دشیخ زاید پوهنتون مرام نامه

 
   

 

    

 

مـــرام نـــامـــه

1/1/1901

د پوهنتون د ځانی ارزونې کمیټه

 

فهرســت:

 

لومړې فصل

                                                                                                             صفحه

 

۱،۱- مقدمه ------------------------------------------------------------------------------------------------ ۴ - ۴

۲،۱- تاریخچه ---------------------------------------------------------------------------------------------- ۴- ۶

 

دوهم فصل

 

۱،۲- د پو هنتون موجوده حالت --------------------------------------------------------------------------- ۶- ۱۲

۲،۲: - د یدگاه (Vision) --------------------------------------------------------------------------------- ۱۲- ۱۲

۲،۳ – رسالت (Mission) ------------------------------------------------------------------------------- ۱۲- ۱۲

۲،۴ - اهداف --------------------------------------------------------------------------------------------- ۱۲- ۱۲

۲،۵ - دهدفونو د لاسته راوړلو ستراتیژی ------------------------------------------------------------------ ۱۳- ۱۳

 

دریم فصل

 

۳،۱- د شمولیت شرایط  ----------------------------------------------------------------------------------- ۱۳- ۱۳

۳،۲- د فراغت شرایط ------------------------------------------------------------------------------------- ۱۳- ۱۳

 

څلورم فصل

 

۴،۱- درسی نصابونه ------------------------------------------------------------------------------------- ۱۴- ۱۴

۴،۲- د محصلانو لپاره خدمات او اسانتیاوې --------------------------------------------------------------- ۱۴- ۱۴

۴،۳- د پوهنتون د انکشاف راتلونکې پلان ----------------------------------------------------------------- ۱۴- ۱۵

لـومــــړې فــصــل

۱:۱ مقدمه :

 د یوې ټولنې دسالم پرمختک لپاره اړینه ده چې په علم اوپوهه سمبال اوماهر کادرونه ولري.په هره یوه ټولنه کې دعلمی  اکادمیکوبنسټونواساسی موخې دداسې کادرونو روزنه ده چې د یوې خوا د ټولنې اړتیاوې لکه څنکه چې ښائی برابر کړي او له بلې خوا د خپل ځان او کورنې لپاره د سوکاله او ارامه ژوند شرایط جوړکړي هره علمي برنامه او پروگرام د یو ځانکړي ضرورت له مخې منځته راځي چې د یوې ټولنې دعیني او واقعي اختیاج پربنسټ مطرح کیږي.هره علمي برنامه هغه مهال بریالې بلل کیږي چې باکیفیته کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي دا کار هغه وخت شونې دې چې باکیفیته اهداف او موخې موجودې وي داهدافو د لاسته راوړلو لپاره منظم پلان  او ستراتیژي شتون ولري .پلان په سم ډول تطبیق شي او په یوه ټاکلي زمان کې ترسره شي. دشیخ ذاید پوهنتون دابرنامه د لوړوذده کړو د قانون او د لوړو ذده کړووزارت دمقرراتو او لوایحو په رڼا کې ترتیب شوې او د تطبیق وړ ده.

۲:۱ تاریخچه:

شیخ زاید پوهنتون د افغانستان په سویل ختیځ کي د خوست په ښکلي او سرسبزه ولایت کي موقیعیت لري .نوموړي پوهنتون د افغان پوهنتون ادامه ده .

افغان پوهنتون په ۱۹۹۹ م کال د اپریل په۲۸ مه چي د ۱۳ محرم الحرام۱۴۲۰ه ق او ۹ د ثور ۱۳۷۸ه ش سره سمون لري دپښاور په ښار کي چي په کوزه پښتونخوا کي پروت دي ،د مهاجرو افغانانو د اولادونو د ښووني او روزني په موخه د مهاجرت په ټاټوبي کي جوړ شوي دي چي یوخصوصي پوهنتون وو.

ددي پوهنتون اساسي موخه د داسي کادرونو روزل وو چي د خپل دین او فرهنګ نه خبر او د هغي څخه د ساتني او پرمختک لپاره هر راز قرباني او سرتیریدني ته چمتو وي او په راتلونکي کي د خپل هیواد په علمي ،فني او د کار او ژوند په ټولو برخو کي فعاله او کارنده برخه ولري او د افغاني ټولني اقتصادي ،علمي او تخنیکي پرمختیا په غاړه واخلي .

په افغان پوهنتون کي (۷) پوهنځي فعاله وې چي عبارت وې له

۱- طب پوهنځي

۲-  انجینري پوهنځي

۳-  زراعت پوهنځي

۴-  حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي

۵-  شرعیاتو پوهنځي

۶-  کمپیوټر ساینس پوهنځي

۷-  ادبیات او ژورنالیزم پوهنځي

کله چي په افغانستان کي په ۲۰۰۱ م کال کي منځ مهاله اداره د بن د توافقاتو په نتیجه  کې رامنځته شوه نو د دي سره یو ځاي یو ځل بیا د نړیوالو پاملرنه افغانستان ته زیاته شوه . له بلي خوا د خوست د شریفو خلکو د پرله پسي غوښتنو له مخي چي غوښتل ئي پدي ولایت کي یو پوهنتون جوړ کړي چي بالاخره د منځ مهالی اداري د مشر جلاالتماب حامد کرزي د ۲۲۶ ګڼه حکم په اساس د افغان پوهنتون د ټولو تجهیزاتو ،استادانو اوکارمندانو سره په هم هغه تشکیل د خوست ښار ته را انتقال شو چي د لیږد بهیر ېي په ۱۳۸۱ ه ش کال د وږي په میاشت کي بشپړ شو . هغه مهال د افغان پوهنتون نوم خوست پوهنتون شو او په یو دولتي پوهنتون تبدیل شو .

