په شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۳۹۵ ښوونیزکال ددوهم سمستر ازموینې پیل شوي.

په شیخ زاید پوهنتون کې د ۱۳۹۵ ښوونیزکال ددوهم سمستر ازموینې پیل شوي.


یادې شوي ازموینې د لوړو زده کړو وزارت دلوایحو او مقرارتو مطابق شیخ زاید پوهنتون دورځي اوشپي پوهنځیو د ۱۳۹۵ کال د دوهم سمستر ازموینه نن (۱۰/ قوس/ ۱۳۹۵ ) نیټه رسمآ پیل شوې .
د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي ترڅنګ د یاد پوهنتون مرستیالان، دپوهنتون د۱۲ دولس ګونو پوهنځیو ریسان، استادانو او د پوهنتون امتحاناتو کمیټو غړو په پوره امادګۍ او پلان سره د ۱۳۹۵ کال ازموینې به په ټوله مانا شفافې او معیاري له محصلینو واخیستل شي.


د شیخ زایدپوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي سږنۍ ازموینه د پوره شفافیت او په رښتني وړتیا ټینګار ښودلو ترڅنګ زیاته کړه چې : ( شیخ زاید پوهنتون نور د کیمیت پرځای کیفیت ته اولویت ورکوي او له استادانو څخه یې غوښتنه همدا وه چې ، د کیمیت د لوړتیا ترڅنګ باید کیفیت ته ځانګړی پاملرنه وشي) .


دا چې محصلین دهیواد بشري ځواک لوړه انرژي او د ملا تیر خاصیت لري او پوهنتونونه د بشري ځواک تولیدي کارخانه بللی شو، نو اړینه ده چې دا سپیڅلي دانساني ځواک کارخانه باید ترحده زیات شفاف کادرونه تربیه او ټولنې ته وړاندې کړي نو بنآ شیخ زاید پوهنتون اداره یې په پوره شفافیت ټینګار کوي . 
د اباد سرلوړی سمسور افغانستان په هیله
((رحماني))