بیوګرافی

د شيخ زايد پوهنتون د وترنري پوهنځي تاريخچه :

وترنري پوهنځۍ په ۱۳۹۱ کال کې د لوړو زده کړو وزارت له خوا د يوې مستقلې پوهنځۍ په حيث د شيخ زايد په پوهنتون کې د دريو ديپارتمنتونو (Pre clinic, Para  clinic and clinic ) په لرلو سره منظوره شوی ده.  سره له دې چې نوموړي پوهنځۍ د تدريس لپاره ځانګړي وداني نه لري، او د تدريس لپاره د زراعت پوهنځۍ له تعمير څخه ګټه اخلي.  د شيخ زايد پوهنتون  د اداری د معلوماتو له مخې د وترنري پوهنځۍ لپاره د مخدره توکو رياست  د شپږ لکه او دوه زره ډالرو په ارزښت  د نوی ودانې جوړولو  وعده شوي ده. خوبيا هم ۱۳۹۲ کال درسي بهير يې په برياليتوب سره  سرته ورساوو. د تدريسي تعمير د نشتون سره په څنګ کې نوموړي پوهنځۍ د  کدري استادانو ستونزه هم لري يواځي په دې پوهنځۍ کې دري کادري استادان هريو پوهنيار اجمل خوستی، نامزاد پوهيالی ممتاز  او نامزاد پوهيالی اسماعيل کمال  دي،  نوموړي پوهنځی پنځه بستونه نور هم په اختيار کې لري، چې دلوړو زده کړو وزارت په سايټ کې اعلان ته ورکړل شوي دي.