یادونه کیږي چي دا وخت پوهنتون خپل درسي او د لیلیي اسانتیاوي نه درلودي. د موقت وخت لپاره تدریسي برخه د خوست په میخانیکي لیسه کي او لیلیه يی د کرني ریاست په تعمیراتو کي ځاي پر ځاي شوه .

څرنګه چي په خوست کي د ژوندانه شرایط یو څه سخت وو نو زیات شمیر استادان او کارمندان حاضر نه شول چي په خوست پوهنتون کي وظیفي ته دوام ورکړي چي په نبیجه کي د پوهنځیو تعداد څلورو ته راکم شو په لاندي ډول :

۱-  طب پوهنځي

۲-  انجینري – زراعت پوهنځي

۳- حقوق- شرعیات – اداره او تجارت پوهنځي

۴- تعلیم او تربیي پوهنځي

د دولت او د خوست د شریفو خلکو ددوامداره پاملرني او مرستو په نتیجه کي خوست پوهنتون ته (۷۰۰) جریبه ځمکه په اختیار کي ورکړل شوه او بیا د هغه مهال د والي مرحوم معراج الدین پټان په خاصی پاملرني او هاند د متحده عربي اماراتو له خوا ورته یو مکمل او مجهز کامپلکس جوړشو.

چي په ( ۱۳۸۶  ) کال کي پوهنتون ورته را انتقال شو.

د متحد عربي اماراتو د دغه مرستو پر بنسټ د خوست پوهنتون نوم د ولسمشر جلالتماب حامد کرزي د (  ۲۲۶ ) ګڼه حکم له مخي شیخ زاید پوهنتون شو.

د شیخ زاید پوهنتون د ۱۳۹۱ کال د تشکیل له مخي ۱۷۷ تنه استادان  )۴۸۷۱) تنه محصلان، ۹۷ تنه مامورین او ۱۰۱ تنه اجیران لري چي ددي جملي څخه موجود ئی په لاندي ډول دي :

۱-  استادان ( ۱۵۷) تنه

۲-  کارمندان (۸۲) تنه

۳-  اجیران (۹۰) تنه

۴- محصلان( ۴۸۷۱) تنه (۴۸۲۶) تنه ذکور او (۴۵) تنه اناث)

 

دوهــــم فــصــل

 

۱:۲ - د پوهنتون د موجوده حالت:

لکه چې دمخه یادونه وشوه شیخ زاید پوهنتون (۱۰) فعال پوهنځۍ لری.

(۱)- طب پوهنځۍ:  طب پوهنځی د خورا مهمو پوهنځیو له ډلې څخه ده ،پدې پوهنځۍ کې د معالجوی طب درسی نصاب څخه کار اخستل کیږی چې د کابل طبی پوهنتون څخه کاپی شویدی. (   ۸   ) غیر فارغ ده دیپارمنتونه لری. د کادری شفاخانې تعمیر یې جوړ شویدی خو تجهیزات یې تر اوسه ندی اخیستل شوی. د رتب معاش سیستم له لارې ورته په نوی تشکیل کې (  ۲۱ ) تنه استخدام  شویدی. د استادانو تعداد یې د نورو پوهنځیو په نسبت ښه او تعداد یی ( ۳۷) تنوته رسیږي د محصلانو تعداد یی (۴۰۴) تنه دئ. ددې پوهنځۍ داوطلبان کال په کال زیاتیږی، معیاری نمره یې همیشه د لوړیدو په حال کې ده. په اوسنی وخت کې یې فارغان د خوست په ملکی روغتون،  متون بابا او نورو روغتونونو کې ستاژسرته رسوی. ددې پوهنځۍ اکثریت استادان د لسانس تحصیلی درجه لری او د علمی رتبو په لحاظ کمزوري ده. نوموړی پوهنځۍ ځانته بیل تعمیر لری. درسونه یې په دوو وختونو کې تنظیم شویدی. د اناتومی یو لابراتوار لری چې تجهیزات یې زاړه او شمیر یې کم دی خو پدې نیږدې وختونو کې د SHEP د مرستو څخه ورنه ځینې تجهیزات د خریداری په حال ګې دي. پوهنځۍ د دناټو د وریښمو لارې پروژې په ذریعه د پوهنتون د مرکزی انترنیت دستګاه سره وصل شویده. پدې پوهنځۍ کې کریدیت سیستم پلی شویدی. له  ۱۳۸۱ ه ش کال څخه راپدې خوا هر کال یو زیات شمیر فارغان د خدمت په موخه ټولنې ته وړاندې کوی.

ددې پوهنځۍ (۲) تنه استادان د چین په هیواد ،(۲) یې د ترکیې په هیواد او ( ۸) تنه یی پا کستان کې د ماستری په تحصیل بوخت دی.

ددې پوهنځۍ سره د JICA لخوا په اکادمیکه برخه کې همکاری کیږی ،څو ورکشاپونه د جاپان په هیواد کې ورته دایر شویدی چې جمعاً ( ۷ ) ااستادانو ورڅخه استفاده کړیده.

