د كرهنى پوهنځى

د کرنی پوهنځی د ریئس پیغام 

د وخت په تېرېدو سره کرنې ډېر پړاوونه وهلي او د يو علم په حيث يې خپل ځان راڅرګند کړی دی. پخوا وختونو کې داسې تصور کېده؛ کوم ولسونه چې زياتې ځمکې لري، نو د هغوی حاصلات زيات کيږي. د زياتو ځمکو لاس ته راوړلو له پاره تل غښتلو قومونو په کمزورو قومونو باندې يرغل کولو او د هغوی ځمکې او جايدادونه به يې تر لاسه کول، خو نوموړي حرص هم ونشو کولی چې د هغوی اختياجات پوره کړي. د وخت په تېرېدو سره انسانانو ته دا فکر پيدا شو چې دغه ځمکې د نفوس د زياتوالي له امله ويشل کيږي او نشي کولی چې د وګړو ټولې اړتياوې پوره کړي نو بايد نورې لارې - چارې ولټول شي چې تر څو د نفوسو زياتوالي سره موازي په کرنيزو توليداتو کې زياتوالی راشي، نو دا به د سولې او امن ضمانت ورکړي لکه پوهان وايي چې په لوږه خېټه سوله نه شي راتلای. نوموړي هدف ته د رسيدو په خاطر دزمانې په تېرېدو سره په مختلفو وختونو کې د کرنې په ډګر کې پرمختګ منځ ته راتللو او د کرنې نوی علم يې رامنځ ته کړ.  د کرنې د علم له امله په نړۍ کې د لوږې خطر له منځه ولاړ، د خلکو کوچېدلو ته يې د پای ټکی کېښود او صنعت ته يې پراختيا ورکړه، نو بالاخره د خلکو په هوسايېنه او د ژوند په عصري کولو کې يې پوره ونډه واخيسته. کوم هېوادونه چې د کرنې د نويو او پرمختللو ميتودونو څخه په سمه او اغېزمنه توګه کار اخلي، د هغوی کرنيز حاصلات زيات شوي او د کمو وګړو په بوختيا سره توانيدلي چې د زياتو خلکو له پاره خوراکي، پوښاکي، سون توکي او داسې نور مواد برابر کړي. اما په ځينو نورو هېوادونو کې چې کرنې عصري بڼه نده غوره کړې ، د هغوی حاصلات کم، زياتره غذايي توکي له نورو هېوادونو څخه واردوي نو په داسې حال کې د حکومت کمزوري اداري سيستم له امله نشي کولی چې د کرنې په سيستم کې د پام وړ اصلاحات را منځ ته کړي چې په پايله کې حکومت يې استقرار نه مومي، همېشه بهرنۍ مداخلې د دې سبب ګرځي چې ولسواکي ته خطر پېښ کړي. داچې زموږ په ګران  هېواد کې هم کرنې عصري بڼه نده غوره کړې ، نو دغه هدف ته د لاس رسۍ په خاطر ضروري ګڼل کيږي چې د کرنې علم ته پراختيا ورکړل شي ترڅو زموږ هېوادوالو ته په کور دننه ډېرې اړتياوې د دغه سکتورله برکته پوره شي، نو په کار ده چې زموږ حکومت د هېواد په ګوټ ګوټ کې د کرنې لېسې، موسېسې، څړنيز مرکزونه او پوهنځي ايجاد کړي تر څو هېودوال وکولی شي چې په همدې علمي ځايونو کې زده کړې وکړي او د کرنې په ډګر کې يو لوی شين انقلاب را منځ ته کړي. شيخ زايد پوهنتون هم د هېواد د نورو پوهنتونونو په څېر د کرنې پوهنځی لري او تر اوسه پورې يې په خپل يولس کلن يون کې ډېر کادرونه د ټولنې د چوپړ له پاره وړاندې کړي دي او کلک هوډ لري چې نوموړي يون ته به پراخه پرمختګ ورکوي چې تر څو خپلو وطنوالو او نړيوالو ته د زړه له کومې،د هر ډول تبعيض څخه پرته خدمات وړاندې کړي.        د کرنې ميکانيزه کولو او عصري تيکنالوژيکي وسايلو څخه په ګټې اخيستنې سره نوموړی پوهنځی کولی شي چې د سيمې هېوادونو سره، د کرنې په ډګر کې سيالي وکړي خو نوموړی کار هله شونی دی چې د نوموړي پوهنځي ټول استادان د مختلفو هېوادونو له بورسونو څخه برخمن او د هغوی تجربې د هېواد د بهبود او پرمختګ له پاره په کار يوسي.کرنې پوهنځی خپل فرض ګڼي چې ټولنې ته داسې غړي وړاندې کړي چې په خپلو دندو کې امين او صادق وي اود خپلې ايماني او وطني مينې له کبله وکولی شي چې يو دوامداره زراعت رامنځ ته کړي چې پولې يې نه يواځې په هېواد پورې محدودې پاتې شي بلکه د هغوی له تجربو څخه نړيوال هم برخمن شي. کرنې پوهنځي په لومړي سر کې په خپلو ناچيزو امکاناتو سره خپل مسير ته دوام ورکړ او اوس الحمدالله د يو روښانه سباوون په لور ګامونه اخلي او راتلونکی يې روڼ معلوميږي. دکرنې پوهنځي رهبري لرليد دادی چې دغه اداره نه يواځې په محلي بلکې د سيمې په کچه يوه بااعتباره او په مسلکی لحاظ منل شوې اداره وي، تر څو خلکو ته د هوسا او په خپل ځان د بسيا ژوند په موخه وړ خدمات عرضه کړي. مونږ دټولو هغه علم پالونکو څخه مننه کوو چې د هېواد په ګوټ ګوټ کې د پوهنې لمرينې وړانګې خپروي، په هېواد کې د خوراکي توکو په پيداکولو، هغوی ته دآ غيزمنو لارو په موندلو کې اوږدې شپې سبا کوي او خپل ټول ژوند د انسانيت په خدمت کې په مصرف رسوي. کومو وګړو چې  انسانيت ته کار کړی، د هغوی نومونه په يوقوم پورې محدود پاتې شوي نه دي، بلکې د نړيوال شهرت څخه برخمن شوي دي او د هغوی کارنامې  تاريخ په ډېر وياړ سره يادوي. په افغانستان کې هم داسې ډېر نوميالي تېر شوي دي چې د هغوی  تجربو څخه نړيوال اوس هم ګټه اخلي. بشريت ته خدمت په علم او پوهنې سره کيږي او د علم ځايونه مدرسې او پوهنتونونه دي. راځئ چې د علم له پاره يو پراخه لاريون وکړو ترڅو دا لمرينې وړانګې د هېواد ټولو ځايونو ته ورسوو او د پوهنې د فيض او برکت څخه زموږ ټول اوسيدونکي ګټه واخلي او خپله مېنه تل پاتې روښانه وساتو.                                                                                                                                                         

