د ریئس پیغام

 

د پوهنځی د ريس پيغام:

د يو څه خاصو عواملو په لرلو سره افغانستان په مالداری کې يو ضعيف هيواد دی لکه د قابليتونو نشتوالی، د منابعو څخه نه استفاده کول، د مالدارۍ په برخه کې غيرمسلکي خلکو موجوديت ،په تکنالوژی باندې نه پوهيدنه او همدارنګه د هغه اضافي فعاليتونو نه موجوديت ، کوم چې د مالداری سکتور پورې اړه لري .  د طبيعی منابعو څخه استفاده په اقتصادي لحاظ د هغو اوچتو فعاليتونو پورې اړه لري ،کوم چی د مالداری لپاره ډير مهم دي. د مالداری پرمختګ د افغانستان د حکومت يو د مهمو اهدافو څخه شمېرل کيږی  فلهذا د دغه ډول پرمختګ لپاره يو پرمختللي او روزل شوي مرکزي قوت ته ضرورت دی.  د شيخ زايد پوهنتون رئيس ډير په وضاحت سره د ضرورت په بناء دوترنری پوهنځی لپاره د نوی تدريسي ودانۍ غوښتنه کړی ده ، تر څو هغه مشکلات چې د ځای په برخه کې لرو حل شي.  اوسنی کمښت ته په کتنی سره د استادانو ستونزه موجوده ده ، نو دا ډيره مشکله ده ، چی په دغه ډول  حالاتو کې يو بريالی  پوهنځی وشميرل شي ، ځکه چې دا پوهنځی يو ستراتيژيک پلان ته اړتيا لري تر څو په کافي اندازې سره مسلکي روزونکي ولري . پوهنتون د ځوان نسل لپاره په اوچته او باکيفيته زده کړه تاکيد کوي او د دې  علم متخصصين او ښه رهنمايي کوونکي د پرمختګ لپاره ضروري ګڼي. په دې وروستيو کلونو کې د شيخ زايد پوهنتون د فزيکی زيربنايي خدماتو، دسپلين او مجربو اشخاصو ته ضرورت لري تر څو يې توليد ښه کړي.  د وترنري علومو پوهنځی د متخصصينو د کمبود سره مخ دی .د دغې مشکل د حل لپاره د پوهنځی استادانو ته بايد پرمختللي تريننګونه ورکول شي باالخصوص ځوانو کادرونو ته په ارتباطی مهارتونو، تحقيق، معلوماتي تکنالوژي، لابراتواري مهارتونه او د فارم مهارتونو کې.  پرمختللي لنډ مهاله او اوږد مهاله تريننګونه  د داخلي او بهرني سرچينو څخه په ګټه اخيستني سره کولای شي ، چې دغه غوښتنې پوره کړي . په پوهنځی کې د دغه ستراتيژيک پلان تطبيق کوونکي د ديپارتمنتونو اعضاوي دي او همدارنګه متواتر پرمختګ د پوهنځی د ديپارتمنتونو  رهبري پوری اړه لري. د پوهنځی اقتصادي استقلاليت  په مالداری کې د مالی فعاليتونو پورې اړخ پيدا کوي، چې د پوهنځی استادان بايد د نړيوال پرمختګ څخه خبر او پخپله ساحه کې تعليمي لوړتيا ، تحقيق کونه، اکاډميکي لاسته راوړنې ولري. د پوهنځی لپاره  د متخصصينو روزنه په لومړيو حالاتو کې ( مالداری او د پولټری د پرمختګ لپاره) په ملی سطحه ډيره ستونزمنه ده. د مالداری د توليد مشکلات د څارويو د صحت، وراثت ، تغذيې او مارکيټ پورې اړه لري. مسلکی ځوانان بايد په دې وتوانيږی چې خپل توليدات او محصولات د ښه ادارې، تغذيې او د امراضو د کنترول په وسيله لاسته راوړي. هغه تکنالوژي او قابليتونه چې د حيوانی محصولاتو په زياتوالي کې رول لري بايد د کليوالي او ښاري  قابليتونود ښه کيدو لپاره برابر کړل شي ، چې  د ښې نسلګيری فارم جوړونې د محصول زياتوالي په تمويل کولو سره واردات کم او صادارت زيات کړل شی. همدارنګه د وخشي حيواناتود ژوند ساتنې، حياتي تکنالوژي ،  د نسل اصلاح ، د اوږد مهاله توقعاتو د وترنری څخه شميرل کيږی . د پروتينو ،شحمياتوکموالی او بی کيفيته دواګانو موجوديت د وترنری د راتلونکي مهمو چيلنجونو څخه شمېرل کيږی. همدارنګه د  ساينسدانانو تر منځ د هغه ساينسي معلوماتو شريکول ، کوم چې  د غذايې موادو د ساتنی او انساني صحت پورې اړه لري .  د وترنری علومو پوهنځی مسؤليت دا دی ، چې قوي علمي شخصيتونه فارغ کړي، هغوی خپل ملی مسؤليتونو ته متوجه کړي، د وحشي حيواناتو د ژوند په باره معلومات ورکړي،  انساني صحت په ساتنه کې رول ولري او په هغه څه کې پرمختګ وکړي ، کوم چې د راتلونکي  لپاره يې د مالداری مخه نيولي  ده ، چې  د دغه مسؤليت پوره کول په ديپارتمنتونو پورې اړه  لري . مونږ ضرورت لرو ، چې ډير زيات کوشش وکړو ترڅو ښه راتلونکی ولرو او زيار به باسو ،  خپلو څارويو ته ښه پالنه او روزنه ورکړو تر څو وکولای شو صحي حيواني محصولات خپلو خلکو ته وړاندې کړو.

