د ادارې او تجارت پوهنځی لنډه بیوګرافي

د اداره او تجارت پوهنځی په (۱۳۸۲) کال کې حقوقو، شرعياتو او ادارې او تجارت پوهنځی په چوکاټ کې  د یوه دیپارتمنت په شکل تاسیس شو او په (۱۳۸۷) کال کې یې د یوه مستقل پوهنځی په توګه په فعالیت شروع وکړه. بايد يادونه وکړو چې نوموړي ديپارتمنت په لومړي کال کې څلور نفره محصلين او يو تن رسمي استاد درلود او د قراردادي استادانو په همکاري يې د پوهنځی تدريسي چارې په مخ بیولې. په ۱۳۸۵ کال کې چې کله د لومړی دورې محصلين فارغ شول نو د هغوی له جملې څخه دری تنه يې د رسمي استادانو په حيث مقرر شول.له هغه راوروسته له ډیرو ستونزو سره، سره  ادارې وتجارت پوهنځی په کيفي او کمي لحاظ ډیر زيات پرمختګ کړی دی. په (١٣٩١)ه ش کال کې ددغى پوهنځى دبرحاله محصلينو تعداد (٤٩٨) تنو ته رسيدلي دي. دادارى اوتجارت پوهنځى په ١٣٩١ کال کې (١٦) تنه استادان لرى چې له دې جملى څخه (٧) تنه استادان دماسترى لپاره دآلمان هيواد د بوخوم  پوهنتون ته لېږل شويدي چې په نږدى راتلونکې کې به ددوى دماسترى دوره تکميله او هيواد ته به راستانه شي او دشيخ زايد پوهنتون دادارى او تجارت (اقتصاد) پوهنځى کې به خپلې مقدسي وظفيي ته ادامه ورکړي . د ادارى اوتجارت (اقتصاد) پوهنځى تر اوسه پورى يو رسمي ديپارتمنټ چې دادارى او تجارت په نوم ياديږى په خپل تشکيل کې لرى چې په (١٣٨٧ ) ه ش کال کې تاسيس شوي دى . نوموړى پوهنځى دهغه لمړيو ورځو څخه داقتصاد دپوهنځى دکريکولم مطابق خپل تدريسى مکلفيتونه پرمخ بيايي. نوموړى پوهنځى تر(١٣٩١) کال پورى شپږ دورى چې ټول ( ٢٣١) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندى کړيدي.داقتصادپوهنځى١٣٩١ کال په دوهم سمستر کې دمحصلينوتعداد چې اول دوي شعبي دي(الف او ب) چې  الف صنف(٩٠)تنه،اول ب صنف(٩٠)تنه،دوهم صنف(٩٤)تنه،دريم صنف (٩٨)تنه اوڅلورم صنف(٧٦)تنه چې جمله (٤٤٨)تنه حاضرمحصلين  کېږي په درس بوخت دي.همدا ډول نوموړى پوهنځى دملى اقتصاد د ديپارتمنټ دايجاد پشنهاد لوړومقاماتوته کړي  دى اميد دى چې په نږدى راتلونکى کې دغه پشنهاد منظور شي.

په ١٣٩١ کال کې به نوموړى پوهنځى دشپى پوهنځى په خپل تشکيل کې ولرى چې لدې سره به دنوموړى پوهنځى مکلفيتونه(مسوليتونه ) نور هم زيات او تشکيل به يي پراخ شى.

اوس مهال يو تدريسى عمومى مدير،يو تدريسى مدير، يود ورځې لخوا ملازم او يو دشپى لخوا ملازم په خپل تشکيل کې لرى .

١.١- مقدمه

له هغه ځايه چې : دعلمى او پرمختيايي برنامو او پرګرامونو طرح کول په تحصيلى نصاب او درسى موادوکې شامل دي.

ديوى برنامې او پرګرام (ځان ارزونه او معيارونو )په چوکاټ کې دپوهنتونونودعلمى څرانګوالى او ګټورتوب لپاره دلوړو زده کړو وزارت دستراتيژيک پلان يوه هغو موخو او هدافونو څخه شميرل کيږى .

نو ځکه برنامې (د کارکولو قاعده او پرګرام) په يو مناسبه سطحه کې ځاى نيولى دى.

داپه داسى ډول طرح او وړاندى شى چې :په اړونده رشته کې په علمي او عملي لخاظ کافى پوه او وړتيا پکې وښودل شى.