د يو ښکلي او سمسور افغانستان په هيله

پوهنيار عبدالخليل افغاني

د کرنې پوهنځي ريس

د کرنې پوهنځی

لنډه تاريخچه:

د شېخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځی په کال ۱۳۸۱ کې چې د ۲۰۰۲ ميلادی کال سره سمون خوري  د پاکستان د پيښور ښار څخه د افغان پوهنتون په چوکاټ کی د بعضې نورو پوهنځيو سره يوځای خوست ته انتقال او په فعاليت يې پيل وکړ .دغه پوهنځي په لومړی سر کی د دريو استادانو په مټ اته تنه محصلين د خپلې لومړی دوری د فارغينو په حيث ټولنې ته د خدمت په غرض وړاندې کړل . دکرنې پوهنځي تر اوسه پورې  په مجموعی توګه په اتو دورو کې ۲۴۹ فارغين د ټولنی چوپړ ته وړاندې کړي دي. داچې په ابتداء کی دغه پوهنځي صرف دری تنه استادان درلودل، خو اوس الحمدالله دغه پوهنځی ۲۱ تنه استادان لري چی د هغې جملی څخه څلورتنه ماستر اوپاتې ۱۷ تنه يې لسانس دي. دکرنې پوهنځی د لومړي ځل له پاره يواځې د اګرانومي ديپارتمنت درلود چی اوس مهال دری نور ديپارتمنتونه لکه دنباتاتو دساتنې ديپارتمنت ، دباغداری ډ يپارتمنت او دحيواني علومو څانګې هم لري.

 کرنی پوهنځی په ۲۰۰۲ کال کې تاسيس شوی چې اوس مهال په لاندې دريو نومول شويو ديپارتمنتونو کې علمي خدمات وړاندې کوي.

