د کمپیوترسائينس پوهنځي په اړه بشپړ معلومات
دپوهنځی د ریس پیغام
کپیوټرساینس پوهنځی اداره پوهیږی چې کمپیوټرساینس په نړی کې خصوصا په افغانستان کې د زده کړی یوه نوی ساحه ده او د هر نوی کار په شان به د کمپیوټرساینس زده کړی هم له ډیرو ستونزو سره مخامخ وي.خود خوشحالی ځای دی چې د پوهنځي د کارکوونکو د کلکې ارادې او زیات زیار په نتیجه کې اوس یو زیات شمیر بنیادی مشکلات حل شوی او ادارې هم خپله توجه د لا ښو کادرونو روزولو ته اړولی. مونږغواړو چې د یویشتمې پیړی تخنیکی او ټولنیزو ضرورتونو ته په کتو سره خپل نوی نسل داسې وروزو چې په مارکیټ کې د بشری قوی د تشې په ډکولو، د نوو کارونو په رامنځته کولو اود مختلفو تحقیقی پروژو په لارښوونه کې اغیزناک او پر ځای رول اداکړی شی. یاد هدف ته د رسیدو لپاره د پوهنځي اداره کوشش کوی چې په ټولګیو کې پر تدریس علاوه خپلو محصلانو ته د لابرتواری او ساحوی زده کړو لا ښه شرایط برابر کړی.
باید یادونه وکړو چې د کمپیوټرساینس پوهنځی نه صرف خپل محصلان په مسلکی زده کړو سمبالوی بلکې دوی ته ښایی چې څنګه زده کړی وکړی، څنګه فکر وکړی، د ژوند د حقیقی مشکلاتو سره په څه ډول مخامخ شی او په ټکنالوژی کې په ناڅاپی ډول د پیښیدونکو تغیراتو سره خپل ځان په څه ډول برابر کړی.
پدې هیله چې زمونږ دا کوششونه زمونږ محصلان د دې جوګه کړی چې زمونږ د پوهنتون، هیواد او ټول انسانیت د فخر سبب وګرځی.
دپوهنځی تاریخچه
د کپیوترساینس پوهنځي چه د افغان پوهنتون په چوکاټ کې یي د خوست پوهنتون له جوړیدو څخه وړاندې په پاکستان کې په کار پیل کړی و، کله چې افغان پوهنتون خوست ته رانقل شو له لږ وخت وروسته د ځینو مشکلاتو په بنا د تعلیم کمپیوټر ساینس ته په لومړي ځل په ۱۳۹۰ کې د پوهنځي درجه ورکړل شوه.د تعلیم او تربیي د پوهنځي څخه بیله شوه. پوهاند استاد ګل محمد جنت زی لومړی کس وو چه په ۱۳۹۰ کال کې د کمپیوتر ساینس د پوهنځي د سرپرست ریس په توګه وټاکل شو تر یوه کاله پوری یي خپله دنده په ډیرښه شان سرته ورسوله. څرنګه چه پوهاند صاحب جنت زی د ریاضی د ډیپارټمنټ امر وو او هلته یي مصروفیاتونه ډیر زیات وو نو د کمپیوټر ساینس پوهنځي د ریاست څخه یی استعفا ورکړه او په ۱۳۹۱ کال کې پوهنیار استاد میرویس تڼی د پوهنځي د ریاست لپاره پشنهاد او په رسمي ډول د پوهنځي د ریس په توګه وټاکل شو. دکمپیوټرساینس پوهنځي تر اوسه دوه دیپارټمنټونه (معلوماتي ټکنالوژي او معلوماتي سیستمونه) لري.
دپوهنځی اهداف
د کمپیوټر ساینس پوهنځی د هیوادنیو او سیمایزو مشکلاتو به نظر کې نیولو سره خپل اوږد مهاله او لنډمهاله هدفونه په لاندی ډول معرفی کوی.
۱- د پرمختللو او مخ پرودې هیوادونو تر منځ په ټکنالوژی کې د بې ځایه فرق د کمولو لپاره هڅه کول.
۲- په موجوده وخت کې د هیواد او په راتلونکو وختونو کې د سیمی او هیواد په کچه د صنعت د ښې ودې او اداری مشکلاتو د حل په خاطرټولنې ته د روزل شوواو مسلکي کادرونو وړاندې کول.