(۲)- انجینری پوهنځۍ: د شیخ زاید پوهنتون دوهمه مهمه پوهنځۍ ده چې زیات شمیر داوطلبان لری نوموړی پوهنځی ( ۱۴)تنه استادان او ( ۴۸۵) تنه محصلان لري. ددې پوهنځۍ معیاری نمره کال په کال زیاتیږی. نوموړی پوهنځۍ (۲) دیپارتمنتونه لری چې یو د سیول دیپارتمنت دی چې د ۱۳۸۱ کال راپدې خوا ټولنې ته فارغان ورکوی. بل یې د تخنیکی علومو دیپارتمنت چې فارغ ورکونکي دیپارتمنت نه دی. اکثریت استادان یې جدیدالتقرر او لیسانس دی، علمی رتبې یې ټیټئ او زیاته تجربه نه لری. تر ټولو لوړه علمی رتبه پدې پوهنځۍ کې پوهنمل ده. سیول دیپارتمنت یو څه محدود د عملی کار لپاره اړونده سامان آلات لری  ولې اوس د SHEP د مرستو څخه تجهیزات ورته د اخستلو په حال کې دي چې د پوهنځۍ د ضرورتونو لپاره به ګټور تمام شي . د نوموړی پوهنځۍ اوس مهال (۳) تنه استادان په خارج کې د  ماستری په تحصیلاتو بوخت دی او دوو تنویی د ماستری تحصیلات په هند کې بشپړ کړیدي.. په یاد شوی پوهنځۍ کې د (۱۳۹۱) کال راپدې خوا کریدت سیستم شروع شویدې. درسی نصاب یې د جلال آباد پوهنتون د انجینری پوهنځۍ څخه کاپی شویدی. درسونه يې د سهار لخوا پر مخ بیول کیږی. د تحقیق او ریسرچ په برخه کې د نوموړی پوهنځۍ  فعالیتونه کمزوری دی. نوموړی پوهنځۍ د لیسانس په درجه فارغان ورکوی چې پنځه کاله وخت نیسی.

د مشاهدي له مخي ددی پوهنځی فارغان د اشتغال زیات مصروفیتونه لري.چي زیاتره یی په خصوصي انجوګانو او موسساتو کی استخدامیږي  دنوموړي پوهنځي استادان علاوه په تدریسي مصروفیتونو د پوهنتون سره د پروژو په کنترول او د نقشو په جوړولو او برابرولو کی لازمي همکاري کوي.

۳  د حقوقو او سیاسی علومو پوهنځي :  د پوهنتون د مهمو پوهنځیو څخه شمیرل کیږي چی ډیرمینه وال لري .نوموړي پوهنځی دوه رسمي دیپارتمینتونه لري چی دواړه فارغ ورکونکي دي چی یو یی اداره او دیپلوماسی ده چی د (۷) کالو راپدیخوا فارغان ورکوي او بل یی قضاء او څارنوالی (عدلي او قضایی ) دي چی تر اوسه فعال شوي نه دئ. په نوموړي پوهنځي کی سمستری سیستم دي او د تحصیل دوره یی څلور کاله ده  درسي نصاب یی د کابل پوهنتون څخه کاپی شوي دي . ټول استادان یی جدید التقرر او لیسانس دي یوازي یو ماستر لري ډیره لوړه علمي رتبه پدي پوهنځي کي پوهنمل دي  د استادانو شمیر یی ( ۸) تنه او د محصلانو شمیر یی ( ۴۰۰) تنه دئ. د افغانستان د عدلي او قضایی نظام د تحکیم  د پرو ژې له خوا ددي پوهنځي سره د استادانو د ظرفیت په لوړولو کي همکاري کیږي چي متعدد ورکشاپونه یی ورته دایر کړ يد ي او همدارنګه د   DPK     لخوا ورته د تجهزاتو او کتابونو په برخه کي دپام وړ مرستی شوي دي نوموړي پوهنځي د ترګیی داستانبول د پوهنتون سره د توآمنت یو تړون لري خو تر اوسه تطبیق شوی نه دی.

۴   د زراعت پوهنځي :   د زراعت پوهنځي د پوهنتون د پخوانیو پوهنځیو څخه ده چی د ۱۳۸۱ کال څخه راپدیخوا فارغان ورکو ي. نوموړي پوهنځي څلور دیپارتمینتونه لري اګرانومي ، حفاظه نباتات ،د مالدارۍ او حیواني علومو او هارټیکلچر دیپارتمینتونه دي ،ټول فارغ ورکونکي دي ..په نوموړي پوهنځي کي  د (۱۳۹۱) کال راپد ې خوا  کریدت  سیستم دي د لیسانس په سویه فارغان ورکوي او د تحصیل دوره ئی څلور کاله ده د استادانو شمیر یی ( ۲۰) تنه او د محصلانو شمیر یی ( ۵۳۱) تنه دئ. درسي نصابونه ئي معیاری شوی دي. یاد شوي پوهنځي یو مجهز تحقیقاتي فارم لري چي د PRT      لخوا ورته جوړشویدي نوموړي پوهنځي ته د  ADT    یا د زراعت د انکشاف بنسټ لخوا یو مجهز لابراتوار  جوړشوي د ي چي (  ۲۰  ) لب ټاپ کمپیوټرونه لري د نوموړي پوهنځي له خوا د ADT  په مالي مرستي دوه ځلي ورکشاپونه د خوست ولایت د ښوونکو او بزګرانو لپاره جوړ شوي  دي  د دي پوهنځي دوه تنو استادانو له هند څخه ماسترۍ کي تحصلات بشپړ کړي د ي او یو تن یي له تاجکستان څخه ماستري ترلاسه کړي ده ( ۳) تنه یی سږکال د ماستری تحصیلاتو په موخه خارج ته استول شویدی.استادان یي ټول جدیدالتقرر دي چي اکثریت یي لیسانس او څلور تنه یي ماستران دي . لوړه علمي رتبه په دي پوهنځي کي پوهنیار دي .د تحقیق او ریسرچ په برخه کي نوموړي پوهنځي کومي مهمي لاسته راوړني نه لري.