۱-  اګرانومی ديپارتمنت

۲- دنباتاتو ساتنی ديپارتمنت

۳- حيوانی علومو ديپارتمنت

د کرنې پوهنځي مرکزي تعمير

د کرنې پوهنځی  مرکزي تعمير  د رئيس ، رئيس مرستيال ،  ديپارتمنتو آمريتونو، د استادانو شعبو او تدريسي خونو څخه جوړ شوی دی. نوموړی پوهنځی  څلور کاله موده لري چې په دريم او څلورم کال کې يې په اختصاصي ډول رشته بندي کيږي او   د څلورو کالو د مودې په پشپړېدو سره  د اګرانومي، نباتاتو ساتنی او حيوانی علومو رشتو څخه د لسانس په درجه فارغين ټولنې ته وړاندې کوی.په ۱۳۸۲ ه.ش. کال کې چې د  ۲۰۰۳ م کال سره سمون خوري اته تنه يې د خپلې لومړۍ دورې فارغينو په حيث ټولنې ته وړاندې کړي دي . تر دی دمه يې په مجموعی توګه په اتو دورو کې ۲۴۹ فارغين د ټولنې چوپړ ته وړاندې کړې دي.په ابتدا کې نوموړي پوهنځي يواځې دری اکادميک غړی درلودل چې اوس الحمدالله د استادانو شمېر يې ۲۱ غړو ته رسيږی.

د پوهنځی رسالت ، ارزښتونه او لرليد.

رسالت:

په ملی او نړيواله کچه د اړتياوو پر بنسټ  دسپېڅلې ښوونې،زده کړې او څېړنې وړاندې کول دي.

لرليد:

د افغانستان په کچه په علمی ډګر کې يوه غښتلی اکادميکه اداره رامنځ ته کول دي.

غوره ارزښتونه :

- انستيتويت ته وفادار

- صداقت

- جواب ګو

- مسلکي کېدنه

- عدم تبعيض

اکاډميک چاپيريال :

د اکادميک معيارونو په ثابت ساتلو او په پوره لېوالتيا او صداقت سره ښوونه ،تخنيکي او اداري پرسونلو  پر مټ د پوهنځی محصلينو ته د سخت زيار ايستلو مشورې په ورکولو ،د زده کړې ښه فضا تامينولو او په ټولو حالاتو کې د پوهنځی د محصلينو د شمېر او د طرز العملونو په لوړولو سره د زده کړې ښه چاپيريال ايجادول دي.د علمي پرسونلو له خوا د پاليسيو په عملي کولو او د پوهنتون د پاليسيو په اډانه کې د اکادميکو معيارونو په ثابت ساتلو سره يو ښه اکادميک چاپيريال ايجادکيدای شی. دا ډول چاپيريال د محصلينو، کارکوونکو هڅونه ،سمينارونه، په پوهنتون کې د تدريسي کال په پرانيستو کې او نورو ځانګړو ويناوو او روزنيزو کنفرانسونو کې  چې د ديپارتمنت او پوهنځيو له خوا داير کيږي،  د زده کړې ښه چاپيريال منځ ته راتللی شي.

 اګرانومي ديپارتمنت:

اګرانومي هغه پوهه يا ساينس ته وايې چې پر مټ يې د نباتاتو څخه په اغېزمنه توګه د خوړو، تغذيې او سون موادو په حيث کار اخيستل کيږي. د اګرانومي  پوهه د نورو ساينسي علومو لکه د نباتاتو په جينيټيک، فزيالوژي، ميترولوژي، خاوری پوهنې ،بيولوژي، کيميا، ايکالوژي اوخاورې پوهنې  پورې تړاو لري . نن ورځ اګرانومېست په ډېرو مسايلو کې  لکه د غذايي موادو توليد، باکيفيته خواړه، د اغېزمن چاپيريال مديريت او د نباتاتو څخه د انرژۍ په توليد کې دخيل بلل   کيږي .اګرانومېست اکثراً  د حاصلاتو په توليد، اوبخور، زېم اېستنه، نباتاتو نسلګيري ،  خاوری طبقه بندي،  خاوری حاصلخيزي  ، د هرزه بوټو پېژندنې او کنترول ، حشراتو او افاتو کنترول باندې تمرکز کوي. سربېره پردې چې ياد ديپارتمنت د پوهنځی  د موخو او مقاصدو په لاسته راوړلو کې  رغنده رول لوبوي ځينې عملي روزنيز تريننګونه  د حاصلاتو د ښه توليد له پاره  لکه د نباتاتو نسلګيرۍ، دکروندې په ترتيب او تنظيم   په برخه کې هم داير وی.

