دشیخ زاید پوهنتون مجله

 

 

 

 

د افغانستان اسلامي جمهوري دولت

دلـــــــــــــــــوړو زده کړو وزارت

شـــــــــــــــــخ زايد پوهنتون

 

 

 

د شيخ زايد پوهنتون پوهنيزه مجله

 

 

 

 

دشيخ زايد پوهنتون خپرونيز ارګان

 

درې مياشتنۍ خپرونه

 

دريم کال،  لومړۍ  ګڼه  ۱۳۹١ لمريز کال


 

د کتنې پلاوی :

  • پوهاند فيض محمد فياض                                      ژبو او ادبياتو پوهنځى
  • پوهاند ګل محمد جنت زى                                      کمپيو ټر ساينس پوهنځی
  • پوهندوى دوکتور ګل حسن وليزی                         ښوونې او روزنې پوهنځى
  • پوهندوى دوکتور ګل سالم شرافت                         ښوونې او روزنې پوهنځى
  • پوهندوى سيد کريم شاه نېکمل                              ژبو او ادبياتو پوهنځى
  • پوهندوى دوکتور بادشازار عبدالي                       طب پوهنځی
  • پوهنمل ډاکتر جهان شاه                                           طب پوهنځی
  • پوهنمل دوکتور رحيم جان دردمل                         اداره او تجارت پوهنځى
  • پوهنمل دوکتور ماسټر واحدي                               ژورنالېزم پوهنځی
  • پوهنمل محمد حسن                                                  انجنيري پوهنځی
  • پوهنمل محمدالله مندوزی                                       حقوقو او سياسي علومو پوهنځی
  • پوهنيار عبدالخليل افغاني                                      زراعت پوهنځی
  • پوهيالى عطاءواله                                                      شرعياتو پوهنځى

-------------------------------------------

 د امتيازخاوند:    شيخ زايد پوهنتون

 مسؤول مدير   :  الحاج پوهندوى سيد کريم شاه  نېکمل

 ګرځنده شميره  :   ۰۷۹۹۱۳۷۰۲۲

 برښناليک       :nekmal_elt@yahoo.com

--------------------------------------------        

 مهتمم             :    پوهيالی ګوهر شاه ګوهري

 ګرځنده شميره   :  ۰۷۹۹۳۳۹۹۱۹   

 برښناليک        :gawhari@gmail.com    

 

                                                ۱۳۹۱ لمريز کال

 

 

 

د شيخ زايد پوهنتون پوهنيزه مجله

دشيخ زايد پوهنتون خپرونيز ارګان

 

د موضوعاتو لړليک

 

موضوع                                                      ليکوال                                                                                مخ

 

دشيخ زايد پوهنتون دپوهنيزې مجلې دمسؤول مدير پيغام!

۱-  پوليميريزيشن (Polymerization)..... پوهندوى دوکتور ګل حسن وليزى  .................... ۱

۲- دبطن په جراحي کې د عاجلو.............. پوهندوى دوکتور بادشاه زار عبدالي .................۱۵

۳- دانګليسي ژبې په تدريس کې............ پوهندوى سيد کريم شاه نېکمل.........................۲۹

۴- د خاورې د تخريب  لاملونه................ پوهندوى دوکتور ګل سالم  شرافت  .................. ۳۹

۵- په اطفالو کې د عضد....................... پوهنمل ډاکټر ظاهر ګل ....................................۵۴

۶- د پانګه اچونې موخې........................پوهنمل  دوکتور رحيم جان دردمل.................... ۶۶

۷- افغان سيد جمال الدين  په................. پوهنمل دوکتور  ماسټر  واحدي...................... ۸۳

۸- د سيګمويد کولون د تدور ................پوهندوى دوکتور بادشاه زار عبدالي................۱۰۴

 

 

 

دشيخ زايد پوهنتون دپوهنيزې مجلې دمسؤول مدير پيغام!

 

ددريو کلونو راهيسې چې شيخ زايد پوهنتون دپوهنيزې مجلې په چاپ پيل کړی ، دلسو پوهنځيو دمختلفو ديپارتمنتونو استادانو علمي څيړنيزې مقالې پکې چاپ شوي دي . سربيره پردې پوهنتون، دنورو پوهنتونونو استادانو علمي مقالې هم پکې چاپ شوي دي . دمجلې دچاپ دپيل راهيسې ټولې مقالې ما پخپله بدون له کوم مادي او معنوي امتياز څخه اصلاح کړي ، او د مجلې کمپيوټري ډيزاين ، ترتيب او تنظيم يې ټول دپامير لوړو زده کړو مؤسسې اداري مرستيال نظيف الله نظيف پرته له کوم مادي او معنوي امتياز څخه پرغاړه آخستی ؤ.

 

محترم پوهاند فيض محمد فياض چې تردې وخته دمجلې مسؤول ؤ،خپلې علمي هلې ځلې يې دهيچا څخه نه دي سپمولي ،خو د خپل صحي مشکل له کبله يې استعفاء ورکړه او د پوهنتون دعلمي شورا دپريکړې له مخې ددې مجلې مسؤوليت ماته راوسپارل شو.

 

دا چې ددې علمي پوهنيزې مجلې دچاپ مالي لګښت هميشه په سوال او زاريو دی، داځل خوشبختانه ددې با ارزښته علمي پانګې دچاپ مالي لګښت محترم محمدعمر ببرکزي پرغاړه آخستی دی.

 

ښاغلی ببرک زی چې دافغانستان دسترې محکمې دعالي شورا غړی او علمي کادر دی ، په هغه غونډه کې دا اعلان په ډاګه کړ چيرته چې دشيخ زايد پوهنتون دلسمې کليزې په وياړ دخوست ولايت محترم والي عبدالجبار نعيمي ، داخلي تجار ، دعربي اماراتو څخه راغلي ملي تجار، قومي مشران ،اداري چارواکي ، او نورو ګڼ شمير ميلمنو برخه پکې آخستي وه.

 

ځينو ملي تجارو او زړه سواندو لکه : محترم علي اکبر ژوندی ، محترم خليل ځدراڼ او داسې نورو ... دخپل  ملي او وطني احساس له مخې او همدارنګه د عربي اماراتو ملي تجارو د محترم الحاج بادشاه خان په مشری يوه اندازه نقدي مرسته دشيخ زايد پوهنتون دسرسبزي او چاپيريال د ښکلا په خاطر وکړه، په داسې حال کې چې دپامير لوړو زده کړو موسسې مؤسس هم په دې غونډه کې دشپږو تنو غريبو محصلينو ديوه کال لپاره په وړيا توګه (بيدون له فيس څخه) اعلان وکړ، چې درې تنه يې دولايت محترم مقام او درې تنه دشيخ پوهنتون رياست له خوا دپامير لوړو زده کړو مؤسسې ته ورمعرفي او په مختلفو پوهنځيو کې چې دشپږو محصلينو ديوه کال فيس (۲۸۸۰۰۰) افغانۍ کيږي ، ومنل شول.

 

دشيخ زايد پوهنتون اداره او په ځانګړي ډول د پوهنيزې مجلې آمريت دښاغلي محمد عمر ببرک زي او نورو ټولو ملي تجارو څخه ددوی ددې نېک احساس قدر داني کوي او په راتلونکې کې د دا ډول نورو مرستو په هيله.

 

الحاج پوهندوی سيد کريم شاه نېکمل

دمجلې مسؤول مدير


پوهندوى دوکتورګل حسن وليزى

د ښوونې او روزنې پوهنځی

د کيميا او بيولوژي ديپارتمنت استاد

برښناليک :g.h.walizei@web.de

ګرځنده مبايل :۰۷۰۰۰۰۸۹۸۴

 

پوليميريزيشن  ( Polymerization )

سريزه:

پوليميريزيشن د الکينو او د هغې د مشتقاتو له مهمو تعاملاتو څخه شميرل کيږي چې په عمومي توګه په لاندې ډول ښودل کيږي.

 

 

 

په پوليميريزيشن کښې اساسي مرحله  د دوه ګونې اړيکې فعاليدل دي چې په مختلفو ډولو تر سره کيږي. کله چې دوه ګوني اړيکه فعاله شوه نو ځنځير په خطي ډول اوږديږي او خطي ماليکلونه (Linear Molecules ) جوړيږي. د ځينو ټاکلي شرائطو لاندې کيدای شي چي ځنځير د يوه معلوم موقعيت نه وروسته په دوو مختلفو جهتو اوږد شي چې پدې حالت کښې ځنځير منشعب شکل پيدا کوي.

 

هغه مواد چې ددي سبب ګرځې چي پوليميريزيشن ترسره شي او ماکرو ماليکولونه  جوړشي   lnitiatorاويا Catalyze په نامه ياديږي. دا مواد په تعامل کښې په کتلستي مقدار مصرف کيږي او لدې کبله  چه ايا د راديکالي يا ايوني او يا کوردينيشن پوليميريزشن(Coordination Polymerization)

تر سره کوي، په درو اساسي ګروپو ويشل کيږي. څرنګه چې د پولمير ماکرو ماليکولونه د مونو مير کوچنيو ماليکولونو څخه د مختلفو طريقو او مختلفو شرايطو لاندې لاس ته راوړل کيږی نو له همدې کبله ئې نسبی ماليکولی کتله د يوه او بل سره توپير لری.

.1 راديکالي پوليميريزيشن (Free – Radical Polymerization):

 راديکالي پوليميريزيشن اکثره د يوه lnitiator (راديکال جوړونکي) په واسطه شروع کيږي دlnitiator له جملې څخه اکسيجن، هايدروجن پراکسيد يا عضوي پراکسيد لکه Diacylperoxide او يا Cumenhydroperoxide او هم د نايتروجن اليفاتيکی مرکبات لکه:

(1, 1-Dimethyl-1, 1- dicyan-azoethane) α, α -Azo-isobutyronitril ،

 , N=N-C (CN) (CH3)2 (H3C) 2 (CN) C- د يادوني وړ دي ، د ځينو موادو (مونومير) راديکال د تودوخې او يا وړانګې په واسطه هم حاصليږي. د راديکالي پوليميريزيشن د تعامل ميخانکيت په لاندې ډول دئ [5.3).

 

 

 

د الکينو دوه ګوني اړيکه ديوه ازاد راديکال  )  ( په واسطه چې د  lnitiator څخه جوړيږي  فعاله کيږي او يو نو ئ راديکال مينځ ته راځي. دغه راديکال د الکين د يوه بل ماليکول سره يو ځای کيږي او بل نوئ  راديکال جوړيږي او ځنځير په همدې ترتيب اوږدوالۍ پيداکوي.

کله چې د راديکالي ځنځير اوږدوالۍ د (chain termination) په واسطه قطع شي نو مکرو راديکال په ثابت مکرو ماليکول باندې بدليږي.

د ځنځير د قطعه کولو تعامل  (chain termination) په مختلفو ډولو ترسره کيږي.

(Antioxidantien) lnhibitoren لکه هيدرو شينون، پيروګالول او يا تيو فينول هغه مواد دي چې د راديکالي پوليميريزيشن سرعت کموی او يا حتی د هغې مانع ګرځي. له همدې کبله دغه مواد په ډيرو چټکو راديکالي پوليميريزيشن کښې دسموونکي،تننظيم کوونکی (Regulator) په حيث استعماليږي.

2.  ايونی پوليميريزيشن (lonic Polymerization):

 ايونی پوليميريزيشن په کتيونی او  انيونی پوليميريزشن ويشل کيږي. په کتيونی پوليميريزيشن کښې يو تيزاب يعنې يو الکتروفيل او په انيونی پوليميريزيشن کښې يوه قلوی يعنې يو نکلوفيل lnitiator په توګه استعماليږي(8,4) .

 

A: – کتيوني پوليميريزيشن (Cationic Polymerization):  

په کتيوني پوليميريزيشن کښې د کتلست په توګه د ليوس د تيزابو څخه لکه بورفلوريد،الومينيم کلورايد، تيتان (IV) کلورايد او قلعی  (IV) کلورايد څخه کار اخيستل کيږي چې  د تيزابو او يا دډيرو کمواوبو په موجوديت کښې پوليميريزيشن شروع کوي.

د مثال په توګه د يوه الکين لکه وينيل ايتر او بور فلوريد څخه يو Carbenium-Ion جوړيږي چې د کتيوني ځنځيری پوليميريزيشن سبب ګرځي.

                         

 

 

د ځنځيری تعامل قطعه کول د يوه انيون سره کيږي.

 

B:-انيوني پوليميريزيشن (Anionic Polymerization):

  په انيوني پوليميريزيشن کښې کتلست د قلوي خاصيت لري لکه فلزی الکايل،الکولات،فلزی اميد او يا فلزی هايدرواکسايد. دمثال په توګه که سوديم اميد د يوه الکين سره يو ځای شي نو دهغې ځخه Carbanion  جوړيږي چې انيونی ځنځيری  تعامل ترسره کوي.

 

 

 

د ځنځيری تعامل قطعه کول د يوه کتيون سره کيږي.

 

د الکينو پوليميريزيشن:  

لکه چې د مخه وويل شول مونو الکين د مختلفو کتلستو په موجوديت کښې په تيلي او ياکلک پوليمير بدليږي چې ځيني ئې د يادونې وړدي.

 

پولي ايتلين (Polyethylen):   

پولي ايتلين د ايتلين د پوليميريزيشن څخه د مختلفو طريقو په واسطه  لاس ته راوړل کيږي. دغه طريقي د لوړ، منځني يا ټيټ فشار لاندې، د تودوخي په مختلفو درجو کښې  او د مختلفو کتلستو په موجوديت کښې  اجرا کيږي. له همدې کبله د حاصل شوي پولی ايتلين نسبي ماليکولي کتله د يوه او بل سره توپير لري. د پولی ايتلين کوچنی ماليکلونه چه د ليوس تيزابو(Alcl3,BF3)  په موجوديت کښې د ټيت فشار (30-50bar) لاندې د ايتلين پوليميريزيشن څخه حاصليږي،نږدي 400 نسبي ماليکولي کتله لري او د غوړولو لپاره ورڅخه ګټه اخيستل کيږي،دا ځکه چه د پولي ايتلين تيلو چسپوالۍ (لزوجيت) زيات دئ.

د K.Ziegler د طريقی له مخي ايتلين د عادي فشار لاندې،د تودوخي په 70c⁰  کښې د فلزي عضوی کتلستو لکه تری ايتايل الومنيم )3Al (C2H5 او تيتان (VI) کلورايد Ticl4 په موجوديت کښې په پولی ايتلين بدليږي چې دهغې نسبې ماليکولي کتله د 10000 او 6 ميلون ترمينځ  تغير کوي. [6]

 

 

پولی ايتلين چې پدغه طريقه حاصليږي يوه بی رنګه کلکه ماده ده چې دکورپلاستيکي سامانونه، پلاستيکی نلونه او فلترونه ورڅخه جوړيږي. په فارمسی کښې د پرافين تيلوسره يو ځای د واسلين په توګه استعماليږي.

 

پولي پروپيلين (Polypropylen):  

په کال 1956 کښې Natta د غير متجانس الکينو لکه پروپين، وينيل ايتر، ستيرين (ستيرول) پوليميريزيشن د Ziegler کتلست په لږ بدلون سره يعنې د تری ايتايل المونيم او α - Titan (III) Chlorid په موجوديت کښې ترسره کړ.

 

 

 

د پوليميريزيشن د شرايطو له مخې مختلف پولي پروپيلين چې د هغوي دماکروماليکول جوړښت يو تربله توپير لری،لاسته راځي د مثال په توګه په isotactic پولي پروپيلين کښې د مونومير واحدونه په منظمه توګه تکراريږی او دريمی کاربن (tertiary carbons) يوشان Configuration لري، يعنې د ميتايل معوضي د مارپيچي (zigzag) ځنځير په يوه خوا واقع  وي.[4, 1]

 

 

د isotactic   نظم او ترتيب تر څنګه معوضي کولۍ شي چې د مارپيچي  ځنځير د سطحي دپاسه او لاندي په متناوب ډول syndiotactic  او يا په غير منظم ډول  atactic ترتيب شوي وي.

 

Isotactic او Syndiotactic پوليمير کرستلی، لېکن atacticپوليمير امورف ساختمان لري. ايزو تکتيک پولي پروپيلين د پولي ايتلين په پرتله سخت،محکم او روښانه دي او دفلمونو په جوړولو کښې ورڅخه کار اخيستل کيږي.

 

پولی ستيرين (پولی ستيرول) :  

د ستيرين (ستيرول) د پوليميريزيشن څخه حاصليږی. پولی ستيرول ارزانه، بی رنګه، سخته او لږ څه رژيدونکي پلاستيکی ماده ده چې د کور د سامانو په جوړولو کښې استعماليږي.

 

 

 

پولی وينيل ايتر (Polyvinylether):  

وينيل ايتر CH2=CH-OR د اينول ايتر له جملې څخه شميرل کيږي چه د الکولو او اسيتلين د جمعي تعامل ځخه لاس ته راځي. د وينيل ايتر پوليميريزيشن د کتيوني ميخانکيت له مخې د بور تری  فلوريد په موجوديت کښې اجراکيږي.

 

 

 

پولی وينيل ايتر د ټوکرانو د اهارکولو او سريښ جوړولو کښې استعماليږي او همدارنګه د جلا د اوليه موادو په توګه ورڅخه کار اخيستل کيږي.

 

د وينيل مرکباتو پوليميريزيشن:  

د وينيل مرکباتو له جملې څخه وينيل کلورايد   H2c=CHcl،Vinylidendichlor  CH2=C Cl2 ، وينيل ايتر H2c=CH-OR  اووينيل اسيتات H2C=CH-O-COCH3 په اسانۍ پوليميريزيشن کيږي. که په ايتلين کښې د يوه کاربن يو اويا دوه هايدروجنونه د دغسې اتومو او يا اتوم ګروپو په واسطه عوض شي چې د کاربن په پرتله ېې برقی منفيت (الکترونيګاتيوتيت) زيات وي، نو ددوه ګونې اړيکي د قطبی کيدو سبب ګرځي او پوليميريزيشن په اسانۍ اجرا کيږي. له همدې کبله د انتظار سره سم دوينيل مرکباتو پوليميريزيشن بايد ايوني ميخانکيت ولري. يواځې وينيل ايترايونی ميخانکيت لري، ليکن وينيل هلوجنيد او وينيل اسيتات دراديکالی ميخانکيت له مخې پوليميريزيشن کيږي.

پولي وينيل کلورايد (pvc)  :Polyvinylchlorid

دوينيل کلورايد استحصال:

  (aوينيل کلورايد د اسيتلين او هايدروجن کلورايد څخه د تودوخې په 200 c⁰  او فشار لانې د سيماب (II) کلورايد په موجوديت کښې لاس ته راوړل کيږي .[2]

 

 

 

(b د ايتلين او کلورين د جمعي تعامل څخه لمړئ 1,2-Dichlorethan جوړيږي، چې د هغې  څخه د تودوخې په 300-350 c⁰ او د المونيم اکسايد په موجوديت کښې HCl  جداکيږي او وينيل کلورايد حاصليږي.

 

 

1,2 –Dichlorethan   زياتره د ايتلين د تحمضي کلوريشن  څخه د Hcl او اکسيجن سره د CuCl2 کتلست په موجوديت کښې لاس ته راوړل کيږي.

 

 

 

وينيل کلورايد دراديکالي ميخانکيت له مخې د پراکسيد په موجوديت کښې زياتره په اوبلن ايمولشن کښې په پولی وينيل کلورايد(pvc) پوليميريزيشن کيږي .[5]

 

 

 

پولی وينيل کلورايد د 1913 کال راپدې خوا په تخنيک کشې ډير استعماليږي، د مثال  په توګه د هغی څخه د کور سامانو ، د تختو او نلو جوړولو لپاره او همدارنګه  د ځينو سامانو او برقي سيمو د پوش لپاره ورڅخه کار اخيستل کيږي. pvc يوه سخته ارتجاعي کتله ده چه د نرم کونکو موادو لکه - فتاليک ايستر سره په نرمه pvc بدليږي چې د مصنوعي څرمني، باراني بالاپوشو او د کوچنيو ربړی نلو جوړولو لپاره استعماليږي.

 

پولي وينيليدين کلورايد Polyvinylidendichlorid:

وينيليدين کلورايد vinylidendichlorid د وينيل کلورايد او يا 1,2-Dichlorethane څخه لاس ته راوړل کيږي.[7]

 

 

د وينيليدين دای کلورايد پوليميريزيشن دوينيل کلورايد په شان اجرا کيږي.

 

 

 

د وينيليدين دای کلورايد او اکريل نيتريل د  Coplymerization  څخه کوپولی ميريزات (Diorit) حاصليږي چه د برسونو جوړولو لپاره استعماليږي.

 

پولي وينيل اسيتات (Polyvinylacetat):

وينيل اسيتات په تخنيک کشې د ايتلين او اسيتک اسيد څخه د پلاديم= او د مس مالګو په موجوديت کشې د تحمضي اسيتليشن  په واسطه حاصليږي.

 

 

وينيل اسيتات د تودوخي، روښنائي او يا پراکسيد په واسطه په اسانۍپه پولی وينيل اسيتات پوليميريزيشن کيږي.

 

 

 

پولی وينيل اسيتات په عضوی محللو کښې په اسانۍ حليږي او د سريښو په توګه ورڅخه ګټه اخيستل کيږي.

 

طبيعي کاوچوک:

طبيعي کاوچوک د ايزوپرين د ماليکولو پوليمير ده چې  د جنوبی امريکاد مثال په توګه د برازيل د ربړي ونو په شيره کښې پيداکيږي.

 

                                                         

 

طبيعي کاوچوک يواځی د هغه پولی ايزوپرين څخه جوړيږي چه په هغې کښې دوه ګوني اړيکې د  configuration   cis-ولري .[8]

  

 

طبيعي کاچوک (طبيعي ربړ) په اوړي کښې چسپناک او په ژمي کښې ډير سخت وئ چې له همدی کبله د استفادی وړندئ. ددې لپاره چه د طبيعي کاوچوک څخه زياته ګټه واخيستل شي نو په کال ۱۸۳۹ کښې Charles Goodyear  د ولکانيزيشن (Vulcanization) طريقه کشف کړه. ددي طريقی له مخې د طبيعي کاوچوک سره سلفر يوځای کيږي او تودوخه ورکول کيږي. سلفر د کاوچوک ددوه ګوني اړيکې سره جمعی تعامل کوي او پدې ډول د پوليمير ځنځيرونه د دای سلفايدی پلو په واسطه د يوه او بل سره تړل کيږي. د حاصل شوي ربړ ايلاستيکی خاصيت قوی ده او زيات مقاومت لري.

 

 

د کاوچوک څخه په تخنيک کښې د موتوري نقليه وسايلو، طيارو او بايسکلو د ټايرو جوړولو او همدارنګه دځينو طبی سامانو د جوړولو  لپاره ورڅخه کار اخيستل کيږي.

ځينې نور نباتات دغسي Polyisopren   توليدوی چې په هغې کښې دوه ګونې اړيکې د     Configuration  -    trans لري او د ګوتا پرښا (Gutta percha) په نامه مشهور ده. دغه مواد د ربړ په پر تله سخت دي او ايلاستيکی خاصيت ئي کم دئ  .[8]

 

ايزوپرين د تيزابو او ياد Ziegler – Natta  کتلست په موجوديت کښې په پولی ايزو پرين چې دربړ په شان خواص لري پوليمير يزيشن کيږي .په مصنوعي پولي ايزوپرين کښې دوه ګونې اړيکې د cis او يا trans کنفيګوريشن لري. ليکن مصنوعي ربړ اصلا د Butadien د پوليميريزيشن څخه جوړيږي.

 

 

 

په اوسني وخت کښې مختلف مصنوعې کاوچوک جوړشوي دي چې ځينی خواص ئي د طبيعي کاوچوک په پرتله ډير ښه دي. د پولي بوتاداين څخه  بی غير، کوپوليميری (Copolymer) کاوچوک هم شته چې د بوتاداين او د غير مشبوع مرکباتو لکه ستيرين يا اکريلو نايتريل د جوخت (همزمان) پوليميريزيشن څخه توليديږي. ستيرين- بوتاداين-کوپوليمير د مهمو مصنوعي ربړو څخخه شميرل کيږي.

 

 

 

پايله:

د پورتنيو علمی او تحقيقی څرګندونو ځخه دې نتيجی ته رسيږو چې د پوليميريزيشن په عمليه کښې اساسي مرحله د دوه ګونې اړيکی فعاليدل دي چې په مختلفو ډولو تر سره کيږی هغه مواد چې ددي سبب ګرځي چې پوليميريزيشن ترسره شی او ماکروماليکلونه جوړشي د Initiator او يا کتلست په نوم ياديږی. پوليميريزيشن په درو اساسي ګروپو راديکالي، ايونی اوکوردينيشن ويشل کيږی.

 

پوليمريزشن په درو مرحلو کښې  تر سره کيږی.

1  - د تعامل شروع             (Chain initiation)

2  - د ځنځير اوږدوالی (وده)   (Chain Propagation )

3  -د ځنځير قطعه کول  ( Chain Termination )

څرنګه چې د پوليميرماکرو ماليکلونه د مونو مير د کوچنيو ماليکولونو څخه د پوليميريزيشن د مختلفو طريقو په واسطه حاصليږی نو له همدې کبله ئې خواص او نسبی ماليکولی کتله د يوه او بل سره توپير لري. طبيعي کاوچوک (طبيعي ربړ) دايزو پرين د ماليکولونو پوليمير ده چې په هغی کښې دوه ګونې اړيکې د (cis –configuration) لري. طبيعي کاوچوک په ګرمي کښې چسپناک  او په يخنئ کښې ډير سخت وي چې له همدې کبله د استفادی وړندئ. ددې لپاره چې د طبيعي کاوچوک څخه  زياته ګټه واخيستل شي، طبيعي کاوچوک د سلفر سره يو ځای کيږی او تودوخه ورکول کيږي.

 

سلفر د کاوچوک ددوه ګونې اړيکې سره جمعی تعامل کوي او پدې ډول د پوليمير ځنځيرونه د دای سلفايدی پلو په واسطه د يوه او بل سره تړل کيږی. پدی ترتيب د حاصل شوی ربړ ايلاستيکی خاصيت قوی وي او زيات مقاومت لري پورتنی طريقه د ولکانيزيشن (Vulcanization) په نوم ياديږی.

 

 

 

 

 

 

 

 

ماخذونه:

1. Beyer, Walter (2004).lehrbuch der organischen chemie,24 Aufl.,Stuttgart,pp

(79-81), (83-84)

 

2. Breitmaier, Jung (1978).organische chemie I , Stuttgart, p.120

 

3. Breitmairr, Jung (1995).Organische chemic II, Stuttgart New York, PP. (304-309)

 

4. Brown, Foote (2001).Organic chemictry, 3rd Ed, Los Angels. PP. (978-980),(983-986)

 

5. Christen, H.R (1982).Grundlagen der Organischen chemie. 5.Aufl, Frankfurt am Main, PP. (756-758), (1013-1016)

 

6. McMurry, J (1996).Organic chemistry, 4th ed, California, P.249

 

7. Peter, K.Vollhardt C.,Neil E.Schore (2002).Organic Chemistry, 4th ed , New York,  PP.(507-511)

 

8. Streitweiser, A. Heathcock C.H., Kosower E. (1994). Organische chemie, weinheim.New York, PP. (1253-1260)

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهندوى دوکتور بادشاه زار عبدالي

 دشيخ زايد پوهنتون ، طب پوهنځى

دجراحی ديپارتمنت استاد

برښناليک:badshazarabdali@yahoo.com

ګرځنده شميره :۰۷۹۹۱۵۲۰۲۲

                                                                                                                                             

دبطن په جراحي کې د عاجلوعملياتي واقعاتوداسبابوڅيړنه دعمر،جنس اواوسيدوځای له مخې دخوست په ولايتي تدريسي روغتون کې

 

سريزه :

 د جراحي په ډګرکي يوتعداد زياد ناروغان په بيړنۍ توګه دروغتونونو عاجلي کوټوته د مختلفوناروغيوپه وجه مراجعه کوي.البته  په جراحي کي دبطن عاجل ناروغان  چه دمحتلفوپتالوژيو په وجه ناروغان ځني کړيږي کچيري په وخت تشحيص او تداوي نه شي دناروغانودمرګ او مير سبب ګرځي .په وخت تشحيص او بيړني دجراحي مداخله ددي ډول ناروغانو ژوند ژغوري .نو پدي اساس ويلي شووچه دجراحي عاجلي ناروغۍ دانذارو له کبله دزياد اهميت وړدي.

 

زمونږپه ګران وطن افغانستان او په حاص ډول دخوست په ولايت کي هم د نوروناروغيو ترڅنګ دبطن عاجلي ناروغۍ چه دجراحي بيړنۍ مداخلي ته ضرورت لري زيادي دي .دبطن دجراحي عاجلي ناروغۍ په مختلفو ډولونو روغتونو ته دمختلفواسبابوپه وجه مراجعه کوي اودجراحي بيړنۍ مداخلي ته ضرورت لري او په لږ وخت کي بايد تشحيص او تداوي شي،په ځني حالاتو کي ترتشحيص دمخه بايد مداخله وشي چه دا مداخله ژوند ژغورونکي ده.هره ورځ يو تعدادناروغان دبطن داړوندو پتالوژيو په وجه لکه حاد اپنډيسيت،دکولمو ميخانيکي انسداد،مختنق فتقونه، حادمنتشرپيريتونيت ، درحيم څخه دخارج حملونوانشقاق ،دمبيض دسيست تدور ،دابهر دانوريزم انشقاق ،دميزانتر داوعيو ترومبوز او همدا ډول داليوي اومعقدي نواحيوابسي ګاني او يو لړنورو ناروغيوپه وجه روغتونومراجعه کوي او ياتخليه کيږي.ددي ترڅنګ په اخيرو دريو لسيزو کي دتحميل شوي جنګ په وجه او دترضيضاتواوترفيکي پيښو په وجه يو تعداد زياد ناروغان په عاجل ډول دمرکز او ولاياتو دروغتونونو عاجلو خونو ته  تخليه کيږي چه بيړنۍ درملني او جراحي مداخلي اوريکوري ته اړتيا لري. نو پدي صورت کي دجراحي دنوکريوال ټيم دنده ډيره مهمه او اړينه ده ترڅو داډول ناروغان په وخت معاينه ،تشحيص ،بيړنۍريکوري او عاجله دجراحي مداخله پکي وکړي او ددي ډول ناروغانو ژوند دمرګ څخه وژغوري .     

    

دبطني ناروغيود عاجلو واقعاتوداسابوپيژندل د دي  ناروغانو په عمر ،جنس او اوسيدو ځاي پوري ارتباط لري.اوپدي تحقيق کي مونږغواړو چه دبطني عاجلو ناروغيو يوه مکمله احصايه اوددي ناروغيواسباب دعمر ،جنس او اوسيدو ځاي په اساس دخوست په ولايتي روغتون کي تر سره کړو.چه دهغه په اساس مونږ وتوانيږو تر څودبطن په جراحي کي هغه پتالوژي چه دجراحي دعاجلي مداخلي ايجاب کوي او زيادي دي  وپيژنو،همدا ډول وپوهيږو چه کومي ناروغي په نارينه وو او کومي  په ښځينه وواو په کوم عمر کي او په کوم ځاي کي زيادي ليدل کيږي چه دهغه په اساس مونږ وکولاي شووترڅو ددي ډول ناروغيو په تشحيص او تداوي کي زمونږ ډاکتران ښه ګامونه اوچت کړي اوپه وخت دا ډول ناروغانو ته بيړني دجراحي عمليا ت وکړي او دهغوي ژوند د مرګ څخه وژغوري .

 

دتحقيق موخي :

  • د بطن د جراحي په ناروغانوکي د عاجلو پتالوژيواواسبابو موند نه اوهغي ته اوليت ورکول دخوست دولايتي روغتون په شرايطو کي .
  • ددقيقي احصايي ترتيب کول د بطني عا جلو ناروغيودبررسي په صورت کي دعمر،جنس اوسکونت له نظره دخوست په ولايت کي .
  • دبطن دعاجلو ناروغيو په صورت کي په وخت تشحيص ،بيړنۍ ريکوري اوعاجله دجراحي مداخله په حياتي استطباب .
  • دتحقيق څخه دلاس ته راغليوارقامو مقايسه کول دجهاني طبي ليتيراتورسره .
  • دبطني عاجلوناروغيولپاره په روغتونونو کي دځوانوکدرونو دمسلکي ظرفيتونو لوړول او دطبي پرسونل په وخت رسيده ګي .

