د معلوماتي سیستمونو څانګې امر:

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري

لنډ ژوند لیک: پوهنیار ګوهرشاه ګوهري د الحاج مالک شاه زوی او د سرښوونکي مرحوم الحاج سلطان شاه لمسی او د افغانستان د  خوست ولايت  د مرکز لکڼو د سپينکيو بړيو کلي اوسيدونکی دی. نوموړی په ۱۳۶۵ هـ ش کال کې د خوست ولايت د مرکز اړوند د سپينکيو بړيو په کلي کې نړۍ ته سترګې پرانستې دي. په ۱۳۷۹ هـ ش کال کې د خوست ولايت د مرکز لکڼو په عالي ليسه کې شامل او په  ۱۳۸۴ هـ ش  کال  کې د يادې ليسې د دوولسم ټولګي څخه په عالي درجه  فارغ  شوی.  په ۱۳۸۶ هـ ش کال کي د کانکور د ازموينې وروسته د شيخ زايد  پوهنتون د کمپيوټر ساينس په پوهنځی کې شامل او  په  ۱۳۸۹ کال کې د نوموړي پوهنځی څخه  په عالي درجه د فراغت ديپلوم ترلاسه کړ. د لیسانس دورې څخه د فارغېدو سره سم خپلو هیوادوالو ته په علمي، تدریسي او اداري برخو کې د خدمت کولو په موخه په کابل کې د کادري ازموینې له ورکولو وروسته د ازادې سیالۍ له لارې په۱۳۹۰ هـ ش کال  کې د شیخ زاید پوهنتون، کمپيوټر ساینس پوهنځی کې د علمي کادر د غړي په توګه وټاکل شو. په ۱۳۹۳ کال کې د ازاد رقابت له لارې د شیخ زاید پوهنتون د مالي او اداري چارو مرستیال په صفت په دویم بست کې تقرر حاصل کړ، او د دوه کاله خدمت کولو څخه وروسته په ۱۳۹۵ کال کې کابل ته د ماستری دورې زده کړو لپاره په رسمي بورس معرفي شو. په کابل کې يې د باختر پوهنتون څخه د کمپيوټر ساینس(سافټ وئیر انجینرېنګ) په برخه کې د تخصصي زده کړو ترلاسه کولو وروسته  د ۱۳۹۷ هـ ش کال په نیمايي کې بیرته شیخ زاید پوهنتون ته راستون شو.

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري تر اوسه پوري په شيخ زايد پوهنتون کې لاندې فعاليتونه او دندې ترسره کړيدي:

۱. د پوهنتون د علمي شورا غړی

۲. د شیخ زاید پوهنتون د پوهنیزې مجلې مسؤل مدیر

۳. د شيخ زايد پوهنتون د پوهنيزې مجلې د تحریر هیئت غړی او کمپوزر

۴. د شیخ زاید پوهنتون د PDC بورډ غړی

۵. د شیخ زاید پوهنتون د OBE/SCL کمېټې غړی

۶. د شیخ زاید پوهنتون د انګلیسي ژبې او کمپيوټر زده کړې مرکز مشر او استاد

۷. د کمپيوټر ساينس پوهنځی سرپرست مرستيال

۸. د کمپيوټر ساينس پوهنځی د  کمپيوټرساینس عمومي ديپارتمنټ سرپرست آمر

۹. د پوهنځی د علمي شورا، اداري شورا، نصاب کمېټې، الکترونیکي کمېټې، او تضمین کیفیت کمېټې غړی

۱۰. د پوهنځی د ازموینو کمېټې مشر او غړی

۱۱. د پوهنځی د OBE/SCL کمېټې مشر

۱۲. د ديپارتمنټ د علمي شورا غړی

۱۳. د دیپارتمنټ شورا او تضمین کیفیت کمېټې مشر

پوهنیار ګوهرشاه ګوهري د ۱۳۹۷ هـ ش کال په پای کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي سیستمونو څانګې د سرپرست او د ۱۳۹۸ کال د ثور په میاشت کې د رسمي آمر په توګه دنده پيل کړه. چې د خپلو هیوادوالو لپاره د خپلې پاکې دندې(استادی) تر څنګ د معلوماتي سیستمونو څانګې د آمر په صفت خدمت وړاندې کوي.

