعه تګلاره د کابينې له لوري منظوره شوه خو تر اوسه په بشپړه توګه اجرا شوې نه ده. د افغانستان اساسي قانون چې د ۲۰۰۷ ز کال په لومړيو کې تصويب شو، درې مادې دي چې د بيا استوګن کېدو او جبران لوري ته ډېرې نیږدې دي. د عامه ګټو په منظور، لکه د عامه زېربنا جوړول يا هغه ځمکه چې فرهنګي او علمي ارزښت ولري، هغه ځمکه چې لوړ کرنيز محصول ولري، لوی باغونه، د ځمکو د استملاک قانون چې په ۲۰۰۹ ز کال کې تصويب شوی دی په لاندې توګه صراحت لري:

(i) د عامه استفادې له پاره د يوې ټوټې ځمکې د استملاک کولو په اړه د وزيرانو شورا پرېکړه کړې چې د بازار له نورمونو سره سم به په منصفانه بيه جبران کېږي. (۲مه برخه)؛

(ii) د يوې ټوټې او ياد  ځمکې د يوې برخې د استملاک له امله نه بايد چې مالک يې د ځمکې د نورې برخې له مکلفيت څخه منع شي يا هم د هغې د کارولو مانع شي. که دا ستونزه رامنځ ته شي. ټول ملکیت به يې استملاک شي. (۴مه برخه)

(iii) د ځمکې د مالک يا استفاده کوونکي حق، په پروژه د مدني کارونو له پيل څخه درې مياشتې مخکې او کله چې بېرته مالک يا استفاده کوونکي ته ورکول کېږي کار يې پای مومي. کله چې پای مومي مالک يې کولای شي وروستی حاصل يې ترلاسه کړي، له غيرمنظره اخراج په استثناء سره(۶مه برخه)؛

(iv)  د ځمکې د استملاک په صورت کې، د جبران له پاره لاندې عوامل په نظر کې نيول کېږي:

·         د ځمکې ارزښت؛

·         په ځمکه د کورونو او ودانيو ارزښت؛

·         په ځمکه د باغونو، ونو او ټولو پانګونو ارزښت (۸مه برخه)؛

(v) د ځمکې ارزښت د هغې تر جغرافيوي ارزښت پورې تړلی دی (۱۳مه برخه) (او همداراز دې د ۲۰۱۲ ز کال د ډسمبر د مياشتې خپرې شوې ځمکې، د مديريت د قانون د نوې وړانديز شوې ۴۵ مې فقرې ته مراجعه وشي.)؛

(vi)  د کوم چا د اوسېدو ځمکه چې استملاک شوې وي، د خپلې ارزښت سره سم به یوه بله ځمکه ترلاسه کړي. هغه کولای شي چې د اوسېدو ځمکه وټاکي يا يې هم په بدل کې په يوه دولتي ملکيت کې کور واخلي البته د (۱۳مې برخې) له دقیقو کړنلارو سره سم؛

(vii) هر وخت چې د ځمکې خاوند وغواړي خپله اغېزمنه ځمکه د دولت له سمې ځمکې سره تبادله کړي او که چېرې د دولتي ځمکې ارزښت د ده خپلې له منځه تللې ځمکې څخه ښکته وي، توپير يې محاسبه کېږي او د اغېزمنې ځمکې خاوند ته ورکول کېږي. (۱۵مه برخه)؛

(viii) د باغونو، د انګورو د تاکونو او په ځمکه کې د نورو ارزښت به د استملاک په وخت کې د اړوندې سيمه ييزې ادارې له خوا وټاکل شي. (۱۶مه برخه)؛

(ix) د ملکيت ارزښت د سيمې له موجوده بيې سره سم ټاکل کېږي. مالک يا استازی يې بايد د ارزښت د ټاکلو په وخت کې حاضر وي.

جبران د وزيرانو د شورا په واسطه ټاکل کېږی. تصميم به د لاندې کمېټې د غړو د وړانديز په بنسټ ټاکل کېږي:

(i) د ملک خاوند يا د ځمکې استفاده کوونکی يا يې هم استازی؛

(ii) د ځمکې د پيداکوونکي ادارې رسمي استازی (د بېلګې په توګه، د لوړو زده کړو وزرات)؛

(iii) د سيمې د ښاروالۍ استازی؛

(iv) د ماليې وزارت استازی؛ او

(v) د عدليې وزارت استازی.

د ارزونې پروسه او د ځمکې د استملاک د قانون تعديل جريان لري خو د ۲۰۱۳ ز کال د نوومبر له مياشتې را په دې خوا د تعديلاتو په اړه هېڅ تصميم نه دی نيول شوی. همداراز د يادولو وړ ده  چې په دې قانون کې دوه ستونزې په ځانګړې توګه د بيااستوګن کېدو د تګلارې په چوکات کې شته دي. لومړی، په دې قانون کې د لنډې مودې بې ځايه کېدو د ستونزو د اوري په اړه هېڅ حکم نشته لکه له ځمکې د ارتفاق حق چې په مشخصه توګه به د برجونو د جوړونې له يادولو پرته د لېږد د کرښې (چې وروسته له دې به په دې سند کې د لنډمهاله بې ځايه کېدو په نوم يادېږی.) يوه ځانګړنه وي. کله چې برجونه جوړ شي، د ځمکې تصرف کوونکي او مالکان به وتوانېږي چې بېرته ځمکې ته وګرځي. له هغو به له يو لړ محدوديتونو (له هغې ځمکې په استثنا چې هلته برج جوړ شوی وي.) سره سم استفاده کوي. دویم، د شپنو په اړه يوه جزيي ستونزه شته ده چې هغوی به هغه څړځايونه چې له پخوا يې د خپلو حيواناتو له پاره کارول کېدای شي د يوې لنډې مودې له پاره له لاسه ورکړي. دې دوو ستونزو ته به په لاندې توګه رسېدنه وشي.

 

2.2 د جبران، بيااستوګن کېدو او استملاک په اړه د نړيوال بانګ د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې اصول

دغه برخه به د بيااستوګن کېدو په اړه د نړيوال بانګ ۴.۱۲ عملیاتي تګلاره تر بحث لاندې ونيسي. په بدل کې يې د ۴.۱۲ عملياتي تګلاره د کلمې په کلمې په ډول د تکرار له پاره به هڅه ګټوره وي چې د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې د شرایطو د ټاکلو له پاره په داسې توګه هڅه وشي چې هغوی وکولای شي، د قانوني احکامو په هر بنډل يا دا چې وړاندوېينه وشي چې د اداري ارګان له لارې د هغوی په اړه څنګه د ځمکې د استملاک د يوې منطقي لارې له مخې رسېدنه وشي.

د تګلارې بنسټيز اصول چې د ځمکو د استملاک او بیااستوګن کېدو په اړه د نړيوال بانګ موقف ټاکي او د بیا استوګن کېدو د تګلارې له دې چوکاټ سره سم به د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ تعقيب کېږي چې په لاندې ډول به وي:

(الف) د غیرداوطلبانه بیا استوګن کېدو دې د امکان تر حده مخنيوي وشي ترڅو چې دا بهير ډېر لږ شي او د پروژې ټولې شونې طرحې وپلټل شي.

(ب) هر وخت چې د بيا استوګن کېدو مخنيوی شونی نه وي، د بیا استوګن کېدو فعاليتونه بايد د پرلپسې پراختيا د پروګرامونو په توګه په نظر کې ونيول شي او ترسره شي ترڅو د پروژې په واسط د بې ځايه شوو کسانو له پاره د پانګونې د کافي سرچينو په برابرولو سره وتوانېږي چې د پروژې د ګټو يوه برخه ترلاسه کړي. له بې ځايه شوو کسانو سره بايد په سمه توګه مشوره وشي او هغوی ته بايد د بيا استوګن کېدو د پروګرامونو په تطبيق او پلان جوړونه کې د برخه اخيستو وخت  ورکړل شي.

(ج) له بې ځایه شوو کسانو سره بايد د ژوندانه د ښه والي په برخه يا هم لږ تر لږه د دوی ژوند هغه کچه چې تر بې ځايه کېدو مخکې يې لرله، هر يو چې لوړ وي مرسته وکړي.

(د) که مستحق نه وي، نه شي کولای چې د جبران او اغېزمنو کسانو د ګټه اخيستو خنډ وګرځي.

(هـ) د خساراتو جبران به د بیااستوګن کېدو له لګښت سره برابر وي.

(و) د جبران ورکړې بايد د لازمو داراييو له پيداکولو مخکې ورکړل شي.

لومړی ګام: مقدماتي موضوع ګانې: آيا استملاک لازم دی؟

لومړی پړاو چې ۴.۱۲ عملياتي تګلارې کتنه ورته کړې، د امکان په صورت کې، له استملاک او بيااستوګن کېدو مخنيوی دی. د ځمکې استملاک او بيا استوګن کېدو ته نه بايد د لومړۍ ساده ټاکنې په سترګه وکتل شي، بلکې بايد د وروستۍ ټاکنې په سترګه ورته وکتل شي.

دا نظر چې د لومړي پړاو د شرایطو د پوره کولو له پاره د دولت کوم اقدام لازم دی، اړينه ده چې د محیطي اغېزو د ارزونې تر څنګ، د اجتماعي اغېزو او د وړانديز شوې پروژې د مالي تحليل يوه ارزونه وشي.

  • د هغې ځمکې چې باید استملاک شي يوه مقدماتي ارزونه او تحقيق وشي.

 

  • هغو کسانو ته چې په احتمالي توګه له پروژې څخه اغېزمن کېږي او ټولو ذینفع کسانو ته بايد وخت ورکړل شي چې د وړانديز شوې پروژې د سيمې، د وړانديز شوې ځمکې د استملاک اړتيا او همداراز همکاري وکړي او خپل نظر ورکړي. د اغېزمنو اشخاصو دا ډول برخه اخيستل چې د هر ډول بيااستوګن کېدو په پلان جوړونه کې بايد ترسره شي جلا کوي.
  • د وخت د تېرېدو نېټه بايد د هر ډول همکارۍ او د اغېزمن شوو کسانو د وروستي جبران له پاره بايد وټاکل او اعلان شی. له هغې نېټې وروسته، هر شخص چې د پروژې د احتمالي سيمې په ساحه کې ځمکې او يا کور ته ورغلل او يا يې ترلاسه کړ، د جبران مستحق نه دی. د بیا استوګن کېدو د دې مشخص چوکاټ په صورت کې مشخصه تګلاره، دغه ګام بايد د يوه برج يا د فرعي ستيشن د جوړولوله پاره څو ځله پورته شي. په راتلونکي کې به احتمالي پروژو د تطبيق د غير رسمي آوازو ګواښ شته وي. دې موضوع ته بايد په دقيق توګه وکتل شي.

دويم ګام: د بیا استوګن کېدو او استملاک د يوه پلان برابرول

په پروسه کې دويم ګام، د بیا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک د يوه پلان برابرول دي چې بايد داسې اقداماتو کې شامل او تضمين کړي داچې د ۴.۱۲ د عملياتي تګلاري په متن کې دي:

(i) اغېزمن کسان د بیا استوګن کېد ټاکنو او حقوقو په برخه کې، خبر کړل شي.

(ii) د وړانديز شوو ټاکنو او اقتصادي او تخنيکي له پلوه د امکان لرلو په صورت کې له اغېزمنو کسانو سره مشورې وشي. ټاکنې کېږي.

(iii) د هغو داراييو د زيانونو جبران چې په مستقيمه توګه د پروژې له پاره استملاک شوې ځمکې په سملاسي توګه اغېزمنو کسانو ته ورکړل شي.

که اغېزې د فزيکي ځای په ځای کېدو له امله وي، د بيا ځای په ځای کېدو پلان يا هم د همدې پلان تګلاره د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره د داسې اقداماتو لرونکې ده چې:

الف) د ځای په ځای کېدو په جريان کې، مرسته (لکه د پيسو واړه کول) ترلاسه کړي، او

ب) داوسېدو کورونه، يا د اوسېدو سيمې، يا هم له اړتيا سره سم، هغه سيمې چې د ځواکمنو او سيمه ييزو توليدي امتيازونو ترکيب او ټول عوامل چې لږ تر لږه د پخوانيو سيمو د امتيازونو معادل وي ترلاسه کوي.

د اړتيا په صورت کې، تګلارې ته د لاس رسېدو په منظور، د بيا استوګن کېدو پلان همداراز بايد د ډاډمن کېدو له پاره په داسې اقداماتو کې شامل وي دا چې بې ځايه شوي کسان بايد:

الف) له بې ځايه کېدو وروسته، د يوې انتقالي مودې له پاره، د يوه دليل لرونکي اټکل په بنسټ چې کېدای شي د ژوند د جوړولو او ژوندانه له کچې سره يې لازم وي، د ملاتړ وړانديز ترلاسه کړي.

ب) د جبراني اقداماتو سربېره انکشافي مرسته لکه د ځمکې تیارول، د پور آسانتياوې، د بوختيا او زده کړې موقع ترلاسه کړي.

ج) د بيا زده کړې موقع پيداکړي څو هغوی وکولای شي يو ډول نوی ژوند پيل کړي يا هم د زده کړې د ترلاسه کولو له لارې، يوه ښه وړتيا لاس ته راوړي.

په دې اړه چې بايد په قانون يا اداري هوکړو کې کومې چارې یا هم په دواړو کې د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره دغه شرایط ځای په ځای شي، لاندې چارې بايد د بيا استوګن کېدو او د ځمکې د استملاک په هر پلان کې راوړل شي:

  • هغه ځمکه چې بايد استملاک شي.
  • هغه کسان چې د داراييو، عايد او د ژوندانه د سرچينو له پلوه ضررمن شي.
  • هغه کسان چې بايد بل ځای ته ولېږدول شي.
  • هغه سيمه او سيمې چې هلته دا ډول اشخاص کډه کوي
  • د سيمې شرایط چې هلته کسان لېږدول کېږي، يعنې دا چې:
    • آيا ځمکه تصرف شوې د چا له خوا؟
    • په اوس وخت کې ځمکه د څه له پاره استفاده کېږي؟
    • د ځمکې وضعيت او اسانتياوې يې
  • هغه هوکړې چې بايد له مخې يې د بیااستوګن کېدو ته آسانتيا ورکړي او يووالی راشي.
  • د توپير ډول او د جبران ورکول
  • کسانو ته د ورکړی وړ جبران
  • د ورکړې د وړ جبران اټکل او د بيااستوګن کېدو لګښتونه
  • هغه کړنلارې چې بايد د پلان د ترسره کېدو به وخت کې تعقیب کړل شي.
  • د پلان د ترسره کولو په وخت کې د اغېزمنو کسانو د شاملولو هوکړې.
  • د پلان او جبران د ترسره کولو په وړاندې د خنډونو له پاره څه فرصتونه شته دي؟

په عمل کې، د دې پلان برابرول بايد د انکشافي پروژې د کار د يوې برخې په توګه وي ځکه چې نوموړی پلان د پروژې يوه برخه شمېرل کېږي خو د پروسې له نظره بهتره ده دغه موضوع چې آيا د ځمکې کوم استملاک او بيا استوګن کېدل لازم دي، له هغې موضوع نه چې کوم ډول بيااستوګن کېدل ترسره شي او څنګه توپير شی.

همداراز دغه دويم ګام باید اغېزمن کسان د پلان په جوړولو کې شريک کړي، نه دا چې يوازې دوی ته وخت ورکړل شي چې په يوه پلان چې د مسولينو له خوا جوړ شوی نقد کړي او نظر پرې ورکړي. ۴.۱۲ عملياتي تګلارې دغه موضوع په ډېره څرګنده توګه په لاندې ډول شرحه کړې ده:

(الف) بې ځايه شوي کسان او د هغوی ټولنې، د دوی کوربه ټولنې، بايد اړوند معلومات په خپل وخت سره ترلاسه کړي، له دوی سره د بیااستوګن کېدو د ټاکنې په ډول مشوره وشی، په پلان جوړونه کې اشتراکي فرصتونه او دوی ته بايد د بيااستوګن کېدو له ځايه د تطبیق او څارنې وړانديز وشي. دوی ته بايد شکايتونو ته د رسېدو له پاره د لاسرسي وړ او مناسب ميکانيزمونه ورکړل شي.

(ب) د بیا استوګن کېدو په نويو سيمو يا کوربه ټولنو کې، له اړتيا سره سم د ښه والي له پاره زېربنايي او عامه خدمتونه، احیا، د کوربه ټولنو او بې ځایه شويو کسانو له پاره د خدمتونو کچه او لاسرسی، برابرېږي. ورته سرچينې بايد اجتماعي سرچينو ته د لاسرسي د له لاسه ورکولو (لکه، د کب نيونې سيمې، څړځايونه، د سون توکي يا واښه) د جبران په منظور برابرې شي.

(ج) له نويو شرایطو سره د مناسب اجتماعي ارګان طرحې بايد د طرحه شوو ټاکنو له مخې د بې ځايه شوو اشخاصو په واسطه وي. د امکان تر کچې باید کوربه ټولنې او د کورونو برابروونکي موجود فرهنګي او اجتماعي ارګانونه وساتل شي او د برابروونکو ترجيعاتو ته په ځانګړې توګه په هغو ټولنو او ډلو کې ځای په ځای کېدل چې له پخوا څخه شته و، درناوی وشي.

د يوه پلان د برابرولو په پراختيايي جلسو کې بايد ډېر اغېزمن کسان او د عمومي خلکو عامه مشورې شاملې وي. هره ورځ بايد رسمي جلسې د اغېزمنو کسانو، د لوړو زده کړو د وزارت سيمه ييز کارکوونکي او نورو اړوندو مراجعو کې ترسره شي. په فرعي پروژو کې د مشورې رسمي پروسه بايد په لاندې ډول وي: (الف) له کورنيو او شرکتونو سره چې په مستقيمه توګه اغېزمن شوي مخامخ جلسې، (ب) د ټولنې او کلي جلسې، (ج) له دولتي مسولينو سره عامه جلسې. معلوماتي مواد بايد برابر او د جلسې له جوړېدو مخکې د فرعي پروژو په ساحو کې ووېشل شي. دغه موضوع په تفصيل سره لاندې تشريح شوې ده.

درېيم ګام: د جبران ورکول، د بې ځایه شوو ځای په ځای کول او د ځمکې استملاک

درېيم ګام د پلان اجرا کول دي: يعنې د ځمکې استملاک او د استملاک په پايله کې د بې ځايه شويو بيا استوګن کېدل. دغه د استملاک او بيا استوګن کېدو اصلي پروسه وه چې بايد په څو فرعي ګامونو ووېشل شي. دغه ټول فرعي ګامونه په مشخصه توګه د ۴.۱۲ په عملياتي تګلاره کې نه دي تشريح شوي؛ خو دغه د ځمکې د استملاک او بيا استوګن کېدو لازمه برخه ده چې بايد د عملي کېدو له پاره د بيا استوګن کېدو د تګلارې په چوکاټ کې وليکل شي.

مخکې تر دې چې هر فرعي ګام خلاصه کړل شي، د حقوقي چوکاټ په اړه بايد يو عمومي ټکی مطرح شي. له څرګندو قواعدو څخه بايد په ۳ ګام کې يو بنډل ترتیب شي. دغه د قواعدو بنډل بايد لارې چارې تر پوښښ لاندې ونيسي.

  • له پروسې څخه د اجرا، تنظيم او څارنې  له پاره ارګانونو ته اختيا ورکول.
  • کومو مسولينو ته اختيار ورکول کېږي چې اقدامات وکړي او حکم صادر کړي.
  • دغه مسولين کوم اقدامات او حکمونه تر لاس لاندې لري او بايد چې صادر يې کړي.
  • د مشورې او ګډون ارګانونه او پروسې
  • دغه اقدامات او احکام به په کومو اغېزمنو او نورو کسانو تطبيق شي
  • د لازمو اقداماتو او احکامو د پيروۍ له پاره بايد اغېزمن کسان څه کارونه وکړي.
  • په قانون کې د درج شوې دارايۍ د حقوقو او امتيازاتو د ترلاسه کولو له پاره بايد اغېزمن کسان څه وکړي؟
  • د جبران په اړه:
    • د جبران ډول او محدوده
    • د جبران د توپير ډول او په ځانګړې توګه د جبران توپير که چېرې په لنډمهاله توګه بې ځايه شوي وي.
    • د جبران د ورکولو او دعوې د وخت ډول او چوکاټ
    • د جبران په اړه عريضې او د تصميم نيولو پروسه
  • د بې ځايه کېدو او بيا استوګن کېدو په اړه:
  • د بيا استوګن او بې ځايه کېدو پروسه او کړنلارې
  • د بيا استوګن او بې ځايه کېدو په برخه کې مالي مرسته (د بې ځايه کېدو په صورت کې، دغه مرسته په لنډمهاله توګه د ځمکې کوچني کول او بېرته ځمکې ته ګرځېدل دي.)
  • د بيا زده کړې په برخه کې مرسته يا هم د نوي ژوندانه برابرول.
  • شخړې ته د تصميمونو د کشولو اړوند ارګانونه او پروسې.

په فرعي ګامونو د بحث پايله حکم کوي چې د قواعدو دا ډول بنډل بايد ترتیب کړل شي.

لومړی فرعي ګام

د ځمکې د استملاک د پروسې لومړنی فرعي ګام دی چې په هغې کې د نظر وړ ځمکو ټولو مالکانو، تصرف کوونکو او مستحقینو ته د هر ډول استملاک شوې ځمکې د جبران او استملاک په اړه خبر ورکول کېږي. دغه پروسه په لاندې ډول ده: د ځمکې له مالکانو او تصرف کوونکو سره د پراخه شخصي ارتباطاتو برابرول او د دې په اړه چې څه به پېښ شي د شفاهي څرګندونو وړاندې کول او په دې برخه کې بايد تصرف کوونکي او مالکان کوم کارونه وکړي چې ډاډه شي، دوی يې د ځمکې د تصرف له پاره پېژندنه او جبران ترلاسه کړي دي. د لنډ مهاله بې ځايه کېدو په صورت کې د دې ډول بې ځايه کېدو د حالاتو بشپړه توضیح، د څومره وخت له پاره، تصرف کوونکي به په لنډمهاله توګه چېرته ځای په ځای شي او د اوسېدو ځای به يې څه ډول وي، آيا جبران به ورکړل شي، لازم دي.

د تصرف کوونکو د شرایطو معيارونه

د ځمکې د تصرف کوونکو په اړه، ۴.۱۲ عملياتي تګلاره حکم کوي چې تصرف کوونکي لاندې کسان دي:

(الف) هغه کسان چې د ځمکې رسمي قانوني حقوق ولري (د هېواد په قوانينو کې درج شوي سنتي او عرفي حقوق)؛

(ب) هغه کسان چې د نفوس شمېرنې د پيل په وخت کې د ځمکې د قانون رسمي حقوق نه لري خو د همداسې ځمکې او داراييو دعوه لري. په دې شرط چې دا ډول دعوې د هېواد په قوانينو کې پيش بيني شوې دي او يا هم د يوې ټاکل شوې پروسې له مخې د بيا استوګن کېدو په پلان کې مشخص شوي وي.

(ج) هغه کسان چې تر تصرف لاندې ځمکه کې يې حق ولري او يا هم مشخصه قانوني دعوه ولري.

د ۴.۱۲ عملياتي تګلاره حکم کوي  چې دوې لومړۍ ډلې تصرف کوونکي د خپلو ځمکو د له لاسه ورکولو له امله د جبران مستحق دي؛ درېيمه ډله د بيا استوګن کېدو د مرستې د ترلاسه کولو مستحق دي. سره له دې چې دا حکم بايد په ۴.۱۲ عملياتي تګلاره کې د درج شوي حکم په رڼا کې وويل شي چې داسې دی: د پروژې د ساحې د تشخيص په وخت کې، د هغو کسانو په ساحه کې چې له پروژې څخه اغېزمن او بايد مرسته ورسره شوې وای يوه نفوس شمېرنه بايد وشي. هغه کسان چې د وخت له تېرېدو وروسته چې د نفوس شمېرنې د بشپړېدو وخت دی، د پروژې ساحه غصب کړي، د جبران او يا نورې مرستې مستحق نه دی.

له همدې امله، عملياتي تګلاره دغه ټکی مشخص کوي چې غیر قانوني اوسېدونکي، تر پروژې پورې اړوند اغېزمن شوي کسان د وړاندوېينې له حق پرته (په قانون يا عرف کې) باید د بیا استوګن کېدو په برخه کې يو څه جبران او مرسته ترلاسه کړي. د دې حکم مبنا دا ده چې دا ډول کسان د ټولنې بېوزله پاړکی دی او هغه کسان چې د بې ځايه کېدو له امله له لویو زيانونو سره مخ شوي دي. سره له دې چې دا ډله په ځمکه قانوني حقوق نه لری خو د دې له پاره چې د ژوند د يوې برخې احیا يې شوې وي بهتره ده چې په اړوندو چارو کې، داسې حل لارې برابرې شي چې په هغې کې دا ډاډ رامنځ ته شي چې اغېزمن کسان بايد په نوې امنيتي سيمه دنده ولري، البته په ځانګړې توګه هغه کسان چې په فزيکي توګه بې ځایه شوي وي يا هم دوی د ځمکې په بدل کې د ځمکې وړانديز کېږي.

دويم فرعي ګام

دويم فرعي ګام د جبران د دعوو ټاکل، د جبران د پيسو پرتله او د جبران ورکول دي. ۴.۱۲ عملياتي تګلاره د بيا استوګن کېدو په اړه د جبران،  مالي او غيرمالي  مرستې تر منځ توپير وکړي. دا په بشپړه توګه يو منطقي کار دی ځکه چې دا تګلاره څرګندوي چې کسان د له لاسه تلليو داراييو په وړاندې(که بې ځایه شوي وي که نه وي) د جبران مستحق دي. خو که جبران لکه پيسې، د پيسو ارزښت، ځمکه او يا د دې له پاره بله مرسته وي چې شخص يو ځل بيا د ځمکې له استملاک څخه د پخوا په څېر شي (د ودانيو او د ځمکې په سر طبيعي سرچينې) په نظر کې ونيول شي. يا هم د ساتل شوې ځمکې ارزښت کم شي يا هم شخص د ځمکې پرېښودو ته اړ شي او بل ځای ته کډه شي، په دې صورت کې کولای شو د دارايي په مقابل کې پيسې ورکړو سره له هغې چې د بيا استوګن کېدو په نوم يې يادوو.

د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې د پيروۍ په منظور، بايد د دې فرعي ګام محتوا په لاندې توګه وي:

  • د جبران له پاره دعوې
  • په دعوو کې د اغېزمنو کسانو له پاره د مرستې برابرول
  • د دعوو ارزونه
  • د دعوو مشخص کول او عريضې کتل
  • د جبران ورکول

په جبران کې لاندې شيونه شامل دي:

  • د ځمکې د بدلېدو بشپړ لګښت د بازار د ارزښت په بنسټ په نظر کې نيول شوی دی د معاملې ټول لګښت (لکه د ثبت فيس، د اخيستو او پلورلو ماليې او نور)
  • د امکان تر کچې، په عين مساحت او کيفيت بله ځمکه
  • ځمکې ته د ضرر رسېدو جبران
  • د بيا استوګن کېدو لګښتونه (چې په دې منظور په لنډمهاله  بې ځايه کېدو کې شامل دی) چې په خپل نوبت سره په لاندې توګه دي:
    • د کډه کړلو لګښت (د ځورېدو جبران)
    • د استوګنځي د برابرولو په برخه مالي مرسته
    • د نوې زده کړې په ګډون د ژوند د بدلېدو او عاید په برخه کې مرسته

 

په ۴.۱۲ عملياتي تګلاره کې د ځای د بدلېدو د لګښت موضوع تر پوښښ لاندې ده چې په لاندې توګه ده:

"د ځای بدلېدو لګښت" د داراييو د ټاکلو د ارزښت له طريقې څخه عبارت دی چې د کافي پيسو د ټاکلو په کار کې د ځای بدلېدو د لګښت او له لاسه تللو داراييو په برخه کې مرسته کوي او د معاملې لګښتونه تر پوښښ لاندې نيسي. د ارزښت د ټاکلو په دې تطبيق کې، د ودانيو استهلاک او دارايۍ نه بايد په نظر کې ونيول شي. د ضررونو له پاره چې په آسانۍ سره يې نه شو پرتله کولای او نه يې هم د پيسو په مقابل کې جبران کوی شو (لکه، عامه خدمتونو ته لاسرسی، پېرودونکي، وړاندې کوونکي، د کب نيونې سيمو ته لاسرسی، څړځايونه، او يا ځنګلونه) هڅې کېږي چې په معادل او د منلو وړ سرچينو يې د فرهنګي او عايداتي فرصتونو له نظره  لاسرسی وشي.

د جبران د مواردو د محاسبې د ډول جزيات په لاندې توګه محاسبه کېږي:

درېيم فرعي ګام

درېيم فرعي ګام د واقعي ځمکې د اخيستلو په اړه دی. يعنې د استملاک د مرجع له لارې د ځمکې د ملکيت اخيستل او همداراز د اغېزمنو کسانو د کډه کولو او نوي ځايونه ورته تیارول. دغه موضوع بايد له حساسيتونو سره سره ترسره شي او اغېزمنو کسانو ته بايد ډېره پاملرنه وشي. د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې په مشخصه توګه د دې فرعي ګام په اړه څه نه دي ويلي خو دغه ګام د استملاک د پروسې، بې ځايه کېدل او بيا استوګنې لازمي برخه ده.

د بيا استوګن او بې ځايه کېدو په برخه کې مرسته په لاندې ډول ده:

  • د بار تړلو او کډه کولو په برخه کې مرسته کړل، د لنډمهاله بې ځايه کېدو وروسته د نوي ځای ته تلو په ګډون.
  • د هغو کسانو له پاره د ټرانسپورټي آسانتياوو برابرول چې د بيا استوګنې ځايونه ورته برابرېږي.
  • د حساب له ټولنې سره همکاري او د هغوی له پاره د اضافي سرچينو برابرول.
  • د هغو کسانو له پاره مشوره او مرسته برابرول چې د بيا استوګنې ځايونه ورته برابرېږي.
  • د ځمکې تیارول، د آسانتياوو او اوسېدو د ځای برابرول.

د ځمکې د پرېښودو ټوله پروسه، تر يوې نوې ټولنې پورې اړوند ې بلې سيمې ته کډه کول او د نوي ژوند پيلول، کېدای شي ډېر زور وغواړي. اړتيا ده له اغېزمنو کسانو سره په کسيزه توګه او د دوی د استازو له خوا، په داسې چارو کې چې ډېری اغېزمن کسان شته وي، منظمې اړيکې ونيول شي. د جبران د ورکولو د تصميم نيولو په برخه کې، يو عمل چې دوښمنانه نه وي بلکې د دواړو خواوو خوښي په کې وي په نظر کې نيول کېږي.

مهمه ده چې تشخيص کړل شي، له پروژې څخه اغېزمن شوي کسان پوه شي چې هغوی په کومه ژبه خبرې کوي، آیا د سيمې په اړه معلومات لري او کنه. له همدې امله، لازمه ده د بيا استوګن کېدو د کاري پلانونو په رامنځ ته کولو کې، د بيا استوګن کېدو د دې تګلارې په چوکاټ کې، له هرې ټولنې سره په بېله توګه، د دوی په خپله طريقه د بيا استوګن کېدو او لنډمهاله بې ځايه کېدو په برخه، کې خبرې وکړي.

په افغانستان کې عرف او قانون د ځمکې د استملاک له ډول او بيا استوګنې سره لکه څنګه يې چې د ۴.۱۲ په عملياتي تګلاره کې وړاندوېينه شوې ورته والی لري؟ په همدې لحاظ، دغه راپور د يوه جدول لرونکی دی، دوه سیستمونه سره پرتله کوي چې د توحيد کېدو لارې يې ښيي. سربېره پردې د ملي قوانينو او نړيوال بانګ عملياتي تګلارو تر منځ توپير، د دواړو عملياتي تګلارو د خلاوو تر منځ، د نړيوال بانګ تګلاره د تطبیق وړ ده، خو دا چې سيمه ييز شرایط يو لوړ معيار څرګند کړي يا هم د اغېزمنو کسانو له پاره امتياز څنګه يې چې د بيا استوګن کېدو د تګلارې په دې چوکاټ کې وړاندوېينه شوې، تطبيق شي.

 

 

 

2.1 جدول:  د ځمکو د استملاک قانون او د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې تر منځ پرتله او د توحيد له پاره يې وړانديزونه[1]

 

د ځمکې د استملاک قانون

د نړيوال بانګ عملياتي تګلاره

د ځمکې د استملاک د قانون او د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې تر منځ خلاوې، له کتنو سره

د خلاوو له پاره ممکنه حل لارې 

د بیااستوګن کېدو د تګلارې چوکاټ بايد څه برابر کړي.

برخه

لومړی

مخکې تر

استملاک

کړنلارې

1.د اغېزمنو او نورو کسانو له پاره قانوني فرصتونه نه دي برابر شوي. ترڅو استملاک او يا وړانديز شوې بيااستوګن کېدل له خنډونو سره مخ کوي يا يې هم تر بحث لاندې نيسي او همدارنګه د عامه مناظرې يو فرصت او د وړانديزونو منظوري نه دي برابر شوي. په عمل کې لومړني بحثونه ترسره کېږي.

دا چې د امکان په صورت کې د غیرداوطلبانه بيا استوګن کېدو مخنيوی وکړي بحث د استملاک لازم والی، بيا استوګن کېدل او د هغې ټاکنې کوي

اصلاً پر عملياتي تګلاره ۴.۱۲ پسې په کابل کې په عملي توګه تعقيب شوې خو د دې موضوع په اړه په قانون کې څه نشته.

د دې له پاره چې اجراآت ولې نه شي کولای د کابل په نورو سيمو کې ترسره شي، کوم دلیل نشته.

په ځواکمنه توګه اغېزمن شوي کسان بايد د پروژې د تطبيق له مسولينو او وزارت سره په خبرو اترو سره چې استملاک او ټاکنو ته يې اړتیا وي.

2. مسولين له هر ډول رسمي اقدام مخکې د ځمکې د ارزښت د پرتلې له پاره ساحه ګوري؛ دغه پرتله د جبران د ارزښت پرتله تشکيلوي. دغه کار په داسې حال کې ترسره کېږي چې د ځمکې د استملاک په قانون کې د کړنلارو او د پخواني استملاک د پروسو په اړه هېڅ هم نه دي ذکر شوي.

د ځمکې ارزښت د پروژې له تطبیق څخه مخکې ارزښت او يا هم له بې ځايه کېدو مخکې ارزښتو هر يو چې لوړ وي له همغې سره پرتله کېږي.

هېڅ ډول واقعي خلا نشته، د عيني اړتيا له پاره ، يوزاې د دعوو او جبران د محدودولو له پاره، بېلابېلې لارې شته دي.

هېڅ خلا نشته

د استملاک له پيل څخه مخکې ټاکل شوې نېټه بايد دځمکې له پاره وټاکل شي. دغه تاريخ بايد د وخت د پرې کېدو تاريځ وي.

3. په کابل کې عملاً هڅې کېږي چې د جبران او بيا استوګن کېدو مستحق کسان مشخص شی.

د هغو کسانو نفوس شمېرنه چې په ساحه کې شوې، هغه چې له شرایطو سره سم دي د مرستې د ترلاسه کولو له پاره  مشخص شوي چې د هغو کسانو هجوم چې د شرایطو وړ نه دي محدود شي.

په دې ځای کې هېڅ خلا نشته.

په کابل کې د معمولو اجراآتو په نظر کې نيولو سره، د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې د منلو له پاره چې هغه اجراآت چې بايد د بيا استوګن کېدو په چوکاټ کې تعقيب شي، هېڅ ډول ستونزه به نه وي.

يو قانوني چوکاټ دی چې د شرایطو لرونکو اغېزمنو کسانو نفوس شمېرنې ته اړتیا لري چې بايد د پروژې له تطبيق مخکې پړاو کې ترسره شي.. 

4. د ځمکې د استملاک د قانون له شپږمې مادې سره سم د ځمکې د مالک يا استفاده کوونکي حق د پروژې له عملي پيل درې مياشتې مخکې پای مومي. نو د ځمکې د استملاک کېدو معلومات له استملاک کېدو څخه درې مياشتې ورکول کېږي. غیررسمي بحثونه د هغې ځمکې په اړه چې استملاک کېږي او هغې ځمکې په اړه چې جبران يې ورکول کېږي

په همدې پړاو کې هغو کسانو ته بلنه ورکول کېږي چې ځمکه يې ورکړي.

د پروژې د ډول دتطبيق او بیااستوګن کېدو برابرولو په اړه د بیا استوګن کېدو د پلان برابرول. د پروسې د تياري او پروژې د تطبیق په تياريو کې د اغېزمنو کسانو په برخه اخيستو ټينګار

ډېرو اغېزمنو کسانو ته چې کېدای شي نوي استوګنځي ورکړل شي د پخوانيو معلوماتو په ورکولو ټينګار.

 

د ځمکې د استملاک په قانون کې د هغې څه په اړه چې د ۴.۱۲ عملياتي تګلاره يې لازم بولي، د کوم څه وړاندوېينه نه ده شوې. د پروژو د پخوانيو پلان جوړونو يوه برخه به ترسره شي چې له اغېزمنو کسانو سره به غيررسمي بحثونه، برخه اخيستل او ګډون په څنګ کې ولری.

 

د ځمکو په استملاک کې هېڅ داسې څه نشته چې د استملاک د ګډون د ډول، څنګه چې په عملياتي تګلاره کې صراحت لري، خنډ شي. درې مياشتنۍ قاعده کولای شي دا ډول تفسير کړي، «له مياشتې څخه لږ نه» چې د استملاک او پايلو په اړه يې د خبرو اجازه ورکړي.

د بیا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ په اړه يو قانوني چوکاټ، د استملاک د ګډون د طريقې اجازه ورکوي چې د بيااستوګن کېدو تطبيق او پلان جوړونه به د ځمکې د استملاک له قانون سره په مخالفت کې نه وي چې بهترين راهکار به وي.

5. د ځمکې د استملاک په قانون کې د بيااستوګن کېدو له پاره کوم ځانګړی حکم او يا هم  کومې هوکړې وړاندوېینه نه ده شوې.

د بيااستوګن کېدو د پلان برابرول: منځپانګه به يې په لاندې توګه وي:

د اغېزمنو کسانو برخه اخيستل او له دې څخه ډاډ حاصلول چې هغوی لاندې حقوق ترلاسه کوي:

 

(i) جبران

(ii) د ځای په ځای کېدو مرسته

(iii) پراختيايي مرسته

په نوي ځای کې. د بشپړو او وړو پلانونو تر منځ پرتله شوې. البته د کسانو د شمېر له مخې چې هغوی ته نوی ځای برابرېږي.

د ض عمده خلا

1. د ځمکې د استملاک په قانون کې د بیا استوګن کېدو په اړه څه نه دي ويل شوي خو په دې قانون کې هېڅ داسې څه نشته چې د بيا استوګن کېدو د پلان په غیرقانوني والي يا هم د بیا استوګن کېدو د پلان په تطبيق دلالت وکړي.

2. د بيا استوګن کېدو پلان د اداري کړنلارو له لارې تطبيق شوی خو

3. د ځينو مقررو له خوا يې ملاتړ کېږي.

د ۲ او ۳ شمېرې د نظر وړ ټاکنې دي.

برخه

دویم

استملاک

 

ځمکه

6. د وزيرانو شورا د استملاک قانون تصويبوي. د پخواني قانون پر خلاف، په دې قانون کې هېڅ داسې کوم حکم چې د استملاک د مراحلو په وخت کې د ځمکې مالک يااستفاده کوونکی حاضر وي نشته. دغه موضوع ښيي چې د استملاک پروسه مخکې تلای شي که مالک شته وي او کنه خو د ځمکې د استملاک له قانون سره سم، د ښاروالۍ له خوا بايد يوه کمېټه وټاکل شي چې د استملاک په وخت کې د پېښو شوو خساراتو چې له جبران سره توپير لري استازيتوب وکړي. خسارات د ځمکې د استملاک د قانون په آتلسمه ماده کې تشريح شوي دي.

