شیخ زاید پوهنتون علمي او اداري معاونیت دوهمو بستونو د پاره نوي کادرونه معرفي شول.

شیخ زاید پوهنتون علمي او اداري معاونیت دوهمو بستونو د پاره نوي کادرونه  معرفي شول.

د ۱۳۹۵ /  کال د لړم میاشتي ۳ نیټه د  شیخ زاید پوهنتون د غونډو په تالار کې  پدې موخه یوه پراخه غونډه نیول شوی وه غونډه د کلام پاک د څو مبارکو ایاتونو په تلاوت رسمآ پیل شو.

په سر کې د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي دافعانستان داسلامي جمهوریت ریس جلا التماب ښاغلي اشرف غني حکم  ولوستلو   ښاغلي کریمي یاد شوی کادرونه د افعانستان اسلامي جمهوریت جمهور ریس پرځای ګام بللو ترڅنګ  په خپلو خبرو کې  زیاته کړه چې ددوي په شتون  کې  به انشاالله پوهنتون لا پرمختګ کوي .

دپوهنتون ریس ښاغلي کریمي  د پخواني علمي مرستیال پوهنیار میر حبیب شاه ننګمل او اداري مرستیال پوهنیار ګوهرشاه ګوهر  د کارونو څخه یادونه وکړه چې پوهنتون ته یې تر خپل توان مطابق په علمي  اواداري برخو کې خدامات کړي او  خپله انرژي یې نده سپما کړی .

ورپسې نوي علمي مرستیال پوهندوی عبدالخلیل افغاني ژمنه وکړه  او د شیخ زاید پوهنتون د پاره خپلې علمي برنامو  په اړوند یې په تفصیل سره خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه  چې : (د علمي معاونیت په چوکاټ کې هوډ لرم چې د پوهنتون په دریو اساسي پروګرامونو لکه تضمین کیفیت ، نصاب او د تحقیق په برنامو برسیره  د دیپارتمنتونو په کچه خپل علمي فعالیتونه په دوامداره توګه پیاوړی او جاري وساتو.د طب پوهنځی تدریسي روغتون فعالیدل او د ښه منجمنټ لپاره یې اقدامات ترسره کول،

د کرنې پوهنځی د تحقیقاتي فارم په چوکاټ کې د کوچنیو څیړنیزو پروژو پیل کول،د ژورنالیزم پوهنځی په چوکاټ کې د راډیویی نشراتو اضافه کول او د هغې له لارې د پوهنتون علمي برنامو ته انعکاس ورکول،د اړونده پوهنځیو د تدریسي جریان څخه د غوره کنترول په موخه د نویو میکانیزمونو ایجاد اود عملي زده کړو لپاره د زمینو برابرول،د پوهنتون د مجلې د غوره منجمنټ په موخه اقدامات کول،د پوهنتون او پوهنځیو په سطحه د تحقیق د کمیټو په رښتني ډول فعالیدل ،د استادانو د علمي ترفیعاتو لپاره د تسهیلاتو برابرول او د ترجمه شویو او تحقیقي آثارو په دقیق ډول د بیلا بیلو تخنیکي ټیمونو په واسطه بررسي کول ، ترڅو په تدریس کې ترې غوره استفاده ترسره شي،د علمي برنامو د تحقق او د استادانو د ظرفیتونو د لوړوالي په خاطر په ملي او بین المللي سطحه د معتبرو پوهنتونو سره د توامیتونو ایجادول) به مې دکارنو په لومړیتبونو په سر کې وي.

په خپل وار سره د شیخ زاید پوهنتون اداري معاونیت ته نوی علمي کادر پوهنیار سیدولي شاه مندوزی خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې په شفافیت او روڼتیا ټینګار   وکړ، چې ترحده به د فساد محنیوی کوي  او  د هرډول تبغیض په خلاف به کله مبارزه کوي .