د شیخ زاید پوهنتون لپاره پنځه کلن ستراتيژیک پلان

سریزه :

 څرنګه چی خوست یو سرحدي ولایت دی او تل یې د دوست او دښمن لپاره یوځانګړی ارزښت او اهمیت درلودلای دی. نودخوست همدغه جیوپوليټکي ارزښت له یوې خوا او دعلم اوپوهی سره دخوست دخلکو بی ساري مینې او علاقې له بلې خوا ،خوستیان دې ته وهڅول چې دوې دی هم په خوست کی یو پوهنتون ولری. ځکه له دغی لاری دخوست دځوان نسل او نوروافغانانودزده کړې اوتحصیل کچه لوړیدلای او په سیمه کی یو مثبت او رغنده بدلون راتلای شي.

دوې پوهیدل چې دیوه ملت پرمختګ دلوړوزده کړوپریوه غښتلی نظام پورې تړلی دی، دیوې عصري او پرمختللي ټولنې، اقتصاد ، فرهنګ او غښتلتیا دهغې د وګړوپرزده کړه ، په ځانګړی توګه د لوړوزده کړو د مؤسسو په مرسته چې ملي اړتیا وې اونړیوال معیارونه خوندي کوي، غښتلی کیږی.

لوړې زده کړې دیوې مدني ټولنې درامنځ ته کولواو ساتلولپاره پوه اومتفکرکسان روزي. له دغه امله هغه ټولنه چې اقتصاديې مخ پروده وي په هغې کې دبیکارۍ، فقراو بیوزلۍ ستونزی او همدارنګه ټولنیز، سیاسي او اقتصادي پرابلمونه په ډېرې هوښیارۍ سره د پوهنتونونواو لوړوتحصیلي مؤسسوپه مرسته حل کیدای شي.

همدغه امرونه او غوښتنی ددې سبب شوي چی دخوست علماو، سپین ږیرو او روشنفکرانو، مدني ټولنواو دوخت حکومتی چارواکوپه ګډه پریکړه وکړه چې دمهاجرت په دیار، پښورکی افغان پوهنتون دی چی هلته يی نوره د دوام شیبی پای ته رسیدلې وې، خوست ته رسما ً راولیږدول شي، داهڅې روانې وې بالاخره دافغانستان دمنځ مهاله ادارې دمشرسره دخوست دخلکودیوی کتنی په ترڅ کی داغوښتنه وشوه چی افغان پوهنتون دی خوست ته منظورشی، په نتیجه کی ښاغلي ولسمشرجلالتمآب حامد کرزی په ډېرورین تندي دخوست دپتموخلکودغه غوښتنه ومنله او رسما ً یې دیوه فرمان په صادرولوافغان پوهنتون خوست ته منظوراودفرمان له صادریدو وروسته، دخوست پوهنتون په نامه ونومول شو.

کله چی پوهنتون خپل علمي اواکاډمیک فعالیتونه پېل کړل نو په مخه کی یی یولړ بودجوي ، تدریسي او اداري ستونزې موجودې وي خودخوست په علم او پوهه مینوخلکو دکلیواوبانډوڅخه نیولي بیا ترښاره پورې خپلې ډول ډول مادي اومعنوي مرستې پېل کړې ، ددغومرستوپه برکت اوهمدارنګه له پیښورڅخه دڅوتنواستاذانواو مامورانواو په خپله په خوست کې دیوشمیرعلمي او مسلکي اشخاصوپه مرسته اواستعانت پوهنتون ورو ورو په پښو ودرید، په ډېره کمه موده کې له کابل ، ننګرهار او له هیواد څخه بهر خوستوال استاذان هم دخپل تاریخي رسالت دسرته رسولو په مناسبت له هغو خپلوپخوانیووظیفوڅخه منصرف او دخپلواولادونو، وروڼو، او خویندو دښې روزنې په خاطريې داستاذۍ سپیڅلې او له ویاړه ډک خدمت ته مټی راونغښتی، دوخت څخه په ګټه اخیستنې دپوهنتون ادارې هم هڅه کړیده چی ځوان فارغان، چی د کار شرایط یی پوره کړي وي، وخت په وخت پوهنتون ته جذب او داپروسه اوس هم روانه ده.

داچی پوهنتون دیوه کال نه بل کال ته دپرمختیا او پراختیا په حال کې دی او معاصره تکنالوجې هم په چټکتیا سره خپل صعودي سیر سرته رسوي، بناً موجوده استاذان دپوهنتون دبقااو پایښت لپاره کافي نه دي. زموږامید دادی چی دغه مآمول به مو نوره هم پیاوړی او غښتلی شي.

په اول سرکې پوهنتون په یوه محدوده محوطه  (میخانیکي لیسه) کې په فعالیت پېل وکړاو کومه ځانګړې ځمکه او ودانۍ یې نه درلودې، خو له نېکه مرغه ډېروخت نه وتیرشوی چې دپوهنتون لپاره (۷۵۰) جریبه دولتی ځمکه ځانګړې شوه. دپوهنتون رهبرۍ او په خلیج کی خوستیو مسافرواو دخوست فرهنګیانو، دمتحده عربي اماراتو دشیخانومرستې راجلب کړې او دوې یې دې ته وهڅول چې دپوهنتون لپاره یو کمپلکس جوړکړي، هغه وو چی دنوموړې ځمکې په یوه برخه کې داکارهم ترسره شو، اوس مهال پوهنتون یوجومات (۸) تدریسي تعمیرونه (۸) شپېغالي(دلیلې تعمیرونه) او یوه دوه پوړیزه اداري ودانۍ او یو خوړنځی (طعام خوری) لری.

اوس نو پوهنتون شکردی ، دپراخی ځمکی ، ښوکادرونو، ښی رهبرۍ درلودونکی او د ټولنی او دولت پراخ ملاتړاو ژمنتوب یی په برخه دی. خو ددې سره سره داچې پوهنتون دپراختیا په حال کې دی او دمحصلانو شمیر کال په کال زیاتیږي نو دیولړستونزوسره لکه: دپوهنځیولپاره دلابرتوارونو، دتدریسي او لیلې لپاره دتعمیرونو او داستاذانولپاره ددولتي هستوګنځیو د ودانیونشتوالى، د‌طب پوهنځی لپاره دفعال روغتون نه موجودیت، څیړنیز مرکزاو مجهزکتابتون نه درلودل او د نوروځایوسره دانټرنیټ په ذریعه دهغودنښلولو داسانتیاوود نشتوالی سره، مخا مخ دی.

