د کرنې پوهنځی دریس پیغام

د وخت په تېرېدو سره کرنې ډېر پړاوونه وهلي او د يو علم په حيث يې خپل ځان راڅرګند کړی دی. پخوا وختونو کې داسې تصور کېده؛ کوم ولسونه چې زياتې ځمکې لري، نو د هغوی حاصلات زيات کيږي. د زياتو ځمکو لاس ته راوړلو له پاره تل غښتلو قومونو په کمزورو قومونو باندې يرغل کولو او د هغوی ځمکې او جايدادونه به يې تر لاسه کول، خو نوموړي حرص هم ونشو کولی چې د هغوی اختياجات پوره کړي. د وخت په تېرېدو سره انسانانو ته دا فکر پيدا شو چې دغه ځمکې د نفوس د زياتوالي له امله ويشل کيږي او نشي کولی چې د وګړو ټولې اړتياوې پوره کړي نو بايد نورې لارې - چارې ولټول شي چې تر څو د نفوسو زياتوالي سره موازي په کرنيزو توليداتو کې زياتوالی راشي، نو دا به د سولې او امن ضمانت ورکړي لکه پوهان وايي چې په لوږه خېټه سوله نه شي راتلای. نوموړي هدف ته د رسيدو په خاطر دزمانې په تېرېدو سره په مختلفو وختونو کې د کرنې په ډګر کې پرمختګ منځ ته راتللو او د کرنې نوی علم يې رامنځ ته کړ.  د کرنې د علم له امله په نړۍ کې د لوږې خطر له منځه ولاړ، د خلکو کوچېدلو ته يې د پای ټکی کېښود او صنعت ته يې پراختيا ورکړه، نو بالاخره د خلکو په هوسايېنه او د ژوند په عصري کولو کې يې پوره ونډه واخيسته. کوم هېوادونه چې د کرنې د نويو او پرمختللو ميتودونو څخه په سمه او اغېزمنه توګه کار اخلي، د هغوی کرنيز حاصلات زيات شوي او د کمو وګړو په بوختيا سره توانيدلي چې د زياتو خلکو له پاره خوراکي، پوښاکي، سون توکي او داسې نور مواد برابر کړي. اما په ځينو نورو هېوادونو کې چې کرنې عصري بڼه نده غوره کړې ، د هغوی حاصلات کم، زياتره غذايي توکي له نورو هېوادونو څخه واردوي نو په داسې حال کې د حکومت کمزوري اداري سيستم له امله نشي کولی چې د کرنې په سيستم کې د پام وړ اصلاحات را منځ ته کړي چې په پايله کې حکومت يې استقرار نه مومي، همېشه بهرنۍ مداخلې د دې سبب ګرځي چې ولسواکي ته خطر پېښ کړي. داچې زموږ په ګران  هېواد کې هم کرنې عصري بڼه نده غوره کړې ، نو دغه هدف ته د لاس رسۍ په خاطر ضروري ګڼل کيږي چې د کرنې علم ته پراختيا ورکړل شي ترڅو زموږ هېوادوالو ته په کور دننه ډېرې اړتياوې د دغه سکتورله برکته پوره شي، نو په کار ده چې زموږ حکومت د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د کرنې لېسې، موسېسې، څړنيز مرکزونه او پوهنځي ايجاد کړي تر څو هېودوال وکولی شي چې په همدې علمي ځايونو کې زده کړې وکړي او د کرنې په ډګر کې يو لوی شين انقلاب را منځ ته کړي. شيخ زايد پوهنتون هم د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر د کرنې پوهنځی لري او تر اوسه پورې يې په خپل يولس کلن يون کې ډېر کادرونه د ټولنې د چوپړ له پاره وړاندې کړي دي او کلک هوډ لري چې نوموړي يون ته به پراخه پرمختګ ورکوي چې تر څو خپلو وطنوالو او نړيوالو ته د زړه له کومې،د هر ډول تبعيض څخه پرته خدمات وړاندې کړي.        د کرنې ميکانيزه کولو او عصري تيکنالوژيکي وسايلو څخه په ګټې اخيستنې سره نوموړی پوهنځی کولی شي چې د سيمې هېوادونو سره، د کرنې په ډګر کې سيالي وکړي خو نوموړی کار هله شونی دی چې د نوموړي پوهنځي ټول استادان د مختلفو هېوادونو له بورسونو څخه برخمن او د هغوی تجربې د هېواد د بهبود او پرمختګ له پاره په کار يوسي.کرنې پوهنځی خپل فرض ګڼي چې ټولنې ته داسې غړي وړاندې کړي چې په خپلو دندو کې امين او صادق وي اود خپلې ايماني او وطني مينې له کبله وکولی شي چې يو دوامداره زراعت رامنځ ته کړي چې پولې يې نه يواځې په هېواد پورې محدودې پاتې شي بلکه د هغوی له تجربو څخه نړيوال هم برخمن شي. کرنې پوهنځي په لومړي سر کې په خپلو ناچيزو امکاناتو سره خپل مسير ته دوام ورکړ او اوس الحمدالله د يو روښانه سباوون په لور ګامونه اخلي او راتلونکی يې روڼ معلوميږي. دکرنې پوهنځي رهبري لرليد دادی چې دغه اداره نه يواځې په محلي بلکې د سيمې په کچه يوه بااعتباره او په مسلکی لحاظ منل شوې اداره وي، تر څو خلکو ته د هوسا او په خپل ځان د بسيا ژوند په موخه وړ خدمات عرضه کړي. مونږ دټولو هغه علم پالونکو څخه مننه کوو چې د هېواد په ګوټ – ګوټ کې د پوهنې لمرينې وړانګې خپروي، په هېواد کې د خوراکي توکو په پيداکولو، هغوی ته دآ غيزمنو لارو په موندلو کې اوږدې شپې سبا کوي او خپل ټول ژوند د انسانيت په خدمت کې په مصرف رسوي. کومو وګړو چې  انسانيت ته کار کړی، د هغوی نومونه په يوقوم پورې محدود پاتې شوي نه دي، بلکې د نړيوال شهرت څخه برخمن شوي دي او د هغوی کارنامې  تاريخ په ډېر وياړ سره يادوي. په افغانستان کې هم داسې ډېر نوميالي تېر شوي دي چې د هغوی  تجربو څخه نړيوال اوس هم ګټه اخلي. بشريت ته خدمت په علم او پوهنې سره کيږي او د علم ځايونه مدرسې او پوهنتونونه دي. راځئ چې د علم له پاره يو پراخه لاريون وکړو ترڅو دا لمرينې وړانګې د هېواد ټولو ځايونو ته ورسوو او د پوهنې د فيض او برکت څخه زموږ ټول اوسيدونکي ګټه واخلي او خپله مېنه تل پاتې روښانه وساتو.                                                                                                                                                         

د يو ښکلي او سمسور افغانستان په هيله

پوهنيار عبدالخليل افغاني

د کرنې پوهنځي ريس

د کرنې پوهنځی