­د ژبو او ادبياتو پوهنځي تاريخچه

کله چې پر (۱۳۸۱) لمريز کال شيخ زايد پوهنتون له پېښوره د افغان پوهنتون په نامه خوست ته انتقال شو، د ژبو او ادبياتو پوهنځی يې نه درلود. له دې وړاندې د تعليم او تربيې په چوکاټ کې يواځې د پښتو ژبې او ادب پر يوې څانګې د هنر او ادب مينه‌والو خپل ادبي او هنري ذوقونه خړوبول. د پوهې او ادب د مينه‌والو د هيلو او اميدونو غوټۍ هله ګل شوې، چې له پېښوره افغان پوهنتون په خوست کې د شيخ زايد پوهنتون په نامه د افغان بچو لپاره د پوهې ډيوې بلې کړې او د تعليم تربيې پښتو څانګه يې د ژبو او ادبياتو په پوهنځي بدله کړه.

د ياد پوهنتون په چوکاټ کې د ژبو او او ادبياتو پوهنځي د يو علمي مرکز په توګه د علماو ادب تږي په (۱۳۹۱) لمريز په ځان راټول کړل، چې د څلورو څانګو (پښتو، دری، انګليسي او اردو) په درلودو يې خپل فعالیت پیل کړ . هغه مهال د ژبو او ادبياتو پوهنځي ګوته په شمار علمي کادرونه درولودل؛ خو د وخت په تېرېدو سره يې د علمي منزل پر لور چټک مزل پيل کړ. کله چې ياد پوهنځي د پوهې او هنر څراغونه بل کړل؛ نو مينه‌وال يې تتې رڼا ته ناست وو؛ خو د دې څراغ رڼا دومره ډېره او روښانه شوه چې تر لرې لرې يې ډېرو ته د منزل مقصود پر لور د مزل لارې روښانه کړې. اوس مهال له لنډ مزل وهلو وروسته ياد پوهنځی څلور ويشت علمي کادرونه لري چې د هېواد مختلفو سيمو ته د خپل علم رڼا وېشي.

سر بېره پر دې چې د ژبو او ادبياتو پوهنځي له پیله تر دا مهال په سلګونه ځوانان د علم او پوهې په زېور ښکلي کړي، ورسره يې د خپلو علمي کادرونو ظرفيت لوړونې ته هم جدي پاملرنه کړې ده. دا مهال د ياد پوهنځي کادرونه تر ډېره د ماسترۍ او دوکتورا په کچه زده‌کړې لري چې ډېر شمېر يې لا هم د زده‌کړو بهير څاري. د دغه پوهنځي شپاړس تنه استادان ماستران، درې تنه يې لسانس او دوه تنه يې د دوکتورا په اخيستو پر زده‌کړو بوخت دي.