۳- ښه کیفیت او لوړظرفیت د کمپیوتر ساینس پوهنځی د لمړیتوبونو څخه دی.
اهدافو ته د رسیدو ستراتیژي
خپل لومړی هدف ته د رسیدو لپاره د کمپیوټرساینس د پوهنځی اداره د مختلفو هیوادونو د تجربو څخه د استفادې په خاطر خپل استادان او محصلان د ماسټري، دوکتورې او لنډمهالو بورسونو لپاره مختلفو هیوادونو ته استوی ترڅو د دوی د تجربی څخه په استفادې سره خپل لومړي هدف ته د رسیدو لاره تر ممکنه حده رالنډه کړی.
د کمپیوټر ساینس پوهنځی خپل دوهم هدف ته د رسیدو په خاطر خپل کورسونه داسې په نظرکې نیولی چه تري فارغ شوي کسان په کوچنیو او منځینیو ادارو کې د معلوماتي ټکنالوژی د تطبیق، د کوچنیو او منځینیو شبکو او ډیټابیس د سیستمونو د کنترول او چلولوهمدارنګه د انټرنیټ پاڼو د ډیزاین او پروګرام کولو وړتیا ولری. لدی څخه علاوه د کمپیوټرساینس د پوهنځی څخه فارغ شوی محصلان د وړو پروګرامونو د جوړولو پوره وړتیاوی هم لري.
د کمپیوټرساینس د پوهنځي اداره د ښه کیفیت او ظرفیت د رامنځته کولو لپاره هر وخت خپل محصلان په دقیق ډول ارزیابی کوی او د هغو محصلانو سره چه لدې پوهنځی څخه فارغ شوی دی هم په تماس کې اوسي او فارغو محصلانو سره په مختلفو وختونو کې پر مختلفو مضوعاتو غونډې دایروي.همدارنګه هر سمستر وروسته په خپل کاریکولم او درسی مفرداتو له سره غور کوی.
د کمپیوټر ساینس پوهنځي د عالي او سپیڅلی هدف په ټاکلو سره هر کال د پخوا څخه د زیاتو محصلینو اوستادانو په جذبولو او له نوموړي پوهنځي څخه د فارغ شوو مخصلانو لپاره د ښو کارونو په پیدا کیدو سره د پرمختګ په حال کې ده.
د پورته هدف په نظر کې نیولو سره د کمپیوټر ساینس په پوهنځيکې تدریس کیدونکي مضامین داسې په نظر کې نیول شوي چې له محصلانو سره د موجودو کارونو په ترسره کولو، د نووکارونو په ایجادولو او د تحقیقي کارونو په ښه شان پرمخ بیولو کې مرسته وکړي. په کاریکولم کې د انټرنیټ پاڼود ډیزاین او پروګرام،کمپیوټري شبکې، ډیټابیس، معلوماتی ټکنالوژی او عمومی پروګرامنګ تر څنګ د عملي کمپیوټرساینس ، د عمومي مشکلاتو د حل په برخه کې مرسته کوونکي مضامین او د مربوطه کارکونکو سره د ښه پوهاوي په رامنځته کولو کې مرسته کوونکي مضامین شامل کړي شوي دي تر څو محصلان یي په لوستلو سره د مسلکي زده کړو څخه اعظمي استفاده وکړي شي. د کمپیوټرساینس پوهنځی د اوس لپاره د ځینو مشکلاتو په سبب ټول مضامین یواځې په دوو څانګو کې تنظیم کړي خو په ډیره نیږدی راتلونکي کې د پورته یادو شوو ټولو برخولپاره د یوه جدا ډیپارتمنټ د جوړولو اراده لری.
- : (Mission): په ملی او نړيواله کچه د اړتياوو پر بنسټ د سپېڅلې ښوونې، زده کړې او څېړنې وړاندې کول.
- : (Vision ): د افغانستان په کچه په علمي ډګر کې يوه غښتلې اکادميکې ادارې رامنځ ته کول .
غوره ارزښتونه : د هیواد دینې او ملي ارزښتونو ته بشپړژمنتیا ،صداقت،ځواب ويونکی،مسلکې کيدنه او
دپوهنځی اسانتیاوی
د کمپیوټرساینس د پوهنځي اداره محصلانو ته د زده کړي د ښه چاپیریال برابرولو ته تر هرڅه لومړی توب ورکوي. تر اوسه پورې دري په عصری کمپیوترونو او ملټی میډیا سمبال لیبونه او پنځه په ملټی میډیا پروجیکتورونو سمبال درسي خونې لري. په ټولو صنفونو کې کیبلی او د تدریسی تعمیر دننه په هر ځای کې محصلین بی سیمه انټرنیټ ته لاس راسی لري.