۵کمپیوټر ساینس پوهنځي :  دا پوهنځي پخوا د ښووني او روزني پوهنځي یو دیپارتمینت وو. د۱۳۹۰ کال راهیسي یو مستقل پوهنځي دي پدي پوهنځي کي د ۱۳۹۰کال راپدیخوا کریدیت سیستم تدریس کیږي . د تحصیل دوره پکي څلور کاله ده او د کمپیوټرپوهنې څانګي اختصاصي مضمونونه یي د نصاب غوره برخه جوړه وي.استادان یي ټول جدید التقرر دي اکثریت یي لیسانس او د کښته رتبو لرونکي دي کافي تجربه نه لري  د استادانو شمیر یی ( ۱۱) تنه  او د محصلانو شمیر یی ( ۳۶۵) تنه دئ .ددي پوهنځي استادانوته د  معلوماتی تکنالوژي  دریاست او د ناټو د راه ابریشم پروژي په چوکاټ کې مختلف ورکشاپونه او تریننګونه ورکړل شویدي . ددي پوهنځي استادان د کمپیوټر زده کړو او د انګلش په برخه کي د (ELCLC) په مالي مرستو د پام وړ خدمتونه د پوهنتون د کارمندانو ،استادانو او محصلانو له پاره سرته رسولي دي .

یو تن یي پدي ورځو کي د ماسترۍ تحصلات په جنوبي کوریا کي بشپړ کړي او بیرته وطن ته راغلي دي . دوه تنه یی دماسترۍ لپاره د جرمني په هیواد کي په تحصیل بوخت دي  او (۳) یی سږ کال د  لوړو تحصیلاتو له پاره خارج ته لیږل  شویدی .د کمپیوټر زده کړه یو پوهنتون شمول مضمون دي چي ددي پوهنځي د استادانو له خوا تدریس کیږي د استادانو تعداد یی کفایت نه کوي د نوموړي پوهنځي استادان د معلوماتي تکنالوژي ، انترنیت او د پوهنتون د ویب سایت په برخه کي د پوهنتون سره همکاري کوي .

۶   اداره او تجارت پوهنځي :  دغه پوهنځي پخوا د حقوقواو شرعیاتو پوهنځي یو دیپارتمینت وو اوس یو مستقل پوهنځي دي . د (۱۳۹۱) څخه پکې کریدت سیستم تد ریس کیږي. د تحصیل دوره یی څلور کاله ده او لیسانس دیپلوم ورکوي .درسي نصاب یی معیاری شویدی . پدی پوهنځي کی د منجمینت ، اداره تشبسات دیپارتمینت د درسي نصاب څخه ګاراخستل کیږي. د اوو کالو راپدیخوا فارغان ورکوي. د استادانو شمیر یی ( ۱۶) تنه او د محصلانو شمیر یی (۳۹۸)تنه دئ.

یادشوي پوهنځي د المان د بوخم پوهنتون سره د لوړوزده کړو وزارت له لاري دهمکارۍ پروتوکول لري. اوس مهال ددي پوهنځي (۶) تنه استادان په بوخم پوهنتون کي عالي تحصیلات کوي . استادان یی جدید التقرر او اکثریت یی لیسانس دي یو داکتر پوهنمل او یو ماستر پوهنیار لري نور ټول پوهیالي دي .نوموړي پوهنځي هم ډیر داوطلبان لري . یاد شوي پوهنځي مستقل تعمیر لري د یو څو اطاقونو څخه یی دمحصلانو د چارو معاونیت استفاده کوي.

۷   د شرعیاتو پوهنځي :  دا پوهنځی څلور کاله د مخه د حقوقو او شرعیاتو پوهنځي یو دیپارتمینت وو. اواوس جلا پوهنځي دي د (۱۳۹۱)کال راپدې خواکریدت سیستم پکې شروع شویدی . د تحصیل دوره پکي څلور کاله ده او د لیسانس په سویه فارغان ورکوي  ، د استادانو شمیر یی ( ۱۰) تنه او د محصلانو شمیر یی ( ۳۵۲) دئ .یادشوي پوهنځي د فقی او قانون دیپارتمینت څخه د(۷) کالو راپه دیخوا فارغان ورکوي .واحد درسی نصاب لری او معیاری  شویدئ .دغه پوهنځي د افغانستان د عدلی او قضایی نظام د تحکیم او ثبات د پروژي د مرستو څخه برخمن  دي .DPK د دوي سره په کتابونو او تجهزاتو کی د حقوقو د پوهنځي سره مساوي مرستي کړي دي .د اسلامي تعلیماتو دیپارتمینت یی رسما منظور شوي دي خو تر اوسه فعال شوی ندي . اسلامي ثقافت چي پوهنتون شمول مضمون دي د شرعیاتو پوهنځي لخوا تدریس کیږي . د استادانو تعداد یی کافی ندي  دا پوهنځي جلا تعمیر هم نه لري د حقوقو د پوهنځي سره یو ځاي په یو تعمیر کی دي . د نوي دیپارتمینتونو د فعال کیدو په صورت کی د تدریسي اطاقونو د کمبود سره مخامخ کیږي.