په لمړى فصل کې برسيره په مقدمه دادارى او تجارت(اقتصاد) پوهنځى تاريخچه ،او په دوهم فصل کې دپوهنځى تشکيلاتى جوړښت تر بحث لاندى نيول شوى ا وپه دريم فصل کې درسى نصاب او دمحصلانو تعداد، دشموليت او فراغت شرايط، دفارغانو لپاره کارى فرصتونه، د محصلانو لپاره داسانتياوى تربحث لاندى راغلي دي.

په څلورم فصل کې ټاکل شريو هدفونوته درسيدو استراتيژي يغنى کړنلاره دبحث موضوع ده.

دغه ستراتيژى موږته هغه لارې چارې بايد وښايې او هغه دکارکولو ميتودونه په ګوته کړى چې دهغوى په عملى کولو سره هغه ټاکل شوى موخې (هدفونه ) ترلاسه کولاى شو.

٢.١-  تاريخچه

دادارى او تجارت (اقتصاد) پوهنځۍ لنډه تاريخچه

د اداره او تجارت پوهنځی په (۱۳۸۲) کال کې حقوقو، شرعياتو او ادارې او تجارت پوهنځی په چوکاټ کې  د یوه دیپارتمنت په شکل تاسیس شو او په (۱۳۸۷) کال کې یې د یوه مستقلى پوهنځی په توګه په فعالیت شروع وکړه. بايد يادونه وکړو چې نوموړي ديپارتمنت په لومړي کال کې څلور نفره محصلين او يو تن رسمي استاد درلود او د قراردادي استادانو په همکاري يې د پوهنځی تدريسي چارې په مخ بیولې. په ۱۳۸۵ کال کې چې کله د لومړی دورې محصلين فارغ شول نو د هغوی له جملې څخه دری تنه يې د رسمي استادانو په حيث مقرر شول.له هغه راوروسته له ډیرو ستونزو سره، سره  ادارې وتجارت پوهنځی په کيفي او کمي لحاظ ډیر زيات پرمختګ کړی دی. په (١٣٩١)ه ش کال کې ددغى پوهنځى دبرحاله محصلينو تعداد (٤٩٨) تنو ته رسيدلي دي. دادارى اوتجارت پوهنځى په ١٣٩١ کال کې (١٦) تنه استادان لرى چې له دې جملى څخه (٧) تنه استادان دماسترى لپاره دآلمان هيواد د بوخوم  پوهنتون ته لېږل شويدي چې په نږدى راتلونکې کې به ددوى دماسترى دوره تکميله او هيواد ته به راستانه شي او دشيخ زايد پوهنتون دادارى او تجارت (اقتصاد) پوهنځى کې به خپلې مقدسي وظفيي ته ادامه ورکړي . د ادارى اوتجارت (اقتصاد) پوهنځى تر اوسه پورى يو رسمي ديپارتمنټ چې دادارى او تجارت په نوم ياديږى په خپل تشکيل کې لرى چې په (١٣٨٧ ) ه ش کال کې تاسيس شوي دى . نوموړى پوهنځى دهغه لمړيو ورځو څخه داقتصاد دپوهنځى دکريکولم مطابق خپل تدريسى مکلفيتونه پرمخ بيايي. نوموړى پوهنځى تر(١٣٩١) کال پورى شپږ دورى چې ټول ( ٢٣١) تنه محصلين فارغ او ټولنې ته د خدمت لپاره وړاندى کړيدي.داقتصادپوهنځى١٣٩١ کال په دوهم سمستر کې دمحصلينوتعداد چې اول دوي شعبي دي(الف او ب) چې  الف صنف(٩٠)تنه،اول ب صنف(٩٠)تنه،دوهم صنف(٩٤)تنه،دريم صنف (٩٨)تنه اوڅلورم صنف(٧٦)تنه چې جمله (٤٤٨)تنه حاضرمحصلين  کېږي په درس بوخت دي.همدا ډول نوموړى پوهنځى دملى اقتصاد د ديپارتمنټ دايجاد پشنهاد لوړومقاماتوته کړي  دى اميد دى چې په نږدى راتلونکى کې دغه پشنهاد منظور شي.

په ١٣٩١ کال کې به نوموړى پوهنځى دشپى پوهنځى په خپل تشکيل کې ولرى چې لدې سره به دنوموړى پوهنځى مکلفيتونه(مسوليتونه ) نور هم زيات او تشکيل به يي پراخ شى.