طبي ليتيراتورته کتنه :

بيړنۍ جراحي چه يوه غيري انتخالي جراحي ده اود عاجلي تداوي ايجاب کوي هغه وخت استطباب لري کله چه دناروغ ژوند دخطر سره مخامخ وي او دطب دجراحي څانګي دباتجربه متحصيصينو پواسطه صورت نيسي .

 

نوموړي جراحي په مختلفو حالاتوکي ناروغانو ته دمختلفوناروغيو او اسبابو په وجه اجراکيږي لکه  د بطن، سيني،کوپړي،فقراتو،وجي اواطرافو د وخيموترضيضاتواوناريه جرحو په صورت کي همداډول د ماشومانويو تعدادولادي ناروغي او دبطن عاجلي او حادي ناروغي چه نوموړومريضانوته دحياتي خطراتو په وجه اجرا کيږي .په نوموړوناروغانوکي په هغوي کي دموجوده اعراضواوعلايمواوديولړعاجلو متممه اوتصويري معايناتوتر اجراکولووروسته کله چه تشحيص وضع شي نوبايد پکي عاجله دجراحي مداخله وشي اودجراحي دټيم لخوا څخه پکي عاجل تصميم نيول کيږي او دانتخابي متودونوڅخه پکي ګټه پورته کيږي اواړين دجراحي عمليات پکي اجراکيږي او دناروغ ژوند دخطر څخه ژغورل کيږي . په ځني حالاتو کي دتشحيص دمخه دجراحي مداخله صورت نيسي کله چه اړينه وي.چه البته پدي صورت کي نوموړي ډاکتران بايد داړونده ناروغيو په هکله دښي تجربي او درستو طبي تعليماتوڅخه برخه مند وي او خپله ټوله انرژي بايد دنوموړو ناروغانو درستي تداوي ته وقف کړي.

په جراحي کي يو تعداد زيادي ناروغۍ دي چه تر عاجل تشحيص  وروسته بيړني دجراحي مداخلي ته ضرورت پيښيږي لکه   :-

  • حاد اپنډيسيت
  • دکولمو ميحانيکي انسداد
  • مختنق فتقونه
  • پيريتونيت
  • ابسي ګاني(اليوي او معقدي )
  • دکولمو دميزانترداوعيو ترومبوز
  • دګيډي،سيني،کوپړۍ،فقراتواو اطرافوبسته اوواز ترضيضات چه دترافيکي حادثا تو اويا ناريه نافذه جرحوپواسطه  رامنځ ته کيږي .
  • سوزيد ني
  • دابهر دانيوريزم رپچر يا تمزق
  • داوعيو او اعصابو جرحي
  • دتنفسي لاروبندش داجنبي اجسامو په وجه
  • دسږو امبولي
  • دحارج  رحيمي حمل انشقاق

بيړنۍ جراحي په هره شفاحانه کي ترسره کيداي شي لاکن اوس مهال په پرمخ تللي نړۍ کي دتروما اوترضيضاتو ځانګړي مرکزونه موجوددي چه د بيړنۍ جراحي دتداوي دنده هم په غاړه لري .او دنړۍ په زياتوملکونو کي دا مرکزونه کار او فعاليت کوي چه حتي دعلمي تحقيقاتو په اجرا بوخت دي .دا مرکزونه په ښو طبي وسايلو،مجرب طبي پرسونل اود مسلکي نرسانو په درلودلو سره هر ډول دجراحي بيړنيو واقعاتو ته ځواب وايي.

 

دا مرکزونه علاوه له دي درسته عاجله کوټه سره له ټولولوازمو،اکسريز،مجهزلابراتوارسره دويني بانک،بيړنۍ دريکوري خونه ،مجهزه دعملياتو څانګه سره د مجرب پرسونل،اودعاجل انتقال ښه شرايط عملياتخاني ته او دعملياتو وروسته دښه مراقبت څانګي په لرلو عاجلوواقعاتو ته د يوه ساعت څخه  په کم وخت کي ځواب وايي .

پدي صورت کي دناروغ دنجات يوازينۍ لاره درسته اوعاجله تاريخچه،بيړني درسته فزيکي معاينه،دضرورت وړعاجل لابراتواري معاينات اوتصويري معاينات(imaging ) اوترهغه وروسته درست تشخيص ،بيړني ريکوري ،دعملياتووړاندي تياري اوپه وخت دجراحي مداخله ده چه ژوند ژغورونکي ده او کچيري  په تشخيص او تداوي کي يعني دجراحي په مداخله کي تاخر رامنځ ته شي  ۲۵ سلنه دژوندي پاتي کيدو چانس دلاسه ورکوي .

 

تشخيص او دطبي اهتماما ما تونيونه :

د بيړني تاريخچي اعراضواو علايمو ، درستي فزيکي معايني ، لابراتواري معايناتواو يو لړ عاجلو تصويرونو وروسته پدي صورت کي ژر تشحيص تايد  او په  درملنه لاس پوري کيږي .

 

دبيړنۍ جراحي پرمهال دناروغ ددوباره احيا سير دحياتي علايمو دثابت پاتي کيدوپه صورت کي دجراحي دټيم لخوا تعين کيږي .البته دناروغ دعملياتو دمخه او وروسته اهتماماتواو د د وباره اعادي صفحه د ناروغ د مسير څخه شامل دي چه په عاجلوناروغانو کي دوخت  کموالي  ددرستي تاريخچي  اخستلو لپاره کفايت نه کوي اوپدي وجه کله ددرست تشحيص وضع کول د مشکلاتو سره مخامخ کيږي اودټيم دنورو متحصيصينو رابلنه اړينه کيږي اوپه عين حال کي دجراحي دمداخلي په هکله بايد عاجل تصميم ونيول شي او په بعضي حالاتو کي بدون دناروغ دخپلوانو څخه  پرته عمليات دټيم لخوا پکي اجرا کيږي ترڅو دناروغ ژوند نجات ومومي .

 

په عاجله جراحي کي دوفياتو اندازه نسبت دپلان جراحي ته لوړه وي داځکه  چه هغه ناروغان چه د ګيډي ترضيضاتواوناريه جرحو په وجه روغتون ته تخليه کيږي  اکثرا دهيپوواليميک شاک په وجه دپښتورګو حاده عدم کفايه  پکي تاسس کوي او مړه کيږي .د بيړنۍ جراحي په صورت کي هغه ناروغان چه داخلي وينه بهيدنه لري بايد دعملياتو دميز پر سر بيړنۍ ريکوري دعملياتوسره يوځاي صورت ونيسي او په دي صورت کي تاخر ددي ډول ناروغا نو دمړيني سبب ګرځي .

 

دڅيړني متود او مواد :

زمونږ تحقيق په پروسفيکټيف ډول په (384 ) ناروغانوباندي چه دبطن د عاجلو ناروغيو په وجه بستر اود تشحيص وروسته  پکي عاجلي دجراحي مداخلي صورت نيولي دخوست په ولايتي روغتون کي سرته رسيدلي دي .زمونږ دتحقيق مواد دناروغانو دوسيي ،دراجستريشن کتابونه ،دعملياتخاني دپروتوکول کتابونه،اودناروغانودرخصت ورقي تشکيل کوي .

 

نتيجې :

زموږ د څېړنې په لړ کې د خوست ولايتي روغتون  ته د 1389 کال په جريان کې جمله (384) د بطن عاجلو ناروغانو مراجعه کړېده او وروسته تر بستر کېدو پکې عاجل د جراحي وړ عمليات تر سره شوي دي. موږ پدې ناروغانو کې د بطن مختلفې پتالوژي د عمر جنس او اوسيدلو ځاي په اساس تر مطالعې لاندې نيولي دي او ورڅخه راغلي احصايه په لاندې ډول ده:

 

 

 

د بطن د عاجلو واقعاتو شمېره د عمر او جنس له نظره:

عمر په کلونه

نارينه

ښځينه

جمله

1-10 کلني

47

9

56

11-50 کلني

213

67

280

51-85 کلني

39

9

48

مجموعه

299

85

384    100%

 

دجدول څخه لاس ته راغلي نتايج دا په ګوته کوي چه دبطن دعاجلو واقعات تعداد په نارينه وو کي نسبت ښځينه ووته تقريبا 2-2.5 ځله زيات دي يعنې د 384 عاجلو واقعاتو څخه يې 299 تنه يا %77  نارينه او ( 85 تنه يا33 %) يې ښځينه د بطن عاجل ناروغان تشکيلوي، چې موږ پکې د مختلفو پتالوژيو په وجه د بطن عاجل او ژغورونکي عمليات تر سره کړيدي. البته په نارينه وو کې د 10-50 کلني پورې د عاجلو واقعاتو تعداد د ښځينه وو په پرتله درې برابره زيات وو .

د حاد اپنديسټ د وقوعاتو تعداد د جنس او عمر له نظره:       (اول جدول)

جنس

نارينه

ښځينه

مجموعه او فيصدي

عمر په کالونو

1-10

18

4

22

11-35

110

38

148

36-80

16

2

18

جمله

144

44

188      100%

 

د پورته جدول څخه څرګنده شوه چې په عمومي ډول د حاد اپنډيسيټ واقعات د عمر په دوهمه او دريمه لسيزه کې په دواړو جنسونو کې زيات دي خو په نارينه وو کې نسبت ښځينه وو ته درې يا څلور چنده زموږ د څېړنې په اساس دهغه دواقعاتو تعدادزيات دي.

 

 

 

 

 

 

د کولمو د حاد انسداد د وقوعاتو تعداد د عمراو جنس له نظره: (دوهم جدول )

عمر په کلونو

نارينه

ښځينه

مجموعه

1-10

17

3

20

11-50

31

5

36

51-85

10

2

12

جمله

58

10

68  يا    100%

 

د پورته جدول څخه معلومه شوه،چې د (384) واقعاتو له جملې څخه يې 68 د کولمو د حاد انسداد په وجه مراجعه کړې ده او په نارينه وو کې څلور چنده نسبت اناثو ته زيات وو.

د حاد منتشر پريتونيت د واقعاتو شمېره د عمراو جنس له نظره:

زموږ د تحقيق په نتيجه کې د(384) واقعاتوو څخه يې (32) د حاد منتشر او موضعي پريتونيت په وجه عاجل عمليات شوي او لاندې نتايج  ورڅخه لاس ته راغلي دي.(دريم جدول )

عمر په کلونو

نارينه

ښځينه

مجموعه

1-10

4

1

5

11-50

14

7

21

51-85

4

2

6

جمله

22

10

32   يا   100%

 

د پورته جدول څخه په ډاګه شوه چې د حاد منتشر او موضعي پريتونيت واقعات د ژوند په دوهمه دريمه او څلورمه لسيزه کې په نارينه وو او ښځينه  وودواړو کې زيات ليدل کيږي.

د محتنق فتق د واقعاتو شمېره د جنس او عمرله نظره: (څلورم جدول )

عمر په کلونو

نارينه

ښځينه

جمله

1-15

5

0

5

16-50

13

4

17

51-85

3

1

4

جمله

21

5

26   يا  100%

 

د پورته جدول څخه پوهيږو چي د محتنق فتق په وجه د واقعاتو زيات تعداد د ژوند په څلورمه او پنځمه لسيزه کې درې چنده په نارينه وو کې نسبت ښځينه وو ته زيات ليدل کيږي.

 

 

دبطن د ترضيضاتواوناريه جروحاتو تعداد د جنس او عمرله نظره:

زموږ د تحقيق په جريان کې د (384) واقعاتو له جملې څخه (42) يې د بطن ترضيضات او ناريه جرحي وي چې نتايج يې په لاندې ډول دي. (شپږم جدول)

عمر په کالونو

نارينه

ښځينه

جمله

1-12

3

1

4

13-50

29

7

36

51-85

2

0

2

جمله

34

8

42    يا    100%

 

د پورته جدول څخه لاس ته راغلي نتايج ښيي، چې د بطن پڅ او تېره ترضيضات په نارنيه وو کې نسبت ښځينه وو ته څو ځله زموږ په ولايت کې زيات دي. او د واقعاتو زياته شمېره يې د بطن ناريه جرحي تشکيلوي چې عامل يې د امنيت تام نشتوالي  او خپل منځګړي جنګونه دي چې بايد اړوند مقامات په دې هکله جدي توجه وکړي.

د حادو ابسي ګانو د وقوعاتو تعداد د جنس او عمر له نظره:

د بطن د عملياتي عاجلو واقعاتو د (384) له جملې څخه (23) يې د معقدي شاووخوا(anal peri)او اليوي ناحي ابسې ګانې وي چې عاجل ورته درېناژ اجرا شوي او نتايج يې په لاندې دول دي. (پنځم جدول)

عمر په کلونو

نارينه

ښځينه

جمله

1-12

2

0

2

13-50

12

3

15

51-85

4

2

6

جمله

18

5

23  يا100%

 

د جدول څخه لاسته راغلي نتايج دا په ګوته کوي چې د معقدي ابسې ګانود واقعاتو تعداد په نارينه وو کې د ژوند په څلورمه او پنځمه لسيزه کې د ښځينه وو په پرتله زيات دي.

البته د يادولو وړ ده چې د بطن د عاجلو عملياتي واقعاتو (384) له جملې څخه يې (5) د حارج رحمي حمل انشقاق(Rapture of ectopic pregnancy )په وجه زموږ سره عاجل عمليات شوي دي.

د بطن د عملياتي عاجلو واقعاتو تعداد او فيصدي  د هغوي داړونده پتالوژيود خپريدوپه اساس :

دلته زموږ هدف دا دي، چې د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې د بطن د عملياتي عاجلو واقعاتو په جمله کې کومې پتالوژي اوليت لري او زياتې دي.

د جراحي د عاجلو واقعاتو شمېره د اړونده پتالوژيود خپريدوپه اساس : (شپږم جدول)

پتالوژي

 

حاد اپنډيسټ

دکولمو      حادانسداد

دبطن ترضيضات

حاد منتشتر پيريتونيت

محتنق فتقونه

حادې ابسې ګانې

دخارج رحمي حمل رپچر

مجموعه

د واقعاتو تعداد

188

68

42

32

26

23

5

384

د واقعاتو فيصدي

49%

18%

11%

8%

7%

6%

1%

100%

 

د پورته جدول څخه معلوميږي، چې د بطن د عاجلو جراحي واقعاتو له جملې څخه يې نسبت ټولو ته د حاد اپانډيسيټ واقعات د عمر په دويمه اودريمه لسيزه کې زموږ په ولايت کې هم زيات ليدل کيږي.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

د بطن د جراحي عاجلو واقعاتو شمېره داوسيدوځاي په اساس د خوست ولايت په مرکز او ولسواليو کې په لاندې جدول کې را ټوله شوي ده  : (اوم جدول)

پتالوژي

حاد اپانډيسټ

د کولمو حاد انسداد

دبطن ترضيضات

حادمنتشر پريتونيت

محتنق فتقونه

حادې ابسې ګانې

د حارج رحمي حمل رپچر

مجموعه

د اوسيدو ځاي

شمېره

شمېره

شمېره

شمېره

شمېره

شمېره

شمېره

 

دخوست ولايت مرکز

46

12

5

5

3

7

1

79

نادرشاه کوت ولسوالي

8

2

2

1

0

0

0

13

دومنده ولسوالي

6

4

2

1

1

0

0

15

سپېره ولسوالي

5

2

1

1

1

1

0

11

اسمعيل حيلومندوزيووولسوالي

8

3

2

2

2

0

1

18

د تڼيو ولسوالي

17

7

5

4

3

4

0

40

د ګربزو ولسوالي

7

2

1

1

1

1

0

13

دعليشېرو ولسوالي

16

5

4

3

3

3

0

34

د صبريو ولسوالي

22

8

7

4

2

2

2

47

د باک ولسوالي

10

4

4

1

1

0

0

20

د ځاځي ميدان ولسوالي

17

5

1

2

3

0

0

28

قلندر ولسوالي

11

6

3

2

2

2

0

26

موسي خېل

15

8

4

5

4

3

1

40

مجموعه

188

68

42

32

26

23

5

384 100%

 

 

ددي جدول څخه معلومه شوه چه دبطن دعاجلو واقعات تعداد دخوست ولايت په مرکز او اولسواليو کي زيادي ليدل کيږي .

 

مناقشه (Discussion) :

موږ پدې ځاي کې غواړو، چې لاس ته راغلي نتايج د جهاني طبي منابعو او ليتيراتورو سره مقايسه کړو چې څومره ورته والي او يا بدلون پکې ليدل کيږي تر څو د هغوي په اساس وکولاي شو، چې د ښې تداوي لپاره موثر ګامونه واخلو. او معلومه کړو، چې کومې پتالوژي زموږ په منطقه يعني د خوست په ولايت کې اوليتونه لري.

 

په جهاني طبي ليتراتو کې د بطن په عاجلو واقعاتو کې حاد اپانديسيټ اول مقام لري چې البته زموږ د تحقيق څخه په لاس ته راغلو نتايجو کې هم همداسې ده چې ورته والي لري جدول .[1]

د کولمو ميخانيکي حاد انسداد د واقعاتو تعداد په دوهمه درجه کې راځي چې البته په کاهلانو کې د التصاقاتو په وجه او په مسنوو اشخاصو کې د کولون سيګمويد د تدوراومختنقو فتقونو په وجه موږ پکې دجراحي عاجله مداخله اوعمليات اجرا کړي دي .جدول ( 2 ) چې دا هم د جهاني طبي ليتراتور سره ورته والي لريي  .ديادولو وړده چه په ماشومانوکي داسکريدوزيس په وجه چه ميخانيکي يي رامنځ ته کړي مونږ دانسداد له منځه وړلو لپاره دجراحي مداخلي کړي دي چه البته بايدددرستي خفظ الصحي نشتون ،غربت ،بيچاره ګي اودخلکو دپوهي ټيټوالي  ددي سبب کيږي چه بايد خلکوته عامه پوهاوي وشي اووقايوي تدابير ونيول شي او په پرمخ تللي نړي کي اوس داسکريدوزيس په وجه انسداد نه رامنځ ته کيږي .

 

زموږ د تحقيق په نتيجه کې په دريمه درجه کې د بطن ترضيضات ،ترافيکي پيښي او د جنګ په وجه د بطن ناريه نافده جرحي د عاجلو عملياتي واقعاتو تشکيلوي چې اکثرا ځوان نارينه کاهلان ورڅخه کړيږي دلته ضرور ده چې خلک د تعليم او تربيې څخه برخه مندشي او  امنيتي اورګانونه قوي شي.

په اوس وخت کې په جهاني ليتراتور کې د خلکو د عامه ښې پوهې او ښو اسيپسي  او انتي سيپسي  شرايطوپه وجه د مقعدي او اليوي ناحيوابسي بيخي کمې او يا نشته خو اوس هم زموږ په وطن دا واقعات موجود دي .

پايله :

 زمونږ دڅيړني وروسته لاندي نتيجي لاس ته راغلي :

  • د حاد اپنډيسيت د واقعاتو شميره دخوست په ولايت کي د ژوند په دوهمه او دريمه لسيزه کي په نارينه وو کي زياد ليدل کيږي . ( اول جدول)
  • د کولمو ميخانيکي انسداد په نارينه وو کي د ژوند په پنځمه او شپږمه لسيزه کي په نارينه وو کي زياد ليدل کېږي . (دوهم جدول) او د وقوعاتو په دوهمه درجه کي راځي .
  • دبطن ترضيضات او ناريه نافذه جرحي د ژوند په دويمه ، دريمه او څلورمه لسيزه کي په ځوانانو کي په دريمه درجه دټولو وقو عاتو تشکيلوي .
  • د حاد منتشر پيريتونيت واقعات د ژوند په دريمه او څلورمه لسيزه کي ډير  ليدل کيږي .
  • د معقدي او اليوي ناحيو ابسي ګانوزياد والي دخرابي خفظ الصحي او اسيپسي او انتي سيپسي د نه مراعت کولو په وجه اوس هم موجودي دي  .

 

 مننه :

دخوست ولايتي تدريسي روغتون دجراحي دڅانګي دشف محترم ډاکتر بابريګل (کومکي)،او دشېخ زايد پوهنتون دجراحي   څانګې داستادانو هر يوه پوهنيار ډاکترمحمدکامل(صابرزي) اوپوهيالي ډاکتر شيرزاد (  هڅاند) دهمکاري څخه ددي اثر دموادو په راټولولوکي دزړه له کومي مننه کوم اودپاک پروردګار دسپيڅلي ذات څخه ورته دزياتو کاميابيو هيله مند يم .

 

وړانديزونه :

  • دجامعي عا مه پوهاوي دبطن دعاجلوناروغيو په هکله .
  • دبيړنۍ جراحي دمجهزو تداوي مرکزونو ايجادول دخوست ولايت په ولايتي تدريسي روغتون او دولسواليو په روغتونونو کي .
  • دطب پوهنځى دمحصيلينو او ځوانو ډاکترانو روزل او تربيه  پدي هکله .
  • دبطن  په دردونو کي دتشحيص د مخه بايد د هر ډول انالجزيکو داستعمال څخه ډډه وشي  .
  • دجراحي حاده ګيډه هميشه دجراحي مداخلي ته ضرورت لري اومداخله ژوند ژغورونکي ده  .
  • دبطن جراحي دعاجلو ناروغيو په صورت کي دطبيب برخورد بايد منظم او کامل وي او مکرره معاينه دي اجراشي تر څودرست تشحيص وضع او بيا دي پکي بيړنۍ مداخله صورت ونيسي.
  • ديو دوز انتي بيوتيک توصيه دعملياتو وړاندي دزخم دانتان دکچي په راکمولو کي موثر تماميږي .

 

لنډيز :

مونږدخوست په ولايتي تدريسي روغتون کي د۱۳۸۹  کال په جريان کي جمله (۳۸۴)دبطن دجراحي عاجل ناروغان داخل بستر اوپکي مو داړونده پتالوژيودتشحيص وروسته دجراحي  بيړني عمليات ترسره کړيدي .چه دهغوي دجملي څخه يي(۴۹٪)سلنه دخاد اپنډيسيت واقعات ،( ٪۱۸) سلنه دکولموحادانسداد،(٪ ۱۱) سلنه دبطن ترضيضات اوناريه جرحي،( ٪ ۸  ) سلنه دمختنق فتق ،(  ٪ ۷   ) سلنه دحاد پيريتونيت او(٪ ۶  )سلنه يي دمعقدي او اليوي ناخيو ابسي ګاني ،او(۱٪)  سلنه حارج رحيمي حمل رپچرواقعات تشکيلوي .اودجنس له نظره (  ۷۷٪) سلنه په نارينه ووکي د (۲۰ څخه تر ۶۰ کلني پوري)عمر  کي تشکيلوي .او داوسيدوځاي په اساس (۱۲٪)فيصده دخوست ولايت دمرکز او (  ۸۸٪ )فيصده يي داړونده ولايت داولسواليو اوسيدونکي وو .

Abstract:

During one year (1989)- 384cases of emergency abdominal surgical cases were admitted and treated with surgical operation in Khost Provincial Hospital .Among these,49%were acute appendicitis,18%acute intestinal obstruction,11% Blunt and penetrating gun abdominal ingury,7%strangulated hernia ,8%acute peritonitis, and 6%were acute abscesses(peri anal and iliac)region and1%were rapture ectopic pregnancy. From the point of gender it consists 77% majority in male (20-60 years), 12% were residents of center Khost city and 88%were residents of districts.

 

 

 

References:

  1. Abdul Wahab Dogar General Surgery 3rd Ed 2008 P.45, 193.

 

  1. Courtney M.Townsend,JR,MD Sabistan text book of surgery2008 18 ed

P. 1180, 1199, 1278, 1333.

  1. Harold Ellis, Sir Roy Y.Calne, Christopher J.E. Watson General Surgery 10th ed 2002       P.176, 187, 192.

 

  1. Joseph m. Vitello. Acute Abdominal Pain in: Robert E. Condon Lioyd M. Nyhus editors. Manual of surgical therapeutics. 8th ed. U.S.A. Alittle Brown; 1994. P.153-162.

 

  1. Karimove S.I 2005 Surgery Disease Uzbekistan Tashkend p.347, 353.

 

  1. K.Rajgopal Shenoy, Manual of surgery second edits 2009       P.454, 536.

 

  1. Norman S.Williams et al 2008 Short Practice of Surgery, Baily and love's 24th Ed Part of Hachette UK        P.271, 285, 299, 1154, 1188, 1240.

 

  1. Norman L. and William E.G. Thomas Browse’s Introduction to the Symptoms and Signs of Surgical Disease 4th ed 2005       P.386-431.

 

  1. R.F.Rinitol Farquharson’s text book of operative surgery 1995 8th ed    p.451, 459.

 

  1. Schwortz's etal.1999 Principles of surgery 8th ed Tehran (Asare Sobhan)   P.1-10, 266, 494.

 

  1. Seth J.Kames P.G ET all, Blueprintsin surgery 2nd edit 2000    p.89, 116.

 

  1. Scottish intercollegiate Guideline.  Emergency surgery [on line]. 2001.  Cited in 2006/9/14. Available from: www.int.med.mew.edu/surgery/surgemer.html

 

 

 

پوهندوى ســيد کـريم شاه  نېکمل

دژبو او ادبياتو پوهنځی

دانګليسي څانګــې استاد

برښناليک: nekmal_elt@yahoo.com

ګرځنده شميره: ۰۷۹۹۱۳۷۰۲۲

 

دانګليسي ژبې په تدريس کې دعامو تصويرونواستعمال اوګـټې

 

ســريــزه:

د دې لپاره چې د تدريس په وخت کې شاګردانوته زده کړه په زړه پورې وي اود شاګردانو توجه درس ته جذ ب شوي وي، ښوونکى مختلف ډوله اوريدونکي اوليدونکې مواد په صنف کې استعمالوي. نو له دې کبله ضرورده چې دانګليسي ژبې په تدريس اوزده کړه کې، په ځانګړي توګه دعامو تصويرونوپه استعمال اوګټوباندې پوه شو.

 

داسې ليدل کيږي چې د تدريس اوزده کړې په پروسه کې د مختلفو درسي وسايلو څخه ګټه اخيستل کيږي. چې ځينې يې د (Visual Aids) په نوم ياديږي.  د دې موادو له جملې څخه هم يوډول عام تصويرونه دي، چې نه يوازې دشاګردانولپاره په زړه پورې دي بلکې دتدريس په جريان کې دزده کړې داهدافو لپاره مهم اوګټور نقش لري . سربېره پردې دعامو تصويرونو استعمال يو تعليمي اوتربيتي هدف لاسته راوړي  . داعلمي تحقيقي مقاله به دانګليسي ژبي ښوونکولپاره داسې روش بيان کړې چې دتدريس په جرېان کې به د مؤثرې زده کړې سبب وګرځي . دانګليسي ژبې دښونکې په صفت به زموږ هدف دا وي چې دزړو ميتودونو په عوض نوي ميتودونه په کار واچول شې اوعام تصويرونه به دچارتونو Charts  ، کارتونو Cards ، او ډياګرامونوDiagrams  په ډول دانګليسي ژبې دتدريس په جريان کې استعمال شي .

 

 

 

 

دعامو تصويرونو استعمال اوګـټې:

تصويردخلکو ،ځايونو اوشيانو هغه دوه مخي ليدونکي شيان دي چې استعمال يې دانګليسي ژبي په تدريس کې ډيرې ګټې لري . غالبا کيداى شي چې هغه عکس  (Photograph) وي اوياهم اندازه (Sketches)، کارتونونه (Cartoons)، چارتونه (Charts)، ګرافونه (Graphs) او يا نقشې (Maps) وي. تصويرونه د مطالعې، بولتين بورډBulletin Board  ، نمايشات Demonstrations، اود پروجکتور Projector په واسطه په ګروپي ډول شاګردانوته دضرورت په اساس په يوه وخت کې ښودل کيداى شي  [ 4 ] .

 

اکثره زده کوونکي د ليدلو له مخې زده کړې کوي . نوله دې کبله دتصويرونو ښودل دانګليسي ژبې په تدريس کې ډېره ګټه لري . تصويرونه زده کوونکوته دکلمواوجملو معنا ورپه يادوي اوپه افهام اوتفهيم کې په اسانۍ سره کومک کوي. همدارنګه عين تصوير دمختلفو اوتکراري اهدافو لپاره استعماليږي،خوکله چې دتدريس لپاره تصويرونه انتخابوو،   ښه به دا وي چې دالاندې ټکي په پام کې ونيول شي: 

١. تصويرونه بايد په پوره اندازه لوى وي چې ټول صنف يې په اسانۍ سره وکتلى شي . 

    کوچني تصويرونه بايد د دوه نفري ، ګرپي کارونو ، اوبازيو لپاره استعمال شي.

٢.  تصوير بايد په لومړي وار کتلو سره دمطالعې هد ف تمثيل کړى شي .

٣. رنګه تصويرونه دتور اوسپين په پر تله ډيرګټور دي اودمختلفو اهدافو لپاره استعمال  کيداى شي .

٤. د تصويرونو اسعمال بايد دکلتورله مخې په پام کې ونيول شي.

٥. تصويرونه بايد د زده کوونکي دحقيقي ژوند سره يو څه اشنايې ولري .

٦. تصويرونه بايد دتعجب اوحيرانتيا سبب نشي.  [ 6 ]

څنګه کولاى شو چې د درسي صنف لپاره ښه تصويرونه جوړکړو؟

١.  دهرډول تصويرونو يو کلکسيون collection بايد جوړشي،کوچني،لوى،توراوسپين،رنګا رنګ ، د مختلفو منابعو څخه لکه : مجلې،اخبار،کتابونه،جنترۍ،پوسترونه،کتلاګ catalogue،له انټرنيټ څخه ډونلوډ Download،مختلفو تجارتي مؤسسوته رسم شوي اوحتى په خپله ترسيم شوي تصويرونه.

 

٢. کلکسيونونه  بايد په خاص ډول ترتيب اوپه منظم ډول ځاى پر ځاى شي .کوچني اولوى تصويرونه بايد جلا جلا ځاى پرځاى شي .

 

٣. تصويرونه بايد په ښه ډول ګروپ بندي شي چې دضرورت په وخت کې په اسانۍ سره استعمال شي. [ 1 ]

 

٤. تصويرونه  د ضرورت په اساس لوى اويا کوچني کړۍ ، چې فوتوکاپي ماشين د ا کارپه اسانۍ سره کولاى شي .

د تصويرونو دانتخا ب په وخت کې دې لاندې ټکي په پام کې ونيول شي :

 

١. تصوير بايد د زده کوونکو خيال اودلچسپي راجذب کړي .

 

٢. تصويربايد د درس دهدف سره سم اومناسب وي اومستقيما د درس په مطلب کې ونډه واخلي .             تصويربايد يوازې په دې مطلب نه وي چې په ځانګړي ډول شاګردانوته په زړه پورې اوياجذاب وي، بلکې د درس داهدافو دلاسته راوړلو په خاطروي .

 

٣. هغه مهم خصوصيات چې يوتصوير يې لري، بايد دشاګردانو دعلم اوکلتور مطابق وي.

 

٤. که چيرې يوتصوير په صنف کې ښودل کيږي، هغه بايد په پوره اندازه لوى وي چې په اسانۍ سره په صنف کې وليدل شي . خود ګروپي کار په وخت کې خامخا بايدتصويرکوچنۍ وي .

 

٥. په عين وخت کې بايد د ډيرو تصويرونو له ښودلو ډډه وشي . چې داکار دشاګردانو د  مشکوک کيدو اوخرابي سبب ګرزي  [  2 ].

 

دانګليسي ژبې په درسي صنف کې دتصويرونو استعمال:

١.  تصويرونه بايد د نوي ګرامري اونوي کلمود زده کړې لپاره استعمال شي اود هغې داوږدې تشريح اوترجمي څخه مخنيوى په کې وشي . 

٢.  تصويرونه بايد د معنا د پرکټس اونويو کلمو د جوړښت باعث وګرزي . کلمې اودهغه جوړښت په اسانۍ سره تکرارکړى شي .

 

٣.  تصويرونه بايد دشاګردانو د تشويق په خاطر استعمال شي چې خبرې ، لوستل او ليکل دژبې دزده کړي په وخت کې وکړى شي، اوشاګردانوته نوي معلومات ، شيان ، پيښې اوعملونه تهيه کړى شي چې شاګردانوته دخبرو، لوستلو اوليکلو زمينه مساعده شي .

 

٤.  تصويرونه بايد دمعنا څخه ډکه ورته سلسله ولري چې دهغې له مخې يوه کيسه ترې جوړه شي.

 

٥. تصويرونه بايد په يوه پاڼه کې اوياهم جلا چوکاټ په ډول استعمال شي . چې په دې ډول سره به شاګردان وکړى شي د درس مطلب اومعنا ترلاسه کړي.