دپوهنځی کریکولم او تعلیمی پلان:
شماره | نوم | تخلص | علمي درجه | علمي رتبه | دنده | څیړنیزه ساحه | بريښنالیک | عکس |
۱ | میرویس | تڼی | ماسټر | پوهنیار | د کمپیوټرساینس پوهنځی ریس او استاد | برقي حکومت داري | mtanai78@gmail.com | ![]() |
۲ | صالح خان | صالح | ماسټر | پوهنیار | استاد | IS | salih.angel@gmail.com | ![]() |
۳ | محمد انور | انور | ماسټر | پوهنیار | استاد | IS | anwar.aelesp@gmail.com | ![]() |
۴ | حبیب الله | سلیمانزی | ماسټر | پوهنیار | استاد | کمپیوټري شبکه | Habibullah.aelesp@gmail.com | ![]() |
۵ | ګوهرشاه | ګوهري | ماسټر | پوهنیار | استاد | gawhari@gmail.com | ![]() |
|
۶ | جعفر | سیدزی | لیسانس | پوهیالی | استاد | . | ![]() |
|
۷ | محمد داود | بابکرخیل | لیسانس | پوهیالی | استاد | Dawood.csf@gmail.com | ![]() |
|
۸ | اسدالله | قرار | ماسټر | پوهنیار | استاد | شبکه پروګرام جوړونه | asadqarar.cs@gmail.com | ![]() |
۹ | محمد شریف | حیدر | لیسانس | پوهیالی | استاد | sharif.csf@szu.edu.af | ![]() |
|
۱۰ | عبدالرحیم | احمدي | لیسانس | پوهیالی | استاد | abdurahim.ahmadi@gmail.com | ![]() |
|
۱۱ | سمیع الله | حسن | لیسانس | پوهیالی | استاد | شبکه | Samiullah.szu@gmail.com | ![]() |
۱۲ | نسیم جان | تڼیوال | لیسانس | پوهیالی | استاد | ویب جوړونه | Nasim.szu@gmail.com | ![]() |
۱۳ | روحاني | روښان | لیسانس | پوهیالی | استاد | rohani.sabari@gmail.com | ![]() |
|
۱۴ | نجیب الله | سادات | لیسانس | پوهیالی | استاد | najeeb.szu@gmail.com | ![]() |
|
۱۵ | دلاورشاه | ځواکمن | لیسانس | پوهیالی | استاد | Dilawar.szu.cff@gmail.com | ![]() |
|
۱۶ | عبدالرؤف | خاموش | لیسانس | پوهیالی | استاد | Abdurauf_eng@yahoo.com | ![]() |
۲- تعلیمي پلان:
د کمپیوټرساینس د پوهنځي هر سمیستر ۱۶ هفتې دي. په ټولو صنفونو کې یي کریډیټ سیستم پلی شوی. د کمپیوټرساینس پوهنځي هر کال د ټولنې ضرورتونو او شرایطو ته په کتوسره په خپل درسی کاریکولم کې تغیر راولي. د دې کال لپاره لاندی مضامین په نظر کې نیول شوی.
