بیوګرافی

مقدمه(سریزه)

لکه څنګه چې دهرهیواد اساس ټولنیزې اسنتیاوې ،پرمختیاوې ،اقتصادي پرمختګ ،دغوره استعدادونورامنځ ته کیدل دغوره زده کړې له لارې رامینځ ته کیدای شی بناء ٌ دشیخ زایدپوهنتون شرعیاتو پوهنځی هم دلوړوزده کړودلوایحواو مقرراتو سره سم په پام کې لري چې خپلې اسلامي جامعې ته په علم سمبال او غوره کادرونه دخدمت په موخه وړاندې کړي، چې دهیواد په ټولنیزو چارواو امنیت کې اغیز من رول ولوبوي همدارنګه دشیخ زایدپوهنتون دشرعیاتو پوهنځی په پام کې لري چې په اسلامي ،ملي ،اجتماعي اوافغاني روحيه باندې روزل شوي محصلین ټولنې ته وړاندې کړي ترڅونوموړي ځوان فارغان ديوسالم فکرپه درلودلو سره دډیرو جنګونواو کړاونو څخه وروسته دسالم فکر په درلودلوسره دډیروجنګونواوکړاونوڅخه وروسته یوسالم نظام اوباثباته اداره رامنځ ته کړی همدارنګه دشرعیاتو پوهنځی په پام کې لري چې دټولنې دخدمت لپاره داسې په علم سمبال ځوان کادرونه وړاندې کړي چې دغه خوان کادرونه دخلکو دحقوقو دخوندیتوب ،سالم مدیریت درامنځته کیدو،دخلکوترمینځ دغوره فیصلو کولو،په عدلی او قضایی چارو کې دښه او غوره سمون وړتيا درلودلواوپه محاکمو کې دواسطې پرته دخلکو ترمینځ دفیصلو کولو وړتیا ولري اوهم بايددپخواپه څیردشرعیاتو پوهنځي استادان اوفارغان ددې توانمندي ولري چې دسترې محکمې ،عدلي اوقضايي ارګانونوبرسیره ددولت په نوروغوره پوستونوکې اوهم ددولت دلوړرتبه خلکولپاره دمشاورپه صفت پاتې شي .                                                                     

بناءً دشیخ زاید پوهنتون دشرعیاتوپوهنځی غواړي چې دلوړوزده کړووزارت دلوایحو اومقرراتو په چوکاټ کې ذکرشوي مطالب په لاس راوړي چې دامرمنامه به دلوړوزده کړووزارت دلوایحواو مقرراتو سره سم دشیخ زاید پوهنتون دشرعیاتو پوهنځي په استادانو او محصلینو باندې پلې شي ترڅودامرمنامه ددې لامل وګرځي چې په خپلواستادانواومحصلينوکې دیني اواسلامي روحيې پربنسټ دبشردوستۍ ،امنیت ،دملي نوامیسوساتنې اوقانون ته دوفادارۍ احساسات راوپاروي ترڅویې په افغاني ټولنه کې مثبتې اغیزې لکه دلمرپه شان وځلیږي اودشیخ زاید پوهنتون دشرعياتوپوهنځي استادان اومحصلین دلوړوزده کړووزارت دلوایحو اومقرراتو سره سم به لانورهم خپلوهڅوته دوام ورکړي اوکومې نیمګړتیاوې چې لري يي دشرعياتو پوهنځی غواړي چې استادان اومحصلین يې پدې وتوانيږي چې هغه نیمګړتیاوې دتجربوپه لاسته راوړلو،وړاندیزونو،اوخپلو دومدارو هڅو سره له مینځه یوسي اوهغه خالیګاوې دغوره استعداد ونو په رامنځ ته کیدوسره ډکې کړي ،ترڅو دشرعیاتو پوهنځی وکولای شي خپلولوړواهدافوته ځان ورسوي.                                                                                           

لنډه تاريخچه:

دشيخ زايد پوهنتون په ۱۳۸۱ کې چې د۲۰۰۲ ميلادي کال سره سمون خوري دپاکستان دپيښور ښارڅخه افغان پوهنتون په نامه کوم چې په يو لړ پوهنځيو مشتمل ؤ خوست پوهنتون ته را انتقال شو په همدغه کال دلوړو زده کړو وزارت محترم مقام لخوا شرعيات دحقوقو، شرعياتو اواداره او تجارت پوهنځي په چوکاټ کې دډيپارټمنټ په توګه منظور کړای شو او په ۱۳۸۳کال کې دوزارت دمحترم مقام لخوا ورته محصلين معرفي شول چې په دې توګه يې د۱۳۸۳کال څخه دفارغ ده ديپارتنمت په توګه فعاليت پيل کړ او په ۱۳۸۸کال کې دمستقل پوهنځي په توګه ومنل شو .     دغه پوهنځی په لومړي سرکې ديو يادوه تنو رسمي استادانو په مټ پيل شوی اوزیات درسونه یی دقراردادی استادانولخوا پرمخ بیول کیدل او اوس يې درسمی استادانو شمير لسو تنو ته رسيږي.                                                                         

دشرعياتوپوهنځی په لاندينيو څانکو مشتمل دی:

۱-دفقه او قانون ډیپارټمنټ دفارغ ورکوونکی په توګه.

۲- داسلامی تعلیماتو دیپارټمنټ دفارغ نه ورکوونکی په توګه .

۳- داسامی ثقافت دیپارتمنټ چی په ټولوعصریپوهنځیو کی خپل درسی پلان تعقیبوی .

دشرعیاتو پوهنځی خپل پروګرامونه تردی دمه په دریو برخو کی پرمخ بیایی:

۱- فقه اوقانون ديپارټمنټ

لکه څرنګه چې دنوم څخه يې څرګنديږي ، دهغه ديپارتمنټ څخه عبارت دی چې په دې کې داسلامي فقې او قانون په اړوند مضامين تر بحث لاندې نيول کيږي  ياپه اسلامي علومواو قانون باندې پوهه اشخاص روزي او ټولنې ته يې دخدمت په موخه وړاندې کوي.

۲-اسلامي تعليماتو ديپارتمنټ

دهغه ديپارټمنټ څخه عبارت دی چې په دې کې  دټولونه مخکې  الهي کتاب قرآن عظيم الشان ،تفسيراو نبوي احاديثوتشريح  تر  بحث لاندې نيول کيږي ورپسې  دټولو اسلامي علومو څخه څيړنه کوي اوبالاخره په اسلام باندی پوهه اوپه اسلامی فکرسمبال داعیان روزی او ټولنی ته یی دخدمت په موخه وړاندی کوی.

۳-داسلامی ثقافت ديپارټمنټ :

نوموړی دیپارټمنټ پوهنتون شموله دیپارټمنټ دی اودټولوعصری پوهنځیو محصلین داسلامی فرهنګ، داسلام مبارک دین داساساتو ،افکارو،اخلاقو،آدابو،کورنی ژوند،اسلامی سیاست ،معاملاتواوداسی نوروسره آشناکوی اوخبروی یی.

دشرعياتو پوهنځي تردې دمه په مجموعي توګه په پنځو دورو کې ۸۸ فارغين دټولنې چوپړ ته وړاندې کړي دي .

دوهم فصل

دپوهنځی جوړښت:

دشرعیاتو پوهنځی جوړښت په لاندی ډول دی:

الف: اداری جوړښت:

۱-ریاست .                   ۲- معاونیت                         ۳- تدریسی مدیریت      

۴- دډیپارتمنټونواو اجرائیه مدیریت           ۵- دکتابتون مسول (لابرانت)       ۶- ملازم

۱- دپوهنځی رئیس دفاکولتې داکاډمیکواو اداری چارو په برخه کې عمومی مسؤل اوبا صلاحیته شخص دی چې دډیپارټمنټونوآمرینو ،دپوهنځی مرستيال اونورو اداری او مسلکی کارمنداتو سره دموخو دلاسته راوړلو په برخه کې همکاري اوهمغږی کوونکی اولوړو مقاماتوته مسؤل اوجواب ګودی.