دوهم فصل

دپوهنځى جوړښت

٢.١- تشکلات

دادارى او تجارت (اقتصاد) پوهنځى په خپل تشکيل کې د ريس په شمول (١٦) تنه استادان او يو تن تدريسى عمومى مدير،يوتن تدريسى مدير،او يوتن اجرايه مدير، يودورځى ملازم،او يو دشپى ملازم په خپل تشکيل کې لرى. او همدارنګه په ١٣٩٢ کال کې به نوموړى پوهنځى دشپى پوهنځى په خپل تشکيل کې ولرى چې لدې سره به دنوموړى پوهنځى مکلفيتونو (مسوليتونه )نور هم زيات شي.

٢.٢ - ديپارتمنت

دادارى او تجارت (اقتصاد) پوهنځى دوه ديپارتمنټونه په خپل چوکاټ کې لرى چې يو يي دادارى او تجارت په نوم په (١٣٨٢)کال کې تاسيس شوي دى .همدا ډول نوموړى پوهنځى دملى اقتصاد ديپارتمنټ دايجاد پشنهاد لوړو مقاماتو ته کړى دى اميد دى چې په نږدى راتلونکي کې دغه پشنهاد منظور شي.

 

 

 

 ٣.٢ - علمى کادرونه

دادارى اوتجارت (اقتصاد) پوهنځى (١٦) تنه علمى کادرونه لرى چې له دې جملې څخه يي (١٠) تنه تدريسى چارې پرمخ بيايي او (٧) تنه يي دالمان هيواد بوخوم پوهتنون ته دماسټرى لپاره تللي دي .

دريم فصل

درسى نصاب او محصلان

١.٣ - تعليمى پلان

دادرى اوتجارت( اقتصاد) پوهنځى هر استاد د ځان سره تعليمى پلان لرى.چې دهغې له مخې خپل تدريسى چارى پرمخ بيايي.

 

٢.٣- دهر مضمون درسى مفرادت

هر استاد دخپل مضمون لپاره دريسى مفرادت دځان سره  لرى چې يوه کاپي يي په تدريسى مديريت کې هم موجوده ده.

 

٣.٣ - دمحصلانو تعداد (١٣٩١)

دادارى اوتجارت پوهنځى ( ١٣٩١ )کال په دوهم سمستر کې دمحصلينوتعداد چې اول دوي شعبي دي(الف او ب) چې  الف صنف(٩٠)تنه،اول ب صنف(٩٠)تنه،دوهم صنف(٩٤)تنه،دريم صنف (٩٨)تنه اوڅلورم صنف(٧٦)تنه چې جمله (٤٤٨)تنه حاضرمحصلين  کېږي په درس بوخت دي.

٤.٣- دشموليت او فراعت شرايط

دادارى او تجارت پوهنځى دنويو محصلينو ته سموليت شرايط

١: ددولسم ټولکي څخه بايد فارغ وى .

٢: هويئت يي بايد معلوم وى .

٣:دامتحان دشموليت فورمه بايد خانه پورې کړي.

٤: هر محصل بايد تعهد نامه لاسليک کړى.

دادارى او تجارت پوهنځى دفراعت شرظونه

١: دهر فارغ محصل دټولو سمسترونو نمرى بايد موجودي او کامياب وي .

٢: هر محصل بايد خپل مونوکراف درج او تسيلم کړي وي.

٥.٣- دفارعانولپاره کارى فرصتونه

د اقتصاد پوهنځى محصليونو ته هغه مهارتونه، فنونه او پوهه چې د ټولني په رشد او انکشاف کې ورته ضرورت کسب کړي دي .

 په ملي او بين المللي سطحه د کارموندني چانس ولري، د ټولني د ټولنيزو اقتصادي ستونزو په درک او حل وفصل قادر دي .

په اقتصادي پرمختيا کې د ونډې احيستلو توان ولري،په علمي تحقيقاتي او ټولنيزو برخو کې د کارکولو صلاحيت لري.

٦.٣- دمحصلانو لپاره اسانتياوې

• د پوهنځى اداره په دوامداره توګه هڅې کوي ترڅو د محصلينو لپاره اسانتياوي برابري کړي .

  • د ادارى او تجارت پوهنځى د کمپيوترونو ،پروجکتورونو ،انترنيت ته د لاس رسي په مورد خپل پشنهادات د شيخ زايد پوهنتون مقاماتو ته وړاندي کړيدي همدا ډول د پوهنځى اداره کوښښ کوي چي د پوهنځى په چوکاټ کې د سيمنارونو لپاره تالار ولري.

• نوي د يپارتمنتونه پشنهاد او منظوري يي واخيستل شي تر څو د محصلينو د تخصص په برخه کې پيشرفت (پرمختګ) رامنځ ته شي.