دمضمون مشحصه |
د مضمو نوم |
د مضمون ډول |
ډیپارټمنټ |
لیکچر |
عملی |
مجموعی کریدتونه |
||
اول سمستر (عمومی) |
||||||||
CS101 |
د کمپیوټراساسات ۱ |
اساسی |
کمپیوتر ساینس |
4 |
2 |
5 |
||
SC102 |
ریاضی ۱ |
اساسی |
ریاضی |
4 |
4 |
4 |
||
HY103 |
تاريخ |
پوهنتون شمول |
تاریخ |
2 |
2 |
2 |
||
EN104 |
آنګليسی 1 |
پوهنتون شمول |
انگلیسی |
2 |
2 |
2 |
||
IL105 |
اسلامی ثقافت ۱ |
پوهنتون شمول |
د شرعیاتو پوهنځی |
2 |
1 |
1 |
||
SC106 |
فزيک 1 |
اساسی |
فزیک |
4 |
4 |
4 |
||
مجموعه |
18 |
|||||||
دوهم سمستر (عمومی) |
||||||||
CS201 |
دکمپيوتر اساسات 2 |
اساسی |
کمپیوتر ساینس |
4 |
2 |
5 |
||
CS202 |
رياضيات مجزا |
اساسی |
کمپیوتر ساینس |
3 |
0 |
3 |
||
SC203 |
فزيک 2 |
اساسی |
فزیک |
3 |
0 |
4 |
||
EN204 |
انگليسی 2 |
پوهنتون شمول |
انگلیسی |
2 |
0 |
2 |
||
IL205 |
ثقافت اسلامی 2 |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
1 |
0 |
1 |
||
CS216 |
مبادی پروگرام نويسی 1 |
اساسی |
انجینیری نرم افزار |
4 |
2 |
5 |
||
مجموعه |
20 |
|||||||
دریم سمستر (عمومی) |
||||||||
CS331 |
اساسات ديتا بيس |
اساسی |
سیستم های معلوماتی |
4 |
2 |
5 |
||
CS312 |
مبادی پروگرام نويسی 2 |
اساسی |
انجینیری نرم افزار |
4 |
2 |
5 |
||
CS303 |
احتمالات |
اساسی |
کمپیوتر ساینس |
4 |
4 |
4 |
||
CS321 |
شبکه های کمپيوتری 1 |
اساسی |
تکنالوژی معلوماتی |
4 |
2 |
5 |
||
JR305 |
مهارت های ارتباطی |
اساسی |
ژورناليزم |
2 |
0 |
1 |
||
IL306 |
ثقافت اسلامی 3 |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
2 |
0 |
1 |
||
مجموعه |
21 |
|||||||
څلورم سمستر (عمومی) |
||||||||
IL402 |
ثقافت اسلامی 4 |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
2-0 |
0 |
1 |
||
CS421 |
مهندسی کمپيوتر |
اساسی |
تکنالوژی معلوماتی |
4 |
2 |
5 |
||
CS422 |
شبکه های کمپيوتری 2 |
اساسی |
تکنالوژی معلوماتی |
4 |
2 |
5 |
||
CS405 |
احصائيه |
اساسی |
کمپیوتر ساینس |
4 |
4 |
4 |
||
CS423 |
سيستم های عامل |
اساسی |
تکنالوژی معلوماتی |
4 |
4 |
4 |
||
مجموعه |
19 |
|||||||
مشخصه |
د مضمون نوم |
د مضمون ډول |
ډیپارټمنټ |
نظری کریډیټونه |
عملی کریډیټونه |
ټول کریډیټونه |
|||||
پنځم سمستر (د معلوماتی ټکنالوژی ډیپارټمنټ) |
|||||||||||
CS521 |
کمپیوټري شبکه 3 |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-2 |
4-2 |
5 |
|||||
IL502 |
ثقافت اسلامی 5 |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
2-0 |
1-0 |
1 |
|||||
CS513 |
انجنيری نرم افزار |
اساسی |
انجنيری نرم افزار |
4-1 |
3-2 |
4 |
|||||
CS522 |
سيستم های عامل شبکه |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-1 |
4-2 |
5 |
|||||
CS516 |
ساختار ديتا و الگورتم |
اساسی |
انجنيری نرم افزار |
4-0 |
4-0 |
4 |
|||||
مجموعه |
19 |
||||||||||
شپږم سمستر (د معلوماتی ټکنالوژی ډیپارټمنټ) |
|||||||||||
CS621 |
شبکه های کمپيوتری 4 |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-2 |
3-2 |
4 |
|||||
CS622 |
پروگرام نويسی شبکه |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-2 |
3-2 |
4 |
|||||
CS623 |
مديريت ديتابيس |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-2 |
3-2 |
4 |
|||||
CS625 |
مديريت آی-سی-تی |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
|||||
IL606 |
ثقافت اسلامی |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
2-0 |
1-0 |
1 |
|||||
مجموعه |
21 |
||||||||||
اووم سمستر (د معلوماتی ټکنالوژی ډیپارټمنټ) |
|||||||||||
CS721 |
شبکه های پيشرفته 1 |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-2 |
4-2 |
5 |
|||||
CS722 |
شبکه های بيسيم و موبايل |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-2 |
3-2 |
4 |
|||||
CS723 |
اختياری1 |
اختياری |
نظر به انتخاب |
4-2 |
2-2 |
3 |
|||||
CS734 |
