د شرعياتو پوهنځى

 

درئيس پيغام

څرنګه چې داسلام مقدس دين دژوند ټولو اړخونو ته شامل دين دی نو له دې امله خپل پيروان په هر مسلک او هره څانګه کې پوهې حاصلولو ته هڅوي او له خپلو پيروانو څخه غواړي چې په هر ډګر کې دخپل دين ، وطن او ولس دپاره په پوره اخلاص او ايماندارۍ سره خدمت وکړي اود هر ډول غدر، خيانت ، فساد ، غفلت او سستۍ څخه ځان وژغوري اودا هله کيدای شي چې انسان داخلاص او صداقت په اهميت او دغدر او خيانت په بدۍ وپوهيږي ولې متاء سفانه په اوسني عصر کې اکثره شاګردان اومحصلين دمکاتبو ، مدارسو او پوهنتونونوته يواځې او يواځې دسند او شهادت نامې دترلاسه کولو لپاره ورځي علم حاصلول ، دين ،وطن او ولس ته خدمت کول يې غرض نه وي او همدا وجه ده چې اکثره پوستونو باندې دغسې بې علمه او نا اهله اشخاص ګمارل کيږي او داداري فساد لامل او دګران هيواد دبربادۍ سبب ګرځي ، نوزما دګرانو هيوادوالو څخه هيله داده چې خپل بچيان مکاتبو ،مدرسو او پوهنتونونوته دزده کړې او پوهې حاصلولو لپاره وليږدوي ترڅو چې علم او پوهه حاصله کړي نو شهادت نامه او وظيفه خو ددوی طبعي حق دی ارو مرو به ورکول کيږي .                                                                           

 

دشيخ زايد پوهنتون دشرعياتو پوهنځي په اړه لنډ معلومات :

 پوهنځي رئيس

ښاعلی عطاءالله عصامي دشرعياتو پوهنځي ريئس چې لنډه پيژندنه يې په لاندې توګه ده :

نوم :  عطاء الله  عصامي

دپلارنوم : عبدالرحيم

دزيږيدو نېټه : ۱۳۴۰هـ ش

دزيږيدو ځای : ولايت کنړ ، ولسوالي  چپه دره ، کلی بسطله .

مدني حالت : متا هل

اوسنی استوګنځی : جلال اباد  مرکز

ښاعلی عطاء الله عصامي په ۱۳۶۷کال کې دپيښور ددعوت او جهاد پوهنتون  داصول دين دفاکولتې څخه دليسانس  درجه په ممتاز تقدير سره ترلاسه کړی او اول نمره فارغ شوی دی .

۱- فقه اوقانون ديپارټمنټ

لکه څرنګه چې دنوم څخه يې څرګنديږي ، دهغه ديپارتمنټ څخه عبارت دی چې په دې کې داسلامي فقې او قانون په اړوند مضامين تر بحث لاندې نيول کيږي  ياپه اسلامي علومواو قانون باندې پوهه اشخاص روزي او ټولنې ته يې دخدمت په موخه وړاندې کوي.

 

 

 بنسټيزاهداف :                                                                                                                

الف: دلوړوزده کړودقوانينواومقرراتو سره سم دمسلکي پوهې حاصلول .       

 ب : دهيواد دملي پروګرامونوسره سم په ټولنه کې دذکرشوي پوهې خپرول  .

   ج :په علمي ،عملي اونظري توګه دمحصلينوروزل .                                

  د :په اسلامي اوملی روحيه دمحصلينوروزل .                                     

  هـ : په قانون باندې پوهه قضاة ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کول .

۲-اسلامي تعليماتو ديپارتمنټ

دهغه ديپارټمنټ څخه عبارت دی چې په دې کې  دټولونه مخکې  الهي کتاب قرآن عظيم الشان ،تفسيراو نبوي احاديثوتشريح  تر  بحث لاندې نيول کيږي ورپسې  دټولو اسلامي علومو څخه څيړنه کوي .

