بیوګرافی

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی مرامنامه

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځی تاریخچه

دایومنل شوی حقیقت دی ، چی ټولنیزی اسانتیاوي او دهر هیواد اقتصادی وده دلوړو زده کړو دکیفت دکچی لوړوالی اوپه همغه ټولنه کی دفکری استعداد ونو دپانګونی محصول بلل کیږی .

زموږ ګران هیواد افغانستان په سیمه کې دیوه واحد ، منظم او علمی سیستم لرونکی دی ، ولې متاسفانه چی داوږدی جګړی له امله دغه واحد سیستم ته زیاته صدمه رسیدلی او وروسته پاتی شوی دی او دغه فکری او اکاډمیکه پانګونه هم ضرری شوی ده .

په افغانستان کې دنویو بدلونو په رامنځ ته کیدو سره دلوړو زده کړو په نظام کې هم یو لړ بدلونونه رامنځ ته شول ، چی دشیخ راید پوهنتون د حقوقو او سیاسي علوم   پوهنځی د همدغه پرمختګ يوه نمونه ده چي په (۱۳۸۲)کال کي تاسيس شوي،چي په لومړيو کي د قراردادي استادانو له خوا يي پر مخ بيول کيدل.چي د رسمي استادانو لړي يي په (۱۳۸۳)کال شوه.د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د (۱۳۸۸)کال پوري د اداره تجارت او شرعيات پوهنځيو سره يو ځاي د يوه رياست لاندي فعاليت کولو،خوشبختانه چي د(۱۳۸۸)کال تشکيل له مخي په خپلواک توګه کار پيل کړ.چي اوس مهال د(۸۰)تنه رسمي او (۵) تنو قراردادي استادانو پر مټ يي تدريسي چاري د (اداره او ديپلوماسي او قضا او څارنوالي)په چوکاټ کي پر مخ بيول کيږی.د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د کابل پوهتنون د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي د درسي کريکولم سره سم خپل درسي پروګرامونه تعقيبوي.

د حقوقو او سياسي علومو پوهنځي  د افغانستان د پوهنتونونو د حقوقو او سياسی علومو له پوهنځي څخه چي د هيواد د حقوقی نظام په اصلاح کي ارزښتناک نقش لري،د دغو پوهنځيو اکثره استادان د هيواد په حقوقي نظام کی د مشاورينو،پر قانون باندي د څارد کميسیون د مشر او غړواو په عدلي او قضايی ارګانونو کي دندي تر سره کوي،ههدا شان د دغو پوهنځيو استادان د افغانستان د اساسي قانون او فوغي قوانينو په تدوين کی رغنده رول لوبولي دي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو استادان د هيواد د ولسمشر د کورنۍ او بهرنۍ پاليسي په ټاکلو کي ارزښتناکه رول لوبوی،د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت د ديپلوماسي په انستيتوت،د علومو په اکاډمي،په پوځي تحصيلي موسسو لکه د پوليسو په اګاډمي،حربي پوهنتون،په کابل کي د امريکا په پوهنتون او خصوصي پوهنتونونو کي د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځيو کي د استادانو په توګه دندي سره رسوي.

د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي په دوو(عدليي او قضايي او اداره ديپلوماسي)څانګو کي خپل پروګرامونه تعقيبوي.د شيخ زايد پوهنتون د د حقوقو او سیاسي علومو پوهنځي چي د د هيواد د پوهنتونونو يو اساسي جز بلل کیږي په دي توانيدلي چي عملي او تحقيقي ډګر کي خپل رول ادا کړي،په علمي او څيړنيزو چارو يي پيل کړي چي اوس مهال يي عملاء عملي

رسالي تر چاپ لاندي دي.