۸    د ژورنالیزم پوهنځي :    دا پوهنځي در ې کاله دمخه د ښووني او روزني پوهنځي کی یو دیپارتمنیت وو اوس جلا پوهنځي دي د رادیو تلویزون او مطبوعاتو په برخه کی کادرونه روزي د تحصیل دوره یی څلور کاله ده او د لیسانس دیپلوم ورکوي .

ددي پوهنځي داوطلبان ډیر دي . د ۱۳۹۰ کال څخه  په د ي پوهنځي کی کریدت سیستم پلي شوي دي . اکثریت استادان یی جدید التقرر ،لیسانس او کښته علمي رتبي لري.دوه تنه استادان یی د جاپان هیواد کی په ماستري تحصیلاتو بوخت دي  ددې پوهنځی د استادانو شمیر ( ۱۰) تنه او د محصلانو شمیر یی (۳۸۹) تنه دئ.ددغه پوهنځي سره د امریکا د بال سټیټ پوهنتون همکاري لري.متعدد ورکشاپونه اوتریننګونه یی ورته په خارجی هیوادونو کې جوړ کړیدي ، همدا اوس ددې پوهنّځی شپږ تنه استادان USA ته د دوه نیمو میاشتوله پاره تریننګ ته تللی دي.

یادشوي پوهنځي د ځوان غږ په نوم د ایف ایم یوه رادیو لري چی د  PRT  لخوا ورته جوړه شوي دي . دا رادیو اوس محال د ځینو تخنکي ستونزولامله نشرات نه کوي.

۹    د ښووني او روزني پوهنځي :   دا پوهنځي د پوهنتون د پخوا نیو پوهنځیو څخه د ي چي په حقیقت کی د پوهنتون د ملاتیر جوړوي . ددي پوهنځي څخه د ژورنالییزم ،کمپیوټر ساینس (او په ۱۳۹۱ کال کی د ژبو او ادبیاتو پوهځي ) منځته راغلی دي .د استادانو شمیر یی (۲۱) تنه او د محصلانو شمیر یی ( ۱۳۴۳) تنته دئ .اوس مهال درې دیپارتمینتونه لري چی عبارت له ریاضی - فزیک ، کیمیا – بیالوژی او اچتماعی علومو څخه دي .لومړني دوه دیپارتمینتونه د (۷) کالو راپدیخوا د ښووني او روزني په برخه کی فارغان ورکوي چی په ټولنه کی زیاتره د ښوونکی په حیث ګمارل کیږي . د اجتماعی علومو دیپارتمینت سږ کال فعال شویدئ.

د پښتو ادبیاتو دیپارتمینت په تدریج سره لغوه کیږي او د هغي پرځاي د ژبو او ادبیاتو پوهنځي جوړیږي . ددي پوهنځي د تحصیل دوره څلور کاله ده او B.Sc دیپلوم ورکوي درسي نصابونه یی د تجدید په حال کی دي فعلآ د کابل او ننګرهار پوهنتونونو د درسي نصابونو څخه پکی کار اخستل کیږي .د یاد شوي پوهنځي استادان نسبت  نورو پوهنځیو ته دتحصیل درجي او علمي رتبو له مخي ښه دي که څه هم زیاتره استادان یی لیسانس دي ولی یوداکتر او (۵) ماستران هم لري د پوهاند او پوهندوي رتبو استادان هم پکی شته.

ددی پوهنځی استادان په طب ،انجینري ،زراعت،کمپیوټرساینس ،اداره او تجارت کی ساینسي مضامین لکه ریاصیات،فزیک، کیمیا او بیالوژی تدریس کوي او همدارنګه زیاتره کادرونه یی په اداري چارو کی مهم پوستونه لري چی له دي امله د استادانو درسي مکلیفتونه یی ډیر زیات دي . د پوهنځي اوسني تشکیل کفایت نه کوي .

ددي پوهنځي استادانو ته په مسلکی او اداري برخو کی د HEP لخوا متعدد ورکشاپونه او ترینګونه ورکړل شویدي چی د استادانو لپاره ډیر مهم تمام شوي دي .د نوموړي پوهنځي څخه یو تن په ایران او  یو په هند کی د ماستري په کجه  تحصیلات  بشپړ کړی او یو تن یی د PhD لپاره په تاجکستان کی مصروف دئ.

علاوه پردي یو شمیر استادانو یی د چین ،هند ،امریکا او پاکستان هیوادونو د لنډ مهاله بورسونو څخه ګټه اخستي ده.

