د مالي او اداري چارو مرستیال پيغام

د شیخ زاید پوهنتون د مالي او اداري چارو معاونیت پیغام

 

د مالي او اداري چارو معاونیت د شیخ زاید پوهنتون له دریو معاونیتونو څخه یو معاونیت دی چې د پوهنتون مالي او اداري چارې تنظیموي. بناءً، هڅه کوو چې د پوهنتون مالي او اداري پروسه په کامل او بشپړ ډول کنترول او پرمخ یوسو. د مالي او ادارو چارو معاونیت ژمنه کوي چې د هیواد د نافذه قوانینو ، لوایحو او مقرراتو په رعایت سره به د بیت المال څخه پوره ساتنه اوحمایت  کوي او د هر ډول فساد او سوء استفادې مخه به نیسي.

د دې ترڅنګ، کوشش کیږي چې د پوهنتون د محترمو استادانو او محصلانو لپاره یو ارام اومنظم اداري چاپيریال برابر کړو تر څو محترم استادان او محصلان له وخت څخه سالمه ګټه پورته کړي او له موجوده فرصتونو او امکاناتو څخه اعظمي استفاده وکړي. خو ددې هدف دترلاسه کولو لپاره باید زمونږ سره ټول درانه استادان او محصلان له خپله اړخه همکار، په خپل وخت سره د معلوماتو تبادله او د نیمګړتیاو څخه په موقع سره اګاهي راکړي تر څو په ګډه سره دپوهنتون  موقف دمعتبره پوهنتونو په کتار کې راولو چې پدې سره به مو خپله ایماني او وجداني دنده ترسره کړي وي .

د مالي او اداري چارو معاونیت په منظم او مسلسل ډول د قراردادونو او مالي جریاناتو څخه څارنه او کنترول کوي او په نتیجه کې یې اداري پروسه له بل هر وخت څخه چټکه او شفافه شوي او قرردادیانو د حواله جاتو موضوع ډیره اسانه شوي ده ترڅو د پوهنتون قراردادیان د کوم ډول مالي ستونزو سره مخامخ نشي ځکه چې د قراردادونو مشکلات ، د پوهنتون د اداري مشکلاتو سبب ګرځيدلی شي.

برسیره پردې د مالي ادارو چارو معاونیت د چارو د ښه ترسره کیدو په موخه یو شمیر منظمې غونډې لري ترڅو ستونزې پر وخت تشخیص او د حل لپاره یې لازم اجراات ترسره شي:

۱ – د پوهنتون د رهبرۍ سره د ورځې په پیل کې یو ځل غونډه.

۲ – د پوهنتون په کچه په میاشت کې یو ځل اداري غونډه.

۳ – د پوهنتون د اداري امرینو سره په میاشت کې یو ځل غونډه.

۴ – د لیلیه محصلانو سره په اوونۍ کې یو ځل غونډه.

۵ – د قراردادیانو سره  په میاشت کې یو ځل غونډه.

۶ – د بیلابیلو پوهنځیو د اجرائیوي مدیرانو سره په میاشت کې یو ځل غونډه. 

 

الحاج پوهنیار سیدولي شاه مندوزی

دشیخ زاید پوهنتون مالي او اداري مرستیال