 

له دوه ويشتمې مادې سره سم، مالک او نور کسان مکلف دي چې تر ځمکې پورې ټولې اړونده چارې د استملاک تر ادارې پورې اړوندې کړي.

د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې هېڅ ډول مشخصه کړنلاره لازمه نه ده بللې خو د نوي استوګن کېدو د پلان متن ښيي چې اغېزمنو کسانو د استملاک په ټولو برخو کې برخه اخيستې او برخه به ولري.

 

 

 

 

 

 

 

 

د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې روحيه د نه ګډون او برخه اخيستې په حکم سره، د پنځمې مادې د درج شوو چارو په استثنا، مخالفت لري. څرګنده نه ده چې دا ولې تر ښاروالۍ پورې تړاو لري. د ډېرو غيرحاضرو، د مالک په غیابت کې د استملاک اجازه ورکول، به نظر کې نيولو سره کېدای شي د منلو وړ نه وي.

 

 

 

 

 

 

د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې دغه مخالفت کولای شو د ځمکې د مالک په غياب کې د استملاک د چارو د ترسره کولو او يا ملاتړو احکامو سره له منځه يوسو. د استملاک د جزياتو په اړه د ځمکو د استملاک د قانون ګونګ والی یوه تشه ده چې کولای شي د ګډون د مناسبو هوکړو په واسطه په مشروعه توګه ډکه شي. کوم دليل نشته چې ولې د آتلسمې مادې د خساراتو احکام، په برابره توګه د ځمکې په ټولو استملاکونو تطبيق شي.

 

 

 

 

 

په استملاک کېدونکې ځمکه د حاضرو مالکينو ګډون او د غیرحاضرو مالکينو ډېر ملاتړ، بايد په هغه قانون کې چې د بيااستوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ يوه برخه ده برابر شي، همداراز کولای شي چې د ترتیب شوو مقررو يوه لومړنۍ طرحه د د۲۲مې مادې له ۵مې فقرې سره سم عمل وکړي.

 

 

 

 

 

 

7. د ځمکې د استملاک د قانون له شپږمې مادې سره سم، د مالکيت له لېږد وروسته مالک کولای شي استملاک شوې ځمکې ته ورشي او خپل حاصل راټول کړي. له هغو حالاتو په استثنا سره چې له ځمکې څخه د سملاسي استفاده يې خنډ شي.

 

نه دي ياد شوي

د ځمکې د استملاک قانون د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې څخه مخکې په دې اړه صراحت لري.

ښه حکم دی. سره له دې چې دا حکم نه څرګندوي چې د ځمکې د استملاک قانون د کرنيزې ځمکې په اړه و او د څړځايونو په مسايلو او د شپنو له چارو سره کار نه لري.

 

بدلون نه دی شوی

 

 

 

برخه

درېيم

جبران

ورکړه

کړنلارې

8. د ځمکې د استملاک لويه برخ د جبران په اړه ده خو دا چې څوک د جبران مستحق دی څه يې نه دي ويلي. فرضيه دا ده چې مالکين د جبران مستحق دي خو قانون د مالکينو کلمه نه ده تعريف کړې. پخواني قانون، هغه کسان چې د قانوني حق او هغه کسان چې د عرفي حق لرونکي دي او يا هغه کسان چې جبران نه ورکول کېږي توپير کړي دي.

په کليو کې د اجراآتو ډول په ځانګړي توګه هغه کسان چې عرفي حقوق لري په بشپړه توګه مناسب و.

په کابل کې د اجراآتو ډول په داسې توګه دی چې په هغه کې د جبران د ادعا له پاره مدارک غوښتل کېږي.

د عملياتي تګلارې ۴.۱۲ بنسټيز اصل دا دی چې ټول ځمکه لرونکي د جبران مستحق او د بيا استوګن کېدو منصفانه مرسته به ورسره کېږي، پرته له دې چې په نظر کې دوی د ځمکې مستحق دي کنه.

 

 

 

 

 

 

په قانون کې عمده خلا نشته خو په کليو کې د دې اجراآتو د ډول په نظر کې نيولو سره دا خلا دومره لويه هم نه ده چې حل نه شي.

 

 

 

 

 

 

 

د ۴.۱۲ عملياتي تګلاره دې له اړتيا سره سم د اجراآتو د ډول په بدلېدو سره اصلاح شي.

 

د «مالک» د قانوني تعرف د نشتوالي له امله به د عرفي حقوقو لرونکي کسان چې کېدای شي ډېري يې د پروژې په ساحه کې وي، ممکنه استفاده ترې وشي.

 

 

 

 

 

د وړاندوېينې له مخې په راتلونکي کې د ډېرو هغو کسانو له پاره چې د خپلې ځمکې قانوني حقوق نه لري په نظر کې نيولو سره، بايد د ځمکې د استملاک قانون په داسې ډول تفسير شي څو هغه کسان چې د نفوس شمېرنې په وخت کې په په خپله ځمکه ژوند يا کار کوي، جبران او د استوګن کېدو مرسته بايد په منصفانه توګه واخلي. لکه د پورته ۶مې شمېرې په څېر، د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ کولای شي د ټولو ځمکوالو له پاره د جبران د ورکړې يو قانوني چوکاټ جوړ کړي چې دا به کولای شي د راتلونکو مقررو له پاره يوه بېلګه شي چې د استملاک له قانون سره سم ترتیب شي.

دا يوه عمده ساحه وه په داسې حالاتو کې چې د استملاک د قانون او د بيا استوګن کېدو د ۴.۱۲ تګلارې تر منځ يو د پام وړ توپير راغلی. لازمه ده چې د ۴.۱۲ تګلاره وکارول شي.

9. اساسي قانون د جبران د مخکې ورکړې او انصاف په کړلو ټینګار کوي. (له انګليسي ژباړه). د استملاک د قانون دويمه ماده د جبران د پوره او مخکې ورکړې حکم کوي. په داسې توګه چې د انصاف له مخې او په کافي اندازه تفکيک کړل شي، په داسې صورت کې د اساسي قانون حکم په ځانګړې توګه د منصفانه لفظ ته ترجيع ورکول کېږي.

آتمه ماده حکم کوي چې جبران د ځمکې، کور، ونو او نورو قیمت دی. لسمه ماده حکم کوي چې د وزيرانو شورا يې ارزښت ټاکي. خو د پنځه لسمې مادې حکم دادی چې د ښاروالۍ او کرنې ادارې به د ونو او نور ارزښت ټاکي. ديارلسمه ماده د استوګنې د ځمکو د حالاتو، په داسې توګه چې د شخص ځمکه استملاک شوې وي په مفصله توګه تشريح کړې ده، په هره اندازه چې ځمکه استملاک شوې وي په هماغه اندازه به جبران ورکول کېږي.

د په تکليف کېدو له امله د جبران وړاندوېينه نه ده شوې.

جبران کولای شي د ځمکې په بدل کې ځمکه وي.

د پخواني قانون پر خلاف، له هغې سره سم جبران کولای شي په بانګ کې ورکړل شي، د ځمکې د استملاک په قانون کې د ورکونې د ډول په اړه څه نه دي ويل شوي. د اغېزمنو کسانو له پاره، د بانګ د لاسرسي په برخه کې چې جبران يې ترلاسه کړي د هېڅ ډول مرستې وړاندوېينه نه ده شوې.

 

د اجراآتو ډول دقیق دی.

د ۴.۱۲ عملياتي تګلاره حکم کوي چې د سيمه ييز بازار له ارزښت سره سم دې اغېزمنو کسانو ته د ټولو ضررونو په وړاندې نقدي اغېزمن جبران ورکړي.

 

د له لاسه وتلي ژوند له پاره جبران لازمي دی.

د تکليف رسېدو له امله جبران لازمی دی

د ځمکې جبران په ځمکې سره تشویق کېږي.

د بیا استوګن کېدو او د پيليزو مصارفو لګښت ورکول لازمي دي. له دې ټولو احکامو څخه کولای شئ شپنو او د کان کارکوونکو ته د جبران د وړاندوېينې له پاره  کار واخلئ.

 

داسې ښکاري چې د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې او د استملاک د قانون تر منځ يوه تشه شته. د ځمکو د استملاک قانون ډېرې تشې لري. د کار او باور وړ بازارونو د نشتوالي له امله، ښه ده چې د بازار په ارزښت ټينګار ونه شي.

د اوسېدونکو له پاره د جبران د لویې تشې آواري غيرقانوني دی او آن چې په بهترينو اجراآتو يې هم د جبران يوه برخه غيرمستحقو کسانو ته رسېږي.

 

په بانګ کې د جبران د ورکړې توحيد، د جبران په سملاسي ورکړې سره آن دا چې که اغېزمن کسان غیر حاضر هم نه وي، سخت کار دی.

1. عملياتي ۴.۱۲ تګلاره بايد اصلاح کړل شي. د بیا استوګن کېدو ټولو پلانونو چې د افغان نړيوال بانګ د پروژو اړوند رامنځ ته شوي، لږ او ډېر يې د ځمکو د استملاک قانون له پامه غورځولی، د جبران د ورکړې او پرتلې له پاره يې مفصل چوکاټ برابر کړی دی.

 

 

3. د جبران د محتوا (د ديارلسمې مادې په استثنا سره) په اړه د ځمکو د استملاک په قانون کې د جزياتو نشتوالی، د يوه بنډل څرګندو، جامع، او منصفانه کړنلارو د رامنځ ته کولو اجازه، د ټولو استملاکونو له پاره د بيااستوګن کېدو او نوې زده کړې په ګډون چې کولای شي د موجوده قانون له ماتولو پرته، د اوسېدو ځينې چوکاټونه نوي وي ورکړي.

د اساسي قانون ۴۰مه ماده وړانديز کوي چې  ۳ ټاکنې ته بايد ترحيح ورکړل شي. دغه حکم بايد د کړنلارو د تطبيق د  لارښود په توګه بشپړ شي.

10. په قانون کې د بیااستوګن کېدو په اړه هېڅ ډول حکم نشته.

داسې ښکاري چې د اجراآتو ډول يو څه اتفاقي دی چې د اغېزمنو کسانو د قانومندۍ په تصرف چې کډه کوي متمرکز دی.

عملياتي تګلاره د بيا استوګن کېدو د پلان په تطبيق کېدو چې منځپانګه يې په پورته ۴مه شمېره کې ياده شوې حکم کوي.

څنګه چې په پورته ۴مه شمېره کې راوړل شول عمده تشه شته ده.

په داسې حال کې چې په پورته ۴مه شمېره کې ترحيج ورکړل شوې ټاکنه ومنل شي، د بيا استوګن کېدو پلان د يوې ستونزې په توګه پاتې کېږي.

له پورته څخه ښکته د ګډون تر منځ د ټاکنې او د اغېزمنو کسانو ګډون چې د ۴.۱۲ عملياتي تګلاره يې په اړه حکم کوي.

د بیا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ په ځانګړې توګه د بيا استوګن کېدو د پلان د برابرولو په اړه (پورته ۵مه شمېره) صراحت لري چې بايد د ګډون په طريقه تطبیق شي. 

برخه

څلورم

اداري

او قضايي

کړنلارې

11. د ځمکې د استملاک قانون حکم کوي چې اجرايي ارګانونه بايد د استملاک پروسې مديريت کړي يا هم د جبران چارې ترسره کړي.  اغېزمن کسان د جبران د چارو د ترسره کولو د کمېټو يوه برخه دي.

هېڅ حکم په ځانګړې توګه د محکمو لاسوهنه يا هم د عریضو له پاره نشته.

په واقعيت کې کمېټې کولای شي، شکايتونو ته د رسېدو له پاره عمل وکړي.

د حقوقي همکاريو له پاره چې له اغېزمنو  کسانو سره د دعوو په برخه کې مرسته وکړي هېڅ حکم نشته.

په اجراآتو کې لږ ترلږه په کابل کې هڅه شوې چې له اغېزمنو کسانو سره مرسته وکړي.

په ۴.۱۲ عملیاتي تګلاره کې د قضايي او اداري هوکړو په اړه څه نه دي ويل شوي.

د هغو کسانو له پاره چې بيا استوګنه ورته برابرېږي د شکايت له پاره د وړ او لاسرسي وړ ميکانيزمونو د رامنځ ته کولو اړتيا شته

 

د عطف منطق یا له اغېزمنو کسانو سره «مفهوم لرونکې مشوره» له اجتماعي موسسو، انجیوګانو، د تصميم نيونې پروسه چې د ادارې برخه نه شمېرل کېږي ترجيح ورکوي.

اداري موجودو هوکړو او شکايتونو ته د رسېدو د ميکانيزمونو، د ځمکې د استملاک په قانون کې د عمده خلا شتون، د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې د توحيد طريقه سخته کړې

په پخوانيو قوانينو کې، د جبران ورکړه د قاضي په غياب کې ترسره کېده او د اعتراض غوښتنې د وړاندې کولو اجازه د قاضي له خوا يوه وزير ته ورکول کېده.

شکايتونو ته د رسېد طريقه دې رامنځ ته شي خو دوی بايد په حقوقي توګه نه بلکې په اداري توګه باقي پاتې شي.

 

د اداري او جبران د تصميمونو له مخې په يوه خپلواک ارګان کې د عريضو له پاره د قانوني حکم رامنځ ته کول.

د قانون او لارښودونو د ترکيب اجراآت کولای شي تر ټولو ښه راهکار وي.

 

شکايتونو ته د رسېدو ميکانيزمونه چې په هغې کې له شوراګانو سره همکاري او د اغېزمنو کسانو په سيمه کې اجتماعي شوراګانې په نظر کې ونيول شي. د دوی له پاره د بیا استوګنې د تګلارې د چوکاټ برابرول

 

12. د ځمکې د استملاک قانون د پروسې يا هم بهرني څارونکي ارګان په اړه صراحت نه لري. 

عملياتي ۴.۱۲ تګلاره حکم کوي چې پور اخيستونکی د څارنې او ارزونې او په سند کې د بيا استوګن کېدو د درج شوو فعاليتونو مسول دی.

د کړنلارو په اړه عمده تشې شته وې خو څارنه د استملاک برخه نه وه نو په ترسره کېدو کې يې هېڅ خنډ نشته.

د نړيوال بانګ د پروژو څارنه څنګه چې د ۴.۱۲ په عملياتي تګلاره کې لازم بلل شوي.

د استملاک او بيا استوګن کېدو د کار د ټولو پروژو له پاره د څارونکې متخصصې ادارې جوړول

د پروژو د ارزولو له پاره سيمه ييزو اوولايتي ادارو ته اختيار ورکول

په ۴.۱۲ عملياتي تګلاره کې د مفهوم لرونکې څارنې وړاندوېينه شوې. نوې ادارې بايد په حد اقله توګه وساتل شي. له ولايتي ادارو او انجیوګانو څخه د استفادې په برخه کې بايد پاملرنه وشي. منظم راپورونه بايد برابر او خپاره شي.

انجیوګانو ته باید پاملرنه وشي

 

 

 

3. د جبران اخيستلو د شرایطو لرل

3.1  عمومي شرایط لرل

د شرایطو وړ والی په لاندې ډول تعريف شوی دی: "ټول کسان چې ځمکه، کورونو ،ودانۍ، ونې او غلې، سوداګرۍ، عايد او ټولې دارايۍ يې د پروژې د تطبيق په پايله کې په رسمي ټاکل شوې نېټه، وخت ټاکي چې دوی د پروژې اغېمن کسان شمېرل کېږي." د دې چوکاټ له مخې د بيا استوګن کېدو تګلاره، د جبران د عمومي شرایطو د وړ والي مفاهيم دا چې اغېزمن کس به څوک وي، همداراز هغه کسان په کې شاملېږي چې کېدای شي په لنډمهاله توګه بې ځايه شي خو کېدای شي له دې امله چې د يوه برج يا فرعي ستيشن له پاره يې يوه اندازه ځمکه له لاسه ورکړې د يوې اندازې جبران مستحق وشمېرل شي.

سره له دې چې ډېر اغېزمن کسان د احیا یا جبران مستحق دي په دې دليل چې هغوی يې د پروژې تر کار لاندې ډېرې ځمکې له لاسه ورکوي. همداراز بايد بيان شي چې مستحق کسان څوک دي او تر يوې مستحقې پروژې لاندې څه دي:

(i) ټول اغېزمن کسان چې ځمکه له لاسه ورکوي، که حق ولري او يا يې ونه لري، که هغوی د ځمکې رسمي او یا هم سنتي حقوق ولري.

(ii) برخه اخيستونکي بزګران او اجاره ورکوونکي، که ثبت شوي او يا نه وي ثبت شوي.

(iii) د ودانيو، غلې، فابريکو، او يا تر ځمکې پورې د اړوندو نورو شيانو مالکين.

(iv) هغه اغېزمن کسان چې سوداګري، عايد او معاشونه يې له لاسه ورکوي.

د جبران د شرایطو وړ والی به د وخت تر تېرېدو پورې محدود وي. د لوړو زده کړو وزارت به سيمه ييزې ټولنې ته د تاريخ د تېرېدو په اړه، د سيمه ييزو دفترونو او د دولتي سيمه ييزو اړوندو ادارو له لارې خبر ورکړي. خو هغه کسان چې د ټاکلي وخت له تېرېدو وروسته هم پاتې دي او ځمکه نه پرېږدي، د اغېزمنو ودانيو د تخليې له پاره د پروژې تر تطبیق مخکې اطلاعيه ترلاسه کړي.

3.2  د ځمکې د تصرف او جبران حقوق

د ټولو پروژو په اړه، هغه کسان چې کېدای شي د جبران مستحق شي هغه څوک دي چې ممکن ډېره لږه ځمکه يې له لاسه ورکړې وي. نو لازمه ده چې د ګټو ډولونه چې دا خلک به يې په ځمکه کې ولري، که دا ګټې دوی د جبران مستحق کړي او کنه، بايد چې په نظر کې ونيول شي. مهمه ده چې د ځمکې د موجودو ارتباطاتو او اسنادو په اړه او يا هم دغه څرګندونې چې په بېلو داراييو او ځمکو دغه حقوق ښيي معلومات ولري. لاندې پاراګرافونه په افغانستان کې د رسمي او غير رسمي بېلابېلو ډولونو خلاصه ده او د ځمکې د اغېزو بنسټ او تر ټولو مهمه پوښتنه به دا وي چې څوک له پروژې څخه د اغېزمنې ځمکې د جبران مستحق دي.

د افغانانو د داراييو د حقوقو سیستم په دوو پراخه برخو وېشل شوی دی: رسمي او غير رسمي، د ۲۰۱۲ ز کال د ځمکو د مديريت په قانون کې وړانديز شوي تعديلات، د ځمکې مالکيت لکه دولتي ځمکه، شخصي ځمکه، د کليو او يا کلي ځانګړې ځمکه او عامه ځمکه تعريف کړې ده. عامه ځمکه د مړې ځمکې په ګډون چې په عمومي توګه په عامه او خاصه مړه ځمکه وېشل شوې ده. پنځمه ځمکه د وقف ځمکه ده. د ځمکې د مالکيت ليکلي مدارک او د داراييو د رسمي حقوقو، حقوقي اسناد او ياهم د قبالو بېلابېل ډولونه چې نقلونه به يې د محکمو د ثبت په کتابونو کې هم شته وي.

ځمکه د يوه کس په مالکيت کې د خپل ملکيت په څېر شمېرل کېږي. له شريعت سره سم، کسان کولای شي شخصي ملکيت په کسيز او يا هم په ټولیزه توګه به خپل مالکيت کې ولري. شخصي مالکيت کولای شي د (الف) اخيستلو، (ب) د ښاروالۍ تخصيص، (ج) د مالکيت لېږد چې د میراث معمولي ډول دی له لارې ترلاسه کېږي. سربېره پردې، شخصي ځمکه کولای شي له اصلي لارې (مړه ځمکه) ترلاسه کړي. دغه ډلبندي ټول قانوني مالکان د خپلې اغېزمنې ځمکې په مقابل کې د جبران د ترلاسه کولو مستحق کوي.

د کلي ځمکه هغه ځمکه ده چې د افغانستان د ځمکو د ادارې په واسطه تاييد او ټاکل شوې، له کلي او يا کليو سره تړل شوې وي او د هماغه کلي يا کليو اوسېدونکي د حقوقي اشخاصو په توګه وکولای شي په عادي توګه د هغې له ګټو او مشخصو مقصدونو له پاره ترې استفاده وکړي او ځمکه د دولت په مالکيت کې نه وي. د کلي يا کليو خاصه ځمکه نه شي کولای، واخلي، وپلوري، ډالۍ يې کړي، چاته يې ور پرېږدي، بدله يې کړي، ګرو او يا يې په اجاره ورکړي، خو کولای شي په هغو صورت کې چې د افغانستان د ځمکو اداره هوکړه وکړي او ولسمشر يې منظوره کړي. ساتنه او د کلي او يا کليو له خاصې ځمکې حفظ او مراقبت د کلي د عادي اوسېدونکو او يا اړوندو کليو، په ځانګړې توګه د ځمکو انتخابي کميسيون وي.

عامه ځمکه په لاندې توګه ډلبندي شوې ده او په هغه ځمکه يې اطلاق کېږي چې (الف) د دولت په ملکيت کې وي، (ب) د عامه حقوقو د اشخاصو په مالکيت کې وي، (ج) د عامه ګټو له پاره تخصيص ورکړل شوی وي، او (د) په قانون د عامه دارايۍ په توګه پېژندل شوې وي. په پورته ډلبنديو سربېره، د کرنې وړ ځمکه چې مالک ونه لري عامه ځمکه شمېرل کېږي. د استملاک قانون دا ډول ځمکه د دولت له اجازې پرته منعه کړې ده. دولت په وروستيو کې د وخت د تېرېدو په اساس په ځمکو خپل حاکمت پياوړی کړی دی چې داسې فرمايي: د کسانو له خوا د ځمکې ټولې دعوې چې د دولت له خوا له ۳۷ کلونو را په دې خوا ثبت شوې دي لغو او دولت يې مالک بلل کېږي. ياد شوی فرمان حکم کوي ټولې هغه ځمکې چې په هغې کې مالکيت په قانوني توګه نه وي ټاکل شوی دولتي ملکيت شمېرل کېږي. د دې ډلبندي له مخې تصرف کوونکی د اغېزمنې ځمکې د جبران مستحق نه بولي خو داسې يو کس د ټولو هغو غير منقولو دارايو د جبران مستحق دی چې په دايمي توګه په ځمکه کې ځای په ځای دي.

مړه ځمکه په اصطلاح کې تر هغې ځمکې پورې اړه لري چې د کرنې له پاره وړ نه وي. زموږ مفهوم درې برخې لري: ۱) د ځمکې د مالکيت شاليد معلوم وي، ۲) ځمکه کرل شوې نه وي، ودانۍ هم نه وي پرې جوړه شوې، او ۳) په اوس وخت کې ځمکه د کوم چا په مالکيت کې نه وي. آن دا چې مړه ځمکه له مالک پرته د دولت په اجازه استملاک کېدای شي. د شريعت له مخې مړه ځمکه په عمومي توګه هغه ځمکه ده چې نه د دولت او نه هم د فرد په مالکيت کې وي او کولای شي چې د ودانۍ د جوړولو له پاره يې استملاک کړي. مړه ځمکه همداراز په قوانينو کې هم تصريح شوې ده خو هر څوک چې مړه ځمکه استملاک کړي بايد په لومړي سر کې له ولسمشر څخه اجازه واخلي. نو د تيوري له نظره، بايد چې د شخص ملکيت د همدې مفهوم له مخې استملاک کړي. که چې مړه ځمکه د قانوني استملاک تر پروسه لاندې وي يا هم د يوه کس له خوا استملاک شوې وي خو قانوني رسمي شرایط يې نه وي بشپړ کړي، مالک يې د خپلې اغېزمنې ځمکې په بدل کې د جبران د ترلاسه کولو مستحق دی.

د دارايۍ د غيررسمي حقوقو سیستم – له غیررسمي سیستم سره سم، دوه ډوله مالکان وجود لري، هغه چې له پروژې څخه د اغېزمنې ځمکې په بدل کې د جبران اخيستو مستحق وي. لومړۍ ډله چې د جبران د ترلاسه کولو مستحق دی، د ځمکې عرفي او سنتي مالکين او وارثين يې دي. دوی هغه څوک دي چې تصرف شوې ځمکې يې له نيکونو څخه له پنځوس کلونو ډېر وخت په ميراث وړې دي. اصلي مالکان هغه څوک دي چې د فرمانونو يا قانوني مکتوبونو او نورو لارو يې د وخت له حاکمانو ځمکې اخيستې وي، دوی د ځمکو اصلي مالکان يا يې اولادونه وي چې ځمکه يې په سوله ييزه توګه څو نسلونو تصرف کړي وي. په کليو کې، (۱) کېدای شي دغه تصرف کوونکي د ماليې پاڼې ولري يا يې هم نوم په مالياتي اسنادو کې شته وي، (۲) غير رسمي قبالې ولری او (۳) د پراختيايي شوراوو، جرګو او يا هم د سيمه ييزو مشرانو په توګه په مشروع توګه له ځمکې څخه استفاده کوي. د عرفي او سنتي قبالو لرونکې کورنۍ او اشخاص هغه کسان دي چې د ځمکې مالکيت يې په غير رسمي توګه د ځمکې له مالکانو څخه په عرفي او سنتي توګه ترلاسه کړی وي.

دويمه ډله مالکان له غيررسمي سیستم سره سم چې د جبران مستحق دي د ځمکو غير رسمي مالکان دي چې ځمکه يا کور يې له قانوني مالکانو څخه اخيستي دي خو د مالکيت قانوني رسميات يې نه دي بشپړ کړي. معامله قانوني ده خو له صلاحيت لرونکې محکمې څخه يې د قبالې د اخيستو له پاره قانوني رسميات نه دي بشپړ کړي. په ډېرو ځايونو کې، اخيستونکي او پلورونکي عرفي قراردادونه د باور او سنتي قواعدو په اساس تړي، دوی لازمه نه بولي چې معامله يې په صلاحيت لرونکې محکمه کې رسمي کړي. د ډېرو کسانو فکر دا دی چې د جایداد د مالکيت له پاره يې عرفي سند کفايت کوي، په ځانګړې توګه هغه وخت چې اصلي مالک يې له ځان سره رسمي اسناد هم ولري.

د جايداد د حقوقو له غير رسمي سیستم سره سم، د عرفي اسنادو له مخې چې د عرفي قبالې په نوم سره يادرېږي، دوه ډوله مالکيت وجود لري. دغه اسناد ډېری وخت د ګاونډيانو يا په ځانګړې توګه دمشرانو او ديني عالمانو له خوا تاييدېږي. په دې اسنادو کې د اخيستو او پلورلو بېلونه، د ګروۍ هوکړه ليکونه، وصيت ليکونه، د ځمکې د وېش هوکړه ليکونه او نور دي. په دې دوه ډوله غيررسمي مالکيت کې، شخص به د اغېزمنې ځمکې په وړاندې له پروژې څخه جبران ترلاسه کړي.

له غير رسمي سیستم سره سم د ځمکې دغه دوه ډوله حقوق نه شي کولای نور د عامه ځمکې په توګه ډلبندي کړل شي. په عرفي يا سنتي حقوقو کې، مالکيت د ټاکلي، پرانيستي، پرلپسې وخت لرونکی دی او د يوه ډېر اوږده وخت له پاره د مالکانو بېلوالی د دې لامل شوی چې هغوی په ځمکو د موجد وخت د تېرېدو له لارې د تصرف حق کوي، قانوني حقوق ولري. دويم ډول د ځمکې حقوق له غير رسمي سیستم سره سم، د نظر وړ ځمکې، د عامه ځمکو له ډلبندۍ څخه بهر شوې ځکه چې يادې ځمکې د پخوانيو مالکانو په نوم وې او د نويو مالکانو د لټۍ له امله چې د رسمي شرایطو پيروي وکړي او ځمکه يې تر خپل نوم لاندې د ځمکې شخصي والی نه بدلوي. نو دوه ډوله ځمکې تر رسمي سیستم لاندې د حقیقت له مخې شخصي ځمکې دي او په پايله کې، مالکان يې جبران ترلاسه کوي.

د ځمکو ډېری تصرف کوونکي چې د تصرف له ډلبندۍ يا قانوني مالکيت څخه بهر دي، لکه غیرقانوني اوسېدونکي، د کومو ځمکو په وړاندې چې تصرف کوي جبران نه ترلاسه کوي خو د بيارغونو په بدل کې چې دوی په اغېزمنو ځمکو کې کړې دي، جبران او احیاء مرسته ترلاسه کوي. د ځمکې بل ډول تصرف کوونکي تجاوز کوونکي دي. دا هغه کسان دي چې د ټاکل شوي وخت له تېرېدو وروسته د پروژې سيمې ته کډه کوي نو د پروژې له خوا د جبران، احياء او نورو مرستو مستحق نه شمېرل کېږي.

3.3  د جبران او ژوند کولو حقوق

په پروژه کې اغېزمن شوي کسان د بېلابېلو ډولو جبران او بیا استوګن کېدو د مرستې مستحق دي چې دوی د ژوندانه د برابرولو په برخه کې، لږ تر لږه له دوی سره د پروژې له تطبيق وړاندې ژوند په څېر مرسته وشي. دغه کسان د جبران او نوي استوګن کېدو د ترکيبي مرستې مستحق دي، البته نظر د له لاسه تلليو داراييو او لږ اغېزې، د اغېزمنو کسانو د اقتصادي او اجتماعي ضررمن کېدو په ګډون. ټول اغېزمن کسان په مساوي توګه، د ژوند د جوړولو او نقدو پيسو د تر لاسه کولو مستحق دي (البته د حقوقو په توپيرونو سره)، پرته له دې چې د ځمکې د مالکيت وضعيت په پام کې ونيسي، څو ډاډ ترلاسه شي چې له پروژې اغېزمن شوي کسان ښه ژوند ولري. د جبران بنډل د ټولو له لاسه تلليو شيونو (لکه، ځمکه، غلې، ونې، ودانۍ، سوداګري، د معدن کارۍ د فعاليتونو عوايد او نور) لګښتونه دي چې جزيات يې په لاندې توګه دي:

·         د کرنيزي ځمکې اغېزې–دغه اغېزې د ورځې له بيې سره سم ځمکه د پيسو په بدل کې تبادله کوي، پر اضافي جبران سربېره به په دريو مياشتو کې د انتقالي ژوند حقوق، جبران شي. د لوړو زده کړو وزارت به ټول انتقالي لګښتونه لکه فيس، ماليات او د اجرا وړ ټول لګښتونه چې له اړوندو قوانينو سره سم د سرچينو د ځای په ځای کولو او ټاکلو لامل ګرځي، ترسره شي.  

·         په کرنيزه ځمکه بد خونده اغېزې–کله چې د خلکو ۱۰ سلنه کرنيزه ځمکه اغېزمنه کېږي، اغېزمن کسان (مالکان، اجاره ورکوونکي، بزګران او برخه اخيستونکي) سربېره د پورته ياد شوي جبران د ترلاسه کولو، د بې خونده اغېزو په وړاندې د ورځې په ارزښت اضافي حقوق او په يوه کال کې به د له لاسه وتلې ځمکې د حاصلاتو خالص عايد ترلاسه کړي.

·         د اوسېدو او سوداګريزو ځمکو اغېزې–دغه اغېزې به د ورځې له بيې سره سم په نقدو پيسو د بدلېدو په ارزښت، د انتقالي لګښت له کمولو پرته جبران شي.

·         کورونو ته پېښ شوي زيانونه، ودانۍ او (ثابتې دارايۍ)–دغه اغېزې چې لګښت يې نقدې پيسې ورکوي، د استهلاک، خراب شوو موادو او د معاملې لګښتونه به جبران شي. جبران به د له لاسه تلليو آسانتيا لښګتونه لکه د اوبو خدمتونه، برېښنا او ټليفون وي.

·         کرايه او اجاره ورکوونکيد کرايې ورکولو له امله به د دريو مياشتو حقوق ترلاسه کړي چې د کرايې د بېړنيو حالاتو لګښتونه تر پوښښ لاندې ونيسي.

·         د له لاسه تلليو غله جاتو عوايدد دې اغېزې جبران به د نقدو پيسو له لارې د ورځې په بيې سره د يوه کرنيز فصل په ټولو حاصلاتو کې جبران شي. د حاصلاتو د برخې د اخيستو په صورت کې مالک او کرايې ورکوونکي ته د غله جاتو ورکول به د مشخصو هوکړو له مخې د حاصلاتو د اخيستو په برخه کې ورکړل شي.

·         ونو ته ورپېښ زيانونهدغه اغېزې به د نقدو پيسو په بدل کې د عايد د بدلېدو په اصل سره جبران شي. د ميوې د ونو ارزښت به دونې د عمر په بنسټ په دوو ډلو وټاکل شي: (الف) هغه ونې چې تر اوسه مېوې نه لري، او (ب) مېوې لرونکې ونې. د مېوې د ونو ارزښت د ورځې په ناخالص ارزښت، د يوه کال عايد د نوو ونو د اېښودو له پاره د لازمو کلونو د شمېر، د له لاسه وتلې ونې د مېوې کړلو په کچه. د بې مېوې ونو ارزښت د څو کلنې پانګونې په اساس چې هغوی ته لازم دي، ټاکل کېږي. د بې مېوې ونو ارزښت به د وچو لرګيو د حجم له مخې چې د ورځې په بيه به وټاکل شي.

·         سوداګريز ضررونه–د سوداګرۍ د ضررونو په وړاندې جبران د حقيقي عاید په بنسټ دی چې بايد د اړوندو رسيدونو يا نورو د شرحې وړ اسنادو له لارې وټاکل شي، له دې پرته به د سوداګرۍ د ضرر د حقوقو له مخې چې x افغانۍ کېږي په مياشت کې  محاسبه کېږي وي. د سوداګرۍ د دايمي ضررونو جبران د حقيقي عايد يا هم د لازمې دورې له پاره د نقدو پيسو په بنسټ به د سوداګرۍ د احیاء له پاره وي. د سوداګرۍ د لنډمهاله ضررونو جبران به په نقدو پيسو وي او د پرېکون د دورې عايد به د مياشتې د x افغانيو په اساس تر پوښښ لاندې ونيسي. د ورځنۍ سوداګرۍ ضرر به x افغانۍ، د عادي سوداګريو د خالص عايد منځنۍ کچه، لکه واړه دوکانونه، ورکشاپونه، د خوراکي توکو واړه دوکانونه محاسبه کړل شي. جزيات يې بايد د بيا استوګن کېدو د کاري پلانونو يوه برخه وي.

·         کارکوونکو ته د عوايدو ضررونه–د له لاسه تلليو معاشونو په وړاندې جبران د پرېکون له دورې بيا تر دريو مياشتو پورې.

·         اجاره ورکوونکي، برخه اخيستونکي کروندګر او د کرنيزو ځمکو کارکوونکي–اغېزمن اجاره ورکوونکي به د نقدي جبران په توګه د ځمکې د يو کال له لاسه وتلی حاصل ترلاسه کړي. برخه اخيستونکي کروندګر به يې د حاصل برخه دورځې په بيې سره د نورو غله جاتو په اضافي جبران سربېره ترلاسه کړي. د کرنيزو ځمکو کارکوونکي، د نه پرې کېدونکو قراردادونو سره، نقدي جبران د نقدي معاش معادل يا هم غیرنقدي يا به دواړه د حاصل د پاتې برخې له پاره ترلاسه کړي.

·         د کورونو مالکان او کرايه ورکوونکي–د کورونو کرايه ورکوونکي او مالکان چې له کورونو يې په زور بې ځایه کېږي په مقابل کې يې x افغانۍ د لازم وخت له پاره ترلاسه کوي او د بل ځای د ترلاسه کولو په برخه کې به له هغه سره مرسته وشي.

·         اجتماعي ودانۍ او عامه آسانتياوې–په بشپړه توګه به بدل يا ورغول شي چې له کار څخه يې د پروژې له تطبيق وړاندې په څېر ډاډه شي.

·         زيان منونکې کورنۍ–هغه کسان چې ضرر ورته رسېدلی (هغه اغېزمن کسان چې په بېوزلۍ کې دي، چې مېرمن د کور مشره وي، هغه کورنۍ چې مشران يې دماغي ناروغي ولري او نور) په يو ځل x افغانۍ مرسته ورسره کېږي او د دندې له پاره به د پروژې په اړوندو کارونو کې لومړيتوب ورکړل شي.

·         د اوبو لګونې په کانالونو اغېزې–پروژه به ډاډ ورکړي چې د اوبو لګونې د کانالونو تګلوري به بدل کړو او د پخوا په څېر به يې ورغوو.

·         د انتقالي ژوند حقوق– اغېزمن کسان چې له مجبورۍ بې ځايه شوي دي د ژوند کولو له پاره به x افغانۍ  د معيشت د پرېکون تر وخته تر لاسه کړي. د انتقالي ژوند حقوق د معاشونو د موجوده قاعدې په بنسټ د لازم وخت له پاره په ورځ کې x افغانۍ محسابه کړل شي. دا به همداراز د له لاسه وتليو معاشونو د نقدي جبران وي. که چېرې بې ځايه کېدل لنډ مهاله وي او له دريو مياشتو لږ وخت ونيسي، د معيشت حقوق به يوازې د همغې لنډ مهالهه دورې له پاره ورکړل شي.

د ځمکې ورکوونکی ارزښت:د يوې سروې له مخې به د پروژې په سیمه کې د ځمکو بيې د دريو مخکې کلونو په بهير کې پرتله شي. د ځمکې ارزښت او د نورو داراييو له مخې به يې جبرانول د صلاحيت لرونکو مراجعو او اغېزمنو کسانو تر منځ تر بحث لاندې ونيول شي. په دې شرط سره چې د ځمکې د ورځنۍ بيې په اړه اطلاعات موجود نه وي.

د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ له مخې د ارتفاق حق عبارت د لارې له حق څخه دی چې يو کس (مالک، د ځمکې تصرف کوونکی یا استفاده کوونکی يا تر دې لوړ) په ښکته ځمکه بل کس لري. ښکته تصرف کوونکی مکلف دی چې لوړ تصرف کوونکي ته اجازه ورکړي چې د ده له ځمکې تېر شي او د لوړې ځمکې تصرف کوونکی مکلف دی چې د لاندې ځمکې له يوې مشخصې لارې تېر شي. دا په بشپړه توګه شونې ده چې د ارتفاق حق د هغې تر مشخصې محدودې پورې اړه لري، يعنې د لارې حق کولای شي چې د مشخص هدف تر استفادې پورې محدود وي او نه بايد د عمومي لارې د حق په توګه، د لوړې ځمکې تصرف کوونکي ته په ښکته ځمکه تعبير شي.

د ارتفاق حق د ځمکې د يوې برخې حق دی چې کولای شي د بازار د يوې معاملې تابع وي، د يوې ښکته ځمکې تصرف کوونکی کولای شي د لوړې ځمکې په مالک د لارې حق وپلوري. په قانون کې هېڅ حکم نشته چې يو کس له لاندې چارو څخه منع کړي (الف) د ورته لارې د حق اخيستل يا ترلاسه کول، د بل کس په ځمکه د ارتفاق حق، (ب) سره له دې چې به الف کې درج شوی کس د ځمکې مالک نه دی چې وکولای شي د ارتفاق له حق څخه په ګټه اخيستنې په ب کې د درج شوي شخص په ځمکه ګټه ترلاسه کړي.

4. د واحد جبران بوديجه او قواعد

4.1 د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک له پاره د قواعدو رامنځ ته کول

څنګه چې په پورته جدول کې يادونه وشوه، د ځمکو د استملاک د قانون ۹مه او ۱۰مه فقره سملاسي او کافي جبران ته اشاره کوي خو د جبران د جزياتو په اړه يې څه نه دي ويلي، د بيا استوګن کېدو په اړه يې مشخص حکم نه لاره او د جبران په اړه يې د تصميم نيولو صلاحيت د وزیرانو شورا ته ورکړی دی. دغه احکام له هغه څه څخه چې په ۴.۱۲ عملياتي تګلاره کې لازم بلل شوي وروسته پاتې دي خو په جدول کې ياد شوي دي چې د جزياتو د نشتوالي له امله کولای شی د قواعدو د جوړولو او جبران د اصولو په ګټه استفاده وکړئ. ياد شوي قانون د جبران په اړه د مفصلو قواعدو رامنځ ته کول نه دي منعه کړي او دا حقيقت چې مقررې کولای شي له قانون سره سمې ترتیب شي ښيي چې په پای کې جزيات هم رامنځ ته کېدای شي. د بيا استوګن کېدو د تګلارې د دې چوکاټ په متن کې د جزياتو د راوړلو د مفصلو قواعدو د نشتوالي له امله او په پروژو يې تطبيقول له قانون سره مخالفت نه لري.