 

د مثال په ډول : که چيري مونږ تصويرونه دشاګردانو په وړاندې په صنف کې ښيو ، نوپه لاندې ډول بايد تمثيل کړى شي :

 

تصويرونه اکثره بايد چاپ اورنګه وي اود شکل اورنګ له مخې سره فرق ولري. که چيرې نوي کلمې شاګردانوته ورښيو، ښه به دا وي چې په اسانو اوساده جملو کې يې استعمال کړو : [ 8 ]

 

 

1.  This is a ball.                The class has a ball.

2.  This is a flower.           The class has a flower.

3.  This is a telephone.    I have a telephone.

4.  This is a bike.               The girl has a bike.

 

که چيرې يو تصوير ټول صنف ته په زړه پورې وي اوهغه يوازې په يو کتاب کې وي، دا به مشکله خبره وي چې دهرشاګرد څخه وپوښتل شي چې هغه تکرار اويا ورته وکتل شي. له دې کبله به دا ښه وي چې هغه تصوير د پروجکتور (projector) په واسطه ټول صنف ته په پرده  (screen) باندې و ښودل شي. [۷]

د دې لپاره چې شاګردان جملې جوړې کړي شي، ښوونکي بايد د ورته تصويرونو يوه سلسله (تصويري کارتونه ) picture cards  تمثيل کړي. دالاندې تصويرونه د کچالو د پروسې يوه سلسله د Flash cards  په وسيله ترسره کيږي.                                                 

 

 

که چېرې يو ښوونکى مبتکر وي او خپل درس په مؤثره توګه تمثيل کړي، ښه به دا وي چې دا لاندې فعاليتونه ترسره اوپه نظر کې ونسي :

 

١.   کارتونونه بايد په منظم ډول په ترتيب کيښودل شي اويا په تارپوري په ترتيب سره  وتړل شي.

 

۲.   د تصويرونو په اړه دې  د صنف له شاګردانو څخه عمومي پوښتنې وشي. لکه :

Who can they see?               دوی څوک ليدلی شي ؟

What can they see? دوی څه شی ليدلى شي ؟         

    

۳.  ځيني کلمې اوعبارتونه چې صنف يې غواړي ، په تخته بايد وليکل شې.

زده کونکو ته دې وويل شي چې هغه وليکي، په انفرادي ډول کارپري وکړي اوبيادې ووايي چې کوم تصويرونه کومو کلمو او عبارتونو ته راجع کيږي. د مثال په ډول:

افعال ((Verbs: Washمينځل،  Plantدنبات کښېنول، Dig کيندل ، Loadبارول،Cook پخول.

 اسمونه :Nouns کارخانه Factory، تخمونهseeds ، کچالو Potatoes، لارۍ  .lorry   

 

۴.  صنف دې په دوو يا زياتو ګروپونو وويشل شي، زده کوونکوته د ې وويل شي چې د تصوير په اړه دې بحث وشي اوجمله دې پکې جوړه شي . کله چې دوي تصويرونه په  جوره يي يا ګروپي ډول ګوري ، هغه بايد په ترتيب سره عملي کړي.

 

۵. هرې جوړې يا ګروپ څخه دې وپوښتل شي چې اوله جمله دې په لوړاوازه سره ولولي

، تختې ته دې راشي چې تصويري کارت په درست ځاي کې کيږدي. بيا دې له بلې جوړې يا ګروپ څخه وغوښتل شي چې عين ډول کار ترسره کړي ترڅو پورې چې ټول صنف هغه فعاليت په درست ډول تراخره سرته ورسوي . لکه :

The field is dug up.  ځمکه کيندل کيږي.

The potato seeds are planted.  .کچالو تخمونه کرل کيږي

The potatoes are picked.   کچالوراټوليږي .

The potatoes are loaded in a lorryکچالوپه لارۍ کې باريږي.   .

The potatoes are taken to the potato factory. کچالو دکچالوکارخانوته وړل کيږي.

The potatoes are washed.   کچالو مينځل کيږي .

The potatoes are chopped.    کچالو نيميږي.

The potatoes are fried.     کچالو سره کيږي.

The potatoes are put into pockets.   کچالوکڅوړوته اچول کيږي.

اوس بايد شاګردان دتدريس په پروسه کې په پرکټس کې په دې ډول تغيرات راولي:

۱.  داسې جملې دې پرتخته وليکل شي چې تصويرونه يو د بل سره سروخوري. جملې بايد تکميلې وي، يوازې خانه خالي اولومړۍ دوې يا درې کلمې ولري . هرې جملې ته بايد حروف ورکړل شي او په غلط ترتيب سره دې وليکل شي . زده کوونکي دې هغه جملې په ترتيب سره وليکې.

۲.  جملوته دې توجه وشي چې څنګه سره يوځاي استعمال شي . يعنې :

اول First ، وروسته then، او and،  وروسته له هغه after that ،  بل next،باالاخره Finally.

٣.    دضمايرواستعمال ته بايد توجه وشي چې تکراري نه وي . دمثال په ډول:

                 The potatoes are washed. Then they are chopped and fried.            

٤. بيادې له صنف څخه وغوښتل شي چې ټوله موضوع دې يود بل سره په رابطه کې وليکل شي.                                  

 

د تصويرونوګـټې:

دتدريس اوزده کړې په پروسه کې چې کله تصويرونه استعماليږي، دا لاندې ګـټې لري:

۱.    تصويرونه ارزان اوپه پراخه پيمانه پيداکيږي.

۲.    تصويرونه په عام ډول مکمل ګروپ ته تجربې  ورپه برخه کوي.

۳.   هغه څه چې زده کړه يي ناممکنه ښکاري، د ليدلو visual له مخې يې مطالعه ممکنه کيداى شي.

۴.    تصويرونه دغلط مفهوم داخستلو څخه مخنيوي کوي.

۵.   تصويرونه دلازيا تې مطالعې، لوستلو ، تحقيق لپاره تشويقي جنبه برابروي، اوليدونکي شيان قوي اسباب بلل کيږي.

۶.  تصويرونه کمک کوي چې پريوه شي باندې توجه متمرکزه شي او انتقادي قضاوت يې د يوه شي د پرمختيا لپاره وي .

دتصوير خلاصه د توزيع اوتشريح اودکلمو دپرکټس لپاره يوه بله لاره ده.  ښوونکي کولاى شي چې يولوي مستطيل په تخته رسم کړي دوي دې په مستطيل کې دشيانو نومونه ، شکلونه اورنګه وسايل رسم کړي.  وروسته له هغه دې له صنف څخه پوښتنه وشي چې دوي په تصوير کې کوم شيان ويني.  [ 3 ]

شاګردان دې مطمېن شي چې دلته کوم صحيح اوغلط ځواب نه شته ، او دوي دې تشويق شي چې خپل خيالات په کارواچوي ، ترڅو معلوم کړي چې په تصوير کې کوم شيان دي . لکه په دې  لاندې تصويرکې:

 

 

پـــا يــلـــــه:

کله چې ښوونکى د انګليسي ژبې په تدريس اوزده کړه کې دعاموتصويرونو داستعمال څخه ګټه اخلي، هدف به يې داوي چې شاګردان تصويرونوته په کتلوسره د يوه شي معنا په اسانى سره زده کړي. پرته له دې چې شاګردان حروفو، کلمو، عبارتونو اويا جملوته دتصوير دشکل له مخې  وګوري، يانې دهرڅه لپاره يې چې استعما لوي، خپل هدف ته ډېر زر رسيږي.

 

دا چې تصويرونه مختلف ډولونه او شکلونه لري، دښوونکي دقوي ابتکار له مخې، داسې تصويرونه بايد په صنف کې استعمال کړى شي، چې دشاګردانو د توجه اوعلاقې وړوګرځي. خلک اوشيان په داسې ډول په تصويرونو کې راوړل شي چې ځينې يې جګ اوټيټ، غټ اونري ، ا بې ، تور، اونوره رنګونه ، په ولاړي اوناستي، لنډ او اوږده، اوپه داسې نورو ډولونوکې وي.  ښوونکى دې کوشش وکړي چې تصويرونه په زړه پورې اوخونده وره توګه وکاروي ، خوپه دې شرط چې ټول اسلامي اوکلتوري ارزښتونه پکې خوندي وي . دښوونکې اصلي موخه بايد دا وي چې دعامو تصويرونوپه استعمال سره شاګردان په اسانۍ سره وکولى شي په دې پوه شي چې څنګه په يوه خارجې ژبه خبرې، لوستل اوليکل وکړى ش

Abstract:

If we analyze any visual aids especially common pictures, we can find out that they are very useful and effective in the process of teaching and learning activities. Teachers of English can make and provide pictures as easy as possible such as short and tall, fat and skinny, blue and dark, some sitting and some standing, some short some long and so on. Some teachers prefer to present the related pictures in a funny way, but in this concern,   the religious and cultural aspects should be considered in mind. The Teacher should always use the immediate and fantastic pictures in the classroom. Briefly to say, various common pictures can do the following:  

 

  • Promote a mood of mutual understanding and sympathy on the classroom.
  • Bring about significant changes in students behavior.
  • Show the relationship of subject matter to the needs and interests of the pupils.
  • Bring freshness and variety to the learning experience.
  • Make learning meaningful over a wide range of students’ abilities.
  • Encourage meaningful use of subject matter by allowing for imaginative involvements and active participations.
  • Provide needed feedback that will help the pupils to discover how well he/she has learned.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

References:

  1. Corder, Pit. (1982). A Theory of Visual Aids in Language   

     Teaching in English. London: Language teaching Press, P. 23

 

  1. David, D. (1988). Linguistics and Teaching Foreign Languages. Washington D. C. USIS, P. 160

 

  1. Dobbs, Jeannine. (2001). Using Audio-Visual Aids in the Language Classroom. Cambridge: Cambridge University Press, P. 85

 

  1. David, Riddel. (2003). Teaching English as A Foreign Language.UK: Hodder Education Press, P. 178
  2.  Lee, S. (1993). Language and the Total System of Communication. Harvard University Press. P. 33

 

  1. Michael, L. and Jimmie, H. (1999). Practical Techniques for Language teaching. England: Commercial Color Press, P. 67

 

  1. Scot, Thornbury. (2002). How to Teach Vocabulary. England: Pearson Education Limited, P. 115

 

  1. Tricia, Hedge. (2000). Teaching Learning in the Language Classroom. England: Oxford University Press, P.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهندوى دوکتور ګل سا لم  شرافت

دښوونې او روزنې پوهنځی

د کيميااو بيولوژي څانګې استاد

برښناليک:sharafat.gulsalim@gmail.com

ګرځنده شميره: ۰۷۹۹۵۵۶۹۰۸

 

د خاورې دتخريب لاملونه

سريزه:

لکه چې جوته ده د يوويشتمې پيړۍ د ډيرو مهمو ورځنيو مسايلوڅخه دخاورې،هوا او اوبو ککړتياوې او همدارنګه دنړيوالې تودوخې زياتوالي دي. د خاورې ککړتيا چې پخپله د خاورې د تخريب سره مل وي د ورځې د مهمو حادومسلوڅخه يوه مسله ده چې په اړه يې نړيواله ټولنه،نادولتي سازمانونه او څيړونکي ډلې شپه او ورځ لګيا دي ، تر څو د خاورې د تخريب او ککړتيا مخه و نيسي. ځکه خاوره نه يواځې دا چې د هستوګنې او انساني فعاليتونو ځاي بلل کيږي بلکې د بيولوژيکي غذايي ځنځيرونو د اجرا لپاره يوه د اتکاء سطحه او بسترهم ګڼل کيږي. ما پدې ليکنه کې ټول هغه عمده لاملونه چې د خاورې د تخريب سبب ګرځي لکه د نفوسو زياتوالي، د ځنګلونو د منځه وړل، اسماني کاڼي، سيلابونه، توفانونه، زلزلې، د راډيو اکتيف موادو وړانګيزفعاليت، بادونه، اورشيندنې، د حيواناتو په واسطه د څړځايونوله منځه تلل، د کرنې ناوړه متودونه او نور يو په يو توضيح او تشريح کړيدي

هيله من يم چې د خاورې د تخريب د مخنيوي ټولې لارې چارې لکه د نفوسو د زياتوالي مخنيوي، د نړيوالې تودوخې د لوړيدو مخه نيول، د ګلخانه ائ غازونو کنترول،د ونو کينولو د فرهنګ ترويج، د سيلابونو په وړاندې د ونو او استنادي ديوالونو جوړيدل د خاورې د تخريب په وړاندې.... او نور په پام  کې ونيول شي. تر څو چاپيريال مو پاک او د ژوند وړوي.خداي پاک د قرانکريم د الدخان سورې په ۳۸ آيت کې هم د چاپيريال د ساتنې په اړه خبرداري ورکوي چې «هر هغه څه چې د ځمکې او آسمان تر منځ خداي پاک پيداکړي د لوبو لپاره ندي پيداکړي». ددې څخه له ورايه څرګنديږي چې د  چاپيريال سره با مسوليته برخورد په کار دي تر څو په راتلونکې کې د مشکلاتو سره مخامخ نشو[1].

د خاورې د تخريب لاملونه:

۱- د نفوسو زياتوالي:

د نفوسو زياتوالي د خاورې د تخريب دسر ټکي تشکيلوي.ځکه چې همدا وګړي دي چې په دې خاورينه کره کې اوسي او هر عمل په همدي خاوره کې سر ته رسوي. د ۲۰۰۶ ميلادي کال د احصايې له مخې د نړۍ نفوس۶۲۰۰ ميليونه ښودل شويدي. دا نفوس په همدې اخرو ۵ کالونو کې په ميليونو نور هم زيات شوي دي، ځکه چې په هره دقيقه کې د ۱۵۰ کسانو څخه زيات نوي بچيان پيدا کيږي، بله دا چې د نړۍ نفوس د مختلفو شرايطو لکه واکسينونه،ښه غذا او تغذيه،دمرضونوپه وړاندې موثر درمل،حفظ الصحه،دخلکود تعليمي او تربيتي پوهې نسبتا ښه والي او نورهغه څه دي چې د مړينې مخه يې نيولي ده.

پورتني ټول لاملونه په ټوله کې د خاورې تخريب ته زمينه برابروي. دا ځکه چې د وګړو د شمير زياتوالي او د هغو اړتياوې دا طبيعي سرچينې نه شي پوره کولاي ددې نفوسو څلورمه برخه ۲۵٪  د فقر او نيستۍ ترکرښې لاندې ژوند کوي او لومړني ضرورتونه لکه کالي،کور،ډوډۍ او نور نه شي پوره کولاي[7].

د نړۍ د نفوسو د نيمايې څخه زيات د څښلو پاکې اوبه نه لري او د ورځې ۲۵۰۰۰ کسان د ککړو اوبو د استعمال له کبله مري [1].

دوګړو شمير زياتوالي په محيط کې (خاوره) د خپلو اړتياوو د پوره کولو لپاره ځنګلونه وهي چې پدې توګه دخاورې تخريب ته زمينه برابروي. او د بارانو او واورو اوبه په خاوره کې نه جذبيږي چې د سيلابونو او طوفانونو سبب ګرځي. او دا ټول بيا هم خاوره تخريبوي. د بلې خوا انسانان د خپلو اړتياوو د پوره کولو په موخه مختلفو خوارکي او غير خوارکي توکو ته اړتيا لري لکه: غلې،سبزيجات او نورچې د انسانانو خوراکي سرچينې دي. ددې په خاطر چې د لږې ځمکې څخه زيات حاصل لاسته راغلي وي نو کيمياوي سرې چې هغه پخپل وارسره د چاپيريال د ککړتيا او د خاورې د تخريب سبب ګرځي. همدا ډول نور لاملونه شته چې هر يو د نفوسو د زياتوالي سره اړيکه لري او د خاورې د تخريب سبب ګرځي چې  وروسته تکراريږي.

 

 

 

 

۲- د راډيواکتيف موادو وړانګيز فعاليت:

په جاپان کې د هيروشيما او ناګاسکي د اتومي بمونو قيصې او همدارنګه په اوکراين جمهوريت کې د چيرنوبل د اتومي بټۍ چاودنه او يا اوس په جاپان کې د فوکوشيما د اتومي بټيو چاودنې هر هغه څه دي چې د بشر لپاره يو ژوندي تاريخ ګڼل کيږي.هغه وړانګې چې په ريښتينو اتومي چاودنو او يا په ازمايښتي چاودنو کې په محيط کې ازاديږي د انسانانو، حيواناتو او نباتاتو په وجودونو کې جذبيږي  دهغو د منځه تللو او د ځينو ژونديو اجسامو په وجود کې په متابوليزم او ارثي  کودونو(RNA , DNA) کې تغيرات راولي. دا وړانګې په چاپيريال کې ډول، ډول ايزوتوپونه (Isotops)  ازادوي چې بيا د نباتاتو د پاڼو پواسطه جذب کيږي، کله چې شيدې ورکونکي حيوانات دا وخوري نود حيوان د شيدوغدواتو(تيونو)ته ځي بيا کله چې انسان دا شيدې و خوري نو انسان په جاغور، سرطان او نورو مرضونو مبتلا کوي او حتي د مرګ سبب ګرځي. بله دا چې راډيواکتيف مواد په خاوره کې ترډيرې مودې يعنې سلګونه کاله باقي پاتې کيږي او د خاورې طبيعي جوړښت ته تغير ورکوي. د بلې خوا پدې خاوره کې ژوند نا ممکنوي او که د وخت په تيريدو سره کومې غلې دانې را زرغونې هم شي خو په هغو کې به د راډيواکتيف کيمياوي موادو تاثير موجود وي چې ژونديو اجسامو ته زيانمن ثابتيدلاي شي.[1, 8]

 

 -3 د تيزابي بارانونو اوريدل Acidic rains:

دځمکې، نباتاتو اوبحرونو دسطحو څخه د اوبو تبخير په کال کې په مجموعي توګه 488000Km3 کيلومتره مکعبه اټکل شوي دئ. دا تبخيرشوي اوبه د تودوخې د موجوديت له کبله د اتموسفير په لورې الوزي. دا تبخير شوي اوبه د هر کيلو متر په ارتفاع سره Co 6.4 حرارت بايلي چې بلاخره د انجماد نقطې سره د تماس په صورت کې د باران، ږلۍ، واورې او پرخې - Atomospheric precipitation په شکل ځمکې ته راوريږي. دا  د  تبخير شوو  اوبو څاڅکي په اتوموسفير کې د انساني فعاليتونو پواسطه د توليد شوو غازاتو سره لکه سلفر داي اکسايد تعامل کوي او (H2SO3)  تيزاب جوړوي چې په پايله کې د باران سره يوځاي ځمکې ته راکوزيږي.

او د خاورې PH تيزابي کوي،چې په پايله کې خاوره ککړه کيږي او نورو تخريبونو ته زمينه برابريږي .[7]

 

4- د صنعت تاثير په خاوره باندې:

صنعت د خاورې د ډيرو غوره تخربوونکو څخه ګڼل کيږي. د صنعت لپاره سرکونه،د حمل نقل وسايلو،فابريکو،هستوګنځايونو،د فضله موادو تخليه کيدل په خاوره کې،د مضرو غازونو توليد او نور ډير داسې پرابلمونه وجود لري چې د خاورې د تخريب سبب ګرځي.او  د خاورې طبيعي حالت ته تغير ورکوي. د مثال په توګه د فلزي صنايعو فضله مواد د فلزي ذراتو په لرلو سره لکه: سرب ، سيماب ، نيکل ، کوبالت او نور چې د خاورې مهم ککړونکې او تخريبوونکي ګڼل کيږي.[5, 1]

ددې فلزي ذرو داخليدل غذايې ځنځيرته (Food Chain) په انسان او نورو ژوو ډير ناوړه تاثير لري. څيړنو ښودلي ده  چې د فلزي صنايعو څخه هر کال په زرګونو ټنه سمې او زهري فلزي ذرې په خاوره ور علاوه کيږي چې بيا په غذايې ځنځير کې په ژونديو اجسامو ناوړه تاثير اچوي. د مثال په توګه د نړۍ د فلزي صنايعو څخه په کال کې 155000 ټنه مس ، 12000 ټنه جست،89000 ټنه سرب، 12000 ټنه نيکل،765000 ټنه کوبالت، 1500 ټنه موليبيديوم، او 530000 ټنه سيماب په خاوره باندې ورعلاوه کيږي.[5, 1]

 

سر بيره پردې د ډبرو سکارو، نفتو او نورو فوسيلي سونګ توکو څخه چې د ژوند په مختلفو برخو کې په کار وړل کيږي.په کال کې 1600 ټنه سيماب ،3600 ټنه سرب، 2100 ټنه مس 700 ټنه جست او 3700 ټنه نيکل د ځمکې په مخ (خاوره) ور علاوه کيږي[1].

 

لکه چې جوته ده سيماب د خاورې يوډير مهم ککړونکي عنصر دي چې زهري خواص لري سيماب چې د هرې لارې د انسان وجود ته داخل شي د عصبي مشکلاتو او حتي د مرګ سبب ګرځي سر بيره پردې سيماب د برقي څراغونو، زاړو ترماميترونو، د رنګ جوړولو کارخانو، برقي کارخانو، کانونو او د کاغذ جوړولو فابريکو څخه هم په خاوره ور علاوه کيږي. او پدې توګه د خاورې د ککړتيا او تخريب سبب ګرځي. [1]

 

5- د ځنګلونو له منځه وړل :Deforestation

ځنګل د ښکلي طبيعت يو جز دي. چې د باد او اوبو په وړاندې يو دفاعې ديوال هم جوړوي ځنګلونه لاندنۍ دندې سرته رسوي چې عبارت دي له:

(1) د واورې، باران او نورو اوبو جذب.

 (2) د بادونو مخنيوئ.

 (3) د سيلابونو او طوفانونو د شدت مخنيوئ.

 (4) د ضرورت وړ اکسيجن توليد د احتراق لپاره.

 (5) د هوا تصفيه کول.

 (6)د ميوو، دانو، تخمونو او لرګيو څخه په خپل وخت کې ګټه اخيستنه.

 (7) د چاپيريال ښکلا.

 (8) په صنعت کې د ربړ په جوړولو، کاغذ جوړولو او نورو کې ونډه.

 (9) په طبيعې ايکوسيستم کې د هغې ونډه.

 (10) د غذايي ځنځير د يو جز په توګه.

 (11) د وحشي حيواناتو او الوتونکو لپاره د ژوند او تکثرد بستر په توګه.

 (12) د رطوبت ساتونکي په توګه.

 

 د پورتنيو ټاکونکو دندو سربيره ځنګلونه د بارانونو په اوريدو کې فوق العاده مهم رول لوبوي چې پدې توګه د وچکاليو مخه نيسي.

 

 Unfccc د ادارې رپور له مخې هغه منطقې چې په ځنکلونو پوښل شوي د بارانونو اندازه يي لوړه ده. د مثال په توګه د امريکا په جګو سيمو کې هر کال 335 ورځې باران اوري. خو که  د هغې سيمې نباتې فرش له منځه لاړ شي بيا نو د دومره باران امکان نه ليدل کيږي.[2]

 

6- د باد پواسطه د خاورې تخريب:

د باد پواسطه د خاورې په تخريب کې دوه حالتونه ضروري دي:

- يو د باد موجوديت او دوهم د خاورې وچوالي.

بايد وويل شې هغه ځايونه چې د کلنئ اورښت اندازه يي د 250 ميلي مترو څخه يا 300 ميلي مترو څخه کمه وي نو پداسې سيمو کې دخاورې تخريب زيات وي. د باد پواسطه د خاورې په تخريب کې د ذرو جسامت او لويوالي هم ډير مهم دي. د خاورې د ذراتو د جسامت په پام کې نيولو سره د باد پواسطه د خاورې تخريب په درې ډوله دي چې عبارت  دي له:

(1)- د سسپينشن په شکل: SUSPENSION:

دا د باد پواسطه د ډيرو کوچنيو ذراتو د حرکت څخه عبارت دي چې قطر يې معمولا د 7 ميلې متره څخه کم وي او په هوا کې په معلق ډول  وجود لري.

 

(2)- کريپ ډول: CREEP

دا د باد پواسطه د خاورې دهغو ذراتو د حرکت څخه عبارت دي د چې د ځمکې پر مخ د رغړيدو پواسطه حرکت کوي. دا حرکت د باد د قوې او متحرکو ذرو په واسطه ترسره کيږي ددې ذرو قطرد 0.5 ميلي مترو څخه تر 2 ميلي مترو پورې قطر لري.

 

 (3)- سالټيشن::Saltation

دا د باد پواسطه د خاورې د ذراتو د انتقال يو ډير مهم ډول  دي دا ځکه چې زياتره د خاورې هغه ذرې چې قطر يې د صفر څخه تر يو ميلي متر پورې وي د سالټيشن حرکت په وړاندې ډيرې حساسې وي. په منځينئ کچه هغه ذرې چې  قطر يې د 0.05 څخه تر 0.5 ملي مترو پورې وي د سالټيشن په ډول حرکت کولاي شي [4].

 

د پورتنيو څرګندونو څخه دا نتيجه اخيستلاي شو چې بادونه د خاورې په تخريب کې ټاکونکي رول لوبوي. بادونه د ګرمې او ساړې منطقې تر منځ د هوا د جريان څخه عبارت  دي.  خپله باد د وچکاليو او ګرمې هوا سره يوه تړلي پديده ده. بادونه د ژونديو اجسامو په تنوع باندې هم تاثير لري. د ساري په توګه هغه نباتات چې داقليمي محصوصو شرايطو لاندې په يوه خاصه سيمه کې ژوند کوي د باد پواسطه د هغې سيمې څخه نورو سيمو ته ددوي تخمونه انتقالوي، چې پدې توګه ډير ځلې د يوې سيمې اوسيدونکي د ځينو بوټو او حيواناتو په ليدلو هک پک (حيران) پاتې کيږي چې دا ژوندي اجسام له کومه شول. د بادونو رول د خاورې په تخريب کې په  لاندينيو شکلونو کې په ګوته شوي دي

 

 

 

پورتنى شکل په ناهواره سطحه باندې د هوا جريان پورته خوا ته د خاورې په ذرو قوه واردوي

 

 

 

پورته شکلونه د خاورې د زراتو  د اندازې او د باد پواسطه د زراتو د حرکت د ډول تر منځ اړيکي په ګوته کوي د خاورې زرات د باد د قوې او متحرکو زراتو د قوې تر اغيزې لاندې د مځکې د مخ څخه پورته کيږي د زراتو پورته خواته عمودي حرکت  د ځمکې د  جاذبې قوې تر آغېزې لاندې کميږي او د پورته شوو زراتو افقي حرکت تر يوه وخته پورې زياتيږي او تريوي فاصلې  وروسته د يوې زياتې قوې سره د ځمکې د جاذبې قوې پواسطه بيرته ځمکې ته ځي. 

 

7- د کرنې او مالدارۍ تاثير پر خاوره باندې:

په پخوا وختو کې څه وخت چې د نړۍ نفوس دومره زيات نه وو نو د خاورې تخريب د کرنې او مالدارۍ پواسطه د پام وړ نه وو، خلکو کولاي شول چې د اګرو تخنيکي وسايلو او ميتودونو پواسطه د ځمکې څخه خپلې اړتياوې پرته له دې چې خاوره تخريب يا زيانمنه شي پوره کاندي. لکه چې جوته ده د يوې خوا د نړۍ نفوس په بي ساري توګه زياتيږي او د بلې خوا د کرنې وړ ځمکې دومره زياتې نه دي. دا ځکه چې بکروباير، تروې يا مالګينې ځمکې ، جبه زارې ځمکې او نوره هغه غونډئ يا مايلې ځمکې چې په هغه کې د اوبو تم کيدل مشکل وي د کرنې وړ نه دي. دا ځمکې هميشه د تخريب سره مخامخ دي[4].

نو ددې په ځاي چې د پورتنيو غير کرنيزو ځمکو غم وخوړل شي، انسان پدې لټه کې شو چې د همدغو موجوده ځمکو څخه د کيمياوي او طبيعي سرو، د حشره کش موادو د استعمال، د هرزه بوټو د له منځه وړلو په موخه د کيمياوي سمې موادو څخه په ګټې اخيستنې او د مختلفو ماشين الاتو په مرسته يوي کول ترسره کړي. چې پورتني ټول فعاليتونه په خپل وار سره د خاورې د تخريب، د انسان، حيوان او نبات په زيان او بلاخره د چاپيريال د ککړتيا سبب ګرځي چې موږ په لاندې توګه هر يو لنډ توضيح کوو:

 

1-7- کيمياوي او طبيعي سرې:

لکه چې جوته ده نباتات د خاورې د غذايي موادو څخه د خپلې ودې او نمو په موخه ګټه اخلي او هغه مصرفوي، نو کچيرې هغه جبران او تلافي نشي نو خاوره يو څه وخت وروسته د نباتاتو د ودې او نمو قابليت د لاسه ورکوي، نو ځکه خلک د کيمياوي او طبيعي سرو څخه کار اخلي. طبيعي سرې هغه سرې دي لکه د انسان، حيوان او الوتونکو فاضله مواد، کمپوست او شنه سره. حيواني سرې د خاورې غذايي مواد پوره کوي، په خاوره کې د اوبو د جذب لپاره زمينه برابره وي او نور انساني فاضله مواد هم که د خاورې سره ګډ شي بيا استعمال شي ګټور دي، خو د مختلفو پرازيټونو او مايکرو اورګانيزمونو د لرلو له کبله په محيط کې د اوبو، خاورې او هوا د ککړتيا سبب ګرځي.همدارنګه کمپوست او شنه سره چې په ځانګړو طريقو سره جوړيږي هم د خاورې د غنا لپاره ګټورې دي.

کيمياوي سرې د تجربو له مخې د انسان او حيوان د وجود لپاره ډيرې مضرې دي. دوي د خاورې په تخريب کې هم فعاله ونډه لري چې وروسته تکراريږي. کچيرې کيمياوي سرې (نايتروجن لرونکي او فاسفورس لرونکي) د کرنې د متخصيصينو په مشوره سره په مناسب وخت، ټاکلي اندازه او د خاورې د ترکيب په پام کې نيولو سره سم استعمال شي نو د ضرر مخه يې نيول کيداي شې، خو که دا ټکي په پام کې ونه نيول شي نو بيا ډير زيانونه لري. د ساري په توګه که د نايترجن لرونکو سرو څخه په زياته اندازه ګټه پورته شي نو پدې صورت کې نايتروجن د نبات په ولي، شنو پاڼو او نورو شنو برخو کې راټوليږي، همدارنګه هغه نباتات چې د ځمکې لاندې ساقې لري لکه: پياز، کچالو، اوږه او نور هلته هم نايتروجن راټوليږي. نو که چيرې په مستقيم يا غير مستقيمه توګه دا ډول بوټي د حيواناتو په واسطه وخوړل شي نو د حيوان په شيدو کې کموالي راځي او حامله  داره  څاروي د  بچيو د زيان (سقط جنين) سبب ګرځي  .[4, 1]

وروستيو څيړنو ښودلي ده چې نايتروجن په انسان کې د معدې د سرطان سبب ګرځي.ويل کيږي، که چيرې نايتروجن د مور د شيدو پواسطه طفل ته نقل شي نو د اکسيجن د کموالي ستونځه او حتي د مرګ سبب هم ګرځي[4]. په لبلبو کې د زيات مقدار نايتروجن جذب په لبلبو کې د قند د  کموالي سبب ګرځي او د لبلبو مقاومت په مقابل د مرضونو کې کموي.

