شیخ زاید پوهنتون د لیلیې محصلینو د امبولانس ستونزه حل شوه !

شیخ زاید پوهنتون د لیلیې  محصلینو د امبولانس  ستونزه حل شوه !

  انشاالله شیخ زاید پوهنتون به نور د ملي او احساس مندو ملي تجارو په اخلاص او برکت له ستونزو وار په وار راپورته کیږي .

د ۱۳۹۵ کال  شیخ زاید پوهنتون  د پرمختګ او انکشاف کال نومول شوي ،  په خواښی سره د حمل لومړی نټي څخه  تردې دمه په لسګونو ملي تجارو پوهنتون ته مخه کړي  دی، چې  ښی بیلګې یې د حمل میاشتی  لومړی نیټي  په زرګونو نیالګیو  همکاري د ملي تجارو لخوا  دکینولو لړۍ پیل شوي دي، چې ان تر ثور اخیره يې دوام وکړو ، په شیخ زاید پوهنتون کې د نیالګیو په کینولو او د پوهنتون محیط او چاپیریال په شنه  کولو کې د خوست ملې تجارو ، قومی مشرانو او مداني فعالانو ګډون  او همکاري  ستایو، همدرانګه د پوهنتونونو دملاتړ اداري  د USAID په مالي لګښت  مشورتي او صنعتي شورا جوړیدل او پانګوالو سره د شیخ زاید  پوهنتون ارتباط او اړیکې ټینګیدل  او  د سعودي عربستان هیواد لخوا د لیلیې جومات سره  ۱۰۱۲،۵ متره مربع دقالینو مرسته ، د متحده عربي اماراتو سترو پروژو ته پراختیا ورکول  چې انشاالله په نیږدی راتلوونکې کې به د ذکر شوي هیواد زیاتو مرستو او کومکونو شاهد وا وسي .

 د مرستو او کومکونو پدې لړۍ کې نن ورځ بیا د ډیری  خوشالۍ او حوښۍ احساس کوم ، چې د خپل ګران هیواد او په ځانګړي توګه د خوست شیخ زاید پوهنتون هغه هیلې او امیدونه یو په یو پوره کیدونکی دي، چې د شیخ زاید  پوهنتون محصلین  او اداره ورسره لاس او ګریوان وو.

زه  د شیخ زاید پوهنتون د رهبری په استازیتوب د ګلاب طاهر لمټید څخه مننه کوم چې زمونږ غوښتنی ته  یې لبیک  وویلو اودپوهنتون دپاره یې امبولانس راکړ کور یی ودان الله دی په دواړو جهانو بدله ورکړی. همدراز دهغه ټولو وررونو څخه  دزړه له کومې مننه او قدردانۍ کوم ، چې د شیخ زاید پوهنتون سره یې د مرستو په لړۍ کې  یې زمونږ سره هڅي کړی دي.

 دا خبري د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي په هغه ناسته کې وکړی چې  یو عراده امبولانس موټر د ملي تجار  ګلاب طاهر لمیټد لخوا  پوهنتون ته ډالۍ کړل شو.

ورپسی د استادنو په استازیتوب رباني وحدت او دمحصلېنو په استازیتوب دمحصلینو نماینده  خبري وکړی او منني ترڅنګ یې  لوی ذات څښتن څخه یې ورته جنت الفردوس غوښتنه وکړه.

 

 

((رحماني))