په شیخ زاید پوهنتون کې د USAID لخوا دپلان جوړونی اود پروژې مدیریت روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

په شیخ زاید پوهنتون کې د USAID لخوا دپلان جوړونی اود پروژې مدیریت روزنیز ورکشاپ ترسره شو.

 


دلوړو زده کړو وزارت د USAID په مالي لګښت څلور ورځنی ورکشاپ په شیخ زاید پوهنتون کې، چې ۲۵ تنو اداری کارمندانو په کې ګډون کړی و ، د پلان جوړونې ، د پروژو ارزونه، د پروژو د فورم جوړول، د پروژې د بودیجی جوړول ، د پروژې څارنه درسي مواد دنورمحمد ثاقب ، فریدالله مفکر او محمد الرحمن صبری لخواتدریس کړل شول.
د ذکر شوی ورکشاپ د ارزونې په ورستۍ ورځ د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي ترڅنګ د کابل څخه راغلي ،د USAID د پوهنتونو د ظرفیتونو لوړونې ستر مسوءل عبدالستار سیلمان خېل، متحصص ټرینر ډاکتر احسان الله همت ګډون درلوده.
په سر کې د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د USAID دمسولینو دمنني ترڅنګ دورکشاپ ګډونوالو ته په خپلو خبرو کې زیاته کړه:
(کوم څه ، چې مو نن زده کړل زه پدې باور یم، چې انشاالله په خپلو ورځنیو چارو کې به یې تطیبق او ثمره به یې پوهنتون ته ورسیږی.
دا پروګرامونه، نه یواځې داچې ستاسې په دفتری چارو کې مثبت بدلون راوستلې شی ، بلکې د ژوند په هر ډګر کې اغیزمنتوب لری ، خو پدې شرط، چې ستاسې په کره دیقت سره په خپل دفتر او ټولینز ژوند کې دعمل جامه ورواغوندی).
ور پسی د لوړو زده کړو وزارت د USAID د پوهنتونو د ظرفیت لوړونې مسول عبدالستار سیلمان خېل د شیخ زاید پوهنتون رهبری څخه مننه وکړه ، چې مونږ ته یی هغه شان موقع مساعده کړی وه، چې څومره اړینه وه انشاالله زمونږ هڅې او کوششونو به د شیخ زاید پوهنتون سره جاری وی او په آینده کې به د شیخ زاید پوهنتون درهبری سره یو ځآی همداسې د اغیزمنتوب ډګ ورکشاپونه دایر کړو.
په پای کې دورکشاپ په ګډون والو دتصدیق پاڼو او دسمسور او اباد افعانستان په دعایی ویلو پای ته ورسیده.

 

 

(( رحماني))