په شیخ زاید پوهنتون کې د متحده عربي اماراتو پروژې د پلې کیدو په درشل کې دي.

په شیخ زاید پوهنتون کې د متحده عربي اماراتو پروژې د پلې کیدو په درشل کې دي.


د شیخ زاید پوهنتون رهبرۍ پرلپسې هلو ځلو په نتیجه کې د متحده عربي اماراتو سفارت دې ته وهڅولو ترڅو ذکرشوی پوهنتون له پامه وه نه غورځوي.

د متحده عربي اماراتو د سفارت لوړ پوړي چارواکي دخوست میشتو اولسونو او دپوهنتون رهبرۍ غوښتنې ته لبیک وویلو او د ۱۴ میلونه ډالر په ملي لګښت دوه تدرسي بلاکونه، يو مرکزي لابراتوار او جمنازيوم به جوړوي .

دادې نن ورځ یې ابتدايي ګامونه واخیستل شول او متحده عربي اماراتو له سفارت څخه يو تخنيکي او مسلکي هيئت ( ۱۳۹۵/ ۲/ ۱۹)نیټه شیخ زاید پوهنتون څخه لیدنه وکړه، چې دشیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کریمي له خوا يي ښه راغلاست او خواښي څرګندولو ترڅنګ د ذکرشوی تخنیکي ټیم سره یوځاي دهغې ساحې لیدنه وکړه ، چې دشیخ زاید پوهنتون دانجینري پوهنځی د مسلکي ټیم له خوایې براورد او ډیزاین شوی وو.

د شیخ زاید پوهنتون ریس پوهنمل مجیب الرحمن کريمي راغلي تخنیکي ټیم ته د پوهنتون د شته ودانيو په اړوند چې په ۱۳۸۲ کال کې دمتحده اماراتو په لوړ مالي لګښت جوړشوی دي د خراب کفیت او نه خواښې څرګندلو ترڅنګ یې د متحده عربي اماراتو د نوي پروژو د ښه او نړیوال معیاري په پام کې نیولو سره ترسره کیدلو هیله وکړه.

 

 

(( رحماني))