له بلی خوا دپوهنځیودشمیرکموالی او په پوهنځیوکی د ډیپارټمنټونوکموالی هم هغه ستونزې دي چې دپوهنتون په مخ کې پرتې دي. سره ددې چې پوهنتون اوس مهال یوشمیر کادرونه او اداری پرسونل لری خو لکه څنګه چی مخکی یادونه وشوه، پوهنتون دغوړیدو اوپراخیدو په حال کی دی نوشته تدریسي او اداري پرسونل دپوهنتون دغوښتنومطابق اړتیاوته ځواب نه شي ویلی، دبلې خوا په موجوده تدریسي برخه کی دماسټرانواو دکتورانو شمیره ډیره کمه ده ،په څنګ کې یې غیر کادری پرسونل هم کم دی او مسلکي زده کړې یی ټیټې دي، ښځینه محصلانې خو په پوهنتون کی بالکل د ګوتوپه شمیر دي، پوهنتون لاددی جوګه نه دی چی دزده کړې او تحصیل دښه څرنګوالی درسي پرمختللی نصاب، چې دلوړو زده کړو لپاره ایجاب کوي، چمتوکړي.

دپورتنیومشکلاتوسره سره، دولت، ټولنه، ځايي بسپنه ورکوونکی لکه  پی.آر.ټی  او دمخدره موادو پرضددمبارزی وزارت دپوهنتون څخه پراخ ملاتړ کوي. دهیواد په کچه داوسنیوامنیتی ستونزو موجودیت چی خوست یې هم یوه برخه ده دزده کړې او تحصیل په لاره کی یوه لويه ننګونه ده. دهیواد فقراو نیستي او په بهرنیومرستوباندی اتکا کول دپوهنتون دخدمتونو پایښت هم د ننګونی سره مخ کړی دی.

خو دپوهنتون ادارې پتيلي ده چی باید دځوانانولپاره دزده کړې او تحصیل داسې فرصتونه برابرکړی چې دهیواد دراتلونکي لپاره په ملي روحیه داسې کارپوهان، چی دملی پرمختیاپه ټولوبرخو کی ونډه واخلي، وروزي. غوره او لایق ځوانان باید دلوړو زده کړو مؤسسو ته لاس رسی پیداکړي چې راتلونکی نسل ته دداسې پوهومشرانو، روڼ اندو، او کارپوهان شتون ډاډمن کړي چې  دیوې دموکراتیکې ،باثباته او سوکاله ټولنې په پرمختګ کی خپل نقش ولوبوی.

دپوهنتون اداره مکلفیت لری چی له شته امکاناتو څخه په فوق العاده ډول ګټه پورته کړې او نوي بیلابیل پوهنځي او په پوهنځیوکی دوخت دغوښتنو پربنسټ نوی ډیپارټمنټونه ، داخل خدمت  کورسونه  او د شپې پوهنځي  رامنځ ته کړي چی پوهنتون وکولای شي په راتلونکې کې دپوهې خپروونکی او عرضه کوونکی شي.

شیخ زاید پوهنتون دلوړو زده کړو وزارت سره په کرښه تر ۱۳۹۳ کال پوری باید دشپږو زرو محصلانو وړتیا ولري او هم دټولنې کالج (Community College (یا تخصصي فاکولتی رامنځ ته کول یوه اړتیا بولي. که نه نو امکان لری چیې ډېرلایق ځوانان به پرته له دی چې بې مهارته دندې خپلې کړي او یا دبیکارانو په ډله کی ورګډشی ، بله چاره ونلري چې دا دملت او ټولنې لپاره یوستر زیان دی .

 

د خوست شيخ زايد پوهنتون اوسمهال د اوو پوهنځيو درلودونکى دى، د يوه

کا ل نه بل کال ته دغوړېدو په حال کې دى.                

:( Vision) لر لید       

          شیخ زایدپوهنتون  د یو داسې لوړ او با کیفیته  سیستم څخه بايد برخه من وي  چی د افغانستان د پرمختگ  او ټولگټو ضامن ،   ملی ارزښتونو ته ژمن ،   په پرمختللي علمي پوهه سمبال  ، دیوې ښې رهبرۍ او مدیریت خاوند وی اوپه  نړیواله ټولنه کې  لوړ اعتبار

و لري.

 

(Mission) رسالت 

        ټولو وړ کسانو ته چې په  علمي او اکاډ میکو شرایطو برابر وي د لوړو زده کړو د انډولیز لاس رسی  د لارې هوارول،  دلوړو زده کړودبنسټونو رامنځ ته کول چې د ښه  تدريسي او څیړنیزو خدماتو جوگه وی . ټولنی ته دداسې فارغانو وړاندې کول چې په اقتصادي نړۍ کې د سیالۍ وړتیا ولري او په اقتصادي وده، ټولنيز  پر مختگ ، ملي وحدت او د افغانستان په ثبات کی ونډه واخلي.

(Values) ارزښتونه

·         با کيفيته  لوړې زده کړې

·         د ملی يووالى ټينګښت

·         اخلاق او کرامت

·         انډولتیا

·         سالمه اداره     ،اغېزمنتوب،ګټورتوب

·         دپوهنتون اکاډيميکه ازادي

·         حساب ورکونه

 

 باکېفيته لوړې زده کړې:

           په دې کې شک نشته چې د یوه ملت وده او پر مختگ نیغ په نیغه د لوړو زده کړو   د ښه څرنگوالی سره تړاو لري . هیڅ ملت به تر هغې پورې اقتصادي وده ونکړي چې د یوه ښه او با کیفیته لوړو زده کړو څښتن نه وي . لکه څرنکه چې په اقتصادي وده کې کيفيت مهم رول لري، له دې امله د خوست شېخ زاید پوهنتون دلوړو زده کړو دوزارت د پالیسیو او ستراتیژیو په رڼا کې هڅې کړیدي چې  د کیفیت د ښه کیدو دپاره ځانگړي موخې و ټاکي او کوښښ کوي چې ښه تعلیمی نصاب ولري او یو د استخدام روڼ سیستم ولري. څیړنیز او نشراتي پروگرامونه رامنځته اوپیاوړي کړي. هڅه کوي چې کتابتونونو او معلوماتي ټیکنالوژۍ او انټرنیټ  ته لاس رسی پیدا کړي. د ماسټرۍ  او د انگلیسي ژبې د زده کړې د پاره پروگرامونه په کار واچوي.