۱۰- د ژبو اوادبیاتو پوهنځی: دا پوهنځی شږ ګال نوی جوړ شوید ، څلور د یپارتمنتونه لری چې عبارت له پښتو ادبیاتو،دری، انګلیسي او اردو ژبې څځه دي په دې پوهنځی کې هم کریدت سیستم شروع شویدئ.نوموړی پوهنځی دوه ماستران لری ، نور ټول لسانس دي، لوړه علمي رتنه پکې پوهندوی ده ،یو تن یی د کابل د شهید رباني دتعلیم او تربیی پوهنتون څخه ماستری تر لاسه کړیده، اوس مهال  یی درې تنه په داخل کې ماستری ته معرفی شویدی ،د استادانو تعداد یی ( ۱۰) تنه اود محصلانو شمیر یی ( ۲۰۴) تنه  دئ . د اردو ژبې دیپارتمنت هیڅ رسمی استاد نه لری ، په انګلیسی دیپارتمنت کې دوه تنه استادان لري ، سره ددې چې د اردو له پاره مو(۳) او همدارنګه د انګلیسی له پاره مو هم (۳) بستونه څو څو ځلی اعلان کړیدي ځو کادرونه نه پیداکیږي.درسي  نصابونه یی هم تکمیل نه دي . اوس په نظر کې ده چې درسی نصابونه یی د کابل پوهنتو څځه راوغواړو. یاد شوی پوهنڅی هم د لسانس په سویه فارغان روزي او د تحصیل دوره یی څلور کاله ټاکل شویده.

۱۱   پوهنتون:   شیخ زاید پوهنتون په مجموع کی دری معاونیتونه او (11) پوهنځي لري . اداري مرستیال د رتب او معاش د سیستم له لارې ټاکل کیږي. علمي معاوینیت او د محصلانو چارو معاوینیت اکادمیک بستونه دي. پوهنتون قدم په قدم د رشد او تکامل په حالت کی دی په ټولو برخو لکه بشري منابع ، د ظرفیتونو لوړول ،معلوماتي تکنالوژي ، تخنیکي وسایل او تعمیراتو کی پرمختګ لیدل کیږي .نوي دیپارتمینتونه او پوهنځي جوړیږي . د جدیدالشمول محصلانو تعداد کال په کال د تزاید په حال کی دي . اوس مهال(۳۹) تنه استادان په خارجی هیوادونو کی د ماستري تحصیلات کوي او یو تن د دوکتورا لپاره په تحقیق او ریسرچ کار کوي .

په ټولیزه توګه د پوهنتون لوی اکثریت لسانس او ټیټي علمي رتبي لري . د ورزیده او باتجربه علمي کادرونو تعداد ډیر کم دي . په ټول پوهنتون کی د (۶) تنه دوکتور ، (۳۲) تنه ماستر او( ۱۱۹) تنه لسانس دي .د علمي رتبو له مخي یوتن پوهاند (۶) پوهندوي او (  ۱۲ ) تنه پوهنملان دي . متباقي د پوهنیار او پوهیالي علمي رتبي لري.

د علمي ترفیعاتو له مخي هم پوهنتون د پرمختګ په حال کی دي .

پوهنتون د « شیخ زاید پوهنتون پوهنیزه مجله « په نامه علمي مجله لري  چی په ربعوار ډول خپریږي او د ۱۳۸۸ کال راپدیخوا یی په خپرولو شروع کړیده .د ناټو په مرسته د  د وریښمو پروژې په چوکاټ کې د انترنیت پرژوې کارونه ۹۷٪تکمیل شویدی د ویدیو کنفرانس هال فعال شویدی . د بریښنا په برخه کی ستونزي موجودي دي ځکه چی مونږ د جنراتورونو څخه استفاده کوو چی مصارف یی ډیر زیات دي.

پوهنتون د جهانی بانک د شیپ - ۲ په چوکاټ کی د مرستو څخه برخمن دي سږکال د پوهنتون سره دوه لکه امریکایی ډالر مرسته شویده چې د پوهنتون ډیرې نیمګړتیاوې ورباندې پوره شویدی. د تجهزاتو په خریداري کی د پوهنتون د شیپ – ۲ پروګرام د مستوفیت  له خوا د مشکلاتو سره مخامخ دي ځکه چی د حوالو په اجراکولو کی خنډونه ایجادوي.د پوهنتون سره دADT, USAID, HEP, DPK او نورو موسساتو لخوا د پام وړ مرستي شوي دي چی د پوهنځیو د وضیعت په  تشریح کې ورڅخه یادونه شوي ده . څرنګه چی د با تجربه استادانو تعداد محدود دي نو د درس کیفیت هم ډیر ښه ندي که څه هم ټول استادان زیار باسي چی خپل لکچر نوټونه عصري کړي او د نویو ماخذونو او انترنیت څخه استفاده وکړي چی له نیکمرغه اوس زیات شمیرلکچر نوټونه کمپیوټري شوی دي.

د محصلانو د رهایش له پاره د پوهنتون امکانات محدود او کفایت نه کوي . ډیر محصلان  بدل اعاشه او اباته اخلي .قوانین ،مقررات او لوایح په ټولو برخو کی عملي کیږي خو په تآسف سره باید یادونه وشي چی په ځینو برخو کی لکه د وظیفی پاپندي او حاضری دیوتعداد استادانو اومحصلانو له خوا په دقیق ډول نه رعایت کیږي. د بیلګی په توګه ځیني استادان یوازي حاضري امضاء کوي او تدریس ته حاضريږي او پرته له دي په خپلوشخصی کارونو یا نورو موسساتو کی مصروف وي او یا خود سرانه غیرحاضری کوي او بیا وروسته د مریضي او ضروري رخصت رقعی معامله کوي .همدارنګه محصلان د سمستر په شروع او ختم کی په خپل سره ځانته یوه او یا دوي هفتي رخصت ورکوي او درسونو ته نه حاضریږي .خو اوس ددې نواقصو د اصلاح له پاره جدی کار پیل شویدی.

