په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو استازی او دشیخ زاید پوهنتون لومړنۍ ښځینه استاده اغلی ساهره شریف دپوهنتون څخه لیدنه وکړه!

په ولسي جرګه کې دخوست دخلکو استازی او دشیخ زاید پوهنتون لومړنۍ ښځینه استاده اغلی ساهره شریف دپوهنتون څخه لیدنه وکړه!

۱۳۹۵ کال دتلي میاشتي په ۲۰ نیټه دخوست دخلکو استازی آغلی ساهره شریف چې دعلومو اګاډومي غړی څیړنوال محمد شریف ځدران یې ملتیا کوله د شیخ زاید پوهنتون کتابتون ته یې ۵۲ مختلف علمي، سیاسي ، تاریخي کتابونه د خپل شخصي کتابتون څخه دپوهنتون عمومي کتابتون ته سره مرسته وکړه.
پدې اثارو کې ځیني د څیړنوال محمد شریف ځدران لخوا تالیف شوی (دشپاړسمي پیړۍ په پیل کې دپښتنو سیاسي، اقتصادي او کلتوري حالت) او ځیني پخواني ورکیدونکې اثار ( بابرنامه) دپوهنتون عمومي کتابتون ته ډالۍ کړل.
دشیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي دآغلی ساهره شریف او دعلومو اګاډومی غړی څیړینوال محمد شریف ځدران دنیک احساس څخه مننه وکړه او د ښه راغلاست ویلو ترڅنګ یې د شیخ زاید پوهنتون موجوده پرمختګونواو ستونزو په اړوند یې لنډ معلومات ور کړل.
په ولسي جرګه کې د خوست دخلکو استازی ساهره شریف په خپلو خبرو کې وویل( ډيره خوشاله یم چې له ډير ځند ورسته د خوست شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه کوم او هغه هم په داسې حال کې چې ظاهري بڼه یې د خوښی او لا امیدواری هیلې راکړي.
زه پدی ویاړم چې د شیخ زاید پوهنتون لومړني ښځینه استاده یم او دا ویاړ لرم چې په شیخ زاید پوهنتون کې مې بچیان روزلی دي).

«رحماني»