د نړيوال بانګ د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې د پيروۍ له امله، د ځمکې او له لاسه تلليو داراييو په وړاندې د جبران له پاره د استفادې وړ قواعد، بايد چې د ارزښت بدل يې د ورځې له بيې سره سم وي، چې د تګلارې د هدف همغه برخه چې لږ تر لږه د کسانو د معیشت احياء او له دې څخه ډاډه کېدل چې له پروژې څخه اغېزمن شوي کسان په بده ورځ کې نه دي پرېښودل شوي، پوره شي. د ۴.۱۲ له عملياتي تګلارې سره سم د بدل ګلښت عبارت د داراييو د ارزښت د ټاکلو له طريقې څخه دی چې د له لاسه تلليو داراييو د بديل او د معاملې د لګښتونو تر پوښښ لاندې راوستل، د کافي پيسو د ټاکلو په برخه کې مرسته کوي. د ارزښت د ټاکلو، د ودانيو د استهلاک او داراييو د دې طريقې په تطبيق کې نه بايد په نظر کې ونيول شي. د هغو ضررونو په اړه چې نه شي کولای په آساني سره يې پرتله او يا يې د پيسو په توګه جبران کړي (لکه عامه خدمتونو ته لاسرسی، پيرودونکي، وړاندې کوونکي، يا هم د کب نيونې سيمو ته لاسرسی، څړځايونه، ځنګلونه يا د کانونو راويستنه)، هڅه وشي. څو يې په معادل او د منلو وړ سرچينو يې د عايداتي فرصتونو او فرهنګي نظره لاسرسی پيداشي.

له پروژې څخه د احتمالي اغېزمن شوو د سروې په نشتوالي، يا هم له اړوندو مراجعو سره د ترسره شوې مشورې او هغه شمېرې چې وروسته يادېږي د بيااستوګن کېدو د سند له پلان جوړونېد شمال- جنوب د دهليز چې د مزارشريف د برېښنا د پل يوه برخه ده، له پروژې څخه اخيستل شوي او برابر شوي. د ۲۰۰۹ ز کال د اکتوبر په مياشت کې د فوايد عامې وزارت په واسطه د یوه قرارداد په اړه چې د افغان نړيوال بانګ له لوري به تمویل شي دی. دغه ارقام په دقيقه توګه د دې پروژې عيناً ارقام نه دي خو اصول يې يو ډول دي، د محاسبې طريقې اود جبران قواعد دقیق و او کولای شی هغه د بیا استوګن کېدو د تګلارې په دې چوکاټ کې تعقيب کړي.

د قواعدو په اړه يو بل ټکی هم بايد ياد شی. په يوه مشخصه پروژه کې، د پروژې د يوې برخې په توګه د پروژې د يوه سند برابرول، لږ ترلږه کېدای شي یوه ځمکنۍ مقدماتي سروې چې ټاکل شوې د پروژې په واسطه اغېزمنه شي او د کسانو شمېر چې کېدای شي اغېزمن شي او د هغوی د اغېزمن کېدو لارې، د ځمکې له لاسه ورکول، د داراييو له لاسه ورکول او يا کمېدل، د ژوند له لاسه ورکول او نور ترسره شوي وي. کېدای شي له داسې کسانو سره بحث شوی وي، نو دقيق اټکل کولای شي د دې په اړه چې دوی د مجرا په توګه د څه غوښته کوي شته وي. همداراز، د قواعدو د توضيح تر څنګ چې بايد د جبران په ټاکلو کې تطبيق کړل شي، يوه بوديجه به ترتیب شي چې د لازمو پیسو بيانوونکې، له وړانديز شوو قواعدو سره، د جبران د ورکړې د شرایطو د بشپړولو له پاره چې اغېزمنو کسانو ته يې ورکړي، د پروژې په ساحه کې وي.

د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ توپير لري. د بيااستوګن کېدو د تګلارې چوکاټ هغه وخت برابرېږي چې د سيمې سمه پېژندنه او يا هم د پروژې په ترتيب کې اغېزمن شوي اشخاص (د مالي فعاليتونو منځګړيتوب او د څو فرعي پروژو لرونکې پروژه) امکان ونه لري او د هرې فرعي پروژې له پاره چې کېدای شي ځمکې ورسره استملاک شي له پاره د بيا استوګن کېدو کاري پلان، د فرعي پروژې له منلو څخه مخکې د بانګ د تمويل له پاره ترتيب کېږي. نو د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ نه شي کولای چې تر يوې بوديجې پورې تړلی وي چې د پروژې د ټول احتمالي لګښت بيانوونکی، د جبران د قواعدو چې د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ يې د تطبيق وړانديز کړی وي. د بيا استوګن کېدو د هر کاري پلان د يوې برخې بوديجه چې د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ له منل کېدو او د پروژې د يوې مشخصې برخې له پيل کېدو وروسته مطرح کېږي.

د ځمکو، ودانيو، غله جاتو او ونو بيې چې کېدای شي د لوړو زده کړو وزارت د درج شوي لګښت په اټکلونو کې استفاده ترې وشي، کېدای شي د ارزونې او چټکو مشورو له لارې له اغېزمنو لوريو سره د سيمه ييزو مراجعو او د موجوده ضررونو سروې او نفوس شمېرنې له مخې په لاس راشي. ممکن له اغېزمنو کورنيو څخه وغوښتل شي چې د اغېزمنو داراييو او ځمکې ارزښت يې خپله وټاکي. دغه به د بيا استوګن کېدو د ضروري پيليزې يوه برخه وي.

په دې پړاو کې نه شو کولای په ډاډ سره د بيا استوګن کېدو مجموعي بوديجه وټاکو. بوديجه به يې د هرې پروژې په طرح او اندازه تکيه ولري.

سره له دې چې، د بوديجې د ترتيب اداره بايد د بيا استوګن کېدو له پاره د بوديجې له موجوديت څخه ډاډ ترلاسه کړي، نه يوازې له پروژې څخه د اغېزمنو کسانو د جبران پيسې، بلکې د پروژې له خوا د مشورو د لګښتونو، شکايتونو ته د رسېدو د ميکانيزم تعقیب، څارنه او ارزونه او له اړتيا سره سم د خپلواکو سلاکارانو په ګډون (يعنې د بيا استوګن کېدو د کاري پلان د تطبيق د وروستۍ ارزونې له پاره)

4.2 د ځمکې د ارزښت ټاکل

د يو متر مربع په حساب د ځمکې حقیقي ارزښت اغېز لرونکی دی: په هره اندازه چې ځمکه يوې جوړه شوې سيمې ته (د بېلګې په توګه يو کلي) ته نیږدې وي په هماغه اندازه د ځمکې ارزښت او د اغېزمنو کورنيو اطلاعات لوړ وي. نو د ځمکې د ټاکلو ارزښت د حد اوسط حقیقي ارزښت او دا چې اعمار شوې ځمکې ته څومره نیږدې ده له مخې ټاکل کېږي. د کرنيزې ځمکې د ارزښت په ټاکلو کې، د عادلانه ارزښت د ټاکلو له پاره د اوبو موجوديت يا هم د ځمکې ورځنی ارزښت ډېر مهم دی. د استوګنې او سوداګريزو ځمکو د ارزښت په اړه د سرک موجوديت ډېر د ارزښت وړ دی، نه د ځمکې د حاصلاتو وړتيا. د ځمکې ارزښت نظري ساحې ته ټاکل کېږي. ځمکه چې په هره اندازه مرکز ته نیږدې وي، په هماغه اندازه يې ارزښت لوړ وي.

4.3 د ودانيو د ارزښت ټاکل

د پروژو لکه د پوهنتونونه او د لوړو زده کړو موسسې په واسطه که ځمکه اغېزمنه شوې وي، ارزښت يې د جوړښت د ډول له مخې ټاکل کېږي. يوه ودانۍ کېدای شي له خاورې يا خاورې او خښتو، له دولتي ودانيو په استثنا سره چې په هغه کې واښه او ګچ هم کارول کېږي، جوړه شوې ده يا هم سمنټ په کې کار شوي دي. د ودانيو ډلبندي (لنډمهاله، دايمي او نيمه دايمي) په هغو موادو کې چې په کې کارول شوي دي اړه لري.د ودانيو ارزښت ټاکل لومړۍ ډله، (خاوره/خښتې/د لرګيو دېوالونه، اخېړ شوي بامونه/آهن پوښ)، دويمه ډله (کاشي کاري شوی بام او عادي سمنټ  شوی) درېيمه ډله (کانګريټي کور/ يو پوړيزه او دوه پوړيزه ودانۍ) له ځينو مالکانو، سيمه ييزو قرارداديانو او د سيمې يو شمېر ساختماني انجنيرانو سره به له بېبلابېلو مشورو وروسته ترسره شي.

4.4 د ونو او غله جاتو د ارزښت ټاکل

د کرنيزو ځمکو مساحت د کرنې له پاره د استفادې وړ تخم د اندازې له مخې ټاکل کېږي. له دې امله، بايد پوه شو چې وړه او مشخصه ټوټه يو کيلو ګرام تخم ته اړتيا لري او هيله کېږي چې حاصل يې هم يوه ټاکلې اندازه وي. نو د غله جاتو د ضررونو په محاسبه کې، د څلورو اصلي غله جاتو ترکيب کېدای شي د منځنۍ کچې د حاصل او بيې د پيداکولو له پاره ترې استفاده وشي. د ځمکې د ضررونو بيه په يو متر مربع کې وقف شوې چې څلور اصلي غله جات به يو متر مربع په ۵۰۰ افغانۍ د ۱۰۰۰CASA له پاره اټکل شوې خو د بيا استوګن کېدو د کاري پلان په وخت کې او د لوړو زده کړو د وزارت له پروژې سره سم به نور هم دقیق معلوم شي.

د يو کال د ناخالص ارزښ په بنسټ د CASE له پاره د مثمرو ونو جبران، د لازمو کلونو د شمېر له مخې چې يوه نوې ونه پکې اېښودل کېږي د له لاسه تللې ونې د حاصل له ظرفيت سره معادل دی. د غیر مثمرو ونو ارزښت د هغو د څو کلونو پانګونې له امله چې هغوی اړتيا ورته لري، ټاکل کېږي. سره له دې، چې د ونو د محصولاتو ښکته پورته کېدل به کېدای شي د آسانتياوو له نشتوالي او له عرضې او تقاضا څخه اغېزمن وي. بزګران به د خپلې ونو مېوې وپلوري، کله چې په غيرفصلي مياشتو کې نور هم همدا کار کوي په پايله کې کېدای شي د ونو د محصولاتو ارزښت لوړ شي. د يوې ميوه يي ونې له پاره د جبران قاعده لږ تر لږه د يوې ونې حاصل د ونې په عمر د ضرب له مخې ده.

غیرميوه يي ونې چې د هغوی معمولي د ترويج طريق پيوند دی. بزګران دا ډول ونې اخلي، نوموړې ونې له دوو کالو وروسته کروندو ته د لېږد له پاره تيارېږي. په کال کې څلور ونې په حاصل ورکولو پيل کوي. همداراز، د غيرميوه ونو ارزښت په دې توګه ټاکل کېږي. د غيرمثمر ميوه ونو د جبران له پاره د ونې لګښت جمع د روزلو ارزښت، د پرې کېدو تر وخت پورې يې د پروژې د تطبيق په پايله کې وي.

4.5 د عايد د بيا ترلاسه کولو حقوق

ټاکل شوې ده چې د بيا استوګن کېدو ستراتيژي د ټولو له لاسه وتليو داراييو له پاره د جبران د بدل د لګښت په توګه برابره کړي، څو د اغېزمنو کسانو د ژوند عوايد په جدي توګه اغېزمن نه شي او د امکان په صورت کې به نور هم ښه شي. ټول اغېزمن کسان چې ژوند يې اغېزمن کېږي د عوايدو د ضررونو په وړاندې به يې ملاتړ وشي او د هغو کسانو له پاره چې ژوند يې په جدي توګه اغېزمن کېږي، د ژوند د برابرولو له پاره (د حقوقو او نورو ټولو مرستو په ګډون، د هغو کسانو له پاره چې په شديده توګه اغېزمن شوي، بې وزلو او ضررمنو) به يې مرستې برابرې شي.

د حاصلاتو د ضررونو په وړاندې د عايد د بيا ترلاسه کولو حقوق–دغه اغېزې د ورځې په بيه د نقدي جبران له لارې د يوه کرنيز کال د بشپړو حاصلاتو جبران کېږي. د حاصلاتو د برخې اخيستلو په صورت کې، د حاصلاتو جبران هم مالک او هم اجاره ورکوونکي ته د مشخصو هوکړو په بنسټ ورکول کېږي.

د سوداګرۍ د ضررونو په وړاندې د عايد د بيا ترلاسه کولو حقوق–د لازم وخت له پاره په نقدو پيسو دايمي سوداګرۍ د ضررونو د جبران په اړه، د سوداګرۍ د احیا په خاطر به (x مياشتې) ترسره شي. دايمي سوداګري به په مياشت کې x افغانۍ د x مياشتو له پاره ترلاسه کړي. په نقدو پيسو د لنډمهاله سوداګرۍ د ضررونو جبران ترسره کېږي چې د پرېکون د دورې عايد به د مياشتې حقوق د x افغانۍ په بنسټ، تر پوښښ لاندې ونيسي.

د کارکوونکو د عايد د بيا ترلاسه کولو حقوق–د سوداګرۍ د پريکون د دورې له پاره، له لاسه تللي معاشونه دي.

په کرنيزو ځمکو د بې خونده اغېزو په وړاندې د عايد د بيا ترلاسه کولو حقوق- کله چې د خلکو ۱۰ سلنه کرنيزه ځمکه اغېزمنه شي، اغېزمن کسان (مالکان، اجاره ورکوونکي او برخه اخيستونکي کروندګر) به د بې خونده اغېزو په وړاندې اضافي حقوق، په يوه کال کې د خالصو حاصلاتو د عايدو د ورځې په ارزښت د له لاسه تللې ځمکې څخه ترلاسه کړی. په دې پروژه کې دا کار د تحمل وړ نه دی.

د ضرر منونکو ډلو حقوق–هغه کسان چې ضرر ورته رسېدلی (هغه اغېزمن کسان چې په بېوزلۍ کې دي، چې مېرمن د کور مشره وي، هغه کورنۍ چې مشران يې دماغي ناروغي ولري او نور) په يو ځل x افغانۍ مرسته ورسره کېږي او د دندې له پاره به د پروژې په اړوندو کارونو کې لومړيتوب ورکړل شي.

د انتقالي ژوند حقوق– هغه اغېزمن کسان چې خپله ځمکه یا کور به له لاسه ورکړي او بې ځایه کېدو ته اړ کېږي، د معشیت د حقوقو له مخې به x افغانۍ د بیا ځای پر ځای کېدو او د معشیت د بیا احیا لپاره تر لاسه کړي.

د کرايې حقوق--  د کورونو کرايه ورکوونکي چې له کورونو په زور ويستل کېږي، د ورځې له بيې سره سم د کرايې حقوق تر هغې وخته چې يو وړ کور ورته پيداشي، ترلاسه کوي او د بل ځای د ترلاسه کولو په برخه کې به له دوی سره مرسته وشي. ورته نورو کسانو ته چې د برج يا عمومي سټيشن د جوړولو له امله له خپلو کورونو څخه په لنډمهاله توګه بې ځايه کېږي هم ورکول کېږي.

تر پروژې پورې اړوندې دندې (د ساختماني کار په جريان کې غير تخصصي او نيمه تخصصي دندې) –

په شديده توګه اغېزمنو او ضرر رسېدليو ډلو ته به تر پروژې پورې اړونده د دندې لومړيتوب ورکړل شي چې دا دندې عبارت دي له ډرېورۍ، نجارۍ، معمارۍ، صفاکارۍ او کندنکارۍ او د امکان په صورت کې اداري ابتدايي کارونه.

5.  سازماني هوکړې

5.1  عمومیات

دغه برخه د پروژې د بريالي تطبیق له پاره د بېلابېلو ارګانونو د مسوليتونو او رولونو له پاره ده. لومړني ارګانونه چې د ځمکې په استملاک او د بيا استوګن کېدو  په پروسه کې دخيل دي، په لاندې توګه دي: د افغانستان اسلامي جمهوريت، د لوړو زده کړو وزارت، په لوړو زده کړو وزارت کې د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې، د لوړو زده کړو وزارت د پلان او پاليسۍ د رياست په چوکاټ کې د محیطي او اجتماعي حفاظت د اطاعت منلو برخه، غيرحکومتي تطبيق کوونکې موسسې، د لوړو زده کړو چارواکي د سيمه ييز حکومت واحدونه او ولايتونو په کچه.

د بيااستوګن کېدو او احياء د پروګرام په تطبيق کې دخيلې ادارې او پلان جوړونه: د لوړو زده کړو وزارت د اجرا کوونکې ادارې او د حکومت د ولايتي دفتر په توګه له پورته يادو غيرحکومتي موسسو سره، په پروژه کې د لوړو زده کړو وزارت د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له لارې عمل کوي. دغه وزارت په ساحه کې کار کوي او پروګرام د پوهنتون د اجراآتو د همغږي کوونکو له لارې په ټولو ټاکل شوو پوهنتونونو کې د سلاکار انجنير او د تطبيق د سلاکار په ملاتړ چې د استوګنې د تطبيق ټول اړوند فعاليتونه همغږي کوي، تطبيقوي. ټول فعاليتونه له اړوندو ټولو دولتي ادارو او اجتماعي شوراګانو سره همغږې شوي چې له لوري به يې تطبيق شي.

5.2  د لوړو زده کړو د وزارت، اداره

د لوړو زده کړو وزارت به اجرا کوونکې اداره وي. وزير، اداري او مالي مرستيال به د ټولو تصميم نيونو، پلان جوړونو، تطبيق او د پروژې د فعاليتونو همغږي کولو مسول وي. ترسره کوونکې اداره به له ټولو دولتي ادارو سره لاندې ستونزو ته د رسېدو له پاره دقيقه همغږي ولري:

1. د ځمکې اسناد او مالکیت: د اسنادو او ځمکې د مالکيت په اړه د اړوندو ستونزو د حل له پاره د مرکز په کچه رامنځ ته او غړي به یې د لوړ زده کړو د وزارت، ماليې وزارت، جيولوژي او کارتوګرافي څخه وي.

2. د داراييو د ټاکنې ارزښت: د جبران له پاره د ځمکې او نورو ټولو داراييو ارزښت د ځمکې د استملاک له قانون سره سم د بيا استوګن کېدو د تګلارې په چوکاټ کې د درج شوو اصولو په اساس د وزيرانو د شورا له خوا ټاکل کېږي. د وړانديز له مخې به تصميمونه د يوې کمېټې له خوا چې له لاندې کسانو به جوړه شوې وي نيول کېږي: (i) مالک يا هغه څوک چې له ځمکې استفاده کوي او يا يې استازی، (ii) د ځمکې د استملاک کوونکې ادارې رسمي استازی، (لکه د لوړو زده کړو وزارت (iii)، د سيمه ييزې ښاروالی استازی (iv)، د ماليې وزارت استازی او (v) د عدليې وزارت استازی.

5.3  د پروژې تطبیق

5.3.1  دلوړو زده کړو وزارت                                                 

د لوړو زده کړو وزارت به د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا د بيااستوګن کېدو او د ځمکې د استملاک د پلان د تطبيق او منظورۍ مسول وي. د لوړو زده کړو په وزارت کې د اجراآتو او څارنې په ملاتړې ډله کې، د ځمکې د استملاک د پلان چارې او بيا استوګن کېدل (LARP) د دوو برخو له خوا چې په لاندې توګه تشريح شوې دي ترسره شي. د لوړو زده کړو د وزرات سيمه ييز دفتر او په سيمه کې د همغږۍ مسول اړوند سيمه ييز دولتي دفترونه د سروې ګانو، مشورتي غونډو او د جبران د مشخصو قاعدو ټاکونکو په ګډون به د استملاک د تګلارې په چوکاټ کې د درج شوو اصولو په بنسټ وي. د پروژې د جبران د لارو برابرول او املاکو د اصلاح مسوليت د لوړو زده کړو د وزارت په غاړه دی او اغېزمنو کسانو ته د جبران د فزيکي تحويلۍ مسوليت به د لوړو زده کړو د وزارت له خوا يوې ټاکل شوې کمېټې ته چې غړي به يې له اړوندو سيمه ييزو دولتي ادارو څخه وي د څارنې او اجراآتو د ملاتړې ډلې او سلاکارانو تر څارنې لاندې وي سپارل کېږي. 

د پلان او پاليسۍ د رياست په چوکاټ کې به يوه برخه شته وي چې د ځمکې د استملاک په پلان او بيا استوګن کېدو، په ځانګړې توګه د اطاعت منلو د اجتماع او ژوندانه د چاپېريال ساتنې په برخه کې به لاس لري. د ژوندانه د چاپېريال او اجتماع د ساتنې د اطاعت منلو برخه به د اجتماعي او محیطي حفاظتي مسايلو مسوله وي. د څارنې او اجراآتو ملاتړې ډله د ورځنيو ساحوي فعاليتونو، د بيا استوګن کېدو د چارو د پيل او تطبيق له پاره به د ټولو لازمې تصفيو مسول وي. دغه برخه به د اجتماعي او ژوندانه د ساتنې د اطاعت منلو له برخې سره د پروژې په تطبيق کې همغږي وکړي. د لزوم په صورت به د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله د کرنې له وزارت، د سروې او کادستر له ادارې، سيمه ييزو ادارو، غیر حکومتي موسسو او انتخابي سيمه ييزو شوراوو سره همغږي وکړي. د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله مسوليت لري ډاډ ترلاسه کړي چې د بيا استوګن کېدو، د جبران د ټاکنې او ورکول او ځمکې د استملاک د پروسې ټول پړاوونه په بشپړه توګه په اسنادو کې ثبت شوي دي او د اسنادو چاپي او الکترونيکي کاپي بايد په خوندي او ډاډه ځای کې وساتل شي.

د لوړو زده کړو وزارت به دوه ملي متخصصين په کار وګماري چې یو به د ژوندانه د چاپېريال د اطاعت منلو او بل به د اجتماعي حفاظت د اطاعت منلو په برخه کې چې هغوی به محیطي او اجتماعي مسايلو ته مسول وي. دغه دوه ملي مشاورين به د ژوندانه د چاپېريال، اجتماعي مديريت او د څارنې ډاډ  له اجتماعي او محيطي حفاظتونو به د پروژې په جريان کې د چوکاټ د لارښودونو د تطبيق مسولين وي.

ملي متخصصين به همداراز د ظرفيت جوړونې او د لوړو زده کړو د وزارت د مديرانو د لارښوونو مسولين وي څو: (۱) د اطاعت منلو او حفاظتي شرایطو څخه د ډاډ د ترلاسه کولو  د پروژې د پراختيا په هر فرعي پړاو او له تخنيکي او سيمه ييزو ډلو سره کار کول. او (۲) نورو پراختيايي مرکزونو ته د پراختيا آسانتيا.

5.3.2  تطبيق کوونکې غير حکومتي موسسه

د تطبيق کوونکې يا څارونکې غيرحکومتي موسسې مشخصې دندې به په لاندې ډول وي:

1.  د پلان او پاليسۍ په رياست کې د اجتماعي او محيطي حفاظت د اطاعت منلو له برخې سره په نژدې همغږۍ کې کارکول، د سيمه ييز حکومت څانګې او د املاکو د اصلاح د پروژې د تطبيق له پاره د لوړو زده کړو د وزارت کارکوونکي.

2. د پلان او پاليسۍ په رياست کې د اجتماعي او محيطي حفاظت د اطاعت منلو له برخې سره د پروژې د معلوماتو نشر او تر بيا استوګن کېدو پورې اړوند نورو ټولو معلوماتو په برخه کې همکاري.

3. د ژوندانه د برابرولو او اغېزمنو کسانو د فعاليتونو په اړه د معلوماتو د ورکولو او په دولتي پراختيايي پروګرامونو کې د ګډون په شمول د نورو هدفونو ټاکل.

4. د اغېزمنو کسانو د زده کړو د اړتياوو تشخيصول، د عوايدو د توليد د فعاليتونو په منظور او له دې ډاډه کېدل چې دا فعاليتونه په سمه توګه تمويل شي.

5.  د املاکو د اصلاح تر پروژې پورې اړوندو شکايتونو ته د رسېدو په منظور پوهاوی او مشوره ورکول او د بيا استوګن کېدو او ځمکې تر استملاک پورې اړوندو ناحل شوو شکايتونو د شخړو په اړه شکايتونو ته د رسېدو له پاره همکاري.

6. د منصفانه جبران د دعوو په اړه د تادياتو د بشپړې ورکړې او ټولولو په ګډون له اغېزمنو کسانو سره همکاري.

7. د املاکو د اصلاح د پروژې په اړه د دوره يي راپورونو د وړاندې کولو تطبيق.

8. د ټولو هغو فعاليتونو ترسره کول چې کېدای شي د املاکو د اصلاح د پروژې د بريالي تطبيق له پاره لازم وي.

غيرحکومتي تطبيق کوونکې موسسه بايد يوه غيرانتفاعي موسسه وي، د يوې غيرحکومتي موسسې په څېر په دولت کې ثبت وي، لږ تر لږه يې درې کاله فعاليت کړی وي، لږ تر لږه درې معاش لرونکي کسان ولري، د جنسيتي مساواتو د اصولو له مخې يې په خپلو کارکوونکو متعهد وي، د يوه مديريتي او يا مشورتي بورد لرونکې وي، يو محاسبتي او کره مالي سیستم وساتي، د پروژې په اړونده سيمه کې اوږدمهاله او د باور وړ حضور ولري، له عمده دولتي ادارو سره کار وکولای شي، د پروژې د تطبيق له پاره د بيا استوګن کېدو په برخه کې د زده کړې د پروګرام د جوړولو له پاره حاضر وي.

5.3.3 سيمه ييز حکومت

د املاکو د اصلاح د پروژې په تطبيق کې د سيمه ييز حکومت د څانګو همکاري او همغږي حياتي ده. دوی ولايتي حکومت، د ولسوالۍ حکومت، د کليو په کچه شوراګانې او سيمه ييزې اجتماعي شوراګانې دي. د داراييو د ارزښت ټاکل، مالکيت او د ځمکې تر اسنادو پورې اړوند مسايل له دې لارې سرچينه اخيستې او يوازې هغه وخت د وزېرانو شورا ته لېږل کېږي چې دغه کمېټه مسايل په سيمه ييزه توګه حل نه کړای شي. ولايتي حکومت، که چېرې د ځمکې د ارزښت د ټاکلو په برخه کې شخړې شته وي نو د بيو د شخړو د مشخص کولو په منظور به يوه د ارزښتونو کمېټه جوړه کړي.

که چېرې د ځمکې د مالکيت په اړه شخړې موجودې وي، د ځمکې اسناد به د ولسوالۍ په کچه په دريو دفترونو کې کتل کېږي، (۱) د ولسوالۍ اداره، (۲) مستوفيت او (۳) د ولسوالۍ محکمه. دغه دفترونه د ځمکې د استملاک او د ځمکې د استحقانونو د تاييد اړوند د ټولو موضوعاتو په اړه د قانون اختيار لري. د عوايدو (مستوفيت) د ادارې کارکوونکي به د استحقانونو د تشخيص دندې او له سيمه ييزو ښارواليو سره د مالکيت تاييد وکړي. هیله کېږي چې د ولسوال دفتر د همغږۍ رول ولوبوي

6. سلا او عامه ګډون

6.1  د عامو خلکو مشوره

له اغېزمنو کسانو سره، د خلکو د مشورې د پروسې د ميکانيزمونو دغه برخه، د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ وړاندې کول او د املاکو د اصلاح پروژه چې خلکو ته د معلوماتو د وېشلو، د اغېزمنو کسانو تر منځ د دوی د حقوقو په اړه د پوهاوي خپرول، د جبران د ورکړې کړنلارې او د شکايتونو ته د رسېدو ميکانيزمونه تشريح کوي.

6.2عامه مشوره

د اغېزمنو کسانو تر منځ د ورځنيو غير رسمي غونډو سربېره، د لوړو زده کړو د وزارت ولايتي کارکوونکي او نورې اړوندې ادارې، د پروژې په اړه د رسمي مشورو پروسې رامنځ ته شوې او د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا به د کلي د غونډو او له دولتي مسولينو سره د عامه مشورو په واسطه مديريت شي. له اغېزمنو کسانو، د املاکو د اصلاح د پروژې طرح او اغېزمنو کسانو ته يې څرګندول، د اساسي، اقتصادي او اجتماعي اطلاعاتو د ټولولو په بهير کې له دې ټولو طريقو او ميکانيزمونو څخه کار اخيستل، څنګه به چې لاندې تشريح کړل شي.

6.3 اجتماعي غونډې

په کلي کې به يو څه غونډې وشي چې په هغې کې به نفوس شمېرنه، اجتماعي او اقتصادي سروې ګانې تشريح او وروسته به عملي شي. د يوې پروژې هدفونه، مقصدونه او همداراز پروسو ته اړتيا او همداراز د لنډمهاله بې ځايه کېدو او بيا استوګن کېدو پايلې به تشريح شي. د ټولنو د مشرانو غونډې او اړونده مراجع به د ګډون کوونکو د حضور له مخې پروګرام کړل شي. د اجتماعي او ژوندانه چاپېريال د حفاظت اطاعت منل به د اجتماعي مشورې د پروې د ترسره کولو مسول شي.

د پروژې په اقتصادي او اجتماعي سروې کې، د مالکانو نومونه، د هغو داراييو استفاده کوونکي چې کېدای شي استملاک کړل شي، په لنډمهاله توګه استفاده شوې او له منځه تللې دارايۍ چې د هغې په وړاندې به جبران ورکول کېږي، ليست کړي او د لوړو زده کړو وزارت به د ځمکې د استملاک او بيا استوګن کېدو يو پلان به د پروژې د هرې تعريف شوې برخې له پاره برابر کړي څو ډاډ ترلاسه شي چې د دې ټولو اغېزمنو داراييو په وړاندې د انصاف له مخې جبران ترسره شي. د بيا استوګن کېدو او د ځمکو د استملاک منظور شوی پلان، به د ټولو کورنيو او اغېزمنو اشخاصو او ټولو ګټه اخيستونکو خواوو له پاره تشريح کړل شي. د سرشمېرنې سروې به په اغېزمنو ځمکو کې ترسره شي.

هر وخت ټول خلک هڅول کېږي چې د بيااستوګن کېدو په اړه يې نظريات څرګند کړي. دوی د خپل بيا استوګن کېدو د ټاکنې له پاره اړوند اغېزمن کسان دي. د دې غونډو اصلي موخه د کورنيو او اغېزمنو کسانو او کوربه ټولنو له پاره د فرصتونو برابرول دي چې د پروژې په اړه يې اندېښنې او نظرونه د څارونکو سلاکارانو په څنګ کې څرګند کړي. دا همداراز د سروې ګانو د لومړنيو پايلو توضيح کول او څرګندول دي او د هغو موضوعاتو په اړه چې په پوښتنپاڼه کې په کافي توګه تر پوښښ لاندې نه دي نيول شوې څېړنه کوي.

6.4 له له دولتي مسولينو او ټولو اړوندو مراجعو سره مشوره

څارونکي مشاورين به له ولايتي او سيمه ييزو مسولينو سره ملاقات وکړي چې ډاډ ترلاسه شي چې هغوی به د پروژې په اړه د تنظيم او د بيااستوګن کېدو او ځمکې د استملاک د پلان د تطبيق د جزياتو په اړه په بشپړه توګه و ارزول شي. د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله به د ځمکې د ارزښت د ټاکلو له کمېټې سره همغږي وکړي. له ولسوالانو سره چې د فرعي پروژو کاري ساحې يې تر کاري حوزې پورې اړه لري او د کليو له مشرانو سره به همغږي وشي. د جبران د بنډلونو او حق د ترلاسه کولو په اړه معلومات به له دولتي مسولينو او نورو اړوندو مراجعو سره شريک کړل شي.

6.5 تر پروژې پورې د تړلو معلوماتي موادو برابرول

تر پروژې پورې تړلي معلوماتي مواد به برابر او اغېزمنو کسانو ته به توزېع کړل شي څو د دوی تر منځ يې د حقوقو او د جبران د ورکړې د کړنلارو او شکايتونو ته د رسېدو ميکانيزمونو په اړه پوهاوی وشي. دغه مواد به لاندې توکي تر پوښښ لاندې ونيسي:

  • د فرعي پروژو له پاره د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک پلانونه، به د يوه رسمي دولتي سند په توګه د ولسوالانو، د کليو د مشرانو، د مستقيماً اغېزمنو کورنيو او د لوړو زده کړو د سيمه ييزو کارکوونکو په اختيار کې ورکړل شي. د بيا استوګن کېدو د چوګاټ دغه تګلاره به د لوړو زده کړو د وزارت په وېبپاڼه کې هم خپره شي.
  •  د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ خلاصه په مشخصه توګه په دې منظور برابره، په کورنيو ژبو ژباړل کېږي او د بروشرونو په ډول به د ټولو اغېزمنو کسانو په اختيار کې ورکړل شي چې اغېزمن کسان او سيمه ييزې ټولنې په دې توانا کړي چې دوی خپله يې ولولي او د هغو ګټو او جبرانونو په اړه چې د بېلابېلو اغېزمنو کسانو له پاره به برابر شي، څنګه چې د حقوقو په جدول کې څرګند شوې ده، پوهاوی ترلاسه کړي. د لوړو زده کړو سيمه ييز سلاکار او کارکوونکي، بروشرونه د اجتماعي غونډو له لارې وېشی، ميکانيزمونه، د مشورتي پروګرام کړنلارې او د اغېزمنو کسانو د چلند ډول د بيا استوګن کېدو په فعاليتونو او ټوله پروسه کې تشريح کړي.
  • د چک د بيا ورکړې جدول- یا هم له پروژې څخه د اغېزمنو کسانو بانګي حسابونو ته د E پيسه له لارې د جبران د ښه لېږد، د نېټې، زمان او او د جبران چکونو د با ورکړې د محل په توضيح سره، چې هر اغېزمن کس ته يې د په ترسره کولو وړ ژبه برابر او ټولو اغېزمنو کسانو ته به تشريح کړل شي. دغه موضوع به د کلي په غونډو کې هم وړاندې شي.
  • د لاندې معلوماتو لرونکی يو بنډل به هر اغېزمن کس ته تیار کړل شي:
    • د اغېزمن کس د ضررونو موجودي
    • د چک د بيا ورکړې جدول د تاريخ، زمان او د چک د ترلاسه کولو د ځای په يادولو د ځمکو تخليه او ودانيو ړنګول
    • په کورنيو ژبو بروشر يا جزوه
    • د اغېزمن کس په اړه ټول اړوند معلومات

6.6 معلومات

د کلي د غونډو او د اغېزمنو کسانو تر منځ د غير رسمي خبرو، سلاکارانو او د اجراآتو او څارنې دملاتړې ډلې د کارکوونکو له خوا د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ کليدي ځانګړتياوې.

  • د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې، د لوړو زده کړو سيمه ييز کارکوونکو، اغيزمنو کسانو، ولايتي او د ولسوالۍ کارکوونکو او د اړوندې ادارې او ولسوالۍ نورو سيمه ييزو کارکوونکو ته په سيمه ييزو او انګلیسي ژبه د تګلارو برابرول.
  • د کلي په غونډو کې د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ په اړه د معلوماتو وړاندې کول.
  • د عامه معلوماتو له پاره به په ټولو ادارو کې د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ د لاسرسي وړ وي.
  • د لوړو زده کړو په وېبباڼه کې د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ خپرول.
  • د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ په اړه د بېلابېلو رسنيو له خوا تبليغات کېږي.
  • د ټولو اغېزمنو کسانو له پاره د معلوماتي بنډل برابرول.

د حفاظت د برخې سيمه ييزو کارکوونکو يو ځل بيا د څارنې او اجراآتو د ملاتړې ډلې له کارکوونکو، د سيمه ييز حکومت له څانګو او نورو دولتي ادارو څخه د معلوماتو د وړاندې کولو د يوې برخې په توګه، د بيا استوګن کېدو د چوکاټ په منځپانګه او ميکانيزمونو د پوهولو له پاره ترسره شي. وروسته له دې چې د لوړو زده کړو وزارت، ماليې وزارت او نړيوال بانګ له خوا د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ منظور شي، دوی به مسوليت ولري چې کليو او اغېزمنو ټولنو ته وګرځي او د معلوماتو د وړاندې کولو فعاليتونه د کلي د غونډو او له اغېزمنو کسانو سره غونډې د دې پلان د واقعي تطبيق څخه مخکې آشنا شي.

7. مقدماتي اقدامات او د تطبيق زماني جدول

7.1 مقدماتي اقدامات

د لوړو زده کړو وزارت، د پروژې د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې د تطبيق برخه، وروسته له دې چې د نړيوال بانګ له خوا منظوره شي پیلېږي چې د بيا استوګن کېدو او د ځمکې د استملاک د پلان د تطبيق په اړه به د مقدماتي مشخصې دندې په توګه ځينې اقدامات تر لاس لاندې ونيول شي:

  • د لوړو زده کړو د وزارت د څارنې او اجراآتو د ملاتړې ډلې له خوا د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک د پلان لومړنی تاييد او نړيوال بانګ ته یې لېږل.
  • د ځمکې، ونو او حاصلاتو د جبران په اړه بوديجه بايد مخکې د ماليې وزارت سره همغږې شي.
  • د چکونو د بيا ورکړې له پاره بيا ورکونې د کړنلارو، شرایطو او معيارونو رامنځ ته کول.
  • د تطبيق د مشاور ټاکل چې د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک د پلان د تطبيق په برخه کې له لوړو زده کړو وزارت سره همکاري وکړي.
  • د څارنې د داخلي کړنلارو او شاخصونو رامنځ ته کول

د لوړو زده کړو وزارت همداراز ژمن دی چې اغېزمنو کسانو ته مخکې خبر ورکړي او د ساختماني کار له پيل مخکې له شرایطو سره سم چې د بيا استوګن کېدو د تګلارې په دې چوکاټ کې تعريف شوي دي دعاید داحياء او د ځای په ځای کېدلو په برخه کې لازم جبران ورکړي. د هغو کسانو چې ودانۍ او دارايۍ يې (کورونه، دکانونه او نور) اغېزمنې شوې دي، لږ تر لږه بايد د ودانيو تر تخریب درې مياشتې (نوي ورځې) مخکې جبران ترلاسه کړي. دغه وخت دوی ته اجازه ورکوي چې د ساختمانونو د جوړولو، لاس وهنې او ټول بېکاره مواد لرې کړي.

