شیخ زاید پوهنتون له دولس ګونو پوهنځیو څخه ۱۸۵۰ محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندی کړل.

شیخ زاید پوهنتون له دولس ګونو پوهنځیو څخه ۱۸۵۰ محصلین ټولنې ته د خدمت په موخه وړاندی کړل.


د ۱۳۹۵ ښونیز کال  د شیخ زاید پوهنتون د بریا او کامیابی ډک کال نومول شوی دی چې د عربي متحده اماراتو توجه د جلب کولو ترڅنګ د تضمین کیفیت دغوره مرکز( Center of Excellence in Quality Assurance) د جایزی اخیستو او دا دې نن ټولنې ته ۱۸۵۰ محصلین وړاندې کوي چې لدې جملي څخه یې ۴۵ اناث دي.
په دې موخه په شیخ زاید پوهنتون دغونډو په تالار کې یوه لویه غونډه رابلل شوی وه .


غونډه ۱۳۹۵ کال د جدي په ۲ نیټه د سهار په نهو بجو د قرانکریم په تلاوت رسمآ پیل شوه . په سرکې د شیخ زاید پوهنتون علمي معاون پوهندوی عبدالخلیل افعاني دښه راغلاست ترڅنګ پرانستونکي وینا وکړه  نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې: ( دشیخ زايد پوهنتون د تضمین کیفیت د غوره مر کز او د جایزې اخیستو او دولس ګونو پوهنځیو دممتازو محصلینو دفراغت په ویاړ جوړې شوی غونډې ته ستاسو هر کلی کوم ، ستړی مه شي ، هر کله راشي، د پوهنتون د رهبری په استازیتوب د تضمين کيفيت دغه مقام ته په رسیدو خپل د مبارکۍ مراتب د خوست ولسونو ته او د پوهنتون ټولو منسوبینو ته وړاندې کوم)


 د شیخ زاید پوهتون علمي معاون پوهندوی عبدالخلیل افعاني خپلې خبرې د شیخ زاید پوهنتون د دولس ګونو پوهنځیو فارغ التحصیل محصلینو ته او دهغوی کورنيو ته په مبارکي مراتبو وړاندې کولو پای ته ورسولي.
 ورپسې د خوست والي پوهنمل حکم خان خبیبي دغونډی ګډون والو ته پرانستوونکي وینا وکړه نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې ډیر د خواښۍ ځای دی چې نن په داسې یو مجلس کې ګډون کوم چې شاوخوا ۱۸۵۰ محصلین شیخ زاید پوهنتون ټولنې ته وړاندې کوي. د فراغت د مبارکي ترڅنګ ستاسي ته د تضمین کیفیت دغوره مرکز د جایزی ګټلو مبارکې ستاسې ته بلکې ټول خوست مجاهد ولس ته وایم مبارک موشه 


 د خوست والي پوهنمل حکم خان خبیبي د شیخ زاید پوهنتون رهبری او حاصتآ دخوست ولس ته د متحده عربي اماراتو ژمني د پلي کیدو وخت رارسیدلي دی انشاالله په نیږدی وختونو کې به د پنځه ودانیو د بنسټ ډبره ایښودل کیږي او ترڅنګ یې د شیخ زاید پوهنتون رهبري ته دنده وسپارله چې شیخ زاید پوهنتون دغونډو تالار ډیر کوچني دی همدا اوس دې یو ۲۰۰۰ کیسزه تالار ډیزان کړی او ولایت مقام ته دې وسپاری تر څو شیخ زاید پوهنتون یو ښه او پراخه دغونډو تالار ولري.
 په پاي کې هغه استادانو او ممتاز محصلینو ته ستاینليکونه ورکړل شول چې تضمین کیفیت اړوند یې زیار ایستلي وو
 غونډه د سر لوړی او سمسور افغانستان دعایی په ویلو پای ته ورسیدله.