عمومي کنفرانسونه

 

بسم الله الرحمن الرحیم

د ارواښاد استاد محمد صدیق روهي د زوکړې د اتیایم کال په مناسبت علمي غونډې ته د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهور رییس پیغام!

 

 د خوست د شیخ زاید پوهنتون له مشرتابه هیات او ټولو هغو کسانو مننه کوم چې د افغانستان د شلمې پیړۍ د لوی لیکوال او څیړونکي ارواښاد محمد صدیق روهي د زوکړې د اتیایم کال په مناسبت یې د یوې علمي ناستې او یادغونډې بندوبست کړی دی. ارواښاد روهي خپل عمر د علم او ادب خدمت ته بیل کړ او د څیړنې د نویو روشونو په رڼا کې یې په مختلفو علمي او ادبي موضوعاتو لیکنې وکړې. په  افغانستان کې د څیړنې د نوي میتود په معرفي کولو، د معاصر ادب د تاریخ په لیکلو، د ادبیاتو د تیوري په وړاندې کولو او د اجتماعي علومو له مختلفو موضوعاتو سره د ځوان کهول په اشنا کولو کې د استاد روهي نقش د هیریدو نه دی. ده له هنري نثرونو رانیولې تر قاموس لیکنې پورې پښتو ژبې او ادب ته په مختلفو ساحو کې کار او خدمت وکړ او یو داسې علمي میراث یې پریښود چې راتلونکي کهولونه به هم استفاده ورنه کوي.

 د هیواد او ټولنې د واقعي خدمتګارانو لپاره یادغونډې او لمانځغونډې ځوان کهول ته فرصت ورکوي چې له خپلو مشاهیرو سره لا زیات اشنا شي او د هغوی له ژوند، هڅو، کامیابیو او ناکامیو الهام واخلي. زه د دې غونډې له جوړوونکو، له هغو پوهانو څخه چې د استاد روهي په باره کې لیکنې او ویناوې اوروي او د غونډې له برخه والو یو ځل بیا مننه کوم او هیله څرګندوم چې د استاد روهي په باب خورې ورې لیکنې په یوه جامع کتاب کې راټولې او خوندي شي.

 

 د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رییس، محمد اشرف غني

د کاندید اکادمیسن سر محقیق محمد صدیق روهی علمی سیمنار ته د شیخ زاید پوهنتون  د ریس پوهنوال محمد رسول باوری پرانستونکې وینا

د ستر څښتن په سپېڅلی نامه

ښاغلو  میلمنو :

خوشاله یم چې په شیخ زاید پوهنتون کې د هیواد د نامتو پوه او ټولنیز شخصیت د زوکړې د اتیایمې کالیزې په مناسبت د علمي سیمنارلپاره تاسو ته هرکلی وایم .

شیخ زاید پوهنتون د ۱۲کالو راهیسې په پرلاپسې توګه د ودې او پرمختیا ګامونه اخلي د پوهنتون دا وده عمدتاً د دریو عواملو پایله ګڼل کیږي، لومړی د پوهنتون د منسوبینو د زړه د اخلاصه هڅې، دوهم د پوهنتون سره د خوست میشتې ولس مینه او دریم د خوست ولایت اداره چې په پرلاپسې توګه یې د پوهنتون ملاتړ کړی دی.

د همدې سیمه ایزو مناسبو شرایطو له امله شیخ زاید پوهنتون د هیواد د سترو پوهنتونونوپه شمیر کې خپل ځان ته وړ موقف ګټلی دی، د هیواد د ۲۴دولتي پوهنتونونو تر منځ یې نهم مقام ته ځان رسولی دی، ددې مقام ګټل د هغو پرلاپسې هڅو نتیجه ده چې دلته یې په لنډه توګه څو بیلګې یادوم.

لومړی:د علمي مقام د حاصلولو لپاره یې د لوړو زده کړو محترم وزارت له لورې  د تضمین کیفیت د معیارونو پر بنسټ د مثبتې ارزونې درجه ګټلي ده، په داسې حال کې چې د شیخ زاید پوهنتون وړاندې اته پوهنتونو کې هم داسې پوهنتونونه سته چې د مثبتې ارزونې درجه یې نه ده تر لاسه کړي.

 دویم :د شیخ زاید پوهنتون په دې ورستیو کې د هیواد په کچه د هغو پوهنتونونو سره سیال سو چې د خپلو کادرونو د جذب لپاره خپله ازموینه اخلي خپله ارزونه کوي او ټول مراحل یې د لوړو زده کړو محترم وزارت د اصولو سره سم پرمخ بیایی .