د ودانيو به استثنا د داراييو د جبران ورکول (ځمکه، حاصلات او ونې) لږ تر لږه د ځای له واقعي مالکيت نوي ورځې مخکې به د اغېزمنو کسانو د استفادې وړ شي. سره له دې چې د جبران په اړه د شخړې د رامنځ ته کېدو په وخت کې، تر ۷۰ سلنه پرتله شوې پیسې، د جبران ترلاسه شوی تخصیص به اغېزمنو کسانو ته ورکړل شي او پاتې پیسې به په يوه بېل حساب کې د اړوندو اغېزمنو کسانو په نوم د شخړې د اوارېدو تر وخته وساتل شي. د حقيقي مالکيت په سر د راولاړې شوې شخړې په صورت کې به د حقيقي مالکيت په اړه د شخړې تر اواري پورې پيسې په يوه بېل حساب کې واچول شي. په داسې استثننايي چارو کې د لوړو زده کړو وزارت کولای شي ځمکه په بشپړه توګه پرته د جبران له ورکړې په خپل مالکيت کې راولي. عريضو يا شکاياتو ته (که موجود وي) د شکايتونو ته د رسېدو له کړنلارې سره سم چې د بيا استوګن کېدو د تګلارې په چوکاټ صراحت لري، ترسره شي. سره له دې چې د بيا استوګن کېدو او د ځمکې د استملاک اړوند ټول فعاليتونه د لېږد د کرښې په اړه د مدني کارونو له پيل کېدو مخکې، د فرعي برجونو او ستېشنونو جوړولو سره به د لنډمهاله بې ځايه کېدو او بيا استوګن کېدو په اغېزو بشپړ شي. د غیرحاضرو مالکانو په اړه (لکه د جګړې له پايلو بې ځايه شوي کسان) د جبران پيسې په يوه بېل حساب کې اېښودل شوې چې د هویت له تثبيت او ادعا وروسته به، له پروژې اغېزمن شوي کس ته چې اصلي مستحق يې دی صادرې شي. دولت به ټول مناسب اقدامات (د ليکل شوو او برېښنايي رسنيو له لارې، شفاهي خبرې اترې او ډله ييزو اړيکو) د غايبو مالکانو د تشخيص له پاره تر لاس لاندې ونيسي او د دې هڅو اسناد به برابر کړي.

7.2 د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک د پلان د تطبيق پروسه

لاندې پاراګرافونه اغېزمنو کسانو ته د بيا ورکړې ډول دی او د مالي سرچينو د برابرولو اړتياوې وروستيو ګټه اخيستونکو اړخونو ته تشريح کوي. دغه ګامونه د مالي سرچينو، امنيتي وضعيت او د سفر د وخت د فرضي د موجوديت په رڼا کې به تنظيم شي. په ولايتونو او ولسواليو کې چې فرعي پروژې په کې تطبيق کېږي، احتمالي وضعيت په نظر کې نه نيول کېږي.

د ټولو شرایط وړ اغېزمنو کسانو له پاره د جبران د ورکولو ګامونه په لاندې توګه دي:

i. د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک د هر پلان په اړه د بوديجې له مخې د مالي سرچينو ترلاسه کول. د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله د خپل سيال له پاره لازمې پيسې برابروي چې د ځمکې د استملاک يوه برخه د ماليې وزارت له لارې تمويل شي.

ii. د شرایط وړ اغېزمنو کسانو د ليست تصديق: د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله به د تطبيق د سلاکار له خوا د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک په پلان کې د درج شوو اغېزمنو کسانو ليست تصديق کړي څو ډاډ ترلاسه شي چې ټول د شرایطو وړ اغېزمن کسان به جبران په سمه توګه ترلاسه کړي او هغه اغېزمن کسان چې په شرایطو پوره نه دي مستثنی شمېرل کېږي. د شرایطو وړ او د هويت د تضمين د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره به کلي له مشرانو او اجتماعي شوراګانو سره د ياد ليست د مسايلو د حل له پاره مشوره وشي.

iii. د جبران د مفصل بنډل اطلاعيه: د څارنې او اجراآتو ملاتړې ډله د تطبيق د مشاور له لارې، د اغېزمنو داراييو په توپير سره يو مفصل بنډل، د هرې اغېزمنې دارايي د بيې واحد او د جبران مجموعه برابروي او د هر اغېزمن کس په اختيار کې يې ورکوي.

iv. د وروستي استملاک/هوکړه: اغېزمن کسان چې د جبران د بنډل د درج شوو پيسو او د هغې د محاسبې په ډول موافق نه وي، د يوې جلسې له لارې چې د تطبيق د سلاکار له خوا به برابره شي،د دې مسايلود حل له پاره هغوی ته وروستی فرصت ورکول کېږي. په داسې حال کې چې د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله او اغېزمنه ډله تر اوسه هم موافق نه وي، د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله به د استملاک موضوع صلاحيت لرونکې محکمې ته راجع کوي او له محمکې به غوښتنه کوي چې لوړو زده کړو وزارت ته د اغېزمنې دارايي د مالکيت اخیستو اجازه ورکړي. د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډلې د شخړې وړ ۷۰ سلنه پيسې اغېزمن کس ته ورکوي او پاتې پيسې به په بانګ کې په يوه بېل حساب کې وي.

v. د غيرحاضرو مالکانو پيداکول: د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله به د تطبيق د مشاور او کلي د مشاورانو له لارې هڅه وکړي چې د اغېزمنو داراييو غيرحاضر مالکان به پيداکړي. داسې څه هم شته چې مالکان يې په نورو سيمو کې ژوند کوي، د هغوی د پيداکولو له پاره بايد له هېڅ ډول هڅې ډډه ونه شي.

iv. خلکو ته اطلاعيه ورکول: له رسنيو او موجودو بل بورډونو په واسطه به د پروژې له امله خلکو ته د ځمکې د اغېزمن کېدلو  معلومات ورکړي.دا به د اغېزمنو ځمکو د دعوه کوونکو له پاره يو کافي وخت وي چې د اغېزمنو ځمکو په اړه مخالفت يا دعوه وړاندې کړي.

vii. د بلونو برابرول: د هر شرایط لرونکي اغېزمن کس له پاره به د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې او تطبيق د سلاکار له خوا بلونه برابر شي. دغه سند هر اغېزمن کس ته حق ورکوي چې په بل کې درج شوې پیسې ترلاسه کړي.

viii. سيمه ييز بانګ د پيسو لېږد: له لوړو زده کړو  او ماليې وزارتونو څخه به فرعي پروژې ته په نژدې ښار کې يوه سيمه ييز بانګ ته دعامه مالي سیستم له کارولو سره پيسې ولېږدول شي. د افغانستان په عامه مالي سیستم کې پیسې د ماليې وزارت د خزانې د رياست په واسطه لېږدول کېږي، چېرته چې دماليې وزارت کېدای شي د جبران پيسې هر بانګ چې زړه يې وغواړي ولېږدوي. بانګي حساب به د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا برابر شي چې ډاډ ترلاسه شي چې اغېزمن کسان پيسې په خپل وخت سره اخلی.

ix. ورکړه: اغېزمن شوي کسان له ماليې وزارت څخه په هېواد کې د پيسو د انتقال د سیستم په کارونې سره لکه بانګي حساب يا هم د نقدو پيسو چکونه، د جبران د پيسو يو مجموعي چک تر لاسه کوي. اغېزمن کس به د ټول جبران او د سقاط حق د ترلاسه کولو د تاييد يو سند (دا چې هغه نور د خپلې اغېزمنې دارايي په اړه کومه ادعا نه لري. ) لاسليک کړي. د چک د ترلاسه کولو په وخت کې به د پروژې د اسنادو له پاره د اغېزمن کس یو عکس واخليسل شي.

x. اغېزمن کس به بانګ ته د خپلې تذکرې په ښودول سره چک په نقدو پيسو بدل کړي، که چېرې د بانګ کارت ونه لري. هغه کسان چې تذکرې نه لري بايد اړوندې مرجع ته د تذکره نه لرلو دلايل وړاندې کړي.

اغېزمن کسان به وهڅول شي چې يو بانګي حساب چې په هر بانګ کې ي خوښه وي خلاص کړي او کليو ته يې يوازې لازمې پيسې ولېږدول شي چې په غيرقانوني توګه د پيسو د ورکيدو مخه ونيول شي. د سپما د يوه حساب ګټې د هغو معلوماتو برخه ده چې د تطبيق د مشاور له خوا برابرېږي.

8. شکايتونو ته رسېدنه

د ځمکې د استملاک له قانون سره سم، کله چې شخصي ځمکې د عامه ګټو په منظور استملاک کېږي، مالک ته جبران د کتګورۍ او اغېزمنې ځمکې د ځای په اساس ورکول کېږي او د جبران له پاره د ځمکې ارزښت د وزيرانو له خوا ټاکل کېږي. تصميم د ځمکې د استملاک دکمېټې په بنسټ چې له لاندې کسانو جوړ شوی نيول کېږي:

  • اغېزمن کس چې خپله استفاده کړي او يا يې استازی
  • د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې په ګډون د لوړو زده کړو استازي
  • د ماليې وزارت استازی،
  • دعدليې وزارت استازی، او
  • د سيمه ييز ښاروالی استازی

د ځمکې د استملاک پروسه د ځمکې د استملاک د کمېټې په رامنځ ته کولو سره پيلېږي. هلته چې ځمکه او نورې دارايۍ د عامه ګټو په منظورۍ استملاک کېږي، قانون د دولت له خوا د يو کس د دارايي د استملاک کېدو په اړه د مخالفت اجازه نه ورکوي. معمولاً د دې استملاکونو په وړاندې ناخوښۍ شته دي چې ډېری يې د جبران د ارزښت په اړه دي. د ځمکې د استملاک کمېټه په يوې موضوع فکر کړي او د ارزښت ټاکل يې تر ارزونې لاندې نيسي او هڅه کوي په يوه داسې حل لاره فکر وکړي چې د ټولو په ګټه وي. ټوله پروسه د يوې مباحثاتي طريقې په بنسټ وه او دا چې د اغېزمن کس استازی د ځمکې د استملاک د همدې قانوني کمېټې غړی دی نو د له لاسه تللې دارايي او د ځای ناستي ارزښت په اړه عمومي هوکړه کېږي. له همدې امله د ځمکو د استملاک کمېټه شکايتونو ته د رسېدو د کمېټې دندې هم ترسره کوي.

که چېرې د خبرواترو د دې طريقې له تعقیب وروسته، ستونزه ناحله پاتې شي، اغېزمن کس کولای شي موضوع د حل له پاره شکايتونو ته د رسېدو کمېټې ته مراجعه وکړي. د يادولو وړ ده چې دا کمېټه د ځمکې د ستونزو د حل قانوني واک نه لري خو د يوې مشورتي يا آسانتيا برابروونکې مرجع په توګه د اغېزمنو کورنيو او د لوړو زده کړو د وزارت د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې تر منځ چې د ارزښت ټاکل د ځمکې د استملاک د کمېټې په اساس تطبيقوي او عمل کوي. شکايتونو ته د رسېدو کمېټه به له لاندې کسانو جوړه شوې وي:

  • اغېزمن کس يا يې استازی،
  • د سيمه ييز ادارې استازی (د والي له دفتر څخه)،
  • د لوړو زده کړو وزارت استازي- د چاپېريال ساتنې او اجتماعي حفاظت د اطاعت منلو څانګه،
  • د سيمه ييزې حقوقي ادارې استازی،
  • د تطبيق کوونکې غيرحکومتي موسسې استازی

شکاياتو ته د رسېدو کمېټه ناحل شوې موضوع ثبت او د اواري له پاره يې جلسه جوړوي. دغه کمېټه به د ۷ او ۱۰ کاري ورځو په جريان کې يو وړانديز وړاندې کوي. د تصميم نيونې په وخت د هر غړي د غيرحاضرۍ په صورت کې به د اصلي استازو له خوا يو وړ کانديد معرفي شي. که چېرې په ۱۰ کاري ورځو کې د کمېټې له وروستۍ جلسې وروسته هم شکايتونو ته د رسېدو تصميم ونه نيول شي، اغېزمن کس کولای شي موضوغ راتلونکې مرجع ته راجع کړي. اغېزمن کس حق لري چې د قانوني سیستم له لارې د حل لارو د پيداکولو له پاره له وروستۍ لارې استفاده وکړي. خو بايد هڅه وشي چې د دې لارې مخنيوی وشي ځکه چې دا کار د اغېزمن کس د وخت او پيسو د ضايع کېدو لامل کېږي.

دا چې د اغېزمنو داراييو په وړاندې د منصفانه جبران مفکوره، د عامه ګټو او يا هم د افغانستان له پاره د مهمو سوداګريزو او يا زېربنايي فعالیتونو په منظور يوه نوې موضوع ده، محيطي او اجتماعي متخصصين او تطبيق کوونکی مشاور د دې مفکورې د ترويج په برخه کې د اغېزمنو کسانو تر منځ، د هغې د کړنلارو او شکايتونو وړاندې کول به د اړتياوو په برخه کې بشپړه مرسته وکړي. شکايتونو ته د رسېدو پروسه د تصميم نيونې او د چارو د مخته وړلو د آسانۍ د پروسې د چټکوالي  په منظور ساده شوې ده. شکايتونو ته د رسېدو د کمېټې د ادارې يو استازی او اغېزمن کس دی. هیله دا ده چې شکايتونو ته په موجود چوکاټ او د رسېدو په ځای کې رسېدنه وشي.

9. څارنه او ارزونه

9.1  عمومیات

د پروژې په فعاليتونو کې به د بهرنۍ او نننۍ څارنې فعاليتونه وي. نننۍ څارنه به د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا د مشاور څارونکي په واسطه ترسره شي. بهرنۍ څارنه کېدای شي د درېيمې ډلې د څارنې يو استازی، د نړيوال بانګ له رهبرۍ او لوړو زده کړو وزارت سره په مشوره د اړتيا په وخت کې په کار وګمارل شي. همداراز هیله کېږي چې د ماليې وزارت کېدای شي د پروژې د تطبيق د پرمختګ په اړه د پروژې يوه خپلواکه څارنه مخته يوسي. خو دا کار کېدای شي ابتدايي، غير عمومي او هر وخت پېښ نه شي.

9.2. داخلي څارنه

د لوړو زده کړو وزارت د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې په چوکاټ کې به د څارنې او ارزونې ډله، داخلي څارنه په ورځنۍ توګه ترسره کړي. د څارنې او ارزونې ډله به د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې په چوکاټ کې، لاسته راوړنې او پايلې نړيوال بانګ او لوړو زده کړو وزارت سره له پروژې څخه د منظمو راپورونو په واسطه شريکې کړي. د نننۍ (داخلي) څارنې شاخصونه به تر پروسې پورې اړوند او سملاسي پايله وي.دغه معلومات په مستقيمه توګه له سيمې څخه د کتنې په پايله کې راټول شوي او په مياشت کې يو ځل به د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډلې ته د پرمختګ د ارزولو له او د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک د پلان د تطبيق د پايلو او د کاري پروګرام د تنظيم له پاره راپور ورکول کېږی. د څارنې راپورونه همداراز مرسته کوي چې اندېښنو ته رسېدنه وشي او هغه د اندېښنو مسايل بايد له اړتيا سره سم په کاري پلانونو کې تنطيم کړل شي. د مياشتنۍ څارنې راپورونه د څارنې په معياري راپورونو کې تنظيم کېږي او وروسته نړيوال بانګ او لوړو زده کړو وزارت ته لېږل کېږي. سره له دې چې تر موضوع پورې تړلې خبره ده، د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله صلاحيت لري چې د پروژې له سيمې څخه د نظارتي کتنو شمېره ډېره او لږه کړي. د څارنې مشخص معيارونه  په لاندې توګه دي.

  • له اغېزمنو کسانو سره مشوره او د معلوماتو د وړاندې کولو کمپاين،
  • د ځمکې د استملاک وضعیت او د ځمکې د جبران له امله ورکړه،
  • د اغېزمنو ودانيو او نورو داراييوله پاره جبران،
  • د اغېزمنو کسانو لنډمهاله بې ځايه کېدل،
  • د عايد د له لاسه ورکولو په وړاندې د بدل ورکول،
  • د عاید د احياء له پاره فعاليتونه،
  • د شکايتونو ترلاسه کول او هغې ته د رسېدو وضعيت

9.3 بهرنۍ څارنه

د پوهنتون د پروژې تطبيق کېدای شي له يوه کال ډېر وخت ونيسي. نو لازمه به وي چې يو يا دوه ځله يې څارنه د يوه بهرنۍ درېيمې مرجع له خوا، نظر پراختيا او وخت ته چې يوه پروژه د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې او نړيوال بانګ ته د راپور د پايلو د ورکولو له پاره د اطاعت منلو د شپږ مياشتني راپور له لارې ترسره شي. (د بهرنۍ درېيمې مرجع کاري لايحه به د بيا استوګن کېدو او د ځمکې د استملاک د پلان يوه برخه وي.) سره له دې چې د پروژې د تطبيق په اړه رضایت شته، بيا هم د لوړو زده کړو وزارت له نړيوال بانګ سره په مشوره کېدای شي د بيااستوګن کېدو او ځمکې د استملاک د پلان له تطبيق څخه د خپلواک نظارت د مخته وړلو له پاره د څارنې (نظارت) يوه خپلواکه اداره جوړه کړي. د يادې ادارې د کار محدوده په کاري لايحو کې چې د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا برابرېږي او د لوړو زده کړو د وزارت او نړيوال بانګ له خوا منظورېږي، په څرګنده توګه تشريح کېږی. څارونکی استازی به د مفصل اطاعت منلو يو راپور چې په ساحه کې د بيا استوګن کېدو او ځمکې داستملاک د پلان د تطبيق د لاسته راوړنو تاييد به کوي، د لوړو زده کړو وزارت او نړيوال بانګ ادارې ته به تسليم شي. د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک د پلان د تطبیق له اطاعت منلو څخه د راپور ورکولو ډېروالی به په کاري لاريحه کې په مفصله توګه تشريح کړل شي.

همداراز به د اطاعت منلو او سپارښتنو د راپور يوه کاپي د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډلې ته د تعقيب له پاره تسليم کړل شي.

9.4 د مديريت د معلوماتو سیستمونه

د بيا استوګن کېدو د مسايلو اړوند ټول معلومات چې د ځمکې تر استملاک، د استملاک شوې ځمکې او اغېزمنو ودانيو په اړه اجتماعي او اقتصادي معلومات، د اغېزمنو اشخاصو په واسطه د ضررونو موجودي، جبران او استحقاق، ورکړه او د ځای تر بدلون پورې اړه لري. د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې له خوا له داخلي چارواکو سره په همغږۍ او که چېرې د تطبيق ارګان وي، راټولېږي. د اطلاعاتو دغه بانګ د بيا استوګن کېدو د پلان کارۍ د تطبيق د معلوماتو بنسټ، څارنه او د راپور ورکولو مقاصد تشکیلوي او د بيا استوګن کېدو اغېزمن مديريت ته آسانتيا ورکوي.

9.5 د راپور ورکولو شرایط

د تطبيق اداره د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک د پلان د تطبيق او څارنې مسوله ده او د بيااستوګن کېدو د مياشتني پرمختګ د فعاليت راپورونه برابروي او د ارزونې له پاره يې د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډلې ته وړاندې کوي. د تطبيق اداره همداراز د بيا استوګن کېدو د کاري پلان له تطبيق څارنه کوي او د لوړو زده کړو وزارت د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډلې، نظارت او نړيوال بانګ ته ربع وار راپورونه وړاندې کوي. د يوه بهرنۍ څارونکې ادارې د شته والي په صورت کې، څارونکی ارګان د شپږمياشتنۍ ارزونې راپور په مستقيمه توګه نړيوال بانګ او د لوړو زده کړو د وزرات رهبرۍ ډلې ته وړاندې کوي او مشخص کوي چې د بيا استوګن کېدو اهداف ترلاسه شوي دي کنه او د کار د ښه والي له پاره مناسب وړانديزونه کوي.

 

 

9.1  جدول،         د بيا استوګن کېدو له تګلارې سره سم د اقداماتو جدول

 

د بيا استوګن کېدو د تګلارې په چوکاټ کېاقدامات، تدابیر، حق او د جبران کتګورۍ

اقدامات

ته

تطبیق

 

پروژې

څه وخت

څه

څه وخت

ولې (هدف)

کتنې

د لوړو زده کړو وزارت

له ټولو هغو وزارتونو سره د اړيکو ټينګول چې پروژې د تطبيق په کار کې دخيل دي.

که فرض کړل شي چې دغه هوکړې مخکې د پخوانيو پروژو يا هم اوسنيو چې د لوړو زده کړو وزارت په کې لاس لري هم شته دي، ډېر ژر هغه استفاده کوی چې د نورو راتلونکو نوو پروژو په اړه معلومات د وزارتونو په اختيار کې ورکړل شي.

 

د تطبيق د بهير آسانتيا او له کومې ستونزې پرته د پروژې اجراآت

د پروژې په جوړېدو کې لومړۍ حياتي پروسه

د لوړو زده کړو وزارت

 د ژوندانه د چاپېريال د اطاعت منلو برخه جوړول او د پلان او پاليسۍ په چوکاټ کې اجتماعي حفاظت

د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ له منظورۍ وروسته د نړيوال بانګ په واسطه

د بيااستوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ له پاره د وزارت داخلي هوکړې

د بيا استوګن کېدو د چوکاټ له منظورۍ مخکې مقدماتي کار ترسره شي.

د لوړو زده کړو وزارت

د اجتماعي حفاظت او ژوندانه د چاپېريال د اطاعت منلو د برخې له پاره د ساتنې د دوو داخلي متخصصينو استخدام

ښه به دا وې چې دغه کارکوونکي د پروژې له پيل مخکې وټاکل شي.

د بيااستوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ له پاره د وزارت داخلي هوکړې

د ژر زده کړې ټاکنه به دې کارکوونکو ته آسانتيا ورکړي. د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د اطاعت منلو د برخې له خوا د زده کړې تنظيمول.

د لوړو زده کړو وزارت

احتمالي اغېزمنو کسانو ته د وېشلو له پاره د بیا استوګن کېدو د چوکاټ په اړه د موادو برابرول

هر څومره ژر چې شونې وي.

د هرې پروژې په اړه د امکان تر کچې پخواني اعلانونه او د بيا استوګن کیدو د احتمالي اغېزمنو کسان بدلون.

لازمه نه ده چې د عملياتي تګلارې د چوکاټ د منظورۍ له پاره نړيوال بانګ ته منتظر پاتې شو. دا کار بايد ډېر ژر پيل شي.

د لوړو زده کړو وزارت

د داخلي اجتماعي حفاظتي متخصصينو له پاره د وظايفو د لايحې برابرول

هر څومره ژر چې شونې وي.    اعلانونه کولای شي د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ له منظورۍ مخکې ترسره شي خو ټاکنه به د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ تر منظورۍ پورې متکي وي.

د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ له منظورۍ وروسته، د چټک استخدام له پروسو ډاډه کېدل

اړتيا ده چې په دې اړه د پام وړمشوره  ترسره شي، نو دا کار بايد ژر وشي.

د لوړو زده کړو وزارت

د غيرحکومتي موسسې ټاکل/ داسې مشاور چې د بيا استوګن کېدو پروسې مخته يوسي.

د کاري لايحې، د غیر حکومتي موسسې له پاره لومړني شرایط/ هغه مشاور چې د غوښتنې د شرایطو وړ وي او د غوښتونکو ارزونه د ټاکلو له پاره ابتدايي کار کولای شي د ۲۰۱۵ ز کال د جون په مياشت کې پيل شي. ټاکنه به د بيااستوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ تر منظورۍ پورې ترسره نه شي.

د بيا استوګن کېدو په ټولو چارو کې به غيرحکومتي تطبيق کوونکې موسسه مهم رول ولوبوي.

کله چې بيا استوګنه ترسره نه شي يا هم ډېره لږ وشي، د اجتماعي مديريت او ژوندانه د چاپېريال د چوکاټ د اطاعت منلو د برخې حفاظتي مدير کولای شي تطبيق کوونکی وي. خو هر څه ترې لوړ دي او په تطبيق کې يې غيرحکومتي موسسه شامله ه.

د لوړو زده کړو وزارت

که احتمالي بيااستوګن کېدل د پوهنتون په يوه ساحه کې برابر شي، د بيا استوګن کېدو د کاري پلان برابرول، د بيا استوګن کېدو د تګلارې تر چوکاټ لاندې پيل کړئ.

دغه اقدام بايد پيل شي چې د ساحو د رامنځ ته کولو په پلانونو کې د اقدام له پاره شامل کړل شي.

ډاډه شو چې د تطبيق په پيل کې هېڅ ځنډ نه دی راغلی.

د بيا استوګن کېدو دپلان کاريو د برابرولو پروسې چې د بیا استوګن کېدو په راتلونکو تګلارو کې تشريح شوې دي.

د لوړو زده کړو وزارت

د فرعي پروژې په ساحه کې د احتمالي اغېزمن شوو کسانو او اوسېدونکو سرشمېرنه

د پروژې له مشخص کېدو څخه وروسته ډېر ژر

د بيا استوګن کېدو په پروسه کې لومړی ضروري ګام

 د بيا استوګن کېدو د تګلارې په چوکاټ کې د دې د توضیح ارزښت

د لوړو زده کړو وزارت

له اغېزمنو کسانو سره مشوره او د تبليغاتو د پروسې پيل

د اغېزمنو کسانو د سرشمېرنې تر څنګ

د بيا استوګن کېدو په پلان جوړونه  کې لومړی ضروري ګام او د بيا استوګن کېدو له پاره د کاري پلان رامنځ ته کول.

مشوره بايد واقعي وي. هر څومره معلومات چې  ممکن وي باید د زیانمنو کسانو لپاره چمتو شي

د لوړو زده کړو وزارت

په پورته اجراآتو کې د اړوندو وزارتونو، ساحوي دفترونو او سيمه ييزو حکومتونو سره د اړيکو ټينګول او مشوره کړل.

له اغېزمنو کسانو د مشورې تر څنګ

لازمه ده ډاډه شو چې وزارتونه او سيمه ييز حکومتونه له هغه څه څخه چې واقع کېږي په جريان کې وي.

دې ارګانونو ته لازمه ده چې د کليو د جلسوپه جوړولو او له اغېزمنو کسانو د مشورې په برخه کې مرسته وکړي.

د لوړو زده کړو وزارت

د پروسې ژمن کېدل او دعوه کوونکو کسانو ته بلنه ورکول چې د جبران، ارزونې، بحث او د اغېزمنو کسانو دعوو ته رسېدنه.

د مشورې او د بيااستوګنې د کاري پلان برابرولو د پروسې يوه برخه او دغه پلان بايد د جبران د دقیقو جزياتو لرونکی او بيا استوګن کېدو د بدل ورکړه وي.

د بيا استوګن کېدو د پروسې جبران، د بيا استوګن کېدو د کاري پلان او تطبيق کېدو محوري موضوع ده

د اجتماعي حفاظت او ژوندانه د چاپېريال د اطاعت منلو برخه، دلته به غيرحکومتي موسسه دخيله وي.

شکايتونو ته د رسېدو کمېټه

شکايتونو ته د رسېدو کمېټه، ممکنه شکايتونو ته د رسېدو په برخه او دهڅو په کار کې، اغېزمنو کسانو او د جبران په اړه به يې دخيل وي چې هغوی ته يې وړانديز کېږي

شکايتونو ته د رسېدو کمېټه بايد د پرتلې د پروسې له پيل او د جبران له ټاکلو څخه، اغېزمنو کسانو ته چې شموليت ته تیار دي د ورکړې وي.

د جبران له پاره د دعوو د ارزولو په پروسه کې همکاري

شکايتونو د اورېدو کميټه بايد چټک کار او اطاعت منلو ته تياره وي چې ډاډ ترلاسه شي. پروژه به په ډېرو اوږدو او طوفاني شخړو کې  له سکتګۍ سره مخ نه شي.

د لوړو زده کړو وزارت

د بيا استوګن کېدو کاري پلان ته پای ورکول

د بيا استوګن کېدو د کاري پلان برابرول يوه پرلپسې پروسه وه چې د نفوس شمېرنې اړوند په مشورې سره پيلېږي.

د عملي اقدام له پاره يو لازم ګام

د بيا استوګن کېدو کاري پلان بايد نړيوال بانګ په واسطه منظور شي.

د لوړو زده کړو وزارت

د هر اغېزمن کس له پاره د معلوماتي بنډل برابرول.

د وېشلو له پاره معلوماتي بنډل د بيا استوګن کېو د کاري پلان له منظور کېدو وروسته.

نوموړې بسته ټول هغه معلومات چې يو اغېزمن کس يې د پوهېدو اړتيا لري وړاندې کوي. د بيا استوګن کېدو په اړه څه واقع کېږی؟ څومره جبران به ورکړل شي؟ جبران به په څه ډول ورکړل شي؟ د شکايتونو له پاره فرصتونه او د شکايتونو ارزونه.

دغه د بيا استوګن کېدل د کاري پلان يوه ډېره مهمه برخه ده. د هغه څه جزيات چې بايد په معلوماتي بسته کې شته وي د بيا استوګن کېدو په چوکاټ شامل دي.

د لوړو زده کړو وزارت

د بيااستوګن کېدو د جبران د پروسو تطبيق

د بيا استوګن کېدو کاري پلان

د بيا استوګنکېدو د کاري پلان له منظورۍ وروسته، بايد هرڅه پراختيا ته تيار وي.

وروسته له دې چې جبران اغېزمنو کسانو ته ورکړل شو او رسېدنه ورته وشوه، زېربنايي فعاليتونه به پيل شي.

په جدي توګه بايد دغه موضوع په ياد ولروچې د اغېزمنو کسانو ټولې دعوې (تر يوې محدودې استثنا پورې تړلې دي، يوازې د جبران د يوې برخې د ورکړې په توګه، څنګه چې شخړه یې د بیااستوګن کېدو د تګلارې په چوکاټ کې تشريح شوې، محکمې ته راجع کړل شي) بايد مخکې تر دې چې په احتمالي توګه ځمکې ته راشو، له کومې چې اغېزمن کسان انتقال شوي دي رسيدګي وشي او کېدای شي هلته زيربنايي کارونه پيل شي.

غیر حکومتي موسسه / تطبيق کوونکی سلاکار

1. د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي حفاظت د اطاعت منلو له برخې سره نژدې همکاري، د جبران او بيا استوګن کېدو د ټولو اړخونو په اړه پوهاوی

2. له اغېزمنو کسانو سره نیږدې همکاري په بحث کې مرسته ورسره وشي څو په دعوو خبرې وکړي او د اړتيا په صورت کې به دعوې د شکايتونو د رسېدنې کمېټې ته د جبران له پاره راجع شي.

3. د لوړو زده کړو وزارت او څارونکو ته د منظمو راپورونو وړاندې کول.

 

 

د بيا استوګن کېدو د ټولو کاري پلانونو په ترسره کولو کې

 

 

 

 

 

 

 

 

د يوه خپلواک ارګان موجوديت چې اصلي دنده يې د اغېزمنو کسانو په استازيتوب عمل کول دي او د جبران له پاره د دوی د دعوو په برخه کې د دوی ملاتړ دی او د يوه تضمين په څېر چې د ذاتي عدالت (اداري) په اصولو سره چې مطابقه کړنلاره ولري رامنځ ته شوی دی.

دغه د بيااستوګن کېدو د تګلارې په چوکاټ کې یو کليدي عنصر دی.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

شکايتونو ته د رسېدو کمېټه

د جبران په اړه د اغېزمنو کسانو شکايتونو ته رسېدنه

د جبران د ټاکلو د پروسې په جریان کې. منظمې ليدنې، په لسو کاري ورځو کې د شخړو د اواري له پاره

د غیرحکومتي تطبيق کوونکې موسسې په څېر، شکايتونو ته د رسېدو کمېټه د اغېزمنو کسانو له پاره لوی تضمين و او دا ډاډ راکوي چې پروسه له ماهيتي (دويمه نظريه او د جبران په اړه خپلواکي) او کړنلاره يې (اغېزمن کس کولای شي د يوې قضيې په پرانيستلو سره کولای شي خپله دعوه روانه کړي) د انصاف خبره ده.

د بيا استوګن کېدو د تګلارې د چوکاټ په اړه يو بل کليدي عنصر، مهمه ده چې د شکايتونو د اورېدو د کمېټې غړي ځان خپلواک بولي او هماغه ډول عمل کوي. د دوی کار دا دی چې د دولت پيسې وساتي.

د لوړو زده کړو وزارت

د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې په واسطه داخلي څارنه

د بيا استوګن کېدو د کاري پلان د تطبيق د پروسې په جريان کې، نړيوال بانګ ته د منظمو راپورونو په ورکولو سره.

د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډله د پروژو د مديريت مسوله ده. دغه برخه د غيرحکومتي موسسو په چارو کې عمده رول نه لري. نو بهتره ده چې کوم څه چې پېښېږي څارنه او راپور يې ورکړل شي او دغه کار دې د ساحوي کارکوونکو له خوا د لوړو زده کړو په وزارت کې وشي.

د بيا استوګن کېدو د تګلارې چوکاټ يوه لازمه برخه وه ځکه چې د پروژې د ډاډ يو عنصر نړيوال بانګ ته د الف پروژې د تطبيق په اړه ورکوي.

د خپلواکې څارنې له پاره د بهرنۍ څارونکې ادارې په واسطه، بايد له ټولو برخو څخه چې د پروژې په تطبيق کې دخيل دي خپلواکه وي او په خپلواکه توګه عمل وکړي.

د بهرنۍ څارونکې ادارې په واسطه بهرنۍ څارنه.

د پروژې د تطبيق د پروسې په جريان کې، نړيوال بانګ ته د منظمو راپورونو په وړاندې کولو سره او ساحو، اغېزمن کسان، اسنادو، په بهرنۍ څارونکې اداره کې کارکوونکي او ټولې دولتي او خصوصي ادارو ته تظمين شوی لاسرسی ولري.

د پروژې د تطبيق بشپړه بيا کتنه

د بهرنۍ څارونکې ادارې خپلواکي بايد په قرارداد کې د دې ادارې او  لوړو زده کړو تر منځ تضمين کړل شي. نړيوال بانګ د لوړو زده کړو وزارت او لاسته راوړنو ته ډېره علاقه لري نو کېدای شي د ټاکنې په بهير کې لاس ولري.

 

 

 

 

 

9.2 دحق او د جبران د نورمونو جدول

 

د شرایطو وړ والی

معیارونه

له پاره

پېژندنه

اغېزمن کسان

څوک د شرایط وړ دي

د شرایطو وړ والی څه ته وايي

د شرایطو وړ والی او جبران به څه ډول ټاکو

هدف څه دی

کتنې

د جايدادونو مالکان

د ځمکې او په ځمکه کې د حقوقو لرل له لاسه ورکول.

1. صادر شوي رسمي اسناد د حکومت له خوا يا هم د حکومت په استازيتوب

2. عرفي اسناد لکه عرفي او رسمي قانون له خوا پېژندل شوي اسناد چې د مالکيت حقوق تاييدوي.

3. شفاهي او نور شواهد له عرفي ارزښت سره چې دعوه کوونکی او کورنۍ يې ځمکه لږ تر لږه د ۳۵ کلونو له پاره د دوی په مالکيت کې وي.

4. په يوه اوږده وخت کې پرانيستی، پرلپسې او د اشخاصو نه پرېکېدونکی مالکيت په واقعيت کې د هغو ځمکو حقوق چې دوی اخيستې وي دوی ته ورکول کېږي.

د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې هدف د ټولو کسانو له پاره د جبران ورکړل دي چې ځمکې يې له لاسه ورکړې دي. د ۴.۱۲ عملياتي تګلاره د قانون له تخنيکي احکامو او نورو مدارکو لوړه ده چې په اوس وخت کې د شخړو د پای ته رسولو په منظور او د تضمين له حق څخه د ډاډ تر لاسه کول. د ۴.۱۲ عملياتي تګلارې هدف د ساده او ذاتي عدالت تايمن دی. "که چېرې تاسې د اوږده مهال له پاره په دې ځمکه وی او په دې اړه ښه مدارک شته وي، په دې صورت کې تاسې ته بايد د ځمکې په بدل کې جبران درکړي."

څنګه چې د ځمکې د استملاک قانون او عملياتي تګلاره ۴.۱۲ ښيي، د ځمکې د استملاک په قانون کې داسې کوم څه نشته چې د ۴.۱۲ تګلارې طريقې مانع شي.

غيرقانوني اوسېدونکي

هغوی په هغو ځمکو کې اشغال کړې يې دي دايمي ښه والی پکې راوستلی دی.

له دايمي ښه والي څخه څارنه، د ښه والي د راتلو د وخت، نقشو او ټولو مروجو اسنادو په اړه  له ګاونډيانو او غیرقانوني اوسېدونکو څخه پوښتنې.

دلته د جبران هدف غيرقانوني اوسېدونکو ته د لګښتونو په بدل کې دی نه خپله د ځمکې د ارزښت په بدل کې.

لکه پورته شرحه.

د کرنې او کانونو اجاره ورکوونکي

د عايد له لاسه ورکول

د يو کال حاصل د له لاسه ورکولو په وړاندې نقدي جبران

د له لاسه وتلي عايد منصفانه اټکل

لکه پورته شرحه.

برخه لرونکي کروندګر

د عايد له لاسه ورکول

د حاصلاتو برخه يې د بازار په بيه جمعه د حاصلاتو يو اضافي جبران

لکه پورته شرحه.

لکه پورته شرحه.

د کورونو مالکان او کرايه ورکوونکي

بلې سيمې ته کډه شوي لګښتونه

د ځای د بدلون حقوق په مياشت کې x افغانۍ د مناسب ځای تر برابرولو پورې، د بديل ځای د تشخيص په برخه کې همکاري.

دغه د جبران له پاره په ټولو سیستمونو کې يو ډېر معياري عنصر دی

د ځمکې د استملاک په قانون په مشخصه توګه نه ده څرګنده شوې خو په هغې کې داسې کوم څه نشته چې د ورکړې مخه ونيسي.

د کروندګرو د معيشت له لاسه

د ټولو ضررونو له مخې ځای ناستي لګښتونه

1. د ځای بدلولو ضررونه د نقدو پيسو په ارزښت، د ورځې د بيې له قاعدو او له اضافي پیسو سربېره به جبران شي. د x مياشتې له پاره د انتقالي معیشت د حقوقو په توګه.

2. کله چې د يو کس ۱۰ سلنه کرنيزه ځمکه اغېزمنه کېږي، نوموړي به د بدخونده اغېزو په وړاندې د ورځې د ارزښت معادل دځمکې د يو کال د خالص حاصل عايد د اضافي حقوقو په توګه ترلاسه کړي.

د جبران د مناسبې پرتلې هدف د ژوند د له لاسه ورکولو په بدل کې و خو په دې هدف چې اغېزمن کسان په خپله نوې ځمکه کې هر څه منظم کړي. دايوه لنډمهاله مرسته يې برابره کړې، دا داسې پيسې نه دي چې د راتلونکې د راحت لامل هم شي.

دا يوه طريقه ده چې په افغانستان کې له پخوا څخه منل شوې ده.

د اوسېدو او سوداګريزې ځمکې اغېزې

د ټولو ضررونو له پاره ځای ناستي لګښتونه

په نقدو پيسو د ځای د بدلېدو ارزښت د بازار له موجوده قاعدو سره سم، د معاملې د لګښتونو په وړاندې له کسراتو پرته.

پورته شرحې ته مراجعه وکړئ، هماغه استدلال دلته هم صدق کوي.

لکه پورته شرحه.

هغه کسان چې ساختمانونه يې له لاسه وځي يا يې هم ساختمانونه ضررمن کېږی.

د ځای د ټاکنې لګښت

په نقدو پيسو دغه اغېزې له کوم کسر پرته د ځای ټاکنې لګښت، د استهلاک لګښتونه، تر مودې تېر مواد او د جبران معامله به وشي. کرايه ورکوونکي او اجاره ورکوونکي چې کومه کرايه ورکوي د دريو مياشتو حقوق تر لاسه کوي چې د بېړنيو حالاتو د کرايې لګښتونه پوره کړي.

پورته شرحې ته دې مراجعه وشي.

لکه پورته شرحه.

هغه کسان چې د ضررونو له مخې يې د حاصلاتو عايد له لاسه وزي.

د له لاسه وتلي عايد ځای ناستی

دغه اغېزې به په نقدي توګه د بازار له موجوده قاعدو سره سم د يوکال بشپړو کرنيزو حاصلاتو جبران شي.

پورته شرحې ته دې مراجعه وشي.

لکه پورته شرحه.

هغه کسان چې د ونو د له لاسه ورکولو په پايله کې يې عايد له لاسه ورکړی.

د له لاسه وتلي عايد ځای ناستی

د عايد ټاکنه د له لاسه وتلو ونو له مخې

پورته شرحې ته دې مراجعه وشي.

