د ټولنیزو علومو پوهنځي ريس:

پوهنیار قدرت الله صدیقي سرپرست ریس

پيغام

د ټولنيزو علومو پوهنځی هڅه داده، چې د پوهې پرمټ د ټولنو د ستونزو پټ رازونه پرانيزي او حل ته يې منطقې ليار بيامومي،د دې سترې موخې د پیاد کیدو له پاره د ټولنیزوعلومو پوهنځی زیار باسي،چې په لومړی قدم کې د خپل هیواد د ځوان قشر اذهان تنویر او بیايې د یوې پیاوړې شننې له پاره په معیاري توګه اماده کړي،چې په راتلونکی کې وکولای  شی د ډیری ټولنیزو ستونزو په حل برلاسي او موفق شي.

پرته له شکه په اوسنیو حالاتو کې د ټولنیزو ستونزو د حل له پاره همداسې یوې منطقي او معقولې لیارې ته اړتیا لیدل کیږي،چې له مخې يې د تشدد پرته سوله او نیکمرغې راتلای شي،که چیرې په دې اکاډمیک ډګر کې مو د روزونکو ځوانو هیوادوالو شمیر زیات شي،په ډیری ستونزو به مو بری موندلی وي،چې د یاد پوهنځی د لومړیو موخو څخه ګڼل کیږي.