دریم: شیخ زاید پوهنتون په دې ورستیو کې د پوهنتونونو د نړیوالې اتحادیې اړین شرایط پوره کړه او د نړی د پوهنتونونود نړیوالې اتحادیې غړیتوب یې وګاټه.

څلورم: د کانکور د عمومي ازموینې پرته د نورو ټولو کانکورونو صلاحیت او وړتیا یې تر لاسه کړيده په دې وروستیو کې یې د دولسمو، د شپې او څوارلسمو ټولګیو د فارغینو د ورځې او شپې ازموینې واخستلې او په پوره شفافیت یې د هغو ارزونه هم وکړل.

پنځم:اوس مهال په شیخ زاید پوهنتون کې د نوټ ورکولو او دیکتې شیوه ختمه ده او ټول استادان د خپلو مضامینو لپاره د علمي شورا له لوري د منل سویو مفراداتو پر بنسټ د لکچرنوټونو او چاپ سویو کتابونو په وسیله تدریس کوي.

شپږم :شیخ زاید پوهنتون د ټولو دیپارتمنتونو او ټولو پوهنځیو لپاره د اکادمیکو اصولو سره سم، مشخص اهداف ټاکل سوي او د لوړو زده کړو محترم وزارت د علمي چارو د انسجام ریاست له لوري منل سویدی.

اووم:یواځې په تیرو ۲ کالونو کې د بیلابیلو پوهنځیو لپاره د شاوخوا دیرشومیلیونو افغانیو په بیعه د لابراتوارونو د اړتیا وړ تجهیزات او وسایل پیرودل سویدی، چې د محصلینود عملي کارونو په  ظرفیت لوړولو کې اغیزه خورا مهمه ده،چی پرون ورڅ یی د اتو لابراتوارونو او د څوان ږغ راډیو پرانسته وسوه . دا او په دې ډول نورې علمي بریاوې سته چې شیخ زاید پوهنتون د هیواد په کچه نهم مقام ګټلی دی،په دې اړه پر ځای ګڼم چې ددې مقام مبارکې تاسو ټولو حاضرینو ته ووایم، د پوهنتون دا بریا دی ستاسو مبارک وي چې په وده ورکولو او تر دې مقامه په رسیدلو کې تاسو ونډه اخیستي ده.

اوس مهال د شیخ زاید پوهنتون (۸۵۰۰)تنه محصلین لري، چې د(۲۳۰)تنو استادانو لوري یې د تدریس پروسه پر مخ بیول کیږي، ددې محصلینو او استادانو د علمي او ادادري چارو د تسهیلاتو لپاره (۱۱۲)تنه مامورین او همدارنګه (۱۰۸)تنه کارګران په زیار بوخت دي، په داسې حال کې چې درې کاله وړاندې د محصلینو شمیر۴۵۰۰تنه د مامورینو شمیر یې ۷۴ تنه او د کارګرانو شمیر یې ۸۲ تنو ته رسیدی چې دا ټولې شمیرې ددې پوهنتون د چټکې ودې لوری ښیی.

په تیرو دوو کالونو کی مو د پوهنتون لپاره یوکتابتون ودان کړی او ګټی اخستنی ته اماده سویدی او د دوه نیم ملیونه دالرو په قرارداد مو د یوه څلورپوړیزه تعمیر ودانی د شرعیاتو پوهنڅی لپاره پیل کړی او چاری یی په سلو کی  لس پر مخ تللی دی . د دې تر څنګ مو د څه ناڅه یو نیم ملیونه افغانیو په بیعه د لیلې او تدریسی ودانیو د کانالزاسیوون ترمم وکړ .او دا دی د څه د پاسه یږ نیم ملیون افغانیو په بیعه مو د پوهنتون لپاره د وایرلس انترنیت فعال کړ.ددې ټولو بریاو سره سره زیاتې ستونزې هم لرو چې په لنډه توګه یې یادول اړین ګڼم.

لومړی ستونزه: شیخ زاید پوهنتون ۱۶ پوهنځی لري خو د تدریس لپاره (۸)ودانی  سته چې په هیڅ صورت بسنه نه کوي لږ تر لږه  اته نویو تدریسي ودانیو  ته اړتیا لرو.

