په شیخ زاید پوهنتون کې دعربي متحده اماراتو پروژو د پلې کیدو یو بل ګام !

 

په شیخ زاید پوهنتون کې دعربي متحده اماراتو پروژو د پلې کیدو یو بل ګام !

 

د عربي متحده اماراتو پروژو په درشل کې دادې نن بیا هم یو بل ګام واخیستل شو چې په طرڅ کې یې د شیخ زاید پوهنتون استادانو سره دوه سوه اوه ۲۰۷ پايي ( dell latitude E500 5 th generation laptop computer core i7 / ) لپټاپ کمپیوټرونه ، پنځه دیرش ۳۵ پايې د ټولګیو د پاره (Sony DX 102 projector ) پروجکیټرونه ، شل ۲۰ پايې د فترونو د پاره یخچالونه ( Refrigerator ) ، ۱۵ دانې دفترونو دپاره ( wireless access point Unifi outdoor5 ) او پنځه پایې دوښو ریبلو ماشینونه ( Grass cutter vackson) د شیخ زاید پوهنتون ادارې په واک کې ورکړل شول.


د شیخ زاید پوهنتون رهبري د عربي متحده اماراتو د بلاعوضه مرستو د مننې ترڅنګ په دې ټینګار کوي چې شیخ زاید پوهنتون د خپل پنځه کلن ستراتیژیک پلان مطابق تر دوه زره شل میلادي کال پورې دهیواد په کچه د پیاوړو پوهنتونونو په سر کې ځای خپل کړي.
شیخ زاید پوهنتون مشر تابه ورور او دوست هیواد عربي متحده اماراتو ته خپل پروپزلونه په نړیوال معیار برابر کړي او ذکرشوي هیواد سفارت ته یې سپارلي دي، چې د ستراتیژیک پلان مطابق به انشاءالله ډیر زر پلي او د یو سمسور او پرمختللي پوهنتون شاهدان ووسي.

«رحماني»