لکه پورته شرحه.

هغو کسانو چې په سوداګرۍ کې يې ضرر ليدلی

د له لاسه وتلي عايد ځای ناستی

د سوداګرۍ په وړاندې د ضررونو جبران، د هغو حقيقي عايد له مخې چې د رسيدونو يا نورو اړوندو اسنادو په واسطه ټاکل کېږي، که چېرې د شرحې وړ وي، له دې پرته به د سوداګرۍ د ضرر د د حقوقو له مخې ټاکل کېږي.

پورته شرحې ته دې مراجعه وشي.

لکه پورته شرحه.

هغو کسانو چې معاشونه يې له لاسه ورکړي.

د يوې محدودې مودې له پاره د له لاسه وتلو معاشونو د ځای ناستی

د له لاسه وتلي حقيقي عايد له مخې جبران، د عايد د احياء د وخت له پاره.

پورته شرحې ته دې مراجعه وشي.

لکه پورته شرحه.

ضررمنې کورنۍ

د له لاسه وتلي عايد له امله اضافي جبران

   

لکه پورته شرحه.

   

ضررمنونکي کسان (د بې وزلۍ تر کرښې لاندې اشخاص، هغه کورنۍ چې مشره يې ښځه وي، هغه کورنۍ چې مشران يې عصبي ناروغي ولري او نور) مرسته د يو ځل په توګه د x افغانيو معادل او د پروژې په اړوندو کارونو کې په کار د ګمارل کېدو له پاره به لومړیتوب ورکول کېږي. اغېزمن کسان چې بې ځایه کېدو ته اړ شوي دي د ژوند کړلو حقوق يې د دريو مياشتو له پاره x افغانۍ ټاکل شوي دي. د انتقالي ژوند حقوق د معاشونو د موجوده قاعدې سره سم x افغانۍ په ورځ کې د انتقال د وخت له پاره محاسبه کېږي.

دا د جبران په ډېرو سیسمتونو کې يو معياري سیستم دی.

لکه پورته شرحه.

ټاکل

ارزښت

قاعدې

له پاره

استملاک

ارزښت څه ډول وټاکل شي

ارزښت څه ډول وټاکل شي

د اغېزمنو کسانو همکاري

د شاخص ارقام

کتنې

د ارزښت د ټاکلو د ډولونو تر منځ ګډ موضوعات

چټکه ارزونه: له اغېزمنو کسانو سره مشوره، له سرشمېرنو او سيمه ييزو چارواکو ترلاسه شوي معلومات

 هو خو خامخا قاطع نه وي

کېدای شي دلته برابر شوي ارقام بدلون وکړي.

هېڅ

ځمکه، په ځمکه د لارې د حق په ګډون

د ځمکې د ارزښت د اوسط کچې ټاکل، د واقعي ارزښ په اساس دا چې يوې آبادې ساحې ته نیږدې وي ټاکل کېږي. د مشخصو قېمتونو له مخې د ځمکې د قیمت ټاکل.

د امکان تر کچې د ځمکې ارزښت د عيني فکتورونو په بنسټ ټاکل شوی دی خو شونې نه ده چې د اغېزمنو کسانو فرضيې د ځمکې د ارزښت په اړه چې د ارزښت په ټاکنه کې رول نه لري په پام کې ونه نيسي.

هېڅ

د ځمکې د استملاک په قانون کې د ځمکې د ارزښت په اړه مناسب حکم نشته دی. د وزيرانو شورا یې ارزښت ټاکلی دی خو يوه سيمه ييزه پورسه شته ده چې د ارزښت ټاکنه يې له لارې ترسره کېږي.

ودانۍ

 

نو کېدای شي د استفادې وړ موادو په اساس په ساختمان کې طبقه بندي شي (لنډمهاله، دايمي او نيمه دايمي). دوی کېدای شي په لاندې توګه طبقه بندي شي ۱ (د خاورې دېوالونه/ خښتې/ لرګي، اخېړ بامونه/آهن پوښ)، ۲(کاشي کاري شوی بام او عادي سمنټ شوی بام)، ۳ (کانګرېټي کورنه، يو پوړيز او دوه پوړيزه)

په هغه پروژه کې چې دغه طبقه بندۍ يې له مخې شوې دي، دوی له بېلابېلو مشورو وروسته له ځينو مالکانو سره چې په دې وروستيو کې يې خپل کورونه جوړ کړي دي، سيمه ييز قرارداديان او ځينې سيمه ييز ساختماني انجنيران هم همدې پايلې ته رسېدلي دي.

هېڅ

د دې طريقې منل په ځانګړې توګه د ودانيو په برخه کې ښه څرګندېږي. ځينې اغېزمن کسان په داسې يوه باور و، د يوې ودانۍ چې د جوړښت څه وخت تېر شوی وي نو په ارزښت يې اغېزه لري خو دا فکتور د ارزښت په ټاکلو کې نه استفاده کېږي.

حاصلات

د حاصلاتو د ضررونو په محاسبه کې، د څلورو اصلي حاصلونو ترکيب تر استفادې لاندې نيول شوی تر اوسطې کچې به حاصل او قیمت ترلاسه شي.

 

په څلورو اصلي حالتونو کې به يو متر مربع وقف شوې ځمکه کې د حاصلاتو د ضررونو د واحد قیمت

د ارزښت ټاکل د معتبرو معلوماتو د نشتوالي له امله د حاصل له مخې ستونزه لري. د اجتماعي او اقتصادي سروې پايلې معتبرې نه وې ځکه چې ډېری ځواب ورکوونکو د خپلو ځمکو د اندازو په اړه معلومات نه لرل.

ونې

د ورځې د ناخالص ارزښت په اساس د مثمرو ونو له مخې د جبران محاسبه کول، د يو کال عايد د يوې ونې د ودې د کلونو په شمېر، نوې ونه د له لاسه تلليې ونې د حاصل د ظرفيت په اندازه صورت نيسي.

د غيرمثمرو ونو ارزښت د پرلپسې کلونو د پانګونې په بنسټ ټاکل کېږي.

 

د غير مثمرې ميوه يي ونې جبران د ونې لګښت جمعه د ونې د روزنې لګښت د پروژې د تطبيق له امله يې د پرېکېدو تر وخت پورې دی.

له اغېزمنو کسانو سره د ونو په اړه د مرکې په جريان کې، څرګندنه شوه چې د ډېرو اغېزمنو ونو د حاصلاتو ښکته او پورته کېدل، تر ډېرې کچې پورې له عرضې او تقاضا څخه اغېزمن او د حاصلاتو له اخيستو وروسته د آسانتياوو نشتوالی دی. مېوه يې هغه وخت چې ټول بڼوال خپلې مېوې وپلوري، پلورل کېږي. په کوم فصل کې چې په هغې کې مېوه نه وي، بيې لوړې وي چې ډېر لږ بڼوال وتوانېدل چې حاصلات يې تر هغې وخته وساتي.

د يوې ميوه يي ونې د جبران قاعده په منځنۍ کچه د يوې ونې حاصل د ونې له عمر سره ضرب کېږي.

عيناً پورته موضوع دلته هم صدق کوي.

د عاید برابرول

1. د حاصلاتو ضررونه

د ورځې له بيې سره سم نقدي جبران، د يوه کرنيز فصل د يوه بشپړ حاصل له مخې. په حاصلاتو کې د برخه اخيستنې له مخې، مالک او اجاره اخيستونکي ته يې د حاصلاتو جبران د دوی تر منځ د هوکړې له مخې چې څوک څومره برخه لري ورکول کېږي.

په ښکاره توګه د اغېزمنو کسانو له خوا څخه هېڅ همکاري نه ده ښودل شوې. خو کېدای شي د دې په اړه چې د شکايتونو د اورېدو دکمېټې او يا احتمالا د اجتماعي حفاظت او ژوندانه د چاپېریال د اطاعت منلو د کمېټې له لورې کوم کارکوونکي شامل کړل شي تر منځ د مالکانو او برخه اخيستونکو بزګرانو تر منځ شخړې وشي.

نه شو کولای شمېرې وړاندې کړو.

څنګه چې په ۳مه برخه کې وکتل شوه، دا کېدای شي څنګه چې ښکاري ساده نه وي. د اغېزمنو کسانو تر منځ کېدای شي شخړې رامنځ ته شي او د شکايتونو د اورېدو له کمېټې بايد وغوښتل شي چې په اړه يې اقدام وکړي.

2. د سوداګرۍ ضررونه

د دايمي سوداګرۍ د ضررونو په وړاندې په نقدي توګه جبران، د يوې لازمې دورې له پاره به د سوداګرۍ د برابرولو له پاره ورکړل شي.

د لنډمهاله سوداګرۍ د زيانونو په وړاندې جبران په نقدي توګه ورکول کېږي.

فکر کېږي چې په راتلونکو برخو کې شمېرې بحث ته اړتيا ولري خو د دې په اړه چې يوه سوداګري دايمي ده که لنډمهاله چې له مخې يې اغېزمن کسان د مشورې غوښتنه کوي او غواړي چې نظرونه يې په نظر کې ونيول شي، ستونزه به رامنځ ته شي.

یو کس د سوداګرۍ د دايمي ضررونو په وړاندې جبران په مياشت کې x افغانۍ به د شپږو مياشتو له پاره ترلاسه کړي.

د سوداګرۍ د لنډمهاله ضررونو په وړاندې جبران د څومياشتو له پاره به x افغانۍ هره مياشت ورکړل شي.

 

دا بله ساحه ده چې کېدای شي د وړانديز کوونکو او د جبران داخيستونکو تر منځ شخړې وشي.

3. د کارکوونکو او مامورينو له پاره د عياد برابرول

د سوداګرۍ د پرېکون په وخت کې د له لاسه وتليو معاشونو په وړاندې جبران.

فکر نه کېږي چې دا موضوع به ډېر بحث ته اړتیا ولري سره له هغو توپيرونو چې کوم توکي تر معاشونو پورې اړه لري کېدای شي رامنځ ته شي.

وړاندې شوې شمېرې نه شي کولای ځکه چې نظر کار ته معاشونه توپير لري.

د پورته شرحې په توګه خو سربېره پر هغې، کېدای شي د آمر او مامور تر منځ د معاشونو په اړه شخړې وشي چې کېدای شي پروژه حاکميت پرې وکړي.

په کرنيزه ځمکه د بې خونده اغېزو په وړاندې د حقوقو ټاکل

کله چې د يو کس ۱۰ سلنه کرنيزه ځمکه اغېزمنه کېږي، هغه د بې خونده اغېزو په وړاندې، د ورځې له ارزښت سره سم به اضافي معادل حقوق، د ځمکې د يوه کال د خالص حاصل عايد تر لاسه کړي.

د ستونزو په نظر کې نيولو سره د اغېزمنو کسانو د سهم پرتله، د حاصلاتو د ضررونو په اړه ۵مې برخې ته مراجعه وکړئ.- د دې محاسبه به سخته وي او له اغېزمنو کسانو سره دقيق بحثونه لازم دي.

وړاندې شوې شمېرې نه شي کولای ځکه چې د پيسو دقيقه انداره به د ځمکې د استفادې تر ډول پورې اړه لري.

سره له دې چې دا د مشخصو دلايلو له امله شوي په درېيمه برخه کې هم همداسې ښکاري کېدای شي شخړې وشي چې بايد د زړه سوي له مخې چلند ورسره وشي.

د ضرر منونکې ډلې حقوق

زيان ليدونکي کسان (د بېوزلۍ تر کرښې لاندې اغيزمن کسان، هغه کورنۍ چې مشره يې مېرمن وي، هغه کورنۍ چې مشران يې په يوه عصبي ناروغۍ اخته وي) مرسته به ترلاسه کړي.

دقيقې او د زړه سوي وړ مشورې ته او دغې اغېزمنو کسانو سره به بحث ته اړتيا وي.

ضررمنونکو اغېزمنو کسانو ته د یو ځل حقوق د لږ تر لږه x افغانۍ معادل دي او تر پروژې پورې اړوندې دندې لومړيتوب هم ورکول کېږي.

دا چې آيا دا به کافي وي چې په له لاسه تللي عايد تکيه وي. ښه به وي چې په دې برخه لږ ترلږه غاړه کېږدو.

د انتقالي معيشت حقوق

اغېزمن کسان چې ځمکه يا يې کور له لاسه ورکوي او کډه کېدو ته اړ کېږي، د ژوندانه حقوق به ترلاسه کړي.

د يوې معياري مشخصې ځورول جبران دی خو له قواعدو سره سم د غاړه اېښودلو رضايت ته اړتيا لري ځکه چې ځورول يوه عيني موضوع ده.

د انتقالي دورې له پاره په مياشت کې لږ تر لږه x افغانۍ

دا يوازې يو اټکل دی. ښه به وي چې د همداسې شرایطو نظر ترسره شي. دلته همدارزا کلمې لکه (لږ اندازه) اضافه شوې چې يو څه غاړه اېښودل په نظر کې ونيول شي.

د کرايې حقوق

د کورونو کرايه ورکوونکي چې د ځای پرېښودو ته اړ کېږي، د کرايې حقوق تر لاسه کوي او د بديل ځای د پېژندو په برخه کې به مرسته ورسره وشي.

له اغېزمنو کسانو سره بحثونه د دې ډول جبران د فعاليت محور دی.

د پروژې په سيمه کې د ورځې له بيې سره سمه د x مياشتو کرايه

د کرايې موجوده بيه له يوې سيمې څخه تر بلې سیمې پورې توپير لري. لکه نور حقوق بايد په پايله کې يو څه غاړه کېښودل شي.

 

 

دويمه ضمیمه:  په کابل کې له اړوندو مراجعو سره مشوره(اګسټ الی اکتوبر،۲۰۱۴)

 

شمېره

اړوند مراجع

د مشورې نېټه

د بحث وړ موضوع

رامنځ ته شوي او بحث شوي مسايل

کتنې

1

ښاغلی ولي مدقق، د ژوندانه د چاپېريال ادارې ساتنې مرستيال او ښاغلی نور محمد، د تلپاتې پراختيا د برخې رييس

سپټمبر/۱۷/۲۰۱۴

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ، په لوړو زده کړو وزارت کې د ژوندانه د چاپېريال د قانون او د محیطي اغېزو ارزونه

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ له پاره د ظرفيت ټيټ والی

 

د محیطي جوړښتونو او اوږدمهاله ګتو په اړه لږ پوهاوی

 

د ارګانونو تر منځ د محیطي مسايلو په اړه کمزورې همغږي

 

د ژوندانه د چاپېريال ساتنې ملي اداره بايد د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ په تطبيق کې شامله وي

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ يوه کاپي بايد ژوندانه د چاپېريال د ملي ادارې په ولايتي دفترونو کې هم وي.

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ د اجراآتو خلاصه اولارښودونه بايد په ملي ژبو وژباړل شي.

 

 

 

 

 

 

2

آقای حبیب الله،  د بدخشان د ژوندانه د چاپېريال اداره

اکټوبر/۱۶/۲۰۱۴

 

په فیض آباد کې د بدخشان د پوهنتون کتنه او په بدخشان کې د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تطبيق په اړه خبرې اترې

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ په برخه کې د ډېرو کمو معلوماتو موجوديت، د ژوندانه د چاپېريال په ملي اداره کې د سرچينو کمښت، د ژوندانه د چاپېريال په ملي اداره کې د ادراي ظرفيت ټيټوالی، د دفتري سرچينو اړتياوې او د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ له پاره  د وړتياوو د لوړولو فعاليتونه، په بدخشان کې د ژوندانه د چاپېريال د مسايلو په اړه کمزورې همغږي.

د ژوندانه د چاپېريال د ملی ادارې کارکوونکي بايد  د وړتياوو د لوړولو په پروګرام کې چې د لوړو زده کړو د وزارت تر نظر لاندې دی شامل شي.

 

د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټد تطبيق په حالاتو کې کېدای شي اړتيا پيداشي، چې د  ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ يوه کاپي دې د نظر وړ ولايتونو سره هم شريکه شی.

3

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

درېيمه ضمیمه:تخنيکي لارښودونه

 

لاندې تخنيکي لارښودونه له مشاورينو څخه د استفادې په هدف، قراداديان چې د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان د پروژو د اجرا، جوړښت او طرحې په برخه کې شامل و برابر شوي دي او د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي اغېزو د کمښت له پاره يې لازم اقدامات کړي تشريح کوي.

 

د محيطي اغېزو او د ژوندانه د چاپېريال د پلان د مديريت د ارزونو د برابرولو په وخت کې چې د اجتماعي او محیطي سروې په پاڼه کې مشخص شوو مسايلو ته ځواب وايي، بايد چې لارښودونو ته مراجعه وشي.

 

دغه ضميمه لاندې لارښودونه په څنګ کې لری:

 

 1تخنيکي لارښود: د خاورې له سولېدو او خرابېدو مخنيوی او پالنه

 2تخنيکي لارښود: د ځمکې د ښويېدنې مخنيوی او ساتنه يې

 3تخنيکي لارښود: له کانونو استفاده کړل

 4تخنيکي لارښود: د مضرو موادو په ګډون د فاسدو موادو لرې کول

 5تخنيکي لارښود: د ګرد او خاورې مدیریت

  6تخنيکي لارښود: د سيمو ساتنه، فرهنګي او تاريخي آسانتياوې

 7تخنيکي لارښود: د تېلو او سون توکو مدیریت

 8تخنيکي لارښود: روغتيا او خونديتوب

 

سربېره پردې، وړاندیز کېږي چې د دندې، روغتيا او خونديتوب له پاره له بهترينو لارښودونو څنګه چې د IFCs په لارښودونو کې تشريح شول کار واخيستل شي.

 

http://www.ifc.org/wps/wcm/connect/554e8d80488658e4b76af76a6515bb18/Final+-+General+EHS+Guidelines.pdf?MOD=AJPERES

 

لومړی - تخنيکي لارښود: د خاورې له سولېدو او خرابېدو مخنيوی او پالنه

 

د اغېزو شرحه

د خاورې خرابېدل د ځمکې د اختلال له حالت څخه دي چې په عمده توګه اوبه، باد او نور انساني فعاليتونه يې لامل کېږي. له دې لارښود څخه هدفد ودانولو په وخت کې د له لاسه تللې خاورې د کميت کمښت، د ځمکې د پاکولو له امله دی. د خاورې د خرابېدو ستونزه اوارول، بايد د معالجې په ځای له وقايې څخه کار واخيستل شی. په دې پروژه کې، د خاورې د خرابېدو له ښکته تر متوسطې هیله چې کېدای شي د نباتاتو پاک کاري يې لامل شي کېږي

·         طبيعي نباتات بايد د امکان تر کچې حفظ، مراقبت يا بشپړ شي. نباتات بايد په داسې توګه له منځه یوړل شي چې د خاورې خرابېدل کم کړي.

·         لوی ساختماني تجهيزات نه بايد د ساحې په ګلدان کې تصفيه او د ساختماني کار په جريان کې کېښودل شي. نقليه وسایط (که شته وي) نه بايد د ونو په سيمه کې چې د ساختماني کار په وخت کې بايد وساتل شي، کېښودل شي.

·         د کار په وخت کې ټول شوي ضايعات د ساختماني چارو په پړاو کې، ساختماني، کانګرېټي ضايعات، کيمياوي مواد، کثافات او روغتيايي ضايعات لرې غورځول شوو موادو په ګډون نه تر دوی پورې تړلي، د شونتيا تر کچې هره ورځ يا په منظمه کچه بايد د کار له سيمې و ويستل شي.

·         د ساختماني کار او په کار ځای کې د انکشافي فعاليتونو په پايله کې هېڅ اغېزمنه ځمکه د خاورې په ځای کې له پوښ (ترپال يا پرده) پرته نه پرېښودل کېږي. د ساختماني کار په بهير کې ټولې ساحې، د ودانۍ، ساختمان او پلې لارې په استثنا بشپړې شوې، هوا ته پرېښودل شوې چې بيا د لږ تر لږه شپږ سانتې متره په پلنوالي سره په نرمه خاوره پوښل کېږي چې وروسته د ژونديو نباتاتو په ترکيب سره لکه چمن، ونې او بوټي پکې کرل کېږي او نور مواد لکه ګياوې، ډبرې او شګه يې پر مخ فرش کېږي.

 

 

د ګواښونو د کمېدو له پاره اقدامات

مسایل

د اغېزو عوامل

د ګواښونو د کمېدو له پاره اقدامات

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د خاورې سولېدل يا خرابېدل

 

د خاورو د اخيستلو، ډکولو، د نباتاتو د له منځه وړلو او د ساختماني کار له پاره غوښتنه له لاسه د خاورې خرابېدل يا سولېدل

-       د خاورې د وړلو کار تر وچې او نه بارانې فصلونوپورې محدودول

-       د سرې په واسطه د خرابې ځمکې د سطحې مراقبت

-       د فاضله اوبو او جدا کوونکو خنډونو د کانالونو مراقبت، پوزی يا تکه

-       د داسې حوضونو جوړول چې رسوب جذب کړي، د خرابې ځمکې کرل

-       لکه په تصوير کې چې وينئ په نښو وهلو سره د نباتاتو ساتنه او د پياوړي دېوال جوړول

 

 

 

- له خاورې څخه د خرابوالي په وړاندې د ساتنې او د مالونو د ذخیرو په سيمه کې د نباتاتو له سره کرل

 

 

د مخ ښکتې له امله د خاورې خرابوالی

-       د ماشينونو یا هم لاس په واسطه مخ په ځوړند ثبات

-       د تندو بادونو او شديدو بارانو په جريان کې د خاورې په مخ د کار مخنيوی

-       ډېر ژر د خرابې خاروې په مخ د نباتاتو کرل

د ساختماني برخې د خاورې خرابېدل نسبت فاضله اوبو ته

-       د فاضله اوبو د خالي کولو سم وسايل نصب شي او د اوبو د خالي کولو له عمومي سېستم او يا هم له محلي سېستم سره وتړل شي.

-       د اغېزمنو خاورو سيمې پورې، ساختماني فعاليتونه پروګرام کړئ. د بېلګې په توګه: د اوړي په موسم کې کله چې سېلاب راوړونکي بارانونه وشي، حد اقل ته ورسېږي.

-       په هغه ځمکه کرنه وکړئ چې خاوره ترې وړل شوې، د باران نفوذ ډېرېږي او د اوبو چټکتيا په مخ ښکته ځايونو کې د باران اورېدو په وخت کې کمېږي چې په پايله کې د خاورو ستونزه له منځه وړي.

د خاورې خرابېدل د (نقليه وسایطو او نورو) د ګرځېدو له امله چې د خاورې د کلک کېدو لامل کېږي او د ځمکې لاندې او سطحي اوبو د جريان د بدلون لامل کېږي او د کرنې په استفادې سره په راتلونکي کې ستونزه پېښوي.

-       ځای ثابت وساتئ د خاورې د خرابېدو کنټرول کوونکي وسایل نصب او وساتئ څو هغه په ساختماني کارونو کې د هر ډول خنډونو په جريان کې ګټور پاتې شي.

-       نقليه وسایط په ځانګړو سرکونو کې وساتئ، د ساتنې له پاره ساحې په نښه کړئ، کارکوونکو ته لارښوونه وکړئ چې هغې ساحو ته درناوی وکړي.

-       د شونتيا له مخې، ځانګړي سرکونه د مخ ښکته والي څخه وساتئ

-       د شونتيا له مخې، له درنو تجهيزاتو ګټه اخيستل لږ تر لږه وساتئ.

-       د باد له امله د خاورې خرابېدل (فرسایش)

-       له دې څخه ډاډ چې د ځمکې سطحه په ژوره توګه څيرې شي او همداسې نامنظمه وساتل شي څو د خاورې په سطحه د باد چټکتيا کمه شي.

-       د باد د کنټرول له پاره د دېوالونو جوړول، په دې شرط سره چې دا کار د سيمې له پاره وړ دی.

 

 

سرچينه:

 

Erosion & Sediment Control Guidelines For Urban Construction, December, 2006. http://www.rvca.ca/plan-reg/PDF/TRCA%20S&E%20Control%20GGHCA%20s%2040035.pdf

 

Arne Eriksson & Asfaw Kidanu (August, 2010) Guidelines For Prevention And Control Of Soil Erosion In Construction Works. http://www.ilo.org/public/english/region/afpro/daressalaam/download/soil_prevention_kenya.pdf

 

Best Practice Environmental Management, Environmental Guidelines for Major Construction Sites (1996), Environment Protection Authority http://www.epa.vic.gov.au/~/media/Publications/480.pdf

Sediment & Erosion Control On Construction Sites Field Guide, Cooperative Extension Service University of the Virgin Islands (2003), http://www.coralreef.gov/transportation/sederosuvi.pdf

 

2تخنيکي لارښود:د ځمکې د ښويېدنې مخنيوی او ساتنه يې

 

د اغېزې شرحه

په غرنيو سيمو کې د ځمکې ښويېدنه يوه لويه طبيعي فاجعه ده چې د مالي او ځاني زيانونو لامل کېږي. سخت بارانونه، مخ ځوړندې سيمې، هغه فعاليتونه چې د زلزلې لامل کېږي او د فاضله اوبو د خالي کولو کمزوری سېستم د ځمکې د ښويېدو لامل کېږي. د دې لارښود هدف اقداماتي وړانديز دی چې وکولای شي د ځمکې د ښويېدو د مخنيوي يا کمښت په اړه مرسته وکړي.

له ودانولو مخکې پړاو:

د ودانولو د فعاليتونو تر پيل مخکې، د ځمکې د ځانګړتياوو په اړه اشناي ډېره مهمه ده. د ځمکې ښويېدل په طبيعي ځوړندوالو (سراشيبي) کې يا هم په هغو ځوړنوالو کې چې د بشري فعاليت (لکه ډېر کار، خاوره وړل، د کثافاتو غونډۍ) له امله رامنځ ته شوې پېښېږي. د ځمکې ښويېدل معمولاً په ځوړندوالو سيمو کې چې د ځوړندوالي کچه يې ۲۲ درجې (۴۰ سلنه مخ په ځوړندوالی) ده رامنځ ته شوې نو بايد مشخصه شي چې آيا غير طبيعي ځوړندوالي ستاسې په ځمکه کې هم شته يا هم باثباته ځمکه ده. د ښار جوړونې وزارت د معلوماتو د سېستم د تنظيم له څانګې سره يو ځای د ځمکې د ښويېدنې د ګواښونو نقشه جوړه کړې ده، دغه نقشې کېدای شي د ځمکې د طبيعي ښويېدنې د قرباني کېدو په وخت کې ګټورې ثابتې شي.

 

 

د ودانولو پړاو:

د ځمکې د ښويېدو يو لوی لامل اوبه دي، کله چې خاوره په ځوړندوالو کې ډېره ډکه شوې وي، خپله توانايي له لاسه ورکوي او او له ماتې سره مخ کېږي. نو بايد هڅه وشي چې اوبه د فاضله اوبو له طبيعي لارو څخه تېرې شي، يا يې هم بايد د فاضله اوبو په پايپونو کې تېرې کړئ، خو له ځوړندوالو څخه د اوبو له تېرېدو ډډه وکړئ. هغه تهداب چې ساختمان پرې جوړېږي بايد دقیق و آزمويل شي او هر ډول ځوړندوالي چې خاوره ترې وړل شوې او يا هم ډک شوي دي او له هغه سره نژدې د فاضله اوبو سېستم خالي کول بايد په پوره پاملرنې سره وشي چې د ځمکې له ښويېدو مخنيوی وشي.

 

له ودانولو وروسته پړاو:

معمولاً د ساختماني فعاليتونو تر بشپړېدو وروسته يو څه څارنه هم کېږي. د ځمکې د ښويېدو د مخنيوي په خاطر وړانديز کېږي چې ويالې او د اوبو لارې ورغول شي. د سېلابونو تړل شوې لارې لامل کېږي چې اوبه له ځوړندوالو څخه تېرې شي چې د دې اوبو له پاره نه دي جوړ شوي. دغه ستونزه کېدای شي د خاورې له اندازې ډېر ډک والي او ماتوالي لامل شي. همداراز که ماتوالي د موټرونو د لارو په څنډو يا هم د ډکو شوو ځوړندوالو په ځايونو کې وليدل شي بايد راپور يې ورکړل شي.

 

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

ستونزه

 (عامل) اغېزه

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

د ځمکې ښويېدل

ځوړندوالي

-            په ځوړندوالو کې د ونو او نورو نباتاتو اېښودل چې د ځمکې د ښويېدو مخه ونيسي.

-            له ځوړندوالو ساحو، سستې خاورې او ناکرل شوې ځمکې د سطحي فاضله اوبو د سېستم لرې ساتل

-            سطحي اوبه بايد پرې نه ښودل شي چې په ځوړندوالو کې چې هلته د ځمکې د ښويېدو احتمال وي، راټولې شي.

-            کمې اندازې ته د ځمکې د لړزې رسول چې علت يې د ساختماني کار په جريان کې هلته درانه تجهيزات اچول دي.

د فاضله اوبو د خالي کولو کمزوری سېستم

-            د فاضله اوبو د خالي کولو په پايپونو کې د فاضله اوبو تګلوری راګرځول، په بدل کې يې په ځوړوندوالو لارو خوشې کول

-            له سستو خاورو، ځوړندوالو او ناکرل شوې ځمکې د سطحي فاضله اوبو د خالي کولو د سېستم لرل ساتل

 

د ځوړندوالو بدلون

-            د ځوړندوالو د بدلون په کمه اندازه ساتل

د نباتاتو لرې کول

-            په ځوړندوالو کې د ډېرو نباتاتو د لرې کولو مخنيوی، ځکه چې دغه نباتات د خاورې په ثابت ساتلو کې ډېره مرسته کوي.

-            د هر ډول لرې شوو نباتاتو په وړاندې جبران

 

 

 

 

3تخنيکي لارښود:له کانونو استفاده کړل

 

د اغېزې شرحه

 

ساختماني کار کېدای شي د ځينو موادو لکه رېګ، د خښتو له پاره خټه او لرګيو د راوړلو غوښتنه وکړي او دغه غوښتنه به يو ځل په سرچينو ور واچوي. له همدې امله، د رېګ او جغل د کان راويستنه به له کانونو او ګودالونو اغېزې ولري.

 

قرارادادي بايد ډاډه شي چې ټول خام توکي لکه رېګ، د نړول شوو ساختمانونو اوارول، اوسپنه، لرګي او د ساختمان د جوړولو له پاره نور توکي له سرچينو څخه د جواز لرونکي دي. هر وخت چې قراردادي وغواړي له خپل کان يا ګودال څخه رېګ راوړي، ټولې لازمې منظورۍ بايد له اړوندو مراجعو څخه تر لاسه کړي. قرارداديان د دا ډول منظوريو نقلونه بايد مسول پوهنتون ته وسپاري

 

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

ستونزه

(لامل) اغېزه

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

 

د ځمکې خرابېدل (فرسایش) د ډبرواو شګو ذخيره

د ډبرو د ويستلو ناکنټرول شوي تخنیکونه

-          د ولسوالۍ او شرکت په کچه د کانونو د ادارې د استازي د کاني او ترانسپورټي موادو د ګټه اخيستنې قراراداد کول

-          د جواز د صادرولو جواز تر هغو کسانو پورې محدودول چې د راويستنې په کار کې تجربه ولري.

-          د راويستنې په کار کې د استفادې وړ تکنالوژي استفاده

-          د ډبرو د پرېکولو له پاره د انفجار په ځای له بهترې تکنالوژۍ کار اخيستل

د راويستونکو ځمکو د مقررې نشتوالی

- د ساختماني موادو د راويستنې شاملول لکه د کانونو په قانون کې له شګې، خاورې او کانګرېټو څخه جوړ شوي بلاکونه.

د راويستنې له پاره د مشخصې ځمکې نشتوالی

-            حکومت بايد د راويستنې له پاره مشخصې ځمکې او ځايونه وټاکي.

-            سيمه بايد د ولسوالۍ د معادنو د مامورينو له خوا مديريت شي چې د ځمکې له دقيقې استفادې څخه ډاډه شي.

 

-           

 

 

 

 

 

 

 

 

 4تخنيکي لارښود:د مضرو موادو په ګډون د فاسدو موادو لرې کول

 

د اغېزې شرحه

ذخيره کول او د ساختماني موادو په سمه توګه لرې کول، له ساختماني سيمې د خطرناکو ضايعاتو لرې کول چې دا توکي د سېلاب او اوبو په لارو کې د کثافاتو لامل کېږي.

 

د خطرناکو ضايعاتو مديريت-

د خطرناکو ضايعاتو مديريت – د پروژې د سيمې او کارکوونکو په وړاندې د ګواښونو د کمښت په منظور، قرارداديان او کالترانس کارکوونکي پوهې او هڅې ته اړتيا لري. دغه ابلاغيه د خطرناکو خنډونو د ارزونې د مديريت او په ساختماني سيمو کې ضايعات او د ضايعاتو د مديريت د عالي اجراآتو د شرایطو خلاصه، ګواښ لرونکې ده.

 

معمول ګواښ لرونکي ضایعات:

 

د ټولو خطرناکو ضايعاتو په وړاندې د مديريت عالي اجراآت، د هغو خاورو په استثنا چې له هوا څخه سرب په کې ګډ شوي، ترسره کېږي. په ساختماني سيمه کې په معمولو خطرناکو ضايعاتو لاندې توکي شامل دي:

 

§         د ساختماني موادو تويېدل لکه مواد د کانګريت مرطوب ساتونکي مواد تر هغې چې جوش خوري، د سفالت توليدات، رنګ او نور.

§         د پټروليمو توليدات د تجهيزاتو د مراقبت او ساتنې له کار څخه

§         د سپتيک ضایعات

§         د حشرو ضد او د بوټو د له منځه وړلو درمل

§        

معمول خنډونه

 

په ساختماني پروژه کې د خطرناکو ضايعاتو د مديريت معمول خنډونه لاندې توکي دي:

 

§         د ساختماني برخې ټول کارکوونکي بايد د خطرناکو ضايعاتو د مديريت په برخه کې سمه زده کړه وکړي.

§         د احتمالي خطر لرونکي ساختماني مواد بايد په داسې ځايونو کې وساتل شي چې هلته اوبه نفوذ ونه کړي خو تر اوسه هم بايد د اسانتيا له پاره وکارول شي.

§         له پروژې څخه راټول شوي خطرناک ضايعات بايد په داسې توګه وساتل او دفع شي چې د ضايعاتو د همغه مشخص ډول له پاره مناسب وي.

§         قراردادي بايد د رالوېدنې او تويېدنې (رېزش او تراوش) په وړاندې ځواب ته تیار وي چې د پروژې په ځينو برخو کې پېښېږي.

§         د راتويېدنو او رالوېدنو د پاکولو په برخه کې لټي کول، د غيردقيقو خطرناکو موادو ذخيره کول، کولای شي تحليل او نمونه شي.

په پروژه کې هر څوک د خطرناکو ضايعاتو په برخه کې مسوليت لري، يعنې کارکوونکي د تويې شوو موادو د پاکولو مسول دي او د اوبو د کثافت د کنټرول مدير اړوندو ارګانونو د اطلاع په ورکولو مسول دی. د پروژې ټول کارکوونکي په ځانګړې توګه د خطرناکو ضايعاتو د پېژندنې او خونديتوب او ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ډاډ د ترلاسه کولو له پاره د سم ځواب ورکولو په اړه بايد زده کړه وکړي.

 

د موادو د ذخيره کولو کړنلاره

 

د ساختماني چارو ځينې معمول مواد د رالوېدنې او تويېدنې (رېزش او تراوش) په صورت کې خطرناک ضايعات شمېرل کېږي. په دې موادو کې د کانګرېټ مرطوب ساتونکي مواد د هغې د جوش خوړولو تر وخته، د سفالټو توليدات، درنګ پاکوونکې مايع، د لرګيو ساتونکی، د بام قير او استوګنځی وي. داسې مواد بايد په داسې ځايونو کې وساتل شي چې هلته اوبه نفود ونه کړي چې له ترشح څخه يې د سېلابونو په لارو کې مخنيوی وشي. د اوبو ضد ځايونه، د اوبو ضد کانتينر کې د ذخيرو جوړول، د اوبو ضد بام لاندې ذخيره جوړول يا په يوه ودانۍ يا هم د لنډمهاله پوښ او قرنطين په واسطه ساتنه چې د سېلاب له اوبو او له سيمې څخه د اوبو د راتلو له اړيکې مخنيوی وکړي.

 

 

د ضايعاتو دفع او ذخیره جوړول

 

خطرناک ضايعات بايد په ټاپه شوو کانتينرونو کې چې له مناسبو موادو جوړ وي او يو سرېښ شوی کاغد لري چې په څرګنده توګه يې نېټه او منځپانګه په کې ليکل شوې وي، ذخيره کړل شي. د ضايعاتو کانتینرونه په محدوديت لرونکو تاسيساتو کې چې د غيرکاري ورځو او باراني موسمونوپه جريان او د کال له بارانونو څخه مخکې پوښل شوي وي، وساتي.

 

رالوېدنه او تويېدنه (ريزش او تراوش):

 

د رالوېدنې او تويېدنې په صورت کې بايد له باران مخکې پاک کاري وشي. د تويېدنې د پاک کارۍ لوازم د ذخيرې په ځايونو کې وساتل شي څو پاک کارۍ ته آسانتيا او چټکتيا ورکړي. د ضايعاتو ريزش يا خطرناک مواد د هر ډول خاورې يا ککړو اوبو په ګډون د خطرناکو ضايعاتو په توګه ذخيره شوي او په سمه توګه دفع شي.

 

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

مشکل

(عامل) تاثیر

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

خطرناکضایعات

د ساختماني موادو ريزش او تراوش لکه د کانګريتو د مرطوب ساتونکو موادو په څېر د جوش کېدو تر وخت پورې، د سفالټ توليدات، رنګ او نور.

-            د رنګ او سفالټ د توليداتو د ريزش سملاسي پاک کاري.

-            د ريزش د سرچينې د پای ته رسولو له پاره اقدام کړل.

-            له زهري موادو نه بايد د سون له پاره کار واخيستل شي.

-            او په ساختماني سيمه کې د موادو دقيقه نښه کول او ډلبندي.

د پټرولو توليدات د کار او تجهيزاتو د ساتنې او مراقبت له پاره

-          لارۍ بايد د ريزش د مخنيوي په وسايلو مجهزې شي.

-          استفاده شوي روغنيات بايد په معياري بنډلونو کې ځای په ځای کړل شي او په تاييد شوي ځای کې دفع کړل شي.

-          د پروژې د کار د بشپړېدو په وخت کې د ټولو ضايعاتو او پټروليمي توليداتو لرې کول.

د سيپټيک ضایعات

 

-            د خاورې د نباتي پوښ لرې کول بايد لږترلږه وساتل شي.

-            د سيپټيک ټانکرونه او تشنابونه بايد د اوبو له موقعيتونو لرې وي.

 

 

 

 

 

 5تخنيکي لارښود:د ګرد او خاورې مدیریت

 

د اغېزې شرحه

 

ساختماني کارونه او د پاکولو په وخت کې توليد شوي ګردونه او دوړې کولای شي، شاګردانو ته په درسي ساعتونو کې تنفسي ستونزې پېښې کړي. خاوره او جغل چې د اوږده مهال له پاره له مناسبې پردې پرته وساتل شي کېدای شي خاورې او دوړې توليد کړي او د مکتب د ساعتونو په جريان کې او د سيمې د اوسېدونکو له پاره په ناراحتۍ بدل شي. سيمې ته د موادو وړل به هم د خاورې او دوړې لامل شي. موجودې ودانۍ له ګټه اخيستنې بهر کول هم کېدای شي د ګرد او خاورې د پيداکېدو لامل شي چې خطرناک به هم وي.