بل مهم فکتور چی د پوهنتون په موجوده وضیعت یی منفی تایثیر کړيدي موجوده حاکمه سیاسی او امنیتي وضع ده . د مثال په ډول د اناث طبقي محصلانو تعداد په پوهنتون کی ډیر کم دي . علت یی امنیتي ملحوظات دي . د کانکور له لاري مونږ ته زیات شمیر اناث محصلان رامعرفی کیږي خو هغوي بیرته ځانونه نورو پوهنتونو ته تبدیلوي.

د پوهنتون د تقرر اوعلمي ترفیعاتو مراحل په مرکزي پوهنتونونو کی اجراکیږي.

پوهنتون د اکاډمیکو او اداري چارودارزونې له پاره علمي او اداري غونډې جوړوي چی په میاشت کې یو ځل کیناستنه لري.

د پوهنتون تقویم د سړو سیمو د پوهنتونونو په شان دي .درسونه یی په ځینو پوهنځیو کی دوه وخته او په ځینو کی یو وخته دي.علاوه په (۱۰) پوهنځیو د شپی پوهنځي هم لري چی د تعلیم او تربیي او ژبو او ادبیاتو پوهنځیو کی فعالیت کوي همدارنګه دښووني او روزني پوهنځي د ښوونکو لپاره داخل خدمت سرویس هم لري .

د پوهنتون په (۹) پوهنځیو کی کریدیت او په یوه پوهنځی  کی سمستري سیستم دي .د رتب او معاش سیستم تکمیل شوي دي چی پدي سره به د پوهنتون ډیري ستونزي حل شي .

د شیپ – ۲ پروګرام په چوکاټ کی سږکال (۱۴)  تنه ماستری ته خارجي هیوادونو ته او (۶) تنه داخلی ماستری ته لیږل شویدي  .

۲:۲ دید گاه (Vision)

د  شیخ ذاید پو هنتون باید د لوړ کیفیت لرونکي موسسه وي چې د افغانستان د پرمختیا،پراختیا او ضرورتونو ځواب ویونکي وي.د ټولنې په اقتصاد او د هیواد په سوکالې او ښیرازې کې فعاله ونډه ولري. ملي عنعناتو او د اسلام مقدس دین ارشاداتو ته احترام وکړي، عصري پوهه او علم خپور کړي او نړیواله پیژندنه ترلاسه کړي.

  ۳:۲ رسالت  (Mission) :

دهیواد دټولو اتباعو لپاره چي د شرایطو واجد وي د لوړو ذده کړوته مساویانه لاسرسی برابرول ، د داسې علمي برنامو رامنځته کول چې دلوړ کیفیت تدریس او تحقیق تضمین کړي، غوره خدمات وړاندې کړي د داسې کادرونو روزنه چې په ملي اقتصاد کې فغاله ونډه واخلي،اقتصادي پرمختیا کې کارنده برخه ولري په اجتماعي پرمختک او ملت جوړونه کې گټور تمام شي او د هیواد په ثبات او استحکام کې مثمر تمام شي.

۴:۲ اهداف: د شیخ ذاید پوهنتون غوره اهداف په لاندې ډول دي:

      دښونیز نظام عصري کول او دوخت او زمان د ضروریاتو سره سم په هغوې کې داسې مناسب تعیرات رامنځته کول چې د هر واحد مشرتابه استادانو او کارکونو مسولیتونه او دندې پکې روښانه تعریف شوي وي یو دبل سره په همغږې کې کار وکړي اود پوهنتون په پراختیا او پرمختیاکې رعنده ونډه ترسره کړی.

Ø      د موثر او لوړ کیفیت لرونکو ښونیزو برنامو په لاره اچول چې محلي ملي او نړیوالو موضوعاتو ته انعکاس ورکړي.او په نړیواله سطحه زمونږ سره د همکارېکولو توان ولري .

Ø      د ظرفیتونو جوړول چې موثر اکاد میک سیستم رامنخته کړي او اعیزمن،تدریس،تحقیق،او خد مات وړاندې کړي.

Ø      یو داسې ښونیز چاپیریال ته وده ورکول چې په هغې کې مثبت انتقادونه، معقولی پوښتنې او مناقشې په ښونیزو مسایلو کې ستایل کیږي.

Ø      محصلانو ته د عوره تدریس او مهارتونو انتقال چې د محلي او ملي ضروریاتونو ځواب ویونکي وي.

Ø      د لنډ مهاله کورسونو دایرول او د نورو پوهنتونوسره د  توامیتونو ایجادول.

Ø      په تحقیق تمرکز کول چې د هیواد د ملي اقتصاد او د ټولنیز نظام لپاره موثر وي.

Ø      د محلي ملي او نړیولو پوهنتونوسره دوه اړخیزه همکاري.

 

۵:۲ د اهدافود لاس ته راوړلو لپاره ستراتيژي:

      پوهتون دپورتنیو اهدافو د لاسته راوړلو لپاره پنځه کلن ستراتژیک پلان لري چې دلوړو ذده کړو د وزارت د ستراتژیک پلان په رڼا کې جوړ شوې دې. دستراتژیک پلان مطابق او د لومړیتوبونو په نظر کې نیولو سره پوهنتون قدم په قدم د پرمختک په حال کې دې او د ستراتژیک پلان پلان مطابق نورې علمي برنامې،دیپارتمینونه او پوهنځې رامنځ ته کیږي په تدریج سره نور تعمیرونه جوړیږي،درسي نصابونه معیاري کیږي،کتابتونونه،او د معلوماتي تکنالوژې مرکزونه جوړیږي،لابراتوارونه تجهیز کیږي،مختلف ترینکونه د کارکونو لپاره جوړیږي،سکالرشیپونه او بورسونه د عالي تحصیلاتو په برخه کې د علمي کادرونو لپاره تداررک کیږي،د پلان مطابق بشري منابع وده او انکشاف کوي.