۲-دپوهنځی معاون درئیس په غیاب کې دپوهنځی ټولې چارې سنبالوونکی اودرئیس په موجودیت کې دهغه سره مرستندوی دی.

۳-تدریسی مدیریت:  دتدریسی مدیردو‌ظایفولنډیز په لاندې ډول دی:

دقوانینواومقرراتوسره سم دپوهنځي مربوطه استادانواومحصلینودتدریسی چارو تنظیمول اوترتیبول ،تقسیم اوقات ،داستادانوداسنادواو سوابقوترتیبول،دریئس لخوا ورسپارل شوې دندې ترسره کول .

۴-دډیپارټمنتونواو اجرائیه مدیر: دنوموړی مدیردوظایفو لنډیز په لاندې ډول دی:

دجدیدالشمول محصلینو ثبت نام ،دتقسم اوقات ترتیبول ،دناکام ،محروم اوغیرحاضرومحصلینواحصايئه ،دبدل اعاشې اولیلیی دمستحقو محصلینولست ترتیبول،دکارتونو توزیع کول،داستادانوکارمندانواومحصلانو نومونه په دیتابس کې درج کول

اودريئس لخواورسپارل شوې دندې ترسره کول.

۵-دکتابتون مسؤل ،دپوهنځی داکادمیک پرسونل اومحصلینو سره دهغوی دعلمي سویې دلوړولو په خاطر مرسته کوونکی اودمطالعې لپاره سهولتونه برابروونکی دی اودپوهنځی ریاست ته جواب ګو دی.

۶-ملازم دپوهنځی دتجهیزاتو ساتوونکی ،صفایی کوونکی ،اړوند مراجعو ته دمکتوبو نووړونکی اوریاست او تدریسی مدیریت ته جواب ګو دی.

ب- ديپارتمنتونه :

ددیپارټمنټ آمر دوظایفو لنډیز په لاندې ډول دی:

تدریس ،داړونده مضامینومفردات ،کاری پلان تعقیب اوتنظیمول،داړونده استادانو درسی ،علمی اومیتودیکی امور کنترولول ،دمربوطه استادانو رهنمايی کول،ددیپارټمنټ اداری اوعلمی چارې پرمخ بیول،ددیپارتمنت غونډې او شوراګانې دائرول ،دپوهنتون او پوهنځي دعلمي پریکړو په خپل دیپارټمنټ کې پلی کول.

۱- تعلیمي پلان:

دشرعياتوپوهنځي داوس لپاره دوه ديپارټمنټونه لري چې يویې دفقه اوقانون اوبل يې داسلامي تعلیماتوديپارتمنت دی دفقه او قانون دیپارتمنټ یې فارغ ورکوونکی اوداسلامي تعلیماتو دیپارتمنت یې تردې دمه فارغ ورکوونکی نه دی.                        دفقه اوقانون په ديپارتمنټ کې فعلاً (۳۵۴) برحال محصلین د(۹)رسمي او څلوروقراردادي استادانوترنظارت لاندې په زده کړو بوخت دی.                              دشرعیاتو پوهنځي خپل درسي کريکولم داوس لپاره د کابل پوهنتون دشرعياتو پوهنځي دکريکولم سره سم عيارکړیدي چې په نوموړي کريکولم کې اکثراً قدیمي متون مقرردي چې دپوهنځي داستادانولخواپه قدیمي اوجديدومیتودونوسره تدریس کيږي ،هراستاددخپل مضمون مفردات ددرسي پلان سره سم تدریسوي ،دمحصلینواواستادانو دحاضریودکنترول په موخه لازم تدابیرنیول کیږي .                                             اوددې ترڅنګ دشرعیاتو پوهنځي استادان په عصري پوهنځيوکې داسلامي ثقافت دمضمون مفردات ددرسي پلان سره سم تدریس کوي .                                                            

