د (USAID) په مالي لګښت د پوهنتونونو مشورتي شورا تاسیس شوه.

د (USAID) په مالي لګښت د پوهنتونونو مشورتي شورا تاسیس شوه.

د پوهنتونونو مشورتي صنعتي شورا نوبتی غونډه دشیخ زاید پوهنتون دشیف ټو دغونډو په تالار کې دیوی ځانګړی ناستی په ترڅ کې ترسره شوه ، چې د شیخ زاید پوهنتون ریئس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي ترڅنګ د خصوصي شرکتونو رئیسان ، دسودا ګرۍ اوصنایعو دخونې ریس ، دافغانستان دپانګونې څخه دملاتړ ادارې استازي ، دصنعتګرو داتحادیې ریس ، د پوهنتونونو دملاتړ او دبشري ځواک دپرمختیا پروګرام مسؤل عبدالبصیر قریشي او ملي تجارو ګډون کړی وو.
په سرکې هم د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل مجیب الرحمن کريمي میلمانو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ د پوهنتونونو مشورتي شورا لیدلوری ، هدف، جوړښت ، عمده فعالیتونه ، او دشورا دهرغړي رول اړوند په تفصیل سره خبرې وکړې.
نوموړی په خبرو کې زیاته کړه ، چې د پوهنتونونو مشورتي شورا دپوهنتون دتصمیم نیوونکو او لوړپوړو غړو، دسوداګریزو ، صنعتي او کار رامنځته کوونکوو شرکتونو د لوړپوړو غړو او دولتي ارګانونو څخه تشکیله شوي ده . چې،د پوهنتون لپاره یوه دواطلبه مشورتي او واحده بهرنۍ مرجع ده ، چې اکاډمیک سکتور دسوداګریز سکتور سره نښلوي او د محصلینو لپاره دکاري زمینو او کار زده کړو دپروګرامونو رامنځته کول یې له اساسي اهدافو څخه ګڼل کیږي.
همدرانګه دپوهنتون رهبري ته دلازمو پروګرامونو او کاري بازار اړوند تحصیلي نصاب په هکله سلا او مشورې ورکولو ترڅنګ دداسې تحصیلی نصاب طرحه کول چې محصلینو سره په بازار او روزګار پیدا کولو کې مؤثر واقع شي او هغي ته پراختیا ورکول ،چې اوس مهاله ارزښتونو او ګټو تمثیلونکي وي، ترڅو محصلین په داسې مهارتونو او علم سمبال کړي چې دسوداګري ، صنعت ، دافعانستان دکسب او کار اړتیاوې پوره کړي .

 

 

(( رحماني))