IS Programming |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-2 |
3-2 |
4 |
|||||
IL705 |
ثقافت اسلامی |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
2-0 |
1-0 |
1 |
|||||
CS726 |
پروژه و روش تحقيق |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4 |
4 |
4 |
|||||
مجموعه |
20 |
||||||||||
اتم سمستر (د معلوماتی ټکنالوژی ډیپارټمنټ) |
|||||||||||
CS821 |
امنيت شبکه 1 |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
4-2 |
4-2 |
5 |
|||||
CS822 |
مديريت منابع IT |
اختصاصی |
نظر به انتخاب |
4-2 |
4-2 |
5 |
|||||
CS823 |
اختياری 2 |
اختياری |
نظر به انتخاب |
4-2 |
4-2 |
4 |
|||||
IL804 |
ثقافت اسلامی |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
2-0 |
1-0 |
1 |
|||||
CS824 |
پروژه و سمينار |
اختصاصی |
تکنالوژی معلوماتی |
|
|
4 |
|||||
مجموعه |
19 |
||||||||||
مشخصه |
نام مضمون |
نوعیت مضمون |
دیپارتمنت |
نظري |
عملي |
مجموعه |
||
سمستر پنجم (دیپارتمنت سيستم های معلوماتی) |
||||||||
CS531 |
پروگرام نويسی ويب |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
3-2 |
4 |
||
CS532 |
ديتابيس و IS |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
CS533 |
اساسات مولتی ميديا |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
3-2 |
4 |
||
CS534 |
اساسات مودل سازی ديتا |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
CS515 |
انجنيری نرم افزار |
اساسی |
انجنيری نرم افزار |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
IL505 |
ثقافت اسلامی 5 |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
0-2 |
1-0 |
1 |
||
مجموعه |
21 |
|||||||
سمستر ششم (دیپارتمنت سيستم های معلوماتی) |
||||||||
CS631 |
مديريت ديتا بيس |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
3-2 |
4 |
||
CS632 |
HCI |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
CS633 |
IS Programming |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
3-2 |
4 |
||
CS614 |
ساختار دیتا(معلومات) |
اختصاصی |
انجینری نرم افزار |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
IL605 |
ثقافت اسلامی |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
2-0 |
1-0 |
1 |
||
مجموعه17: |
||||||||
سمستر هفتم (دیپارتمنت سيستم های معلوماتی) |
||||||||
CS731 |
اختياری ۱ |
اختياری |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
3-2 |
4 |
||
CS732 |
Rules of IT use |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
CS733 |
امنيت و خدمات ويب |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
3-2 |
4 |
||
CS734 |
مصئون IS |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
CS735 |
پروژه و روش تحقيق |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
IL706 |
ثقافت اسلامی 7 |
پوهنتون شمول |
ثقافت اسلامی |
2-0 |
1-0 |
1 |
||
مجموعه |
21 |
|||||||
سمستر هشتم (دیپارتمنت سيستم های معلوماتی) |
||||||||
CS831 |
ساختار DBMS |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
3-2 |
4 |
||
CS832 |
اختياری ۲ |
اختياری |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
3-2 |
4 |
||
CS833 |
نگارش علمی و فنی |
اساسی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
CS834 |
اداره |
اساسی |
سیستم های معلوماتی |
4-0 |
4-0 |
4 |
||
CS835 |
پروژه و سمينار |
اختصاصی |
سیستم های معلوماتی |
|
|
4 |
||
IL806 |
ثقافت اسلامی 8 |
پوهنتون شمول |
پوهنځۍ شرعیات |
2-0 |
1-0 |
1 |
||
مجموعه |
21 |
|||||||
دپوهنځی ډیپارټمنټونه
دکمپیوټر ساینس پوهنځی دوه ډیپارتمنتونه لری چه هر ډیپارتمنت خپلی موخی او ستراتیژی لری.
دډیپارټمنتونو اهداف :
د معلوماتی سستمونو څانګې موخې او هدفونه
۱. په اسلامي او ملي روحیه د محصلانو روزل
۲. محصلان په داسې علم ملبس کول چې خپل علمي مسایل او تخنیکي مهارتونه خپل ګرانو وطنوالو ته وړاندې کړي.