ځانګړي مقاصد:

  • محصلينوته دحاصلاتو د توليد او د نباتاتو د نسلګيرۍ د اساساتو ښوونه او روزنه
  • د عملی کار په مقصد په فارم کې د مختلفو محصولاتود ازمايښت  تنظيم.
  • په عملی  توګه د فارم تنظيم چېرته چې محصلين  وکولای شی د خپل مسلک  له اړخه دخپلې خوښې سره سم د فارم  محصولات  تنظيم کړي.
  • په رښتوني  او عملي بڼه د کروندې  ارزونه او تنظيمونه.
  • کروندګرو ته مسلکی مشورې ورکول.
  • دوامداره کرنه منځ ته راوړل.
  • د اوبو او خاورې ساتنه

نباتاتو د ساتنې ديپارتمنت

 سربېره پردې چې ياد ديپارتمنت د پوهنځی  د موخو او مقاصدو په لاسته راوړلو کې  رغنده رول لوبوي لاندې کړنې هم ترسره کوی.

  • د نباتاتو ساتنې په برخه کې محصلينو ته عملی تريننګونه دايرول.
  • په ساحه کې په عملي بڼه محصلينو ته د نباتاتو ساتنې د اساساتو ښوونه.
  • په  تحقيقاتي فارمونو کې په عملي بڼه محصلينوته  د نباتي ناروغيو د کلچر، تشخيص  او کنترول په برخه کې ښوونه.
  • کروندګرو ته مسلکی  مشوری ورکول.

 مالداری ديپارتمنت

دڅارويو روزنه چې دڅارويو ساينس هم ورته ويل کيږی،  د نړی په هر ګوټ کې په پوهنتونونو او کالجونو کې تدريس کيږي..  د يادې رشتې محصلين  ممکن د څارويو د طبيب تر درجې  خپلو زده کړو ته دوام ورکړي او يا خپل تحصيل  د  تغذيې، جينيتيک، حيواني نسلګيرۍ او د مختلفو څارويو، ګټورو حشرو او پرنده ګانو  روزنې  په برخې کې د ماسترۍ او دوکتورا تر بريده ورسوي. د يادې رشتو فارغين ممکن د وترنرۍ ، انسانی درملتونو، خوراکي توکو د توليد په فابرېکو او د حيواناتو په فارمونو کې کارونه پيدا کړي. ياد ديپارتمنت سربېره پر دې چې د کرنې پوهنځی د لسانس  درجې پروګرام پر مخ بيايي ځينې نورې کړنې هم ترسره کوي. لکه :

  • محصلينو ته د څارويو د تغذيې ، نسلګيرۍ، روغتيا ، حيوانی محصولاتو توليد اساساتو  په برخه کې پوهه ورکول.
  • محصلينو ته  په عملی بڼه د څارويو  ساتنې روزنه ورکول.
  •  دحيواني پروتينونو دتوليد د ارزانه زېرمو د موندنې له پاره د کود لټون او د يادو زېرمو زياتول .

 اداري جوړښت

د پوهنځی رئيس د فاکولتې د اکاديميکو او اداری چارو په برخه کې عمومي مسؤل او باصلاحيته شخص دی  چې د ديپارتمنتونو د امرينو، د پوهنځی مرستيال او نورو اداري او مسلکي کارمندانو سره د موخو د لاسته راوړلو په برخه کې همکار او همغږی کوونکی رول ادا کوي. د د يپارتمنتونو امرين  د اکاديميکو چارو پرمخ بيولو په برخه کې د پوهنځی رئيس،  د پوهنتون رئيس او علمی مرستيال  ته مسؤول دي تر څو د خپلو ديپارتمنتونو  چارې په ښه شان سره پرمخ بوځي . 

 د پوهنځي رئيس

ښاغلی عبدالخليل افغاني د کرنی پوهنځی  رئيس چې بيوګرافی  يا لنډه پيژندنه يې په لاندې توګه ده.