په فاسفورس لرونکو کيمياوي سرو کې زهري عناصر لکه: کادميوم او سترانسيم وجود لري چې ډير مضر عناصر شميرل کيږي. لکه چې جوته ده فاسفورس لرونکي سرې د فاسفورس له کانونو څخه چې د کادميوم عنصر هم ورسره وي لاسته راځي. دا عنصر تر 100 کالو پورې په خاوره کې پاتې کيداي شي. نو فاسفورس د کادميوم سره يو ځاي د نباتاتو پواسطه جذبيږي بيا کله چې انسانان او حيوان ددې بوټو او سبزيجاتو څخه استفاده وکړي نو کادميوم د انسان او حيوان په وينه کې په ډيره چټکۍ سره جذبيږي او په انسان کې د معدې، پښتورګو، هدوکو ستونځې او د سرطانونو سبب ګرځي. پاتې دې نه وي چې د خاورې په طبيعي ترکيب کې تغير راولي او خاورې د حاصل څخه لويږي.[1]

 

2-7- کيمياوي حشرات وژونکي Insecticides:

د کيمياوي حشرو وژونکو موادو استعمال د کرنې په محيط(خاوره) کې د ژوندي محيط تعادل له منځه وړي. ددې موادو شمير د زرګونو څخه ډير دي.خو که موږ يواځې  : (Dichloro Diphenyl , Trichlaro Ethone ) DDT تر څيړنې لاندې ونيسو نو ويل کيږي.  چې تقريبا د 68 کالو راپخوا   (DDT)د حشراتو پر ضد د کرنې په فارمونو، کوټو، د غلو په ګدامونو او د کرنيزو تخمونو د ساتلو په موخه په کار وړل کيږي. نوموړي کيمياوي مرکب په خاوره کې د پنځو کالو څخه زيات پاتې کيږي. او د خاورې، ژوونکو خيواناتو ( جونده ګان) نباتات او نورو ژونديو اجسامو د مسموم کيدو سبب ګرځي.[1,8]

دا ځکه چې DDT د همغه کرنيزو محصولاتو په وجود کې جذبيږي، نو کله چې د انسان او يا نورو ژونديو اجسامو پواسطه وخوړل شي ددوي په وجودونو کې منفي تغيرات راځي او په پايله کې د جنين سقطونه، تسممات، سرطانونه او نور ډول، ډول ناروغۍ منځته راوړي.[1]

 

3-7- د کرنيزو ماشين الاتو تاثير پر خاوره:

کرنيز ماشين الات لکه: تراکتور، تريشر او نور چې په کرنه کې پراخ استعمال لري پر خاوره د مثبتو تاثيراتو تر څنګ منفي تاثير هم لري. د يوې احصايې له مخې چې هغه لوګي چې د نوموړو ماشين الاتو د استعمال په وخت کې په ځمکه کې خوشي کيږي د ځينو زهري عناصرو څخه علاوه سرب هم ازاديږي او بلاخره يا په مستقيم او يا په غير مستقيمه توګه په خاوره کې ځاي په ځاي کيږي چې د خاورې اصلي خالت تخريبوي. بله دا چې کله چې د يوي کولو په وخت کې نايتروجني سرې ځمکې ته ورکول کيږي نو د تراکتورو پواسطه کله چې خاوره اړول او را اړول کيږي نو نايتروجن د نايتروجن اکسايد په  شکل سره هوا ته خارجيږي چې دا کار د يوې خوا د هوا د الوده ګۍ او د بلې خوا د هوا د ګرميدو سبب ګرځي.[1]

نور جريان دا چې نايتروجن کوم زيان يا ګټه لري پورته ذکرشوي دي.

 

8-د مالدارۍ پواسطه د خاورې تخريب:

لکه چې جوته ده افغانستان يو داسې هيواد دي چې د ټولنې غالب اکثريت يې په کرنه او مالدارۍ ولاړ دي. او تقريبا هره کورنۍ يو څه څاروي د شيدو، غوښو او نورو محصولاتو د لاسته راوړلو په موخه په کور کې ساتي. او ځينې خلک خو لويې، لويې رمې او ګلې لري. نو کله چې دا خلک خپلې رمې او ګلې په څړ ځايونو ګې څروي، نو د متواتر او پرلپسې استعمال په وجه د څړځايونو نباتي فرش (واښه،بوټي) له منځه ځي او يو څه وخت وروسته په يوه سپيره دښته بدليږي، چې پدې توګه په اسانۍ سره يې باد او باران له منځه وړي خاوره د تخريب سره مخامخ کيږي.[1]

 

 

9- وچکالۍ د خاورې د تخريب د لامل په توګه:

دا ټولو ته معلومه ده چې په دې وروستيو څو لسيزو کې د ځمکې کره ډيره ګرمه شويده.

 دIPCC موسسې د راپور له مخې پخوا به په هرو سلو کالونو کې د حرارت درجه د ځمکې په کره کې يوه درجه د سانتي ګريډ لوړه تله. خو اوس د حرارت درجه په بې ساري توګه د ګلخانه ائ غازونو د توليد، د ځنګلونو د وهلو، د مصنوعي ساړه  کوونکو غازونو د توليد ، د کيمياوي سرو د زيات استعمال او ايروسولونو په وجه لوړه تللي ده. نو همداوجه ده چې په راتلونکو لسو کالونوکې د زياتو وچکاليو  د منځ ته راتلو امکان  ليدل کيږي. د هوا پيژندنې د علم له مخې وچکالۍ د ځمکې په نباتي فرش (Flora) منفي تاثير لري، او په پايله کې د څړ ځايونه  له منځه ځي، او زياتره بې ساقي بوټي وچيږي او خاوره د مستقيم تخريب سره مخامخ کيږي.[1, 4]

 

10- سيلابونه او زلزلې د خاورې د تخريب په توګه:

سيلابونه چې د ځنګلونو د وهلو او نباتي فرش د تخريب په وجه منځته راځي د خاورې د تخريب سبب  ګرځي. دا ځکه کله چې  ځمکه په  نباتي  فرش  پوښل شوي وي نو د باد او اوبو پواسطه  نه تخريبيږي. د ملګرو ملتو د FAO د راپور له مخې هر کال د مختلفو لاملونو له کبله په پر مخ ودې هيوادونو کې 50 ميليونه هکتاره ځمکه تخريبيږي. ددې کار لاملونه عبارت دي له : د ځمکې د کرې  ګرميدل، دوامداره وچکالۍ، د نفوسو زياتوالي، سيلابونه، شديد بادونه، د ځنګلونو وهل، د ځمکې څخه غير علمي استفاده او نورو څخه.[1]

پدې وروستيو وختونو کې په سلګونو زره هکتاره خاوره د سيلابونو په واسطه له منځه تللي ده.

زلزله هم په خپل وار سره کورونه او نور د هستوګنې تاسيسات ورانوي، په ځمکه کې درزونه ايجادوي چي د خاورې د  منځه تللو او تخريب سبب ګرځي. د کورونو او نورو تاسيساتو د ورانيدو په صورت کې ډول، ډول غير ضروري عناصر او مرکبات په خاوره ور علاوه کيږي چې په پايله کې د خاورې د طبيعي تخريب او يا د  لږ حاصل سبب ګرځي. چې څرګند مثال يې په همدا روان 2011 کال کې په کوزه پښتونخوا کې د سيلابونو پواسطه د ميليونونه هکتاره ځمکې تخريب وو.

 

 

11- اورشيندنې او شهاب ثاقبونه يا ميتورايټونه:

لکه چې جوته ده د ځمکې کره د يوې سرې (داغي) مرحلې څخه تيره شويده. نو همدا اورشيندنې چې د نړۍ په مختلفو هيوادونو کې صورت نيسي اود لاوا (Lava) او مګما (Magma) په نوم مواد ترې را پورته کيږي د خاورې په تخريب مستقيم تاثير لري. همدارنګه اسماني کاڼي يا شهاب ثاقبونه چې هوا څخه ځمکې ته راځي د خاورې طبيعي ډول تخريبوي. دا ځکه چې اسماني کاڼي پخپل ترکيب کې المونيم، اوسپنه او نور کيمياوي عناصر لري چې د ځمکې طيبعي ترکيب تخريبوي او د حاصل څخه يې اوباسي. د ځينو احصايو له مخې په کال کې لږ تر لږه لسګونه زره ټنه اسماني کاڼي ځمکې ته راځي.[8]

 

پايله:

ځمکه دا زموږ خاورينه کره د طبيعي او انساني سترو تخريبي طوفانونو سره مخامخ ده. خاوره سر بيره پردې  چې د انسانانو د هستوګنې او اتکاء سطحه ده بلکې د ټولو ژونديو اجسامو د ژوند برخه ليک په همدغه خاورينه کره پورې تړلي دي ځکه چې بحرونه او هوا هم  د همدغې کرې سره د ژونديو اجسامو د بقاء په موخه متقابل ارتباط لري.خو خاوره په لومړي سر کې د انسان هوسونو د افرطي کړنو د خړوبولو له کبله د ستر ګواښ سره مخامخ ده. هغه ټول لاملونه چې خاوره تخريبوي عبارت دي له: د نفوسو زياتوالي، د  کيمياوي  سرو  استعمال،  د  حشره  وژونکو کيمياوي موادو استعمال، د کثافاتو خپريدل، د کانونو کيندنه، اسماني کاڼو (شهاب ثاقبونه) رالويدنه، د اورغورځوونکو سرچينو فعاليتونه، هستوي حقيقي او ازمايښتي چاودنې، وچکالۍ، نړيواله تودوخه، سيلابونه، طوفانونه، بادونه، د څړځايونو څخه پرلپسې ګټه اخيستنه، زلزلې، تندرونه، د ځنګلونو له منځه وړل او په ځمکه کې د انسان  د نورو بي مسوليته کړنو څخه .[4, 8, 1]

 

نو لازمه ده چې د محيط په وړاندې په ډير مسوليت سره چلند و کړو.کچيرې په دې اړه بي پروايي وشي نو انسان به په روغ لاس د خپل ځان د تباهي لپاره، موقع برابره کړي وي.

 

 

 

وړانديزونه:

د خاورې تخريب نړيړاله تودوخه، ککړتياوې، د اوزون پردې تخريب، کثافات او زبالې...

او نورې داسې موضوعګانې د يووشتمې پيړۍ د غوره او د سر ليکې موضوعګانو څخه ګڼل کيږي. او ددې غوښتنه کوي چې په اړه يې بايد تصميم ونيول شي. که پورتنيو او يا ددې په شان نورو مهمو ورځنيو ستونزو ته جدي پاملرنه ونه شي نو ليرې نه ده چې په پايله کې به داسې ناورينونه او غميزې را منځته شي چې بيا به يې مخنيوي ډير ستونزمن شي. ددې لپاره چې  موږ د خاورې د تخريب مخه نيولي وي نو په کار ده چې ټول هغه لاملونه چې د خاورې د مستقيم او غير مستقيم تخريب سبب ګرځي مخه يې ونيول شي چې هغه په لاندې ډول يو په يو ذکر کوم:

-- د ځنګلونو د وهلو مخنيوي او د خلکو د پوهاوي او يا د بد يل معشيت پيداکول.

-- د نړيوالې تودوخې د لاملونو مخنيوي د نورو خوندي اوبي ضرره وسيلو پواسطه، لکه د کيمياوي

 سرو پر ځاي د عضوي سرو څخه، او يا د ګلخانه ائ غازونو د کموالي او د سړونکو مصنوعي غازونو سره په مسوليت برخورد کول.

-- د کثافاتو جلاکونه پدې موخه چې د عضوي توکو څخه د سرو په جوړولو، د فلزي توکو څخه بيا ګټه اخيستنه او د نور داسې دفن کول چې د خاورې د تخريب سبب ونه کرځي.

-- د څړځايونو څخه معقوله ګټه اخيستنه په داسي توګه چې د څړځايونو واښه او بوټي د يوه سره له منځه لاړ نشي.

-- د ونو کينولو فرهنګ ته پراختيا ورکول.

-- د رودونو او سيلابونو پواسطه د خاورو او ځمکو د تخريب مخه نيول د ونو استنادي ديوالونو او نورو محفوظو لارو پواسطه .

-- د نفوسو د زياتوالي مخه نيول د ډله ايزو رسنيو او يا د جوماتونو د ملا امامانو د تبليغ پواسطه.

-- د زراعتي تناوب مراعات کول او نور.[3, 7, 8, 1]

 

 

 

 

خلاصه:

لکه چي جوته ده خاوره دڅوګونو تخربيي لا ملونو سره مخا مخ ده چي هر يولا مل ئى پخـپل ځاي کې خاص اهميت لري اوټول لکه ديوه بـيولوژيکي دوران  (  biological   cycle   )  په څيرخپل عمل دخاورى په تخريب باندي شيندي دمثال په توګه د نفوسوزياتووالي ، سيلابونه ، زلزلې ، شها ب ثاقبونه ، د راډيو اکتيف موادو وړانګيز فعاليت ، دبي کيفـيته تيلو د استعـمال له کبله تيزابي بارانونه ، دڅړپه ځايونوکي د مالدارانو پواسطـه دنـبا تى فرش تخريب ،   دهوا داقليم دتخريب له کبله شديد بارونه ، دصنعت زياتوالى ، دځنګلونووهل اوبيله اخره دچاپيريال سره بى مسوًليته برخورد ټول هغه څه دي چي دخاورى دتخريب سبب ګرځي که پورتني ټـول  لا ملونه  په معـقـوله توګه سره کـنتـرول کړو اودکـيد لومخه يي ونيسونوموږخاوره اوطبعـيت دتخريـب دګـواښ څخـه خـونـدي کولاي شو . مثـلاً د خلکو دعامه پوهـاوى پواسطه د نـفــوسـومخنيوى، د بي کيفيته تيلودواردولو مخنيوى ، دګخانه ائي غا زونوکـنـترول په ملى اونـړيــوالـه کچه ،  دځنګلونودوهلومخنيوى دبد يل معشيت پواسطه ... اونورهغه څه دي چي دهغي په واسطه دخاورې دتخريب مخه نيولاى شو .

 

Abstract:

The factors of soil destruction

Soil destruction is caused by a number of factors including growing population, meteorites , acidic rains, mal-quality benzene, radioactivity of radioactive elements, deforestation, climatic changes, high temperature, earthquakes, floods, destruction of grasslands by herds, poverty, green house gases, and unawareness of the people etc.

Keeping the above mentioned factors in mind, if we struggle for the prevention of soil destruction, indeed we can success in controlling soil destruction.

Furthermore, if government makes effective strategies for controlling soil destruction, it can have an utmost impact on the prevention of soil destruction.

 

 

 

 

ماخذونه:

1- احمدزي، عبدالباقي،مجموعه دانستني هاي محيط زيستي.ناشر: اداره ملي حفاظت محيط زيست. سال طبع 1387 ،ص ص 94-60 .

 

2- بهرام سلطان،کامبيز، محيط زيست. تهران،وزارت اموزش و پرورش، 1377،ص7،4 و 12.

 

3- پل وايس وريچارد کوف. دانش زيست شناسي. مترجمان:حميده علمي غروي وحسين دانشفر،تهران:انتشارات سوره، 1375 ص ص 209 و217.

 

4- کنت وانت. مباني محيط زيست. مترجم: عبدالحسين وهاب زاده.مشهد: انتشارات جهاد دانشګاهي 1383 ص 82،81 و 84 .

 

5- وايت، بريان. سميت، ميکايل و ليتل، ريچارد. مسايل سياست جهان.مترجم: سيد محمد کمال سروريان تهران: 1381 ص ص 56،55 و 58.

 

6- وسيولد دېنسيتوېچ، سيواستيانوف. ايکالوګيا.پاپولياڅيا ميرا . اوريسا: ايزداتيلستوا اونيور.سيتسيتا: 1997 ص ص 12،11،8 .

 

7- K. Wark, C.F. Warner, Aer Pollution.Purdue Unev, Dun, Dunnelley Pub, N. V.

1988 PP. 65. 68 .

 

8 - Microsoft Encarta Encyclopedia / CFCS/Understanding the greenhouse effect.

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنمل دوکتور ظاهرګل  منګل

دشيخ زايد پوهنتون د طب پوهنځی

د جراحي ډيپارټمنت استاد

ګرځنده شميره:۰۷۹۹۰۷۴۶۴۸

 

په اطفالو کې د عضد supra codylar ترضيضي بسته کسرونه

سريزه:

د عضد د supra codylar ناحيې کسرونه په اطفالو کې ډير عام کسرونه دي چې کاهلانو کې په نادر ډول تصادف کيږي. او په خاص ډول زيات واقعات يې د ٨ ٥ کلنۍ تر منځ ليدل کيږي.

 

ليتراتورته کتنه:

ترضيضات په اطفالو کې نسبت کاهلانو ته زيات واقع کيږ ي چې علت يې د هډوکو حاص خصوصيات او د اطفالو بې احيتاطي ته په اشارې سره ګوته نيول کيږي . د اطفالو هډوکي نرم اودتجروبو مطابق يو سست پيوند لري چې د طفل نشونما سره يو ځاى په تدريجي ډول سختوالۍ پيدا کوي.ترضيضات په ٣ کلنۍ نه په ټيټ عمر کې عموميت نه لري او د ٣ کلنۍ نه تر ١٢ کلنۍ پورې په تدريجي ډول په زيات والي سره عموميت پيدا کوي.د اطفالو هډوکي د الاستيسکيت په لرلو سره شايد قات شي خو مکمل نه ماتيږي چې د Green stick  کسر په نوم ياديږي .چې  په خاص ډول په اطفالو کې واقع کيږي. د هډوکو دالتيامBone healing  پروسه په اطفالو کې ډيره سريع ده. مثلا د يو کاهل مريض کې د فخذ کسر چې په محافظوي ډول تداوي کيږي،د هغه immobilization ته د ٢٠ ١٦  هفتو پورې ضروروت لري د مقايسه په ډول عيني کسر په نوي تولد شوي ماشوم کې د دوو هفتو له پاره  immobilizationتطبيق ته ضرورت لري نو لدې سببه په اطفالو کې کسرونه د سريع unionپه نتيجه کې د non union وقايع ډيرکم عموميت يې کسب کړى دى.

 

په اطفالو کې د هډوکو د سؤء اشکال د اصلاح  Bone Remodling پروسه يوه ډيره لويه واقعه ده چې سؤء اشکال په خودبخودي ډول د Remodling په سلسله دوباره اصلاح کيږي مثلا يو پنځه کلن طفل چې د ساعد د سفلي نهايت کسر د0  ٣٥ زايوي انجراف د volar يا dorsal په وضيعت ولري بدون د  کوم manipulation څخه د ١ ٢ کلنى موده کې په مکمل ډول سؤ‌‌ء شکل د اصلاح وړ دى.

 

په زياتې کچې سره په اطفالو کې ساده او تازه کسورنه د محفظوي تداوى په واسطه تداوي کيږ ي.يعنې د مکسوره ناحيې ارجاع يا اصلاح کول په يوه مناسب صورت سره د هغه ساتل او باﻻخره نورمال وظيفوي حالت ته د هغه ورستونول دي.(Reduction, retention, rehabilitation) په اطفالو کې بعضي مساعد کوونکي فکتورونه چې پورتنۍ هدف تامينوي عبارت د پيريوست ډبلوالۍ thick periost چې د اطفالو د کسرو په reduction او تثبيت ساتلو که کومک کوي، دوهم داچې د اطفالو کسورنه د اختلاطاتو سره يو ځاى د immobilization په موجوديت کې په سريع ډول التيام کوي.

 

د عضد supra condylar fracture  د خپل زيات عموميت له مخې د عضد د کسرونو ٨٠% او د عضد د سفلي نهايت د کسورونو ٥٠% تشکيلوي او د ٣ کلنۍ نه تر ١٢ کلنۍ پورې زيات واقع کيږ ي.دغه کسرونه د physis څخه لوړ او خارج مفصلي کسرونه دى، چې يو قسم يې د extension type supra condylar  کسرونه چې مکسوره سفلي پارچې يې خلف ته بې ځايه کيږي او د وقايع ٩٦% تشکيلوي. دوهم قسم يې دflexion type supra condylar  کسرونه دى چې مکسوره سفلي پارچې يې قدام ته بې ځايه کيږ ي او د وقايع ٤% تشکيلوي.

 

 پدې وروستيو لسيزو کې تروماتولوګانو او اورتوپيدستانو په بسته کسرونو کې د بسته تداوى امکانات په خپل ځاى بولۍ خو يو تعداد يې بيا به بسته کسرونو کې باز ه مداخلې ته تمايل لري چې د هغوى نظريې کټ مټ دلته رانقل کوو.

 

د اطفالو په supra condylar کسرونو په تداوى که تقريبا د همشه له پاره د محفظوي تدواى څخه کار اخستل شي هغه کسرونه چې په کمه اندازه ابتدايې بې ځايه والۍ ولري په پلستر بايدتداوي شي او هغه کسرونه چې مکسوره پارچه يې مکمل ډول بې ځايه وي د بسته Reduction او K. Wire په واسطه يا  (per Cutaneous fixation) له لارې تطبيق کيږ ي صورت نيسي[1].

دغه يو حقيقت ده چې تازه بې ځايه شوي کسرونه په مقدم ډول د ابتدايې reduction په ذريعه امکان پزيروي او کچيرې د بې ځايه شوي مکسوره پارجو reduction په مقدم ډول اجرا‌‌ء نه شي نو يو غير مؤثر reduction او يا manipulation به وي او د محفظوي تدواى د تخنيک په درست استعمال سره به باز مداخلې ته ضرورت پيدا نشي بدون دهغه ترضيضاتو څخه چې د وعايې عصبي اختطلاتاتو لرونکي وي[4].

 

که چيرې په يوه پړسيدلي او اذيمايې مفصل کې د کسر ارجاع صورت ونيسي دغه ارجاع به سبب ددې وګرځي چې د کسر په اطرافو کې د نسجي حجرات اذيما ډير ژر راکمه کړي[4].

 

د بله طرفه د عمر په لحاظ په ستر و اطفالو کې به مشکله وي چې بې ځايه شوي کسورنه د محفظوي يا بسته تداوى په اصولو سره تداوي شي.(د کسر reduction او دهغه تثبيت ساتل د پلستر په ذريعه)

 

د افت ميخانيکيت:

هغه ټيپ کسرونه چې مکسوره دسټال پارچې يې خلف ته بې ځايه کيږي د ټولو وقايع ٩٦% تشکيلوي پداسې حال کې چې د مصدوم لاس غځيدلى او د ارنج مفصل د extension په حال کې وغورځي دغه ډول کسرونه منځ ته راځي په دې حالت کې ساعد د pronation په حالت کې وي نو ځکه دسټال پارچه خلف ته بې ځاي کيږ ي اودtype extension کسر په نو ياديږي.د کسر proximal پارچې تيره څوکه قدام ته متوجه وي چې د عضلات او وعيې عصبي پاکټ د ترضيض سبب ګرځي.

 

flexion type supra condylar کسرونه چې د ٤% د وقايع تشکيلوي د يوې مستقيمې ضربې په نتيجه کې چې د عضد په خلف کې وارده شي پداسې حالاتو کې د ارنج مفصل د flexion حالت لرلو په نتيجه کې distal مکسوره پارچه قدام او علوي ته بې ځايه کيږي پدې کسر کې خلفي پريوست څيرې او قدامي پيريوست سالم وي.د extension type  کسرونه په خپل وار په لاندې ډول تصنيف بندي کيږي.

 

Type I – undisplased supra codylar fracture

Type II – dis placed but posterior cortex is intact.

Type III – displaced but not intact posterior cortex.

د انسي يا وحشي تدور سره

اعراض اوعلايم:

دناروغ په څنګل کې شديد درد ،طرف حساس،  پړسوب او سؤءشکل لري چې ډير ځله وروسته د لويدو حکايه کوي د طرف حرکات محدود يا بخي له منځه تللي وي طفل د ماوف طرف د استعمال څخه خود دراي کو ي او په روغ لاس يې ماوف طرف کلک يوې خواته نيولۍ وي. پړسوب شايد شديد وي خو په نه بې ځايه شوي کسر او يا په کمه اندازه بې ځايه شوي کسر کې په متوسط اندازې تاسس کوي.flexion type  کسر کې د مفصل خلفي منظره کې نورماله بارزه له منځه تللي وي نور ټول د extension type کسر اعراض علايم لري په فزيکي معانې سره د ترضيض ساحې څخه د دسټال په جهت د ulnar nerve, median nerve او د capillary filling  معاينه او دطرف موجود  شوى شکل سره يو ځاى تعين کړاى شي.

 

کلنۍ څيړنې:

د قدامي ، خلفي او جنبي اکسري په ذريعه صورت نيسي خو په جنبي اکسريز کې په ډيره استانۍ سره کسري خط ليدل کيږي . خلف ته بې ځايه شوى کسر کې کسري خط کښته او قدام ته ميلان لري . قدامي او خلفي اکسرې کې با وجود ددې چې درد ناک دي او د خطر نه خالي ندې،دعمومي انستيزي لاندې د اجراء وړ دي چې مکسوره بې ځايه شوي پارچه او د هغه انيسي او يا وحشي تدور په ښه ډول يقيني کيداى شي.

 

                                               اول شکل :

د عضد د سوپراکونديلار کسورنه ښايې.

الف د بسط کسر يا extensional fracture

ب : د قبض کسر يا flexional fracture

تداوي:

په تداوي کې د neurovascular ترضيضات بايد په لمړي قدم کې مدنظر وي ګه چيرې کسر بې ځايه نه وي يوازې د color cuff په ذريعه په غاړه کې اچول کيږ ي او د دوويا درو هفتو نه وروسته فعال حرکات توصيه کيږ ي. که چيري کسر بې ځايه وي په لاندې ترتيب سره د manipulation په ذريعه ارجاع صورت نيسي.

 

  .1په داسې حال کې چې معاون د ماؤف مټ محکم نيولى او مقابل خواته يې په هم هنګ ډول راکش کوي داکتر د ناروغ مړمند څخه په عين شکل سره د ٢-٣ دقيقو له پاره طرف د طولاني محور په امندار کښته خواته کش کوي.

 

  .2د جوانب سؤء شکل (انسي يا وحشي تدور):د طولاني محور په امتداد د تراکشن په نتيجه کې د اصلاح وړ دى او هم کيداى شي د جوانب نه د فشار په ذريعه د بې ځايه شو پارچې تدوري بې ځايه والى اصلاح شي.د يوې کاميابې اصلاح په خاطر دolecranon  بارزه بايدد عضد طولاني محور سره په يوه خط کې مطالعه شي.

  .3پداسې حال کې چې د مړمند راکښکولوته په دوام سره د څنګل مفصل ورو ورو ډير په احتياط سره قات او دغه جريان که د over reduction د مخنيوي له پاره کله چې مفصل د تراکشن په موجوديت کې ٩٠ درجې قات شي دغه حالت نه وروسته د تراکشن قوه د ساعد په محور بايد راکم کړاى شي او طرف ته د ٩٠ درجو څخه زيات د قبض حالت ورکړل شي.

 

  .4د تراکشن په موجوديت کې د ارنج مفصل ته د flexion حالت ورکولو کې هم زمان د معالج ډاکټر د غټې ګوثې په ذريعه دستال پارچه له خلف څخه قدام ته يعني خپل اناټوميک موقيعت ته ټيله شي.

د manipulation د اجراء  څخه وروسته طرف په اصلاح شوي صورت په يوه عريض پلاستر ي ميزابه کې اچول کيږي او راډيال شريان نبض جس او که نبض نه وي نو د څنګل د مفصل د قبض حالت ته تر هغه برته کموالى ورکو تر څو چې نبض د جس وړ وګرځي او د ٢٤ ساعتو له پاره تر مشاهدې لاندې او د يوي هفتې په جريان کې کنترول راديو ګرافي د کسر د دوپاره بې ځايوالي دتشخيص له پاره توصيه کيږي.د يوه کامياب reduction په موجوديت کې که طرف دوو دريو هفتو له پاره په پلستري ميزابه که تثبيت او دهغه وروسته د يوي هغتې له پاره فعال حرکات توصيه او په دوام سره يې پاسيف حرکات توصيه کيږي تر ځو د مفاصل extension, flexion په حلاتو کې شخي  contracture رفع شي.

 

  .5دflexion type کسرونو کې د بسته تداوۍ په خاطر د طرف ترکشن د اوږده محور په امتداد اجرا شي وروسته د ارجاع څخه طرف دبسط په حال په يوه پلستري ميزابه کې د دوو هفتو له پاره تثبيت او وروسته د هغې څخه ورو ورو يې د flexion حالت ته راوستل کيږ ي.

 

ديوې کاميابې ارجاع يا اصلاح له پاره د کنترول اکسرې د اجرا په صورت کې د هغه زاويه نه په استفادې سره چې د عضد د طولاني محور او ارنج مفصل د عرضني محور ترمنځ واقع کيږي کار اخيستل شوى دى په نورمال صورت کې دغه زاويه ٩٠ درجې ده  د زاويې د .زيات والي په صورت کې د cubits varus او که زاويه کمه شي cubits valgus سوۍ اشکالو رامنځ ته کيدو امکانات برابروي.

 

بازتداوي :

Operative treatment په دوه ډوله ترسره کيږي.

A: دسټال پارچه تثبيت د K. wire پواسطه چې په تړلي صورت سره اجراء کيږي

B: operation او external fixation جراحي عمليې پواسطه.

 

 

 

د تحقيق علمي نوښت:

د هغو په لاس ته راغليو نتايجو مثبته ارزيابي ده کومه چې په پروسپيکتيف ډول د تداوي د مروجو ميتودونونه  په استفادې سره د عضد په supra candylarکسرونو کې تر لاسه شوى دى ډغه ارتباط نيسي د کسر پتالوژيک ميخانيکيت په پيژندلو سره او هم د کسر مقدمې ارجاع سره چې په هغه وخت پورې تړاو لري کوم چې د ترضيضي له لحظې څخه مصدوم د معالجې له پاره مراجعه کوي . ددغه مناسب تعداد مريضانو(١١٢)د تداوي د نتايج تحليل او ارزيابي چې د هغه زياته فيصدي د ترضيض د مومينټ څخه وروسته په بسته ډول تداوي شوي دي د مقدم بسته ارجاع په اجرا‌ء سره دغه امکان برابر وي چې د مصدم تداوي موده په روغتون که راکم او هم د تداوۍ په جريان کې د ممکنه اختلاطاتو کچه راټيټ کړي او په مقدم ډول د ماوفه عضوي دفزيولوژيکو وظايفو دوباره اعاده سريع کړي.

 

د تحقيق اهداف:

  .1د عضد supra condayl کسرونو په تداوى کې په پيرسپيکتيف دول د مورج ميتودنو   (محافظوي بسته تداوي وازه تداوي) نه د استفادې وړ انتخاب.

 

  .2 د باز او بسته تداوي دقيق استطباب چې نظر هغه وخت ته چې له ترضيض مومنټ څخه تريږي او نظر هغه ترضيضي اوصاف ته چې وروسته له ترضيض څخه رامنځ ته کيږي صورت نيسي.

 

  .3د کلينيکي او اقتصادي موثريت له نظره يوه کتنه د بسته او باز ميتودونو نه په استفادې سره چې عضد supra condyleکسرونو کې تر سره کيږي.

د څيړنې ميتود او مواد:

تحقيقي کار په پروسپيکتيف ډول په ١١٢ مريضانو باندې چې د عضد supra condyl بسته کسر يې درلوده اجراء شويدي.

 

د تحقيق مواد عبارت دي له :

دناروغانو د تداوي دوسيې، د جراحي سروس راجستريشن کتابونه او د عمليات خانې د پروتو کول کتابونه او نور.

 

نتيجه :

دغه تحقيقي کار په ١١٢ مريضانو باندې د عضد د supra condyl بسته کسر په تشخيص سره د خوست ولايت په ولايتي تدريسي روغتون که په پيرسپيکتيف ډول اجراء شوى دى د عضد په supra condyl بسته کسرونو کې د کسر پتالوژي او دهغه مخانيک د کسر ډولونه نظر مکسوره پارچه بې ځايه والي ته همدارنګه د سن له نظره همدارنګه د محافظوي يا بسته تدواى نه په استفادې سره د يوه مستقل ميتود په څير، چې د يوې مقدمې ارجاع په اجرا سره چې د ترضيض له مومنټ څخه وروسته تر بحث لاندې نيول شوي دى.همدارنګه د تداوى په جريان کې د ممکنه اختلاطاتو کچه کمولو، او د ماوفه عضوي د فزيولوژيک وظايفو ژر اعاده په خاطر مثبت وړنديزنون او لارښونې شوي دي چې لاندې ډول ترې يادوته کيږ ي.

A: دمصدومينو تقسيم بندۍ نظر مکسوره پاچو بې څايه والى ته:-

مجموعه

Complex کسرونه

Minimal displaced fractures

Un displace fractures

د کسرونو اوصاف

112

100%

32

28, 58%

21

18, 65 %

 

59

52, 67 %

 

تعداد

%

 

 

پورتنۍ جدول ښايې چې زيات تعداد مريضان دUn displace  کسرونه او کم تعداد بې ځايه شوي کسرونه لري چې د بسته تدواى له پاره مساعد دي.

د عمر په لحاظ د مسدومينو تقسيم بندي!

تعداد

9 – 12 کلنۍ پورې

3 – 8 کلنۍ پورې

عمر

112

32

80

Supra condoyle fractures  تعداد

100%

28,57%

71,42%

 

پورتنۍ جدول ارقام ښايې چې د supra condyle  کسرونو واقعات د ٣ الى ١٢ کلنۍ په عمر کې زيات تصادف کوي.