د ۱۳۹۸ کال د ځان ارزونې د راپور بشپړونې په اړه د څانګې آمر پیغام:

د کمپيوټر ساینس په ځانګړي توګه د معلوماتي سیستمونه علم او پوهه په افغانستان کې د زده کړې تقریباً نوي ساحه ده، او له همدې امله د شیخ زاید پوهنتون د کمپیوټر ساینس پوهنځی د معلوماتي سیستمونو څانګه به له ستونزو خالي نه وي او زیاتې ننګونې يې پر مخ پرتې دي، چې مونږ يې د حل کولو لپاره په شریکه کار او هلې ځلې کوو. د ډېرو ننګونو د شتون سره، سره  بیا هم په ۱۳۹۸ کال کې مونږ زیاتې لاس ته راوړنې درلودلې چې د نمونې په توګه يې له تاسو سره شریکوو:

1. د څانګې لپاره کلنۍ کاري پلان ترتېب، تطبیق او ګزارش يې له پوهنځی سره شریک شوئ دی.

2. د معلوماتي سیستمونو د څانګې شورا په ۱۳۹۸ کال کې (۱۰) جلسې دائيرې کړي دي، چې د ټولو جلساتو پرېکړې يې په ښه طریقه سره تطبیق شوي دي.

3. همدا ډول د معلوماتي سیستمونو څانګې د تضمین کیفیت کمېټې په ۱۳۹۸ کال کې (۱۰) د کیفیت لوړولو په موخه جلسې دائيرې کړي دي، چې د څانګې په علمي او تدریسي چارو کې يې پوره کیفیت رامنځ ته کړئ دی. د څانګې شورا او تضمین کیفیت کمېټې د جلساتو ټول ګزارشات د پوهنځی او اړوند استادانو سره د تطبیق او هدایاتو لپاره لېږل شوي دي.

4. د څانګې د استادانو لپاره مو په (۲۱) مواردو کې کلنۍ دوسيې ترتېب کړي دي، او ټول  موارد يې بشپړ شوي دي.

5. د تضمین کیفیت د چارچوب او رهنمود مطابق د معلوماتي سېستمونو څانګې (۱۹) ګونې موارد بشپړ شوي دي.

6. د کیفیت د لوړاوي او اعتبارورکوونې په (۱۱) ګونو معیارونو کې د ځان ارزونه ترسره شوي ده.

7. د ځان ارزونې په پایله کې د رابرسېره شویو ستونزو او نیمګړتیاوو لپاره د ځان ارزونې عملیاتي پلان (SAAP) ترتېب شوي دی.

8. د مسیر یابي (TD) سند ترتېب شوي دی.

9. د ۱۳۹۸ کال د پسرلني او خزاني دواړو سمیسترونو لپاره د تدرېس د ښه والي پلانونو ترتېب او تطبیق شوي دي.

10. د دواړو سمیسترونو د تدریس د ښه والي پلانونو او نورو علمي او تدریسي چارو ګزارشات له پوهنځی سره شریک او تائید شوي دي.

11. د څانګې د ټولو استادانو د ۱۳۹۸ کال د پسرلني او خزاني سمېسترونو مضمونونو لپاره انفرادي عملیاتي پلانونه او کورس پالیسۍ ترتېب او تطبیق شوي دي.

12. د څانګې د ټولو استادانو د ۱۳۹۸ کال په دواړو سمیسترونو کې په (۱۱) اونۍ کې د ځان ارزونه او په (۱۳) اونۍ کې د څانګې او هیئت لخوا د محصل په واسطه د دوی ارزونه ترسره شوي ده.

13. د پايلو پر بنسټ زده کړې/محصل محوري تدرېس درسي مېتودونه تر ډېره عملي شوي دي.

14. د تدریسي بهیر د هر ساعت څخه نظارت ترسره شوئ ، پخپله استاد ته فیډبک او د پوهنځی ریاست ته يې ګزارشات لېږل شوي دي.

15. په ۱۳۹۸ کال کې د لومړي ځل لپاره د څانګې دوره يي کتنې لپاره هیئت ټاکل شوئ دی، او په نږدې راتلونکې کې به يې چارې بشپړې شي.

16. د ۱۳۹۸ کال د معلوماتي سیستمونو پروګرام کلنۍ څار د استادانو د یوې کمېټې لخوا په جریان کې دئ. او د کیفیت لوړاوي په خاطر همداسې نور ګڼ شمېر فعالیتونه ترسره شوي دي.

د معلوماتی سیستمونو څانګه په دې ویاړي، چې د شيخ زايد پوهنتون د نورو پوهنځیو د څانګو په څير يې د لوړو زده کړو وزارت د کيفيت د لوړاوي او اعتبار ورکوونې د معيارونو مطابق د ځان ارزونې په برخه کې لازمې کړنې ترسره کړي دي.

