د شیخ زاید پوهنتون مسجد سره ۱۰۱۲،۵ متره مربع د عصری قالینو جای نماز مرسته وشوه !

د شیخ زاید پوهنتون   مسجد سره ۱۰۱۲،۵ متره مربع د عصری قالینو جای نماز مرسته وشوه !

 

د شیخ زاید پوهنتون  لیلیې مسجد سره د ورور هیواد (سعودي عربستان ) په مالي لګښټ د ۱۰۱۲،۵ مترمربع  دقالینو مرسته او همکاري ستایو او منندویو  چې  زمونږ لیلیي مسجد يې راته فرش کړ، ترڅو محصلین خپل عبادت په پاک او ښایسته او عصري قالینو سره فرش شوی  مسجد شریف  کې ترسره کړي.

 دا څرګندونې د شیخ زاید پوهنتون رئیس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي په هغه مجلس کې وکړې ،  چې د خوست ولایت دحج اوقاف رئیس اظهار الدین  ، د خوست ولایت مالي او اداري ریس او ګڼ شمېر محصلینو ګډون کړی و.

ورپسې د حج او قاف رئیس خبرې وکړې نوموړي په خپلو خبرو کې زیاته کړه ،  د سعودي عربستان هیواد د خوست ولایت د ۲۸ مسجدونو  سره( ۵۳۹۰) متره مربع د عصري قالینو مرسته او کومک کړی ده ، چې  په خواښې سره  دا لړۍ  نن ورځ د شیخ زاید پوهنتون  د لیلیې مسجد په عصری قالینو فرش کول  د پټۍ په پرېکولو رسمآ پیلوو.

د محصلینو په نمایندګۍ هم  یو تن محصل د سعودي عربستان دا باالعوضه  مرستې او همکاري   مننې  ترڅنګ زیاته کړه  چې د خوست ولایتي ادارې ، دحج اوقاف ریس  او په ځانګړي ډول د شیخ زاید پوهنتون رهبري څخه د محصلینو په نمایندګې  زیاته مننه وکړه ، چې زمونږ د لیلیې مسجد د کاره لویدلې  او نیمه فرش   شوي مسجد فرشونو ته متوجې شوي  دي ، چې  ان تردې چې د خوست ولایت د حج اوقافو ریاست ته یې زمونږ غوښتنې رسولي دي یو ځل بیا دمحصلینو په نمایندګۍ مننه کوم.

 

رحماني