۲-دهرمضمون درسي مفردات :                                                                             دهرمضمون مفردات ددې مرامنامې په اخرکې ضمیمه دي .                                                ۳- دمحصلانو تعداد:  

په تیروڅوکلونوکې دجذب شویومحصلینو احصايئه په لاندې ډول ده:

کال ۱۳۸۶  * ۳۶ نفر.

کال ۱۳۸۷  *  ۴۳ نفر .

کال ۱۳۸۸ * ۱۱۶ نفر .

کال ۱۳۸۹ * ۸۳ نفر .

کال ۱۳۹۰ * ۱۱۸ نفر .

کال ۱۳۹۱ * ۱۹۲ نفر .

کال۱۳۹۲-۱۷۲ نفره.

دشرعیاتوپوهنځي څخه دفارغ شویومحصلینو احصايئه:

اول نمره محصلين

دفراغت کال

دفارغو محصلينو شمير

دفراغت دوره

حسام الدين ولد عبدالرحيم

۱۳۸۶

۱۲

لومړۍ دوره

احسان الله ولد محمداکبر

۱۳۸۷

۲۰

دوهمه دوره

حبيب الرحمن ولد علي اکبر

۱۳۸۸

۱۶

دريمه دوره

محمدانورولد محمدهاشم

۱۳۸۹

۲۰

څلورمه دوره

عنايت الله ولد رفيع الله

۱۳۹۰

۲۰

پنځمه دوره

نصیب الله ولد رفیق

۱۳۹۱

۶۵

شپږمه دوره

محمد اسحق ولد داد محمد

۱۳۹۲

۳۲

اوومه دوره

/

/

۱۸۵

جمله

دمحصلينو اوسنی حالت :                                                                            

کتنې

اول نمره

ناکام

محروم

دمحصلينوشمير

ټولګی

شماره

 

عطا الرحمن ولد محمد طاهر

 

۳

۶۵

اول تعلیمات

1

 

رحمن الله ولد ظابط خان

 

۴

۱۰۷

فقه او قانون اول

 

 

نظام الدین ولد چراع الدین

 

۳

۱۴۳

دوهم

2

 

ثواب خان ولد عبد القیوم

 

 

۶۹

دريم

3

 

محمد اسحق ولد دادمحمد

 

 

۳۲

څلورم

4

۴۱۶جمله برحال محصلین

/

 

۱۰

۴۱۶

جمله

5

 

 

 ۴-شرعياتو پوهنځي کې دشمولیت شرایط:

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځي د هیواد د نافذه قوانینو او د لوړو زده کړو وزارت د لوائحو او مقرراتو سره سم هغه کسان چې ددولسم ټولګیو څخه فارغیږي او د ټاکل شوي امتحان (کانکور) له لارې د هیواد مختلفو پوهنتونو ته د شمولیت لار پیداکوي د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی هم د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو سره سم د محصل په توګه مني او ددوی لپاره په ملي او اسلامي روزنه د لوړو زده کړو وزارت د مقرراتو او د هیواد دنافذه قوانینو سره سم پخپل فعالیت پيل کوي او ټولنې ته یې په علم سمبال او غوره کادرونو په توګه وړاندې کوي.                                                                                   

د شرعیاتو پوهنځي څخه د فراغت شرائط:                                                        

د شرعیاتو پوهنځي هغه محصلینوته چې د هیواد د نافذه قوانینو او دلوړو زده کړو وزارت د لوائحو او مقرراتو سره سم خپله تحصیلي دوره په بشپړه توګه پای ته ورسوي او خپل تحصیلي مونوګراف د رهنما استاد په لارښونه بشپړ کړي د لیسانس سند ورکوي او ټولنې ته یې د خدمت په موخه وړاندې کوي.                                                                   

