دکمپیوټر ساینس پوهنځی بیوګرافي او لنډه پيژندنه

دکمپيوټرساينس پوهنځى په ۱۳۸۱کال کې د ښوونې او روزنې پوهنځى پورې تړلی ډيپارتمنټ  ووچې په ۱۳۹۰کال کې يې له ډيپارتمنټ څخه پوهنځى ته ارتقاء وکړه. تر اوسه يې ګل محمد جنت زی او استاد ميرویس تڼی د رئيسانو په توګه پاتې شوي دي.

کمپيوټرساينس پوهنځى یوولس (۱۱)تنه رسمي، دوه (۲)تنه قراردادي استادان لري چې درسمي استادانوله جملې ‌څخه يې یو تن  له جنوبي کوريا څخه ماسټره لري له پنځه تنه استادانود جملې څخه يې دوه تايلنډ، دوه جرمنى اویو هندته د ماسټری په کچه زده کړو لپاره تللي دي. او پاتې پنځه تنه رسمي استادان دليسانس تر درجې پورې زده کړې لري. عمومي تدريسي مدیريت لري چې يو يې عمومې مدیر ، يو يې اجرائيه او بل يې د لابرانټ دنده لري.په ټولو ټولګيو کې اوس مهال تر ۱۳۹۱ کال پورې (۳۴۲)تنه محصلين لري چې لدې جملې څخه يې يوه کوچنی برخه ښځينه محصلین هم جوړوي. تراوسه پورې يې (۲۴۶)تنه فارغين ټولنې د چوپړ په موخه وړاندې کړي دي.

په کمپیوټر ساینس پوهنځی کې د ۱۳۹۰ کا ل په مقصد د پوهنتون د  استادانو او محصلانو لپاره د امريکا دخلکو په مالي مرسته او د لوړو زده کړو وزارت په کومک د انګلیسي او کمپیوټر کورسونه جوړشوي دي چې ۲۸۰ تنه دپوهنتون محصلين او استادن پکې په دوولسو ټولګيوکې په کمپیوټري او انګليسي زده کړو بوخت دي.

د کمپیوټر ساینس پوهنځی د محصلانو لپاره د انټرنیټ خدمات هم لري اوس مها ل نوموړي پوهنځی د عمومي کمپیوټرساینس فارغین ټولنې ته وړاندې کوي ، خو کمپیوټر ساينس پوهنځی ۴ نوي ديپارتمنتونه په د پوهنتون په پنځه کلن ستراتيژيک پلان کې لري چې په نږدې کالوکې به دوه دیپارتمنتونه دمعلوماتي سيستم او معلوماتي ټيکنالوژۍ  په نومونو ولري .

دکمپیوټر ساينس پوهنځی درې ليبونه لري چې د انګلسي ژبې او او کمپیوټر مرکز سربیره د کمپيوټر ساینس محصلین ورڅخه په ټوله معنا ګټه اخلي، نوموړي ليبونه په هر راز نوي ټکنالوژۍ سمبال دي چې استادان او محصلین ورڅخه په ورځنیو عملي او نظري درسونو کې استفاده کوي.