نوم :  ښاغلی عبدالخليل افغاني

پلار نوم:  سات ملوک

دزېږېدو نيټه : ۱۹۷۵ م

 

ښاغلی عبدالخليل افغاني د کرنې پوهنځی رئيس

دزېږېدو ځای : پکتيا ولايت، سيدکرام ولسوالی ، د ظاهرشاه خيلو کلی

مدنی حالت : متاهل

اوسنی استوګنځی : آزادۍ مېنه  خوست مرکز

ښاغلی پوهنيار عبدالخليل افغاني په ۲۰۰۲ م کال کې د بوتاني په څانګه کې د پاکستان دپيښور پوهنتون څخه  ماستري اخيستې او خپل تيزس يې د پکتيا ولايت د سيدکرم ولسوالۍ په طبي بوټو(Ethno-botany of District Sayed Karam Paktia Afghanistan with Particular references to the Medicinal Plants)   باندې تکميل کړی دی .

ښاغلی عبدالخليل افغاني د نورو غيرې دولتی ارګانونو  د بيلګې په توګه د يوناما /جی ای ايم بي له دفتر سره د ترجمان او اداری، د ای ار سی سره د اداری مدير، د افغان بيسيم  سره دزون عمومی رئيس ، د خوست د کرنې رياست تخنيکی مشاور او د DAI/LGCD دفتر سره د کرنيز اقتصادي مشاور په توګه  دندې تر سره کړې دي چې اوس مهال يې د کرنی پوهنځی د رياست چاری په غاړه لري.

,  ايمېل ادرس:  aakhalil2007@gmail.com   a_khalil2007@yahoo.com

0093 (0) 707 81 9000 دتيليفون شمېره: 

د پوهنځی مرستيال

ښاغلی محمد اسماعېل مقبل

ښاغلی محمد اسماعېل مقبل د خوست شېخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي د مرستيال په توګه دنده ترسره کوي چې بيوګرافي يې په لاندې توګه ده .

نوم : محمداسماعېل

پلارنوم: عزيزالرحمن

د زېږېدو نيټه : ۱۳۶۲

محمداسماعيل مقبل د کرنې پوهنځی مرستيال                                     

دزېږېدو ځای : پکتيا ولايت ، چمکنی ولسوالی د ګرمي کلی.

د تحصيل درجه : لسانس ( دخوست شېخ زايد پوهنتون د کرنی پوهنځی فارغ التحصيل)

استوګنځای : للمۍ کلی د اسمعېل خېلو او مندوزيو ولسوالی خوست ولايت

ګرځنده تيليفون شمېره : ۰۷۰۷۶۹۵۴۵۷

ايمېل ادرس: mismail350@gmail.com    , ismailmoqbal@yahoo.com

د کرنی پوهنځی اداری پرسونل

۱- عبدالخليل افغاني د پوهنځی رئيس

۲- محمد اسماعيل مقبل مرستيال

۳- الياس حکيم اجرائيه مدير

۴- محمدخليل تدريسي مدير

د کرنې پوهنځی اکاډيميک پرسونل

شماره

نوم

موقف

درجه

رشته

پوهنتون

ادرس

۱

عبدالخليل افغاني

رئيس

ماسټر

بوتاني

پيښور،پاکستان

a_khalil2007@yahoo.com

aakhalil2007@gmail.co

0093(0)707819000

۲

مجيب الرحمن کريمي

استاد

لسانس

حفاظه نباتات

کابل پوهنتون  

Mujib.karimi@gmail.com

0093(0)799134612

۳

اجمل خوستی

استاد

ماسټر

حيواني علوم

تاجکستان هېواد

ajmalkhosti@ymail.com

0093(0)799861389

۴

صاحب شاه

استاد

ماسټر

حفاظه نباتات

هندوستان هېواد

s.sayad1975@gmail.com

 

۵

ولی الله يوسفزی

استاد

لسانس

حفاظه نباتات

ننګرهار پوهنتون

yousofzaiwaliullah@yahoo.com

 

۶

شريف الله

استاد

لسانس

اګرانومي

افغان پوهنتون

 