دوهمه ستونزه: شیخ زاید پوهنتون د طب پوهنځی لپاره د کادري روغتون نه فعالیدل دی. په داسی حال کی چی شپږ کاله وړاندی یی ودانی جوړه سویده . زه یو ځل بیا د لوړو زدکړو د محترم وزارت پر مسولینو ږغ کوم چی که دا روغتون ژر ترژره فعال نه سی ، د شیخ زاید پوهنتون د ادارې او محصلینو د سخت غبرګون  سره به مخامخ سو .

دریمه ستونزه: د شیخ زاید پوهنتون علمي او اکاډمیکې چارې په پرلاپسې توګه د بریښنا د نه لرلو له امله ټکنی دی مونږ د سولر سیستم یا دوامدارې بریښنا ته جدي اړتیا لرو.

څلورمه ستونزه: شیخ زاید پوهنتون اوس مهال (۸۵۰۰)تنه محصلین روزي ددې لپاره د استادانو د تشکیل زیاتوالی د مامورینو او همداشان د کارګرانو د تشکیل زیاتوالی زیات اړین دی.

پینځمه ستونزه : د شیخ زاید پوهنتون په دې وروستیو کې د خوست ولایتي ادارې په مرسته او ملاتړ د اوه سوه ( ۷۰۰ ) جریبه ځمکې د کروکی ټول قانوني پړاونه طی کړي او اوس مهال د لوړو زده کړو او کرهڼې محترمو وزارتونو تر منځ د نورو پړاونو تیرولو ته انتظار باسي هیله ده  چې په ولسی جرګه کی د خوست ولایت محترم استازی ددې پړاونو د نهایی کولو او د احاطې جوړولو لپاره مرسته وکړي چې د پوهنتون ملکیت د غصب څخه وژغورل سي ، ددې ستونزو سره سره د شیخ زاید پوهنتون د ادارې او منسوبینو په استازیتوب تاسو ته ډاډ درکووچې موږ د شیخ زاید پوهنتون ټول منسوبین به ددې وطن ځوان نسل په هیوادنی مینه او مسلکي وړتیا وروزواو خپل هیواد او ولس ته به یې د علمي کادرونو په توګه وړاندې کړو.

د شیخ زاید پوهنتون د وروستیو بریو یوه لړی د استادانو او محصلینو د علمي سیمنارونو دایرول دي، پوهنتون په پرلاپسې توګه د هر سمیستر په جریان کې یو د محصلینو او بل د استادانو علمي سیمنارونه جوړوي، د بیلګې په توګه په تیرو دریو کالونو کې یې د نورو علمي سیمنارونو په لړ کې د میرویس نیکه د زوکړې د کالیزې په ویاړ علمي سیمناربیا یې په هیواد کې د سیاسي واک د سوله ایز انتقال په ویاړ او دادی اوس مهال یې د هیواد د نامتو عالم کاندید اکادمیسین سر محقیق محمدصدیق روهي علمي سیمنار جوړ کړی دی.

کاندید اکادمیسین سرمحقق محمدصدیق روهي اتیا کاله وړاندې په خوست کې سترګې نړی ته پرانیستې خو په خوست پورې محدود پاتې نه سو بلکې د هیواد په کچه د یوه برلاسي څیړونکي او د ژور فکر لرونکي عالم په څیر وپیژندل سو او د درنښت وړ وګرځیدی خدای بخښلی روهي نه یواځې دا چې د خوست ویاړ او شمله ده بلکې د هیواد د پوهې او لیاقت هغه ستوری دی چې د هیواد نسلونه نسلونه به یې  په رڼا کې روزل کیږي.

د شیخ زاید پوهنتون ته د ویاړ ځای دی چې د هیواد د یوه ستر عالم کاندید اکادمیسین سرمحقیق محمدصدیق روهي د زوکړې د اتیایمې کالیزې په مناسبت یې ددې علمي سیمنار تابیا کړیده، په دې علمي سیمنار کې به د هیواد څیړونکي محققین او برلاسې لیکوالان د مرحوم روهي د ژوند، کار او زیار پر بیلابیلو خواوو خپلې لیکنې او مقالې درنو ګډون والو ته وړاندې کړي.

د خوشالی ځای دی چې د هیواد د بیلا بیلو علمي موسیسو او پوهنتونونو وتلي پوهان لیکوالان او څیړونکي راسره مل او زمونږ دا سیمنار یې پرتمین کړیدی،زه د شیخ زاید پوهنتون د ټولو منسوبینو په استازیتوب تاسو ټولو ته ښه راغلاست وایم او د ګډون هر کلی مو کوم.

خدای مو راوله ، هر کله راسی! مــــننــــــه