۳. د ټولنې اړتیاوو ته په کتو محصلانو ته روزنه ورکول
۴. د وخت د غوښتنې سره سم د محصلانو پاره د کریکولوم ترتیب کول
۴. د معلوماتي بانک او ویب ډیزاین په برخو کې محصلان ټولنې ته وړاندې کول
۵. محصلان د معلوماتی سستمونو اړوند په علمي، مسلکي مسایلو باندې پوهول
۶. د معلوماتي ټیکنالوجی په څانګو کې د یو ښه مشاور په توګه محصلانو ته وړتیا ورکول
۹. محصلان څیړنو او تحقیقاتو ته هڅول او د څیړنو میتودونه ورزده کول
۱۰. محصلانو د وظایفو په پیدا کولو کې تر وسه خپله هڅه جاري ساتل
۱۱. محصلانو ته د معلوماتي بانکونو او ویب ډیزاین په برخوکې د عملي پروژو پیداکول
د معلوماتی ټیکنالوجی څانګې موخې او هدفونه
۱. په اسلامي او ملي روحیه د محصلانو روزل
۲. محصلان په داسې علم ملبس کول چې خپل علمي مسایل او تخنیکي مهارتونه خپل ګرانو وطنوالو ته وړاندې کړي.
۳. د ټولنې اړتیاوو ته په کتو محصلانو ته روزنه ورکول
۴. د وخت د غوښتنې سره سم د محصلانو پاره د کریکولوم ترتیب کول
۴. د عمومی او خاص نیټکورک په برخو کې محصلان ټولنې ته وړاندې کول
۵. محصلان د معلوماتی ټیکنالوجی اړوند په علمي، مسلکي مسایلو باندې پوهول
۶. د معلوماتي سستمونو په څانګو کې د یو ښه مشاور په توګه محصلانو ته وړتیا ورکول
۹. محصلان څیړنو او تحقیقاتو ته هڅول او د څیړنو میتودونه ورزده کول
۱۰. محصلانو د وظایفو په پیدا کولو کې تر وسه خپله هڅه جاري ساتل
۱۱. محصلانو ته د معلوماتي بانکونو او ویب ډیزاین په برخوکې د عملي پروژو پیداکول
: دمحصلینواحصایه
د کمپیوټرساینس پوهځی په خپلو شپږو صنفونو کې لاندې شمیر محصلان لری. |
|||||||||
مجموعه |
دریم ټولګى معلوماتی تکنالوجی څانګه |
دريم ټولګى معلوماتی سیستمونو څانګه |
دوهم ټولګى عمومی |
اول ټولګى عمومی |
شماره |
||||
ښځينه |
نارينه |
ښځينه |
نارينه |
ښځينه |
نارينه |
ښځينه |
نارينه |
||
۴۴۴ |
. |
۷۰ |
. |
۳۷ |
. |
۹۸ |
۱۴ |
۱۱۰ |
تعداد |
|
څلورم معلوماتی سیستمونو څانګه |
څلورم معلوماتی معلوماتی تکنالوجی څانګه |
||
نارینه |
ښځینه |
نارینه |
ښځینه |
|
۳۱ |
۲ |
۸۲ |
. |
|
۵- فراغت: د کمپیوټرساینس د پوهنځی محصلان په پوهنځی کې د څلور کاله درس وايي. په اخري سمیستر کې د نورو مضامینو ترڅنګ یوه پروژه هم ورکول کیږي. د پروژې ټولی کړنی او اخری نتیجه د مونوګراف په شکل ترتیب کوي. د خپلي پروژې د کړنو او مونوګراف څخه د یو دري کسیز ژوري هیت په وړاندې دفعه کوي او د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وایي. د کمپیوټرساینس پوهځي تر اوسه لاندی شمیر فارغان لرلی دی.
|
|||||||||||
کال |
۱۳۹۴ |
۱۳۹۳ |
۱۳۹۲ |
۱۳۹۱ |
۱۳۹۰ |
۱۳۸۹ |
۱۳۸۸ |
۱۳۸۷ |
۱۳۸۶ |
۱۳۸۵ |
|
|
فارغان |
۱۱۵ |
۵۵ |
۶۴ |
۷۰ |
۵۴ |
۵۱ |
۳۴ |
۲۴ |
۳۹ |
۴۴ |
|
|
تحقیقونه اومقالی