د کرونا ویروس ضد مبارزه کې برخه واخلئ

15 مارچ, 2020

د کرونا ویروس ضد مبارزه کې برخه واخلئ!

کرونا یو نړیوال خطرناک ویروس دی، چې په اسانۍ سره کولای شي د یو انسان څخه بل انسان ته انتقال شي. کرونا ویروس یوازې څو هېوادونه نه، بلکه ټول بشریت یې له جدي ګواښ سره مخ کړی. اوس نو پکار ده، چې بشر یې په وړاندې منسجم او مبارزه ورسره وکړي. بهتره به داوي، چې حقیقتونه او واقعیتونه پټ نکړو. دا او نورې وژونکې ناروغۍ ژبـــــه، قــــــوم، دیـــــن او مـــــذهب نه پېژني. لکه څنګه چې غیرې اسلامي هېوادونه ګواښي، تر هغې ډېر اسلامي هېوادونه هم ګواښي.


دا سمه خبره ده چې، اسلام د نظافت او پاکۍ دین دی، خو چېرته هم په ایات او حدیث کې ندي راغلي، چې پر مسلمانانو به ویروس حمله نکوي. بهتره ده، چې د ویروس د مخنیوي په موخه د خپل ځان، کار ځای (دفتر) او ناستې پاستې ځایونو کې، نظافت او پاکي مراعات کړو. د یو څه مودې لپاره غیــږ په غیـــږ او لاس په لاس ستړي مشي څخه ډډه وکړو، په ورځ کې څو ځله خپل لاسونه په صابون سره پاک ومینځو. د عامې روغتیا وزارت سپارښتنې باید په پام کې ونیول شي، ترڅو ځان او ټولــــــــــنه له دغــــه وژونکي ویروس څخه په امان کې وساتو.
د ټولنې هر وګړی مکلف دی، چې د یاد ويروس په وړاندې، د خپلې ټولنې او خلکو د عامه پوهاوي لپاره کار وکړي