د چاپیریال زرغوانوالي ته ژمن یو​:

راځئ چې د شیخ زاید پوهنتون چاپیریال په ښکلا او زرغونولو کې ونډه واخلو:


د یاد سرلیک ترچتر لاندې د شیخ زاید پوهنتون اداري کارمندانو لخوا نن ورځ رسمآ ۱۵ ورځنۍ اشر پيل شو.


یاد اشر چې د شیخ زاید پوهنتون اداري کارمندانو لخوا پیل شوی د پوهنتون ادارې د نیالګیو د کینولو د پلان مطابق به په ټاکل شويو ځآیونو کې نیالګي ځای پرځای کړای شول.
پوهنتون مو ګډ علمي کور دی، دا علمي کور باید د زرغونوالي، پاک او زرغون چاپیریال یوه بیلګه وي.


دادی نن ورځ عملآ د کادري روغتون په انګړ کې د زینتي بوټو ترڅنګ د چمن کینولو کار هم پیل شو.
ګرانو هېوادوالو او په ځانګړي ډول ملي سوداګرو !

(راځئ چې د شیخ زاید پوهنتون چاپیریال په ښکلا او زرغونولو کې ونډه واخلو) تر سرلیک لاندې د توان مطابق د پوهنتون په سمسورتیا کې خپله ونډه واخلئ​