د معلوماتي سیستمونو څانګې د خدمتګار او  آمر په توګه د څانګې د تضمین کیفیت د ۱۳۹۸ کال په کمېټه کې د محترمو غړو استادانو هر یو( پوهنمل صالح خان صالح ، پوهنیار میرویس تڼی ، پوهنیار محمد انور انور، پوهنیار اسدالله قرار) او د منشي په توګه د محترم پوهنیار نجیب الله سادات هڅې، چې د پوهنتون، کمپیوټر ساینس پوهنځی او په ځانګړي توګه د معلوماتي سیستمونو څانګې د تدریسي، علمي او اداري پرمختګونو او کیفیت لوړولو لپاره يې ترسره کړي دي، له ټولو څخه د زړه له تله مننه او د دوی پیاوړي ارادې او ښه خدمت کولو زیاته ستاینه کوم. همیشه ورته په ټولو علمي او تدریسي چارو کې بریالیتوبونه غواړم. د معلوماتي سیستمونو څانګې د ټولو چارو انکشاف او پرمختګ  د استادانو د شریک او ګډ کار نتېجه ده، چې محصلین مو له تدریس او علمي خدمتونو څخه راضي دي.

مونږ لا هم ژمن یو، چې د لوړو زد کړو د کیفیت په ښه کولو کې به هر ډول هلې ځلې او مرستې دریغ نه کړو او د معلوماتي سیستمونو څانګې د موخو لاس ته راوړلو ترڅنګ به بهتر خدمتونه خپلو هیوادوالو او د پوهې مینوالو ته وړاندې کړو.

د تحصیلي څانګې سوابق:

د معلوماتي سیستمونو څانګه فارغ ورکوونکي څانګه ده، چې  د معلوماتي ټکنالوژۍ تر څنګ د شیخ زاید پوهنتون د کمپيوټر ساینس په پوهنځی کې فعالیت ترسره کوي.

د څانګې تارېخ:

په شیخ زاید پوهنتون کې  کمپیوټر ساینس د ښوونې او روزنې پوهنځي د يوې څانګې په توګه فعاليت درلود. خو له نېکمرغه نوموړي څانګه د۱۳۹۰ کال کې د کمپیوټر ساینس پوهنځی په نوم په رسمي توګه په فعالیت پیل وکړ او یواځې د کمپيوټر ساینس عمومي څانګه يې درلودله. د چټک پرمختګ او د ټولنې د غوښتنو سره سم په ۱۳۹۱ کال کې د معلوماتي سیستمونو او معلوماتي ټکنالوژۍ په نومونو دوه رسمي فارغ ورکوونکي دیپارتمنتونه د کمپيوټر ساینس پوهنځی ته ورکړل شول.

د معلوماتي سیستمونو څانګې ټول محصلین په اول او دوهم ټولګي کې د معلوماتي ټکنالوژۍ څانګې د محصلینو سره یو ځای د کمپيوټر ساینس په عمومي ديپارتمنت کې زده کړې ترسره کوي، او په دریم ټولګي کې د کانکور د انتخاب سره سم دوی ته  د معلوماتي سیستمونو په ځانګه کې د ځانګړي کریکولم له مخې تدریس پر مخ وړل کیږي. دا مهال د معلوماتي سیستمونو څانګه لومړی، دوهم، او دریم ټولګي لري، چې د ۱۳۹۸ کال تر پایه يې د څلورم ټولګي څخه څلورمه دوره محصلین ټولنې ته د چوپړ لپاره وړاندې کړي دي.

لرلید(Vision)

د معلوماتي سیستونو ډیپارټمنټ لرلید دا دی، چې په ملي سطحه د معلوماتي سیستمونو اړوند مسلکي کادرونو په روزلو او ټولنې ته د خدمت کولو په موخه په وړاندې کولو کې تر نورو پوهنتونونو ( د معلوماتي سیستونو ډیپارټمنټونو) مخکښ او یو رهنمایي کوونکی ډیپارټمنت واوسي.

ماموريت (Mission)

د معلوماتي سیستمونو څانګه د خپل لرلیدي خوب رښتیا کولو لپاره هڅه کوي، چې د OBE-SCL عصري تدریسي سیستم عملي کړي. ددې لارې به  د معلوماتي سیستمونو اساسي، مسلکي، اختصاصي، اختیاري او پوهنتون شمول مضامین، د ډیپارتمنت د اهدافو مطابق عیار او تدریس کیږي. علاوه پردې به د ډیپارتمنت په کچه د Continual Quality Improvement(CQI) دوراني سیستم دپروګرام د ارزیابی په خاطر جاري ساتل کیږي. برسېره پردې به ډیپارتمنت په  یوه داسې سیستماتیکه اداره ملبس وي، چې د افغانستان د لوړو زده کړو وزارت د ملکي قانون مطابق به استادان او محصلان خپل اکاډمیک ظرفیتونه لوړولی شي او د دوی تر منځ به د ډاډ وړ هماهنګې موجوده وي.