۷

اجمل هلال

استاد

لسانس

وترنری

ننګرهارپوهنتون

Ajmal_hilal@yahoo.com

0093(0)799546808

۸

شفېع ګل   شفيقي

استاد

ماسټر

چاپيريال پوهنه او ځنګلونه

هندوستان هېواد

shafigulshafiqy@yahoo.com

0093(0)797050767

۹

قيام الدين اباد

استاد

لسانس

 بڼوالي او ځنګلونه

ننګرهارپوهنتون

Qiam1978@yahoo.com

0093(0)700789543

۱۰

سيدعبدالقادر هاشمي

استاد

لسانس

وترنري

ننګرهار پوهنتون

Hashimi2255@yahoo.com

0093(0)700789624

۱۱

رحمت الله هاشمی

استاد

لسانس

اګرانومي

شېخ زايد پوهنتون

rahmatullah_hashimi@yahoo.com

rahmatullah.hashimi743@gmail.com

0093(0)707096294

۱۲

محمد حنيف هاشمي

استاد

لسانس

اګرانومي

شېخ زايد پوهنتون

Mohammadhanif1984@yahoo.com

0093(0)707104001

۱۳

محمداسماعېل مقبل

معاون

لسانس

اګرانومي

شېخ زايد پوهنتون

ismailmoqbal@yahoo.com

ismailmoqbal@gmail.com

0093(0)707695457

۱۴

ايمل

استاد

لسانس

اګرانومي

شېخ زايد پوهنتون

Emal.wali@yahoo.com

0093(0)707237615

۱۵

اخترجمال

استاد

لسانس

اګرانومي

شېخ زايد پوهنتون

Jjamali56@yahoo.com

0093(0)700791872

۱۶

سيف الله منګل

استاد

لسانس

باغداري

پکتياپوهنتون

Sf.hamat@yahoo.com

0093(0)772798369

 

۱۷

اسلام الدين برهان

استاد

لسانس

باغداري

پکتياپوهنتون

0093(0)778184088

۱۸

رفيق عاطف

استاد

لسانس

باغداري

پکتياپوهنتون

rafiq_atif88@yahoo.com

0093(0)776046450

۱۹

خيبر  مومند

استاد

لسانس

حيوانی علوم

ننګرهار پوهنتون

khyber.momand@ymail.com

0093(0)771408029

۲۰

قسيم الله

استاد

لسانس

اګرانومي

شېخ زايد پوهنتون

qasimulllah_ryan@yahoo.com

0093(0)799502682

0093(0)706353732

۲۱

عبدالعزيز  وزيري

استاد

لسانس

حفاظه نباتات

شېخ زايد پوهنتون

abdulazizwaziri@gmail.com

0093(0)708268304

 

د کرنې پوهنځي  محصلين

د پوهنځي تاسيس څخه راپدې خوا اته دورې محصلين د نوموړي پوهنځي څخه فارغ  او د ټولنې چوپړ ته وړاندې شوي دي.

د فراغت دوره

دفارغو محصلينو شمېر

د فراغت کال

اعلی درجه محصل

لومړی دوره

۸

۱۳۸۲= ۲۰۰۳

حبيب الله ولد عبدلواحد

دويمه دوره

۵

۱۳۸۴ = ۲۰۰۵

اکبرحسين ولد علام حسين

دريمه دوره

۱۵

۱۳۸۵ = ۲۰۰۷

بهير ګل ولد صابر ګل

څلورمه دوره

۷۲

۱۳۸۶ = ۲۰۰۷

شاپور ولد ګل حميد

پنځمه دوره

۳۶

۱۳۸۷ = ۲۰۰۸

عتيق الله ولد محمد داود

شپږمه دوره

۳۲تنه) ۱۴ د حيواني علومو څانګې او ۲۲ د اګرانومی  څانګې څخه(

۱۳۸۸ = ۲۰۰۹

نياز محمد ولد عياث الدين)اګرانومی ډيپارتمنټ(

روح الله ولد حضرت الله )حيوانی علومو ډيپارټمنټ (

اوومه دوره

۲۱

۱۳۸۹ = ۲۰۱۰

عبدالله ولد عبدالهادي اګرانومي څانګه

اتمه دوره

۶۰ )۲۶ = اګرانومی، ۲۵ = حفاظه ، مالداری =۹ (

۱۳۹۰ = ۲۰۱۱

محمد داود ولد عبدالبصير )اګرانومي څانګه(،عبدالعزيز ولد اعظم خان )د نباتاتو ساتنې څانګه( او مسکين الله ولد جمعه ګل ) حيواني علومو څانګه(

مجموعه

۲۴۹

 

 

دمحصلينو اوسنی حالت

ټولګی

دمحصلينو شمېر

اعلیٰ درجه محصل

کتنې

اول

 ۲۶۸

اسحاق ولد محمد بشير خان

 

دوهم

۱۲۸

ياسر ولد عبدالقاهر

 

دريم

۲۶

سپين محمد ولد حاجي خان

اګرانومی

دريم

۲۵

سين الله ولد اميرخان

حفاظه نباتات

دريم

۱۳

سيدقاهر ولد سيد ګلزار

حيوانی علوم

څلورم

۱۹

محمدجان ولد وزير

اګرانومی

څلورم

۱۸

احمدضيا ولد ضياالدين

حفاظه نباتات

څلورم

۹

محمداسمعاعيل ولد سهارګل

حيوانی علوم

مجموعه

۵۰۶

 