 

 

 

 

 

د ترضيض له لحظې څخه وروسته د مصدوم مراجعه:

تعداد

وروسته له ٢٤ ساعتو څخه

١٢ ساعتو څخه

په اولو شپږو ساعتونو کې

وخت د ساعتو په تعداد

112

22

40

50

Supra condyle کسرونه

100%

19,69%

35,71%

44,65%

%

 

د دغه جدول ارقام ښايې چې په زياتې فيصدى سره ترضيض واقعات  د ترضيض په اولو ساعتونو کې د معاجې له پاره مراجعه کړي دي چې د ترضيض څخه وروسته سمدلاسه په ترضيضي ناحيه کې اذيما- hematoma او د عضلاتو تقلص موجود نه وي د دغه فکتورونو په نه موجوديت کې د يوې کاميابې ارجاع تصور ينقيني کيداى شي. پورتنيو معياراتو په نظر کې نيولو سره د محفظوي تداوۍ په جريان کې د ٤٧ (٤١،٩٦) مريضانو په وړاندې د  manipulations عمليه اجراء شويده او د ١٢ مريضانو د شديدي اذيما له وجې د دريو ورځو له پاره  طرف ته elevation وضيعت په ورکولو سره وروسته د هغه جملې څخه ٨ مريضانو په وړاندې بازه مداخله، او د K. Wire په واسطه داخلي تثبيت، اجراء شو.او پلستري ميزابه نه د خارجي تقويې په خاطر استفاده شوي ده.

 

د کسرونو د ارجاع څخه وروسته د هغه تثبيت د پلستري ميزابې په واسطه صورت نيولى دى. دوو مريضانو ته د manipulation په نتيجه کې او د over reduction په صورت کې extension type کسرونه په flexion type کسرونو باندې تبديل چې وروسته د دوهم ځل هڅو څخه نوموړي کسرونه په un stable کسرونو تبديل شول، او جراحي مداخلې ته سوق شول،باقي مانده ټول ارجاع شوي کسرونه د يوې هفتې په جريان کې د دوباره کنترول اکسرې په نتيجه کې د پنځه مريضانو په وړاندې مکسوره پارجه دوباره بې ځايه شوي وي، د باز مداخلې او داخلي تثبيت د  k.wire په ذريعه جراحي مداخلې ته سوق شول.او په مجموع کې د ټولو مريضانو له جلمې څخه ١٣ مريضان ١١،٦٠% د جراحي مداخلې له پاره مساعد وګڼل شول.

په پورتنيو مصدومينو کې ٢٣ واقعيې له پاره د عمومي انستيزۍ څخه او پاتې نورو له پاره د موضعي انستزۍ څخه استفاده شوي ده.

زمونږ په مشاهداتو کې هغه کسرونه چې undisplaced وو د يوې کمې اذيما لرونکي او وعايې عصبي اختلاطات يې نه لرل. همدارنګه په displaced کسرونو کې مقدم manipulation کارول شويده د زند او کعبرې نبض په متقرر ډول معاينه، او هم د ischemia اعراض او علايم د يقينې کولو له پاره د ساعد په ساحه کې د مړمند او دلاس ګوتو د پاسيف حرکاتو څخه استفاده، او همدارنګه دلاس ظهري وجه د حسيت په معاينه کولو سره د عصبي تشوشاتو په هکله مشاهدات ترسره شوي دي، چې ٢ ٣ هفتو څخه وروسته د imobalizatoion په قطع کولو سره اکتيف حرکات توصيه شوي دي د مصدومينو په وړاندې وروسته له تداوى نه کوم وظيفوي تغيرات اويا non union نده ملاحظه شوى اودطرف cosmetic تغيرات موجود وو.

 

زمونږ کلينيکي مشاهدات څرګنده کړه چې مقدمه ارجاع د مکسوره پارچو د manipulation په نتيجه کې لاندې ګټې لري.

 

  • د ترضيض په مقدمه مرحله کې په مکسوره ساحه کې د انساجو اذيما، hematoma او د عضلاتو تقلص تاسس نه وي کړى چې ددغه فکتورنو د نه موجوديت په صورت کې د يوې کامياب ارجاع په هکله تصور کيداى شي په ساحه کې د فزيولوژيک تغرات د اصلاح او د کسر په التيام که مناسب شرايط برابروي چې د ٤٧ مريضانو په وړاندې د ترضيض په اولو ساعتونو کې د مکسوره پارچو بسته ارجاع او ثسبيت په مقدم ډول صورت نيولۍ دى.

خلاصه :

د ١٣٨٩ ١٣٩٠ کالونو په جريان کې د خوست ولايت په ولايتي تدريسي روغتون که د عضد د سفلي نهايت د ترضيضاتو څخه د supra condyle اناټوميک ناحيه بسته کسرونه په  ١١٢ مريضانو کې په پرسپيکتيف ډول تر څيړنې لاندې ونيول چې د هغه زيات واقيعات ٧١،٤٢% د ٣ او ٨ کلنۍ تر منځ واقع شوي دي. او د ٤٧ مريضانو په وړاندې يو مقدم manipulation د ارجاع په خاطر صورت نيولى دى وليدل شول چې مقدمه ارجاع په ترضيض ناحيه کې اذيما او هماتوم د تشکل نه او هم د عضلاتو د شخي نه جلوګيري کوي او په ترضيضي ساحه کې د فزيوپتالوژيک تغيرات اصلاح او دکسر التيام له پاره مناسب شرايط برابروي.

 

 

ABSTRACT:

In the year 1379 – 1390 we prospectively launch a research on 112 patients of close fracture of supra chondylar of hummers in khost provincial and teaching hospital to evaluate the physiopathologecal of fracture and type of fractures eventually to perform manipulation of displaced fracture.

In those causes where the supra condylar fracture is non displaced the patient’s is neurovascular intact and there is minimal soft tissue swelling. In those cases where the swelling is performed but emergent reduction of supra condylar fractures is essential to minimize the risk of swilling hemorrhage and muscular contracture surrounding the fracture site. it is increases of to phtysiopathlogical changes and decreases of bone health at fracture site.

The research revealed that the commonest type of fracture was extension type supra condylar fracture of hemmers (95%). the research also revealed that supra condylar fractures is common in the age of 3 – 12 years.

 

REFERNCE:

1) Charles Brunicard/Schwartz’s Principle of surgery 8th ed/ 2005 p. 1696

2) Home study monograph 273 feb.2002 fract, and dislo.II by American Academy pgs 25-30       

3) Home study monograph/ 272 January 2002 by American Academy fract and      Drslo. Pgs. 15-30      

4) Johan Charnely /the closed treatment of common fracture/2006 P. 133

5) John Ebenezer/textbook of ortho/[c] 2006 p. 133 New Delhi 110 002.india

6) Lauis soloman/Apley’s system of ortho. And fract/ in 2010 by hodder Arnold an  HACHETTE UK company. P. 860

7) Letha Yurok Griffin, M.D.PHD./Essentials of Mussculo Skeletal Care /2005 P. 88 by the American Academy

8) Mohammad Hakim Bakay/ Trauma and Ourtho./1386 P.153

9) Sherzad Yaquby / textbook of ortho. Surgery/1997 p. 255

10) S.Terry Canale/ Campbell’s Opera. Ortho/ 2003 P.1441

پوهنمل دوکتور رحيم جان دردمل

دشيخ زايد پوهنتون

د ادارې او تجارت پوهنځى استاد

ګرځنده شميره: ۰۷۹۵۷۷۱۳۵۳

دپانګې اچونې موخې

 

مخکينۍ خبرې:

زمونږ ګران هيواد افغانستان چې د وروسته پاتې هيوادنو له جملې څخه ګڼل کيږي او زياتره له دريو لسيزو بې مفهومه او ويرانوونکې جګړې پکې جريان لري  او زمونږ د هيواد زياتې شتمنۍ يې له خاورو سره برابرې کړې او زيات اقتصادي او معنوي زيانونه يې هيواد او خلکو ته واړول. دغو جګړو نه يوازې زمونږ د هيواد ټولنيز ــ اقتصادي ستونزې حل  نکړای شوې، بلکې زمونږ د هيواد اقتصاد ته يې بې شميره زيانونه ورسول.

 

زمونږ د هيواد ټولو وګړو ته خصوصاً د هغه چا لپاره چې د ستونزو د حل لارې ورته معلومې وي، لازمه او ضروري ده چې د ملي يوالي پروسې ته زياته پاملرنه وکړي او خپله ملي او اسلامي دنده يې وګڼي تر څو په دې لار کې د هيڅ راز زيارنو او هڅو څخه دريغ ونکړي او خپله وطني او اسلامي دنده په افغاني احساساتو سره سرته ورسوي.

 

افغانان بايد د ټولنيز ــ اقتصادي ژوند په ټولو ساحو کې خپل مالي او اقتصادي امکانات سره منسجم او منظم کړي تر څو د يو قوت په شکل د ستونزو د حل په لاره کې خپل شته امکانات په کار واچوو او دا ستونزې او نيمګړتياوې يو په بل پسې حل او فصل کړو.

 

تجربو دا په اثبات رسولې ده چې د يوه هيواد ټولنيزه ــ اقتصادي وده او پرمختګ د هغه هيواد د پانګې اچونې د پروسې سره مرتبط او تړلی دی. په داسې صورت کې چې د يو هيواد لکه افغانستان چې ډير کم مالي امکانات  په اختيار کې لري او د زياتو ټولنيزو ــ اقتصادي ستونزو سره لاس او ګريوان دی، نولازمه ده چې ټول افغانان خصوصاً ملي سوداګر او ملي سرمايد داران يو او بل ته لاس ورکړي او په اتفاق او يوالي سره د خپل هيواد او خلکو د ستونزو د حل لپاره پانګې اچونې وکړي او په دې لار کې دولتي او حکومتي ارګانونه د دوی سره د مرستې کولو او همکاريو ته په جدي توګه توجه او پاملرنه وکړي او د امکان په صورت کې دوی ته قانوني اسانتياوې برابرې کړي.

 

همدا ډول مونږ بايد زيار وباسو تر څو زمونږ د هيواد احتياجات اول تثبيت او بيا يې د حل په لار کې په دوامداره توګه تدابير ونيول شي او د پلي کولو کار يې پيل شي. په دې لار کې هر افغان وظيفه لري چې د خپلو امکاناتو مطابق د هيواد د پرمختګ په پروسه کې برخه واخلي او په دې ارتباط خپلو هڅو ته ادامه ورکړي.

 

د پانګې اچونې موخې:

مونږ پوهيږو چې د يوه هيواد په داخل کې موجود ملي خالص عوايد په دوه ډيرو مهمو او اساسي برخو ويشل کيږي چې د پانګه اچونې او مصرفي فنډونو ( فونډونو ) څخه عبارت دي. دغه فونډونه بيا په خپل وار سره په څو برخو ويشل شوي دي.                 

 

د پورته چارت څخه معلوميږي چې د پانګه اچونې فونډ په دوو برخو ( څانګو ويشل کيږي ) چې عبارت له توليدي او غيرتوليدي  فونډونو څخه دي او د دوی تر منځ يوداسې تناسب بايد موجود وي چې په راتلونکي وخت کې د يو او بل په مخ کې خنډونه او موانع ايجاد نه کړي، بلکې د يو او بل د ودې او پرمختګ لپاره امکانات او زمينې مساعدې کړي. دا بايد وويل شي چې د ملي خالصو عوايدود تقسيم کولو امکانات خورا زيات وي نسبت وروستيو پړاوونو ته. نو له همدې امله په دې برخه کې زياته توجه کول په کار ده او دعيني شرايطو په نظر کې نيولو سره د تصميم نيولو عمل بايد ترسره شي. ترڅو د يوه منظم او باقاعده (Kontinnitiat) پرمختګ شرايط په راتلونکو پړاوونو کې تضمين وي. په دې برخه کې لاندي نقطې د توجه وړ دي:

 

  1. که چېرې د مصرف فونډ ته زياته توجه وشي نسبت د پانګه اچونې فونډ ته، نو په حاضر وخت کې به د مصرفي فونډپه زياتوالي سره د خلکو احتياجات مصرفي توکو ته په قناعت کوونکي توګه سره پوره کيږي. په راتلونکي وخت کې به د مصرفي فونډ په اختيار کې کم وسايل او امکانات وي او احتياجات به يه لازم صورت سره پوره يا رفع نکړای شي او غوښتنو ته به ځواب ويل شوی نه وي. د عرضې او تقاضا ترمنځ به غيرتعادلي حالت موجود وي دا ځکه چې مصرفي فونډ ساحه او امکانات به تنګ او محدود وي چې دا پخپله د نيمګړتياوو او پرابلمونو د رامنځ ته کيدلو سبب ګرځي.

 

  1. که چېرې په حاضر وخت کې د موجوده ) په اختيار کې ( ملي خالصو عوايدو څخه زياته برخه د پانګه اچونې د فوند په ګټه تر استفادې لاند‎ې ونيول شي، نو د راتلونکو وختونو لپاره به مصرفي وسايل زيات توليد شي ولې په اوسني وخت کې به تقاضا ته په مناسب او لازم شکل ځواب ونه ويل شي او په دې برخه کې به زيات او مختلف ډوله پرابلمونه لکه د قيمتونو لوړيدل او داسې نور په ټولنه کې منځ ته راشي. د دې څخه داسې نتيجه په لاس راځي چې يوداسې تناسب د مصرفي او پانګه اچونې د فنډونو ترمنځ موجود وي چې هم د اوسني او هم د راتلونکي وخت لپاره ضرورتونه په لازم او ديناميک ډول هم د پانګې اچونې د ضرورتونو او هم د مصرفي فونډ د ضرورتونو له اړخه له يوې خوا او د مؤلده قواوو د ودې او تکامل لپاره له بلې خوا امکانات او شرايط برابر کړای شي.

 

پس ويلای شو چې د پانګه اچونې د فونډ او مصرفي فونډ تر منځ داسې يو تناسب موجود وي چې په حاضر او راتلونکي وختونو کې د دوي د پرمختګ په لاره کې موانع او خنډونه ايجاد نه شي، بلکې د لا ښو زمينو په مساعدولو کې مثبت رول ولوبوي او هغه تضادونه چې د دې دواړو فونډونو د استعمال او استفادې په نتيجه کې مينځ ته راځي هغه په نه خوله کيدونکو تضادونو بدل نه شي او په اسانۍ سره حل وفصل شي. د داډول نظرياتو د حل امکانات په دولتي تصديو کې زيات ليدل کيږي او کيدای شي داسې اوپتمال تناسب د پانګه اچونې د فونډ او مصرفي فونډونو تر منځ پلان او په عمل کې پياده شي. که چېرې يوه تصدی د پانګې اچونې د فونډ څخه په توليدي او غيرتوليدي څانګو کې استفاده کول غواړي نو ضروري ده چې هغه توازن ته چې د پانګه اچونې د فونډ او مصرفي فونډ تر منځ له يوې خوا او د دې دواړو فونډونو د تقسيم په برخو کې له بلې توجه ولري او له نظره يې و نه باسي تر څو د يوه غيرمتوازن ملي اقتصاد د رامنځ ته کيدو مخنيوی شوی وي.

 

د پانګې اچونې د فونډونو څخه استفاده کول دا ايجابوي چې لاندې نقطې په نظر کې ونيول شي:

۱. د تقسيم مختلف تناسبونه د کلني ملي عوايدو څخه د د پانګه اچونې د فونډ او مصرفي فونډونو په خاطر په توليدي او غيرتوليدي رشتو او څانګوکې.

 

۲.  مختلف ډوله مثمريت د خالصو او ناخالصو سرمايه ګذاريو ( پانګه اچونو ) او

 

۳. د مختلفو رشتو او څانګو لپاره د وخت معلومول، د پانګې اچونې او د هغې د حقيقي مثمريت په ګوته کول.

 

د ملي عوايدو په زياتوالي کې چې اساسي او بنيادي رول لوبوي هغه د پانګې اچونې د فونډ تقسيم په توليدي (Ap) او غير توليدي (Ak) څانګو کې دی. په دې کې ضروري او د اهميت خبره دا ده چې د دې تناسب څه ډول دی اوپه کوم تناسب د پانګې اچونې فونډ په توليدي او غيرتوليدي رشتو او څانګو کې صورت نيولی دی او څه ډول توازن د دې دواړو برخو ترمنځ موجود دی؟

 

هغه تاثيرات چې (Ap) يې د ملي عوايدو په زياتوالي ولري او په هغې قضاوت وشي او پلان شي، لازمه ده چې د هغوی مثمريت، مادي جوړښت او وخت چې په هغه کې نتايج په لاس راځي، تعين شي. تجربو په اثبات رسولې ده چې د (Ap) مثمريت په راتلونکو مراحلو کې زيات تاثيرات او اساسي رول لري او د يوې اقتصادي تصدی لپاره دا هم مهمه او ضروري ده چې د نويو پانګه اچونو اندازه معلومه او واضح وي. دا بايد د واريانتونو په ذريعه حساب شي. دا ځکه چې مجموعه د دې نويو پانګه اچونو په نتيجه کې  کيدای شي په مختلفو اشکالو د ضرورتونو په پوره کولو کې برخه واخلي. دلته دا سوال پيداکيږي چې په کومه رشته د ملي اقتصاد کې پانګې اچونې صورت نيولی دی؟ کومه تکنالوژي د دې پانګې اچونې سره په کار اچول کيږي؟ او کوم ډول محصولات د دې پانګې اچونې په نتيجه کې توليديږي؟ هغه وخت چې په هغه کې د تمويل وسايل په کار اچول کيږي او تر هغه وخته پورې چې اساسي فونډ منځ ته راځي او په کار لويږي (Retardierungszeiten) مربوط د پانګې اچونې يو بل فکتور دی چې د ملي عوايدو د حجم په زياتوالي باندې تاثير لري ) يعنې په توليدي رشتو کې ( له ياده و نه غورځول شي.

Di Retardierungszeiten = (Zeiten wischen Verausgabang der Investitionsmittel und in der Betriebnahme der neuggeschaffenen Grundfonds)

همدا ډول نوي پانګې اچونې د ملي اقتصاد په ټولو رشتو او څانګو کې د دې لپاره په کار واچول شي چې د علم او نوي تخنيک په کار وړل د تيارولو او ساختماني وخت را کم کړي.

 

لکه چې د علمي ژوند تجربې راښايي د پلان جوړولو په پروسه کې يو زيات شمير مختلف د تصميم نيولو امکانات او لارې چارې وجود لري ولې مهمه داده چې هغه امکانات ولټول، پيدا او انتخاب شي کوم چې د پانګې اچونې په وخت کې په خاصه توګه او د ملي اقتصاد د عوايدو د تقسيم په وخت کې چې په مصرفي او پانګې اچونو په فونډونو صورت نيسي، په عام ډول سره په معقولې لارې چې هغه په اقتصاد کې غيرمتوازن حالت له مينځه وړي او په راتلونکي کې د يوه متوازن ملي اقتصاد لپاره شرايط برابروي چې دا بيا له خپله اړخه دا زمينې مساعد کړي چې اقتصادي وده او پرمختګ په منظم او هراړخيز ډول د تکامل خواته سوق او اداره کړي. يو هيواد د خپلې ټولنيزي ــ اقتصادي ودې ستراتيژي د طرحې او تصويب په وخت کې نه يوازې د ملي عوايدو تقسيم په مختلفو فونډونو باندې په نظر کې ونيسي، بلکې د هغوی تاثيرات په راتلونکو تغيراتو چې په ټولنيز ــ اقتصادي ژوند کې په نظر کې نيول کيږي، د يو او بل سره په همغږی کې له پامه و نه غورځوي. د خلکو ضرورتونه نه يوازي تثبيت شي بلکې په دوامداره توګه پوره او رفع شي، د کارمؤلديت لوړ شي، انتنزيف اشکال په اقتصاد کې رواج پيدا کړي او د ودې او پرمختګ لوړو پړاوونو ته اوچت شي او انتقال وکړي.دا به د دې باعث وګرځي چې ټولنيزه او اقتصادي وده ګړندی کړي او په ملي عوايدو کې د پام وړ زيانوالی د ځان سره ولري.  دا به دا زمينه مساعده کړي چې د دوباره توليد په پروسه کې د مدرنو وسايلو څخه يعنې د علم او تخنيک د نويو لاسته راوړنو څخه د استفادې کولو امکانات لا زيات کړي. د يوه اقتصاد دا ډول رشد او انکشاف کول نه يوازې د مصرفي فونډ د حجم زياتوالی د ځان سره لرلی شي، بلکې د پانګې اچونې د فونډ لپاره پراخ امکانات برابرولی شي.  د دې لپاره چې دا ادعا په اثبات رسيدلې وي نو لاندي نقطو ته توجه وشي:

 

۱.  د خلکو د مادي او کلتوري ژوند د سطحې لوړوالی دا ايجابوي چې د مصرفي فونډونو په حجم کې په دوامداره توګه زياتوالی راشي. د دې لپاره د يوه موثر کار شتون شرط دی، د کار مؤلديت لوړ شي، زيات محصولات توليد شي او د مصرفي فونډ لپاره د پخوا څخه زيات مصرفي توکي په اختيار کې ولرو.

 

۲. د پانګې اچونې په برخه کې نه يوازې پلان تطبيق کړو، بلکې دې پروسې ته په منظم ډول ادامه ورکړو او کوم پرابلمونه چې د دې پروسې په مخ کې خنډونه ايجادوي د يوه منظم پروګرام له مخې له منځه يوړل شي. د دې لپاره ضروري ده چې د ملي اقتصاد د رشتو او څانګو ترمنځ يو متوازن حالت ايجاد او وساتل شي، د علم او تخنيک د لاسته راوړنو څخه اعظمي استفاده وشي،  پانګه اچونه په توليدي او غير توليدي رشتو او څانګو کې د غوښتنو او ايجاباتو مطابق صورت ونيسي.د دې څخه دا نتيجه ترلاسه کيږي چې ضرورتونه نه يوازې بايد تثبيت شي، بلکې د بين المللي وضعې او شرايطو په نظر کې نيولو سره په همغږی کې د رفع کولو په خاطر پانګې اچونې ته ضرورت پيداکوي او له بلې خوا دا هم د اهميت وړ ده چې دا په نظر کې ونيول شي او ثابته شي چې کومې رشتې او څانګې وروسته پاتې دي؟ او که چېرې دې نقطې ته توجه ونه کړای شي نو د يوه پرمختللي او متوازن  ملي اقتصاد په مخ کې به څه ډول موانع او خنډونه راپيدا شي.

 

دا يو څرګند حقيقت دی چې د يوه متوازن ملي اقتصاد را منځته کيدل د ټولو رشتو او څانګو د پرمختګ او ودې سره تړلی دی اوپه هماهنګي کې رشد او پرمختګ وکړي. او که چېرې کومې رشتې او څانګې وروسته پاتې شي نو هغوی د مؤلده قواوو او نويو توليدي مناسباتو په لار کې موانع ايجادوي. نو په داسې حالت کې د يو پرمختللي او متوازن ملي اقتصاد څخه خبري نشي کيدای. په داسې حالت کې دا سوال ايجاديږي يعنې دا پوښتنه راپيداکيږي چې څنګه کيدای شي د دې ډول حالت د رامنځته کيدو څخه مخنيوی وکړو؟ زما په نظر د دې پوښتنې په ځواب کې ضروري ده چې په هغو رشتو او څانګو کې پانګه اچونه وشي چې هغه وروسته پاتې دي او پانګې اچونې ته په هغوی کې ضرورت احساس کيږي او يا دا چې لومړی دا تثبيت شي چې کومې رشتې او څانګې د پرمختګ لار ډب کوي او عوامل يې څه دي او کله چې دا تثبيت شو او عوامل يې پيدا شول نو بيا دهغو عواملو د له منځه وړلو لپاره د تدابيرو نيولو ته ضرورت دی چې د عمل جامه ورواغوستل شي. او که چيرې مونږ دا فيصله د عيني ضرورتونو په نظر کې نيولو سره وکړه چې د کومو ضرورتونو د رفع کولو لپاره مونږ کومو تدابيرو نيولو ته د اوليت حق ورکوو چې پياده شي نو مونږ به صحيح لار انتخاب کړې وي. يعنې دا تثبيت شي چې کومې رشتې او څانګې د اوليت حق لري چې په هغوی کې پانګه اچونه وشي. دا به د دې باعث شي چې موانع له منځه يوسي او د اقتصاد د پيشرفت او ودې لپاره زمينې مساعدې کړي.

 

۳.  د هر پلان د پيل په وخت کې بايد يو معين مادي ساختمان ) جوړښت ( د توليد او بهرنۍ سوداګري موجود وي چې دا دملي عوايدو په تقسيم په فونډونو خپل تاثيرات او اغيزې لري او هغه تناسب چې ( A:K) ترمينځ را منځ ته کيږي، هغه بې اغيزې او بې تاثيره نه پاتې کيږي.

 

۴. دا پورته تحرير شوي فاکتورونه د يوه هيواد د اقتصاد د ودې او پرمختګ په معينو مرحلو په ټاکلې اندازه تاثيرات لري. دا ځکه چې په دې مرحلو کې مختلف ملي او نړيوال سياسي او اقتصادي شرايط حکم فرما وي. نو دا شرايط پورته ذکر شوي فاکتورونه تر خپل سيورې لاندې راوستلای شي.

 

( نن ورځ پانګه اچونه په يوه ملي اقتصاد کې د زيات اهميت درلودونکې ده. د پانګې اچونې اهميت له يوې خوا د هغې مثبت تاثيرات په اقتصادي وده، او له بلې خوا د بيکاري په له منځه وړلو کې د يادولو وړ ده. پانګه اچونه د يوې ټولنې د اقتصادي ودې او پرمختګ اساس جوړوي. او د يوه مطمئن اقتصادي پرمختګ په يوه ملي اقتصاد کې تضمين کوي ) .

 

د يادولو وړ ده چې د ازاد بازار سيستم چې زمونږ د هيواد قانوني سيستم بلل شوی دی، د داډول نظرياتو د تطبيق امکانات په کې ډير کم ليدل کيږي. دا ځکه چې خصوصي متشبثين د پانګې اچونې څخه دا هدف ترلاسه کول غواړي چې زيات مفاد يې په برخه شي. دوی په هغو رشتو او څانګو کې پانګه اچونه کوي چې نه يوازې متوسط مفاد بلکې فوق العاده مفاد دوی ته په لاس ورتلای شي. او له بلې خوا دا يو څرګند حقيقت دی چې که چېرې دولت غواړي د خپل اولس زړونه خپل کړي او د خپل نفوذ ساحه په خلکو کې پراخه کړي نو داسې پلانونه بايد طرحه او تطبيق کړي چې د اولسونو او خلکو د ژوند د سطحې په لوړوالي باندې مثبت تاثيرات وغورځوي. دا به نه يوازې د دوی مادي غوښتنې بلکې د دوی کلتوري او فرهنګي غوښتنې بې تاثيره پري نږدي. دولت دا دنده لري چې د خلکو لپاره نه يوازې د کار او زده کړې شرايط بلکې په مجموع کې د ژوند کولو شرايط مساعد او برابر کړي.

 

داچې د افغانستان د ملي اقتصاد په ټولو رشتو او څانګو کې پانګې اچونې ته اشد ضرورت دی نو لازمه او ضروري دا ده چې د رشتو او څانګو د اوليت او اهميت په نظرکې نيولو سره دا فيصله وشي او تصميم ونيول شي چې په کومه رشته او څانګه کې او په کوم تناسب د نورو رشتو او څانګو سره پانګه اچونه صورت ونيسي او د کوم اقتصاد د کوم نظام لخوا دا پانګه اچونه وشي، او کوم اهداف بايد تعقيب شي او د کومې تکنالوژي څخه بايد استفاده وشي چې مطلوب هدف ترلاسه شي. او همدا بايد تثبيت شي چې د کوم ډول سرمايوي وسايلو څخه کار واخيستل شي او تر اوسه د څه ډول سرمايوي وسايلو څخه د توليد په پروسه کې ګټه اخيستل شوي ده. او دغه وسايل چې په کار لويږي د بيکاري په له منځه وړلو کې څه نقش لوبولای شي. او دا هم بايد په ګوته شي چې د دې رشتې وده او پرمختګ د ملي اقتصاد د نورو رشتو او څانګو لپاره په راتلونکي کې د هغوی د پرمختګ په لار کې څه رول لوبولای شي او څه ډول زمينې او امکانات برابرولای شي؟ دا ټول هغه څه دي چې د پانګې اچونې د تصميم نيولو په وخت کې بايد په نظر کې ونيول شي او په راتلونکي وخت کې ورڅخه ګټه واخيستل شي يعنې د هغې د انکشاف کولو ګټې نورو رشتو او څانګو ته تثبيت او په ګوته شي او د هغې د انکشاف نه وروسته د هغې ګټې په ټولنيز او سياسي لحاظ د درک وړ وي. د هغې رشتې د ګټې د ترلاسه کولو امکانات څرګند وي، د عغې تاثيرات د اولس د ژوند په سطحه باندې روښان او څرګند وي، د هغې رول د خريد دقوې په پياوړتيا کې معلوم وي. د مخ پر ودې هيواد په باره کې پوهاند دوکتور نذير احمد شهيدي خپل نظر داسې څرګندوي:

 

( د مخ پر ودې هيوادو واقعيت د مارکيټ د اقتصاد د نظام سره کاملاً سمون نه لري چې په دې توګه اوپتمال د منابعو ترکيب په دې هيواد کې نشي تامينيدلای او هم په دې صورت کې کافي ډيتونه  د راتلونکو مناسبو سرمايه ګذاري ګانو او توليدي ساحو لپاره نشي عرضه کيدلای او هم د مارکيټ په اقتصاد کې د عايد عادلانه توزيع تحقق نشي موندلای. چې په دې هکله هم د مارکيټ اقتصاد تصحيح ته ضرورت لري ).

 

دا ټول هغه څه دي چې د پانګې اچونې د تصميم نيولو په وخت کې توجه جلبوي او که چېرې د سرمايه ګذاري په وخت کې د مسؤلينو لخوا بې پروايي وشي او د ټولنې عيني واقعيتونه په نظر کې ونه نيول شي، نو دا ډول چلند په خپله د ستونزو د پيدا کولو سبب ګرځي. بل دا چې هغه فونډونه چې ګټه ورڅخه اخيستل کيږي د مالونو د ثابتو قيمتونو په اساس ورڅخه استفاده وشي چې دا هم د ازاد بازار د سياست سره سر نه خوري. دا هغه مشکلات دي چې دولتي مسؤلين ورسره مخامخ کيدای شي او د دغو ستونزو د حل لارې  چارې بايد ولټول شي، تر څو هغه تضادونه چې رامنځته کيږي په مسالمت اميز ډول حل او فصل شي. د ملي خالصو عوايدو تقسيم په مختلفو فونډونو باندې دا ايجابوي چې لاندې سوالونو ته ځواب وويل شي.

 

۱.  په کوم حجم د پيسو فونډ د ټول ملي اقتصاد لپاره او په کومه اندازه د مصرفي او يا د پانګې اچونې د فونډ د تمويل لپاره ضرور دي؟

۲.  څنګه  د خلکو د عوايدو څخه استفاده کيدای شي؟

 

۳.  څنګه د پيسو په شکل عوايد او د پيسو فونډ په کلنيو پلانونو او پروګرامونو تقسيم کيدای شي؟

 

دا پورته پوښتنې طرح کول او هغوی ته لازم ځواب پيداکول د دې سبب کيدای شي چې مادي او فينانسي پلان په واحد شکل سره د تطبيق امکانات ترلاسه کړي او دا بيا دا زمينې مساعدوي چې د فينانس سيستم وده او تکامل وکړي او د مادي دندو په سرته رسولو کې لاسته راوړنې ولري او د پيسو نرخ ثابت وساتي. که چېرې مصرفي فونډ چې د ملي عايدو د تقسيم په مهال کې د هغه (Volumen) حجم په يوه معقول او مناسب تناسب د پانګې اچونې د فونډ څخه جدا او بيل شي، دا به وکولای شي د هر وګړي د سر عوايدو باندې مثبت تاثير وغورځوي، دا ځکه چې په داسې صورت کې به نه يوازې د دوی مادي ضرورتونه په لوړه سطح رفع شي بلکې د دوی معنوي ضرورتونه به په قناعت لرونکي سطح پوره شي. چې دا بيا له خپله اړخه د ټولنيزي ــ اقتصادي ودې لپاره هغه شرايط برابرولای شي چې په ټولنه کې د بنسټيزږ تغيراتو د رامنځ ته کيدو لپاره د اهميت وړ او مهم دي. يو معقول او مناسب جدا شوی مصرفي فونډ يو ډير قوي فکتور دی چې د دولت او حکومت  ټولنيز ــ اقتصادي سياست په عمل کې د تطبيق امکانات ترلاسه کړي.

