دشیخ زايد پوهنتون-خوست په اړه

شیخ زاید پوهنتون د جغرافیوي موقعیت له مخې د خوست ښار لویدیځ لوري په ۶ کلیومتری کې موقعیت لري.نوموړی پوهنتون په ۱۳۷۸ کال کې د پاکستان په پيښور ښار کې تاسیس شوی دی. په هغه وخت کې دا یو خصوصي پوهنتون وو چې د افغان پوهنتون په نوم سره یادیده او د محصلانو څخه فیس اخیستل کیده دنوموړی پوهنتون د زیات تعداد محصلینو اوپه افغانستان کې دهغوی ددوباره ميشت کیدوته په کتوسره داسې نظرپيداشوچې داپوهنتون دې افغانستان ته انتقال کړل شی.په افغانستان کې د بیا ودانولو له مخې په ۱۳۸۱ کال کې دخوست ولایت د علماو، قومي مشرانو، روشنفکرانو،فرهنګیانو،ټولنیزوسازمانونو، ځوانانو، د خوست پخواني والي مرحوم استاد حکیم تڼیوال په هلو ځلو اود افغانستان اسلامي جمهوریت محترم جمهور رئیس حامدکرزي په ځانګړي پاملرنې سره د ( ۲۲۶ ) ګڼه فرمان له مخې خوست ولایت ته را انتقال شوو او افغانستان کې په یوه رسمي پوهنتون باندې تبدیل شو دا چې د نوموړي پوهنتون لپاره زیاتره ودانی د عربي متحده اماراتو لخوا جوړې شوي نو د افغانستان اسلامي جمهوریت محترم جمهور رئیس په ځانګړي فرمان سره د شیخ زاید بن سلطان النهیان پوهنتون په نوم سره ونومول شو.چې نوموړي ودانی په ۱۳۸۶/۱۲/۲۸ نیټه چې د 18-03-2008 نیټې سره سمون لري په رسمي ډول د متحده عربي امارتو د حج او اوقافو وزیر اود امارتو سفارت لوړرتبه مامورینو، د شیخ زاید پوهنتون محترم رئیس پوهندوي دوکتورګل حسن ولیزی،د خوست محترم والي ارسلا جمال او د خوست ولایت قومي مشرانو روشنفکرانو لخوا افتتاح شوې.په لمړي سر کې شیخ زاید پوهنتون څلور پوهنځی، ۱۶۰۰ تنه محصلان ، ۷۵ تنه استادان درلودل اوس مهال شیخ زاید پوهنتون لس(۱۰) پوهنځی ۵۹۵۰ تنه محصلان او ۱۹۱تنه استادان لري چی له دی جملی څخه یی۱۴ نفره په اداری بستونو کی کارکوی او همدا شان د پوهنتون یو زیات تعداد استادان د تحصیل په موخه بهرنیو هیوادونو ته تللي دي.دا چې اوس مهال د شیخ زاید پوهنتون د پوهنځیو او محصلانو تعداد زیات شوی دی او د زیاتیدو په حالت کې دي د پوهنتون رهبري، د خوست محترم والي صاحب، د خوست ولایت قومي مشران او په اماراتوکې د خوست ولایت خلک د اماراتو د مرستې څخه زیات منندوي دي او د اماراتو سفارت څخه غوښتنه لري چې د پوهنتون په انکشاف کې راسره همکاري وکړي.دشیخ زاید پوهنتون لپاره د زراعت وزارت څخه ۷۰۰ جریبه ځمکه استملاک شوي ده چې د هغې جملې څخه یې د ۱۲۵ جریبه ځمکې څخه احاطه جوړه شوي ده.