۵-د فارغانو لپاره کاري فرصتونه:                                                                   

د شیخ زاید پوهنتون شرعیاتو پوهنځی تردې دمه پنځه دورې فارغان ټولنې ته د چوپړ په موخه وړاندې کړیدي چې د یوې غیر رسمي احصائيې له مخې ۹۰٪ نوي فیصده یې دولتي او غیردولتي موسسو کې په کارونو بوخت دي.                                                     

د شرعیاتو پوهنځي څخه فارغ افراد کولای شي چې د هیواد د عدلي او قضائي نظام په اصلاح کې ارزښتناک رول ولوبوي.                                                                  

همدا راز د شرعیاتو پوهنځیو فارغان او استادان کولای شي چې د هیواد په قضائي او عدلي نظام کې د مشاورینو په صفت دنده ترسره کړي او دقانون د حاکمیت د استقرار د کمیټې غړیتوب او یامشري وکړي.                                                                                 د شرعیاتو پوهنځیو فارغان او استادان د افغانستان داساسي قانون او نورو فرعي قوانینو په تدوین کې رغنده رول لوبولای شي.                                                                 

همدا شان د شرعیاتو پوهنځي فارغان کولای شي چې د عدلي او قضائي ارګانونو برسیره په څارنوالۍ ،ملي امنیت،حج او اوقافو وزارت،معارف وزارت،د لوړو زده کړو وزارت،د بهرنیو چارو وزارت ،پوهنتونونو،مدارسو،لیسو،مکاتبو او نورو دولتي او غیردولتي مؤسسو کې خپلې دندې ترسره کړي.                                                                          

۶- دمحصلانو لپاره تسهيلات:                                                                        

دشيخ زایدپوهنتون شرعياتو پوهنځي ټولې تدریسي اواداري چارې دلسو (۹) تنو استادانواودووتنو اداري مامورینولخواپرمخ بیول کیږي چې دشرعياتو پوهنځي استادان دفقه اوقانون ،اسلامي تعلیماتو اوثقافت دیپارتمنتونوپه برخه کې خپل درسي بهیرته دوام ورکوي چې په ځانګړي ډول دشرعياتو پوهنخي محصلان دفقه اوقانون په دیپارتمنټ کې خپلې زده کړې ترسره کوي ،چې فعلاً همدغه يوه دیپارټمنټ څخه ټولنې ته غوره اوپه علم سمبال کادرونه وړاندې کوي ولې متاء سفانه چې لاتراوسه یې دانټرنیټ لپاره ،دکمپيوټرو ديوې غوره اوغني کتابخانې په برابرولوکې کومې ځانګړې اسانتياوې ندي ترلاسه کړې اګرکه دشرعياتو پوهنځی دیوې کتابخانې درلودونکی دی خونوموړی کتابتون دمحصلینواواستادانوستونزې په بشپړه توګه نه شي حل کولای .                                                                              

څلورم فصل

هدفونه:                                                  

 دشرعياتو پوهنځي بنسټیزاهداف:                                                 

« دلوړوزده کړودقوانینواومقرراتو سره سم دمسلکي پوهې حاصلول.

«دهیواددملي پروګرامونوسره سم په ټولنه کې دذکرشوې پوهې خپرول.

« په علمي ،عملي اونظري توګه دمحصلینوروزل.

« په اسلامي اوملي روحیه دمحصلینو روزل .

« په قانون باندې پوهه قضات ټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کول.

«داسلام مبارک دين اساسي مصادرو باندې پوهه حاصلول .

« په قرآن اوسنت باندې داغيارو داعتراضونودفاع کول .

«داسلام څخه صحيح پوهه اوبرداشت حاصلول .

«په اسلام کې زيات شوي خرافات او رواجونه پيژندل او دهغې ردول .

«په اسلام باندې پوهه او په اسلامي فکر سمبال داعيان روزل اوټولنې ته دخدمت په موخه وړاندې کول.