دمعلوماتي سیستمونو څانګې ماموريت او ليد لوری په (۳ )۱۴/۳/۱۳۹۶ نیټه د ډیپارتمنت شورا، او د کمپیوټر ساینس پوهنځی په علمي شورا کې په۳۰/۳/ ۱۳۹۶ نیټه تائيد شوي دي.

د معلوماتی سستمونو څانګې موخې:

1. په اسلامي او ملي روحیه د محصلانو روزل.

2. محصلان په داسې علم ملبس کول، چې خپل علمي مسایل او تخنیکي مهارتونه خپلو ګرانو وطنوالو ته وړاندې کړي.

3. د ټولنې اړتیاوو ته په کتو محصلانو ته روزنه ورکول.

4. د وخت د غوښتنې سره سم د محصلانو لپاره د کریکولم ترتیب کول.

5. د معلوماتي بانک او ویب ډیزاین په برخو کې محصلان ټولنې ته وړاندې کول.

6. محصلان د معلوماتی سیستمونو اړوند په علمي، مسلکي مسایلو باندې پوهول.

7. د معلوماتي ټکنالوژۍ په څانګو کې د یو ښه مشاور په توګه محصلانو ته وړتیا ورکول.

8. محصلان څیړنو او تحقیقاتو ته هڅول، او د څیړنو میتودونه ورزده کول.

9. محصلانو ته د دندو په پیدا کولو کې تر وسه خپلې هڅې جاري ساتل.

10. محصلانو ته د معلوماتي بانکونو او ویب ډیزاین په برخوکې د عملي پروژو پیداکول.

د ښوونیزو لاسته راوړونو پایلې:

د معلوماتی سیستمونو په څانګه  پورې اړوند محصلین د معلوماتي بانکونو یعنې ډیټابېس او همدارنګه د ویب په برخه کې د نویو سیستمونو د ډیزاین، تولید او پرمختګ لپاره نظري او عملي درسونه پرمخ وړي. او څرنګه  مو چې مخکې ذکر کړل یوه فارغ ورکوونکي څانګه ده، او د لیسانس علمي درجې په کچه فارغین وړاندې کوي.

د اکاډميکو اسانتياوو نوملړ:

د معلوماتی سیستمونو څانګه د محصلینو د عملي زده کړو لپاره په مجهزو کمپيوټرونو سمبال یو لېب لري، چې د سولر سیستم دایمي برېښنا باندې چلیږي(په یو شمېر وختونو کې د پوهنتون د عمومي برېښنا څخه هم ګټه اخلي).

د معلوماتي سیستمونو د څانګې شورا:

دا یو حقیقت دی، چې ديپارتمنت په هر پوهنځی کې د لوړو زده کړو بنیاد او هسته تشکیولي؛ د لوړو زده کړو د کیفیت لوړولو او د ټولو علمي، تدریسي او اداري چارو د ښه سمبالښت، مدیریت کولو، پرمختګ او ودې لپاره د معلوماتي سیستمونو څانګې د لوړو زده کړو د ملکي قانون سره سم د څانګې شورا ترکېب جوړ کړئ ؤ. چې ټولې چارې يې د قانون او اصولو په رڼا کې ترسره کړي دي. د معلوماتی سیستمونو  څانګه يوه د څانګي شورا لري، چې د څانګي څلور تنه  استادان يې غړي، یو تن استاد منشي  او د ديپارتمنت آمر يې مشر دی. د نوموړي شورا دیاګرام او د جلساتو مهال وېش په لاندې توګه له تاسو سره شریک کیږي.

د معلوماتي سیستمونو څانګې د تضمین کیفيت کمېټه:

د څانګې د تضمین کیفیت کمېټه د پوهنتون ، پوهنځی او په ځانګړي توګه دمعلوماتي سیستمونوڅانګې د علمي او تدریسي چارو د لوړاوي په خاطر د لوړو زده کړو او د تضمین کیفیت او اعتبار ورکونې د تقنیني اسنادو د تطبیق په موخه فعالیت ترسره کوي. د معلوماتي سیستمونو څانګې په لاندې توګه د ۱۳۹۸ کال لپاره تضمین کیفیت کمېټې ترکېب جوړ کړئ ؤ، چې د اصولو سره سم يې ټولې چارې پر خپل وخت ترسره او د څانګې آمریت يې د تطبیق څخه ډاډ ترلاسه کړئ دی. په لاندې توګه په لومړي دیاګرام کې د کمېټې ترکېب او په ورپسې جدول کې د ۱۳۹۸ کال لپاره د نوموړي کمېټې ترکېب او د جلساتو مهال وېش له تاسو سره شریک کیږي.

د معلوماتي سیستمونو څانګې سره د اړیکو اړوند معلومات:

د معلوماتي سیستمونو څانګې او د کمپیوټر ساینس پوهنځی استادانو او محصلینو د یو شمېر فعالیتونو انځورونه:
....