د ملي وحدت ټينګښت:

         د ملي وحدت په غښتلتیا کې د لوړو زده کړو  مؤسسې ، دولتي وي يا خصوصي،   بنسټیز او کلیدي رول لري. د خوست شیخ زاید پوهنتون هم ددې جملې څخه يوه فعاله مؤسسه شمیرل کیږي. په نوموړي بهیر کې  د پوهنتون د بنسټونو رغول  دښو کتابتونونواو لابراتوارونو  درلودل ،معلوماتي ټیکنالوژۍ او انټرنیټ ته لاس رسی، شامل دي.

       په پوهنتون کې یو شمیر بدلونونه یو لړ ارزښتونو ته ژمن دي چې د ملي وحدت په غښتلتیا کې نیغ په نیغه رول لري ، دټولو افغانانو ژمنتیا تر لاسه کوي چې ټول افغانان په گډه د یوه افغانستان څخه ساتنه  وکړي.

 اخلاق او کرامت:

           دخوست شیخ زاید پوهنتون ټول تعلیمي بنسټونه باید اخلاقي ارزښتونو ته ژمن وي . انساني کرامت خفظ او متقابل احترام ولري او د اخلاقي کرامت يو سمبول يا نمونه و اوسي چې ددوې ددغه اخلاقي کرامت څخه محصلان الهام واخلي او د راتلونکې دپاره یی ښه رهبران وروزی. لوړې زده کړې، څېړنیزې کړنې او نور اړوند  خدمات ددې دپاره ترسره کیږي  چې د ټولنې د خیر ښېگڼې په خاطر  حقیقتونه راپیدا کړي   پېچلي مشکلات حل کړي او په ننگونو بر لاسي شي. بالاخره هغه محصلان چی د لوړو او عالي اخلاقو او کرامت درلودلو  سره په څنګ کې علم اوپوهه هم ولري، دیوه ښه افغان په حیث به  ددې وړتیا ولري چې د هېواد په ښیرازۍ او پایښت کې فعاله ونډه واخلي.

 انډولتیا يا برابري:

           هغه غیر انډولیز او بې انصافه حالتونوته چې په ټولنه کې په  مېراث پاته دي  با ید د پای ټکی کیښودل شي. دخوست شیخ زاید پوهنتون به د زړه له تله هلې ځلې وکړي چې د پوهنتون په چوکاټ کې ټولنیز عدالتونه رامنځته کړي ، بې وزله او هغو محصلینو ته چې لیرې پرتو سیمو کې پراته دي د تحصیل زمینه برابر ه کړي. د موقع نه په گټه اخیستو سره هغه ښځینه قشر چی تر اوسه د لوړو زده کړو څخه بې برخې پاته دي، د لوړو زده کړو زمینه نده ورته مساعده شوي، پوهنتون به د عام پوهاوي نه په ګټه اخيستو سره  ښځې دې ته وهڅوي چې په لوړو تحصيلاتو کې ونډه واخلي او هڅه به وکړي چې په علمي کادر کې يې هم جذب کړي . متاَسفانه اوس مهال په علمي کادر کې ښځينه کارکوونکې نشته .

            دخوست شیخ زاید پوهنتون به د انډولتيا په تګلاره باندې کار وکړي او د نوموړي تګلارې د پلي کيدو څخه به پوهنتون  د لوړو زده کړو محترم وزارت ته کلنى راپور وړاندې کوي. دخوست شیخ زاید بوهنتون به د متقابلو ليدنو په ترڅ کې د نورو لوړوزده کړو مؤسساتو څخه تجربې تر لاسه کړي او هم به خپلې تجربې د نورو سره شريکې کړي.

سالمه، اغيزمنه او ګټوره اداره :

           که څه هم د اغيزمنتوب  او ګټورتوب تلن لاره يا پرنسيپ يو له بله سره تړاو لري، ولې په خپل منځ کې يو له بله توپيرهم لري. د لوړو زده کړو اغيزمن سيستم  کې تحصيلي مؤسسې داسې کار کوي چې خپلې موخې او هدفونه تر لاسه کړي، په ګټور سيستم کې  تحصيلي مؤسسې په سمه توګه کار کوي او شته زېرمو څخه اعظمي ګټه اخلي، ددوه ګونيتوب او ضايعاتو څخه يې مخه نيسي چې دلوړوزده کړود مؤسساتو سيستم پرمختلونکي ټولنيز او اقتصادي خدمتونه افغانانو ته وړاندې کړي.

              داغېزمنتوب  او ګټورتوب د پاره يو ښه او سالم اداري چاپيريال په کار دى. دخوست شیخ زاید پوهنتون به پورته اصل ته په کتو سره هلې ځلې وکړي چې شته زېرمې( بشري، مالي ..) په اغېزمن او گټور  ډول وکاروي چې خپلې ټاکلې موخې په ښه ډول لاس ته راوړي.

 د لوړو زده کړو د بنسټونواکاډيميکه ازادي:

               دخوست شیخ زاید پوهنتون به د لوړو زده کړو محترم وزارت د تګلارو په رڼا کې د خودمختارۍ د اصل نه په ګټه اخيستو د ځان دپاره مالي منابع پيدا کړي، د محلي بسپنه ورکوونکو سره به اړيکي غښتلي کړي چې اړيني مرستې ورڅخه لاس ته راوړي، د خپلي خوښې څيړنيز پروګرامونه به په کار واچوي او پايلې به يې د بهرنۍ مداخلي پرته  خپرې کړي، د تعليمي نصاب په طرحه به کار وکړي خپلې نظريې به د لوړو زده کړو محترم وزارت سره شريکي کړي ،په ازاد ډول به محصلان پوهنتون ته داخلوي او همدارنګه به اکاډميک  شخصيتونه په دندو، و ګماري.

حساب ورکونه:

            دخوست شیخ زاید بوهنتون ژمن دى چې خپلې ټولې اړوندې چارې په يوه روڼ چاپيريال کې تر سره کړي.  دخوست شیخ زاید پوهنتون به زيار وباسي چې دولت، کارمندانو  او محصيلينو ته حساب ورکړي. پوهنتون به ټولو اړوندو ارګانونوته  د محصلينو دفراغت د څرنګوالي ځواب ويونکى وي. زښتې زياتې هلې ځلې به وکړي چې ټولنې ته داسې فارغان وړاندې کړي چې ټولنې ته مسوول وي.

