د شیخ زاید پوهنتون د خواشینۍ پیغام!

 

دا چې تیره ورځ د کندهار په ولایت کې د یاد ولایت محترم والي همایون عزیزي او د دوست اسلامي هیواد متحده عربي اماراتو محترم سفیرجمعه محمد الکعبي او ورسره مل پلاوی د یوې دردونکې پیښې په پایله کې ټپیان شول او یو شمیر نور محترم هیوادوال او د متحده عرب اماراتو د سفارت دیپلوماتان په شهادت ورسیدل، له دې امله د شیخ زاید پوهنتون رهبري یاده غمیزه او دردونکې پیښه په کلکو ټکو غندي، شهیدانو ته یې د فردوس جنت او ټپیانو ته یې د عاجلې شفا غوښتنه کوي او د عربي متحده اماراتو د سفیر او مل پلاوي یاده سرښندنه د افغانانو سره د دوي د اسلامي ورورګلوي د بې کچې مینې مظاهره ګڼي، چې د خپلو مالي مرستو ترڅنګ یې خپله وینه هم قرباني کړه، اجره علی الله.