په پوهنتونونو کې د سپورټ سیالۍ به د محصلینو ترمنځ وطني او ملي احساس ژوندی کولو ترڅنګ به ملې یوالی رامنځته کړي!

په پوهنتونونو کې د سپورټ سیالۍ به د محصلینو ترمنځ وطني او ملي احساس ژوندی کولو ترڅنګ به ملې یوالی رامنځته کړي!

د محصلانو چارو معاونیت دفرهنګي او سپورټ کمیټې له خوا د تېر په څېر سږکال بیا هم  د شیخ زاید پوهنتون د ۱۲ پوهنځیو ترمنځ دکریکټ سیالۍ په لاره اچول شوي وي.

  په همدې مناسبت  دپای لوبې په ورځ د محصلینو دلا تشویق او هڅونې په موخه یوه غونډه رابلل شوی وه . د محصلانو معاون اسدالله ټني ترڅنګ دپوهنځیو ریسان ، استادان ، محصلین ، دخوست ښارول عبدالبصیر او ګڼ شمیر دکرکیټ مینوالو ګډون کړی و.

په سرکې هم د شیخ زاید پوهنتون د محصلانو چارو معاون اسدالله ټني  میلمانو ته دښه راغلاست ترڅنګ په خپلو خبرو کې زیاته کړه  چې : ( د شیخ زاید پوهنتون  ددولس ګونو پوهنځیو دمحصلانو ترمنځ د کریکټ ټورنامنټ دپای لوبې مبارکي  د ادبیاتو پوهنځی ته دلومړی مقام او اقتصاد پوهنځی ته ددوهم مقام وایم).

شیخ زاید پوهنتون دکریکټ ، فوټ بال  او والیبال ټیمونه لري ، چې په هرسمستر کې دمحصلانو چارو معاونیت دفرهنګي او سپورټي کمیټه  هڅه کوي ، چې ددوی ترمنځ سیالۍ په لاره واچوي .

 ۱۳۹۵   کال په  لومړي سمستر کې دکریکټ سیالۍ  په لاره اچول شوي وې، چې پای لوبه  د ژبو ادبیاتو پوهنځی په ګټه تمامه شوه او د روان کال په دوهم سمستر کې به د فوټ بال او والیبال سیالۍ به په لاره اچول کیږي .

شیخ زاید پوهنتون فرهنګي او سپورټ کمیټه به هڅه کوي ، چې په  پوهنتون  کې ورزش ته لا نوره هم وده ورکړي ،  ختې آن تردې چې د هیواد نورو پوهنتونونو له ورزشي ټیمونو سره به سیالیو ته لاره پیدا کړی ، ددې سیالیو په ترسره کولو سره په اکاډمیکو ځایونو کې ورزش دود کړي شي .  ځکه چې دا دمحصلینو دپاره یو ډیر ښه چانس دي،  چې د زده کړې ترڅنګ د ورزش په برخه کې هم خپله وړتیا له ځان څخه وښایي.

ورپسې په خپل وار سره  د استادانو داتحادي رئیس رباني وحد ت ، دخوست ښاروال عبدالبصیر ، دالمپک امر عزیز ملنګ او دمحصلانو په نمایندګۍ پیر لعل کریم شاه  د سپورټ اهمیت او په اوسني عصر کې یې په ضروریاتو په تفصیل سره خبرې وکړې.

په پای کې  ښاعلی اسدالله ټني د خوست ښاروال عبدالبصیر څخه ځانګړي مننه وکړه ، چې د شیخ زاید پوهنتون دمحصلانو چارو معاونیت دفرهنګي کمیټې په چوکاټ کې یې ټورنامنټ سپونسر کړی وو.

رحماني