           څرنګه چې د  لوړو زده کړو   وزارت دخپل ستراتيژيک پلان له مخې پوهنتونونوته مالي خود مختاري ورکوي، نو  ، خو تحصيلي مؤسسې او پوهنتونونه  هم مسؤوليت لري چې وزارت ته د خپلو کړنو او پايلو څخه خبر ورکړي.

موخې:

د پوهنتون په کچه   

·         د تحصيلي مؤسسو موډرن کول او په هغوې کي مثبت بدلون راوستل چې د مديريت، استادانو او کارمندانو نقش په واضح ډول معلوم وي، او اداري جوړښت يي د همکارۍ او همغږۍ په چاپيريال کې فعاليت وکړي..

·         د ښه کيفيت او اړوندو اکاډميکو پروګرامونو وړاندې کول چې ملي او سيمه ييزو اړتياوو ته ځواب ويونکي وي او د نړيوالې سيالۍوړتيا ولري.

·         د دې وړتيا پر بنسټ   د ترفعيګانو او مکافاتو   د يوه  راڼه اکاډميک  سېستم رامنځته کول چې د هغه پذريعه به تدريسې، څېړنيزي چارې او نور خدمات ارزول کيږي.

·         د يوه داسې علمي  چاپيريال رامنځته کول چې په هغه کې به ازاد بحث ،پوښتنې او رغنده نېوکې د پوهنتون د لوړو نورمونو څخه شميرل کيږي.

·         د مسؤولو، روښان فکرو او ژمنو هېوادوالو په روزلو کې ونډه اخيستنه چې د ښې وړتيا لرونکي وي ، ټولګټو او متقابل احترام  ته ژمن  وي.

·         په تدريسي او زده کړه ييزو چارو کې د کيفيت يا څرنګوالي سمون چې ډاډمن شي تعليمي نصاب يې ملي او سيمه ييزو غوښتنو ته ځواب ويونکى دى.

·         د لوړو زده کړو، د لنډې مودې کورسونو او د متقابلو ليدنو  له لاري علمي کادرونو اود پوهنتون اداري کارمندانو ته وده ورکول  او په پوهنتون کې ددوامدارو زده کړو د کلتور را ژوندي کول او رواجول.

·         په پوهنتون کې د څيړنو د کلتور رامنځته کول چې داسې  اړوندې او  هدفمندې څېړنې په کار واچول شي چي د هيواد د بې شمېره مشکلاتو او ننګونو په حل کې مرسته وکړي.

·         دنړېوالو، سيمه ايزو او ملي پوهنتونونو سره د همکارۍ رامنځته کول

پروګرام:

       دافغانستان  د ملي پر مختګ  ستراتيږي (ANDS) ته په کتوسره د لوړو زده کړو وزارت د دوو پراخوپروګرامو په چوکاټ کې خپل فعاليتونه يا کړنې سرته رسوي. پروګرامونه د فعاليتونو يوه ټولګه  ده چى دموخو، مقاصدو، دستراتيژۍ د پلي کولو ، مالى مسائيلو،بشري او فزيکى منابعو ،  شاخصونو او دارزونى او نظارت دچوکاټ سره تړاو لرى. دخوست شيخ زايد پوهنتون  به هم په خپل نوبت سره د پورته پروګرامونو په رڼاکې خپلې چارې په مخ وړى.

لمړى پروګرام:

          فارغ التحصيلانوته تعليم او روزنه ورکول چې د افغانستان ټولنيزاو اقتصادي پرمختګ ته ځواب ووايي، دتدريس، څيړنواو په زده کړو کې ښه والى ، ټولنې او هيواد ته د خدمتونو هڅونه.

 دوهم پروګرام:

        دباکيفيته ثالثو  يا لوړو زده کړو د وړاندې کېدو په موخه ، په لوړو زده کړو  (پوهنتونونو، تحصيلي مؤسسو ، د ټولنې کالجو) کې د يوې همغږې رهبرۍ او مديريتي سېستم  رامنځته  کول .

فرعى پروګرام ١٠١ دعلمي کادرونو د شمېر زياتوالى اودظرفيتونو لوړوالى.

        څرنګه چى د تېرودېرشوکلونوناخوالو په ترڅ کې دنوروبنسټونو په شان علمى کادرونو ته هم زياته ضربه رسيدلى ده، له دې امله دخوست شيخ زايد پوهنتون هم دهيواد دنورو تحصيلى مؤسسو په شان دعلمى کادرونودکموالي د ننګونوسره  مخامخ دى. ددې لپاره چې په نوموړو ننګونو برلاسى شوي وو، بايد په لاندى ډول يولړعملى ګامونه اوچت کړو:

·         دعلمى کادرونو درجى: فعلا ً په پوهنتون کې لاندې علمي کادرونه موجود دي:

 

1.      دوکتور :  ٧ کسه

2.      ماستر: ١٨ کسه

3.      لسانس ٨٨ کسه

جمله:   ١۱١

 

 

په شيخ زايد پوهنتون کې اوسمهال د علمي رتبو په بنسټ د استادانو شمير په لاندې ډول دي:

1.      پوهاند:                            ٠                                            

2.      پوهنوال:                         ٢ کسه

3.      پوهندوې:                      ٤ کسه

4.      پوهنمل:  ١٠ کسه

5.      پوهنيار:  ٢٣ کسه

6.      پوهيالي:                        ٦٥ کسه

7.      نامزد پوهنيار:          ٠

8.      نامزد پوهنيالى ١٩ کسه

 

په شيخ زايد پو هنتون کې  اوسمهال ٢٧٠٦ محصيلين په لاندې ډول په بيلو بيلو پوهنځيو کې په زده کړه بوخت دي:

شماره

د پوهنځى

 

د محصيلينو شميره

١

طب  پوهنځى

٣٠٦

٢

انجينيري  پوهنځى

٣٧٣

٣

زراعت  پوهنځى

٢٣٢

٤

حقوقو پوهنځى

٢٠٦

٥

شرعياتو پوهنځى

١٧٢

٦

د ادارې او تجارت پوهنځى

٣٤١

٧

د تعليم او تربيې پوهنځى

١٠٧٦

ټول ټال

٢٧٠٦

اوس مهال د محصلينو شمېر ٢٧٠٦ کسه دى، خو په راتلونکو پنځويا څلورو کالونو کې نوموړې شمېر ٥٥٠٠ محصيلين تخمين شويدى. نو هر کال کې نږدې ١٢٠٠-١٥٠٠پورې نوي محصلين جذبيږي.