  دریم فصل

۱:۳: د شمولیت شرایط: اوس مهال پوهنتون (۱۱)پوهنځې لري

    طب،انجینري،زراعت،وترنري،کمپيوټرساینس،اداره اوتجارت  ژورنالیزم،ژبې او ادبيات،شرعیات،حقوق اوسیاسي علوم،ښوونه او روزنه ،د هیواد بچیان چې د شرایطو واجد اواهل دي د کانکورازموینې له لارې پوهنتون ته شاملیږي.هعه څوک چې د کانکور په ازموینه کې مربوطه پوهنځې ته بیالې کیږي د پوهنتون لخوا منل کیږي

      ۲:۳ د فراعت شرایط :

 هره پوهنځې دتحصیل ټاکلي د وره لري د طب پوهنځې د pcb په شمول (۶)کاله دوام کوي او یو کال ستاژ لري انجینري پوهنځې پنځه کلنه او پاتې نورې پوهنځې څلور کلنه تحصیلی دوره لري.  یو محصل هغه وخت فارغ بلل کیږي چې د ازموینې د لایحې مطابق تحصیلي  دوره تکمیل کړي برعلاوه ستاژ،سمینار،مونو کراف، اویا پراتیک تکمیل کړي له فراعت وروسته دطب فارعینو ته د MD دپلوم د  ساینسي علومو فارعینو ته د BSC دپلوم او د اجتماعي علمو فارعینو ته BA ورکول کیږي همدارنکه ترانسکریپونه په پښتو يا انکلیسي ژبو د فارعانو حق دې

 

  څـــــلورم فـصـــــل

۱:۴ درسي نصابونه :

 په پوهنتون کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځې پرته په نورو ټولو پوهنځیو کې کریدت سیستم تطبیق شوې ده په کریدت سیستم کې

     د مضامینو څلور کته کورې تدریس کیږي

 ۱:اساسي مضامین حد اکثر 30%

 ۲:پوهنتون شمول مضامین  12%

۳:مسلکي مضامین حد اقل 50%

۴:ستاژ،مونوکراف،سمینار،یا پراکتیک 8%

۵:اختیاري مضامین 12%

په پوهنتون کې د ځینو پوهنځیو لکه شرعیات، زراعت،اداره او تجارت درسي نصابونه معیاري شوي دي او په نورو باندې کار روان دې .په مجموعه کې ټول نصابونه تجدید شوي دي .

۲:۴ د محصلانو لپاره خد مات او اسانتیاوې

د پوهنتون د اهدافو څخه د غوره تدریس ،تحقیق او خدماتو وړاندې کول دي. د پوهنتون اداره هڅه کوي چې محصلان دعصر د ایجابا تو او ضروراتونو پر بنیاد وروزي . محصلانوته د انکلیسي او کمپیوتر اساسات ورزده کړي .

ددې هدف لپاره انترنیت او کتابونه او لابراتوارونه د دوې په اختیار کې ورکول کیږي .علاوه پردي د بې وزله محصلانو لپاره د لیلې اسانتیاوې موجودې دي او یو زیات شمیر محصلانو ته بدل اعاشه ورکول کیږي د محصلانو لپاره د ورزش او ساعت تیرې اسانتیاوې په پام کې نیول شویدي . همدارنکه د کمپیوتر ذ ده کړو لپاره اضافي ترینکونه ورکول کیږي

۳:۴ د پوهنتون د انکشاف راتلونکي پلانونه

پوهنتون د خپل ستراتیژیک  پلان له  مخې البته د ټولنې د ضرورتونو په بنسټ نوي علمي برنامې،شپې پوهنځې ،نوي دیپارتمنونه او پوهنځې ایجادوی.

په نظر کې ده چې په راتلوني دوو کالونو کې د ریاضي،فزیک،کیمیااو بیولوژي نوي دیپارتمنونه جوړکړي.د فارمیسی پوهنځي ایجاد کړي. د اقتصاد په برخه کې نوي دیپارتمنونه جوړ کړي.او همدارنکه په کمپیوترساینس او زراعت کې د شپې پوهنځې تاسیس کړي .کریدت سیستم ته وده او پرمختیا ورکړي .د ماسترې او دوکتورې لپارهزیات شمیر استادان عالي تحصیلاتو ته واستوي. د جهاني بانک له مرستو څخه د لابراتوارونو په تجهیز کې پراخه کټه واخلي او د طب پوهنځې کادري روعتون فعال کړي د خپلو کارکونکو لپاره لنډ مهاله ترینکونه جوړ کړي تحقیق ریسرچ په برخه کي خپلې هلې ځلې کړندې  کړي .د داخلي او خارجی پوهنتونو سره توامیتونه ایجاد کړي.یو مناسب د ذده کړې چاپیریال رامنځ ته کړي.

دغه مرام نامه په څلورو فصلونو او (  ) مادو کې د پوهنتون د علمی شورا په ۲۳/۱۲/۱۳۹۱ ګڼه غونډه کې منظور او د ریاست مقام لخوا تائید شوی ده.

ــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

 

د پوهنتون د ځانی ارزونې کمیټې مشر 

د پوهنتون علمی مرستیال   

پوهنیارمیر خبیب شاه ننګمل