دعربي متحده اماراتو پروژو شیخ زاید پوهنتون ته نوی ژوند او رنګ ورکړو !

دعربي متحده اماراتو  پروژو  شیخ زاید پوهنتون ته نوی ژوند او رنګ ورکړو !

د شیخ زاید پوهنتون  د د فترونو د تجهیزاتو پروژه د متحده عربي اماراتو   په (  ۹۸۲۷۸۹)  ډالر لګښت عملآ پیل شو ه .چې د پوهنتون ۱۱۳ بابه دفترونو دپاره عصري ترکۍ قالینې ، فرنیچر او مډرن  پړدې شاملې دي دپوهنتون اداري په واک کې ورکړل شوې.

د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ د پرلپسې هلو ځلو په نتیجه کې د متحده عربي اماراتو سفارت دې  ته وهڅولو ترڅو هغه پروژې چې  د شیخ زاید پوهنتون د رهبري لخوا  دضروریاتو او بیا بیا ځلې غوښتونې په طرڅ کې یې  دپوهنتون سره منلې  وي د یاد هیواد لخوا لومړي ګام واخیستل شو.

د شیخ زاید پوهنتون رهبري د مننې ترڅنګ غوښتنه کوي ،  هغه پروژې ( یو په نړیوال معیار کتابتون،مرکزي لابراتوار، سپورټي میدانونه، د نوي تعمیراتو ودانۍ ...)  چې دپوهنتون رهبري لخوا یې غوښتنه شوي ده ،هیله او امید لرو چې یو په یو به پلی کیږي .

د شیخ زاید پوهنتون رهبري د لوړو زده کړو وزارت رهبري په ځآنګړی توګه د لوړو زده کړو وزیر محترمه پوهنوال دوکتور فریده  مومند څخه  مننه کوي چې د شیخ زاید پوهنتون رهبري ته یې  د پوهنتون د هرډول مثبت پرمختګ او پرمختیا پوره صلاحیت ورکړی ، لا الله الحمد دادې نن ورځ دپوهنتون مشرتابه د هڅو اړیکو او تماسونو دعربي متحده اماراتوسفارت لخوا دیادو پروژو په تطبیق سره پوهنتون ته یوی نوی رنګ راوړو.

قدرمنو ولسونو! شیخ زاید پوهنتون  رهبری ستاسې  د خپل پوهنتون سره دمینې ، خلوص او پرمختګ لیوالیتا درک کړي او انشاالله نیږدی وختونو کې به د نورو همداسې پروژو شاهیدان ووسۍ.

«رحماني»