د خاورې او جغل په څېر مواد بايد د لېږد په وخت کې وپوښل شي. د ساختمان شاوخوا بايد اوبه وشنل شي چې د خاورې او ګرد توليد ډېر لږ شي. د ساختماني دورې په جريان کې د خاورې او ګرد د کثافت د مخنيوي له پاره، قراردادي بايد هر وخت د ساختمان شاوخوا په اوبو لمده کړي او موجوده مواد په ساحه کې وپوښي څو د ګرد او خاورې د جوړېدو او د هوا په وسيله د نورو ذراتو د لېږد مخنيوی وکړي. ټول لېږدوونکي نقليه وسایط هم بايد وپوښل شي څو د رېزش او ګرد له لېږد څخه مخنيوی وکړي. هغه کارکوونکي چې د ناسوز د صفحو له نصبولو سره سروکار لري بايد پام وکړي چې د ماسکونو په اغوستو او حمام په کړلو سره په ګرد او خاورو لړلی حالت لږې کچې ته ورسوي. د صفحو د تړلو په وخت کې باید کاري جامې ومينځل شي او کارکوونکي د کارځای له پرېښودو مخکې باید جامې بدلې او پاکې جامې واغوندي.

 

قراردادي بايد په ځانګړې توګه د ساختمان د ضايعاتو، د ساختمان د ويجاړي، بيکاره اوبو، سون توکو، خاورې او دوړې، اوسپنې، د نړول شوو ساختمانونو بې نظمۍ او لرګيو د دفعې له مقررو پيروي وکړي. د بې کاره اوبو په برخه کې چلند او د اوبو خالي کول بايد د سيمې د اړوندې، د اوبو لګولو وزارت او د اوبو د سرچينو د پراختيا د مرجع له مقررو سره سم وي.د ناسون (ناسوز) توکو په ضايعاتو، پي سي بي ګان او نور خطرناک ضايعات بايد له ملي مقررو سره سم او که لازم وي د تکړه کارکوونکو په څارنې رسېدنه وشي او دفعه شي.

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

ستونزه

د اغېزې لاملونه

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

 

 

 

 

 

 

 

 

دوړه او خاوره

په وچو مياشتو کې دوړې اوخاوې

له دې ډاډه کېدل چې د پروژې په زماني جدول کې ځمکه پاکه شوې او د کال په وچو مياشتو کې، هغه وخت چې د خاورې او دوړو توليد ډېر زيات وي، ډېرې لږې کچې ته ورسول شي.

 

د ګرځېدو له امله خاورې (نقليه وسایط او نور)

 

د ساختماني موادو د لېږد د سرکونو کاري چارې او په اوبو لمدول. د اوبو لمدولو شمېر به د اقليم وضعيت او د خاورې د خرابوالي وړتيا ته په کتو سره ټاکل کېږي. که کيمياوي مواد (يوازې د اړتيا په وخت کې) په اوبو کې د خاورې او دوړې د له منځه وړلو په هدف وکارول شي، نوموړي کيمياوي مواد بايد د سيمې په لنډو اوبو بې خونده محیطي اغېزې ونه لري.

د خاورو او دوړې نورې توليد کوونکې سرچينې، لکه د موجودو زېربناوو ويجاړول او نور

-       د موجودې زېربنا کنټرول شوې ويجاړي (د اړتيا په صورت کې) د کثافت، دوړو، ضررونو او خاورې د مخنيوي له پاره له ساختماني دېوال سره.

-       په سيمو اوبه شنل، د ساختماني موادو د لېږد د جادو په استثنا، په دې شرط چې د خاورې او دوړو سرچينه وي.

-       له دې څخه ډاډه کېدل چې د سطحې ځمکه په ژوره توګه وڅيرل شي او په نامنظمه توګه وساتل شي چې د خاورو په مخ د تند باد مخنيوی وکړي.

-       د باد د کنټرول له پاره د دېوالونو جوړول، په دې شرط چې دا کار د سيمې له پاره مناسب وي.

-       د بې ثباته موادو په انبار په لاس او يا هم د اوبو د شنلو د لنډمهاله ماشين په نصب سره اوبه پاشل

 

 

 

  6تخنيکي لارښود:د سيمو ساتنه، فرهنګي او تاريخي آسانتياوې

 

بشپړه بيا کتنه

احتمالي اغېزې او په ځان د بسيا کېدو ستونزې

جغرافيوي سيمه چې اوس د افغانستان په نوم يادېږي د اوږده او پياوړي فرهنګ او تاريخ لرونکې ده. له هغې ځايه چې افغانستان د لويو امپراتوريو لکه فارس، يونان، منګوليا او هند يوه برخه و، دغه هېواد د بېلابېلو فرهنګونو او تمدنونو په مقابل کې و، نو له همدې امله د پیاوړي فرهنګي او تاريخي ميراثونو لرونکی دی.

 

همداراز يې بېلابېلې کشفونې او پېښې، د تاريخي او فرهنګي ارزښتونو لرونکي لوازم تجربه کړي دي.

 

په کليو او ښارونو کې کېدای شي فرهنګي ميراثونه، تر ځمکه لاندې يا د خمکې پر مخ يا هم تر اوبو لاندې موقعيت ولري. فرهنګي ارزښت يې هم کېدای شي د ولايت، هېواد او يا هم نړيواله کچه مطرح وي.

 

 

 

له فرهنګي او تاريخي آثارو ساتنه، د ملت په فرهنګ او تاريخ کې د ډېر ارزښت لرونکې ده. که چېرې سم حقوقي او تخنيکي ميکانيزم او چوکاټ نه وي، د پراختيايي پروژو د تطبيق په وخت کې به يې له ګواښ سره د مخ کېدو کچه لوړه وي. د ساختماني کار له پيل مخکې او د کار په جريان کې، بايد لاندې چارې په نظر کې ونيول شي:

 

(i)        د پروژې ویستل شوې سيمې چې په ۲.۵.۱ کې ليست شوې دي.

له دې څخه ډاډه کېدل چې د فرهنګي ميراثونو په مشخصو سميو او د پروژې په راويستل شوو سيمو کې چې د ۲.۵.۱ په برخه کې ليست شوې د امکان تر کچې يې له کيندلو څخه چې په افغانستان کې يې څو زره ځايونه موقعيت لري مخنيوی وشي او په ساختماني سيمو او يا ورسره نیږدې د فرهنګي ميراثونو د سيمو موجوديت مشخص شي.

(ii)       د آثارو د کتلو کړنلارې.

د باستان پېژندنې د سيمو د اثارو د کتلو په وخت کې يې، د باستان پېژندنې کمېټه د حقوقي کړنلارو له لارې پېژني، له غلا کېدو ساتنه او د آثارو کتنې ته رسېدنه، څنګه چې د ژوندانه چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ تشريح کړي، بدلون کوي. لاندې کړنلارې به د آثارو د کتنې د مديريت په جريان کې د باستان پېژندنې د مصنوعي محصولاتو په ګډون تطبيق شي.

 

 

 

 

د آثارو د کتنې کړنلارې

د آثارو د کتنې کړنلارې د افغانستان د فرهنګي او تاريخي میراثونو د ساتنې په قانون کې (د ۲۰۰۴ ز کال د ۸۲۸ شمېرې د رسمي جريدې خپاره شوي) تعريف شوې چې د فرهنګي میراث په برخه کې د ګمارل شوو ارګانونو مسوليتونه او صلاحيتونه، د سيمو د پيداکېدو په صورت کې يا هم د پروژې د تطبيق په وخت کې مواد مشخص کوي.

1.       د ساتنې مسوليت، مراقبت او د آثارو او تاريخي ودانيو ارزونه، د اطلاعات او فرهنګ وزارت چې د ولايتونو په کچه نمايندګۍ لري، د باستان بېژندنې کمېټې ته ورګرځي.

 

2.       د فرهنګي او تاريخي آثارو د کتنې په صورت کې (منقول او غيرمنقول) د باستان شناسۍ کمېټه بايد په جريان کې واچول شي. هر وخت چې د کار دوام فرهنګي او تاريخي آثار له ګواښ سره مخ کړي، د پروژې کار به د دې آثارو د ساتنې د حل لارې د پيداکولو له پاره، وځنډول شي.

 

3.       هر وخت چې فرهنګي او تاريخي آثار که هغه منقول او يا غير منقول وي د يوه ولايت په شاوخوا کې پيداکړل شي، ولسوال يا والي بايد د دوو اونيو په بهير کې خبر کړل شي او هغوی بايد د باستان پېژندنې اداره خبره کړي. که چېرې تاريخي او فرهنګي غير منقول آثار په يوه ښار کې پيداشي، د اطلاعات او فرهنګ د تاريخي او فرهنګي ارزښتونو د ساتنې ولايتي اداره بايد د دوو اونيو په بهير کې خبره کړل شي. که چېرې آثار په مرکز کې پيداکړل شي، باید چې باستان پېژندنې اداره په يوه اونۍ کې خبره شي.

 

3. له ټاکلي وخت څخه د آثارو د کتنې د راپور ځنډول به، له يوې اونۍ بيا تر يوې مياشتې پورې بندي خانه ولري.

 

5. که يو کس يو تاريخي يا فرهنګي اثر په قصدي توګه ويجاړ کړي، د اثر د معادل ارزښت په ورکړې سربېره به له يوې مياشتې بيا تر لسو کلونو پورې د جرم شدت ته په کتو سره بندي کړل شي. د يوه تاريخي او يا فرهنګي منقول او يا غيرمنقول اثر د ليدو په صورت کې، تطبيق کوونکی ارګان تر هغې چې مسوليت يې پورته يادې ادارې په غاړه وانه خلي، د اثر د غلا کېدو په وړاندې د ساتلو مسول دی. ددې کړنلارو د لازم کېدو په وخت کې، بايد د ساختماني قراردادونو د احکامو په څېر مراجعه ورته وشي.

 

 

 

 7تخنيکي لارښود:د تېلو او سون توکو مدیریت

 

د اغېزې شرحه

ککړې اوبه کېدای شي تر سطحي او يا تر سطحه لاندې خاوره کې شاملې وي چې د لمدېدو يا تر ځمکه لاندې اوبو له لارې به سطحي اوبه او دوی ته نژدې سيمې تر اغېز لاندې وي. هر وخت چې تر سطحه لاندې ککړې سرچينې ژر تبخير کېدونکي مواد ولري، د خاورې بخار به هم په يوه انتقالي او څرګندېدونکې وسيله بدل شي او دغه ککړ مواد به د ساختمان د ننه فضا ته نفوذ وکړي.

 

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

ستونزې

اغېزې

د ګواښونو د کمښت له پاره اقدامات

 د روغنياتو رېزش

 

له خطرناکو موادو سره مخ کېدل، کارکوونکي له خطر سره مخ کوي.

-       د خطرناکو موادو له انبار کولو مخنيوی. هر هغه وخت چې بيکاره مواد د استفادې وړ نه وي يا هم ژر دويم ځلي استفاده ترې ونه شي، هغه وسوزئ، د استفادې وړ توکي له درنو فلزو څخه په جوړو شوو جعبو کې ونه ساتئ.

-       د لږ زهري توليداتو استفاده او تحقيق

کله چې د ماشين آلاتو د جوړولو له امله د هايدروليک  تېل واچول شي، د ماشين روغنيات يا هم نور ميخانيکي مايعات مضر کېږي، ځمکه او سطحي اوبه ککړوي.

 

-       د نقليه واسطو او نورو درنو تجهيزاتو ترميم بايد په نورو ځايونو او يا هم د اوبو ضد سطحه کې لکه پلاستيکي صفحه ترسره شي. د خطرناکو موادو د انبار کولو مخنيوی.

-       د فاضل ټولې اوبه چې د ساختماني موادو په اړونده روغنياتو ککړې وي بايد راټولې (په ښه توګه رسېدنه ورته وشي) او يوه مناسب ځای ته ولېږدل شي چې په ځمکه او په کار ځای کې يې له تيتولو ډډه وشي.

 

 

-          د سون توکو اړوند ضايعات او نور ټول توکي بايد په داسې توګه دفعه شي چې: (i)د اوبو لارې او د فاضله اوبو تګلوري بايد بند نه کړل شي،(ii)دفعه شوي مواد نه بايد د سېلاب په واسطه پاک کړل شي، (iii) نه بايد د خلکو د ځورېدو لامل شي.

 

 

 

 

 

 

 8تخنيکي لارښود:روغتيا او خونديتوب

 

ځواکمنې اغېزې

 د ګواښونو د کمولو له پاره اقدامات او مخنيوی

د زلزلې له امله مړينه او ټپي کېدل:

 

د سېلاب له امله مړينه او ټپي کېدل؛

 

 

 

 

د ځمکې د ښويېدو او خاورې د شديد خرابوالي له امله مړينه او ټپي کېدل؛

 

 

 

د سوزېدو له امله مړينه او ټپي کېدل؛

-          د زلزلې ضد کم لګښته جوړو شوو طرحو تطبيق. د شونتيا له مخې، د زلزلو او هغه سيمې چې اور غورځوونکي غرونه لري په فعالو ساحو کې بايد د کار مخنيوی وشي. که چېرې دا سيمې تر استفادې لاندې راځي، نو بايد د ساختمان په ټول فعاليتونو کې د زلزلې په وړاندې د مقاوم ساختمان هڅه وشي او خبر ورکوونکي سیستمونه بايد ولګول شی.

-          په داسې سيمه کې چې سېلابونه په کې راځي د کار مخنيوی وشي. که دا ډول سيمې استفاده کېږي نو د زیربناوو دځمکې د سطحې لوړول،  د فاضله اوبو د خالي کېدو تګلوری او د ساتنې دېوالونه ضروري دي. د سېلاب خبر ورکوونکي سيمه ييز سيستم بايد نصب شي.

-          د شديدو بارانونو په موسم کې د فاضله اوبو د خالي کولو مناسبو سیستمونو ته اړتيا ده. په باراني موسم کې د خوندي تشنابونو جوړول د لازمو مديريتي پلانونو د يوې برخې په توګه و.

 

-          د ځمکې د ښويېدو او خاورې خرابېدو په وړاندې بايد د معروضو سيمو مخنيوی وشي. که چېرې شونتيا وي، طبيعي نباتاب باید د ځمکې د ښويېدو په وړاندې په ضررمنو ځوړندوالو او ټوله سيمه کې وساتل شي، سيمه بايد کلابنده شي چې د اوبو د نفوذ مخنيوی وشي او ودانۍ نه بايد په معروضو ځوړندوالو (سراشيبي) کې د ځمکې د ښويېدو په وړاندې جوړې شي.

-          د سوزېدنې په وړاندې خونديتوب بايد په مديريتي پلان کې شامل کړل شي، د اخطاريو او تېښتې د وسايلو په ګډون، د سوزېدني د ننه پراختيا، د سوزېدنې بهر پراختيا او د اور د مړ کولو د خدمتونو آسانتياوې او لاسرسی.

د اوبو د کمښت او روغتيايي خدمتونو څخه رامنځ ته شوې ناروغۍ:

-          له دې ډاډه کېدل چې ساختمانونه د پاکو او کفايت وړ تشنابونو او  پاکو اوبو ته لاسرسي لری.

-          تر هغې چې يوې ثابتې مرجع د څښلو اوبه نه وي برابرې کړې، نه بايد يوه سيمه وټاکل شي.

په سيمه کې د زهري توکو د شتون له امله مړينه او ټپي کېدل؛

 

-          د ځمکې په اوبو يا خاوره کې د زهري موادو د نشتوالي تاييد

-          له محیطي پلوه د خطرناکو سيمو د نشتوالي تاييد (لکه سېپټيک سېستمونه) د يوه ساختمان د جوړېدو په ساحه کې.

-          د هوا د ککړتيا د خطر د لرلو سيمو يا هم دا چې اوبه يې د صنعتي او سوداګريزو فعاليتونه څخه وي مخنيوی کړل.

-          د کار سيمې نه بايد د عمومي سرکونو په ۵۰ کيلومترۍ کې پرتې وي. که د کار د دې ډول سيمو مخنيوی ونه شي، وروسته به د کار په سيمه کې چې موقعيت يې سرک ته ډېر نیږدې دی فعالیت لږ  شي او د شونتيا له مخې بايد د سيمې د سرک په څنډو موانع ولګول شي څو کثافات او د پېښو احتمال کم کړل شي.

د اوبو له کمزوري کيفیت څخه راولاړې ناروغۍ:

د تشنابونو د موادو، د ښار د اوسېدونکو د ضايعاتو او کرنيزو سيمو د نفود په پايله کې د ککړتيا خپرېدل

 

 

د لوړ منرال به لرولو سره د پېښو تراکم.

د ولاړو اوبو د بدل رامځ ته کول.

-          د کار د سيمې له پاره د فاضله اوبو د خالي کولو د يوه پلان جوړول چې د فاضله اوبو د خالي کولو د سېستم د طبيعي زېربنا لرونکی وي.

-          په پايپونو کې د سوريو پيداکول او د پايپ د شبکې ترميم ته لومړيتوب ورکول.

-          د نوو سرچينو له نصبولو مخکې د پرتلې وړ نیږدې سرچينو څخه د اوبو د کيفيت کيمياوي او باکتريايي آزموينه.

-          له ککړتيا څخه د مخنيوي په وړاندې نوې طرحه، که چېرې د پرتلې وړ نیږدې سرچينې ککړې ثابتې شي.

-          د نصب شوو او احیا شوو سرچينو وروستۍ ارزونه.

-          د ولاړو اوبو د ډنډونو له جوړېدو څخه د مخنيوي له پاره د فاضله اوبو د خالي کولو سيستم د لوله يي او لاسي څاګانو په شاوخوا کې مناسب ځای.

-          د لاسي څاګانو له ککړتيا څخه د مخنيوي له پاره د لاسي پمپ او پوښ برابرول.

-          هر وخت چې له سنتي تشنابونو څخه استفاده وشي، بايد چې د اوبو له سرچينو څخه لس متره فاصله ولري. تهداب يې بايد حایق شي او تر ځمکه لاندې اوبو څخه بايد لږ تر لږه په دوه متره ښه خاوره او يا شګوسره بېل شي.

-          هر وخت چې عادي تشنابونه يا هم سپتيک ټانکرونه جوړ شول، هغوی بايد حايق کړل شي. يوه ژورغالي ته يې د اوبو لاره بايد د اوبو له سرچينو څخه لس متره لرې وي يا هم دا چې د فاضله اوبو د خالي کولو يو فعال سېستم نصب شي.

روغتيايي

-       سم روغتيايي خدمتونه بايد د ساختماني کار له پيل کېدو مخکې لږ تر لږه د سطحي اوبو له سیستم څخه ۳۰ متره  او د ځمکې د تل له اوبو څخه ۵ متره لرې برابره شي.

-       له تشناب څخه د کار اخيستو اجتماعي خڼدونو ته د رسېدو او کافي تشخيص پاملرنه.

-       د سپتيک ټانکرونو، تشنابونو د خالي کولو او له ساحې څخه لرې د راټولو شوو موادو لېږدونهاو ورته رسېدنې له پاره، د يوه باور وړ او خوندي سېستم له کارونې ډاډه کېدل، (يعنې د ميخانيکي تشې يو پمپ، بل ټانکر يا کانټينر، د تشولو په وخت کې د ژورغالي د ړنګېدلو دمخنيوي له پاره له ډبرې کار اخيستل، د ساتونکو جامو اغوستل، د اوږدو لستوڼو لرونکي کميسونه او پتلون، موزې، ربړي لاسپوښونه، ماسک، د سترګو ساتونکی، او همدارنګه د مينځلو کافي آسانتياوو ته لاسرسی په تودو اوبو او صابون) 

-       له دې ډاډه کېدل چې راټولو شوو موادو ته په کافي اندازه رسېدنه وشي او په مستقيمه توګه ځمکه ته يونه وړل شي يا هم به ناسمه توګه دفع نه شي.

له ساختماني چارو راو لاړېدونکې پېښې

-       په سرکونو کې په مناسبو ځايونو کې د ساختماني کار نښې ولګول شي چې تېرېدونکو ته خبر ورکړل شي. د ساختماني کار اړ استوګنې په ساحه کې نه بايد چې وسایط په ساعت کې له ۱۵ کيلومتر څخه ګړندي وي.

-       د ساختمان له سيمې سره نژدې ټول کسان بايد امنيتي خولۍ په سر کړي. له دې ډاډه کېدل چې د حفظ او مراقبت کارکوونکي د لومړنيو مرستو په برخه کې او تر روغتيا، په ساحه کې تر امنيت او زده کړو پورې ټولې تړلې برخې وويني.

د ولاړو اوبو له ډنډونو څخه پېښې شوې ناروغۍ او تر اوبو پورې نورې اړوندې ناروغۍ

-       د اوبو د ذخيرې شاوخوا، د فاضله اوبو د يوه ښه سیستم له موجوديت څخه ډاډه کېدل او د ولاړو اوبو د ډنډونو د جوړېدو مخنيوی (يعنې، د مناسبې طرحې له لارې، نصب او ځانګړی ژورغالی)

-       د اوبو د کنټرول له پاره د يوې وسيلې جوړول يا ورته سیستم چې په لاس او يا خوله له اوبو سره د خلکو د تماس مخه ونيسي.

-       د اوبو په ذخيره کې د ککړوونکو موادو مخنيوی.

 

           

څلورمه ضمیمه: د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د سروې پاڼه

 

1.          د پروژې معلومات

 

د ارزوونکي نوم:

 

نېټه:

 

 

2  د فرعي پروژې ځانګړتياوې: د موقعيت نقشه ورسره يو ځای کړئ (د طول البلد او عرض البلد همغږي (د جي پي آر اېس لوستل)

 

د فرعي پروژې نوم:

 

موقعیت:

(سيمه/ناحیه/کلی)

 

 

د فعاليت ډولونه:

 

اټکل شوی لګښت:

 

د کار د پيل وړانديز شوې نېټه:

 

آیا نقشه/ تخنيکي ځانګړتياوې تکرار شوې دي؟

هو/نه

 

 

 

2 فزیکي اطلاعات

څرګندونې

په هکتار د فرعي پروژې سيمه

 

د موجودې ځمکې د استفادې په اړه پراختيا يا بدلونونه

 

فرعي پروژې ته د لېږد په اړه د هر ډول موجوده ملکيت

 

د نوې ودانۍ له پاره هر ډول پلان

 

ايا مهمې طبيعي ودانۍ له سيمې سره نژدې شته دي؟

 

 

 

 

 

د ځمکې او ژوندانه چاپېريال لومړني معلومات

هوه

څرګندونې

آيا د دې فرعي پروژې له پاره د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو ارزونې ته اړتيا شته ده؟ که اړتيا وي، نو د ترسره کولو له پاره يې جواز شته دی؟

 

 

د فرعي پروژې يا مسولينو په وړاندې په ځانګړې توګه د ژوندانه د چاپېريال د طبيعت په اړه کوم شکايت يا دعوه شته؟

 

 

آيا فرعي پروژه به د ځمکې استملاک ته اړتيا ولري؟

 

 

د مالکيت وضعيت، ځمکه څه ډول ده (عرفي قباله، اجازه او که نور)؟

 

 

آيا د اجاره شوې ځمکې کوم شواهد شته دي، (اقرار خط او يا کوم بل اسناد)؟

 

 

آيا د ځمکې په اړه ناحل شوې شخړې شته؟

 

 

په اوس وخت کې له ځمکې د کوم مقصد له پاره کار اخلي (کرنه، باغ او که نور)؟

 

مهمې سرچينې ليست کړئ

آيا وړانديز شوي فعاليتونه به د اکو سیستم په خدمتونو، د ژوندانه بېلابېل مسايل او يا هم طبيعي استوګنځيو، اغېزه ولري؟

 

 

آيا فرعي پروژه به د حشرو ضد درملو ته اړتيا ولري؟

 

 

آیا غوښتونکی (شرکت) د محیطي مديريت د يوه فعال سیستم لرونکی دی؟

 

 

آيا غوښتونکي په اوس وخت کې له مناسبې تکنالوژي او بهتره طريقو کار اخلي؟

 

 

 

 

 

5. د اغېزو پېژندل او تقسيم بندي کول:

د يوې فرعي پروژې په نظر کې نيولو سره، د وړانديز شوي سايټ حساسيت، د ورکړل شوو معيارونو له مخې په لاندې جدول کې وټاکئ. پورته نومره بندي خامخا د سايټ د نامناسب والي له امله نه ده. هغوی د اجتماعي او ناغوښتل شوو بې خونده محیطي اغېزو له پاره يو واقعي ګواښ ښيي چې کېدای شي اجتماعي او محیطي پلان جوړونې ته يې ډېره اړتيا وي څو احتمالي اغېزې په کافي اندازه کمې، مديريت او مخه يې ونيسي. لاندې جدول بايد د يوې مرجع په توګه وکارول شي.

 

 

مسایل

د سيمې حساسیت

ښکته

متوسط

لوړ

طبيعي استوګنځي

هېڅ ډول طبيعي استوګنځي نشته دي

هېڅ ډول مهم طبيعي استوګنځي نشته؛ وروسته طبيعي استوګنځي واقع کېږي.

مهم طبيعي استوګنځي شته دي.

د اوبو کيفيت، استفاده او د اوبو سرچينو ته لاسرسی

د اوبو جريان له موجودې تقاضا څخه ډېر دی؛ د اوبو ښکته استفادې؛ هیله کېږي چې د اوبو احتمالي ناجوړښتونه لږ شي؛ د اوبو د کيفيت په اړه احتمالي مسايل نشته دي.

د اوبو متوسطه استفاده؛

د اوبو متعدد استفاده کوونکي؛ د اوبو دکيفيت مسايل مهم وي.

له اوبو شديده استفاده؛ د اوبو متعدد استفاده کوونکي؛ د ناجوړښتونو له پاره احتمال لوړ دی؛ د اوبو د کيفيت مسايل مهم دي.

طبيعي خطرونه، ضرر رسېدل، سېلابونه، د خاورې ثبات يا خرابېدل

اوارې ځمکې؛ د ځواکمنو ستونزو نشتوالی، د خاورې ثبات، د اورغورځوونکو غرونو د ګواښونو نشتوالی، زلزله او سېلاب

متوسط ځوړندوالي، د خاورې د خرابوالي احتمال؛ د آتشفشان، زلزلې، سېلاب او طوفان له امله متوسط ګواښونه.

غرنۍ سميې؛ ځوړندوالي؛ بې ثباته خاورې؛ د خاورې د خرابوالي لوړوالی؛ د آتشفشان خطر، زلزله او سېلاب

فرهنګي ملکیت

د فرهنګي ميراث سيمې نامعلومه وي يا هم تر شک لاندې دي.

تر شک لاندې فرهنګي ميراث سيمې، تر لوی نفوذ لاندې معلومې فرهنګي سيمې

د پروژې په ساحه کې د معلوم ميراث سيمې

غیرداوطلبانه بيا استوګن کېدل

د ښکته نفوس تراکم، متفرق نفوس، قانوني اجاره په ښه توګه تشريح شوې ده، د اوبو ښه حقوق تعريف شوي دي.

د نفوسو متوسط تراکم، ګډې دارایئ، د ځمکې اجاره، د اوبو حقوق په ښه توګه تعريف شوي دي.

د نفوس لوړ تراکم، کليدي ښارونه او کلي، ښکته عايد لرونکې کورنۍ يا هم د ځمکې غير قانوني ملکيت، مشترک ملکيتونه، د اوبو ناڅرګند حقوق.

د سيمې خلک

 

غير بومي نفوس شته دی

بومي ګډ او متفرق نفوس، ګډ بومي او متفرق نفوس، بومي ډېر فرهنګ پاله نفوس

بومي قلمرونه، ذخيرې او ځمکې، ضرر منونکي بومي نفوس.

 

 

 

 

6. د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي اغېزو د لیس کتل

 

د (د نويو ساختمانونو جوړولو) فعاليتونه

د بې خونده اغېزو احتمال

هېڅ يونه

ښکته

متوسط

لوړ

نامعلوم

د خاورې خرابوالی يا هم له سېلاب څخه اندېښنې (د بېلګې په توګه، د داسې خاور له امله چې د فرسايش لوړه وړتيا لري.

 

 

 

 

 

د عبوري او مزاحمتونو يو شمېر ويالې

 

 

 

 

 

د باران د موسم کيندنې

 

 

 

 

 

د کانونو د راويستنې د سيمو جوړول يا هم د خاورې اخيستنې ځانګړي ځايونه

 

 

 

 

 

د نباتاتو عمده له منځه وړل

 

 

 

 

 

د غیر اهلي حيواناتو او نفوسو د استوګنې ځايونو اغېزمن کېدل

 

 

 

 

 

له محیطي پلوه دحساسو سيمو اغېزمن کېدل

 

 

 

 

 

د ديني يا فرهنګي سيمو اغېزمن کېدل

 

 

 

 

 

د فزيکي يا اقتصادي بيا استوګن کېدو لازم والی

 

 

 

 

 

د نوي استوګن کېدو د ایجاد فشار

 

 

 

 

 

ټولې چارې دې (څرګندې شي):

 

 

 

 

 

د سرک جوړول نوی لاسرسی

 

 

 

 

 

د فاضله اوبو د خالي کولو د موجوده شرایطو بدلون

 

 

 

 

 

دنباتاتو له منځه وړل

 

 

 

 

 

د باراني موسم د خاورې اغېزمن کېدل

 

 

 

 

 

په ځنګلونو او يا نیږدې ځمکو د ساختماني موادو اغېزه

 

 

 

 

 

د خاورې اخيستنې د ځانګړو ځايونو جوړول

 

 

 

 

 

د ديني يا فرهنګي سيمو اغېزمن کېدل

 

 

 

 

 

په موجوده ذخيره کې د اوبو د ذخيري پراختيايي اغېزې

 

 

 

 

 

د موادو د دفعې په موجوده سيمو د روغتيا د پراختيا اغېزه

 

 

 

 

 

د موادو د دفعې په موجوده سیستم کې د طبي ضايعاتو اغېزې

 

 

 

 

 

د اقتصادي يا فزيکي بيا استوګن کېدو لازم والی

 

 

 

 

 

له پروژې څخه د ځواکمنو کسانو اغېزمن کېدل

 

 

 

 

 

داخلي کډوالي/ د آسانتياو د پراختيا له پاره ځای په ځای کېدل

 

 

 

 

 

د وړتيا نشتوالی/ د آسانتيآوو په برخه کې بې تجربې والی

 

 

 

 

 

ټولې چارې دې (وټاکل شي):

 

 

 

 

 

                 
 

 

 

           

7. د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي شونې اغېزې او د فعاليتونو ډولونه وپېژنئ:

ممکنه اجتماعي او محیطي اغېزې څه دي او هغه ګواښونه چې تر پروژې پورې اړوند دي کوم دي؟

 

 

 

 

 

 

 

 

8. د ګواښونو د کموالی او مديريت په اړه اقدامات چې استفاده به ترې وشي.

هغه اجراآت چې د ګواښونو د مديريت، کموالي او احتمالي اغېزو اړتيا ده ليست کړئ.

 

           

9. له سيمې څخه د ليدو له پاره د اجتماعي او محیطي ارزونو کتنې:

 

 

 

           

10. د سروې د لاسته راوړنو په بنسټ د کتګورۍ ټاکل: ب______________ ج_____________________

 

 

 

د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو ارزونه

 

د ژوندانه د چاېريال د مديريت پلان

 

د بيا استوګن کېدو کاري پلانونه

 

د اجتماعي اغېزو ارزونه

 

 

 

 

 

کتونکي:

 

لاسليک

 

نېټه:

 

 

 

 

 

 

پنځمه ضمیمه: د فرعي پروژې کاري شرایط چې د اجتماعي اغېزو ارزونه لازمي کوي.

 

د سروې د پايلو او حدودو د ټاکلو په بنسټ به د اجتماعي اغېزو د ارزونې کاري شرایط برابر شي. يو مشورتي شرکت (يا يو کس) د اجتماعي اغېزو ارزونه مخ ته وړي چې راپور بايد په لاندې توګه وي:

 

پېژندنه او برخليک:

دغه برخه په يوه مشخص وخت کې بشپړه شوې ده چې د مطالعې د طريقې او تر محتوا پورې اړوند معلومات به په کې شامل وي.

 

د مطالعې هدفونه

دغه برخه د لاندې چارو ښودونکې ده: (۱) د پروژې هدفونه او فعاليتونه، (۲) هغه فعاليتونه چې کېدای شي د اجتماعي منفي اغېزو لامل شي او د ګواښونو د کمښت له پاره د کافي اقداماتو لازم والی ښيي.

 

د کارونو ماموریت

مشاور بايد لاندې چارې په نظر کې ونيسي:

 

·         د بيوفزيک د مشخصاتو شرحه چې په هغې کې به د پروژې فعاليتونه حقيقت پيداکړي او د کليدي محدوديتونو تشخيص چې د پروژې د تطبيق په جريان او د ساحې په تيارېدو کې په نظر کې ونيول شي.

·         د پروژې تر فعاليتونو پورې اړوند، د ګواښونو د کمښت له پاره د اټکلونو او لګښتونو په ګډون د کافي اقداماتو وړانديز او پياوړو اجتماعي اغېزو ارزونه؛

·         ارزونه د جامدو او مايعو ضايعاتو مديريت ته اړتيا او په خوندي توګه يې د دفعه کولو په برخه کې د وړانديزونو وړاندې کول دي.

·         د فعاليتونو د پياوړتيا له پاره د وړانديزونو وړاندې کول تر اجتماعي او هويتي محدوديتونو پورې اړوند په ملي او نړيواله کچه د سازماني، حقوقي او سياسي چوکاټ بياکتنه

·         د مسوليتونو ټاکل، مسول کسان او د ګواښونو د کمښت له پاره د وړانديز شوو اقداماتو تطبيقول،

·         د ګواښونو کمښت، زده کړه، وړتياوو د لوړولو او د هغو د لګښتونو د اټکل له پاره د وړانديزونو وړاندې کول او د وړانديز شوو اقداماتو د تطبيق په منظور موجوده وړتياوو ته لاسرسی

·         د پروژې له پاره د اجتماعي مديريت د يوه پلان برابرول. د اجتماعي مديريت په پلان کې بايد لاندې چارې شاملې وی: (۱) د پروژې له فعاليتونو څخه رامنځ ته کېدونکې اجتماعي اغېزې، (۲) د ګواښونو د کمښت له پاره وړانديز شوي اقدامات، (۳) د تطبيق له پاره سازماني مسوليتونه، (۴) د څارنې شاخصونه، (۵) د څارنې له پاره سازماني مسوليتونه او د ګواښونو د کمښت له پاره د اقداماتو تطبيق، (۶) د فعاليتونو لګښتونه، (۷) د تطبیق زماني جدول.

عامه مشورې

له سيمه ييزو ټولنو، غیر حکومتي موسسو، سيمه ييزو ادارو او نورو موسسو څخه چې په کليدي توګه د پروژې په فعاليتونو کې شاملې وي، د ګواښونو د کمولو له پاره د وړانديز شوو وړانديزونو، اجتماعي اغېزو او ارزونو د پایلو په اړه تر بحث لاندې نيول کېږي. له دې عامه مشورو څخه به وړانديزونه، د اجتماعي اغېزو په راپور کې شامل شي.

 

 

د اجتماعي اغېزو د ارزونې د راپور طرحه

·         د پوښ پاڼه (Cover Page)

·         د مطالبو فهرست

·         د لنډونو ليست

·         د اجراآتو خلاصه

·         پېژندنه

·         د پروژې د فعاليتونو شرحه

·         په پروژه کېد ژوندانه د چاپېريال شرحه

·         د پاليسۍ شرحه، قانوني او سازماني چوکاټ

·         د لارو شرحه، هغه تکنيکونه چې په ارزونه کې ګټه ترې اخيستل شوې او د پروژې د اغېزو پروژه

·         د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت چوکاټ د  ګواښونو د کمښت له پاره وړانديز شوي اقدامات

·         د نظارت او تطبيق له پاره سازماني مسوليتونه، د ستراتيژۍ د مديريت د پلان له پاره مختصر جدول

·         وړانديزونه

·         مراجع

·         د کسانو ليست/ملاقات شوي سازمانونه

 

د مشاور لياقت

د هغې د پخوانيو کړنو په بنسټ او د پخواني کار د کيفیت له مخې به د  اجتماعي اغېزو د ارزونو د مطالعې له پاره مشورتي شرکت وټاکل شي.

د مطالعې وخت

د مطالعې وخت به د فعاليت د ډول له مخې وټاکل شي.

د وروستي راپور برابرول

مشورتي شرکت به وروستی راپور د لوړو زده کړو وزارت او نړيوال بانګ څخه د څرګندونو له ترلاسه کولو يوه اونۍ وروسته برابر کړي. په وروستی راپور کې به د دې ارګانونو څرګندونې هم شاملې وي.

شپږمه ضمیمه: د محیطي اغېزو د اجرا کولو د ډول جزيات

 

پيليزه: د ارزونو د اجراء کولو د ډول د جزياتو توضیح.

د شاليد په اړه معلومات: د دې وړانديز شوې طرحې هدفونه، عمده برخې او د اړتياوو مختصره شرحه،

هدفونه: د تیارۍ له پاره مهال وېش، ډيزاين او يا د پروژې د منظورۍ د طرحه کولو پروژه او د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونو د ترسره کولو د ډول خلاصه،

د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې شرایط: د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونو د ترسره کولو او يا يې د راپور د محتوياتو د مشخص کولو له پاره د مديريتي لارښودونو او مقررو مشخص کول.

د تحقیق ساحه: د وخت، ځای او د دې څېړنې د قضايي محدودې مشخص کول.

کاري شاوخوا: د هغو دندو مشخص کول چې بايد ترسره شي، معلوماتي کمښتونه چې بايد بشپړ کړل شي، مطالعې چې بايد ترسره شي، ميتودولوژي ګانې او نور.

لومړۍ دنده. د پروژې د مقصد توضيح: تر پروژې پورې اړوندو څانګو مختصره شرحه، که لازمه وي له نقشو کار اخيستل (په يوه کچه او مناسب ميزان) برابرېږي.

دويمه دنده. د ژوندانه د چاپېريال په اړه توضيحات: راټولول، تر ارزونې لاندې سيمې اړوند د اساسي اطلاعاتو وړاندې کول. د پروژې له پيل مخکې د هر ډول منتظره بدلونونو په اړه د معلوماتو شاملول.

درېيمه دنده. تنظيمي او قانوني کتنې: د محیطي، سلامتي او خونديتوب، د حساسو سيمو ساتنه، د انقراض د خطر، استوګنځايونو، له ځمکې څخه د کارونې کنټرول په وړاندې د حفاظت ډولونه (بوټي او ځناور) او نورو په اړه د پياوړو معيارونو او مقررو شرحه.

څلورمه دنده. د وړانديز شوې پروژې د پياوړو اغېزو مشخص کول: د منفي او مثبتو هغو اغېزو توپير کړل چې سترګې ور اوړي، مستقيمې او غير مستقيمې اغېزې، سملاسي او اوږمهاله اغېزې. د هغو اغېزو مشخص کول چې د منلو او بدلون وړ نه وي. د شونتيا له مخې، د محيطي خوندونو او لګښتونو له مخې د يوې اندازې اغېزو شرحه کول.

پنځمه دنده. د وړانديز شوې پروژې له پاره د بديلو لارو تحليل: بديلې شرحې چې د وړانديز شوې پروژې د طرحه کولو په جريان کې آزمويل شوې وي او له هدف سره د ورته بېلابېلو بديلو لارو مشخص کول.

شپږمه دنده. د منفي اغېزو د کمښت له پاره د مديريتي پلان طرحه: د پام وړ منفي اغېزو کمښت د مخنيوي له پاره عملي او کم لګښته اقداماتو سپارښتنه، په معقولو درجو او د دې اقداماتو د تطبيق له پاره د ضروري عمل شرحه.

اوومه دنده. د ژوندانه د چاپېريال په ارزونه کې د سپارښتنو د تطبيق له پاره د سازماني اړتياوو پېژندنه: په سيمه ييزه، ولايتي يا منطقوي او ملي کچه د ادارو د توانايۍ او صلاحيتونو ارزونه. د دې صلاحيتونو او توانايۍ د پراختيا او پياوړتيا له پاره د مرحلو وړانديز، تر دې چې د ژوندانه د چاپېريال په ارزونه کې د مديريت پلانونه تطبيق کړای شي.

اتمه دنده: د څارنې د پلان طرحه کول: د کار او ساختماني فعاليتونو په جريان کې د پروژې د اغېزو د کموونکو اقداماتو د تطبيق د څارنې له پاره د يوه مفصل پلان برابرول.