 

کله چې په يوه هيواد کې د خلکو مادي او معنوي احتياجات پوره کيږي نو په همدې وخت کې د مؤلده قواوو د تکامل لپاره زمينې مساعديږي او دا بيا په خپل وار سره د ودې او پرمختګ سبب ګرځي او دغه بيا په توليدي مناسباتو کې مثبت تغيرات رامنځ ته کولای شي. په نتيجه کې کيدای شي په دې ترتيب سره دا ټولنيز ــ اقتصادي وروسته پاتي توب په تدريجي ډول سره له منځه لاړ شي.

 

د مصرفي فونډ مادي ساختار ) جوړښت ( او د هغه د حجم په نظر کې نيولو سره د دې فونډ پلان داسې ترتيب او تنظيم شي چې د ملي اقتصاد د ودې لپاره ضروري دی. دلته د لاندې نقطو په نظر کې نيول ضروري دي:

 

A: کومه برخه دملي عوايدو دمصرفي فونډلپاره په پلان کې تعين کيږي يعنې مصرفي فونډ تشکيلوي؟

 

B : کومې برخې د خلکو د دې فونډ څخه يعنې کومې طبقې او قشرونه د دې فونډ څخه په کوم    سهم د دې فونډ څخه ګټه پورته کوي او څنګه وده او پرمختګ کولای شي؟

 

C: څه ډول د مصرفي فونډ مادي ساختار تراستفادې لاندې نيول کيږي؟

 

دا په متقابل ارتباط کې د پيسو د فونډ سره يعنې د رامنځ ته کيدو سره او هم د دې فونډ د استعمال سره يو ځای منځته راځي او عملي کيږي. په دغه پروسه کې د خالصو عوايدو بيلانس، د پيسو د تادياتو بيلانس، د خرڅلاؤ، مالونو او توکو فونډونه ډير مهم رول لوبوي. که چېرې مصرفي فونډ (Ki) ونوموو نو د هغه قسمي فونډونه چې عبارت له ټولنيز ــ مصرفي فونډ) (KiG او انفرادي مصرفي فونډ (KiI) څخه دي، د لاندې نقطو په نظر کې نيولو سره ورڅخه کار اخيستل کيږي يعنې کار اخيستل کيدای شي.

                                         

                                 

۱. د عوايدو سطح او د عوايدو سياست د حکومت د طبقو او قشرونو په مقابل کې کوم موقف لري   يعنې د خلکو د ګروپونو په مقابل کې څه دريځ غوره کوي.

 

۲. د ټولنيز مصرفي فونډ موقف په دوامداره توګه لوړول.

 

۳. د مصرفي فونډ د سياست اساسي او مهمې نقطې چې اساساً د تعقيب وړ وي.

 

۴. د پانګې اچونې د فونډ دحجم په دوامداره توګه لوړوالی د مصرفي توکو او اجناسو د توليد او احتياجاتو د رفع کولو په منظور. مثلاً د کورونو جوړول، د شفاخانو، مدرسو، مکتبونو او داسې نورو ټولنيزو خدماتو جوړول او عرضه کول.

 

پورته موخو ته د رسيدو لپاره داسې يو ټولنيز ــ اقتصادي سياست پلي کولو ته ضرورت دی چې په هغه کې د مختلفو طبقو او قشرونو ګټې نغښتې وي او د حکومت لخوا دداسې يو سياست تعقيبول او پياده کول يو اړين ضرورت دی. يوازې دا ډول سياست د خلکو او اولسونو ځواب ويلای شي.

 

پورته ذکرشوی ټولنيز ــ اقتصادي سياست هغه وخت د پلي کيدو او تطبيق چانس لري چې نه يوازې د دولت عوايد بلکې د خلکو عوايد په منظم شکل پلان شي. د لته د دولت د عوايدو سياست (Einkommenspolitik) ډير مهم او اساسي رول اداء کولای شي او د خلکو د ژوند د سطحې د لوړيدو امکان په دوامداره توګه يو ترټولو مهم عامل ګرځيدلای شي. او له بلې خوا دا هم بايد توضيح شي چې کوم څيزونه د ژوند په سطح باندې په مستقيم او يا غيرمستقيم ډول تاثيرات درلودلای شي. د ژوند په سطحه باندې لاندې فکتورونه تاثير لري:

 

  • معاشات يا د کارګرانو د نيرو په مقابل کې د کار مزد.
  • تقاعد (Renten)
  • ټولنيز خدمات
  • مستقيم يا غيرمستقيم ماليات. غيرمستقيم ماليات د خلکو د ژوند په سطحه منفي اثرات غورځوي
  • قيمتونه

 

دا چې کوم يو له دې فکتورونو څخه مهم ګڼل کيږي دا بايد په دلايلو سره د دولت او حکومت په ټولنيز سياست کې توضيح شوي وي او زيات رول ورته ورکړل شي. دولت بايد داسې ټولنيزه ــ اقتصادي ستراتيژي تعقيب کړي چې د پورته فکتورونو د عملي کولو لپاره ډيره مؤثره تمامه شي، چې د خلکو خالص عوايد زيات شي او له بلې خوا د مالونو د فونډ په پراخوالي کې د پام وړ مثبت تغيرات راشي. د لته نه يوازې د مالونو کيفيت بلکې د مالونو کميت زيات د اهميت درلودنکی دی. دا چې احتياجات په هميشني ډول په لوړه سطحه پوره کيدو ته ضرورت لري، نو په داسې صورت کې چې د خلکو د خريد قوه زياتيږي نو د هغې سره جوخت د مالونو په کميت او کيفيت کې هم تغير ترسترګو کيږي. په نتيجه کې ويلای شو چې د پيسو د فونډ او د عوايدو د فونډونو په مادي ساختار ) جوړښت ( کې تغيرات د دې عوامل کيدای شي چې د مصرفي فونډ په حجم او مادي جوړښت باندې اغيزې او تاثيرات واچوي او دا بيا له خپله اړخه د مالونو په عرضه تاثير لري.

 

که چېرې احتياجات په يوه معين وخت کې په لوړه سطحه پوره شي، د دې نتيجه به دا وي چې د احتياجاتو نوی ساختار به رامنځته کيږي چې د پخوا څخه په لوړه سطحه به د دې احتياجاتو د رفع کولو امکانات برابريږي چې دا به نه يوازې د مالونو په کيفيت او کميت کې تغير راولي، بلکې په عرضه او تقاضا کې به هم د ځان سره تغيرات راولي.يو ډير مهم ميتود په دې برخه کې د محاسبه کولو ميتود دی چې د يوې اوږدې مودې لپاره د يوې کورنۍ عوايد او مصارف ترنظر لاندې نيول کيږي. دلته د عوايدو لوړوالی او ساختار (Struktur) له يوې خوا او د مصارفو لوړوالی او ساختار له بلې خوا معلوميږي:

 

K` = (Elastifizitätskoeffizient)    دارتجاعيت ضريب

X = د خلکو د پيسو عوايد

dx  = لوړکول د خلکو د پيسو عوايد

y = د پيسو ورکړه د يوه معين جنس يا خدمت لپاره

dy = لوړکول د پيسو د ورکړې د يوه معين جنس يا خدمت لپاره

د ارتجاعيت ضريب د يوې لنډې مودې لپاره ) پلانونو لپاره (ډير مهم رول لوبولای شي. د دې پورته فرمول په ذريعه کولای شو دا ووايو چې د يوه معلوم جنس لپاره د خلکو مصارف څو فيصده لوړ شوي دي. که چېرې يو فيصد د خلکو عوايد لوړ تللی وي. که چېرې وغواړو د مصرفي فونډ مادي ساختار د اوږدې مودې لپاره د يوې خوا او د هغه د ساختار د تغير لپاره له بلې خوا په کيفي لحاظ پيشګويي د مصرف په مورد وشي.

 

د مصرفي فونډ په اساس د علم او تخنيک انکشاف، د مصرفي توکو توليد او د پانګې اچونې ډير مهم نقاط په لاس راوړلای شو، يوازې داسې کيدای شي تقاضا د خلکو په لوړه سطحه پوره کړای شي. په همدې اساس د پانګې اچونې تصميمونه د مصرفي توکو د توليد دصنعت په ګټه په ټولنيز ــ اقتصادي سياست کې ځای درلودای شي. د مصرفي فونډ د پلان کولو په وخت کې دا تصميم ونيول شي چې کوم احتياجات د کوم ډول مصرفي فونډ څخه رفع شي يعنې د انفرادي مصرفي فونډ اويا ټولنيز مصرفي فونډ څخه ګټه واخيستل شي. د دې دواړو فونډونو موجوديت يو عيني ضرورت دی چې بايد موجود وي. دا دواړه برخې د ټول مصرفي فونډ (K) څخه د دې دواړو په رشد او تکامل او انکشاف پورې ارتباط لري.

 

د دې فونډونو په منځ کې يو معقول تناسب بايد موجود وي او هغه پلان شي او دا هم بايد تثبيت شي چې کوم يو يې د احتياجاتو په رفع کولو کې اساسي رول لوبوي. د دې فونډونو د پلان کولو په وخت کې د غيرتوليدي رشتو او څانګو پلان جوړونه هم يو ضروري شرط دی چې بايد ترسره شي. دا د انفرادي او ټولنيز مصرف د پيسو فونډ دی چې د احتياجاتو د رفع کولو په پروسه کې ورڅخه کار اخيستل کيږي. د پيسو فونډ چې په انفرادي ډول د کارکولو او تشويقي فونډ په نتيجه کې په لاس راځي. کيدای شي چې په انفرادي ډول د احتياجاتو د رفع کولو لپاره ورڅخه کار واخيستل شي او لويه برخه د ټولنيز ــ مصرفي فونډ هم په انفرادي ډول په کارلويږي، لکه د کارګرانو د کارمزد په غيرتوليدي رشتو کې او يا د مامورينو معاش په غيرتوليدي رشتو کې، د محصلانو لپاره تحصيلي بورسونه او داسې نور...

 

مصرفي فونډ داسې يوپلان ته ضرورت لري چې په کومه مرحله کې کومې تقاضا ته د لومړي توب حق ورکړل شي چې زياته توجه ورته وشي او رفع شي. مثلاً د خوراکي توکو توليد په داسې يو هيواد کې لکه افغانستان د اوليت حق لري او دا ضرورت د خلکو بايد پوره شي چې دا دژوند په سطحه اساسي اغيزه درلودلای شي. د کورورنو درلودلو ضرورت بايد رفع شي.

 

نتيجه اخيستنه:

د پورته توضيحاتو څخه دا نتيجه په لاس راځي چې د يوه هيواد ټولنيز ــ اقتصادي پرمختګ د پانګې اچونې په پروسه پورې مرتبط او تړلی دی. په هره اندازه چې د يوه هيواد د پانګې اچونې امکانات زيات او پراخ وي په همغه اندازه د دغه هيواد دپرمختګ پروسه سريع او ګړندی وي. له بله طرفه دا مهمه ده چې د پانګې اچونې فونډ په کومو رشتو او څانګو د ملي اقتصاد کې په کاراچول کيږي او کوم اهداف د پانګې اچونې په نتيجه کې ترلاسه کيږي او د ټولنيز ــ اقتصادي پرمختګ په لاره کې کومې لاسته راوړنې لري. د افغانستان دولت يوه مشخصه ټولنيزه ــ اقتصادي ستراتيژي چې په هغې کې ټولنيز اقتصادي اهداف ټاکل شوي وي او د هغې د عملي کولو لپاره د پانګې اچونې يو معين فونډ ته ضرورت دی چې د ستراتيژي د تطبيق په لار کې ورڅخه استفاده صورت ونيسي.

 

د پانګې اچونې د کړنلارې د تطبيق په نتيجه کې کوم امکانات دراتلونکې ودې او پرمختګ لپاره ترلاسه کولای شو، په کومو رشتو او څانګو کې به پانګې اچونې ددې باعث شي چې د بيکاري پرابلم حل او يا هم راکم شي يعنې د بيکاري کچه راټيټه شي. دا چې په افغانستان کې مختلف اقتصادي نظامونه د يواو بل ترڅنګ خپل فعاليتونه ترسره کوي او په مخ يې بيايی نودا بايد تثبيت شي چې د کومو سکتورونو لخوا ) دولتي، مختلط او خصوصي ( پانګه اچونه صورت نيسي او د پانګې اچونې څخه د دوی اساسي اهداف کوم دي؟ دا ټول هغه څه دي چې د ټولنيزو ــ اقتصادي چارو مسؤلين ورته بايد پاملرنه وکړي. همدا ډول دا بايد تثبيت شي چې پانګې اچونې په صادراتو او وارداتو څه مثبت تاثير غورځولی شي. مونږ پوهيږو چې علمي، تخنيکي او فرهنګي پرمختګ د اقتصادي انکشاف او ودې يو قانوني او عيني شرط بلل کيږي او په هره ټولنه کې د انسان نيکمرغي يوازې د مادي او معنوي متوازنې او هم اهنګې ودې او انکشاف په موجوديت کې لاس ته راتللای شي، نه د هغې خپل سرې ودې چې د اقتصاد او سياسي تمرکز او تراکم، بې عدالتي، اقتصادي دوراني بحرانونو، بيکاري، پيسې پالنې، جناياتو، اخلاقي کړکيچونو او داسې نورو پورې تړلي وي.

 

وړانديزونه:

  1. دا چې په افغانستان کې مختلف اقتصادي نظامونه لکه دولتي سکتور، مختلط سکتور او خصوصي سکتور ديو او بل ترځنګ فعاليت لري او له بلې خوا دافغانستان قانوني اقتصادي سيستم د ازادبازارسيستم منل شوی دی، نو دولتي ارګانونه دنده لري چې د دې مختلفو نظامونو فعاليتونه د يو او بل سره د ستونزو د حل په خاطر سره هم اهنګ او همغږي کړي ترڅو مشخص هدفونه ترلاسه او تحقق ومومي.

 

  1. مخکې له دې چې پانګه اچونه صورت ونيسي بايد دملي اقتصاد د رشتو او څانګو ضرورتونه تثبيت او د تثبيت شويو ستونزو د حل لپاره پانګه اچونه وشي او د پکار اچول شوې پانګې څخه په مؤثره توګه استفاده وشي او په دې برخه کې په دايمي توګه او په ايديال شکل کنترول صورت ونيسي.

 

  1. بل دا بايد تثبيت شي چې کوم اهداف د پانګې اچونې څخه ترلاسه کيدای شي او په راتلونکي کې د دې پانګې اچونې څخه د ټولنيز ــ اقتصادي پرمختګ لپاره په کومه اندازه امکانات په لاس راکولای شي چې په راتلونکو وختونو کې د استفادې وړ وګرځي.

 

  1. پانګه اچونه په کومه رشته او څانګه کې وشي ترڅو د دې باعث وګرځي چې د بيکاري کچه راټيټه شي او د خلکو عوايدو کې زياتوالی رامنځته او دا ددې لامل شي چې د ضرورتونو د رفع کولو لپاره زيات اجناس او توکي راونيولای شي.

 

  1. دابايد تثبيت شي چې پانګه اچونه د کومو منابعو څخه تمويل کيږي او شرايط يې څه ډول دي او دا شرايط زمونږ د هيواد اقتصادي او سياسي ازادي ته څه پايلې د ځان سره درلودلای شي او بل دا چې دا پانګه اچونه د کوم سکتور لخوا صورت نيسي او کومې موخې ورسره تعقيب کيږي. دا بايد معلومه وي.

 

  1. پانګه اچونه د کوم ډول پرمختګ زمينې برابروي يعنې د دې پانګې اچونې په نتيجه کې د ټولنې لپاره د متوازنې او يا غيرمتوازنې ودې او پرمختګ زمينې مساعديږي او دا بايد د پانګې اچونې ترمخه تثبيت شوي وي.

 

  1. د پانګې اچونې موخې څه دي او د کومې طبقې او کومو قشرونو ګټې منعکس کوي او د راتلونکو پرمختګونو لپاره څه اهميت درلودلای شي. دا خبره مخکې بايد معلومه او واضح وي.

 

  1. پانګې اچونې بايدد صادراتو او وارداتو په حجم باندې مثبت تاثير وغورځوي يعنې په خارجي اقتصادي اړيکو باندې او د هغوی په پراختيا او پرمختګ باندې د پام وړ تاثيرات ولري.

 

ماخذونه:

۱.  دليکوالانو کولکتيف، د ملي اقتصاد پلان جوړونه، برلين ۱۹۷۷ ، ص. ۲۷۲

 

۲.  پوهاند دوکتور شهيدي نذيراحمد، تيوري سرمايه ګذاري، ۱۳۸۱، ص. ۲۱۰

 

۳.   پوهاند دوکتور شهيدي نذيراحمد، د مخ پرودې هيوادونو اقتصادي ستونزې، ۲۰۰۵، ص.

۱۲۵    

 

۴.  دليکوالانو کولکتيف، د ملي اقتصاد پلان جوړونه، برلين ۱۹۷۷ ، ص. ۲۷۷

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

پوهنمل دوکتور ماسټرواحدي

دشيخ زايد پوهنتون

دژورنالېزم پوهنځی استاد

برښناليک:masterwahidi65@gmail.com

ګرځنده شميره:۰۷۰۰۰۷۴۰۲۶

 

افغان سيد جمال الدين په افغانستان او نړۍ کې ځلانده مطبوعاتي سټه

 

سريزه:

زموږ په ګران هيواد افغانستان کې مطبوعات او اخبار ليکنه د امير شير علي خان د دوهم امارت څخه چي د نوموړي امير اصلاحات د ختيځ ستر نابغه افغان سيد جمال الدين له افکارو ځخه الهام اخيستى وو ، د ورځپاڼي ليکنې تاريخ نږدې يوې نيمې پيړي ته رسيږي . د شمس النهار د اخبار په خپرولو سره پيل کيږي او به سراجيه دوره کې د سراج الاخبار افغانستان د يو ې ګڼې په چاپيدو سره دا لړي پسي راغځيږي ، خو د علامه محمود طرزي  په نوشت د سراج الاخبار افغانيه د خپروني په پيل سره اخبار ليکنه نوي ساه اخلي او نوي موضوع ګانې لوستونکو ته وړاندې کوي.

 

دا چي په دي دومره اوږد عمر کې افغانان ولي د دي جوګه نه شول چي د رسنيو په ډګر کې د پام وړ پرمختګ وکړي او يا هم په دي اړوند کوم ځانګړي ملي ستراتيژي جوړه کړي . دا سوال پيدا کيږي چي د څه کم يو نيم سل کلني مخيني سره بيا هم زمونږ ژورناليزم په نړي واله لا څه چي په سيمه ييزه کچه هم د پرتلني وړ نه دي ، مونږ نه په ملي کچه کوم ټاکلي دريځ لرو او نه تر اوسه داسي ورځپاڼه لرو چي هغه حد اقل يوه پيړي يا اتيا کاله مخينه ولري دلته  څوک پړ وګڼو، چارواکي ، ژورناليستان ، ټولنيزي ناخوالي، او که بد اقتصادي حالت؟

زما په اند افغانانو د تاريخ په اوږدو کې ښه پياوړي په وطن مين ليکوال ، ژورناليستان، پوهاند او اديپان درلودل او افغانستان د نړي په سطحه او  په خاص ډول په سيمه ييزه کچه د ګاونډيو هيوادو نو په پرتله لومړي اسلامي هيواد وو چي چاپي او غږيزي رسني يي درلودي، دا چي ولي يي رشد ونه کړ، ولي د نورو سره سيالي نه شوي؟ خپره روښانه ده، ټولنيزې ناخوالي او بد اقتصادي حالات، ځيني نور بيا د دي سره  نه د ي موافق او وايي  چي د کومو ژور ناليستانو په مخ کې چي زياتي ستونزي پرتي وي هغوي تر ټولو ډيرښه ځليدلي دي.

 

دا که افغان سيد جمال الدين د وخت د استعمار ګرو زبرځواک سره ډغري نه واي وهلي او خپل هيواد او نړي يي ورباندي سور اور نه واي کړي نو د برطانوي امپراطوري  يو لوړ پوړ ي چار واکي به خپلي ميرمني ته په يو ليک کې نه ليکل چي : په ختيځ کې يو تن پيدا شوي دي ، که څو مياشتي زمونږ په وړاند ي مبارزه وکړي  نو مونږ به له د ي لويي امپراطواري نه په د ي کوچني انګلينډ کې راټول کړي . دوي په خپل وخت کې د پام وړ  هڅي او هلي ځلي کړي او د خپل ملي هويت او ځمکني بشپړتيا او ملي ارزښتونو د ساتني او  پالني لپاره يي په لږو امکاناتو  ډيره دوړتيا ښودلي ده.

 

افغان سيد جمال الدين په افغانستان او نړي کې ځلانده مطبوعاتي سټه :

افغان سيد جمال الدين د ١٨پيړي د شرق فيلسوف، علم، مبارز او روښان فکر د لومړ ي ځل د پاره،د کابل په ښار کې د کابل په نوم خپرونه خپره کړه. چي نوموړه خپرونه قلمي وه . ده د افغانستان د اسلاحي برنامو په بنياد چي په نظر کې درلودلي، غوښتل چي نوموړ ي خپرونه چاپ کړي چي وروسته يي د چاپ وخت ورته ونه موند.

په د ي هکله ليکني لري او ليکي چي: ځيني په د ي عقده د ي چي د امير شير علي خان په وخت کې د کابل په نوم خپرونه  د افغان سيد جمال الدين تر مد يريت لاند ي خپريده. [3]

 

دوکتور محمد حليم تنوير د اواز محلي په لومړي ګڼه کې د افغان سيد جمال الدين (بنيان ګذار روزنامه نګاري  نوين در افغانستان و جهان ) په سنه ١٣٨٧ کې په ١٨ صفحه کې د مايل هروي له قوله ليکي: مايل هروي په خپله مشهوره رساله(روزنامه ها، مجالات وجرايد) کې د دولتي مطبعي د ١٣٤١ کال په چاپ کې د کابل د جريد ي په هکله ذکر کړي دي او همدارنګه  بل ځاي د عبدالروف بينوا له قوله ليکي: عپد الروف  بينوا د کابل په مجله کې ليکي: دامير شيرعلې  خآن د سلطنت په وروستيو کې په ١٨٦٨ م کآل کې د کآبل په نوم اخبآر خپريده.. [2]

 

د اسلام پيژند نی د محقيقنو له جملی څخه يو اسلاميک کلچر (Islamic culture) (ال بکدانوف) (Albackdanov) په نوم محقق ليکی : دلته د کابل د اخبار په هکله چی د امير شير علی خان په وخت کې خپريده کومه یادونه نه ده شوی. [3]

 

دکابل دخپرونې کومه نښه نښانه نه ده پاتې شوې ولې دنوموړې خپرونې په خپريدولوسره کولی شودورځپاڼو پيل په افغانستان کې دسيد جمال الدين افغان په نوښت ومنو. [3]

 

دافغانستان دمطبوعاتو په تاريخ کې د( دشمس النهار )لومړنۍ جريده په خپل ځای کې پاتې ده چې امير شير علي خان ته دافغان سيد جمال الدين له خوا دهغې طرحه وړاندې شوې وه. اوهغه امير شير علي خان ته دلس فقره ييز طرحې له وړانديز نه وروسته افغانستان ترک کړ اوپه حقيقت کې تبعيد شو. نوموړې خپرونې په ۱۲۵۱ هجري شمسي کال کې چې ۱۸۷۲ زيږديز کال سره سمون خوري دمولوي عبدالرءووف تر مسؤليت لاندې چې نوموړی هم دسيدجمال الدين افغان دشاګردانوڅخه و، په خپرونوپيل وکړ.

دسيدجمال الدين افغان دشاګردانو اوپيروانو له جملې څخه په افغانستان کې کولی شو چې دمرحوم غلام  محمود طرزي ، دسراج الاخبار دورځپاڼې مسؤل مدير ، ملا عبدالله اوملامحمود چې دهرات په ښار کې دفکر اواهل قلم خاوند و چې دسيدجمال الدين افغان داستوګنې په وخت کې يې دهغه دخبروڅخه پوره ګټه پورته کړې وه، نوم واخلو.[3]

 

دکندهار په ښار کې دپښتو اودري ژبې ستر مبارزين اوليکوالان هر يو الکه:برهان الدين بلخي، قاضي سعدالدين، ملاعبدالحق او قاضي غلام چې دسيدجمال الدين همفکران وو، ذکر شوي دي.

ملامشک عالم اوملانصرالله دسيدجمال الدين دمفکورو دزده کړو په بنياد وکړای شول دخپلې لارې مبارزين ديو يرغلګر انګليس په وړاندې په افغانستان کې يوموټی کړي اودپښتنو اوهزاره ګانو تر منځ مخالفتونو له منځه يوسي،هغوی دانګليس اوافغان په دويمه جګړه کې ډيرې زياتې کارنامې په يادګار پريښي دي.

سيدجمال الدين په هند کې دملا عادي سبزواري اشعار کتابت کړل اوپه مستعار نوم به يې مقاله هم ليکله اوهغه به يې خپروله.

هندته دافغان سيدجمال الدين سفرونه اولاسته راوړنې :

لومړی ځل ۱۲۷۳ ه ق هغه مهال چې سيدجمال الدين افغان دخپلې پياوړې حافظې، فوق العاده ذکاوت اوځيرکۍ په وجه اسلامي علومو يومتبحر عالم وګرځيده، نو۱۸ کلن وو، چې هند ته يې لومړی سفر وکړ.

په هند کې يې له هندي پوهانو اوعالمانو څخه په نوي ميتود درياْضي دعلم په اړوند زده کړه وکړه اوددې ترڅنګ يې دمسافرت په دې موده کې دشرقيانو داخلاقو او عادتونوپه اړه ښه معلومات ترلاسه کړل، هغه په راتلونکوفعاليتونوکې ترې پوره ګټه واخيستله.

دوهم کرت په ۱۲۸۵ دشبعان المعظم په وروستيوکې سيدسفردرلود ،چې سيد جمال الدين په دې سفرکې دهند دبرتانوي حکومت دبنديزونودلګولوپه وجه ديادونې وړلاسته راوړنې نه درلودې.

درېيم کرت په ۱۲۹۷ه ق بيالاړ ، وايي چې افغان سيد جمال الدين داځل په هند کې درې کاله پاتې شو اودهند دحيدرآباد په ښار کې يې استوګنه درلوده اوخپل یواثر يې د (الردعلی الدهرين دنچريه رد ) په نوم وليکه. ددې اثر دليکلو موخه داوه، چې انګريزانونيت درلود اوغوښتل يې په عاملانه توګه دهند له مسلمانانوڅخه هندي، قومي اوملي خصوصيتونو نه ليرې کړي اوداسلامي ثقافت اومدنيت څخه يې واړوي ، نويې په هندکې دمسيحي دين تبليغ کاوه.

دحيدراباد ( معلم شفيق ) په جريده کې ۱۸۸۱-۱۸۸۰ زيږديزکال پورې يې په لس ګونوګڼوکې يوشمېر علمي مقالې، ددې سرليکونولاندې ورځپاڼې اودروزنامې ګټې، تدريس اومعارف، دبشر دميکمرغۍاودسعادت اصلي لاملونه، دملي وحدت، دژبې ديوالي په باب حقيقت په برم اوپرتم سره داګهوري دشرحې فلسفې ګڼې چاپ کړي.[5]

 

په کلکته کې يې يوازې يو څوبيانيې ايرادکړې اودلته دسياست سره هيڅ برخورد، ونه کړ.

افغن سيدجمال الدين په مصر کې په ۱۲۴۹ ش چې د۱۸۷۰ زيږديز کال سره سمون خوري ديوې نيمې مياشتې څخه زيات وخت داستوګنې دپاره ترلاسه نه کړ، دقاهرې دځوانانواودفکرخاوندانو سره يې په خبرو اترو پيل وکړ، ويې کړی شول، چې هغوی دانګليس په مقابل کې دمبارزې لارې ته سوق کړي.همدارنګه هغه دمطبوعاتوله لارې دخلکو سره دمفاهمې دوسايلو دنقش په واسطه په تماس کې شي اومسايل تفسير کړي. لکه څنګه چې په خپله هم د مطبوعاتودنقش په هکله دعروة الوثقی په جريده کې ليکي : دامتونو اوملتونو بيماري دورځپاڼوپه خپرولو سره تداوي شويدي اوهغوی نهضت اوبيدارۍ ته راکاږي. اماوروسته پاتې ملت ته دجهل مداوا، دغفلت او وسعت اودعمق په دليل نوموړی کار په يوازيتوب سره بسنه نه کوي.[4]

 

افغان سيد جمال الدين له يوې نيمې مياشتې تيريدو څخه وروسته له مصر څخه تبعيد شوولې دخپلې مفکورې بنسټ يې په ځای پريښود، اوهغه دترکيې استانبول ته ولاړ اودهغې ملک له علمي شخصيتونو سره يې اشنايی پيدا کړه اړدتدريس حق يې دترکيې په دارالفنون کې تر لاسه کړ. نوموړې دهغه ځای ددرس سنتي طريقو ته دعصر اوزمان په مطابق تغيير ورکړ. دسيدجمال الدين په ناستوکې په زرګونوخلکو بر خه اخيسته اودهغه خبروته به مجذوب کېدل.

افغان سيد جمال الدين چې په ترکي ژبه يې کامل تسلط درلود، وکولای شول چې دعثماني امپراطورۍ دولتي ( رجال ) هم تر خپل فکر اوتفکر لاندې راولي.

 

مصرته دافغان سيدجمال الدين مسافرتونه :

لومړی سفر يې د۱۲۸۶ يا۱۲۸۷ په ربيع الاول اوربيع الاخر کې ترسره کړی و.     

  افغان سيدجمال الدين په دې کرت په مصرکې يوازې (۴۰) ورځې پاتې شو،سيددخپلې استوګنې پدې موده کې په قاهره کې دسوريې دعالمانوپه غوښتنه چې افغان سيدته يې زياته اردت مندي درلوده په خپل کورکې دنهوې اوشرح الکتاب اظاهرتدريس پيل کړافغان سيدجمال الدين دلومړي ځل لپاره دشيخ محمدعبده سره وکتل اواړيکې يې ورسره ټينګې شوې .

دوهم سفريې مصرته په (۱۲۸۷) کال ترسره کړی ؤدمصرحکمومت چې دامهال يوصداعظم رياض پاچاچې په ناظرالنهارډيرشهرت درلوددافغان سيدجمال الدين هرکلی يې وکړسيدخپله استوګنځی په خان خيلي ياحارتة اليهودديهودانواستوګنځي ته نږدې چې غريبانه ؤ،انتخاب کړ،اولس مصري پونډه معاش يې ورته وټاکه .[3]

افغان سيدجمال الدين دمعمول له مخې دشپې لخوابه دامساءپه تکيه (ازبکيه ) محلې ته نږدې په القبه الخضراميدان چې ديوې قهوه خانې دوکانته ورتلو،دادوکان دقهوه البسوته يادوله البست کافه اويادابوستي په نامه ياديده هلته به شاګردان اوملګري يعنې لغتونوعالمان شاعران ،طبيبان ،مهندسان ،موريخان ،ليکوالان ،،... اودمصروتلي ورښانفکران دنيم دايراې په شکل راتاووهغوته به يې دلغتونو،شعر،منطق ،طب ،کيميا،تاريخ ،جغرافي،هندسې اودطبعې علومودزده کړې تدريس کاوه ،دوي به دخپلوپښتونوپه لړکې له سيدڅخه دقناعت وړځوابونه اوريدل په عربي ژبه يې دهغه پيچلي موضوع ګانې حل کولې .په قهوه خانه کې لګښت دسيدلخواؤ.

 

سيدچې په (۱۸۷۰) زيږديزکال کې دزياتره جريدودخپرولواجازه اخيستې وه لومړی جريده ابونظاره زقيده چې دده ديهودي شاګردانويعقوب سانولخواتاسيس شوه اوهمداډول دمصرپه نامه جريده داديب اسحق په مديريت ،بيايې دده مرسته اودسليم نقاش په ملګرتيادالتجاره جريده چې په اسګندريه کې خپريده په اسکندريه کې خپره کړه سيدبه خپلې ليکنې به خپل نوم اوکله به يې دمظهربن وضاح په مستعارنوم ليکلې په دې مقالوکې به يې دانګريزانوهيله ،ټګئ برګۍ تحليلولې اوددوله هغوپلموبه يې پردې پورته کولې چې په کمزوروهيوادونوکې به يې خپلې لاس پوڅوحاکمانوپواسطه تفرقې اچولې .

