د ریئس پیغام

په یوه اسلامي هیواد کې ترټوبنسټیزه موخه په اسلامي علومو دځوان نسل مسلح کول اوروزل دي دموخې ته درسيدلولپاره اغيزمنې هڅې اوپرعلمي اوعملي بڼه متکي یوغښتلی پلان ته اړتیا وې لري چې طرح کول اوپرلپسې دوام ورکول ټینګ ایمان اوعزم اوهرنوع تعصب کرکې اوتبغیض اودانحراف پرته هوډ غواړي ۰دشرعیاتو پوهنځی همدې موخې ته درسیدو لو په نیت خپل لومړی توبونه په لاندې   برخوکې تنظیم کړیدي لومړی- په علمي برخه کې دشرعیاتوپوهنځی دهرکال په پیل کې اودهرسمستر په پیل کې په دې موخه چې داړونده پوهنځی علمي چارې په منظم ډول پرمخ ولاړې شي اودهرنوع نقص خاله اوکمبود پرته بشپړشي داستادانويوه علمي غونډه چې دعلمي شورائ چې دعلمي شورائ ترعنوان لاندې دایريږی راغوښتل کيږي اړونده مسولیتونه اوچارې خپلواستادانوته سپاری چې ديوعلمي   لپاره دکار دپیل اوښه تنظیم لپاره غوره تګلاره ده۰

دوهم- دشرعیاتو پوهنځی په دوهم پړاوکې دخپلواستادانواوعلمي کادرونوپه غښتلتیا کې دهیواد دننه اوبهرڅخه دماسټرې اودکتوره دترلاسه کولو په موخه هلې ځلې کړي ترڅویی خپل استادان دعالي زده کړوڅخه برخمن شي اودراتلونکونسلونوپه غوره روزنه اوپوه کې رغنده ګامونه پورته اوخپلې اسلامي ټولنې ته علمي واقعي کادرونه وړاندې کړي۰دریم- دشرعیاتوپوهنځی لکه چې دنوم څخه یی ښکاری یوداسې اساسي پوهنځی ده چې دهرعصراوزمان اودهرې پرګانې داساسي اوبنیادي اړتیاوو درفع کيدودندې په غاړه لري چې غوره بيلګې يې په لاندې ډول دي ۰                                                       

۱- دشرعیاتو پوهنځی فارغين دهيواد دقضایی چارودترسره کیدودندې په غاړه لري بنآموږتل هڅې کړيدی اوکوویې چې خپلې اسلامې ټولنې ته داسې علمي اومسلکي کادرونه وړاندې کړو چې دخپلې ټولنې په زخمونو دملهم پټی کیږدی اوحق دباطل ظالم دمظلوم اودوطن په هرنوع خیانت کونکوباندې داسلامي شريعت مطابق حکمونه صادرکړي ترڅوزمونږټولنه دهرنوع هرج مرج اوناخوالوڅخه پاکه اوستل شوي وي                     

۲- دشرعياتو پوهنځی دهیواد په ټولواداراتوکې دخپلومسلکي کادرونولپاره دکار اوعمل زمینې ورکونکي ده هغه که ددفاع وزارت په چوکاټ کې وي اوکه دزراعت....الخ بنآ لازمه ده چې دشرعياتو پوهنځی خپل علمي کادرونه په اسلامي اووطن دوستانه مینه وروزي ترڅودهرنوع ناخوالوڅخه زموږدرديدلی اوزوريدلی                                  

۳- دشرعیاتو پوهنځی تل په دهڅه کې ده چې خپلې اسلامي ټولنې ته واقعي علمي کادرونه وړاندې کړي بنآ دشرعیاتوپوهنځی دیوریس په حیث زما پیغام ټولو وطنوالو ته دادی چې خپل هغه بااستعداده پوه اوهوښیاربچیان دشرعیاتوسپڅلي مسلک ته وقف کړي ترڅوستاسواوستاسودنورووسلمانانووروڼوددنیااواخرت دکامیابی اونجات ذريعه وګرځي

 

عبدالجلیل شهیدزی 

دشرعیاتو پوهنځی ریس