د پوهنځي د رييس پېژندنه:

پوهنمل میاولي شاه میاخیل

د شيخ زايد پوهنتون د ژبو او ادبياتو پوهنځي اوسنی رييس ښاغلی پوهنمل مياولي شاه مياخېل دی. مياخېل د سيد ګل شاه زوی دی چې پر (۱۳۶۰ل) کال د خوست ولايت مرکز کې زېږېدلی دی. لومړنۍ زده‌کړې يې د هجرت په ديار مېرام‌شاه کې کړې دي او پر(۱۳۸۲ل) د خوست ولايت له غرښت عالي لېسې فارغ شو. کادري زده‌کړې يې په خوست کې له شيخ زايد پوهتنونه وکړې چې پر (۱۳۸۶ل) کال د ياد پوهنتون له ژبو او ادبياتو پوهنځي، پښتو څانګې څخه فارغ شو.

ښاغلی مياولي شاه مياخېل د خپل خدای ورکړي استعداد او وړتيا له مخې بېرته په ژبو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګه کې پر (۱۳۸۷ل) د علمي کادر په توګه ومنل شو. د خپلو تدريسي بوختياوو سربېره يې د ماسترۍ تر کچې خپلې زده‌کړې ورسولې. د ماسترۍ سند يې د کابل پوهنتون له ژپو او ادبياتو پوهنځي پښتو څانګې څخه پر (۱۳۹۲ل) کال واخيست. د ښاغلي مياولي شاه مياخېل علمي رتبه پوهنمل او له (۱۳۹۳ل) کال راپدېخوا د ژبو او ادبياتو پوهنځي رييس دی چې د ياد پوهنځي پر رهبرۍ سربېره د تدريس چارې هم پر غاړه لري.

تر دې دمه ښاغلی پوهنمل مياولي شاه مياخېل ټولټال اته مطبوع علمي اثار لري او د تجربو د شريکولو او غني کولو په پار يې د هېواد په کچه په لوړو او معياري سيمنارونو کې ګډون کړی دی. پوهنمل ميا ولي شاه مياخېل په مورنۍ ژبې پښتو سربېره په ( انګليسي، اردو او دری) ژبو روانې خبرې کوي.

د پوهنځي رييس پيغام:

د ژبو او ادبياتو پوهنځی په داسې حالت کې تاسيس شو، چې له هرې خوا يې ورته ستونزو په ګريوان کې لاسونه اچولي وو. د ځای نشتوالی که يې يوه ستونزه وه، د علمي کادرونو نه شتون يې بله اساسي او لويه ستونزه وه؛ خو د ياد پوهنځي د بخت بېړۍ د بريا ساحل ته ځکه سلامته ورسېده چې د رهبرۍ پړي يې د ژمنو ماڼو ګانو په لاسونو کې وو. د بشپړې ژمنتيا په شتون او د خواريکښو علمي کادرونو د هڅو په پايله کې دا دی اوس د خدای شکر دی موږ د ادب او ژبو د زده‌کړې يو معياري مرکز او پوهنځی لرو.

د ژبو او ادبياتو پوهنځي مشرتابه، اداره او علمي کادرونه په ډېر ورين تندي خپلو مراجعينو او درنو محصلينو ته له هر ډول سيمه‌ييز توپير او تبعيض پرته معياري خدمتونه وړاندې کوي او تل د ګرانو هېوادوالو په چوپړ کې ده. دا زموږ لپاره د وياړ او افتخار ځای دی چې په داسې يو علمي او اکاډيميک ماحول کې د خپل هېواد درنو ګلاليو زلميو ته د علم او روښنايۍ ډيوې په لاس ورکوو او دوی يې د خپل ګران وطن د ابادۍ او سمسورتيا په پار خوروي. موږ ژمنه کوو چې دلته به په ملي او اسلامي روحيه سمبال داسې علمي کادرونه روزو چې د ګران هېواد په فکري بيارغونه کې به بارز رول ولري. پر دې سربېره ياد پوهنځی دا خپل مسوليت او رسالت ګڼي چې د ژبې او ادب د تدريس او زده‌کړې تر څنګ داسې علمي کادرونه ټولنې ته وړاندې کړي چې په علمي او عملي ډګر کې د حساب هستۍ وي او زموږ سترګې پرې لوړې وي. موږ ستاسو مرستو، مشورو او همکاريو ته اړتيا لرو، تر څو لا هم خپل خدمات پرې معياري او له کيفيته ډک کړو. له خپلو ګرانو هېوداوالو په خورا درنښت هيله کوو، چې د خپلو بچو په تعليم، تحصيل او روزنه کې قربانۍ ورکړي او خبلې ټولنې ته سالم کادرونه وړاندې کړي. د ژبو او ادبياتو پوهنځي اداره او درانه علمي کادرونه د ټولو درنو هېوادواولو په خدمت کې دي او تل به وي. خدای مور راوله.