څانګې:

د ژبو او ادبياتو پوهنځی څلور څانګې (پښتو، دری، انګليسي او اردو) لري. همدا چې د شيخ زايد پوهنتون په چوکاټ کې ياد پوهنځي خپل فعاليت له خاپوړو پيل کړ؛ نو يې د خپل خدمت ساحه په يادو څلورو څانګو کې منحصره کړه. اوس مهال د پښتو څانګه ټول دولس تنه استادان لري چې اته يې ماستران، دوه يې د ماسترۍ زده کړې کوي او دوه يې دوکتوار د زده‌کړو کاروان ملګري دي.دری څانګه ټول څلور علمي کادرونه لري چې څلور واړه يې ماستران دي او اردو څانګه بيا درې تنه استادان لري چې اوس مهال يې د ماسترۍ د زده‌کړو په موخه پاکستان او ايران ته د سفر په پار د خپلو بوټونو مزي تړي. انګليسي څانګه بيا پنځه تنه استادان لري، چې دوه يې ماستران او درې يې د ماسترۍ اخيستو په جريان کې دی.