ياد ديپارتمنت په پام کې لري چې دپوهنځي دموخو او مقاصدو په لاس ته راوړلو کې  رغنده رول ولوبوي .

بنسټيز ې موخې

الف :داسلام مبارک دين اساسي مصادرو باندې پوهه حاصلول .

ب: په قرآن اوسنت باندې داغيارو داعتراضونودفاع کول .

ج : داسلام څخه صحيح پوهه اوبرداشت حاصلول .

د : په اسلام کې زيات شوي حرافات او رواجونه پيژندل او دهغې ردول .

هـ : په اسلام باندې پوهه او په اسلامي فکر سمبال داعيان روزل اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کول .

اداري جوړښت

دپوهنځي رئيس دفاکولتې داکاډيميکواو اداري چارو په برخه کې عمومي مسول او باصلاحيته شخص دی چې دديپارتمنټونو دامرينو ،دپوهنځي مرستيال اونورو اداري او مسلکي کارمندانو سره دموخو دلاسته راوړلو په برخه کې همکار او همغږي کوونکی دی . دديپارټمنتوامرين داکادميکو چارو پر مخ بيولو په برخه کې دپوهنځي رئيس ، دپوهنتون رئيس او علمي مرستيال ته مسوول دی ترڅو دخپلو ديپارتمنتو چارې په ښه شان سره پر مخ بوځي .

 

 

                 دشرعياتو پوهنځي اکاډميک پرسونل

داستادانو تعداد:

کتنې

پوهنتون

رشته

پوهنيزه رتبه

تحصيلي درجه

موقف

دپلارنوم

نوم

شماره

 

دعوت وجهاد

اسلامي تعليمات

پوهنيار

لسانس

رئيس

عبدالرحيم

عطاء الله عصامي

۱

 

شيخ زايد

فقه اوقانون

پوهيالی

لسانس

دفقه او قانون ديپارتمنت امر

سيدنورشاه

سيدکمال شاه بنوری

۲

 

شيخ زايد

فقه اوقانون

پوهيالی

لسانس

استاد

عبدالرحيم

حسام الدين رحيمزی

۳

 

کابل

فقه اوقانون

پوهيالی

لسانس

استاد

جميل خان

عبدالجليل شهيدزى

۴

 

شيخ زايد

فقه اوقانون

پوهيالی

لسانس

استاد

عبدالحکيم

محمدنعيم حکيمي

۵

 

ننګرهار

اسلامي تعليمات

پوهيالی

لسانس

تعليمات اسلامي ديپارتمنت امر

عبدالهادي

عاشق الله  احمدزى

۶

 

ننګرهار

فقه اوقانون

پوهيالی

لسانس

استاد

عبدالوهاب

عبدالرحمن عظيمي

۷

 

شيخ زايد

فقه اوقانون

نامزدپوهيالی

لسانس

استاد

نجيب الله

احسان الله  مدني

۸

 

شيخ زايد

فقه اوقانون

نامزدپوهيالی

لسانس

استاد

علي اکبر

حبيب الرحمن  حبيبی

۹

 

شيخ زايد

فقه اوقانون

نامزدپوهيالی

لسانس

استاد

محمداسحق

محمدوليد اسحق زی

۱۰

    اداري تشکيل :

کتنې

ځای

وظيفه

علمي رتبه

پلارنوم

نوم

شماره

 

دپوهنځي رياست

رئيس

پوهنيار

عبدالرحيم

عطاء الله عصامي

۱

 

فقه او قانون ديپارټمنت

امر

پوهيالی

سيدنورشاه

سيدکمال شاه بنوری

۲

 

تعليمات اسلامي ديپارتمنت

امر

پوهيالی

عبدالهادي

عاشق الله احمدزی

۳

 

تدريسي مديريت

عمومي مدير

ليسانس

حضرت خان

ګلزار ځدراڼ

۴

 

دديپارتمنتونواو اجرائيه مديريت

اجرآئيه مدير

ليسانس

جمعه الدين

عبدالله

۵

 

/

ملازم

/

ميرسالم ګل

محمدرسول

۶