 

 

څيړنيز فارم

د شېخ زايد پوهنتون، د کرنې پوهنځی د يوه څېړنيز فارم درلودونکی دی چې په دريو شنو خونو)چې ۶۰۰ مترمربع ساحه لري ( او ۲۰۰ جريبه ځمکې سره سمبال دی .نوموړی څيړنيز فارم په خوست کې د امريکا متحده ايالاتو د ولايتي بيارغونی ټيم په مالی مرستې سره تاسيس شوی دی.

د کرنې پوهنځي  څړنيز فارم پرسونل

شماره

نوم

موقف

درجه

ادرس

۱

محمد سعيد

د فارم امر

لسانس

0093(0)775376970

۲

عبدالقادر خان

د بڼوالي مدير

لسانس

aqkhan_besmel@hotmail.com

0093(0)778642768

۳

هلمند متونوال

د حيواني فارم مدير

لسانس

0093(0)798192792

 

 سپورت :د کرنې پوهنځی دری مختلف د سپورت ټيمونه لری چی د کرکټ ، فوټبال او وليبال څخه عبارت دي.

د شېخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي درسی نصاب يا کاريکولم

د شېخ زايد پوهنتون د کرنې پوهنځي درسی نصاب يا کاريکولم

لومړی کال

 

 

لومړی سمستر

۱

معاصر تاريخ

 

۲

انګليسی

 

۱

اسلامي ثقافت

 

۳

عمومي کيميا - ۱

 

۳

عمومي نباتات

 

۲

عمومي رياضی-۱

 

۳

عمومي زولوژی- ۱

 

۱

کمپيوټر پيژندنه

 

۱

پوهنتون پيژندنه

 

۱۷

 

مجموعه

 

 

دوهم سمستر

۲

فزيک

 

۲

 عمومي انګليسي

 

۳

عمومي کيميا - ۲

 

۱

اسلامي ثقافت

 

۳

نباتي تکسانومي

 

۲

عمومي رياضی - ۲

 

۱

چاپيريال ساتنه

 

 ۳

عمومي ژولوژي

 

 ۱

 کمپوتر پيژندنه

 

۱۸

 

مجموعه

 

 

 

دوهم کال

دريم  سمستر

۳

د خاورې پوهنې اساسات

 

۳

د کرنيز اقتصاد اساسات

 

۳

د نباتاتو توليد اساسات

 

۳

د حيواناتو تربيې اساسات

 

۳

مايکرو بيولوژی

 

۲

 تخصصي انګليسي

 

۱

اسلامي ثقافت

 

۱۸

 

مجموعه

 

 

 

۳

د نباتي امراضو اساسات

څلورم  سمستر

۳

عضوي کيميا

 

۳

د کرنيز ماشين الاتو اساسات

 

۳

د هارټيکلچر اساسات

 

۳

د ځنګلاتو اساسات

 

۲

تخصصي انګليسی

 

۲

 د کرنيزې پراختيا اساسات

 

۱

 اسلامي ثقافت

 

۲۰

 

مجموعه

 

 

 

دريم کال اګرانومی ډيپارټمنت

 

 

پنځم سمستر

۱

اسلامي ثقافت

 

۲

علوفه جات

 

۳

غذا او تغذيه

 

۳

هرزه بوټو کنترول

 

۲

خاوری فزيک

 

۲

حياتي کيميا

 

۳

حشره پوهنی اساسات

 

۱۶

 

مجموعه

 

دريم کال د حفاظی ډيپارټمنټ

 پنځم  سمستر

۳

حشره پوهنې اساسات

 

۲

حياتي کيميا

 

۱

 اسلامی ثقافت

 

۲

د ايکالوژي اساسات

 

۳

مايکولوژي او بکتريالوژي

 

۳

د هرزه بوټو پيژندنه او کنترول

 

۳

د سبزيجاتو توليد اساسات

 

۲

د پروژې مديريت

 

۱۹

 

مجموعه

 

 

 

 

دريم کال حيواني علومو ډيپارټمنټ

پنځم سمستر

۳

حشره پوهنې اساسات

 

۲

حياتي کيميا

 

۱

اسلامي ثقافت

 

۲

د ايکالوژي اساسات

 

۳

غذا او تغذيه

 

