په شیخ زاید پوهنتون کې د بشري حقوقو کمېسیون له خوا داستادانو علمي مقالو او دمحصلانو علمي سمینارونو ستاینغونډه جوړه شوه!

په شیخ زاید پوهنتون کې د بشري حقوقو کمېسیون له خوا داستادانو علمي مقالو او دمحصلانو علمي سمینارونو ستاینغونډه جوړه شوه!
غونډه د ۱۳۹۵ د تلې په ۲۶ نیټه د شیخ زاید پوهنتون دخان عبدالصد خان اڅکزي دغونډو په تالار کې دکلام پاک په تلاوت سره رسمآ پیل شوه .
په سر کې د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي میلمانو ته ښه راغلاست ویلو ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه : ( دبشر حقوقو خپلواک کمیسیون د جنوب ختیځ زون د فتر له همکارانو څخه د زړه له کومې مننه کوم چې دنني علمي سیمینار په دایریدو کې راسره مرسته کړی ده او هغه (۹) اړین موضوعات ته چې ټولنه ورسره په ستونزو کې لاس او ګریوان ده دعلمي حل موندنې په موخه یې زمینه سازي وکړه .
علمي څیړنې دهوسا او پرمختللي ژوند لپاره یو اړین اصل ګڼل کیږي ، او همدا علمي څیړنې دي چې هیوادونه یې دپرمختګ لوړو پوړیو ته ورسول او ولسونه یې نیک بخته او دهوسا ژوند څښتن یې کړل.
دژوند نوښتونه او احتراع ګانې پرته له علمي څیړنو څخه ناشونی کار بلل کیږي. د شیخ زاید پوهنتون مشرتابه او استادان دعلمي څیړنو پلي کیدو ته ژمن دي ) ورپسې دبشري حقوقو د جنوب ختیځ زون په استازیتوب محمدیوسف ملاتړ دبشری حقوقو ترویج او عامول ترسرلیک لاندې په تفصیل سره خبرې وکړې .
دغونډې دوهمه برخه داستادانو لخوا لیکل شوي مقالو ته ځانګړي شوي وه ، چې د ځانګړي درې کیسز هیت له لوری څارنه کیدله او هرمقالي ویوونکي په قید وخت خپله مقاله پای ته رسوله د استاد پوهنمل زرولي صدیقي لخوا ( په سوله امن کې دژوند کولو حق ) ترسرلیک لاندې مقاله، پوهندوی جهان شاه لخوا ( روغتیا ته دلاس رسي حق) مقاله ، پوهیالي احسان الله احسان لخوا ( زده کړې حق) ترسرلیک لاندې مقاله، پوهنیار احمد جاوید شکیب لخوا (معلوماتو ته لاس رسي او خصوصي حریم ) مقاله ، پوهندوی محمدالله مندوزی لخوا ( دټاکلو یا ټاکل کیدو حق) مقاله، پوهندوی عبدالخلیل افغاني لخوا ( پاک چاپیریال کې داوسیدو حق) مقاله، پوهنیار ذاکرالله ذکي لخوا ( انساني کرامت ته درناوی حق) مقاله ، پوهنمل حسام الدین رحیم زی لخوا ( کورنۍ جوړولو حق) مقاله ، پوهیالي رباني وحدت ( عادلانه محکمې ته دلاس رسۍ حق ) مقاله ولوستل شوي.
دغونډی په دریم پړاو کې هغه ممتازو محصلینو ته ستینلیکونه ورکړل شول چې په مربوطه پوهنځی کې کامیاب سمینارونه ورکړي وو.

غونډه دسر لوړي اباد او سمسور افعانستان په دعا ویلو پای ته ورسیده.

«رحماني»