۲- اهدافوته درسیدو ستراتیژی :

ذکرشویواهدافوته درسیدوپه خاطر باید لاندې مواردپه نظرکې ونیول شی :

۱- څرنګه چې دشرعیاتو پوهنځی اهداف ډیر لوړ ،پاک او سپیڅلی دی نو له دې کبله دشرعیاتوپوهنځي استادان اومنسوبین بایدخپل همت لوړاواخلاص زیات کړی . ۲- دشرعیاتوپه پوهنځی کې دلاښه تدریس په موخه داستادانوتعداد بایدزیات کړل شی چې حداقل (۲۵)تنو ته یې تعداد ورسیږی.                        

۳- داستادانو دسویی دلوړولو په خاطر بایدلنډمهاله داخلی او خارجي مسلکی تریننګونولپاره زمینه مساعده شی .

۴-په داخلي او خارجي سطحه دشرعیاتو پوهنځيوسره توامیتونه ایجادکړل شي ترڅودشرعیاتو پوهنځي استادان اومحصلین باید دنور مترقي پوهنځيوله تجربوڅخه ګټه واخلي .         

۵-ټول استادان اومحصلین بایدنوي اوعصري تکنالوجۍ لکه انټرنيټ او اودهغې ملحقاتوته لاسرسی ولري .

۶- دشرعیاتو پوهنځي دعلمي مستوا دلوړولوپه خاطر دهيواددننه اوبهر دماسټرې او دوکتورا چانسونه برابر کړل شي.

۷-دشرعياتوپوهنځي په پام کې لري چې دلازیاتو محصلینودجذبولوپه منظور داسلامي تعليماتو ديپارتمنت دفارغ ده په توګه په ۱۳۹۲کال کې فعال کړي .

۸-دشرعياتو پوهنځی په پام کې لري چې دلاښه تدریس په موخه او دمسلکی کادرونو جلبولواواستخدام په خاطر ، داسلامي ثقافت ،عقيدې ،تفسیر ،حديث او اصول فقه ديپارټمنټونه دغير فارغ ده په توګه ايجاد کړي .

۹-داستادانو لخواباید په جلا جلاشرعي اوعلمي موضوعاتو باندې کنفرانسونه اوسیمینارونه دائرکړل شي .

۱۰-دمحصلینو دذهني انکشاف او ودې په خاطرعلمي او ذهني مسابقې جوړې کړل شي.

۱۱-دشرعياتو پوهنځي ته باید کافي تدریس خونې په واک کې ورکړل شي .

۱۲-دشرعیاتو پوهنځي مربوطه ديپارتمنتونوته خونې په واک کې ورکړل شي .

۱۳- دشرعیاتو پوهنځي دکتابتون دغني کولولپاره باید په کافي اندازه شرعي اودیني کتابونه خریداري کړل شي .

۱۴-دشرعیاتو پوهنځي محصلينو اواستادانو ته باید دعلمي سفرونو لپاره زمينه برابره کړل شي .

۱۵-دشرعياتو پوهنځي اداري برسونل باید زیات کړل شي .

۱۶-شرعياتو پوهنځي ته دضرورت وړشيانو لپاره يوڅه اندازه مالي امکانات په واک کې ورکړل شي .

۱۷-د شرعیاتو دشپې پوهنځی باید فعاله شې چی رسمآ پیشنهاد شوی هم ده.

پورته ذکرشوي مرام نامه د شرعیاتو پوهنځی د علمی شوری د هدایاتو موافق ترتیب او تائید ده.

د شرعیاتو پوهنځی مرام نامه او هدافونه دپوهنځی د علمی شوری ۱۳۹۲/۱۰/۱۱ نیټې غونډه کې چې د پروتوکول نمبر یې(۱۱)دی تائید او تصویب شول.

غړی                غړی                غړی        مرستیال                 (د علمی شوری ریس)

 

پای