۳

چرګانو روزنه

 

۳

حيوانی اناتومي

 

۲

علوفه جات

 

۱۹

 

مجموعه

دريم کال اګرانومي ډيپارټمنټ

 

 

شپږم سمستر

۱

اسلامی ثقافت

 

۲

مارکټينګ

 

۲

ايکالوژی

 

۲

نباتی فزيالوژی

 

۳

وراثت

 

۳

کرنيزه احصايه

 

۲

خاوری کيميا

 

۱۵

 

مجموعه

 

 

 

 

دريم کال حفاظه نباتات ډيپارټمنټ

شپږم  سمستر

۲

د کرنيزو محصولاتو مارکتينګ

 

۳

کرنيزه احصايه

 

۳

 د وراثت علم اساسات

 

۱

اسلامي ثقافت

 

۲

نباتي فزيولوژي

 

۲

افت وژونکی

 

۳

ويرولوژي او نيماتولوژي

 

۳

د کرنيزو نباتاتو مضره حشرې او کنې

 

۱۹

 

مجموعه

 

دريم کال د حيوانی ډيپارټمنټ

 

۲

د کرنيزو محصولاتو مارکتينګ

شپږم سمستر

۳

کرنيزه احصايه

 

۳

د وراثت علم اساسات

 

۱

اسلامی ثقافت

 

۳

حيوانی تغذيه

 

۳

حيواني فزيولوژي

 

۲

څړځايونو اداره او تنظيم

 

۲

د حيواناتو مرضونه او روغتيا ساتنه

 

۱۹

 

مجموعه

 

څلورم کال اګرانومی ډيپارټمنټ

اووم سمستر

 

 

 

۳

ذخيره او پروسيس

 

۲

ابياري

 

۳

غله جات

 

۱

سمينار

 

۳

نباتي نسلګيري

 

۳

نباتي امراض

 

۲

د خاورې حاصيلخيزي او د نباتاتو تغذيه

 

۱

اسلامی ثقافت

 

۱۸

 

مجموعه

 

څلورم کال د حفاظی ډيپارټمنټ

اووم  سمستر

۲

علمي طرحې او تجربې

 

۱

اسلامي ثقافت

 

۱

  سمينار

 

۳

نباتي نسلګيري

 

۲

د خاورې حاصل خېزي او د نباتاتو تغذيه

 

۳

د کرنيزو نباتاتو امراض

 

۳

 غله جات

 

۳

د پاڼريژو مېوو توليدات

 

۳

د ونو مضره حشرې او کنې

 

۲۱

 

 

 

 

 

مجموعه

 

 

 

څلورم کال د حيواني علومو ډيپارټمنټ

اووم  سمستر

۲

علمي طرحې او تجربې

 

۱

اسلامي ثقافت

 

۱

سمينار

 

۳

حيواني نسلګيري

 

۲

پرازيتولوژي

 

۳

غواګانو  روزنه

 

۳

 د شاتو مچيو روزنه

 

۳

لبنيات

 

 ۱۸

 

مجموعه

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

څلورم کال اګرانومی ډيپارټمنټ

 

 

 

اتم سمستر

۱

اسلامي ثقافت

 

۱

سمينار

 

۲

د خاوری او اوبو ساتنه

 

۳

د تخمونو د توليد اساسات

 

۳

صنعتي نباتات

 

۲

طرح او تجارب

 

۳

اقتصادي حشره پوهنه

 

۳

افت وژونکي

 

۱۸

 

مجموعه

 

څلورم کال د حفاظی ډيپارټمنټ

 

۱

اسلامی ثقافت

اتم سمستر

۱

سمينار

 

۳

د تخمونو د توليد اساسات

 

۳

د ونو مرضونه

 

۳

 د مېوه جاتو او سبزيجاتو ذخېره او پروسيس

 

۲

 د شنو خونو نباتات او مرخيړي

 

۳

د افاتو هر اړخيزه اداره

 

 

 

 

۱۶

 

مجموعه

 

څلورم کال د حيواني علومو ديپارټمنټ

اتم سمستر

 

 

 

۳

تکثري فزيالوژی

 

۲

 پله وري

 

۲

وړۍ او قره قل  

 

۳

د وزو او پسونو روزنه

 

۲

د حيواني محصولاتو ذخيره او پروسيس

 

۱

سمينار

 

۳

د کبانو روزنه

 

۱

اسلامی ثقافت

 

۱۷

 

مجموعه

 

مجموعي کريډېټ