افغان سيدجمال الدين په مصرکې يوه ټولنه وطن مجلس ياعروة الوثقې په نامه تاسيس کړه چې زيات شميرمريدان شاګردان اويښ زلميان پوهان پکې راټول ؤ.[5]

 

دامهال په مصرکې دافغان سيداستوګنه دنوروهيوادونوپرتله خوراګټوره وه افغان سيدجمال الدين دمصرسره ډيره مينه درلودله اودخپل دوهم هيوادغوندې يې ګاڼه په مصرکې خلک پوهيدل کله چط ددارلخلافه داستانه يعنې استامبول به په عالمانوتنګ شواومصرغيږه ورته درياض پاچاچې يومصري سياست مدارواودافغان سيدسره يې چې لومړی کرت په ترکيه کې پيژنده شوې وه افغان سيدبه ځوانان دقلم له لارې مبارزې او جريده نګارۍ ته هڅول چې ټوته خپلې اغيزې لاندې راولي سيدجما ل الدين دشيخ محمدعبده دده وفادارشاګرداودشيخ حسين طويل لخوادرسونوپه تيارولوکې دمصرالظهره پوهنتون کې تدريس کاوه ،ددرسونوغايی اوموخې دوطن سره دمينې اوله استعماره دکرکې له احساس څخه عبارت وي لکه چې دمخه هم وويل سيدپه مصرکې ديوه پټ ملي ګوند( جمعيت الماسونی عربي ) تهداب کيښودد(حب الوطن ) په نوم يې يوه ټولنه جوړه کړه البته دغه المانسوني محفل دهغه ماسوني پټ محفل سره هيڅ تړاونه درولودچې له ډيرپخواڅخه تاسيس شوی اوځانته يې ځانګري مورامونه اودخپل شيوې درولودلې .

دمحفل دری تنه غړي درلودل چې دمصرلوړپوړي شخصيتونه لکه توفيق پاچاچې وروسته دمصرسلطان شوخوددې محفل لپاره يې هغه سې کړن لاره اومقررات جوړل کړل چې دنوروماسونونوکې يې ساری نه درلوده ،دمثال په توګه دهرې وزارت خانې لپاره يې يوڅانګه درلودله اوله دې لارې يې دمظلوموخلکوستونزې دحکومت سره هوارولې .

 

سيددلويځ پرماسيون ټولنې دانقلابي افکاروهڅوونکی چې کښلاکګروسره همنوانه دي په (۱۸۷۸) زيږديزدسکاټلندي آزادبنيان په جرګه فري ميسن کې شامل شوخوخوښ يې نشودهغه فرانسوي څانګه يې  دفرانسوي ګران اوريان کې تاسيس وکړه چې (۳۰۰) تنه ملت غوښتونکی دآتشين عناصريې درلودل .افغان سيدجمال الدين په مصرکې دخپل تدريس اوټولنيزتحريک پروګرام په لاندې دوه ډوله ترتيب کړو.

 

۱ـــ په کورکې به يې په منظم ډول علمي درسونه فاضلوپوهواومشفقوشاګردانوته دايرول .

۲ـــ ځوانانويې په ولسي رنګ آزادانه درسوونه اوبيداري ورکوله ،دعامومفکروسره دهغوذهنيت اوعلميت سره سم په بحثونوکې چې دهغوي احساسات راپارول .[5]

 

افغان سيدجمال الدين دپورته نيوذکرشومجلواوجريدوپه خپرولوسربيره دخپلې استوکنې دآتوکلنوپه موده کې دخپلوتلقيناتومجلسونواواغيزمنوخطابواومقالوپواسطه داجتماعي اصلاحاتودراوستلوپه خاطرديادونې ړوخدمتونه ودرکړل .په مصرکې دګوندونوسره داړيکودرلواوبيادنوي ګونددجوړولوپه واسطه يې هم هلته دانقلاب تخمونه وکړل چې خلکودزورځواکانواوښکيلاکګروڅخه خپل اساسي حقونه واخيستلای شول .

 

سيدجمال الدين په مصرکې دژورناليزم مکتب ته چې دخپل لومړني سفرپه مهال يې په (۱۸۷۰)م کې تاسيس جمال الدين دسکندريې دروښان فکرانوپه غوښتنه يوبيانيه په دې شرط ورکړه چې (دلانديني تالار) دورتګ ټکټونه به اخلي اوپيسې به يې فقيرانوته ورکوي ،په دې بيانيه کې سيددتعصب يعنې له دين څخه ناوړه ګټه اخيستنه اوداستبدادداسارت لاندې دملتونوراوستل چې دهغوي دبدمرغۍ لاملونه دي ،په باب خبرې وکړي همداشان يې دپارلمان حکومت غوښتنه هم وکړه .

امادترکيبي دترکيې ديوتعدادسنتي روحانيونوحسادت دسيدجمال الدين په وړاندې په موجوديت کې دی چې دهغوي منافع په خاطرکې اچولي ؤ،ددې باعث شوچې دافغان سيدجمال الدين په ضدتبليغات واچول اوتجديدګيرايي دهغه دارتدادپه شکل تبليغ کړه ،چې عبدالحميدپاچاهغه له ترکيې څخه جبراً وباسي .

دافغان سيدجمال الدين دويم سفرقاهيرې ته اسلامي نړۍ اومطبوعاتوته مثبت اثرات پرځای پرې ښودل داځکه چې سربيره پردې چې هغه دتدريس حق دالازهرپه پوهنتون کې ترلاسه کړ.بهرين تدريسي فعاليتونه دخپلومقالوليکنې دقاهرې دفقيرانواوخوارانوکلي ( محقرې ) کې يې پيل کړل .هغه د(تلويع الاصول ) په تدريس دمصردځوانانولپاره هم پيل کړ.

 

دافغا ن سيدجمال الدين دفقيرانوکوريعنې دغريبانوکوردمصرداديبانو،ځوانانواوروښنفکرانودتمبه ځای ګرځيدلی ؤ،اوهره ورځ په سلګونوکسانودنوموړي له خبرو،ويناؤاوفکرڅخه ګټه پورته کوله .

افغان سيدجمال الدين چې دخپل هيوادبرخليک سره يې مينه درلوده ،لومړنی خپل کتاب يې ( دتاريخ الافغان ) په نوم په عربي ژبه وليکه ،چې دنوموړي دافغانستان په قضاياوکې اجتماعي فکردتاريخي جرياناتوممثل دی.

 

   افغان سيدجمال الدين په قاهره کې دمهمومسايلوپه توضيح لکه مذهبي ،دعربوآزادي ،برنامې دمتجاوزانګليس تريوغ لاندي   اودمصردسياسي استقلال اوآزادي داستعماري يعنې چل څخه اودمسلمان ملت ،وحدت په ګرده نړۍ کې اوداسلام مترقي اصول د( اصوتدريس په شکل به يې دعربومتفکرواومنورې طبقې ته تدريسول .

 

دافغان سيدجما الدين دمبارزې الګويعنې سمبواودقران دمکتب ډيروتلی ښوونکی وو.هغه قران ته دراګرځيدلوبنسټ کيښوداوتل به يې تاکيدکاوه مسلمان دديني مدني نړۍ په ايجادولوکې خپل ځانته راوګرځي اوسره يوموټی شي . هغه دمسلمانانوپه لاسوداستبدادي جبارحاکم قوتونوټکول اوغربي استعماريې ګاڼه ،چې ا صولوپه اتکادملتونودجهادپه الهام منبع ده توصيه کوله .افغان سيدجماالدين مجرد،عفت النفس ،ياخشوع اولمونځ ګذاره و.ډيرکم ويده کيده دورځې ديوځل څخه زياته غذايې نه خوړله .دسريع حافظې لرونکی ؤاوپه استدلال سر ه به يې خبرې کولې .

 

احمدرامين دسيدجمال الدين افغان دشاګردانوله جملې څخه په مصرکې ليکي :دشوراوزوږنه ډک انقلابي ،هيجاني دمحرومينودحقوقوپه غوښتنه کې هرځای ته به چې تلوشغله به يې کوله ،افکاربه يې منځته راوړل اوخلکوته به يې غوښتنې وړاندې کولې چې دحکومتونوداضطراب اواشفتګۍ باعث کرځيده ،ځکه چې دخلکوغوښتنې به ددولت دمنافعوسره په ټکرکې راتللې .[3]

احمدرامين مصري چې دسيدجمال الدين دشاګردانوله جملې څخه وه ليکي :هغه شغله چې سل کاله مخکې سيدجمال الدين په مصرکې لګولې وه لاترواوسه پورې مړه نه ده .اوتراوسه دنومړي يادته وفاداره ده هغه دخپل ژوندله ثمره ډک دوران اوخپل ملي شعوراودخپلومبارزوله عظمت نه ډک وخت يط زموږدپاره پای ته ورسوه اوزموږمتفکرين يې درهبري کړه اومسلمانانودبيارغونې قوي محرک اوروحي پلارګڼل کيږي.

 

دوکتورمحمدحليم تنويرديوبل ليکوال له قوله ليکي . (۱۲۸۸) چې (۱۸۷۱ ) زيږديزکالونوپه اوږدوکې دافغان سيدجمال الدين فکري نفوذدمصراوعربوپه ځوان نسل کې هغې درجې ته روسيدچې هغه دوامدارفکر،سياسي اواجتماعي استفادې ته زيات وهڅوي .دورس اوعثماني ترکيې دامپراتوري په جګړه کې ،دافغان اوانګليس په جنګ کې هغه دخلکوفکري مرجع شو.

افغانستان دتاريخ په استفادې سره هغه په عربي ژبه دتاريخ الافغان دمقالوپه صوت وليکه اوبياوروسته يې ديوې مجموعي په بڼه خپورکړ.دنوموړي نظردافغانستان په وړاندې په دې ډول ؤچې دانګليس دسياست مدارانوپاملرنه ځانته راواړله .

 

اماسيدجمال الدين سره له دې چې نومړي په کابل ،بمبي اواستامبول کې ځينې لطمې ياداغونه خوړلي ؤ،دمصري حقوقولوستونکوحلقي يې رامنځته کړې ترڅوپه مصرکې خپل اصحاب په ټولوکارونوکې واردکړي اوپه ظاهرکې دې په خپله له صحنې څخه بهروي ،ولي په باطن کې دکارونوتنظيم په خپل لاس کې ولري .

افغان سيدجمال الدين په مصرکې دفلسفې اوعلوموپه تدريس باندې پيل وکړاودنوموړي شاګردان دعلومواوفلسفي په علوموکې په نړۍ کې ځلانده ستوري شول اودفرهنګ اواجتماغي تحولاتودبنسټ ډبره يې کيښوده ،سره له دې چې لاس پوڅي رژيم دافغان سيدجمال الدين شاګردان په مصرکې ،هند،ترکيه،لبنان ،سوريه ،ايران اوافغانستان کې شکنجه ،بنديان اوتبعيدکړل .ولې دنوموړي مکتب طالبان لکه دلمرپه شان دباطل په وړاندې سرښندنې وکړې اوتراوسه پورې په نړۍ کې دخلکودانقلاب نمونه ده .

 

دافغان سيدجمال الدين وتلي شاګردانوله جملې څخه کولای شوچې دسيدشيخ محمدعبده ،ابراهيم لقايي ،اديب اسحق ،فتحي زغلول ،ابراهيم هلياوي ،محمودساعي اليدوی ،سليم غنوری ،ابراهيم الموليجي ،صنوع (ابونظاره ) محمدمويلحراود،دځينومصري ،سوري ،اولبناني ليکوالانونومونه واخلوچې دهغه دتابعيت په حلقه کې راټول شوی و .دهغوکسانوله جملې څخه يويې ترهغه وخت پورې چې يې دمصردحکومت واګې په لا س کې واخيستل ،اففان سيدجمال الدين دفکري حلقې جزءو.توفيق پاچاداسماعيل پاچازوی دمصرپاچاوپه مصرکې دسيدجمال الدين افغان مطبوعاتي فعاليتونه داووچې الاهرام ورځپاڼې ته چې نوې تاسيس شوې وه ،مقاله ليکه ،ولې نوموړوکوښښونودسيدجمال الدين دتفکردتږودپاره بسنه کوله ،اودمصر،التجاره ،اوالشرق په نوم ورځپاڼې يې تاسيس کړې چې دنوموړوورځپاڼوپه خپرولوسره دافغان سيدجمال الدين افکارخلکوته ورسوي .صنوع ( ابونظاره ) دسيدجمال الدين افغان له مريدانوڅخه وده د(ابونظاره ) په نوم ورځپاڼه اوسليم غنحوري د(کوکب الشرق) په نوم ورځپاڼه هم تاسيس اوخپره کړه . نوموړي دوه ليکوالان دخپلوورځپاڼوسره دسيدجمال الدين افغان دافکاروناشران په عربي  نړۍ کې و.کله چې توفق داسماعيل پرځای دمصربادشاه شو،دهغه موقف دسيدپه وړاندې تغييرومونداوددې پرځای چې له سيدسره مرسته وکړي ،په دې ويره کئ شو چې نه ويل کيږي سيددهغه دناروالوباعث وګرځي نودهغه دتوقيف کولواوبياوروسته يې دتبعيدکولوحکم صادرکړدهندحکومت سيدجمال الدين دکلکتې ښارته وروغوښت اوپه (۱۲۶۲)ش اوپه (۱۸۸۳) زيږديزکال په وروستيوکې لندنه ته تبعيدشو.[3]

 

پوهاندرازقي نړيوال  دسيدجمال الدين افغان لندته دسفرونوپه هکله په خپله يوه مقاله کې چې په جرګه مجله کې خپره شوې ده ليکی:

افغان سيدجمال الدين دولفردبنت انګليس ليکوال اوسياسي شخصيت دبلنې له مخې لومړي کرت د(۱۳۰۱ ) شمسي ياد(۱۸۸۲) زيږديزکال دجولای دمياشتې په (۲۱) نيټه لندن ته ورغی اوپه (۲۳) نيته يې دنوموړي په کورکې دبارندولف چرچيل سره ملاقات وکړچې دخبروموخه يې دافغانستان ،ايران ،ترکيي ،مصراونوروعربي هيوادونودچرچيل په مرسته يووالی وو.

دهمدې مقالې په بل ځای کې پوهاندرازقي نړيوال دوکتورسعيدافغان له قوله دسيدجمال الدين افغاني دفعاليتونوپه هکله ليکلی دی : افغان سيدجمال الدين ديوشميرلوړوارمانونوسره لندن ته ورسيداوهغه داچې وکړای شي دانګليسانواستعماري فکاروته بدلون ورکړي.

دلته يې د( ضياءالحافقين ) جريده خپره کړه چې په عربي اوانګليسي يې خپرونې کولې لومړني ګڼه يې (۱۸۹۲) زيږديزکال دفبروي مياشت کې يوه انګليسي شرکت له خواچې دلويديزاوختيزيوالی اوپيژندنې پلوي وو،خپره شوه پدې اخبارکې دسيدمقالې ايران دمظالمودرسوايي په اړه زياتې اغيزمنې سره خپرې شوې.

 

همداشان يې په انګليستان اوپه عربي هيوادونوکې دلويديزدسياستمدارانو،علماوواوفيلسوفانوسره تماس نيولی اوهغوی يې په دې وپوهول چې دوی بايدپه سولی اوآرام کې ژونداودانساني تعاون اوتسانددپاره خدمت وکړي.[5]

 

افغان سيدجمال الدين چې کوم انقلابي تفکردرلو،لنده يې نړۍ داستعماري تصميم نيونې مرکزګاڼه ،هيله يې لرله چې داستعماري په زړه کې خپله مبارزه پيل کړه ،انګليسي ځواب کې يې وويل :ستاسې دغه وړانديزپه سياسي مسايلوکې ستاسې پدې خبرې باندې دلالت کوي.آياسوډان ستاسې سوله خوښوونکی ياست ،نودابه ښه وي چې تاسې انګليسان ددې په لټه کې شول چې سيد جما ل الدين يوليرې پرتواسلامي هيواونوته تبعيدکړي.فرانسويان چې په هغې وخت کې دځمکودعصب کولوپه سردانګليسانوډيرسرخت سيالان وو،دافغان سيدجمال الدين شخصيت ته يې پام واوښت اوهغه يې پام واوښت اوهغه يې دانګليس ضدشخص وګاڼه اوهغه ته يې په پاريس کې داقامت اوسياسي فعاليت حق ورکړ.

  سيدجمال الدين افغان داستعماري سياست په ځانګړی ډول دانګليس اوروس داستعماري پرضدمقالې وليکلې،په ورځپاڼوکې خپرې شوې اودعلم اوپوهې دخاوندانودپاملرنې وړوګرځيدي دافغان سيدجمال الدين په نوموړومقالوکې دمصراوترکيې دحاکم حکومت موجوديت ترسختونيوکولاندې ونيواودفرانسې موقعيت يې متعادل وساته .چې وکولای شي په خپل سياسي اوفرهنګي فعاليتونوکې دکارمنصه ولري اوفرانسويانوتصورکاوه چې افغان سيدجماالدين فعاليتونه په آزاده پريښودل به انګليسانوته په کلکه ضربه وارده کړي په داسې حال کې چې افغان سيدجمال  الدين دهرډول استعماراواستبدادپه خلاف مبارزه کوله اوپه ګرده نړۍ کې ،داسلامي تمدن اوفرهنګ دبيااحياءپه فکرکې و.

 

کله چې افغان سيدجمال الدين په فرنسه کې ستوګن و،دهغه دلارې مل محمدعبده هم فرانسې ته راغی اوپه (۱۳۰۱) هجري قمري يا(۱۲۶۳) زيږديزکال سمون خوري د(عروة الوثقې ) جريدې لمړنۍ ګڼه يې په عربي اوفرانسوي ژبوباندې په پاريس کې خپره کړه دزياتروهيوادوالودپاملرنې وړوګرځيده .[3]

 

دعروة الوثقې سياسي هميت دومره زيات وچې لاس په لاس ګرځيده اودهغې له مخې به نونقلونه له سره ليکل کيده نوموړي په استعماري هيوادونوکې دخلکوپاملرنه ځانته راواړله چې دې کارپه ځانګړي توګه انګليسانوويره رامنځته کړه .بريتانياهڅه وکړه چې دعروه الوثقې ددخول څخه په خپلواستعماري هيوادونولکه مصر،ترکيه اوهندکې نخنيوی وکړي .په مصرکې داسې قانون تصويب شوچې دهغې خبرپه (عروة الوثقې ) کې خپورشو.

 

په قاهره کې دمصردنظارغونډه جوړه شوه اود(عروة الثقې ) دورځپاڼې دخنيوي هڅې يې پيل کړې اودستورورکړل شوچې دنومړې ورځپاڼې زيات مراقبت اوبلاخره مخنيوی وشي.

موږته خبرراورسيدچې نوموی خبرله خپريدووروسته هرچاکه دعروة الوثقې ورڅپاڼه درلوده اوياورسره وليدل شوه له پنځلس څخه ترپنځويشت ليره نقديه جريمه به ورکوی .

دعروة الوثقې ورڅپاڼې داتلسمې ګڼې له خپريدوڅخه وروسته اودريدله ،دتلې په (۲۴) (۱۲۶۳)شمسي وروسته دعروة الوثقې ورځپاڼه دافغان سيدجمال الدين دباهمته شاګردانوله خواپه لبنان  اومصرکې په کتابې بڼه چاپه شوه چې دوروستيويوسلوپنځوس کلنونودتحولاتوله سرچينوڅخه ګڼل کيږي.

 

افغان سيدجمال الدين څوکرته فرانسې (پاريس ) ته سفرونه کړي دی لومړی کرت يې (۱۳۰۱) هجري شمسي هغه مهال چې افغغن سيدله لندن څخه راوران شو،د( ابونظاره) اود( البصير) په جريده دايراني جريدې په نامه ايران ته دسيدمسافرت يادکړی دی .

په پاريس کې دسيدفعاليتونه زياتره ژورنالستيکي بڼه درلوده په (۱۸۸۳ـــ ۱۸۸۴) زيږديزکال کې يې زيات نړيوال شهرت پيداکړ.دلته يې عروة الوثقې دجريدې له لارې چې په يوقول په (۱۸۹۲) په لندن کې خپره شوه ،اوپه (۱۸۸۳) زيږديزکا ل کې تاسيس شوې وه دده ګټورې مقالې خپرولې لکه ارنست (رنان ) ديوې مقالې په ځواب کې ارنست رنان ادعاءکړې ده چې عربي نژاددطبيعت اومزاج له مخې دساينس اوفلسفې دوښمنان اودادواړه پديدې له غيروعربي هيوادونوڅخه واردې شوې دي .اواسلام په اصل کې له فلسفې اوساينس سره مخامخ دي .

 

افغان سيدجمال الدين په پاريس کې ددری کلن استوګنځي په وخت دعلم اوادب دپوهانولکه :ارنست رنان ،اودوکتورهوګوسره اوسياسي شخصيتونولکه : ژرژکليمانسو( درژوتيس ) دمجلې مديرهانري دوروشفورد( اترانستژان دجريدې مدير ) سره پيژندنه وشوه اوددوي په مرسته يې دخپل علمي ،فلسفي افکارواوسياسي نظريوپه خپرولوپيل وکړ.

 

افغان سيدجمال الدين په پاريس کې دزياتوخپرونوسره مرکې وکړې دده دشخصيت دنامتوکيدوپه وجه دختيځوچارومتخصيصنواودارپاريي هيوادونودبهرنيوچارواستازودنوموړي شخصيت لوړمقام ته قايل شول ،لکه دمخه وويل شوافغان سيددعروة الوثقې له لارې دارپايانوپه تيره بيادانګريزانودسياست په مقابل کې دهغوي دکيښلاکګري څخه دشرق اواسلامي علم دخلاصون لپاره ليکنې کولې .

 

همدارنګه افغان سيدجمال الدين دعروة الوثقې پټ ګوندتاسيس کړچې دمصرسوريې اوافريقامسلمانان يې غړي و.خوبياهم کومه نقشه چې سيدداستعمارپرضدسنجولې وه له ناکامۍ سره مخ شوه يولامل يې داووچې دامهال په خپله فرانسه هم يواستعمارهيوادو.[5]

 

روسي ته دافغان سيدجما ل الدين مسافرت (۱۸۸۶ــــ ۱۸۸۸) زيږديزکال داپريل دمياشتې وروستۍ (۱۳۰۴ــ ۱۳۰۶) ه ش پورې .

افغان سيدجمال الدين چې دکاتوکف لخواروسې ته بلل شوی ؤ،هلته يې دده لخودودهرکلی وشو.

 

له دې سفرڅخه دسيدموخه د( مسکوګزت ) ورځپاڼې په قول دهغوي شپيته (۶۰) مليونه مسلمانانوسره دسيدليدنه وه چې دانګليس له ښکيلاک دخلاصوپه خاطردروسې پورې زړه تړلی ؤ.ياداچې دروسې په مرسته يې په ختيځ کې دانګليسې استعمار پلانونه له منځه وړل و،چې اسلامي سيموله يوالي سره مرسته وکړه اوپه روسيه کې دژوندانه ښه والی ته پاملرنه وشوه .

افغان سيددلاپ سنګه سره چې دانګريزانوپرضدواوځان يې درنجيت سنګه ددولت وارث باله هم ليدنه وکړه .

 

په روسيه کې دافغان سيدجمال الدين لاندينۍ لاسته راوړنې درلودلې:

۱ــــ سيدجمال الدين په روسيه کې اسلامي انجمن ناسيس کړ.چې په عربي اوفارسي ژبه هم يوه جريده خپره کړې .

۲ـــ د تزارپه موافقه يې قران کريم اويوشميرمذهبي کتابونه په عربي ژبه چاپ کړل .

۳ـــ تزارته يوپلان چې دانګريزانوپرضداودروسې اوافغانانوديوالي  په بنسټ ولاړووړاندې کړ.

۴ـــ په روسي نشراتوکې دانګليس دزورواکۍ په ضدمقابلې خپرې کړې .

۵ ـــ په روسيه کې دهنددازدۍ ټولنه جوړه کړه .خوکله چې دروسې ددولت کاتکوف مړشواوانګريزان هم دسيدجمال الدين په ضدلاس ترزنې ناست نه و.دنويي دپلانونوطبيقول هلته نيمګړي پاتې شول . [5]

۶ـــ افغان سيدپ (۱۳۰۶) ه ش له روسې څخه دپولنډله لارې آلمان ته لاړاودوه کاله هلته پاتې شو،څرنګه چې نوړی ددې مسافرت په هکله لازم معلومات ترلاسه نشول نولاسته راوړنې يې مجهولې پاتې شوې خويوازې يې دناصرالدين شاسره ليدنه کړه اوهغه ورته ايران ته دورتګ بلنه ورکړه .

 

دوکتورمحمدحليم تنويرديوعرب محقق ته اقتباس کوي اوليکي :دايرن پاچاافغان سيدجمال الدين ته بلنه ورکړه ترڅودايران دټولنې اوادارې په تنظيم کې رول ولوبوي .سيدجمال الدين دايران له پاچاڅخه وغوښته ترڅوفاسدافراددميرضاعلي اصغري په شمول چې دده صدراعظم وله دندې لرې کړترڅودايرن په ټولنه کې داصلاحاتولارتحقيق ومومي ،امانومړی وړانديزدصداعظم دطرفدارانواوانګليس دکينې اوحسادت باعث شو.

 

په تهران کې دسردورموندولف (Sir Darmond Wolve) دانګليسان سفيرپه سيدافغان باندې وضعه داسې کړکيچينه اوتنګه کړه چې دخپلوپيروانوسره دليدلولارې مشکلې شوې اوهره ورځ به يوسؤقصددهغه په ضدصورت نيوه.سيدافغان قم ته لاړاوهلته يې اوه مياشتې دشاه عبدالعظيم دقبرپه خواکې تيرې کړې اوهمغه ځای يې په خپل سياسي ،فرهنګي اوفکري فعاليتونه دايرول .په زرګونوکسانودهغه دخبرې څخه ګټه اخيستله .ناصرالدين شاه کومه ويره چې له افغان سيدجما ل الدين څخه لرله دهغې فعاليتونه يې ترڅارنې لاندې نيول اودهغه شاګران يې دسيدجما ل الدين له مصاحبت څخه لرې ساتل .دسيدشاګردانوتهديدليک شاه ته واستوه چې دايران مقامات يې لازيات متوجه کړل اودناصرالدين شاه امنيتي مامورين اوجاسوسان دروژې په مبارکه مياشت کې چې هواډيره سړه وه په راکشلوراکشلويې هغه دمرقدله خوڅخه راويويست اوپه پګړۍ يې ورته لاسونه وتړل اولباسونه يې ورنه ويستل اوپه غيرانساني شکل اوپه بې پرده ګۍ يې هغه په خره سپورکړاودارلحکومت يې راوست . [1]

 

يومحقيق دنومړې حاديثې په اړه داسې ليکي :دلته ؤچې هوااوجنجال ،خرافات اوتکفيدپه پوهې اوپاک لمنې باندې غلبه وکړه اوسيدجمال الدين يې دمرضۍ له بسترڅخه راوويست اوپه ډيره بې عزتۍ سره يې لوڅ سراولوڅې پيښې روان کړی ؤاويل به يې دغه الناس (ای خلکو ) دغه سيدنه دی بابی دی چې سيدمحمدعلي محمدشيرازي ته منسوب ؤچې خپل ځان يې باب الله ګاڼه اوپيروان يې درلودل اومسلمانان يې ګمراه اوبې دينه کول .ناصرالدين شاه ته دوعاءوکړی چې تاسې دده دژبې له شرڅخه وژغولی .سيد ترڅوچې بصرې ته رسيده دناصرالدين شاه طرفدارانوهغه باندې دتيږوبان ووراوه محمدمخزومي پاچاه دسيددنږدې دوستانوله جملې څخه واودهغه دژوندخاطرات يې ليکلي دی دخپل کتاب په سريزه کې ليکي : سيدبه چې هروخت ايران ياداوه رنګ به يې ټينګيده اوخپل ځان به يې عميق ته اوسيدجمال الدين څوڅوځله ويلي وچې دژوندډيره بده خاطره يې ايران ؤ.

 

يوايرانی ليکوال په خپل کتاب کې ليکي سيديې په يوه خره لوڅ لغړسوکړی اوپه ډيره بدحالت يې تربصرې پورې کله سورکله پياده ،پداسې حال کې چې وجوديې (۴۰) درجې تبه درلودله اوهيڅ کله يې هم هغه اجازه ورنکړه چې لږغوندې استراحت وکړي اودشاه طرفدارانوګمان کاوه چې داسلام ځلانده شغله ياسپرغۍ به غلی کړي له دې څخه خبرنه وچې ( يريدون ان يطفوء نورالله والله يتم نوره ولوکره الکافرون ). [3]

 

افغان سيدجمال الدين ټولې دغه ناخوالې اواداري فسادکوم چې په ايران کې وميرزاعلي حسين مجتهدشيرازي دشعيه ګانودتقليدمرجع په نجف اوکربلاکې ووليکل ولې سيدته چاپاملرنه ونه کړه .دبغدادوالي اونومشران دسيدخواته ورغلل اوهغه ته يې دعوت ورکړترڅوبغدادته ورشي ولې سيدپه کشتۍ کې له بصرې څخه د لندن په لورحرکت وکړ(۱۲۷۰) شمسي په (۱۸۹۲) زيږديزکال کې .سيدجمال الدين په لندن کې ديوه مشهورهندي ليکوال ملکم خان سره چې دضياءالخافقين ورځپاڼه خپره کړه .نومړې مجله چې په عربي ژبه خپريدله ،دسيدعاقداواراده يې له ځان سره لرله همدارنګه هغه دناصرالدين شاه دمقاصدواوبيروکراسي په هکله يې په ايران کې مقالې خپرې کړې .

 

تاجرانوبه د( ضياالخافيقين ) نصخې په خپلوتجارتي مالونوکې ايران ته استولې ،په ايرن کې نوړې نشريه په لاس ليکل کيده اوپه خفيه يعنې مخفيانه ډول به لاس په لاس کيده ،ترکومه ځايه چې دانګليس حکومت په ايران کې ديوه عظيم اقتصادي سياسي بحران سره مخ ود،( ضياالخافقين ) دنشرتوان يې  ،(۱۲۷۱) شمسي کال دحمل ياوري په مياشت کې مصادره اومتوفق شو.

 

دترکيې پاچاسطان عبدالحميدپاچاه دسيدجمال الدين له وضعې څخه خبرشواوپه لندن کې خپل سفيرته دستوروکړچې سيدجمال الدين استانبول ته رادعوت کړی ترڅود( مسليمودوحدت ټولنه ) يا( جامعه وحدت مسلمين ) په جوړنه کې په ( پان اسلاميزم ) کې خپل اساسي رول ولوبوي داځکه چې عبدالحميدپاچاه درک کړی وچې ارپايي هيواونه داسلامي هيوادونودځمکوغصبولوتمعه لري اودبې اتفاقۍ اوداخلي جنګونواودهيوادونودتجزيې له لارې کولای شي چې خپل نهايي هدف ته ورسيږي اودهمدې لپاره يې سيدجمال الدين افغان يې ددې فتنې دمبارزې لپاره وټاکه .

افغان سيدجمال الدين په (۱۲۷۱) شمسي کال استامبول ته راغی اودعثماني دولت يولوړپوړی افسرچې دهغه هرکلي استقبال کوونکوله جملې څخه وه له هغه څخه يې وپوښتل چې ستاسې بګاژيعنې بکس اوسامان چيرته دی ؟ سيدوويل دلباس اوکتاب له صندوق څخه بل څه نلرم .

ويې پوښتل :دهغه ځای ماته راوښاياست ؟

سيدخپلې سينې ته اشاره وکړه اوويې ويل :دغه دکتابونوصندوق دی اوبيايې خپل لباس ته اشاره وکړه اوويې ويل چې داهم دلباس صندوق دی.[4]

 

استانبول ته دسيدپه رسيدوسره دهغه څخه په ډيره درناوی استقبال وشواودتعليم اوتربيې په وزارت کې ورته دندده ورکړل شوه .يوسړی چې دترکيې مفتي ؤهغه تې د( ابوضلال ) لقب ورکړی ؤ،دسيدجمال الدين په ضديې سؤتبليغات په لارواچول اوپه يوډول يې عبدالحميدپاچاترخپل تاثيرلاندې راوست ترڅوسيدترخپل مراقبت اوکنترول لاندې وساتي .

 

پوهاندارزقي نړيوال په خپله يوه مقاله کې دافغان سيدجمال الدين ترکيې ته دسفرپه اړه ليکلي :افغان سيدپه يوه قول دوه کرته دځينوپه ويناڅوځلې مسافرت کړی دی .