 

         پورته معلوماتو ته په  کتنې سره چې د محصيلينو شمير کال په کال زيا تيږي، دهغوې په تناسب د استادانو د شمېر زياتوالې ته هم ضرورت ليدل کيږي .اوس مهال په پوهنتون کې ١٢٣تنه استاذان په تدريس بوخت دي . نوموړى شمېر د اوسنيو محصلينو د پاره هم بسوالى نه کوي، نو طبعي ده چې د محصلينو په زياتوالي سره د استادانو زياتوالى هم اړين دى. پورته کتنو ته په پام سره پوهنتون په راتلونکو پنځو کالو کې  ١٢٣ تنو نورو استادانو ته اړتيا لري.

 

         څرنګه چې شيخ  زايد پوهنتون يو نوى پوهنتون دى، نو له دې امله اوس مهال په ټول پوهنتون کې ايله ٧ دوکتوران او ١٨ ماستران موجود دي او ١٢ کسه نور په بهر کې د ماسترۍ په زده کړو بوخت دي.ددې د پاره چې پوهنتون په معياري بشري ځواک سمبال وي او ورځنيو پرمختګونو ته يي رغنده او مثبت ځواب ويلى وي، اړينه ده چې په پوهنتون کې د ماستټرانو او دوکتورانو د شمير کچه لوړه شي.

 

      د خوست شيخ زايد پوهنتون په راتلونکو پنځو کلونو کې په پوړيز ډول د دوکتورانو شمېره ٣٨ ته او د ماسټرانو١٢١   او د لسانس  ١٠١ ته لوړه کړي.

        او د محصلينو د شمېر زياتوالي ته په کتو سره د دتخنيکې او اداري کارمندانو او اجيرانو شمېر بايد ١٠٠ کسه نور هم زيات شي.

 

 

 

 

 

 

تدريس او زده کړى:

      ددې لپاره چې تدريس او دزده کړو په کيفيت کى ښه والى راشي ، پوهنتون به هڅه وکړي چې دسمستر په منځ کې او د اونيو په اخرکې د رخصتيونه په ګټه اخيستو سره   دورځى څخه نيولى ترڅواونيوپورى داصول تدريس په ورکشاپونو کې برخه واخلي . پوهنتون به کوښښ  وکړى چى علمي کا درونه دې ته وهڅوي چې د ښه تدريسي ميتودونو په پلي کولو سره د درس په کيفيت کى ښه والى راولي او نوموړي  موخى ته درسيدو په خاطربه د ويديوى کنفرانسو او انټرنټى اسانتياووڅخه هم کارواخلي.

متقابلې ليدنى:

         د ظرفيت په لوړولو کې متقابلې ليدنې ډيرې داهميت وړ دي. دفلوشپ په ډول ، علمي کادرونه به دنوروپوهنتونونوڅخه ليدنه وکړي، او دهغوې دتجربوڅخه به ګټه واخلي او هم دامکان په صورت کى به څيړنيزې پروژې په کار واچوي. دمحترم وزارت په همکارۍ به کوشش وشى چى بين المللى استاذانوته بلنه ورکړل شي چې خپل مهارتونه اوتجربى دخوست شيخ زايدپوهنتون علمى کادرونوسره شريکې کړي.

تشويق او هڅونه:

            ددې لپاره چې تدريسي کيفيت موښه کړى وي ، دپوهنتون اداره په هرکال کې د علمى کادرونو ارزونه ترسره کوي اودنوموړې ارزيابۍ په ترڅ کى به يووتلى استاد او يووتلى څيړونکى د لوړو زده کړو وزارت د ارزيابى کميټى ته د تقديرنامى او نغدي جايزى په خاطرورپيژني.

داستاذانواوکارمندانوتقرراو ترفيع ګانې:

 

        شيخ زايد پوهنتون  به زياروباسي چې د وزارت دپالسيوپه چوکاټ کى داسى ميکانزم رامنځته کړى چى دترفيع ګانوپه پروسه کى سمون اوچټکتيا رامخې ته  کړي.

انګليسې ژبې د کورسو دايرول:

        ددې د پاره چې استاذان د نړېوالو خپرونو او انټرنېټ څخه ښه گټه تر لاسه کړي، نو د پوهنتون اداره به د انګليسې ژبې د کورسونو دايرول په کار واچوي.

درسي کتابونه

      د پوهنتون اداره به استادانو ته ددې زمېنه مساعده کړي چې د انګليسي يا نورو ژبو څخه کتابونه پښتو ته وژباړي.

 

فرعى پروګرام ٢٠٢:زېر بناوې، دتدريس او زده کړې اسانتياوې

         څرنګه چى پوهنتون کال په کال په وده کې دى د پوهنتون د جذب قوه هم د يو کال نه بل کال ته د زياتيدو په حال کې ده,،اوله بله طرفه تکنالوژې هم ډېره په چټکتياسره د پرمختګ او بدلون په حالت کى ده ، نو پوهنتون داوسنيو امکاناتو په درلودلو سره  ددې جوګه ندى چى دپوهنتون ستونزى حل کړى.پوهنتون اوس مهال د (٨) تدريسيو او (٨ )د شپېغالو(ليليو) ودانۍ لري. ددى لپاره چى د پوهنتون اوسنيو او راتلونکو  ستونزو ته مو ځواب ويلى وي، پوهنتون په راتلونکو پنځوکالوکى لاندينيو  ودانيوته ضرورت لرى.

