د ریئس پیغام

د کمپیوتر ساینس پوهنځی د ریس پیغام

د کپیوټرساینس پوهنځی اداره پوهیږی چې کمپیوټرساینس په نړی کې خصوصاً په افغانستان کې د زده کړی یوه نوی ساحه ده او د هر نوی کار په شان به د کمپیوټرساینس زده کړی هم یوه معیاری او سټنډرډ حالت ته د راوستو په لار کې  له ډیرو ستونزو سره مخامخ وي.خو  د خوشحالی ځای دی چې د پوهنځی د کارکوونکو د کلکې ارادې او زیات زیار په نتیجه کې اوس یو زیات شمیر بنیادی مشکلات حل شوی او ادارې هم خپله توجه د لا ښو کادرونو روزولو ته اړولی. غواړی چې د یوی شتمې پیړی تخنیکی او اجتماعی ضرورتونو ته په کتو سره خپل نوی نسل داسې وروزی چې په مارکیټ کې د بشری قوی د تشې په ډکولو، د نوو کارونو په رامنځته کولو اود مختلفو تحقیقی پروژو په لارښوونه کې اغیزناک او پر ځای رول اداکړی شی. یاد هدف ته د رسیدو لپاره اداره کوشش کوی چې په ټولګیو کې پر تدریس علاوه خپلو محصلانو ته د لابرتواری او ساحوی زده کړو لا ښه شرایط برابر کړی.

باید یادونه وکړو چې د کمپیوټرساینس پوهنځی نه صرف خپل محصلان په مسلکی زده کړو سمبالوی بلکې دوی ته ښایی چې څنګه زده کړی وکړی، څنګه فکر وکړی، د ژوند د حقیقی مشکلاتو سره په څه ډول مخامخ شی او په ټکنالوژی کې په ناڅاپی ډول د پیښیدونکو تغیراتو سره خپل ځان په څه ډول برابر کړی.

پدې هیله چې زمونږ دا کوششونه زمونږ محصلان د دې جوګه کړی چې زمونږ د پوهنتون،  هیواد او ټول انسانیت د فخر سبب وګرځی. آمین

د ریس لنډه پیژندنه

نوم: میرویس تڼی

بکلوریا: د غرغښت عالی لیسه ۲۰۰۱

لسانس: شیخ زاید پوهنتون کمپیوټرساینس پوهنځی عمومی کمپیوټرساینس ۲۰۰۶

ماسټر: جنوبي کوریا د تیګو پوهنتون د معلوماتی انجینری څانګه ۲۰۱۲

پخوانی دنده: د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی استاد ۲۰۰۷-۲۰۱۲

اوسنی دنده: د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټرساینس پوهنځی ریس ۲۰۱۲- تر اوسه پورې

د تحقیق ساحه: الیکترونیکی حکومتداری