 

الف : افغان سيدجما ل الدين له مصره په لومړي کرت په (۱۸۷۹) په پسرلي کې ترکيې ته سفروکړاوهلته دترکيې له صداعظم ملي پاچاه (عالي پاچاه ) لخواه يې تودهرکلی وشوپه ترکيه کې که څه هم دترکيي ژبې سره دومره سره آشنايې نه درلوده ،ولې بياهم دترکيې اميرانواووزيرانودسيدعرفاني پوهې ،شرعي اوادبي علوموڅخه ګټه واخيستله افغان سيدجمال الدين په دې کرت کې په ترکيه کې لاندې برياوې درلودې په  ترکيه کې دشپږمياشتووروسته دمعارف دمجلس په غړيتوب وټاکل شواودمعارف په اړه يې رغنده وړانديزونه وکړل چې ددترکيې دځينوچارواکودحساسيت لامل وګرځيده .

 

زيات شميرشاګردانوته يې دکلام ،فقې اوتصوف تدريس ورکړ،شاګردانوته دسيدتوصيه داوه چې ادبي ،معاشرتي ،اخلاقي ،سياسي اومذهبي مضامين وليکي افغان سيدجمال الدين دلته يوټولنه دوطن دمجلس ياعروة الوثقې په نامه جوړه کړه چې زيات شميرمريدان ،شاګردان دمصرپوهان ،اشرف اوويښ زلميا ن پکې راټول وه سيددترکيې په دارلفنون کې يوه اغيزمنه بيانيه ورکړه چې بياداخطاب ورته دترکيې دحاسدانواوفاسدانوچارواکوله خوادتکفيريوه پلمه وګرځيده په يوقول کې راغلي دي : افغان سيدچې الستان ( اوسني استامبو) ته راورسيد.نودامهال په ترکيه کې دانګليس دامپراياليستي استعمارپه مقابل کې دمبارزې امکانات برابرووسيدچې دمعارف دمجلس دغړي په  توګه ټاکل شوی ووافغاني کالي به يې اغوستل ،غټه پګړۍ به يې په سرکوله ،سيديوشميرخطابی ايرادکړي ،خوتونوکې يې زياتې خطابي ايرادکړي ... پورتنيوفعاليتونوته دترکيې دحسن فهمی افندې چې دشيخ الاسلام په لقب ووکينه اودوښمني رامنځته کړه اوپه نتيجه کې د هغه دپلمواودسيسوپه پلموله ترکيې ووت ]

ب : ترکيې ته دسيددويم ځل ورتګ (۱۳۱۴) شمسي دشوال په مياشت کې  افغان سيدجمال الدين دابوالهدی صيادی دوعدوله مخې چې په ترکيه کې دسيددافکارواونظريودخپرولواوعلمي کولودپاره زميني مساعدې وي ،استانمبول ته راغی ،په استانه کې دسطان عبدالحميدله خوايي تودهرکلی وشوهغه مهال چې سيدپه بندرکې له کښتی څخه راکوزشودپاچاياورپه يوبل قول ترې دسامانونوپوښتنه وکړه ،سيدورته يوازې دخپل لاسي بکس وراوښودچې دايې ټول سامان دی په ترکيه کې سيددخپلې استوګنې په موده کې دسطان هيڅ ډول رتبې اووظيفې ونه منلې ،سيدپه استانه کې دروژې مبارکې مياشت کې دپاچاپه ميلمستون کې ترچرګ بانګ پورې دختيزسياستوالو،فاضلانو،علماوواوپوهانوسره په فلسفي تحليلونواوعلمي مباحثوتيرولې ،داچې تردې وخته پورې دسطان دپوره باوراواعتمادوړپاتې وونويې دهغه په غوښتنه داسلامي اولسونوديوالي ،دوستي اوورورولي په خاطردنړۍ داسلامي هيوادونوته بلن ليکونه واستول چې خپل استازي دالموتراسلامي ( اسلامي اعلې کنفرانس ) په نامه سيمينارجوړکړي .

 

دسطان اوسيدجمال الدين ترمنځ داموفقه هم وشوه که چيرته کوم اروپايي هيوادپه کوم اسلامي هيوادکې دمقدس جهادامرافتوی صادره وي .

 

دپاچاسره ددې مجلس ټولوحاضرينوداچمتوالی وښودچې هروطني ملي اومسلمان به په خپل ټول طاقت سره داسلام پت ساتي .

افغان سيدجمال الدين دنوموړي سفرجريانات په يوبل روايت کې داسې راغلي دي :افغان سيدپه (۱۸۹۷) زيږديزکال دجولای په مياشت کې دسطان عبدالحميدپه بلنه په تيرروايت کې دابوالهدي په بلنه ،استانمبول ته راغی ،هوکې افغان سيدجمال الدين په دوهم کرت په تش لاس دخپل بيخي وروستي سفرپه غرض ترکيې ته راغی ،نه يې دلته صدارت غوښته ،نه يې کومه بله دنده اونه يې مسلکي هوس درولود،اونه يې دکورني دتشکيليددوارزواوکله چې پاچاته راغی هغه څوک چې داسلامي نړۍ په څلومه برخه کې يې واکمني درلودله اونورواسلامي هيوادونوورته دخليفه اوسطان خطاب اواحترام کاوه.[5]

افغان سيدجمال الدين سلطان ته يوعلمياتي پلان ترتيب کړچې دده ترلارښونې لاندې دټولواسلامي هيوادونوداتحاديې جوړول اومشورتي مرکزتاسيسول ؤ،اودلوديځوهيوادونوپه مقابل کې ديوپاخه ماخذدايجابولوڅخه عبارت ودامفکروه دغربيانولخوپه (پان اسلامزم) دنومول شوخليفه هغه لاس ليک اومهرکړاوټولواسلامي هيوادونوته يې په بيلابيلوژبوترتيب اووروليږه ،ترڅوخپل استازي دخپلونظريوسره راوليږي مخکې له دې چې داپلان عملي شي دايران پاچاه ناصرالدين شاه،سلطان عبدالحميدته داستازي په راتګ سره دسلطان ذهن مخشوش کړاودانګريزانوجاسوسي شبکوهم دعبدالهادي صيادي ( شيادي ) چې افغان سيدبه ورته ابوالضلال وايه هم دسلطان عبدالحميددوستي په دوښمني واړوله اودسيدجمال الدين پلان ناکام شواوپه ژوندانه يې دده دمسافرتونوبهيرهمدلته پای ته ورسيد.

 

هوکې ددې ناکامې دترخوشيبودګالوسره يې په ډيره مجبوري سره ديوه انسان دانسانيت سره ددوښمني په عنوان ،په مسموم شوي شکل دشهادت مقام ته رسيدلوسره خپل انساني اودانسان دښګڼوپه خاطرلوړاوسپڅلي آرمانونه هم دځان سره سپيروخاوروسره خاورې ته يوړل ،هغه چې ترخاورولاندې تخونوپه توګه دده ترمړينې وروسته په زياتروهيوادونوکې راوټوکيدل.[5]

ددوکتورمحمدحليم تنويرـــ اوازمجلې ددوهمې ربع سنه (۱۳۸۷) په ګڼه کې ـــ سيدجمال  الدين افغان ترعنوان لاندې صفحه (۴۷) داسې ليکلي پدې وخت کې ناصرالدين شاه په مرمۍ ولګيداومړشو.ميرزايي کرماني چې په ايران کې دسيددشاګرانوله جملې څخه و،دهغوموقعيت يې په ترکيه کې بحراني کړ.دهغه وخته څخه راپدېخوايې ترنظارت لاندې مخصوص ژوندکاوه ترڅوچې په (۱۳۷۶) ه ش دحوت مياشتې په (۱۸) مه نيټه دپنځوس کلنۍ په عمرددفک سرطان په مريضي مړشوولې ځينې پدې عقيده دي چې سيدته يې زهرورکړي اومسموم شوی اوپه شهادت يې رسولی دی اوداستامبودمشايخوپه هديره کې خاورې ته وسپارل شو.

 

دميزان دمياشتې په (۱۸) نيټه د(۱۳۲۷) شمسي کا ل دافغان سيدجمال الدين تابوت له ترکيې څخه کابل ته راانتقال شواوپوهتنون په باغ کې خاورې ته وسپارل شو.

 

دافغان سيدجمال الدين دتفين دمراسموپروخت دافغانستان صداعظم سپاسلارشاه محموخان دافغان سيدجمال الدين دهډوکوپه ليدلوسره وژړل اودهغه دسرجمجه يعنې کوپړۍ يې راپورته کړه اوښکل يې کړاوويې ويل : خدای پاک موږمسلمانانوته چې دنومړي سترشخصيت په حق کې موجفاءکړې ده بښنه وکړي .[3]

 

دوکتومحمدحليم تنويرديوبل مدرس له قوله ليکي : افغان سيدجمال الدين په خپلوټولومقالاتوکې اوپه خاص ډول ( عروة الوثقې ) په ورځپاڼه کې دپاريس چاپ يې خپله خاصه پاملرنه دافغانستان اوضاع اواحوال ته لري اودخپل لباسي ژوندترپايه پورې يې خپل ځان سيدجمال الدين افغانی حسيني په نوم معرفي کاوه ،نوددې امله ددې لياقت لري چې زموږافغاني وروڼه سترعالم پوه اواجتماعي افغان سيدجمال الدين خپل وګڼي اوهغه نوم زم زمه کړي.

 

پايله :

په افغانستان کې مطبوعات د(۱۹) پيړۍ په زړه کې چې دانګريزانوسره دافغانانوتقريباسل کلنه مبارزه دپشپړتابه يوې مهمې مرحلې ته داخليده اوداصلاحاتوپورسه هم ددې لويې مبارز ې يوه برخه ګرځيده منځته راوستل شول .

دافغانستان مطبوعاتودخپل پيدايښت له لومړۍ ورځې څخه ترنن پورې دباراني اوطوفوني ورځوپه څيرخپل پوره اوصفا(روڼ ) مخ خلکوته نه دی ښودلی ،دبيلابيلوفرصتونودبحرانونو،اختناقونو،جنګونولمبواوددونوهغه په بشپړه ډول دخلکوله نظره پټ کړي اويايې پوره په خپل اصلي شکل نه دی ورسولی .اصلي خبره داده څومره چې زموږخپله ميډيادنورپه لاس کې اويادنوروغيزې لاندې چليدلی ده هومره يې دافکارواودروښانولوپه ځای مغزومينځلودنده پرمخ بيولې ده ،اوس موږددې ته سخته اړتيالروچې له خپلې ميډياڅخه دجنګونودوړې اوګردونه اوپرهغې باندې نوتپل شوی شيان پاک کړواوداهنداره دومره صفااوشفافه کړوچې هوڅوک اوهرشی موږته په خپله اصلي بڼه اوڅيره کې راښکاره کړي يعنې داچې موږله اصلي خوځښتونواوحقايقوڅخه څنګه چې دې هغسې خبرکړي .

 

مأخذونه :

۱ــ احمد،احمدجان دشرق ستوری افغان سيدجمال الدين .پيښور:عنيات خپرندويه ټولنه (۱۳۸۸)

 

۲ــ آهنګ ،محمدکاظم سيرژورناليزم درافغانستان چ ۲ پيښور: مرکزنشراتي ميوند. (۱۳۷۹)

 

۳ـــ تنوير،محمدحليم (( سيدجمال الدين بنيان ګذاری روزنامه نګاري يې نوين درافغانستان وجهان )) آوازمجله ،لومړی ګڼه کال : دملي راډيوتلويزيون خپرونه .

(۱۳۷۹).

 

۴ـــ رافعي ،عبدالرحمن .افغان سيدجمال الدين ژباړن : مموزی عبدالاحمد.پيښور:دانش خپرندويه ټولنه . (۱۳۸۶).

 

۵ــ نړيوال ،رازق .(( دنړۍ يوشميرهيوادونوته دافغان سيدجمال الدين سفرونه )) جرګه ،ګڼه (۳۹) کابل :دسرحدونو،قومواوقبايلوچارووزارت خپرونه . (۱۳۸۸)

 

 

 

 

 

 

پوهندوى دوکتوربادشاه زار عبدالي

شيخ زايدپوهنتون ، طب پوهنځی

د جراحي ديپارتمنت استاد

برښنا ليک :badshazarabdali@yahoo.com

ګرځنده شميره:۰۷۹۹۱۵۲۰۲۲

 

د سيګمويد کولون د تدور په صورت کې په يوه مرحله کې د ريزکشن او اناستوموز اجرا:

(هغه تجارب چه پر ۵۰ واقعاتو تر سره شوي دي)

سريزه:

د سيګمويد کولون تدور (Sigmoid Volvulus)   يوه بطني عاجله واقعه ده په کوم کي چه د سيګموييد کولون ماوف شوي لوپ د هغه د باريک ميزانتير پر چارچاپيره رانغاړي او په نتيجه کي د بطن انتفاح او د کولون اسکيمي رامنځته کوي. سيګمويد کولون د سيکوم څخه وروسته د تدور تر ټولو عامه ناحيه تشکيلوي. اتفاقا د مستعرض کولون تدور هم رامنځته کيداي شي.

که څه هم چه اصلي علت يي معلوم نه دي مګر بيا هم د زيات فايبر لرونکي غذاګانو استعمال ، مزمن قبضيت ، د نرم کوونکي موادو (Laxatives) عادتي استعمال ،د سيګموييد کولون ماوفيت ته برابراوږد ميزو موجوديت او د مخکينيو عملياتو له وجي په سيګموييد کولون کي د التصاقاتو موجوديت د مساعد کوونکو فکتورونو په جمله کي شميرل کيږي.

 

بعضي مؤلفين د سيګمويد کولون تدور ته د Hirschprung’s  د ناروغي سره تړاو ورکوي دوي پدي باور لري چه د sigmoidectomy  څخه وروسته د ګانګليونيکو حجراتو د لاسه ورکونه  د متکرر تدور لپاره زمينه مساعدوي. د سګموييد کولون تدور په مختلفو جعرافيايي مناطقو کي مختلفه توضع لري.  په پرمختلونکو ملکونو کي ډير عام دي او تقريبا  د غټو کولمو د انسداد ۵۰٪ واقعات تشکيلوي. تر ټولو لوړ واقعات يي د  Ethopia څخه ثبت شوي دي چه په ذکر شويو سيمو کي د بطني انسداد %۷۰-۵۰ سلنه تشکيل کوي په غرب کي ډير  نادر چه يوازي ٪ ۷ـ۱ واقعات تشکيلوي.

 

 د کولون سيګمويد وصفي تدور په صورت کي کلينيکي منظره  عبارت ده  له  بطني درد ،قبضيت ،استفراقات ،بطني انتفاح او د يوه خالي او منتفح رکتوم څخه چه د معقدي معايني( (touch rectal پواسطه معلوميږي عبارت ده . د سيګموييد کولون د تدور د ګانګرين په صورت کي په فزيکي معاينه touch rectal سره کيداي شي پر دستکشو باندي وينه هم موجوده وي.

 

په ۸۰ سلنه واقعاتو کي د بطن د ساده راديوګرافي په اجرا کولو سره تشحيص وضع کيږي.

په مشکوکو واقعاتو کي د Barium enema  او د بطن د CT scan  اجرا کول په تشخيص کي کومک کولي شي.

 

د سګموييد کولون د تدور په صورت کي د تداوي په ميتودونو کي  د ملاحظي وړ اختلاف موجود دي. او ‌ډير مختلف د جراحي پروسيجرونه موجود دي لکه :

 PercutaneousEndoscopic او يا وازه sigmoidopexy  Mesosigmoidoplasty, د سيګموييد کولون د پريتوان څخه خارج ته راايستل (Extraperitonealization) ، Hartmann’s or Paul Mikulicz پروسيجرونه او Sigmoidectomy د ابتدايي اناستوموز سره.

هر  يو پروسيجر خپل ځانګړي ګټي او نقصانونه لري. که څه هم چه زياتو مؤلفينو د اندوسکوپ په مرسته د تدور ارجاع کول د يوه ابتدايي پروسيجر په ډول په هغه ناروغانو کي چه کولون يي د حياتيت قابليت ولري ترجيع ورکړي.

 

که چيرته دا په ځانګړي ډول اجرا شي نو د ناکامي کچه يي ۳۰٪ او د تکرار کيدو کچه يي د ۴۰-۹۰٪ فيصده پوري ده. غيري resectional پروسيجرونه که څه هم په هغه ناروغانو کي چه High risks  لري ښه ارزښت لري ولي د بيا تکرار کيدو کچه يي ‌ډيره لوړه ده .

 

په مرحله يي پروسيجرونو کي د کولوستومي اختلاطات د بيي د زياتوالي او د متعددو عملياتو اجرا  کونه موجوده ده.

 

دا محسوسه شوي ده چه دسيګموييدکولون دتدورد تداوي لپاره داسي يو پروسيجر رامنځته شي  چه يوازي په يوه مرحله کي اجرا  ،محفوظ او د ټيټي بيي درلودونکي وي.

 

د دغي مطالعي هدف د کولون سيګموييد د حاد تدور په صورت کي د يو مرحله يي ريزکشن او ابتدايي اناستوموزد نتايجو ارزيابي کول دي  په داسي حال کي چه د عملياتو په جريان کي د کولون لواژ هم تر سره شوي نه وي.

 

مواد او ميتودونه :(Material and method) ouch rectal د معقدی معاینی یعنی کلینیکی منظره د بطنی درد وقبضیت استفراقاتو ،بطنی انتفدذذ 

نوموړى توضيحي مطالعه د يوه کال په جريان کې د پشاور د ليډي ريډنيګ  شفاخانې په عموي جراحي ډيپارټمنټ کې تر سره شوي ده نوموړي مطالعه د تشخيص شوي سيګمويد کولون د حاد تدور په ٥٠ ناروغانو کې اجراء شوي ده چې نارينه او ښځينه پکې شامل دي هغه ناروغان چې د شديد و متممه طبي معيوبيتونو ، دهيموډيناميک د موازنې د خرابوالي، د پريتونيت علايم ،ګانګرين شوي کولمې او معلق تدورونه يې د عملياتو په لړ کې لرل، په نوموړي مطالعه کې شامل شوي نه دي نوموړي ټول واقعات د جراحي دبا تجربه متحصيصينو پواسطه ارزول شوي دي تشخيص د کلينيکي تظاهراتو، فزيکي معايناتو او راديولوژيکو موندنو په اساس ايښودل شوي دي د عملياتو وړاندې عام اهتمامات عبارت وو له :

 

  • د داخل وريدي مايعاتو ورکول
  • د بولي کتيتر تطبيق
  • د N G tube تطبيق کول
  • د وسيع الساحه انتي بيوتيکو استمال

لاپراټومي د مجربو متخصيصينو پواسطه تر سره شويده چې د متوسط خط لاپراتومي په ټولو واقعاتو کې کارول شوي او د کولمو د ژوندى پاتې کيدو حالت عرضول شوي دي او دهغې وروسته تخريب شوى سيګمويد کولون قطع (resection) کړاى شوو او دلاس پواسطه د کولمو تخليه يا د فشار ارجاع تر سره شوه د کولمو څندې د نارمل سالين څخه په ګټه اخستنه پاکې او وينځل شوي او د پاک ګاز پواسطه وچې شوي،او بيا end to end يوطبقه يي اناستوموز د 3/0 vicryl  څخه په ګټه اخستنې سره د دوامداره ګنډلو (interrupted) پواسطه پکې تر سره شوي .

 

د پريتوان جوف وينځنه د يو ډير مقدار نارمل سالين اريګيشن پواسطه تر سره شول .او په ټولو واقعاتو کې د حوصلې درين ځاى پر ځاى شوي وو.بطنې جدار د poly prophyline څخه په استفاده په يوه طبقه يې ډول وګنډل شوو او د جلد د دومداره عموميmattres پواسطه پکې د nylon پواسطه ګنډل کيږي د عملياتو وروسته ناروغان وارد ته انتقال او دوريدي لاري مايعاتو او انتي بيوتيکو لاندې نيول شوي وو.پدي ناروغانو کې  NG tube تر هغو ساتل کيږي تر څو د کولمو اوازونه پيدا شي .ناروغان د يوڅو ورځو له پاره د ثابت پاتې کيدو وروسته د روغتون څخه رحصت (Dicharge)شوي دي.البته نوموړي ناروغانوته لس ورځي وروسته دبيرته تعقيب توصيه شوي او بطني کوکونه هم ايستل شوي دي.

 

ټول سوابق په يو مخکې له مخکې ډيزاين شوي فرمټ کې درج او ثبت شوي وو. په نوموړي پرمټ کې ديموګرافيک معلومات ،کلينکي تظاهرات، راديولوژيکې موندنې، عملياتي موندې او دعملياتو نه وروسته اختلاطات او په روغتون کې د پاتې کيدو موده شامل وو.

نتايج د ازموينې د احصايوي تجزيې (analysis) څخه په استفادې سره ارزيابي شوي دي.

 

نتيجې يا (Results) :

د مطالعې پر وخت ټول ٥٠ واقعات د روغتون د عاجلو واقعاتو د ديپارتمنتونو له خوا د سيګمويد کولون د حاد تدور په تشخيص سره بستر پا داخل شوي وو.٤٤ ناروغان نارينه او ٦ ښځينه ناروغان پکې شامل وو چې د سړيو تناسب نسبت ښځو ته ۱:۷،۳ وه او د عمرونو په اساس د ٤٠ څخه تر ٦٨ کالو پورې چې اوسط عمر يې ٥٧ کالو څخه عبارت دى. د اعراضو د تداوم موده د ١٢ ساعتو څخه تر اوو ورځو پورې چې په اوسط ډول دوه ورځې کيږي . عام اعراض يې عبارت دي له بطنې درد (چې په حاد ډول د بطن په چپه خوا کې موجود وو) او قبضيت څخه دى او ترټولو متبارزه فزيکي موندنه د بطن انتفاح، په بطن کې د عمومي tenderness موجوديت پرته د عضلي gaurding او rigidity څخه په ٣٤ واقعاتو کې چې ٦٨% واقعات تشکيلوي . مفصل معلومات د کلنينکي اعراضو په اول نمبرجدول کې ورکړل شوي دي.

اول جدول:

کلينيکي تظاهرات

(Percentage) %

No. of Cases

(N50 )

Clinical features

S.NO

100

50

Acute abdominal pain

 

 

Symptomes

 

96

48

Constipation

96

48

Abdominal distension

68

34

Asymmetric distension

26

13

Vomiting

20

10

Nausea

82

41

Empty,distended rectum

Sing

 

 

60

30

Generalized tenderness

16

8

Visible peristalsis

14

7

Hypotension

 

په ساده بطني راډيوګرافي (plain abdonminal x – ray) کې ډير په محجم ډول منتفح Coppe bean shaped colon (د قهوې د دانې په شکل)  په ٤٨  ناروغانو کې چې ٩٦% واقعات تشکيلوي موجود وو. د وړو کولمو لوپونه د عملياتو وروسته په ١١ ناروغانو کې منتفح وو چې ٤% تشکيلوي. د عملياتو وروسته په ١١ ناروغانو کې (۲۲٪) paralytic ileus او په ٧ ناروغانو کې ( ۱۴٪)د زخم سطحي انتان رامنځ ته شوي دي.

 

دوهم جدول

ترعملياتو وروسته اختلاطات

Percentage (%)

No.of cases

(n50)

Complication

22

14

6

11

7

3

Paralytic ileus

Superficial wound infection

Pulmonary complication

 

په ټولو واقعاتو کې پرته له پانسمان او خياطي لري کولو بل اضافي پروسيجر ضرورت نه دي پيش شوي او په همدې ډول د اناستوموز د ساحې ليګاژ چې کلينکي ارزښت ولري نه دى پکې ليدل شوي مړينه٪صفرفيصده ده او په روغتون کې د پاتې کيدو موده د ١٧-٦ ورځو پورې چې په اوسط ډول ١١ورځې کيږي وه.

 

مناقشه (Discussion) :

د سيګمويد کولون حاد تدور په کاهلانو کې د غټو کولمو د تدور دريم لوى لامل شمير کيږي او دا د مسنو او زړو اشخاصو ناروغي ده(13) البته پدې مطالعه کې اوسط عمر ٥٧ کاله دى چې د ا د نورو مطالعاتو سره مشابه وو (1-5-10-14) او دا په ماشومانو کې ډير نادر دى چې په نارينه وو کې ډير عام او د سړيو او ښځو د واقع کيدو نسبت يې ۷.۳:۱ دى. چې د ا د پخوانيو تر سره شويو مطالعاتو د راپورنو د مقايسې وړ دى. (2-9-10-14-15)  درست تشخيص او ابتدايې اهتمامات د ښو نتايجو د لاس ته رواوړلو  له پاره ډير مهم دى. د عملياتو وړاندې د درست تشخيص وضع کول په٪۸۰ ـ۷۰واقعاتو کې کيښودل کيداى شي د مړينې کچه ۵۰٪ -٣٠ پورې (2-10-14-15) په هغه ناورغانو کې ده چې ګانګرينوز تغيرات او يا د لوړ عمر لرونکي متممه او مترافقو شديدو معيوبيتونو سره وي ليدل کيږي نور خطري فکتورونه عبارت دي له جغرافيايي موقعيت (عربي ممالک) (1-3-4-19) د شرياني فشار ښکته کيدنه د 70mml hg څخه ،دمتقيح اوغايطي  پريتواني مايعاتوموجوديت اوعاجله جراحي څخه.[5, 20]

 

د سيګمويد کولون د تدور تداوي د انسداد د رفع او د متکررو حملاتو د وقايې څخه عبارت ده د تداوي ډير متعدد اقسام موجود دي خوبياهم تداوي په انفرادي شکل د ناروغ د وضعي، مترافقه مغيوبيتونو ،د کولمو د ژوندي پاتې کيدو قابيليت او د جراحي د تجربو سره سم انتخاب کيږي .

 

خلاصه: د کولون سګمويد ريزکشن او ابتدايي اناستوموز په انتخابي ناروغانو کې چې تدور ولري او د کولمو د ژوندي پاتي کيدو قابيليت موجود وي په ډير محفوظ ډول پرته لدې چې د ميزپرسر colonic lavage ترسره شي اجراکيداى شي کومه morbidity او mortality چې په پدې پروسيجر کې رامنځ ته کيږي قابل د قبول ده او داپه خاص ډول زمونږ په set up کې چيرته چې زمونږ په روغتون کي ډير ازدخام دي اواکثراً ناروغان غريب او د متعددو عملياتو د تحمل توان نلري ډيره موثره او ګټوره ده.

 

خلاصه (Abstract)  :

موخې يا اهداف (object)  :

د سيګموسد کولون په تدور کې (sigmoid volvulus) کې پرته لدې چې د کولون لواژ د ميز پر سر تر سره شي په يوه مرحله کې د ريزيکشن او ابتدايې اناستوموز اجرا‌ء او د لاس ته راغليو نتايجو ارزيابي کول .

 

مواد او ميتود:

د يوه کال په جريان کې د پشاور په ليډي ريدينګ شفاخانه کې د جراحي په ډيپارټمنټ کې په ٥٠ ناروغانو باندې يوه توضيحي مطالعه چې د سيګمويد کولون تدور يې درلوده تر سره شوي ده .هغه واقعات چې د يوه مترافق شديد معيوبيت ،د هيموډيناميک توازن له منځ تلل ،او يا په لاپراتومي کي ګانګرين شوي کولمې او ياداچې مغلق تدور(volvulus) يې درلوده پدې مطالعه کې ندي شامل شوي نوموړي ټول ناروغان د باتجربه متحصيصنو پواسطه ارزيابي او عمليات شوي دي په نوموړي ټولو واقعاتو کې د سيګمويد کولون ريزيکشن او د هغه ابتدايي اناستوموز او يا يوازې او يوازې د لاسي ارجاع د تر سره کيدو وروسته اجراء شوي دي.

 

کلينيکي تظاهرات ،ارزونې ، راډيولوژيک او عملياتي موندنې او نتايج د عملياتو وروسته د اختلاطاتو په نظر کې نيولو سره او په روغتون کې د پانې کيدو موده ټول په يوه فايل کې په مرحله يي ډول درج شوي دي.

 

نتيجې:

په نوموړيو  ناروغانو کې۴۴ نارينه او ٦ ښځينه شاملې وي چې د نارينه وو تناسب۱:۷،۳ وو او اوسط عمر ٥٧ کاله وو. ترټولو عام کلينيکي تظاهرات عبارت وو له بطني درد ، د بطن انتفاح او قبضيت څخه. د عملياتو وروسته د زخم سطحي انتان په ٪١٤ واقعاتو کې او موقتي paralytic ileus په ٪٢٢  واقعاتو کې ليدل شوي وو. ريوي اختلاط په٪ ٦۰واقعاتو کې موجود وو . البته د کلينيکي اناستوموز ليکاژ او مړينه هيڅ موجوده نه وه .په روغتون کې د پآتې کيدو موده د ١٧-٦ ورځو پورې وه چې په اوسط ډول ١١ ورځي کيږي .

خلاصه:

په هغه انتخابي ناروغانو کې چې قابل د ترمم کولون ولري د سيګمويد کولون ريزکشن او ابتدايي اناستوموز پرته لدې چې په عملياتي ميز باندې د کولون لواژ ترسره شي په محفوظ ډول سره اجراء کيداى شي.

 

کليدي نقاط:- د کولون سيګمويد تدور ، ريزکشن او ابتدايي اناستوموز.

 

ABSTRACT:

Objective:

to assess the out of one stage resection and primary anastomosis without intraoperative colonic lavage in patients with acute sigmoid volvulus.

 

Material and Methods:

A prospective, descriptive study was carried out in the surgical department of lady reading hospital, Peshawar from Jan 2002 to Dec 2003. Fifty patients with sigmoid volvulus on laparotomy were excluded from the study. All the patients were assessed and operated upon by a senior surgeon. (Resection of the sigmoid colon and primary anastomosis was done after only manual decompression in all cases.) The demographic data, clinical features, radiologic and operative findings, out come of the procedure in terms of postoperative complications and duration of hospital stay were recorded on a proforma. The data was entered and processed on the SPSS 10 version.

 

Results:

The patients included 44 males and 6 females. Male to female ratio was 7.3:1.  Mean age was 57 years. Most frequent clinical features were abdominal pain, distension and constipation. Postperatively, superficial wound infection was seen in 14% patients (n=7), transient paralytic ileus in 22% cases (n=11). Pulmonary complications occurred in 6% patients (n=3). No deaths or clinical anastomotic leak occurred. Duration of hospital stay ranged from 6-17 days (mean 11 days).

 

Conclusion:

Resection of sigmod colon primary anastomosis can safely be carried out without on-table colonic lavage in selected patients with viable colon.

 

Key Words:

Sigmoid Volvulus, Resection, Primary Anastomosis. 

 

REFERENCES

  1. Turan M, Sen M, Karadayi K, koyuncu A, Topcu O, yildirer C, et al. Our sigmoid colon volvulus experience and benefits of colonoscope in detortion process. Rev espenferm Dig 2004; 96:32-5.

 

  1. Hadi A, khan N, Shah SMA, Bangash A. emergency management of sigmoid volvulus: experience of lady reading hospital Peshawar. J postgrad med Inst 2006; 20:82-5.

 

  1. Madiba TE, Thomson SR. the management of sigmoid volvulus. J R CollsurgEdinb. 2000; 45:74-80.

 

  1. Safioleas M, Chatziconstantinou C, Felekouras E, Stamatakos M, Papaconstantinou I, Smirnis A, et al. clinical consideration and therapeutic strategy for sigmoid volvulus in the elderly: a study of 33 cases. World J Gastroenterol 2007; 13:921-4.

 

  1. Agaoglu N, Yucel Y, turkyilmaz S. Surgical treatment of the sigmoid volvulus. Actachirbelg 2005; 105:365-8.

 

  1. Tomita R, ikeda T, Fujisaki S, tanjoh K, munakata K. Hirschsprung’s disease and its allied disorders in adults’ histological and clinical studies. Hepatogastroenterlogy 2003; 50:1050-3.

 

  1. Furuya Y, Yasuhara H, Naka S, takenoue T, shinkawa H, et al. role of ganglion cells in sigmoid volvulus. World J Surg 2005; 29:88-91.

 

  1. De U. sigmoid volvulus in rural Bengal. Tropdoct 2002; 32:80-2.

 

  1. Heis HA, bani-hanike, rabadi DK, Elheis MA bani-hani BK, Mazahreh TS, et al. sigmoid volvulus in the Middle East. World J surg 2008; 32:459-64.

 

  1. Khan M, Ullah S, jan MAU, Naseer A, ahmed S, Rehman A. primary anastomosis in the management of acute sigmoid volvulus with out colonic lavage. J Postgrad Med Inst 2007; 21:305-8.