شماره

د ودانۍ نوم

 
 

١

دژبو او ادبياتو پوهنځي ودانۍ

 

٢

کمپيوتر سائينس  پوهنځي ودانۍ

 

٣

دحقوقو پوهنځي ودانۍ

 

 

٤

دمرکزي کتابتون جوړول

 

 

٥

د خوړنځي ودانۍ

 

٦

د طب پوهنځي لابراتوار

 

٧

د طب پوهنځي لابراتوار

 

٨

د انجينرۍ پوهنځي لابراتوار

 

٩

لابراتوارد زراعت د پوهنځي او د فارم  لابراتوارونه

 

١٠

د تعليم او تربيې پوهنځې لابراتوار

 

١١

د کمپوتر د پوهنځى لابراتوار

 

١٢

د طب پوهنځي لابراتوار

 

١٣

د انجينرۍ پوهنځي لابراتوار

 

١٤

لابراتوارد زراعت د پوهنځي او د فارم  لابراتوارونه

 

١٥

د لمريزو څراغو نصبول

 

١٦

د سټډ يوم آبادول

 

 

١٧

دايډوټوريم آبادول

 

١٨

د کنفرانسونو د تاﻻر ودانۍ چې د زرو کسانو د ځاي کولو وړتيا ولري

 

 

١٩

د محصلانو او استادانو مديريت د پاره ودانې

 

 

٢٠

د اوبو ذخيره

ددوو ژورو څاه ګانو کيندل کول

 

 

٢١

د ليليې د پاره  څلور پوړيز څلور بلاکه چې ٢٠٠٠ بستره ولري

 

 

 

 

 

 

٢٢

د علمي څيړنو د مرکز ودانۍ

 

٢٣

د نشراتو ودانۍ

 

 

٢٣

د جومات پراختيا

 

٢٤

د استادانو د هستوکنځى دوه څلورپوړيز آپارتمانونه چې د سلو فاميلو د ځاى کولو وړتيا ولري

 

٢٥

د پوهنتون سر سبزي  او پارکونه

 

 

٢٦

د کافيتريا ودانۍ

 

٢٧

دمعلوماتي تکنالوژۍ او د معلوماتي اداري سېستم  د ودانۍ جوړول

 

 

فرعى پروګرام  ٣٠١:  څېړنيز او فوق لسانس پروګرامونه

              په پوهنتون کى تراوسه پورې کوم څيړنيزمرکزاودفوق لسان پروګرامونه ندى موجود، نوموړي پروګرامونه  دپوهنتون او ټولنې دپاره دملادتيرحثيت لرى.نو پوهنتون به په راتلونکى پنځوکالوکى هڅه وکړى چى په پوهنتون کى د ماسټرانواو دوکتورانوکچه  لوړه کړى، چې پوهنتون ددى جوګه شى چى دپوهنتون په دننه کى دماسټرۍ څيړنيز  پروګرام  په کار واچول شي .دټولواستاذانو څخه داتوقع کيږ‌ي چى دوى دخپلوترفيع ګانودپاره څيړنيزپروګرامونه اجراء کړى .

دوهم پروګرام

 فرعي پروګرام ١٠٢:  مديريت

         ددي لپاره چى پوهنتون ديوه ښه مديريت او رهبريت خاوندوى پکارده چى په نوموړي پوستوکى داسې اشخاص په دندو وګمارل شي چې دزياتوعلمي تحصيلاتولرونکى ، اودپوهنتون اولوړوتحصيلاتود دپاليسيو،ستراتيژيو،پروګرامونو اوپروسيجرونوسره لازمه اشنايي اوبلدتياولري ،اودنوموړوکسانودپاره  به په اداره او رهبرۍ کې داوږدې اولنډې مودې دکورسونو ددايرولو کوښښ وشي.

ځکه چى ديوې ښې ادارې په ترڅ کى به  دسرچېنو څخه (مالى،بشري......)  په اغيزمنه او ګټوره توګه استفاده وشي.

رهبري

         مديريت په موجوده وخت کى دخدماتود څرنګوالى،اهدافو، اغېزمنتوب او دصلاحيت سره سروکارلري، حال دا چې رهبران په راتلونکي، ودې، لارښودنو، وړانديزونو، لر ليد  او ابتکاراتو باندې متمرکز وي. دوې په بهرنيو  موضوعاتو  باندى متمرکزوى، اسانتياوورامنځته کوونکى وي ،نوروته توانايي ورکوي ،سمې چارې کوي، چارو ته چټکتيا وربخښي، لارښودونکې ټيمونه يا ډلګۍ جوړوې، په پايله کې رغنده  بدلونونه رامنځ ته کوي.رهبر بايدداسى څوک وي چې راتلونکى پيش بينى کړى اوهغوې ته انعکاس ورکړى. نودخوست شيخ زايدپوهنتون به کوشش وکړى چى هغه کسان چې د تشکيلاتي  هرم په لوړو پوړونو کې استخداموي بايد  درهبرۍ اومديريت دواړه اوصاف ولري او هغوې ته به د لنډې مودې او اوږدې مودې د زده کړې پروګرامونه برابر کړي.

کنترول اوهماهنګى:

       په اوسنى وخت کي دلوړوزده کړو وزارت اودپوهنتون په منځ کى اړيکى دکنټرول په ځاى همغږۍ خواته روانې دي اوهم سېستم دمرکزيت څخه دبنسټونو خواته په خوځښت کې دي، يعنى پوهنتون ته په اکاډميکواومالي چاروکى دتصميم نېونې صلاحيت ورکوى .نو پوهنتون به هم پورته اصل ته په کتوسره دوزارت دستراتيژيوپه رڼاکى زيات صلاحيتونه اړوندوپوهنځيواو دپيارټمنټوته وليږدوي که چيري دمسؤليتونوسره يوځاي صلاحيتونه نوروته وليږدول شي، داسې يو کاري چاپيريال به رامنځته شى چې په هغه کى به ښه کاري ټيمونه جوړشى ،ابتکارونو ته به لاره هواره شي او بالاخره په اجرااتوکى به  اغېزمنه او ګټوره چټکتيا رامنځته شي.

        علمي کادرونه اوکارمندان به دخپلوهمکارانودوظايفواو وړتياوو څخه خبروى. دپايلو دلاس ته راوړلولپاره به په ګډه کارکوي دخپلومراجعينواوټولنى ضرورتونه به پيژنى او په خپل کار به افتحارکوى.