هدفونه

په ټولنه کي د قانون د واکمنۍ،نظم،ثبات،او د وګړو تر منځ برا‌بري او هر ډول غير قانوني کړنو،بي عدالتيو،بي نظميو او نه برابريو مخنيوي زموږ غوره هدف تشکيلوي،چي د دغه هدف د تحقق په خاطر ځوان او په علم سمبال او مسلکي کادرونه ټولني ته وړاندي کړي او وړاندي کوو تر څو په عدالي او قضايي،سياسي او اداري برخو کي غوره او اغيزمن کړي مديريت رامنځ ته شي.د لوړو زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو سره سم د شيخ زايد پوهنتون دحقوقو اوسیاسی علومو د پوهنځي هدف دادی چي د هغوي پلي کیدل په ټولو محصلانو او په ځانکړي توګه دحقوقو اوسیاسی علومو د پوهنځيو په محصلانو باندي چي د يو نظام سرو کار لري،چي دهرډول ناوړه ګټي احيستني تعصبونو،او واسطو څخه حالي،د حًق څخه بي برخي کيدل او د هيواد د ټولو بااستعداده ځوانانو له پاره يو عادلانه نظام رامنځ ته کړي .

د امرامنامه به د لوړه زده کړو وزارت د لوايحو او مقرراتو په چوکاټ کي په اعيزمنه توګه پلي شي چی دحقوقواوسیاسی علومو پوهنځي ټول استادان او محصلان او دپوهنځی اداره دیوه واحد وجود په څیر به په خپلو اکاډمیکو چارو کې یو اصولی سیستم رامنځ ته کړی او داکاډمیکو ارزښتونو څخه ددفاع په خاطر او دهیواد د بااستعداده او لایقو اولادونو دحقوقودخوندیتوب په موخه په ګډه عمل وکړی .

دپورته ذکر شوی مطلبونو په وړاندی کولو سره دشیخ زاید پوهنتون دحقوقواوسیاسی علومو پوهنځی کیدای شی دیو لړ نیمګړ تیاوو لرونکی وې ، ولي موږ اطمینان لرو او ددی اړتیا هم ده چی اکاډمیک ثبات او دکفیت د لوړ والی په موخه خپلو هڅو ته دوام ورکړو البته دغه نیمګړتیاوی کیدای شی دورځنیو اکاډمیکو تجربو او داستادانو او محصلانو په وړاندیزونو بشپړی اوله منځه ولاړی شی .

د۱۳۸۵ کال نه راپه دی خوا شپږ دوری فرعین ټولنی ته وړاندی کړی دی چی جمله یی ۲۵۳ تنو ته راسیږی دحقوقو اوسیاسی علومو پوهنځی دهیواد دنفذا قوانینو او دلوړو زده کړو وزارت د لوایحو او مقرارتو او دټولنی اړتیاو ته په پام سره دافغانستان دعدلی او قضایی ارګانونو او دهیواد دبهرنی پالیسی پرمخ بیوالو لپاره د کادرونو روزنه ده

دحقوقو اوسیاسی علومو پوهنځی کی دشمولیت شرایط :

دحقوقواوسیاسی علومو پوهنځی دهیواد دنافذا قوانینو او دلوړو زده کړو وزارت دلوایحو او مقرارتو سره سم هغه کاندیدان چی ددولسم ټولګیو څخه فارغ او دکانکو دازموینی له لاری په خپل چوکاټ کی دمحصل په توګه منی او دهغوی په روزنه کی بیا هم دهیواد دنافذا قوانینو او دلوړو زده کړو وزارت دلوایحو او مقرارتو سره سم کار او فعالیت کوی او ټولنی ته یی دکادرونو په توګه وړاندی کوی .

دفراغت شرایط :

دحقوقو اوسیاسی علوموپوهنځی دهیواد دنافذا قوانینو او دلوړو زده کړو وزارت دلوایحو او مقرارتو سره سم تحصلیی دوره په بشپړه توګه پای ته رسولی او خپل تحصلیی مونوګراف یی بشپړ کړی او دلیسانس په کچه یی ټولنی ته دکادرونو په توګه وړاندی کوی .

د کارشرایط او دمحصلانو لپاره تسهیلات :

دحقوقواو سیاسی علومو پوهنځي ټولی تدریسی او اداری چاری داتو تنو استادانو دوه تنو اداری مامورینو لخو پرمخ بیول کیږی چی په دوؤ عدلی او قضائی او اداره او دیپلوماسی څانګو کی زده کړی صورت مومی او ټولنی ته فارغان وړاندی کوی ولی لا تراوسه یی د انټرنیټ ،کریمنالوژی ،کریمنالستیک په برخه کی کومی اسنتیاوی ندی برابری شوی .