نهمه دنده. د خلکو او غيرحکومتي موسسو برخه اخیستل او د ادارو تر منځ همغږي: د کورنيو غيرحکومتي موسسو، اغېزمنو ډلو، د مجلسونو د اسنادو او نورو فعاليتونو د هوکړو، ارتباطاتو، نظرياتو او د دوی د تاييد په اړه د څرګندونو د لاس ته راوړلو، د توافقاتو د څرنګوالي شرحه.

د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزونې راپور:راپور بايد تر محیطي او اجتماعي مسايلو پورې محدود وي. اصلي متن بايد د ترلاسه شوو، جمعه بندۍ او سپارل شوي کار پورې متمرکز وي او راټول شوي معلومات او نقل قولونه به د مرجع په توګه د کارولو له پاره په ضميمه کې ولري.

اوومه ضمیمه: د ژوندانه د چاپېريال د پلان د مديريت د ترسره کولو د ډول جزيات

 

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان په داسې يوه لاره بيان شي چې کار اخيستل ورڅخه اسانه او ساده وي. په پلان کې درج شوی ماخذ به هم په څرګنده او آسانه توګه د تشخيص وړ وي. همداراز، د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلان اصلي متن بايد د امکان تر کچې له مفصلو معلوماتو سره حواله شوی وي او د ضميمو له پاره څرګند او خلاصه وي. د ژوندانه د چاپېريال پلان بايد د پروژې له ټولو پلانونو لکه د بيا استوګن کېدو تر مسايلو پورې اړوند پلانونو سره اړيکه مشخصه کړي. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلانونه بايد لاندې چارې تر بحث لاندې ونيسي:

 

د اغېزو خلاصه:وړاندوېينه شوي منفي اجتماعي او محیطي اغېزې، چې کمښت ته اړتيا لری بايد مشخصې شي او په مختصره توګه خلاصه کړل شي.

 

د کمښت ورکوونکو اقداماتو شرحه:د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان عملي او کم لګښته اقدامات مشخص کوي څو پياوړي منفي محیطي او اجتماعي اغېزې د منلو وړ درجو ته راښکته کړي. هر کموونکی اقدام بايد په مختصره توګه تر اړتیا وړ شرایطي او اړوندو اغېزو پورې عطف شي (د بېلګې په توګه، په پرلپسې يا هم په احتمالي توګه) تشريح کړل شي. دغه اقدامات بايد په ډيزاينونو، توضيحاتو او عملياتي کړنلارو چې د بېلابېلو اقداماتو د تطبيق د تخنيکي اړخونو جزيات برابروي، ضميمه کړل شي. په هغه ځای کې چې کېدای شي کموونکي اقدامات د ثانوي اغېزو لامل شي، لاسته راوړنې يې بايد و ارزول شي.

 

د څارنې د پروګرام شرحه:د ژوندانه تر چاپېريال پورې تړلي اجراآت او څارنه بايد په داسې توګه طراحي کړل شي چې د کمښت د اقداماتو له تطبيق څخه ډاډ ترلاسه شي، مطلوبه پايله لاس ته راشي او دا چې که کمښت ورکوونکي اقدامات کافي نه وي او يا هم د ژوندانه د چاپېريال د ارزونو په راپور کې کم اټکل شوي وي، بايد چې نور د چارې وړ اقدامات په کار واچول شي. همداراز له ملي معيارونو، شرایطو او د نړيوال بانګ له لارښودونو سره جوړجاړی هم و ارزول شي.

 

د څارنې پروګرام بايد د تشخيص شوو اغېزو تر منځ اړيکې، د ژوندانه د چاپېريال د اغېزود ارزونې په راپور کې، د اندازې وړ شاخصونو، طریقې چې بايد وکارول شي، د موقعيتونو نمونه اخيستل، د اندازه نيونې د دفعاتو شمېر، د محدوديتونو کشف (چېرته چې وړ وي)، او د ټاکلو حدودو پېژندنه او اصلاحي کړنو ته اړتيا په څرګنده توګه وښيي. سره له دې چې اړتيا نشته چې د څارنې بشپړ جزيات، د ژوندانه د چاپېريال د مديريت په پلان کې ولري، خو بايد داسې لارې تشريح کړي چې له مخې يې څارونکې وروستۍ هوکړې ترسره شي.

 

سازمانی هوکړې:د کمښت او څارنې مسوليتونه باید په څرګنده او واضحه توګه تعريف شي. د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان بايد د دغېزو د کمښت د بېلابېلو فعالينو تر منځ د همغږۍ هوکړې مشخصې کړي.

 

بوديجه:د څارنې او کمښت د اقداماتو د تطبيق له پاره د اټکلي لګښتونو مشخص کول.

 

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلان له پاره بايد مثالي فرمتونه برابر کړل شي.

 

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت نمونه د ودانيو بيارغونې يا اعمار له پاره په ضميمه کې موجوده ده.

 

 

 

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان

الف. د ګواښونو کمښت

 

د پروژې فعالیت

 

د ژوندانه د چاپېريال احتمالي او اجتماعي اغېزې

د ګواښونو د کمښت له پاره وړانديز شوي اقدامات

(د قوانينو او مقرراتو د تطبيق په ګډون)

مسؤلیتونه

د لګښتونو اټکلونه

نظریات

(د بېلګې په توګه، ثانوي اغېزې)

له ودانولو مخکې پړاو

 

 

 

 

 

د ودانولو پړاو

 

 

 

 

 

د اجراآتو، حفظ او مراقبت پړاو

 

 

 

 

 

 

 

 

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان

ب. څارنه

 

د ګواښونو د کمښت له پاره وړانديز شوي اقدامات

هغه پارامترونه چې پايد وڅارل شي

موقعیت

پرتلنې

(د طریقو او وسايلو په ګډون)

د پرتلنې دفعه کونې

(د راپور او ارزونې په ګډون) مسوليتونه

د (وسايلو او کسانو) لګښت

له ودانولو مخکې پړاو

 

 

 

 

 

 

د ودانولو پړاو

 

 

 

 

 

 

د اجراآتو، حفظ او مراقبت پړاو

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د ودانيو د بيارغونې او جوړول له پاره د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلان نمونه

 

اغېزه

د کمښت اقدامات

د څارنې شاخص

مسئولیت

ډيزاين او سيمه

له ځمکې څخه د استفادې په ډول کې بدلون

له دې ډاډه کېدل چې د پروژې د کارځای سيمه تر نيوکې لاندې نه نيول کېږي او فعاليتونه وکولای شي په شاوخوا ځمکو کې د کارځای له ټاکنې مخکې ترسره شي.

په سيمه ييزه پلان جوړونه کې د سيمې د خلکو برخه اخيستل

د سيمې خلک/ غیرحکومتي موسسې/ په ولسواليو کې د ځمکې د بيې معلومولو ادراه

 

د مهمو سيمه ييزو فرهنګي او تاريخي  سيمو نړول

د دې تصديق ارزونه چې سيمه ييزې وحشي څېرې او يا تر ګواښ لاندې او مهم اکو سيستمونه په منفي توګه اغېزمن نه شي. که تشخیص کړل شي چې اغېزې ډېرې زياتې جدي دي، له يوه بديل ځای څخه بايد استفاده وشي.

د ژوند ډول ډول درجې (د وحشي ډولونو شمېر) د پروژې د کار د سيمې په شاوخوا کې د پروژې له کار څخه د مهمو استوګنځيو اغېزمن کېدل.

د افغانستان د ژوندانه د ساتنې اداره/ په ولسواليو کې د ژوندانه د چاپېريال ساتنې دفترونه

په فاضله اوبو او جامدو کثافاتو د اوبو او خاورې ککړېدل

د جامدو او انساني کثافاتو د له منځه وړلو د سیستمونو له پاره  د سيمې ټاکل څو تر ځمکه لاندې او سطحي اوبو له ککړېدو مخنيوی وشي، په ځانګړې توګه خاوره او تر ځمکه لاندې او سطحي اوبو ځانګړتياوې په نظر کې ونيول شي. د جامدو کثافاتو له پاره د مناسبو او کافي سیستمونو نصب کول. د بېلګې په توګه، له سطحي تشنابونو کار اخيستل (په کليو کې دود شوي) په هغو سيمو کې هلته د اوبو سطحه لوړه ده.

په سيمه ييزه پلان جوړونه کې د خلکو برخه،

د بيمارۍ پېښې

د سيمې خلک/ غيرحکومتي موسسې/ د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ولسوالۍ کارکوونکي

د ممکنه طبيعي ګواښونو له امله اوسېدونکو ته د ګواښ رامنځ ته کول

له دې ډاډه کېدل چې د پروژې کارځای د ځمکې ښويېدو، اورغورځوونکو غرونو، يا سېلابونو په سيمه کې نه دی. تر ۲۰ سلنه ډېر نشيب ونه لري، يا په هغو ټيټو سيمو کې چې په احتمالي توګه د ځنګلونو د پرې کېدو لامل کېږي او يا هم د ځمکې پاکېدو ته اړتيا وي.

 

 

 

 

 

که د پروژې کار ځای د طبيعي ګواښونو په سيمه کې وي، يوه بديله سيمه بايد وټاکل شي يا هم بايد د ګواښ د کمولو له پاره مناسب اقدامات ونيول شي څو په سيمه کې ګواښ حد اقل ته ورسوي. اقدامات بايد د اور د بندېدو د موانعو، د نشيبونو استحکام، د فاضله اوبو د شبکو جوړول، يا هم د اوسېدو سيمې په لوړو غونډيو جوړولو شامل وي.

د شديدو طوفانونو په جريان کې د باران د اندازې څارنه. په ورځ کې له درې انچو څخه تر څلور انچو ډېر باران، يا په ساعت کې نيم انچ د ځمکې د ښويېدو لامل کېږي.  د خااورې له بې خايه کېدو څخه څارنه، په ډېر ژوروالي سره د ژورغالو له امله کولای شي په مستقيمه توګه د شکل د بدون د ځانګړتياوو منعکس کوونکی چې د ځمکې د ښويېدو لامل کېږي.

په اقليم، هوا پېژندندې او زلزلې پورې تړلو خبر ورکوونکو سیستمونو تکيه کول.

په ولسواليو کې استوګن د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ادارې کارکوونکي

له سيمې سره نژدې د انساني فعاليتونو له امله اوسېدونکي له ګواښ سره مخ کول.

له دې ډاډه کېدل پروژه په (۱ کيلومتري) ساحه کې، د ککړوونکو سرچينو تر اغېزې لاندې او يا هم د کارخانو او نورو په ګډون ګواښ جوړوونکې نه وي. له دې ډاډه کېدل چې پروژه د ککړوونکو سرچينو له خوا د بادونو د راتلو په لاره کې نه وي.

که د ځمکې لاندې اوبه د څښلو له پاره استفاده کېږي، د کيمياوي موادو له پاره او په مکروب د ککړوالي له امله معاينه کړل شي.

د صوتي ککړتيا د سرچينو تشخيصول او په منظمه توګه يې څارنه کول.

د سيمې خلک/په ولسواليو کې استوګن محيطي کارکوونکي

د ځنګلونو د پرې کېدو لامل کېدل

که ځنګلونه ډېر وي يا هم ځينې سيمه ييزې ساحې د ارزښت وړ وي، بديل کارځای بايد ولټول شي. د هرې ونې د پرې کېدو په بدل کې بايد د اوسېدونکو له لېږد ۶ مياشتې وروسته ۲۰ ونې ورته کېښودل شي.

د کار د سيمې هره ورځ تفتيش او د ارزښت لرونکو سيمو ارزول.

د ساختمان د کار په وخت کې د يو شمېر ونو پرې کول او په ځای يې يو شمېر نورې ونې اېښودل.

په ولسواليو کې استوګن د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ادارې کارکوونکي

د سون توکو لکه تېل، لرګي او برېښنا له کچې د ډېرو کارولو پيل

د ګاز او لمريزې برېښنا په ګډون د انرژۍ د ټولو ډولو هڅول

د انرژي له سرچينو ګټه اخیستل لکه ( ګاز، برېښنا او لمريزه برېښنا)

د سيمې خلک/ په ولسواليو کې استوګن د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ادارې کارکوونکي

دهوا د بدلېدو نابشپړ سیستم

په داسې توګه د ودانۍ ډيزاين کول چې د هوا بدلېدو سیستم د ګرمېدو او پخلي په سرچينو کې په کافی اندازه وکارول شي. د باد د راتلو له تګلوري ګټه واخیستل شي.

د هوا پاکولو د سیستمونو هره ورځ کتل

په ولسواليو کې استوګن د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ادارې کارکوونکي

د جامدو کثافاتو نابشپړ مدیریت

د کثافاتو د دفعه کولو له پاره د مديريت د يوه پلان برابرول او تطبيقول، د سیستم د حفظ او مراقبت په ګډون، د کثافاتو له منځه وړل، تر ځمکه لاندې اوبو اغېزې او د باد لګېدو تګلوری.

د له حده ډېرو کثافاتو له امله د سيمې د خلکو شکايتونه، د پروژې په کار کې د ځمکې د لاندې اوبو کيفيت په ځانګړې توګه د اوبو سرچينو ته نیږدې.

په ولسواليو کې استوګن د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ادارې کارکوونکي

د روغتيايي اسانتياو د کمښت له امله (اوبه، فضلات او د جامدو کثافاتو دفع کول) د روغتيايي زيانونو رامنځ ته کول

روغتيايي امکانات بايد د پروژې په ډيزاين کې شامل کړل شي. له دې ډاډه کېدل چې ټول روغتيايي امکانات نصب شوي دي او د تصرف کوونکو له تګ وروسته به هلته فعال وي.

په سيمه ييزو پلان جوړونو کې د سيمې د خلکو برخه اخيستل

د سيمې خلک/ په ولسواليو کې استوګن د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ادارې کارکوونکي

د اوبو رسونې د سیستم ناخوندي کول

له دې ډاډه کېدل د اوبو رسولو د موقعيت ټاکل او د اوبو رسولو د تکنالوژۍ ټاکنه، روغتيا ته متوجه ګواښونه لږ کچې ته ورسوي.

 

د اوبو له کيفيت څخه د موسمي معايناتو ترسره کول، په ځانګړې توګه د کوليفورم او ارسنيک باکتريانو له امله معاينه.

په ولسواليو کې استوګن د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ادارې کارکوونکي

د پروژې په سيمه کې د اجتماعي اغېزو لامل کېدل

يوه معاينه کړل، د شاوخوا سيمې د اوسېدونکو او ګډون کوونکو تشخيص، مخکې تر دې چې پروژه ډيزاين شي.

په هره ټولنه کې د پراختيايي پروګرام تطبيق، د ساختماني کار د پړاو په پيل يا جريان کې.

په سيمه ييزو پلان جوړونو کې د سيمې د خلکو برخه اخيستل

د سيمې خلک/ غيرحکومتي موسسې

ساختماني کار

د سيمه ييزو اوسېدونکو او کارکوونکو د ټپي کېدو ګواښ

له دې ډاډه کېدل چې کارکوونکي د مناسبو شخصي حفاظتي وسایلو لرونکي دي، د کار خوندي ډول، د حفاظتي پړيو په ګډون، د انفجار په وړاندې د خونديتوب مناسبه وسيله، له غږ څخه د ساتنې وسيله، له خاورو او دوړو څخه د ساتنې وسيله او دستکشونه وکاروي.

له دې ډاډه کېدل چې ژور وپوښل شي او يا هم د ساختماني کار په جريان کې مانع ترې تاو کړل شي. د په سملاسي توګه د جويو ژورول او بېرته ډکول، له ښویېدلو څخه د مخنيوي له پاره د کان د لمنو مديريت

د ساختماني کار د دورو په جريان کې د پېښو شمېر

د کارځای هره ورځ کتل، د مناسبو شخصي حفاظتي وسايلو او د خونديتوب د دندې د پلانونو په کارولو سره.

د کارځای نظري کتنه، د ګودالونو، جويو او د کان د شاوخوا په ګډون.

قراردادي

په سيمه ييز ټرانسپورټ کې اخلال

د ورځو او کمو مزدحمو ساعتونو د ساختماني چارو د کار د وخت ټاکل، د سرک د تړل کېدو د اغېزو د وېش له پاره د ساختمان کار مرحله بندي کول

  په داسې طريقه د کار کول چې په سرک يو طرفه موټرو ته د تېرېدو اجازه ورکړي.

د ترافيکو د کمزوري مديريت له امله د پېښو شمېر

د سرک، حفظ او مراقبی د کارونو ورځنی تفتيش

قراردادي / د قراردادي سيمه ييز دفتر

د سکوت او آرامۍ له منځه وړل

د کمو خو شور لرونکو ساختماني تخنيکونو کارول، اغېزې لږ کچې ته د رسولو له پاره د يوه کاري مهال وېش  جوړول

د ګڼې ګوڼې په اړه د سيمه ييزو خلکو له خوا سيمه ييزو چارواکو ته. د دسيل له سطحې هره ورځ اندازه اخيستنه (د آواز د لوړوالي او ټيټ والي د اندازې د اخيستو واحد) د ملي مقرراتو په وړاندې

قراردادي / د ولسوالۍ سيمه ييز دفتر

د خاورو او دوړو يا خټو پيداکول

 

د خاورې او دوړې د کمولو له پاره د اوبو شنل او په خټه شوو ځايونو کې د وچې خاورې شنل. د وچو او لمدو شرایطو د مخنيوي له پاره د ځمکې د پاکوالي او خاورو وړلو پروګرام او ورته فعاليتونه.

د خاورې او دوړو دکنټرول د هوکړه شوو اقداماتو تطبيقول، لکه د خامو سرکونو مرطوب کول، د نقليه وسايطو مينځل چې له د ننه څخه بهر ته وزي او د دوړې او خاورې د خپرېدو مخنيوی.

د خاورو او دوړو په اړه د سيمې د خلکو شکايتونو د سيمې چارواکو ته

قراردادي / د ولسوالۍ سيمه ييز دفتر

د ناروغيو د ودې سيمه رامنځ ته کول (د خاورو وړلو په سيمه کې ولاړې اوبه او له ويجاړۍ څخه پاتې شوي مواد او ټوټې)

په سملاسي توګه د جويو ژورول او بېرته ډکول او د مناسبې او دايمي دفع له پاره تدبيرونه، د ساختماني کارونو پاتې شوني او د اوبو د سرچينو ويجاړول. د هغو ژورغاليو ډکول چې خاوره ترې وړل شوې، د فاضله اوبو له خالي کولو څخه ډاډه کېدل، له کم ژورو څاګانو څخه کار اخيستل يا هم د ساختماني اوبو د برابرولو له پاره جويې، د ساختماني کارونو سيمې ته د طبيعي جريانونو ګرځول.

د ناروغيو پېښې يا مرض، دهغو ځايونو د پيداکولو له پاره چې هلته د باران اضافي اوبه درېږي، له معتدلو بارانونو وروسته د کارځای کتنه

قراردادي / د ولسوالۍ سيمه ييز دفتر

د خاورې خرابوالی

د خاورې د ساتلو اقدامات، بايد په ډيزاين او تطبیق کې شامل کړل شي. سم او پر ځای اقدام مربوط کېږي د کار په سيمه او اغېزو په شدت پورې.

د دروونکو نصبول، خنډونه، د پښو ګردونه، د وښو امبارونه، په نور بوټو سره چې د رسوب مخه بنده کړي. د ګډو شوو سيمو د بيا استوګن کېدو شين کول.

د حاصل ورکوونکې خاورې کيفيت

 د سرک بې عيبي او د ساختمانونو جوړول

د سرکونو د خرابيو له امله ټکرونه

د پروژې په کار کې د ننه ساختمانونه

د اوبو د تخليې په سیستم کې د اوبو درېدل

د سيمې خلک/ په ولسواليو کې استوګن د ژوندانه د چاپېريال ساتنې د ادارې

د پروژې په کار ځای کې د کارکوونکو د اوسېدو اغېزه او په پروژه کې د کارکوونکو د تاييد شوي کار شرایط

استخدام بايد په دې هدف وي چې د ساختماني کارونو په ګاونډ کې د اوسېدونکو له پاره د مستقيم بوخت کېدو له اقداماتو ډاډ ترلاسه کړي.

قراردادي بايد د کار د نړيوال سازمان او ملي قوانين د بوخت کېدو او کاري شرايطو له پاره رعايت کړي.

له ګاونډيو کليو او ښارونو څخه د يو شمېر کارکوونکو استخدام کول.

د خلکو په وړاندې د افشا شوو کاري شرایطو ماتول او له کارکوونکو څخه د سيمې د خلکو شکايتونو ته رسېدنه

قراردادي / د ولسوالۍ سيمه ييز دفتر

له کار وروسته/ ساختماني فعاليت

د غره ښويېدل، د ځمکې سقوط يا ښويېدل

له خاورينو او ککړوونکو سيمو ډډه کول، ښکته پورته لرونکې او د ځمک پوهنې له مخې بې ثبانه او هغه سيمې چې د سمندرونو په شاوخوا کې واقع دي.

 

د ونو او نباتاتو په اېښودو سره د سرکونو د پرې کړل شوو ځايونو په څنګ کې د جويو جوړولو سره د ښکته پورته لرونکو سيمو محکم کول. څو اوبه له سرک څخه واړول شي.

د خرابوالي درجه

د بوټو بيا شنه کېدل

د اوبو د تخليه کولو جوړول او بهتره کول

 

 

قراردادي / د څارونکي سلاکار

د خاورې خرابېدل د اوبو په جريان کې د خټو د پيداکېدو لامل کېږي چې کېدای شي د سرک د سطحې، اوبو د جريان، د ډبرو د کانونو سيمې، د خاورې خرابېدل او د فاضله اوبو د کنټرول د اقداماتو له امله کېدای شي چې په کافي اندازه يې حفظ او مراقبت نه وي شوی.

له سم په خپل وخت حفظ او مراقبت څخه ډاډه کېدل، د فرسايش کنټرول او د سرک په غاړه او د ډبرو په کانونو کې د فاضله اوبو د خالي کولو له پاره اقدامات، د اوبو د لارو او شاخوا کانالونو پاکول، هغه وخت چې خټې په کې بندې شي.

په ښه جغل سره د خټو د سوريو ډکول، له رسوب لرونکو حوضونو او د سرک د حفظ او مراقبت له پاره د رسوب له پاره له جوړ شوو ډنډونو څخه د اوبو استعمال

د خاورې کيفيت/ حاصل ورکول

د ودانۍ د جوړښتونو اسنجام

د سرک د خرابوالي له امله پېښې

د فاضله اوبو په سیستم کې د اوبو راټولېدل

قراردادي / د څارونکي سلاکار

د ډبرو کان چې د ساختماني کار له پاره کارول کېږي، کېدای شي د روغتيايي ګواښ لامل شي.

له څاه څخه د کار اخيستو د ګټې په اړه بحث، چې دا حيواناتو د تجمع له پاره يو سرچينه ده. اوبو لګول او په سيمه ييزه اجتماع سره د ناروغيو د لېږد په مسايلو تاکيد، دې ته اړتيا ده چې د څښلو، حمام کولو او لباس وينځلو مخنيوی وکړل شي.

د ناروغۍ واقع کېدل

قراردادي / د څارونکي سلاکار

 

 

 8: ضمیمه :د ساختماني چارو لپاره ساري او مادې

 

د ژوندانه تر چاپېريال پورې تړلی د ساختماني پروژو سم مديريت کولای شي يوازې د سم ځای په ټاکلو او د پروژې په ډيزاين سره ترسره شي. په پايله کې د ژوندانه د چاپېريال ارزونه، د دخيلو پروژو له پاره په هر ډول نوي کار کې یا هر ډول بيارغونه کې، بايد د اوسنيو پروژو له پاره معلومات د سيمې او ډيزاين له پاره د سروې د معيارپه ګډون سره لاندې چارې برابروي.

 

د سيمې ټاکنه

سيمې بايد د خلکو له اړتيا سره سمې، د اضافي پروژو له پاره، د ځانګړې توپوګرافيک او جغرافيايي مشخصاتو سره چې يوه ټوټه ځمکه ورته ټاکل شوې ده، ټاکل کېږي.د سيمې د ټاکنې پروسه له سيمو او مطالعو څخه بياکتنه ده څو (i) ښاري ځانګړتياوې، له ښاره بهر يا کليوال؛ (ii) ملي مقررات، په وړانديز شوې ځمکه دولتي يا ښاروالي په دې ځمکه اثر لري؛  (iii) له ګڼو فاصلو څخه لاسرسی او فاصله (iv) د ځمکې مالکيت، د غيرقانوني وګړيو د نشتوالي د تصديق په ګډون او د ځمکې د استملاک اړوند نورې پياوړي حقوقي ستونزې،(v) له طبيعي زيانونو څخه د سيمې مشخص کول، (يعنې د سېلابونو شدت او د پرلپسې والي شمېر، زلزلې، د ځمکې ښويېدنې، توپانونه او اورغورځوونکي غرونه) ((vi) د ساختمان له پار د خاورې او تر خاورې لاندې ځای مناسب والی(vii) په سربو يا نورو ککړوونکو د سيمې ککړوالی(viii) د ځناورو او بوټو ځانګړتياوې(ix) د طبيعي استوګنځيو شته والی يا نشتوالی (لکه څنګه يې چې په ۴.۰۴ علمياتي تګلاره کې تعريف شوی) ياهم په سيمه يا ګاونډ کې مهم پخواني مهم طبيعي استوګنځي (د بېلګې په توګه، ځنګلونه، تالابونه، مرجاني سواحل، نادرې څېرې يا له ګواښ سره مخ او (ix) اجتماعي او تاريخي ځانګړتياوې تحليل کړئ.

 

د پروژې ډيزاين

د پروژې د جوړښت ډيزاين شامل خو محدود نه دی په، د ګرمېدو سیستم، د هوا د بدلېدو سیستم، د طبيعي رڼا څرنګوالی او هغه مصنوعات چې لږې انرژۍ ته اړتيا لري، د سطحې فضا (مربع فوټ)، کافي اوبه رسونه او روغتيا، تاريخي او فرهنګي ملاحظات، امنيت هغه آسانتياوې چې معلولو کسانو ته په نظر کې نيول شوې دی.

 

قراراداديانو ته تر ژوندانه چاپېريال پورې تړلې مقررې او ساختماني فعاليتونه

 

لاندې معلومات يوازې د يوه لارښودې په توګه ځانګړي شوي دي څو له ملي او يا سيمه ييز مقررې سره تړاو ولري. د ژوندانه له چاپېريال سره تړلي مقررات د قراردادونو له پاره د همدې معلوماتو له مخې، د پروژې د پراختيا په نظر کې نيولو، د سيمې ځانګړتياوې او د هرې پروژې له پاره دې (کليوال يا ښاري) موقعيت جوړ کړل شي.

 

د يوې له ټاکنې او مناسب ډيزاين وروسته، ساختماني فعاليتونه ادامه پيدا کولی شي. ځکه چې دا ساختماني فعاليتونه کولای شي په خپله شاوخوا د پام وړ اغېزې وکړي او د سرخوږي لامل شي، نو د ساختماني فعاليتونو د پام وړ پلان جوړونه ډېره مهمه شمېرل کېږي. نو لاندې مقررات (د ساختماني چارو د ځانګړي مديريت او ممنوعيت د اقداماتو په ګډون) بايد په ټولو اسنادو، قراردادونو، کاري فرمايشونو او اړوندو داوطلبیو کې ځای کړل شي.

 

منعه شوي

لاندې فعاليتونه د پروژې د سيمې د ننه يا بهر منعه دي:

 

o       له منظور شوې سيمې بهر د ساختماني کار له پاره د ونو پرې کول چې په هر دليل وي،

o       ښکار، کب نيول، د وحشي ځناورو بندي کول او يا هم د نباتاتو راټولول،

o       له نامنظور شوو مسموم کوونکو او زهري توکو کار اخيستل، د هغو رنګونو په ګډون چې سرب په کې ګډ وي، پنبه يا ناسوز، او نور

o       د هر تاريخي او معماري ارزښت لرونکي له منځه وړل،

o       اور بلول،

o       د ګرمې وسلې کارول (د جواز لرونکو امنيتي ساتونکو په استثنا)

o       د کارکوونکو په واسطه له الکلي څښاک استفاده کول

 

 

د ساختماني چارو د مديريت اقدامات

 

د کثافاتو او فرسايش مدیریت

خاوره، روغتيايي مسايل، زيان لرونکي کثافات بايد د لاندې اقداماتو د تطبيق له لارې په سمه توګه کنټرول او مديريت شي:

 

د کثافاتو مديريت:

o       هغه کثافاتو حد اقل ته رسول چې باید دفع او يا هم له منځه لاړ شي.

o       د ځينو توليد شوو کثافاتو تشخيص او ډلبندي. که چېرې زيان رسوونکي کثافات (لکه له روغتيايي مراقبونو څخه پيداکېدونکي کثافات) توليدېږي، د ذخيرې، راټولولو او لېږد له پاره يې بايد له سمو لارو کارو اخيستل شي.

o       تشخيص او بېلول يا هم د کثافاتو د حدودو ټاکل چې د هر توکي د دفعې او له منځه وړلو سيمه په بېله توګه وښودل شي.

o       منظورو شوو ځايونو ته د ټولو ساختماني کثافاتو کنټرول او ځای په ځای کېدنه، د کثافاتو د دفعې له پاره (له سېندونو، ويالو، جهيلونو او حوضونو څخه ۳۰۰ متره لرې). له منځه وړل او يا هم د ټولو کثافاتو دفعه کول، فلزات، کارول شوي روغنيات، په ساختماني چارو کې توليد شوي، د موادو د بېلوالي او بېرته ګرځېدنې لامل کېږي.

 

حفظ او مراقبت:

o       د وسايلو د حفظ او مراقبت د سيمو تشخيص او بېلول (له سيندونو، ويالو، جهيلونو او يا حوضونو څخه ۱۵ متره لرې)

o       له دې ډاډه کېدل چې د وسايلو د حفظ او مراقبت ټول فعاليتونه  د روغنیاتو د تبديلي په ګډون، په مشخصو او بېلو سيمو کې ترسره کېږي، هېڅ کله هم مصرف شوي روغنيات په ځمکه، د اوبو په سرچينو، د اوبو د خالي کولو کانالونو يا هم د فاضله اوبو په سیستمونو کې دفعه نه شي.

o       تشخيص، بېلول او له داخلي لارو څخه په استفاده کولو اړ کول په کار ځای او يا هم د کار ځای په شنه سيمه يې اغېزې محدودول.

o       جوړول، او د فاضله اوبو د خالي کولو د سیستم کافي مراقبت او ساتنه، د خاورې د خرابوالي څخه د مخنيوي په کارځای، د کار په جريان او يا هم له ساختماني کار وروسته.

o        

 

د فرسايش کنټرول

o         د پرې کړو ځايونو، ژورغاليو او لارو په شاوخوا کې د خاورې د خرابوالي د کنټرول کوونکو خنډونو لوړول.

o         په خامو سرکونو د اوبو شنل، پرې کړي ځايونه، د ډکېدو مواد او له اړتيا سره سم د خاورو انبارونه چې د باد په وسيله د خاورې خرابېدل کم کړي.

o         په کارځای کې د وسایطو یا عراده جاتو د سرعت ساتل، په هر وخت کې په ساعت کې ۱۰ مايله.

 

د موادو انبارونه او د خاورې اخيستو له پاره کيندنې

o         د خاورې اخيستو د کيندونو او ساختماني موادو د انبارونو د موقعيت تشخيص او بېلول، له دې ډاډه کېدل چې ياد شوي ځايونه له بحراني سيمو لکه، تندې مخ پورتې، د خرابېدو له خطر سره مخ ځمکې او هغه سيمې چې په مستقيمه توګه د اوبو د غونډېدو په ځای کې خالي کېږي ۱۵ متره لرې وي.

o         د موادو راويستنه د منظور شوې خاورې اخیستې او له نورو سيمو څخه جلا سيمې پورې محدودول.

 

د سيمې پاکول

o       د سيمې د پاکولو د کړنلارو په استفاده کولو اړ کول، د ساختماني کار د پاتې شوو د دفعې له پاره د کافي آسانتياوو د حفظ او مراقبت په ګډون.

 

 

 

د ساختماني کار په جريان کې خونديتوب

د قرارداديانو مسوليت، له بې خونده پېښو څخه په ساختماني کار ځای کې د هر کس ساتنه، د شاوخوا دارايي ساتنه ده. قرارداد کوونکی کس بايد د پېښو د مخنيوي له پاره، د ټولو ملي او سيمه ييزو مصونيتي شرایطو د رعايت مسوليت او په لاندې توګه ټول لازم اقدامات په غاړه ولري:

 

o       د تلونکو د مصونيت له پاره د دخولي لارو څرګندې او دقيقې نښې وهل.

o       که چېرې د ساختماني چارو شاوخوا د ښوونځي ماشومان تګ راتګ کوي، د امنيتي کسانو ټاکل او د لارښوونو له پاره د ترافيک ګمارل.

o       د ترافيکي نښو له پاره د لوازمو او تجهيزاتو د برابراولو ادامه، (د رنګ، پايو، نښو او نورو په ګډون،) د سرک جوړولو لوازم او تجهيزات، د ساختماني چارو په جريان کې د تلونکو د خوندي ساتلو له پاره حفاظتي کټارې.

o       د خونديتوب د زده کړو له پاره د پرورګرامونو جوړول، د کار له پيل مخکې د ساختماني کارکوونکو له پاره.

o       د البسې او شخصي حفاظتي وسايلو برابرول لکه، (امنيتي عينکې، لاس پوښونه، د مصنوعي تنفس دستګاه، د خاروو او دوړو ضد ماسکونه، د کار خولۍ، د لوړو پوندو او وسپنيزو نوکونو لرونکي بوټونه او نور) د ساختماني کارکوونکواو د دې لوازمو استفادې ته يې اړ کول.

o       په کار ځای کې د کيمياوي موادو له پاره د خونديتوب د معلوماتي پاڼو نصبول.

o       د دې لازمول چې ټول کارکوونکي د خونديتوب معلوماتي پاڼې ولولي او يا يې لوستې وي. کارکوونکو او د هغوی مېرمنو ته د ګواښونو روښانه تشريح، په ځانګړې توګه هغه وخت چې حامله وي او يا وغواړي چې يو کورنی ژوند پيل کړي. د کارکوونکو هڅول چې له ډاکټرانو سره معلومات شريک کړي.

o       له دې ډاډه کېدل چې د ناسوز د پنبې لرونکو موادو دفعه يا له منځه وړل، یا هم د زده کړو کار کوونکو له خوا ټولې مسموموونکې او زهري مادي ترسره شي.

o       د شديدو بارانونو په جريان کې هر دول اضطراري حالات او ټول کارونه باید معطل کړل شي.

o       د برېښنايي او ميخانيکي وسايلو سم تړل چې د ساختماني کارونو په جريان کې د بې خوندو پیښو په وړاندې مقاومت وکړي.

 

خاوره او دوړه او اخلالوونکی کنټرول

د مزاحمت کوونکو د کنټرول، خاورې او دوړې له پاره قراردادي بايد لاندې توكي په پام كې ولري:

 

·         د ساختماني كار د ځاى په دوه سوه مترۍ كې جادو د پنځلس ميله پر ساعت د نقليه وسايطو د سرعت ساتل او ابقا.

·         د كار په ځاى كې د شته وسايطو لس ميله پر ساعت سرعت برابرول او ابقا.

·         د شونتيا تر بريده تر نوي درجو ټيټه د ټولو ماشينونو او تجهيزاتو د غږ د درجې ساتنه.

·         په حساسو ساحو كې ( د گاونډيو استوگنو كورونو، روغتونونو، دمځيو  او نورو په گډون) ډېرو نورو جدي اقداماتو ته هم اړتيا ده، ترڅو د ناوړه غږيزو درجو مخنيوى وشي.

·         د خاورو او دوړو توليد او د وړو ذرو درلودونكيو توكيو توليد حد اقل ته را ټيټول، ترڅو يې پر گاونډيو اوسېدونكو، سودآګريزو محلونو او په ځانگړې توگه په زيانمنو خلكو ( ماشومانو، لويانو) د ناوړه اغېزو مخيوى وشي. 

·         د پراخو ساحو د باد پر وړاندې د باد د مخنيوي لپاره پړاو په پړاو د شنېليو له منځه وړل.

·         تر ساختماني كار لاندې ساحو په شاوخوا كې د دوړ او خاورو مانع كوونكو پردو ټينگول او په دې برخه كې د استوگنې كورنو، سوداگريزو او تفرېحي ساحو خيال ساتل اړين دي.

·         له اړتيا سره سم، د خامو سړكونو، پرې شويو ساحو او نړول شويو توكو او خاوري انبارونو لوندول (ابپاشي)

·         د ساختماني فعاليتونو او لړزه لرونكو ماشينونو راپيدا كېدونكو اخلالگريو حد اقل ته راټيټولو لپاره مناسب اقدامات ترسره كول.

 

د خلكو ترمنځ د همكارۍ اړيكې

د ټولنې د قشرونو ترمنځ د همكارۍ اړيكو د پياوړتيا لپاره قرارداد كوونكى بايد:

·         له ملي مقرراتو پيروي وكړي، څنگه چې لازمه وي خلك د ساختماني كار او مهالوېش په هكله خبر كړي، ترڅو د خلكو د كاروبار، فرعي ترافيكي مسيرونه او د ښاري بسونو لنډمهاله مسيرونه گډوډ نه شي.

·         د شپې له خوا د ساختماني فعاليتونو محدودول. د اړتيا پر وخت بايد كارونه په محطاطانه ډول پلان شي او د سيمې خلكو ته بايد خبر وركړل شي، ترڅو هغوى هم خپل تدبيرونه ونيسي.

·         د خدمتونو د سيستم ( ابورسونې، برېښنا، تلفون، ښاري ترانسپورت مسيرونو په شمول) د هر ډول گډوډۍ لږترلږه پنځه ورځې مخكې د سيمو خلكو ته د پوسټرونو له لارې خبر وركړل شي او پوسټرونه بايد د پروژې په ځاى. تمځايونو، سوداگريزو ځايونو كې ونښول شي.

 

د اثارو د مشاهده كېدو كړنلارې

 

د اثارو د مشاهده كېدو كړنلارې د افغانستان د تاريخي او فرهنگي ميراثونو د ساتنې په قانون (۲۰۰۸/۱۳۸۳، ۸۲۸ گڼه رسمي جريده) كې تعريف شوي، چې د پروژې په جريان كې د سيمو او توكو د كشف په صورت كې د فرهنگي ميراثونو د ارگانونو واكونه او مسووليتونه په ډاگه كوي.

 

دا قانون صراحت لري، چې ټول منقول او نامنقول تاريخي او فرهنگي اثار دولتي شتمني گڼل كېږي او سربېره پر هغو:

 

۱ – د تاريخي او فرهنگي آبداتو ساتنه، څارنه او مسوليت د اطلاعاتو او فرهنگ وزارت د لرغونپېژندنې د كمېټې پر غاړه دى، چې د ولايتونو په كچه نمايندگۍ لري.

 

۲ – كله چې تصنعي، تاريخي او فرهنگي اثار (د لېږدوړ يا نا وړ) مشاهده شي، بايد په اړه د لرغون پېژندنې كمېټې ته خبر وركړل شي، كه دا اثار د كار ادامه له خطر سره مخ كړي، د پروژې كار بايد د يوې حل لارې تر پيدا كولو پورې ودرول شي. 

۳ – كه چېرې يو تصنعي، تاريخي او فرهنگي د لېږد وړ يا د لېږد نه وړ اثر د يوه ولايت په كليو يا اطرافو كې مشاهده شي، بايد د دوو اونيو په ترڅ كې والي يا ولسوال ته خبر وركړل شي او هغوى بايد د لرغونپېژندنې كمېټه خبره كړي. كه چېرې يو تصنعي، تاريخي او فرهنگي د لېږد وړ يا د لېږد نه وړ اثر د يوه ولايت په ښار كې وليدل شي بايد د يوې اونۍ په لړ كې مستقيماً د لرغونپېژندنې كمېټې ته خبر وركړل شي. (۲۵) ماده.