دبسپنه ورکونکو  او نورو دکارى شريکانوسره همغږي:

         ددى لپارچى خپلوموخوته ورسيږولازمه ده چى دټولوکارى شريکانوسره په يوه همغږي چاپيريال کى کاروکړو دټولوکارى شريکانوعلاقه بايد تحليل کړوچى دوى دڅه شى سره علاقه لرى، او ددوى زياته پاملرنه کوموشيانوته ده او هغه څه بايد وکړوچى ددوى همکارى پرې راجلب شي او هم زموږ د ستراتيژيکو موخو سره په کرښه وي. نوموړوموخوته د رسيدوپه خاطرپه هره ربع کې دمحترم وزارت سره دجلسو دايرول د ولايتى انکشافى کميټى په مياشتنۍ جلسه کى برخه اخسيتنه دټولنى دنماينده ګانوسره دمايشتنۍ جلسې دايرول اوهمدارنګه دپوهنتون دعلمى شورا دمياشتنۍ جلسې، دپوهنځيواوديپارټمنټونو  په منځ مياشتنۍ جلسى دايرول او همدارنګه به کوشش وشى چى دمحصلينونماينده ګانوسره دضرورت په بنا جلسې ونيول شى . استادان به پدى وسيله وتوانيږى چى دځان دپاره فرصتونه او مواقع پيداکړى.

 

د کړنو ازادى:

اکاډميکه ازادى څلوراصلونه لري:

څوک بايد درس ورکړى،څه شى بايد تدريس شى، څه ډول بايد تدريس شى، څوک دتحصيل اجازه لرى .لازمه ده چى د اکاډميکې ازادې اوحساب ورکونې په منځ کى توپيرونه او داخلى اړيکې روښانه کړو:

    اکاډميکه ازادى په نړيواله توګه يوقبول شوى اصل دى چى استاد ته  د دې حق ورکوي چې دمحصلانوثبت نام د کارمندانو تقرراو د څېړنوسرته رسول دبهرنۍ مداخلى څخه پرته سرته ورسوي. په خودمختارى کى پوهنتون حق لرى چى په اوږد مهالي ډول په ازاد ډول محصلين انتخاب کړى او خپل کارمندان په دندو وګمارى .او دهغوې ته پوهنتون کى دپاته کيدو دپاره شرايط وټاکى . دپوهنتون دتعليمى نصاب په طرحه ددولت  او خصوصى سکتورڅخه دمالى منابعوپه ترلاسه کولو اودپوهنتون دبوديجى په تخصيص کى ازادي ولري.

فرعي پروګرام ٢.٢:د پوهنتون په جوړښت کې توسعه او پراخوالى او لوړو زده کړوته لاس رسى:

      پو هنتون اوسمهال( ٧ ) پوهنځي لري چې  (٢٧٠٦) محصلان په زده کړو پکښې بوخت دي او په پام کې ده چې د ١٣٩٣ کال پوري د محصليينو شمير( ٥٥٠٠ ) ته ورسوي. خو نوموړي موجوده اسانتياوې د ٥٥٠٠ محصليينو د پاره بسوالى نه کوي. نود پوهنتون په خدمتونو کې بايد لاندې پراخوالى  او توسعه راشي:

الف : نوي پوهنځي:

·         د ژرنالزم پوهنځى

·         د ژپو او ادبياتو پوهنځى

·         دکمپوتر ساينس پوهنځى

ب: د نويو ډيپارټمنټو فعالول:

په کمپوتر سايينس پوهنځى کې:

·           دسخت افزار(Database) ډيپارټمنټ

·         د شبکه(Network) دیپارټمنټ

په انجينرۍ پوهنځي کې:

·         د سول ډيپارټمنټ

·         د تخنيکې مضامينو ديپارټمنټ

·         دعمومي مضامينو ديپارټمنټ

د تعليم او تربيې په پوهنځى کې:

·         درياضي   ديپارټمنټ

·         د فزيک  ديپارټمنټ

·         د کيميا ديپارټمنټ

·         د بيولوژي ديپارټمنټ

·         د تاريح او جغرافيې ډ يپارټمنټ

·         دانګليسي ډيپارټمنټ

·         ددري ديپارټمنټ

دشريعاتو په پوهنځي کې:

·         د اسلامي تعليماتو  ډيپارټمنټ

حقوقو په پوهنڅي کي

·         قضا او څارنوالي

 

لابراتوارونه

١.د طب پوهنځي لابراتوار

٢. دانجينيرۍ پوهنځي لابراتوار

٣.د تعليم او تر بيې پو هنځي لابراتوار

     ٤. دزراعت  پوهنځي لابراتوار او فارم

   ٥ . دکمپيوتر ساينس پوهنځى لابراتوار

د  ٧ کتابتونونو جوړول

د ټولنې کالج ((Community College:

       په خوست کی کابو 3000  محصلین په پوهنتون کی په زده کړه مصروف دی ،حال داچی دمنځنی کچې حرفوی زده کړو لپاره هیڅ کومه مؤسسه نشته نو شیخ زاید پوهنتون دلوړوزده کړومحترم وزارت سره په ګډه  به هڅه وکړی چه په راتلونکوکلونو کی یوکالج تاَسيس کړی. په نوموړی کالج کی به د لنډې مودې د دپلوم او شهادتنامو په کچه دیوه څخه تر دووکالوپوری محصلین په ډول ډول رشتوکی لکه تکناژی ، کمپیوټر، د دفتر اواداری مهارتونه، کتابداری ، تجارتی مطالعات،الکترونیکی مهارتونه ، دموټورو تخصصی میخانیکونه ، تلویزون او کمپیوټر ترمیم، طبی لابراتوارونه اوداسی نورو رشتوکی وروزی.

       نوموړی سکتوردزیاتومحصلینودجذب وړتیالری دوی ته به تخنیکی ،حرفوی او پوهنتون په کچه تحصیلات به په مناسب مصرف سره ترسره کوی .نوموړی فارغان به په بازارکی ډیرزرپه دنده ګمارل کیږی نوموړی کالج به پوهنتون باندی دمحصلینوفشارکم کړی اوله بلې خوا دمنطقی دضرورتوپه نظرکی نیولوسره به خپل مسلکی کسان کې وروزي چې په پوهنتون کې په هغو رشتو کې د محصلينو روزل ناشونی دی. 

        دخوست شیخ زایدپوهنتون به هڅه وکړی چی د 2014کاله پوری یو دټولنی کالج ولری اودلېسو څخه فارغان به پکی جذبیږی.

دوخت څخه مخکې او وروسته(دشپې) پوهنځى: پدې وسيله به دورځې مشغول کسان ددې فرصت پيدا کړي چې د لوړو زده کړو څخه برخه من شي.

