د ریئس پیغام

د طب پوهنځي د ریس پېغام

د طب پوهنځي ګرانو محصلینو د پوهې او ادب د بڼ بلبلانو په ټوله کې د ښوونې او روزنې درنو لارویانو ، ګرانوخوست مېشتو ټولو مسلمانو افغانانو ته اسلام علیکم و رحمت الله و برکاته ! ټو لوهممسلکانو ، د استاد او ښوونکي پاکو او د درناوي وړ دوو بېلابېلو خو په منځپانګه کې یو شان کلمو ته په بشپړدرناوي سره زما پېغام دا دی چې زده کړه وکړی ترهغو چې ساه کاږی، خدمت وکړۍ تر هغو چې په بدن کې مو وینه په خوځښت کې ده ، رېښتوني  و اوسی که څه هم ټول مادي امتیازات له لاسه ور کوۍ . و من الله توفیق ! ستاسو ته په چوپړ ویاړمن پوهندوی دوکتور جهان شاه تڼی .

د طب پوهنځي د استادانو ټول شمېر ( ۳۸ ) تنه دي چې د زده کړې د درجو او علمي رتبو پر بنسټ په لاندې دوو جدولونو کې در پېژندل کیږي .

 

(۲ ) ګڼه جدول د علمي رتبو پر بنسټ د طب پوهنځي د استادانو څرنګوالی راښیي .

علمي رتبه

پوهاند

پوهنوال

پوهندوی

پوهنمل

پوهنیار

پوهیالی

د پوهنمل نوماند

د پوهنیار نوماند

د پوهیالي نوماند

شمېر

۰

۱

۱

۱۰

۱۳

۸

۰

۱

۴

 

 

یادونه : په اوس مهال کې زمونږ له دې ډلې استادانو څخه ( ۸ ) تنه په دولتي بورس په پاکستان کې او یو تن په شخصي لګښت په پاکستان کې او دوه تنه د ترکیې په هیواد کې د ماسټرۍ د تر لاسه کولو لپاره په زده کړه بوخت دي .