شیخ زاید پوهنتون به دهیواد سیالو پوهنتونونو په کتار کې یو سیال پوهنتون وي!

 

شیخ زاید پوهنتون به دهیواد سیالو پوهنتونونو په کتار کې  یو سیال پوهنتون وي!

دا خبری د شیخ زاید پوهنتون ریس  پوهنمل مجیب الرحمن کریمي د پوهنتونونو مشورتي صنعتي شورا په هغه  نوبتی غونډه کې چې د شیخ زاید پوهنتون دشیف ټو دغونډو په تالار کې دیوی ځانګړی ناستې په ترڅ کې وکړه ،  غونډه کې د خصوصي شرکتونو ریسان ، دسودا ګرۍ اوصنایعو خونې ریس ، دافغانستان دپانګونې څخه دملاتړ ادارې استازي ، دصنعتګرو داتحادیې ریس او ملي تجارو ګډون کړی وو.


په سرکې  د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کريمي میلمانو ته ښه راغلاست ویلوڅخه وروسته د پوهنتونونو مشورتي شورا ګډون والو ته د شیخ زاید پوهنتون د پرمختګونو ، علمي او اکاډمیکو پروګرامونو، د پوهنتون اداري  تشکیلا تو او لاسته راوړنو اوستونزو په اړه  په تفصیل سره معلومات او  پریزینټیشن وړاندی کړو.

نوموړی په خپلو خبرو کې زیاته کړه چې« شیخ زاید پوهنتون به ډیر ژر انشاالله دهیواد پرمختللو پوهنتونونو په کتار کې  یو سیال پوهنتون وي ،  شیخ زاید پوهنتون رهبري پدې توانیدلې اوپوره صلاحیت یی ترلاسه کړی ، چې  کادری ازموینې په خپل پوهنتون کې واخلې ،دعربي متحده اماراتو د پروژو کار عملآ شروع شوی  دی ، چې دا دې لومړی پروژه  یې(  ۹۸۲۸۷۹ ) ډالرو په ارزښت( قالینو ،فرنیجرواو پړدو) دنصب کولو کار جریان لری» .

شیخ زاید پوهنتون دامریکا متحده ایالاتو( بورډیو) پوهنتون سره د کرنۍ پوهنځی توامیت لاسلیک ،په نتجه کې یې  دوه تنه استادان ماستری پروګرام لپاره هند هیواد ته لیږلې او په راتلونکې کال کې به Agri business   دیپارتمنت هم ایجاد کړای شي.

شیخ زاید پوهنتون د USWDP سره یو پنځه کلن ستراتیژیک پلان لری د یاد تمامیت په اساس به په شیخ زاید پوهنتون کې د پوهنتون مشرتابه ته دکارموندنې او د بازار داړتیاوو په هلکه مشوری ورکوي، همدرانګه دمحصلینو لپاره دکاري زمینو او عملي کار زده کړو پروګرامونو رامنځته کول یې له اساسي برنامو څخه دي.

شیخ زاید پوهنتون د خپل پنځه کالن ستراتیژیک پلان په اساس په ۲۰۱۹ کال کې به  ۱۴۰۰۰ محصلین ولري، څرنګه چې د محصلینو تعداد زیاتیږي نو اړتیا ده  چې په علمي او اداري برخو کې پوره تشکیل ترلاسه کړي چې انشاالله دې هدف ته درسیدو په درشل کې یو .

قدرمنو ولسونو ! د شیخ زاید پوهنتون مشرتابه ژمن دی ، چې ستاسې پوهنتون به دپرمختګ ترلوړی کچې رسوي

 

 

«رحماني»