• د تحصيل د لوړي درجې استادان استخدام شي او د موجوده استادانو لپاره دا امکانات مساعد شي ترڅو په داخل کې دمحصلينو لپاره ښي تدريسى چارې پرمخ بوزي.

څلورم فصل

  • ١.٤- هدفونه
  • باکيفيته علمى کادرونو روزل .

• د پوهنځى اداره زيارباسي ترڅو د استادانو د تحصيل درجه لوړه شي او په نتيجه کې يي د لوړ کيفيت تدريس صورت ونيسي.

• د اداري او خدماتي کارکونانو د کارکولو سطحه لوره شي.

• د تحصيل د لوړي درجې استادان استخدام شي او د موجوده استادانو لپاره دا امکانات مساعد شي ترڅو په داخل او خارج کې د لوړو تحصيلاتو شرايط او زميني ورته برابري شي.

  • د ادارى او تجارت (اقتصاد) پوهنځۍ ته د اوسني حالت څخه بايد يوې عالي،باکيفيته او اکادوميکې پوهنځى يعني موسسي ته ارتقا ورکړل شي .
  • د منل شويو نورمونو او ستندر دوندونو،برابره ،په مودرنه او نوي تکنالوژي مجهزه او  د افغانستان د علمي ټولني سره په مطابقت کې په بين المللي سطحه د منطقي او سيمي هيوادونو د علمي او اکادوميکو موسساتو سره په پرله پسي ډول پيوستون او رابطه ولري .

• د پوهنځى اداره هڅي کوي تر څو د تدرس په سيستم کې په کمي او کيفي لحاظ په دوامداره توګه پرمختګونه ولرى .

• د ادارى او تجارت د پوهنځى اداره هڅه کوي او خپله دنده ګني تر څو په داخل او خارج کې د اقتصاد د پوهنځيو سره دتواميت پروتوکولونه امضا کړي.

• په پوهنځى کې د نظم او دسپلين سطحه لوړه شي تر څو د مقرراتو او لايحو مطابق د پوهنځى اداري او تدرسي چارې پرمخ بوتللي شي.

٢.٤- اهدافو ته درسيدو ستراتيژى

دادارى اوتجارت (اقتصاد) پوهنځى دزده کړه ايزې برنامې او پروګرام موده اته (٨) سمسترونه ياڅلور کاله په برکې نيسى او کولاى شي دکريډيټ دلايحې مظابق يې دنوموړي مودى څخه مخکې او يا وروسته تکميل کړي.

دغه برنامه او پرکرام دوى مرحلې لري:

١:مرحله ديوه څخه ترڅلورو(١-٤)سمسترونو پورى په برکې نيسى چې په هغه اساسى مضامين چې دهغوى زده کول اصلى رشتى ته دورداخليدولپاره اړين دي او داختصاصى او ځانګړو معلوماتو بنياد اوبنسټ جوړوي.لومړۍ مرحلى په پاى کې بايد شامل کسان ځانګړي مهارتونه،ځانګړى انګليسي ژبې ،رياضياتو او نوروفردى مهارتونولکه کمپيوټر په اړه زده کړى وکړى.د اولې مرحلې په پاى کې شامل کسان دانترشيپ برنامى او پروګرام په اجراکولوسره ، تيوريکى پوه او عملۍ فعاليتونه په محيط کې تطبيق کړى.

٢: څلور وروستى سمسترونه په دوهمه تحصصى مرحله پورى اړه لرى. ددغې مرحلې دمضامينو زده کول جبري او اختياري دي. نوځکه داقتصاد ليسانس دبرنامې ټولو شاملوکسانو ته دهغې تدريس حتمى او ضرورى ده.

دتدريس پدغه مرحله کې دحتمي او ضروري مضمونونو برخه په برنامه او پروګرام کې دټولو شاملو کسانو لپاره ده. خومتباقى يې په خپله خوښه او اختياري دي يعنى محصلين حق لري چې دخپلي رشتي او مسلک مطابق يې غوره او انتحاب کړي. نوځکه دغي برنامې په تعقيب او ترسره کولو سره به محصلين خپل تحصص په اړونده رشته کې په لاس راوړى.

دنوموګراف دليکوڅخه علاوه دمحصلينو د ليسانس د درچې ټاکلو لپاره کم ترکمه يو سيمنار دهغوتحصصى مضامينو څخه په يوه مضموم چې: په دوهمه مرحله کې يې غوره کوى ضرورى او لازمى بايد وړانى کړى.