بیوګرافی

 

د ژورناليزم پوهنځى

۱.۱ – مقدمه:

د افغانستان د اسلامي جمهوريت د لوړو زده كړو محترم وزارت په پوهنتونونو كې د تدريس د لا ښه كولو په موخه  د (ځاني ارزونې) تر سرليك لاندې د يو لړ خاصو او ځانګړو پروګرامونو طرح كول په درسي نصاب كې شامل كړي دي، چې د همدغې پروګرامونو پر مخ بيول چې د نړيوالبانك په مالي مرسته تر سره كيږي دلوړو زده  كړو وزارت د ستراتيژيك يوه مهمه برخه جوړوي.

دغه برنامې او پروګرامونه بايد په داسې توګه پر مخ يوړل شي چې په اړوندهرشتهكې پهعلمياوعملي لحاظ ګټور تمام شي، نو په همدېموخهموږ غواړو چې د شيخ زايد پوهنتون دژورناليزم پوهنځي مرامنامه په لاندې  توګه تصويبوو.

په لومړي فصل كې په سريزه برسيره د ژورناليزم پوهنځي تاريخچه او په دوهم فصل كې د ژورناليزم پوهنځي تشكيلات او جوړښت تر بحث لاندي نيول شوي دي او په دريم فصل كې  درسي نصاب او د محصلانو تعداد بيان شوي دي او په څلورم فصل كې ټاكل شويو موخو ته د رسيدو ستراتيژي يعنې كړنلاره د بحث موضوع جوړوي.

۲.۱ – د ژورناليزم پوهنځي لنډه تاريخچه

ژورناليزم پوهنځى له نيكه مرغه د شيخ زايد په پوهنتون كې نسبتاً اوږده سابقه لري، چې اساس او بنسټ يي د مهاجرت په ديار ( پيښور ) ښار كې د افغانستان مهاجرو له خوا د افغان پوهنتون په چوكاټ كې كيښودل شوي دغې پوهنتون د ادبياتو پوهنځي په چوكاټ كې د يوه ديپارتمنټ په توګه فعاليت درلوده.

د مؤقتې ادارې په راتګ سره كله چې دخوست ولايت د علم پروره خلكو د بيا بيا غوښتنو او د جلالتماب حامد كرزي د فرمان په اساس دغه پوهنتون له پيښور څخه خوست ولايت ته را انتقال شو او په خوست پوهنتون ونومول شو، چې ژورناليزم پوهنځي پدې پوهنتون كې د ښوونې او روزنې د پوهنځي يو ديپارتمنټ و، چې په ۱۳۹۰ هـ ش كال كې يي د يوه مستقل پوهنځي په توګه په فعاليت پيل وكړ او تر اوسه يي په غيږ كې ګڼ شمير ځوانان په پوره ملي او اسلامي روحيې سره ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندې كړي دي، چې له نيكه مرغه دوى په ملي او نړيوالو معتبرو رسنيو كې كار كوي.

دوهم فصل

د پوهنځي جوړښت

۲.۱ – تشكيلات

 

د ژورناليزم پوهنځى په خپل تشكيل كې دوه ديپارتمنټ لري، چې يو د راډيو تلويزيو ديپارتمنټ دى او يو د مطبوعاتو ديپارتمنټ دى. او نوموړى پوهنځى په۱۳۹۰هـ ش كال كې په ديپارتمنټونو بايدې وويشل شو، چې په دې دواړو ديپارتمنټونو كې د رئيس په شمول (۱۰) تنه استادان، (۲) تنه ادارې كارمندان، يو تن د ورځي ملازم او يو تن د شپي څوكيدار لري.او د ژورناليزم پوهنځي ادارې تشكيل په لاندې ډول په دياګرام سره ښودل شوى دى.

۱.۴ – مديريت او ديپارتمنټونه

ژورناليزم پوهنځى د خپل تشكيل له مخې دوه ديپارتمنټونه او په پوهنځي كې د نظم او دسيپلين تر څنګ د ملي شخصيتونو د كچې لوړولو په موخه يو عمومي تدريسي مديريت هم شتون لري، چې په لاندې ډول سره د پوهنځى د رئيس، د ديپارتمنټونو د امرينو او همدا شان د تدريسي چارو د تنظيم اړوند مديرانو نومونه په يوه لست كې ترتيب او برابر شوي دي.