لرليد (Vision):

د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې د کرنې يوه غښتلې اکاډميکې ادارې رامنځته کول چې په پایله کې د کرنې د ميکانيزه کولو له لارې د لوړ توليد، پرځان بيسا اقتصاد رامنځ ته کول ترڅو د قطع شويو ځنګلونو بيا احداث، د څړځايونو اداره او تنظيم، داخلي او نړيوال مارکيټ لپاره د چاپيريال ساتنې د قوانينو په نظر کې نيولو سره غوره توليداتو ته انکشاف ورکول دي.

 رسالت (Mission):

د کرنې پوهنځی مهم رسالت په محلي، ملي او نړيواله کچه د کرنيزو اړتياوو پر بنسټ د سپیڅلې زده کړې او څيړنې وړاندې کول دي. د کرنې او مالدارۍ په سکتورونو کې د اړتياوو پر بنسټ غوره خدمات وړاندې کول ترڅو د خلکو د ژوند د سطحې د لوړتيا سبب شي او د هغوې اقتصادي او غذايي اړتياوو په رفع کولو کې اغيزمن تمام شي.

ارزښتونه (Core Values)

  • انستیتویت ته وفاداري
  • صداقت
  • جواب ګویی
  • مسلکی کیدنه
  • عدم تبعیض

په پورته ډول د کرنې پوهنځی رسالت، لرليد او غوره ارزښتونه د پوهنځی د (۶) پروتوکول او ۳۱ / ۳ / ۱۳۹۶ نيټه علمي شورا غونډه کې تايېد شويدي.

------------------------

موخې (Objectives):

  1. په مسلکي، اسلامي او ملي روحيه د محصلينو روزل.
  2.  د افغانستان ملي پرمختيايي ستراتيژيو (ANDS)  او د لوړو زده‌کړو د وزارت له ستراتيژيو ، قوانينو او مقرراتو سره سم د کرنې په برخه کې د کرنيزې مسلکي پوهې لاس ته راوړل او په ټولنه کې يې ترويجول.
  3. محصلين به د نوموړې پوهنځی د فراغت وروسته به نباتاتو، خاورې او اوبو په اداره کولو او تنظيمولو پوه او ستونزو ته د حل لارې پيدا کړي.
  4. محصلين به د مختلفو اهلي څارویو پر روزلو، اداره، تنظيم او د بيلابیلو حيواني محصولاتو توليد، پروسيس او بازارموندنه زده کړي او په ورځني ژوند کې به يې تطبيق کړای شي.
  5. محصلين به په لابراتوار کې د نباتي ناروغيو تشخیص او کلچر زده کړي، د نباتي او حيواني  نوی نسلونو ورايټې به د سیمې د شرايطو مطابق رامنځ ته کړي.
  6. محصلين به د مختلفو کرنيزو او حيواني خوړو د خونديتوب او غذايي ارزښت په هکله عامه پوهاوی ترلاسه کړي او په ټولنه کې به يې تطبيق کړي.
  7. محصلين به د کرنيزې او مالداري سکتور پرمختللې ټکنالوژي ترويج، د عنعنوي کرنې او مالدارۍ اصلاح کول زده کړي او په ټولنه کې به يې نورو دهقانانوو او مالدارانو سره شريک کړي.
  8. محصلين به د کرنې او مالدارۍ صنعت سکتور ته خام مواد برابرول زده او دکروندګرو د ژوند د سطحې لوړولو مديريت زده کړي.
  9. محصلين به د ټولنې اړتيا وړ سبو، ميوو او بيلا بيلو ګلانو د روزنې لارې چارې او تخنيکونه زده کړي او په ټولنه کې به يې په عملي توګه تطبيق کړي.
  10. محصلين به د فراعت سره سم د ټولنې په مختلفو برخو کې د کار وړتيا ولري.