په درنښت

پوهنيار اجمل خوستی

د وترنري پوهنځي ريس

د پوهنځي رئيس لنډه پیژندنه: 

ښاغلی  اجمل خوستی د وترنري پوهنځي  رئيس ،چې بيوګرافی  يا لنډه پيژندنه يې په لاندې توګه ده.

نوم : ښاغلی اجمل خوستی

پلار نوم: ګل مرخان

دزېږېدو نيټه : ۱۳۶۱هـ

دزېږېدوځای : خوست ولايت، مرکز متون ، چولانو کلی .

 مدنی حالت : متاهل

اوسنی استوګنځی : چولان ، ولسوالی مرکز متون،  خوست

ښاغلی پوهنيار اجمل خوستی په ۱۳۸۲هـ کال کې د کابل پوهنتون د وترنري پوهنځی څخه فارع شوی دی او خپل د ديپلوم د دفاع لپاره يي د(د خوست په ولايت کې د ليونې سپي ناروغيو مطالعه ) تر عنوان لاندې تحقيقاتي موضوع حمايه کړي.

پوهنيار اجمل خوستي په کال ۱۳۹۰هـ  کال کې د مالداري په څانګه کې د تاجکستان هيواد زراعتي پوهنتون څخه خپله ماستري اخيستي او خپل تيزس يې د کابل ولايت د بنی حصار فارم د شيدو غواګانو "The milk productivity and linkage to reproductive feature dairy cows in farms," Bini Hisor "the city of Kabul Islamic Republic of Afghanistan" باندې تکميل کړی دی.

ښاعلی اجمل خوستی علاوه پر دې په لاندې بيلابيلو داخلي او خارجي ورکشاپونو کې هم ګډون کړی دی.

Forage and livestock production ( ۲۰۰۸)                    ICARDA International, Baghlan Afghanistan

An Introduction to Agricultural Production                  ICARDA International, Aleppo, Syria

For Research and Demonstration Farms (۲۰۰۷)

Zafran Extension Seminar (۲۰۰۷)                                 DACAAR and ICARDA- Herat, Afghanistan

Animal Infection Disease Workshop (۲۰۰۷)          Afghanistan Veterinary Association, Kabul, Afghanistan

Animal Nutrition course (۲۰۰۶ )                                Peshawar Agricultural University, Peshawar, Pakistan

ښاعلي اجمل خوستی د افغانستان په مختلفو ولايتونو کې دمالداری په برخه کې په بيلا بيلو ورکشاپونو کې د ترينر په صفت هم دنده سرته رسولي ده، چې اوس مهال  د وترنري پوهنځی د رياست چارې په غاړه لري.

ايميل ادرس: ajmalkhosti@ymail.com  تيلفون شميره: 0799 861398