دکریډیټ سېستم:

       دلوړوزده کړو دروان تعلیمی نصاب په بشپړیدوسره به دخوست پوهنتون دلوړوزده کړودلارښوونې سره سم د کریډیټ سيستم معرفی کړی. کریډیټ په سيستم کی د ډګرې ، دپلوم او شهادتنامی په منځ  کې مقایسه وشی دمؤسساتوپه منځ به کریډیټ استعمالیږی دکریډیټ جمعه کیدل به په ځانګړی ډول دهغومحصلینودپاره چی ټوله ورځ اویانیمه ورځ کارکوي، کریډیټ سېستم به دهیواد څخه بهر پوهنتونو او کمپنیوکې د منلووړوي . دشیخ زاید پوهنتون به تر 2014  کاله پورې د لوړوزده کړو دکریډیټ سېستم پیاوړی اوپلی کړي..

فرعي پروګرام ٢-٣:اعتبارورکونه او دکیفیت تظمین  :

        ددې لپاره چې دلوړو زده کړو سېستم ښه کېفيت خاوندوي  نوموړې موخې ته  درسيدو دپاره   په ملی سطحه دیوې داسې  ادارې جوړښت چی دپوهنتونونو دکیفیت څخه  به څارنه کوي  لازمي امر دۍ. دکیفیت تظمین یوه پروسه ده چی دبهرنۍ باصلاحیته اداری پذریعه سره پوهنتونونو،کالجونواو دلوړوزده کړود پروګرامونو څخه دکیفیت لاښه سمون په خاطرصورت نیسی . که چیرته نتیجې يې ښې وي نو نوموړی پروګرامونواواړوندوبنسټونوته اعتبارورکول کیږی .تحصیلی بنسټونه مکلف دي چې هرپنځه او څلورکاله وروسته دوباره اعتبار ترلاسه کړی . نوموړې داعتبار ورکونی اداره دلوړوزده کړودکیفیت دښه والی په خاطردلازمومعیارونو درامنځته کولولارې چارې په اسانۍ سره په کیفیت کی بهبودي او ښه والی ته وهڅوی په دوامدارډول به د کیفیت څخه څارنه کوی چې ډاډمن شي چی نوموړي  مؤسسات د کیفیت حداقل معیارونوته يی ځواب ویلی دی اوهمدارنګه نوموړی اداره بایدډاډمنه شی چی لوړوزده کړو مؤسسات دافغانستان داړتیاو په بنا خدمتونه وړاندی کوی او زموږدضرورت وړکیفی شرایط پوره کوي. دخوست شیخ زاید پوهنتون به کوښښ وکړی چې دلوړوزده کړو مؤسساتو تګ لارو، لارښودونوپروسجرونوپه رڼاکی دښه اعتبار خاوندشي . هغه معیارونه چې داعتبارورکونی او دکیفیت دتضمین اداری لخوا ورته ورکړل شی پوهنتون  به یی کټ مټ پلی کړی. چې پوهنتون دنوموړومعیارونوپه پلی کولوسره وکولای شی ، دټولنی اړتیا وته مثبت ځواب ووايی او هم دپوهنتون د کیفیت د تظمین اوداعتبار ورکونی دپروګرام  د پلی کولوڅخه به ګټه واخلی ترڅودشیخ زاید پوهنتون دهیواد او سیمی په کچه وځلیږی .دخوست دشیخ زاید پوهنتون به په اولوپنځوکالوکی داعتبارورکونې او دکیفیت د تضمین پروسې ته په داوطلب ډول حاضرشی.

پروګرام ٢-٤:دتمویل ستراتیژي او کړنلارې:

      کومه بودېجه چی اوسمهال دلوړوزده کړو وزارت ته ورکول کیږی ډېره کمه ده، نه شي کولای چې دمؤسساتواړتیا و ته ځواب ووايی . دنوموړی بودېجې په ذریعه سره دلوړوزده کړو وزارت نه شی کولای چی دښه کیفیت خدمات ټولنی ته وړاندی کړی. دلوړوزده کړو وزارت ددوه ډوله (عادی، انکشافی) بودیجی څخه ګټه اخلی دمصارفودپاره عادی بودېجه دلوړوزده کړو وزارت له خوا برابریږی چی دمعاشونو ،خدماتواوخفظ او مراقبت دمصارفودپاره استعمالیږی اوانکشافی بودېجه دمالیې وزارت او نوروبسپنه ورکوونکوله خوا برابریږی.

        څرنګه چی مخکی یادونه وشوه چی لوړوزده کړو وزارت دومره بوجه نه لري چې په معیاری ډول دلوړوزده کړومؤسساتوته ځواب ووایي نودشیخ زایدپوهنتون به دفرصت نه په استفادی سره  کوښښ وکړي چې دمحلي بسپنه ور کوونکو لکه PRT، GTZ او داسې نورو څخه ګټه واخلی اوهم  به د پوهنتون دمصارفو په خاطریوکمیسون جوړکړی چی به سرکی به یی دپوهنتون رئیس قرار لری.

فرعي پروګرام ٥-٢

دافغانستان دلوړوزده کړو معلوماتی سيستم او څیړنیزه او تعلیمي ملي شبکه  يا جال:

       دافغانستان دلوړوزده کړودمعلوماتی مدیریت سېستم او څیړنیزاوتعلیمی شبکې پرمختګ اونهاد جوړونه دنوموړی ستراتیژیک پلان دمهمو برخو څخه ده.

        په شواهدوولاړپلاننګ او د ښوپالیسیودجوړولودپاره په وخت او صحیح ډاټاضروری ده .دافغانستان دلوړوزده کړود ودې دکیفیت دښه والي دپاره دڅیړنيزې او تعلیمي ملي شبکې له لاری نړیوالوعلمی تدریسی او څیړنیزومعلوماتوته لاس رسی ډېرضروری او اړین کاردی.ددی لاری به دخوست شیخ زاید پوهنتون هم کوښښ وکړي چې دلوړوزده کړودلارښودونوپه رڼاکی خپل اکاډمیک اشخاص، کارکوونکي، محصلین او مدیران دافغانستان دلوړوزده کړو دمعلوماتي مدیریت سيستم او د څیړنیزو تعلیمي شبکې له لارې دهیواد اونړیوالومعلوماتوسره ونښولوي.