۴ – د څرگندې شوې مودې په ترڅ كې د فرهنگي، تصنعي او تاريخي اثارو د راپور وركونې په برخه كې ځنډ يا ناغېړي، د شخص په نقدي جريمه او يا له يوې اونۍ څخه تر يوې مياشتې پورې بند باندې تمامېدى شي. (۷۲ ماده).

۵ – كه يو څوك قصدا يوه تصنعي، تاريخي او فرهنگي اثر ته صدمه ورسوي او مجرم و پېژندل شي، هغه بايد د هماغه تصنعي اثر د ازرښت په مقدار د زيان جبران وركړي او سربېره پر هغې د جرم د شدت له امله بايد له يوه كاله تر لسو كلونو د زندان مزه هم وڅكي. (۷۱ ماده)

۶ –د يو تصنعي، تاريخي او فرهنگي د لېږد وړ يا د لېږد نه وړ اثر د مشاهدې په صورت كې  د پروژې د پلي كولو ارگان خپلې اړوندې ادارې ته تر سپارلو پورې د ياد اثر د ساتلو مسووليت پر غاړه لري.

په ساختماني قراردادونو كې كله چې د اجرا وړ وي بايد دغو كړنلارو ته د وړاند ويل شويو سټنډرډ مادو په توگه مراجعه وشي. د پروژې د نظارت په جريان كې د ځمكې د علومو ESSO حمايوي دفتر ساحوي انجنير نظارت وكړي. ترڅو د يادو اړوندو مقرراتو  هر اړخيز رعايت وكړي.

د كاري كړنو د څرنگوالي په رپوټونو كې اړوندې موندنې په نړيوال بانك كې ثبتېږي او څنگه چې لازمه ده د رپوټونو د اتمام له مخې د پروژې د ظرفيت لوړونې، مديريت، او فرهنگي منابعو باندې اغېزو كمښت ټوليزو فعاليتونو موثريت ارزول كېږي.

 

كاري شرايط او کارگران

 

قراردادي بايد له اړوندو كنوانسيونونو او نړيوالو قوانينو له هغې جملې د كار نړويال سازمان او ملگرو ملتونو سازمان د قوانينيو پيروي وكړي. [1]

كاري شرايطو او كار كول بايد د كارگرو ټول حقونه، د شكايتونو ميكانېزم، كاري ساعتونه، مزد، د اوسېدو ځاى، د كارگرو ټوليز توافق تر پوښښ لاندې راولي.

هغه فقرې او بندونه چې له قراداد سره تړليو اسنادو كې ځاى پر ځاى شي، بايد شامل، اما په لاندې مواردو پورې محدود نه شي:

·         قراردادي بايد د كارونو د ترسره كولو پر مهال ټول احتياطي سيمه ييز اقدامات ترسره كړي، ترڅو د كاركوونكو او خلكو روغتيا او سلامت وساتل شي.

·         قراردادي بايد د كارگرانو صنفي ټولنې اړوند ټول حقوق محترم وگڼي او په بشپړه توگه بايد د مزد، استخدام عمومي شرايطو  په اړه د افغانستان اسلامي جمهوريت د كار د قوانينو پيروي وكړي.

·         د كار د قوانينو او د كارگرو د حق الزحمې او د كار عمومي شرايطو او اوسېدو ځاى  په شمول د مزد رعايتول، لكه څنگه چې په قانون كې مشخص شوي دي.  

·         د كار په محل كې ټول تاييد شوي كارگران – كوم چې د قراردادي له خوا په مستقيم ډول او يا دويم لاس قراردادي كارگرانو له خوا ( درېيم شخص كارگران) استختدام شوي وي، بايد په مطلق ډول د كار د قانون مطابق په كار وگومارل شي.

·         قراردادي بايد هڅه وكړي، چې يو سالم، خوندي او صميمي كاري چاپېريال برابر كړي.

·         د يوه قراردادي اړوند ټولو كاركوونكيو سره بايد په ټولو وختونو كې  له نژاد، سمت، جنسيت، قوميت پرته عادلانه چلند وشي.

·         ښځينه كاركوونكې چې عين د نارينه كاركوونكيو دندې مخ ته وړي، بايد مساوي مزد ترلاسه كړي.

·         قراردادي بايد تر اتلس كالو د ټيټ عمر خلك استخدام نه كړي.

·         كاركوونكي بايد د خپلو هر ډول قانوني حقونو لپاره د شكايت د ثبت، د اړيكو له يوه مركز څخه گټه اخيستنې يا له خطر سره مخكېدونكيو كارونو پر وړاندې د ځانساتنې لپاره د فرېب وړ ونه گرځي.

 

د كارگرانو د استوگنې ځاى:

قراردادي  د ملگرو ملتونو سازمان د كار د كارگرانو د اوسېدو د ځاى په هكله ۱۹۶۱ (۱۱۵) شمېرې لارښونو په عملي كولو مكلف دى. بشپړ متن په دغه انټرنېټي پاڼه كې دى. http://www.ilo.org/ilolex/english/recdisp1.htm

 

د دغو لارښودونو بېلگو كې لاندې موارد شاملېږي:

·         د كارگرو لپاره د اوسېدو ځاى بايد د كار د قرارداد د يوې برخې په توگه بايد د څرنگوالي او سټنډرډ له مخې ژوند او د ژوند اسانتياوې له ځانگړو مشخصاتو سره برابرې شي.

·         د كارگرو لپاره د اوسېدو ځاى چمتو كولو كې هدف بايد د هغوى لپاره د مناسب ځاى ځايگي او مناسب چاپېريال برابرولو په اړه ډاډ ترلاسه شي. په دې كار كې د كارگرانو لپاره د ساتنې، مراقبت، د اوسېدو ځاى مدرينزه كېدل او نورو اسانتياوې شاملېږي.

·         كه د اوسېدو ځاى د كارفرما له خوا برابرېږي، د كارگرانو بشري بنسټيز حقونه، په ځانگړې توگه د هغوى د مشاركت ازادي په پام كې ونيول شي. په هغوى پورې اړوند كورونه او اسانتياوې بايد د يوه ټینګ ساختمان لرونكې وي، محلي شرايط لكه د زلزلې پر وړاندې مقاومت او نور په پام كې ونيول شي. بايد ډاډ ترلاسه شي چې د كارگرو د اوسېدو ځاى او موقعيت د هوا د ككړتيا، چټلو اوبو، فاضلاب يا نورو زبالو څخه په امن كې وي.

·         د هرو شپږو تنو لپاره د هوساينې اسانتياوې بايد لږترلږه يو تشناب، يو دلاس مينځلو ځاى، يو ټپ يا شاور وي. دا اسانتياوې بايد په يوه مناسب موقعيت كې د نورو له مزاحمت لېرې قرار ولري.

 

 

د ساختماني كار په جريان كې محيطي څارنه

 

د داوطلبۍ اسناد بايد وښيي چې په چاپېريال او د ډيزاين په مشخاصاتو پورې تړليو مقرراتو رعايتولو څخه څه ډول نظارت كېږي او په خوا كې يې د قراردادي او كارگرانو له خوا د نه رعايتولو په خاطر جريمې هم مشخصې شي. د ساختماني كار سرپرستي دا لازموي تر څو نظارت ترسره شي، چې قراردادي يا سوپروايزر په خپل محيط كې محيطي لارښود او مشخصات رعايت كړي. همداشان قرارداديان مكلفېږي تر څو د چاپېريال ساتنې، روغتيا او عامه خونديتوب د كنټرول او ادارې د غوره كړنلارو  او ملي مقرراتو پيروي وكړي.       

 

ضميمه ۹ : د ځمكني ماينونو د خطر د مديريت لپاره كړنلارې.

لاندې كړنلارې طرحه شوې دي، څو په افغانستان كې په لاندې زمينو كې د ماينونو له شتون څخه پيدا شويو خطرونو ته رسېدنه وشي.

·         د ساختماني كارونو ځانگړي كول او تطبيقول/ په خلكو پورې اړونده بيارغونه د خلكو په وسيله ( د كوچنيو پروژو لپاره تر ۱۰۰ زرو) ډالرو پورې.

·         د سيمه ييزو چارواكيو په وسيله د كوچنيو او متوسطو كارونو ځانگړي كول او د هغو پلي كول د سيمه ييزو قرارداديانو په وسيله ( تر پنځه ميليون ډالريزو پروژو لپاره )

·         قراردادي ته له سپارلو پرته / د دولتي ادارو او دايرو په وسيله په مستقيمه توگه د كارونو پلي كول.

د قراردادي په وسيله د لويو كارونو تطبيقول ( له پنځو ميليونو ډالرو څخه د لوړو پروژو لپاره )

د لاندې ټولو كړنلارو لپاره د گټې وړ عمومي نظرونه: د خطر د ارزونې او ماين پاكونې ټولې دندې بايد د ماين پاكولو ( ام، اى، سي، اې) له مركز سره په همغږۍ ترسره شي. دغه كړنلارې به په راتلونكي كې د شرايطو او وضعيت د تغيير او بدلون له امله تعديل ته اړتيا ولري.

د خلكو تر رهبرۍ لاندې كارونو لپاره كړنلارې:

د اجراء وړتيا: دغه كړنلاره د خلكو په وسيله د بيارغونې او ساختماني كارونو د ځانگړي كولو او پلي كولو لپاره ( تر ۱۰۰ زرو ډالرو پورې د كوچنيو پروژو لپاره ) كارول كېږي.

ټوليزي كړنې: خلك بايد مسووليت پر غاړه واخلي څو ډاډ حاصل شي، چې وړانديز شوې پروژې يې د ماين د خطرونو په سيمو كې نه وي او يا دغه سيمې بايد د ماين پاكونې د مركز له خوا د ماين پاكونې د يوې گومارلې موسسې په وسيله پاكې شوې وي.

مبنا: خلك دې پر ماينونو له ككړو سيمو څخه پوهاوى ومومي او د ماين پاكونې په اړه د دقيق رپوټ وړاندې كولو په موخه دې پياوړې انگېزه ولري، ځكه چې هغوى به پخپله كار سر ته ورسوي.

خلك مكلفېږي، چې د نړيوال بانك له مالي تمويل څخه د خلكو تر رهبرۍ لاندې د كار د پلي كولو په سيمو كې د ماينونو د شتون د شك او ترديد په اړه يوې پوښتنپاڼې ته ځواب و وايي. په افغانستانن كې د ماين پاكۍ موسسه بايد رسما دغه پوښتنپاڼه تصديق كړي. پوښتنپاڼه د پروژې د اسنادو د الزامي ضميمې حيثيت لري، چې د سيمې د خلكو له خوا وړاندې كېږي. له همدې امله بايد د خلكو د استازيو او د  پروژې د بهرني اسانوونكي له خوا لاسليك شي. د پروژې بهرني اسانوونكي په افغانستان كې د ماين پاكۍ د ادارې له خوا پوهه ترلاسه كوي. د سيمې له خلكو سره مالي هوكړې بايد دا څرگنده كړي، چې د ماين له چاودنې څخه د رامنځته شوې پېښې په صورت كې يوازې د سيمې خلك مسوول دي.

كه د سيمې خلك تصديق كړي، چې د خطر په سيمه كې ماين شتون نه لري، د پروژو د ټاكلو مسووله اداره بايد په دې اړه د افغانستان د ماين پاكونې له دفتر سره خبرې وكړي، چې د خلكو د ويناوو سره توپيرې مشاهده د دغه مركز ديتابيس ته رپوټ شوې ده كه نه.

۱ - كه د افغانستان د ماين پاكونې د مركز معلومات د خلكو له معلوماتو سره ورته وي، پروژه كولى شي چې د انتخابولو لپاره مخ ته ولاړه شي. د سيمي خلك د ارزونې بشپړ مسووليت پر غاړه اخلي او د يوې پېښې په رامنځته كېدو نه شو كولى بهرنۍ موسسې مسوولې وبولو.

۲ - كه د افغانستان د ماين پاكونې د مركز معلومات د خلكو له معلوماتو سره پوپير ولري، پروژه بايد د انتخابولو لپاره پر مخ لاړه نه شي، تر هغو چې د افغانستان د ماين پاكونې د مركز او د خلكو څرگندونې يو له بله سمون و نه مومي.

په هغه صورت كې چې د سيمې خلك په سيمه كې د ماينونو د خطر پر شتون شكمن وي:

·         كه د سيمې خلكو د ارزونې او پاكونې اجراء د افغانستان د ماين پاكونې د مركز په وسيله ( يا د دغه مركز له خوا د ماين پاكونې د يوې موسسې په وسيله) په منلې شوې پروژه كې ځاى كړې وي، پروژه كولى شي چې د انتخاب لپاره مخ ته ولاړه شي.

·         كه خلكو د ارزونې او پاكونې اجراء كول په پروژه كې نه وي شامل كړي، پروژه بايد د دغه مطلب تر تصحيح پورې پر مخ ولاړه نه شي.

·         د ماين پاكولو دنده بايد د افغانستان د ماين پاكونې د مركز او يا د دغه مركز په وسيله د تاييد شوې ماين پاكونې موسسې په وسيله ترسره شي. كه چېرې خلك په خپل سر د مايونو په پاكولو پيل وكړي، د تنبيه يا جريمې په نامه به ( د پروژې د تمويل لپاره د نړيوال بانك وروستي مالي وجوه كموالى ومومي او يا به لغوه شي). 

 

 

 

منځنیو او لویو کارونو ته د تړون سپارلو كړنلاره

 

د ترسره کېدو وړتیا: د غه كړنلاره د لویو او منځنیو کارونو د مشخصولو لپاره د سیمه ییزو چارواکو له خوا او دهغه پلي كول د تړونوالو له خوا ( تر ۵ میلیونو پروژو لپاره) کارول کېږي.

ټولیزه کړنلاره : د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز(یا ددې مرکز له خوا د ماین پاکۍ یوه تایید شوې موسسه) باید د ځمکنيو ماینونو د گواښونو په اړه مفصل معلومات ( د مخکینیو ترسره شوي سروې او وروسته تجدید شوې او یا تازه سروې پر بنسټ) د پروژې له څېړنې مخکې انتخاب کړي. یوازې ارزول شوې سیمې چې له گواښ څخه بهر یا د ټیټ گواښ لرونکې وي کولی شي د پروژې لپاره انتخاب شي، مگر دا چې دا سیمې د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز یا یوه تایید شوې ماین پاکۍ موسسې لخوا تصفیه او پاکه شوې وي.

مبنا: نه سیمه ییز چارواکي او نه سیمه ییز قراردادیان د ځمکنیو ماینونو د گواښونو د سیستماتیکې ارزونې وړتیا لري، په داسې حال کې چې د انگېزې کمښت کولی شي ددې گواښونو اټكل وکړي.

د یوې پروژې انتخاب لپاره له وړاندیز څخه مخکې، د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز(یا ددې مرکز له خوا د ماین پاکۍ یوې تایید شوې موسسې) له خوا باید یوه  عمومي سروې تر سره شي، څو د پروژې د کار په سیمه کې د ځمکنیو ماینونو گواښونه وارزول شي(دغه کار باید د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز په ډېټابېس کې د شته معلوماتو په څېړنه کې شامل وي).

که چېرې د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز هغه معلومات چمتو کړي چې د نه گواښ ښکارندوی وي یا د وړاندیز شوې پروژې په سیمه کې ټیټ گواښ وي، پروژه کولی شي انتخاب لپاره پرمخ ولاړه شي.

د مسوولې ادارې او قراردادي تر منځ تړون د یو شرط درلودونکی دی چې څرگندوي کوي د یوې پېښې د رامنځته کېدو په صورت کې، حقوقي مسوولیت په بشپړ ډول او منحصراً د قراردادي پر غاړه دى.

په هغه صورت کې چې د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز په سیمه کې د بالقوه لوړ گواښ( د ماین د شتون په علت یا دنه ډاډمنتيا) په صورت کې تشخیص کړي.

که چېرې پروژه د دندې د ترسره کېدو ارزونې یا د  د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز(یا ددې مرکز له خوا د ماین پاکۍ یوې تایید شوې موسسې) له خوا په هوکړه کې شامل وي،کولی شي د ځانگړتیاوو له مخې انتخاب کې هوکړې ته ورسېږي او په مالي تمویل پرمخ ولاړ شي( ممکن پاکوالی د یو تړون له مخې د یوې تمویل شوي پروژې یا د نړیوال بانک له خوا د اوسني دونر د موافقې تر نظر لاندې له ماین پاکۍ موسسې سره تمویل شي)، که چېرې پروژه ارزونو یا پاکولو کې شامله نه وي، نشي کولی د انتخاب لپاره پرمخ ولاړه شي تر هغه وخته پورې چې دغه موضوع په هغه کې واضیح شوې نه وي.

د هغو کارونو لپاره كړنلاره چې په مستقیمه توگه دولتي ادارې یا له دولتي دوایر پرته له هغه چې قراردادیانو ته وسپارل شي تر سره شي.

 

د ترسره کېدو وړتیا :

 

دغه كړنلاره په مستقیمه توگه د دولتي ادارو په وسيله قراردادي ته له سپارلو پرته اطلاق كېږي.

 

ټولیزه کړنلاره : د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز(یا ددې مرکز له خوا د ماین پاکۍ یوه تایید شوې موسسه) باید د ځمکنيو ماینونو د گواښونو په اړه مفصل معلومات ( د مخکېنۍ ترسره شوي عمومي سروې او یا نوې عمومي سروې پر بنسټ) د کار د تر سره کېدو مخکې یا د پام وړ سیمه کې د تجهیزاتو نصبول، برابر کړي،د کار پرمخ بیول یوازې ارزول شوې یا د گواښ څخه بهر او یا د ټیټ گواښ درلودونكيو سیمو کې اجازه لري، مگر دا چې یادې سیمې د ماین پاکۍ یوې تایید شوې موسسې د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز له خوا د ځمکنیو ماینونو څخه پاکه شوې وي.

مبنا: ادارات او دولتي مسؤول بنسټونه په اوس وخت کې د ماینونو اړوند گواښونو د ارزولو وړتیا په سیستماتیک ډول نه لري، او دمگړۍ د کړنو له ترسره کولو مخکې د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز مشورې په بڼه څاري.

۱ . د کار د ترسره کېدو مخکې، دولتي ادارې د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز د ماینونو اړوند گواښونو په برخه کې په سیمه کې مشوره کوي(دغه کار باید د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز په ډېټابېس کې د شته معلوماتو په ارزونه کې شامل وي). په هغه صورت کې چې مخکې تر سره شوي نه وي، وروسته باید د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز له خوا په سیمه کې د ماینونو اړوند گواښونو د ارزولو په منظور، تر سره شي.

- که چیرې د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز د ماین د گواښونو په اړه په وړاندیز شوې سیمه کې د ماین خطر د نشتون او یاهم د خطر د کموالي بشپړ معلومات برابرکړي، کولى شو چې کار پر مخ یوسو. د ماین د اړوندو پېښو د اتفاق په صورت کې یوازې دولت مسوول دی.

۳-که چیرې د افغانستان د ماین پاکۍ د مرکز له خوا ټول شوي معلومات و نه کړاى شي په وړاندیز شوې سیمه کې د ماین د خطر نشتون  او یا د ماین د کموالي د ارزونې  څخه ملاتړ وکړي (د ماین د شتون او یاهم د ابهام په صورت کې ). تر هغه وخت پورې چې د افغانستان د ماین پاکۍ مرکز ( یا د افغانستان د ماین پاکۍ د مرکز له خوا د ماین پاکۍ تایید شوې موسسې ) د صفر په طرف کې د گواښونو د کمیدو لپاره زیاتې لازمې ارزونې د هوکړه شوې بوديجې شرطونو پر بنسټ ( د  ماین پاکۍ بوديجې ممکن د یوې قراردادشوی پروژه د نړیوال بانک د یو پروژې  په واسطه او یاهم د ماین پا کۍ د مرکز د تمویل کوونکي سره د شته هوکړه لیکونو په واسطه تامین شي)تر سره نشي، زیات کار بايد ترسره نه شي.

له قرارداديانو څخه په گټې اخيستنې د لویو پروژو كړنلارې:

د اجرا وړتیا: دغه كړنلاره په لویو پروژو باندې چې د سترې قراردادیانو په واسطه ترسره کیږې ( د ۵ میلیونه ډالره څخه زیات) د اجرا وړ ده.

ټولیزه کړنلاره: اصلي قرارداد کوونکي باید د ملگرو ملتونو د ماین پاکۍ د مرکز له همغږۍ سره  د ماین اړوندو گواښونو ته د رسېدنې مسوول وي.

۱-د افغانستان د ماین پاکۍ د مرکز او یا د افغانستان د ماین پاکې د تایید شوې موسسې له خوا په هغه ټولو سیمو چې قراردادي هلته کار کوي باید په پراخه توگه یوه عمومي سروې د داوطلبۍ اسنادو د چمتو كولو لپاره  ترسره شي.

 دغه سروې باید په بېلابېلو سيمو کې د ماین د گواښونو په اړه پوره مالومات برابر کړي  چې د کم خطره او بې خطره سیمو او یاهم د ډیر خطرلرونکې سیمې او یاهغې سیمې چې نامعلومه دي دقیقه وپیژندل شي.

د یادې سروې بوديجه باید د داوطلبۍ د اسنادو له وجوهاتو څخه تامین شي.

۲ـ د سروې ټول معلومات باید د  داوطلبانو د هغوې فعالیتونو د پلان جوړونې د معلوماتو لپاره ورکړل شي( د بیلگې په صورت د موادو سیمې، د موادو د لاسرسۍ د ساحې سړکونه) وړاندې شي.

۳-د پروژې د ماهیت او سیمې او د شته معلوماتو په رڼاکې د گواښونو له ارزونې څخه کولاى شو له دوو غوراويو گټه واخلو.

 

لومړۍ ګزينه- د ماين پاکۍ فعاليتونه د عمومي قرارداد يوه برخه ده.

§         دعمومي سروې د پايلو په اساس د ساختماني کار په جريان او د داوطلبۍ په اسنادو کې د احتیاطي مبلغ په توګه د ماين پاکۍ له پاره يوه مشخصه بوديجه  تخصيص کېږي.

§         د يوه قلم په توګه چې په داوطلبۍ کې په بېله توګه مشخص شوی دی، داوطلبان يوه مفصله ارزیابي او پاک کاري د خپل ساختماني کار په قرارداد کې په پام کې نيسي.

§         د څارونکي انجنير د لارښوونې په اساس او د احتیاطي مشخص مبلغ په کارولو سره په قرارداد کې د ماين پاکۍ له پاره قراردادي له څو )يا د افغانستان د ماين پاکۍ د مرکز په واسطه يوه تاييد شوې موسسه) فرعي کانديدانو استفاده کړي چې په يوه اړيکه به ژر حاضرېږي، ارزونه له فزيکي کار مخکې په ماين د ډېرو ککړو سيمو او د ماين پاکۍ چارې په لازمي توګه ترسره کوي. قراردادي همداراز کولای شي يو نړيوال کارپوه وګماري، څو له هغې سره د دې چارو د برابرولو او څارنې په برخه کې همکاري وکړي، له ماين څخه له پاکېدو وروسته به د پېښو په صورت کې يوازې هغه مسول وي.

 

د (له اندازې ډېر) لګښت مخنيوی، قراردادي مکلف دی چې څارونکی انجنیر په کتبي توګه (د چارو په څرګندو وړاندې کولو سره چې بايد ترسره شي) د ماين پاکۍ د ډلې له تیارولو مخکې، خبر کړي. څارونکی انجنير په داسې چارو کې د اعتراض صلاحيت لري.

 

دويمه ګزينهد يو بېل قرارداد له مخې د مين پاکۍ د فعاليتونو ترسره کول

 

د ګواښ د نشتوالي او يا کموالي له پاره د ډېرو ساحو د پاکولو او سروې بېل او مشخص قراردادونه (د انجنير ترڅارنې لاندې) د متخصصو قرارداديانو په واسطه (يا هم د افغانستان د ماين پاکۍ د مرکز له خوا د يوې تاييد شوې موسسې له خوا) صادر شي. د هغو ساحو تعريف چې بايد سروې او ډېرې پاکې شي بايد تر هغو ساحو پورې محدود وي چې په هغې کې بايد قرارداديان کار وکړي نه بايد د کمپ او يا موادو ساحې په کې شاملې وي چې ټاکل شوې ده د قرارد له مخې په جريان او له هغې وروسته او له داوطلبۍ وروسته مشخص شي. په پايله کې دغه ډېرې سروې ګانې او د احتمال له مخې د پاک کارۍ چارې به د ماين خطر په ټوله ساحه کې ښکته او يا صفر ته نیږدې کړي.

 

له عمومي قرارداديانو سره قرارداد د ساختماني ساحې يوه اندازه برخه مشخصه کړې چې له هغې قراردادي ته کله کله مالکيت ورکول کېږي او په څرګنده توګه هغو ساحو د لاسرسي محدود والی ښيي چې په هغه کې د ماين خطر ښکته او يا هم صفر وي ښيي. همداراز، د پام وړ تاريخونه چې په هغه کې دغه ساحې د لاسرسي وړ وې ښيي. د انجنير د کار د پيل د اطلاعيې له ترلاسه کولو وروسته، قراردادي کولای شي کار په ټولو نورو سيمو کې پيل کړي.

 

عمومي قراردادي ته بلنه ورکول کېږي چې په داوطلبۍ کې يې يوه اندازه پیسې د ماين د امنيت له پاره شاملې کړي چې هره سروې او يا اضافي پاک کاري چې د ځينو کارونو د ترسره کولو له پاره يې تر پوښښ لاندې ونيسي.

 

د پېښې د پېښېدو په وخت کې د افغانستان د ماين پاکۍ د مرکز له خوا يو تحقيقي بورډ جوړېږي چې د پېښې د لامل او مسوليتونو په اړه تحقیق وکړي. په داسې توګه چې بورډ مشخص کړي چې حادثه د مصونيت د قواعدو د ماتولو له امله پېښه شوې ده، بايد چې لوړه جريمه پرې تطبيق شي.

 

په دې پروسه کې ټول شامل اړخونه ملکف دي د افغانستان د ماين پاکۍ له مرکز سره په نیږدې همغږۍ او دولت، سيمه ييز ټولنې او د افغانستان د ماين پاکۍ مرکز، تر ماين پورې د اړوندو ګواښونو په اړه په بشپړو معلوماتو ورکولو سره (لکه، د ماين د پېژندل شوو ساحو نقشې، د مشخصو ساحو ارزونې،) دي.

لسمه ضمیمه: د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ په اړه د اطلاع ورکولو

د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دویم پلان له پاره د محيط او اجتماعي مديريت د چوکاټ د تصفيې پاڼه

 

 

 

د فرعي پروژې نوم

 

موقعیت

 

د مرجع شمېره

 

 

 

د سروې نېټه

ورځ/مياشت/کال

د ژوندانه د چاپېريال کتګوري

 

 

الف

 

 

 

ب

 

 

 

ج

 

د «ب» پروژو له پاره، آيا د محيطي اغېزو ارزونه ضروري بلل شوې ده؟

که هو، آيا کومه ارزونه ارزول شوې ده؟

نه

 

هو

 

آيا د ژوندانه د ساتنې ملي اداره محیطي اغېزو ارزونه لوستې او منظور کړې ده؟

که نه، ولې د محیطي اغېزو ارزونه رد شوې ده؟

نه

 

هو

 

آيا له اړوندو مراجعو سره مشوره شوې ده او آيا د محیطي اغېزو ارزونه د نړيوال بانګ او ملي قانون له تګلارو سره سم د خلکو په اختيار کې ورکړل شوې ده؟

 

آيا د بيا استوګن کېدو یوه کاري پلان ته اړتيا شته وه؟

که اړتيا وه، آيا د بيا استوګن کېدو کاري پلان منظور شوی دی او د پروژو له خوا ټولو اغېزمنو شوو خواوو له هغې سره سم جبران اخيستی دی؟

 

نه

 

هو

 

         
 

 

د تصفيې په اړه تصمیم

 

 

د دې فرعي پروژې بوديجه منل شوې ده

 

 

 

 

نه    هو

 

 

 

د تصفيې نېټه:..................

 

 

د ارزوونکي نوم:...........

 

 

 د ارزوونکي لاسليک:......

 

 

د رييس نوم:...................

 

د رييس لاسليک:..............

 

 

 

     
 

 

 

يوولسمهضمیمه: د عامه مشورتي پلان ډول

لاندې چارې کليدي موضوعات دي چې د عامه مشورې په جريان او معلوماتو په وړاندې کولو کې به په پام کې ونيول شي:

 

-          کتبي او شفاهي اورېدل او ويل، په سيمه ييزو ژبو او په ساده او د پوهې وړ قالبونو کې،

-          مشورتي پروسې او کتبي معلوماتو په اړه د اړوندو مراجعو لاسرسی.

-          سيمه ييزو دودونو ته درناوی لرل، يا بحثونه، ځلېدنې او تصميم نيونې،

-          په دې برخه کې پاملرنه هغه کسان چې مشوره ورسره شوې، استازي و، د ښځو، ضررمنونکو ډلو، نژادي او مذهبي اقليتونه وکولای شي استازيتوب وکړي د اړتيا په صورت کې بېلابېل مجلسونه جوړ کړي.

-          اندېښنو، وړانديزونو او شکايتونو ته د ځواب ورکولو څرګند ميکانيزم.

 

يو عامه مشورتي پلان بايد د لاندې څانګو لرونکی وي:

لومړۍ برخه: پېژندنه

دويمه برخه:  د فرعي پروژې مختصره شرحه او د فرعي پروژې ګډون کوونکي

درېيمه برخه: د عامه مشورې د کړنلارې د متن خلاصه

څلورمه برخه: د محیطي اغېزو او تر جوړېدو مخکې پړاوونو له پاره د ارزونې مشورتي پلان

پمځمه برخه: د جوړونې، اجراآتو او اجراآتو د درولو له پاره مشورتي پلان

شپږمه برخه: د مشورتي فعاليتونو او معلوماتو د وړاندې کولو له پاره مختصر زماني چوکاټ

اوومه برخه:  د پلان د تطبيق په اړه د موادو د برابرولو اړوند مسایل

آتمه برخه: د شکايت میکانیزم

 

 

 

دوولسمه ضمیمه: د معلوماتو د وړاندې کولو د اطلاعيې ډول

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د افغانستان حکومت

د لوړو زده کړو وزارت

 

عامه پوهاوی

نېټه (مياشت/ورځ/کال)

د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو ارزونه ( فرعي پروژې)

 

{وړانديز کوونکي} د (اعمار/نوي جوړول) د فرعي پروژو له پاره د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو ارزونه، د ژوندانه د چاپېريال د ساتنې د ملي ادارې له شرایطو سره سم، د ژوندانه د چاپېريال د اغېزو د ارزولو په برخه کې او د نړیوال بانګ له شرایطو سره سم خلکو ته د معلوماتو له وړاندې کولو سره برابر کړي دي.

 

يادو سندونو کاپي په دفترونو (ولسوایۍ/ ولایت او نورو) د يادو ولسواليو عامه کتابتونونه او د لوړو زده کړو وزارت په وېبپاڼه کې

 (www.mohe.gov.af) په پښتو، دري او انګليسي ژبو موجود دي.

 

سيمه ییز رهبرانو، له پروژې اغېزمنو کسانو او د سيمې خلکو ته بلنه ورکول کېږي چې اسناد ولولي او خپل نظرونه په ليکلې توګه د لوړو زده کړو وزارت ته وړاندې کړي. لاندې ټکي بايد په پته کې په پام کې ونيول شي. ښاغلی/مېرمن (وړ کس وليکئ) دنده: (موقف مو وليکئ) ټليفون: (د ټليفون شمېره وليکئ) که د برېښناليک له لارې وليږل شي (برېښناليک مو وليکئ) يا که په فزيکي توګه ولېږل شي (د پست پته وليکئ.)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

دیارلسمه ضمیمه: د ژوندانه د چاپېريال د کلني راپور ډول د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان

 

د ژوندانه د چاپېريال د اړوندې برخې مسؤلین:

 

راپور ورکوونکې نېټې:

 

منطقه/ناحیه/ښاروالي/ښار

 

د فرعي پروژې منظوري:

 

د فرعي پروژې عنوان

فعالیتونه

د لومړۍ پروژې پړاو

محیطي کتګوري

آيا د محیطي اغېزو ارزونه، د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلان بشپړ شوی دی؟

آیا د ژوندانه د چاپېريال په برخه کې د فعاليت اجازه ورکړل شوې ده؟

د ژوندانه د چاپېريال د مديريت د پلان اغېزمنتیا

 

مسایل (2)

 (نوم،موقعیت، عنوان یا مرجع)

 (نوی اعمار، نوی جوړول،حفظ او مراقبت)

لاندې ياددښت ته دې مراجعه وشي

 (ب یا ج)

هو، نه یا ورپورې اړه نه لري

هو، نه یا ورپورې اړه نه لري

ښه، کمزوری، یا ښه والي ته اړتيا لري

لاندې ياددښت ته دې مراجعه وشي

1

 

 

 

 

 

 

 

2

 

 

 

 

 

 

 

3

 

 

 

 

 

 

 

او نور

 

 

 

 

 

 

 

 

د پانګونې د ورکړې ردول

د پانګونې عنوان

فعاليتونه

د ردولو دلایل

کتنې (3]

1

 

 

 

2

 

 

 

او نور

 

 

 

 

 

 

يادښتونه:

الف) د پانګونې پړاو به یو له لاندې چارو څخه وي: ( الف) د پروژې تر نظر لاندې ارزونه او تیارول، (ب) ارزول شوي، یا (ج) تطبیق.

ب) مسایل: پېښې،  شخړې او جريمې به لیست کړل شي.

ج) د بېلګې په توګه، په هغې صورت کې چې د ژوندانه د چاپېريال اجازه نه وي ورکړل شوي، دليل يې توضيح کړئ.

 

 

 

 

ضمیمه 14: د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې د ژوندانه د چاپېريال د برخې د متخصص د اجراآتو ډول

 

د ژوندانه د چاپېريال د متخصص اصلي نقشه، د تخنيکي مرستې وړاندې کول د مديريت د پلان جوړولو، د محيطي او اجتماعي ضررونو کمښت او د ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت د چوکاټ له تطبيق څخه ډاډه کېدل دي. د ژوندانه د چاپېريال متخصص په مستقيمه توګه د اجراآتو او څارنې ملاتړې ډلې ته چې د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان د فعاليتونو مسول دی راپور ورکوي.د ژوندانه د چاپېريال متخصص بايد د ژوندانه د چاپېريال په برخه کې، د ژوندانه د چاپېريال انجنير اړونده تحصيلي درجه ولري، په ورته پروژو او يا د زېربنا په پراختيا کې لږ ترلږه پنځه کاله تجربه ولري او د افغانستان د دولت د ژوندانه د چاپېريال له مقررو او قوانينو سره اشنايي ولري.

 

دندې

·         د ژوندانه د چاپېريال له ملي ادارې سره منظمې اړيکې ولري؛

·         د محیطي اغېزو د ارزونو له ترسره کولو ډاډه کېدل، د نړيوال بانګ او افغانستان د دولت د شرایطو د بشپړولو له پاره د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلانونه

·         په کلني توګه د لوړو زده کړو د ملي ستراتيژۍ د دويم پلان د محيطي او اجراآتو د ارزونې له پاره د يوه خپلواک مشورتي شرکت په کار ګمارل

·         د طبيعي سرچينو او محيطي مديريت اړوند د ټولو تخنيکي مسايلو له پار د تخنيکي مشورې وړاندې کول. دغه مسايل د سطحي اوبو، تر ځمکه لاندې اوبو، کرنيزې سرچينې، د نباتاتو وده، په ساختمان کې د استفادې وړ موادو د سرچينې ټاکل، د انسان روغتيا، سيمه پېژندنه او ساتل شوې ساحې، د خاورې او دوړې خرابېدلو د اغېزو مسايل.

·         د ضرورونو د کمښت د اقداماتو، تر پروژې پورې اړوندو ساختماني او عملياتي فعاليتونو په اړه د مشخصې تخنيکي مشورې وړاندې کول.

·         د حفاظت د مديريت د پلانونو د تطبيق څارنه (د محیطي اغېزو ارزونه، د ژوندانه د چاپېريال د مديريت پلانونه) د ربع وارو نظارتي راپورونو د برابرولو او ژوندانه د چاپېريال او اجتماعي مديريت په چوکاټ کې له درج شوو نظارتي شاخصونو څخه استفاده کول.

 

 

 

د اجتماعي حفاظت د متخصص اصلي رول د بيا استوګن کېدو او ځمکې د استملاک له پاره د تخنيکي مشورو وړاندې کول، څنګه چې د بيا استوګن کېدو د تګلارې په چوکاټ کې راغلي دي .متخصص په نېغه توګه د اجراآتو او نظارت ډلې ته چې د پروژې د مديريت، د لوړو زده کړو د وزارت د ملي ستراتيژيک دويم پلان د فعاليتونو مسول دی راپور ورکوي.اجتماعي متخصص بايد د اجتماعي علومو لکه ټولنپوهنه، انسان پېژندنه، د توسعې اقتصاد او يا هم اړونده تحصيلې درجه ولري، لږ تر لږه لس کاله کاري تجربه ولري.متخصص بايد د افغانستان د دولت او نړيوال بانګ په اړه، د داوطلبانه بيااستوګن کېدو پورې اړوند پراخه معلومات ولري. کافي تجربه د ټولنې په منظمولو او تر بيا استوګن کېدو پورې د اړوندو موضوعاتو د تحليل  ضروري دی.

 

دندې

·         که لازم وي، د دندو لايحه ترتیب د اجتماعي اغېزو د ارزونو له پاره او د نړيوال بانګ له شرایط سره د مطابق کېدو څخه ډاډه کېدل.

·         د بيا استوګن کېدو د اغيزو او اجراآتو ارزول چي تر اوسنۍ پروژې لاندې کارکوي، اخيستل شوي درسونه او د پام پروژه کې يې کارول.

·         حقوقو ته د رسېدو مسوليت په غاړه اخيستل، د بوديجې او تطبيق هوکړې  او د ظرفيت د لوړولو له پاره پوهاوی؛

·         د بې ځايه شويو کورنيو له پاره د معيشت د جبران په برخه کې د ډاډ ترلاسه کول، يا هم هغه کسان چې ځمکې يې له لاسه ورکړې دي، د پروژې د يوه فعاليت په څېر له اړوندې پروژې له اړوندې بودیجې  سره تطبيق شوی دی. د فعاليتونو، لاسته راوړنو، بوديجې، د د تطبيق کوونکو ارګانونو د دندو د لايحې د تطبيق توافقات او د ارزونې او څارنې شاخصونه.

·         د اړوندو کليدي مراجعو پېژندنه (په ځانګړې توګه فقيرې او ضررمنونکوې ډلې) تر پروژې پورې اړوندې ګټې، د احتمالي خنډونو پېژندنه چې په پروژه کې يې د ګډون خنډ او د پروژې له سرچينو څخه ګټه اخلي او اړوندو مراجعو اندېښنو ته د رسېدو له پاره ممکنه ستراتيژيو ته وړانديز.

·          

پنځه لسمه ضمیمه:د اجراآتو او څارنې د ملاتړې ډلې د اجتماعي حفاظت د برخې د متخصص د اجراآتو ډول

 

 

 


[1][1] - ۹۴ شمېره كنوانسيون چې عمومي اصول وضعه كوي، ټينگار كوي، چې د كاري قوانينو قيدو شرط بايد لاس مزدونه ( د مدد معاش په گډون)، كاري ساعتونه او نور كاري شرايط په ځان كې راونغاړي. ۸۴ شمېره وړانديز د كاري قوانينو د قيدو شرط ممكنه محتوا په هكله نورې لارښوونې هم برابروي، ترڅو په دولتي قراردادونو كې شامل شي. دا ډول قيدو شرطونه كولى شي په (الف) پورې اړوند احكام، د كار دستمز نرخونه او اضافه كاري د كارگرو د بېلابېلو كټگوريو لپاره، (ب) د كار د وخت مقررات، او )ج) د عمومي رخصتيو او ناروغۍ رخصتيو استحقاق احتوا كړي.

http://www.ilo.org/wcmsp5/groups/public/@ed_norm/@normes/documents/publication/wcms_099699.pdf